دا خلك څنګه د هېندارو په څېر ژوند كوي؟

Posted by & filed under .

Danishpress books




 ١ – يادښت:
احمد فراز په ١٩٣١ز کې په کوهاټ کې وزېږېد، شاعري ورته په ميراث کې پاتې وه، د هغه پلار سيد محمد شاه برق د اردو او فارسي شاعر و. فراز په اردو او فارسي ادبياتو کې ماسټري لري. هغه لومړنۍ زده کړې په کوهاټ کې کړې دي، وروسته يې د پېښور له ايډورډ سکول څخه د ميټرک امتحان ورکړ او ايډرورډ کالج ته بريالى شو.
هغه لا په همدې کالج کې و، چې د پېښور له راډيو سره يې اړيکې پيدا شوې، خپل عملي ژوند يې د کراچۍ له راډيو څخه د يوه سکرپټ ليکوال په توگه پيل کړ. د خپلو زده کړو له پوره کېدا وروسته يې له راډيو سره اړيکې پرې کړې او په پېښور پوهنتون کې استاذ شو.
له اته- نهه کاله استاذۍ وروسته په پېښور کې د (پاکستان نېشنل سنټر) مشر وټاکل شو. په ١٩٧٦ز کې په  اسلام آباد کې د ادبياتو اکاډيمۍ د لومړني مشر په توگه وټاکل شو. يو څه وخت د ځينو نظمونو په ويلو زندان ته لاړ، وروسته يې په کراچۍ کې د (محاصره) په نامه نظم ولوست او د (صوبۀ بدر) سزا ورکړل شوه.
کله، چې پر هغه باندې د اظهار ټولې وسيلې بندې شوې؛ نو په ١٩٨٢ز کې يې د خپل هېواد د پرېښودو اراده وکړه او برتانيې ته ولاړ.
فراز له فيض احمد فيض وروسته په اردو کې تر ټولو مقبول شاعر دى. احمد فراز، چې د شاعرۍ په هماغو لومړنيو کلونو کې د شهرت کوم اوج ته ورسېد ښايي ډېر کم خلک ور رسېدلي وي.
فراز د شعرونو څو ټولې لري، لومړنۍ يې (تنها، تنها) ده، چې د زده کړو پر مهال يې چاپ کړې وه، دويمه يې (درد آشوب) نومېږي، چې د (آدم جي) ادبي ايوارډ يې هم گټلى دى. د هغه نورې شعري ټولې (شب خون)، (نايافت)، (ميرى خواب ريزه ريزه)، (جانان جانان)، (نابينا شهر مين آيينه)، (بــى آواز گلى کوچون مين)، (غزل بهانه کرون) او (اى عشق جنون پيشه) دي. همدارنګه د فراز شعرونه او نظمونه په سويډني، يوگوسلاويايي، هالنډي او اڼليسي ژبو ژباړل شوي دي.
احمد فراز د پاکستان يواځنى اردو شاعر دى، چې په خاصو او عامو کې ډېر زيات لوستونکي لري. څه وخت وړاندې ددې لوى شاعر د ناروغۍ او مرگ خبرونه خپاره شول، چې د فراز مينه والو ته يې ټکان ورکړ؛ خو د هغه زوى څرگنده کړه، چې پلار يې لا ژوندى دى.
اردو ژبي مشهور ژورناليست، شاعر و ليکوال فيضان عارف تېر کال له احمد فراز سره په لندن کې يوه اوږده مرکه کړې، چې د هغه په کتاب (کامياب لوګ) کې خپره شوې ده. موږ د احمد فراز لوړ شاعرانه مقام او د هغه د ژوند حساسې مرحلې ته په پام يواځې په دې وتوانېدو، چې ددې مرکې ادبي برخه په لنډ ډول راوژباړو. هيله ده ددې لوى شاعر خبرې درته بې گټې نه وي!



(ژباړن) ٢٠/ ٧/ ٢٠٠٨



٢ – يادښت:
ما ددې مرکې ژباړه په پورتنۍ نېټه پاى ته رسولې وه او پورتنى يادښت مې ورباندې ليکلى و. په دې انتظار وم، چې الفت مجلې ته يې د چاپ لپاره وسپارم. څو ورځې مخکې مې له کابل څخه يو خوږ دوست راغلى و، ماښام په پېښور کې گرځېدو، چې يونيورسټي بک ايجنسۍ ته ورپېښ شو، چې کتابونه واخلو. ملري مې ډېر کتابونه واخيستل؛ خو ما هم د احمد فراز نژدې ټول کتابونه واخيستل، يواځې يو څو، چې له ما سره مخکې وو رانه پاتې شول. له تېرو څو ورځو څخه مې پرله پسې د احمد فراز غزلې او نظمونه لوستل، يو دوه ورځې مخکې مې فراز په دانش خپرندويه ټولنه کې له سايل صاحب سره هم ياد کړ. نن شپه نژدې يوولس بجې وې، چې يوه داسې اشنا د فراز د مرگ خبر راکړ، چې زه يې څو کاله مخکې د فراز له شعر سره بلد کړى وم.



“انا لله و انا اليه راجعون”
حق مغفرت کرى عجب آزاد مرد تها



که څه هم فراز د داسې قوم لپاره د هغوى په ژبه نغمې ويلې، چې اهل نظر په ژوند هم نازوي؛ خو دا بيت يې ما دا څو ورځې زمزمه کاوه، چې:


زنـــــده در گور ښوئــى اهــل نظر
                    کس قدر مرده پرستى هى يهان          “فراز”
پر گور يې نور شه
درمل، ٢٤/ ٨/ ٢٠٠٨- د شپې ٣٥: ١١ بجې


 


پوښته: تاسو خپل عملي ژوند کله پيل کړ او د خپلو زده کړو د مهال په اړه هم راته يو څه وواياست؟
ځواب: زه ډېر تکړه زده کوونکى نه وم. په نهم يا لسم ټولگي کې وم، چې د شاعرۍ په ناروغۍ اخته شوم او ددې سبب هم زما يوه ټوليواله وه. ټوليواله ځکه ورته وايم، چې زه په نهم کې وم، هغه غالباً له مانه يو کال وړاندې وه؛ خو زما او د هغې د پلرونو تر منځ ټ راټ و. په مکتب کې هم خاصه بوختيا نه وه، بيا هغې ماته وويل، چې د شعر په وروستي توري باندې د پيل کېدونکيو شعرونو ويلو ته د بيت بازۍ لوبه وايي.
خير؛ خو زموږ تر منځ بيت بازي پيل شوه. د هغې ډېر شعرونه ياد ول؛ ځکه به يې زه زياتره ماتولم. ما فکر وکړ، چې ددې پر ځاى، چې شعرونه ياد کړم بايد خپله يې جوړ کړم او په دې توگه راته دا ناروغي ولېده، هغه بيا واده شوه او دا کيسه ختمه شوه.
زما يادېږي، چې ما لومړى شعر داسې ليکلى و:



رات کو ايک خواب ديکها تهـا
جس مين تيرا شباب ديکها تهـا


په لسم ټولي کې وم، چې پلار مې زما مشر ورور ته جامې او ماته د کوټ لپاره يوه تيکه رخت راوړى و، چې ماته د کمپلې په څېر ښکاره شو، پر دې مې دا شعر وليکه:



جب که سب کى واسطـى لائى هيڼ کپړى سيل سى
لائـــــى هين ميرى لــــــئى قيدى کا کمبل جيل سى


په هر صورت، د چا په سبب، چې زه ناروغ شوى وم، له هغې ناروغۍ خو جوړ شوم؛ مگر د شاعرۍ ناروغۍ د کراچۍ کالج ته ورسولم. دا مهال د گجرات په زمينداره کالج کې يوه مشاعره وه، هلته ماته انعام راکړل شو. په دې مې هم يو څه حوصله افزايي وشوه. له دې پرته هلته څو ادبي ټولنې وې؛ لکه “بزم سخن” او “ادارۀ ادبيه”. بيا شوکت واسطي د “اردو صبا” په نامه يوه بله تولنه جوړه کړه. په دې کې به زياتره لويو خلکو ونډه اخيسته، يوه ټولنيزه- سياسي غوندې ټولنه وه. څرڼه، چې زما ورسره له پيله اړيکې نه وې؛ نو زه لېرې ترې پاتې شوم.
په ٥٠- ١٩٤٩ز کې لا زه په کالج کې وم، چې راديو د سکرپټ ليکوال په توگه وغوښتم او راډيو ته راغلم هتله تر شاهد احمد دهلوي او ارم لکهنوي پرته د لکنهو او ډهلي نور هم ډېر خلک وو. زما ستونځه دا وه، چې اردو مې ليکلى شوه؛ خو ويلى مې نشوه، يواځې تر “هو” يا “نه” پورې مې ويلى شوه. له ډېرو ستونځو سره مخ وم بايد زياته خواري مې کړې واى. په دې ورځو کې راته مور ډېره يادېده. د شپې به مې زياتره په هغې پسې ژړل او د ورځې به مې کار کاوه. بيا مې هڅه وکړه، له کراچۍ نه پېښور ته را بدل شوم. بيا په کالج کې داخل شوم. دلته راډيو راسره دا مرسته وکړه، چې د سکرپټ ليکلو پرېښله (اجازه) يې په کور يا تر کالج وروسته هم راکړه.
په دې توگه زما د ادبي کار پيل وشو. په دې کې مې څه د ځان لپاره هم ليکلي ول اوه ډرامې او سرکاري تقريرونه مې هم ليکلي ول. بيا له کراچۍ نه قومي پروگرام پيل شو، زه بيا کراچۍ ته لاړم. چراغ حسن حسرت، احمد بشير، سليم احمد او رفيع پيرزاده هم راسره ول.
ارواښاد چراغ حسن حسرت په هغو ورځو کې زموږ د سکرپټ ليکوالو مشر و. ډېر ښه وخت و. ما له دې ټولو څخه ډېر څه زده کړي دي. ډېر ښه ماحول و، ډېرې ټوکې به مو کولې. د حسرت صاحب عادت و، چې هر چاته به يې “مولانا” ويل. دا د هغه تکيه کلام و. احمد بشير يو سکرپټ ليکلى و، حسرت صاحب ته ورغى، هغه ټول راوغوښتلو، چاى او سگريټ يې ډېر څکل. مسوده يې لټ په لټ کړه ويل يې مولانا دا څه دي؟
احمد بشير وويل: ډرامه ده.
هغه ورته وويل: په کومه ژبه دې ليکلې؟
ځواب يې ورکړ: په اردو.
نو حسرت صاحب له سگريټ نه کش وکړ او ويې ويل: “مولانا که اردو زده کوې؛ نو يا “طلسم هو شربا” ولوله او يا د ډهلي له کومې نجلۍ سره واده وکړه، چې اردو دې مورنۍ ژپه شي…
يو ځل حسرت صاحب ماته وويل، چې د حضرت داتا گنج بخش تلين را روان دى، يو فيچر ورباندې تيار کړه. دا کار زما له وسه نه و. زه يو خوا بل خوا گرځېدم، لږ وروسته يې بيا وروغوښتم، ويل يې څه دې وکړه؟ ما ويل: ليا يم مواد راټولولم. حسرت صاحب وويل: پرې يې ږده مولانا دا خالصه د تصوف مسئله ده او ته سوچه ترقي پسند يې. خداى جل جلاله ته به دې هم “خداى صاحب” ليکلي وي.
د حسرت صاحب په خبرو کې داسې طنز و مزاح و؛ خو ما ترې ډېر څه زده کړي دي.
يو کال دا پروگرام وچلېده، بيا موږ دوباره راغلو، بېرته کالج ته لاړم. په ١٩٦٠ز کې مې M. A وکړه؛ نو په پوهنتون کې راڅخه د استاذۍ غوښتنه وشوه. راتلونکى کال مې راډيو پرېښوده او اسلاميه کالج ته لاړم؛ خو په يوه خبره به ډېر مايوسه کېدم، هغه دا چې هلته خو استاذانو خپل مضمون تدريساوه؛ خو له نورې نړۍ نه ول خبر. زه به، چې هلته له استاذانو سره کېناستم، چون زه له راډيو ورغلى وم او تاسو پوهېږئ، چې د راډيو د کار کوونکيو معلومات نسبت نورو ته پراخ وي؛ نو ماته به داسې ښکارېده، چې د جاهلانو په منځ کې ناست يم.
زما له مطالعې سره فطرتي مينه وه، په کالج کې به مې، چې ساعت واخيسته، راډيو ته به راغلم او له ملريو سره به ناست وم. بيا په کالج کې د ځينو ستونځو له امله راڅخه استاذي پاتې شوه. په دې ورځو کې (نيشنل کونسل فار انېگرېشن) د پېښور لپاره د ډايريکټرانو نومونه غوښتي ول. ما هم خپل نوم او درخواست ورکړ، لا نتيجه نه وه راوتلې، چې په لاهور ته تلونکې يوه الوتکه کې مې له فيض احمد فيض سره وليدل. له هغه سره مې مشوره وکړه، چې له سرکاري دندې سره مې مزاج نه دى جوړ، دا دنده وکړم که نه؟
هغه وويل: دا دنده که ته ونکړې کوم بې علمه ته به ورسېږي. موږ بايد په هر صورت سرکاري دنده وکړو.
خير؛ خو دنده مې پيل کړه. اخر هماغه کار وشو، چې زه ترې ډراېدم. له کوثر نيازي سره مې ورانه شوه. هغه زما پر خلاف فتوى ورکړه، زه لندن ته له خپل ورور سره په رخصتۍ تللى وم، چې هغه له دندې ايسته کړى وم. وروسته بيا مقرر شوم. بيا په ١٩٧٦ ز کې هغه د ادبياتو اکاډمي جوړه کړه او زه يې عمومي ډايريکټر وټاکلم. په ١٩٧٧ز کې جنرال ضياء الحق راغى، بيا چې پوځ څه وکړل په هغه باندې ما مشهور نظم “پيشه ور قاتلون” وليکه. ددې نظم اخري مسره “پيشه ور قاتلوڼ تم سپاښى نښيڼ” وه. دې نظم ته خلکو مختلف نومونه ورکړل؛ خو ما ورته نوم “پاک فوج کو سلام” ټاکلى و. صديق سالک او کرنل محمد خان راغلل او دا نظم يې له ما نه يووړ. څه موده وروسته اى. رحمان او ايوب مرزا (چې پر فيض صاحب يې “هم که ټهرى اجنبى” کتاب ليکلى و) راغلل. ماته يې وويل: احتياط کوه، چې پوځي استخبارات دې څاري. ما وې ما څه کړي، چې ما څاري؟
يوه ورځ له ما سره سيف الدين سيف هم و، موږ له “شاليمار ريکارډيڼ کمپنۍ” څخه راغلو، له موټره، چې ښکته شوو پوليس رانه چاپېر شول. يو منېجر وړاندې راغى، ويل يې احمد فراز ته يې؟ ما چې ځواب ورکړ، ويل يې ته اوس بندي يې. موټر ته يې پورته کړم، يو کس سترگې راوتړلې او د راولپېنډي ايريا نومې ځاى ته يې ورسولم، چې پوځي مجرمان او جاسوسان پکې ساتل کېدل. يوه کوچنۍ تياره کوټه وه، خرابه بستره پرته وه، هلته د تشدد سامانونه ايښي ول. يوه ماته څوکۍ پرته وه، شپه تېره شوه، سهار يې ور پرانست، ما ويل اوس به د سزا کومه نوې مرحله پيل کېږي؛ خو هغوى زه ورپورته کړم، په ازاده فضا کې مې يو څه طبيعت جوړ شو، خوله و لاس مې ووينځل. مخامخ په يوه ونه کې يوه فاخته چغېده، ماته دا درې بيتونه راغلل:



ايسا سناټا کـــــــه جيسى هو سکوتِ صحرا
اتنى تاريکى که آنکهون نى دُهائى دى هى
در زندان سى پــــرى کون سى منظر هونگى
مجهـ کو ديوار هـــــى ديوار دکهائى دى هى
دور اک فاخته بولـــــــــــــــى هى سر شاخ شجر
پهــــــــــــلى آواز محبت کى ســــنائى دى هى


بيا دوو کسانو راباندې سترگې وتړلې، زما سامان او بټوه يې راواخيستل او موټر ته يې پورته کړم. د ورځې دولس بجې وې، نيم ساعت وروسته يو ځاى ته ورسېدو، چې اوسپنيزې پنجرې وې؛ خو زه په دې خوشحاله وم، چې فضا ازاده وه، ما له يوه ساتونکي وپوښتل: دا کوم ځاى دى؟
هغه وويل: دا مانسرکېمپ دى.
مانسر کېمپ له اټک سره نژدې په يو پوځي مرکز کې دى. زه دلته بندي وم، دا وخت د کېمپ مشر يو مېجر و، چې له ما سره يې ډېره ښه وضعه وکړه، کتابونه، اخبارونه او راډيو يې راکړل. کله کله به راتۀ او د ادب په هکله به يې راسره خبرې کولې. څرڼه، چې زما د نيول کېدو پر مهال له ما سره سيف الدين سيف هم و؛ نو هغه ټول ملري خبر کړي ول. زما يواځنۍ خور زما کتو ته راغلې وه؛ خو له ما سره يې ليدو ته پرېنښوده او هغه بېرته له دروازې څخه گرځېدلې وه. ضياء او نور ملري مې هم پوښتنې ته راغلل، بيا زما کېس واورېدل شو، احمد نديم قاسمي، کشور ناهيد، يوسف کامران او سيف الدين سيف هم ول. پاکستان ټايمز په کوم کونج کې يو کوچنى خبر زما د کېس د اورېدو په اړه چاپ کړى و، بيا يوه نيمه مياشت وروسته راخلاص شوم.
پوښتنه: په مساپرۍ کې انسان له يو عذاب څخه تېرېږي، تا وويل ما ډېر څه ترې زده کړي ته، چې اوس کله ماضي ته ګورې؛ نو هغه زمانه درته څنګه ښکاري؟
ځواب: زه وايم غم خو راځي او تېرېږي، دا غمونه خپل اثر پرېږدي، زما پر شاعرۍ ددې غمونو اثر شته؛ مگر مساپرۍ زما د شاعرۍ پر مخ يوه نوې دريڅه پرانسته؛ لکه جېل، چې راته نوې دريڅه پرانسته، تر دې وروسته ما داسې شاعري وکړه، چې په عادي حالاتو کې ناشونې وه. دا ډول په مساپرۍ کې هم زما شاعرۍ نوى نوى رڼ واخيست. زه خو وايم، چې شاعري په اخوا دېخوا شيانو نه کېږي، ددې لپاره د تجربو په بټۍ کې پخېدل پکار دي، د وينو درياب ته دانگل دي، عشق به دې هم خپل وي، د ليلى او مجنون په عشق گوزاره نه کېږي؛ لکه زما يو بيت دى:



محـــــــــــــبت اپنا اپنا تجــــربه هى
يهان فرهاد و مجنون معتبر نهين


او څوک چې عادي شاعري کوي گرم هم نه دى؛ ځکه په ژوند کې له کومې لويې پېښې سره نه دي مخ شوي؛ لکه د يوه شاعر ذکر کېده، چې د هغه شاعري په صراط مستقيم روانه ده، نه کومه پېښه، نه ټکر؛ نو که څوک له کومې لويې پېښې او يا خوشحالۍ سره مخ نشي، سيده سيده شاعري کوي. فيض صاحب وگورئ، سمه ده، چې د هغه نظمونه مخکې هم ښه ول؛ خو هغه نژدې ټوله شاعري له جېل تېرولو نه وروسته کړې ده. کله، چې ته بندي کېږې؛ نو له آزادۍ پرته له ځينو داسې شيانو څخه هم محرومېږې، چې هغه تاته خداى جل جلاله وړيا درکړي وي. له سپوږمۍ، خوږبويۍ، رڼايۍ، ځمکې او دوستانو نه به محروم يې.
زه چې کله برتانيې ته راغلم؛ نو په لومړي سر کې ډېر په تکليف وم، کله چې له علي محمود سره د خپل ورور کور ته لاړم؛ نو حالات ډېر خراب ول، پيسې نه وې، زياتره به د ډوډۍ پر مهال بهر وتلم، چې ورور مې دا فکر ونکړي، چې دا پر موږ پېټى دى. په دې توگه څو ورځې او شپې وږى وم، سگريټ هم نه ول راسره. يو کال وروسته ماته له ډېرو ملکونو څڅه بلنليکونه راغلل، بيا مې له نايجيريا څخه تر امريکا پورې هېوادونه وليدل….
ددې مركې پاتې برخه د الفت مجلې په ۳۵ ګڼه كې ولولئ، چې ډېر ژر به په همدې ويبپاڼه كې هم پر ليكه شي.