په انسان كې د غرور او تېروتنو د انګېزو څرګندېدل

Posted by & filed under .

Danishpress books

ځانګړنې:
د كتاب نوم: په انسان د غرور او تېروتنو د انګېزو څرګندېدل
ليكوال:  امام محمد غزالي
ژباړن:  سيد عبدالله پاچا
خپرندوى: دانش خپرندويه ټولنه
چاپشمېر: ۱۰۰۰ ټوكه


“د امام غزالي (رح) د پېژندګلوۍ په اړه”


د امام غزالي (رح) د نوم له اورېدو سره نږدې هر څوك اشنايي لري او ډېر كم خلك به داسې وموندل شي، چې امام صېب ونه پېژني.
نوموړى د خپل وخت ډېر ستر عالم او د غوره او لوړ شخصيت خاوند و، ټول عمر يې په اخلاص د اسلام خدمت وكړ، او د خدمت پايله يې داده، چې له پېړيو تېرېدو وروسته يې اوس هم نوم د كوچنيو او سترو د ژبې ورد دى او وي به. د امام غزالي (رح) بشپړ نوم محمد حامد غزالي و، د ايران د طوس په ښار كې زېږېدلى دى. لومړنۍ زده كړې يې په خپل هېواد كې تر سره كړې او بيا يې د نورو زده كړو په موخه د بغداد لاره ونيوله. په هغې زمانه كې په بغداد كې يو ستر پوهنتون و، چې د ايران واكمن نظام الملك طوسي جوړ كړى و او ټول لګښت يې نظام الملك په خپله وركاوه. كوم وخت چې امام غزالي (رح) په پوهنتون كې د شاملېدو لپاره ورغى نو زړې او شلېدلې جامې يې په تن وې مور پلار يې بې وسه وو. بله خبره دا وه، چې پلار به يې څه ګټل نو ده به په كتابونو لګولې، چې پوهنتون ته ورغى نو هيچا ورته كومه پاملرنه ونه كړه، خلكو فكر كاوه، چې كوم فقير دى، او خير خېرات غواړي، په پوښتنه پوښتنه هغې خونې ته ورسېد، چې تر ټولو مشر استاد، نوي هلكان په يو پوهنتون كې شاملول. امام غزالي په ډېر درناوي هغه ته سلام وكړ او ورته ويې ويل: حضرت زه ستاسو په پوهنتون كې شاملېدل غواړم.
مشر استاد له سر نه تر پښو پورې معاينه كړ او حيران شو، چې دده جامه دومره زړه او شلېدلې ده نو د كتابونو او فيس لګښت به له كومه راوړي.
مشر استاد ورته بيا وويل: له كومه ځايه راغلى يې؟
ده ورته وويل: د طوس له ښار نه.
مشر استاد ورته وويل: په خپل ښار كې زده كړه حاصله نه كړه. غزالي (رح) جواب وركړ هلته چې د زده كړې كومه كچه وه هغه هر څه مې لوستي او اوس د نورې زده كړې لپاره دلته راغلى يم.
مشر استاد له لږ فكر كولو څخه وروسته وويل: چې هلكه تر ازموينې پورې به په ليليه كې اوسېږې. هغه مهال په ليليه كې هيڅ كومه خونه تشه نه وه. امام غزالي (رح) فكر وكړ، داسې معلومېږي، چې نه مې شاملوي. نو ورته ويې ويل: حضرت! ما فقط شامل كړئ، خېر دى زه به بهر چېرې واوسېږم. خو د مشر استاد دا خبره خوښه نه شوه او ورته ويې ويل: اوس لاړ شه او چې كله كومه خونه خالي شي؛ نو بيا راشه. محمد حامد بهر راووت او دېر ناهيلى شو، چې د علم له حصول پرته به بېرته طوس ته ځي. يوه معمولي شان كوټه يې بهر چېرته په كرايه ونيوله. هره ورځ به په دې تمه پوهنتون ته تللو چې ګوندې كومه كوټه خالي شي. يوه ورځ يې د ځان په څېر د يوه بې وسه زده كوونكي سره ليدنه كتنه وشوه. هغه ورته وويل: چې وروره! ښايي تر ډېره وخته خالي كوټه پيدا نه شي ته ځان شامل كړه.
امام غزالي د وروستي ځل لپاره د خپل بخت د ازمويلو په موخه مشر استاد ته ورغى. استاد هغه شامل كړ او د هستوګنې لپاره يې يوه تياره كوټه وركړه، چې كړكۍ هم په كې نه وه هغه په دې هم د څښتن تعالى شكر ادا كړ، او په ډېر شوق يې
زده كړه پيل كړه.
يوه ورځ نظام الملك طوسي پوهنتون ته راغى او د مشر استاد كوټې ته ورغى او ورته ويې ويل: زما د پوهنتون يو څو تكړه زده كوونكي راوغواړه، زه ورنه پوښتنې كوم، لږ څه وروسته يو څو تنه زده كوونكي راوستل شول. نظام الملك له هر يو نه وپوښتل، چې علم حاصل كړئ؛ نو څه به كوئ. چا ويل منصبدار به جوړېږم، چا ويل قاضي به جوړېږم او چا ويل، چې پاچا به شم. نظام الملك په دې جوابونو ډېر ناخوښه او ناهيلى شو، او ويې ويل: زړه مې غواړي، چې سر له اوس نه د پوهنتون دروازې وتړم، هيچا داسې جواب رانه كړ، چې زه پرې خوښ شم. ځكه نو سر له سبا څخه پوهنتون بند. يو استاد وويل: حضرت يو زده كوونكى پاتې دى راويې غواړم. ويل يې راويې غواړه. نظام الملك شاګرد ته په غور سره وكتل او له هغه څخه يې هغه پوښتنه وكړه، چې له نورو شاګردانو څخه يې كړې وه.
امام غزالي (رح) جواب وركړ، چې علم حاصل كړم نو غواړم، چې د خپل قوم او وطن خدمت وكړم، نظام الملك طوسي، چې دا جواب واورېد نو ډېر خوشاله شو او ورته ويې ويل كه تا دا جواب نه واى راكړى؛ نو ما د پوهنتون دروازې تړلې او بنداوه مې، تا پوهنتون له بندېدو څخه وژغوره. د خداى(ج) شكر دى، چې زما په پوهنتون كې يو زده كوونكى؛ خو د علم په صحيح مقصد پوهېږي.
يوه بله پېښه داسې وشوه، چې دده په كور كې يو كتابتون و، چې د شپې تر ډېره وخته به په كې ده مطالعه كوله. يوه ورځ دده يو استاد هلته ورغى د خپل شاګرد كتابونه يې چې وليدل ډېر خوشاله شو، چې كله تللو نو يو كتاب يې له ځانه سره واخيست. امام غزالي تر ډېرو ورځو د كتاب د بېرته ستنولو انتظار وكړ. اّخر دا چې استاد ته ورغى او د كتاب مطالبه يې ورنه وكړه. استاد وويل هغه خو ورك شوى دى.
ده چې دا خبره واورېده ډېر خفه شو او سترګې يې له اوښكو ډكې شوې، استاد ورته وويل هغه علم چې په دې كتاب كې خوندى و كه هغه دې په سينه كې خوندى كړى واى نو هيڅكله به نه ضايع كېداى، د سړي په سينه كې علم ساتل په كار دي تر څو د وركېدو وېره يې نه وي په دې سره امام غزالي ډېر خجالت شو او له همدغه وخت نه يې ددغه استاد په خبره عمل پيل كړ، او په كوم پوهنتون كې چې دى استاد نه شاملاوه، د علم تر حصول وروسته په همغه پوهنتون كې د استاد په حيث وټاكل شو. امام غزالي (رح) د متبحرو علماو په ډله كې شمېرل كېده.




لومړۍ خبرې


په “انسان كې د غرور او تېروتنو د څرګندېدو” په نوم كتاب چې ستاسو په لاس كې دى. د حجم په  لحاظ ډېر كوچنى؛ خو د محتوا او مفهوم په لحاظ يو ډېر ستر او جامع كتاب دى دا ستر اثر د ستر شخصيت حضرت امام غزالي (رح) دى. په دې كتاب كې لكه څرنګه چې له عنوان څخه يې څرګنده ده له داسې موضوع سره تماس نيول شوى دى، چې د انسان له انسانيت څخه د پرېوتو او بربادۍ او په ځانګړې توګه له سمې او نېغې لارې څخه د مسلمان د اوښتو او منحرف كېدو سبب ګرځي. موْمن مسلمان د خپل پالونكي او خالق په نږدې د ډېر پورته مقام خاوند دى؛ خو دغه مقام په خپلو تېروتنو او غرور له لاسه وركوي. لاره ورځنې وركېږي او په پاى كې د خپل مهربانه خالق د عذاب وړ هم ګرځي. امام غزالي (رح) د خپلې اسلامي دندې او دينې او انساني خواخوږۍ تر مخه د خپل پراخه علم او پوهې په رڼا كې د قراّن او حديثو د لارښودنو سره سم مغروره او تېر وتلي كسان او ډلې خپلو تېروتنو ته متوجه كړي او د هغوى د روحي درملنې لارې چارې يې په ګوته او نښه كړې دي. د (يو)كتاب په لوستو هر مسلمان د ځان په اړه دا اندازه كولاى شي، چې د ګناه پېټۍ يې څومره دروند دى او په كومه لار روان دى. د اسلام په سمه او نېغه لار، كه د شيطان په كږه لار. ددې كتاب لوستل د هر موْمن او مسلمان لپاره كه هغو كوچنى دى او كه ستر غريب دى او كه شتمن، ډېر عبادت كوي او كه لږ، ډېر اړين دى.
دا كتاب تر ما وړاندې درانه او قدرمن ليكوال مصطفى اربابي له عربي نه په پارسي ژباړلى و او د ډېرې ښې استفادې وړ ګړځېدلى و. خو څرنګه چې ډېر لر او بر پښتو ژبي مسلمانان زياتره له پارسي متن څخه ښه ګټه نه شي پورته كولاى؛ نو د دانش خپروندويې ټولنې د ادبي هڅو په لړ كې پرېكړه وشوه، چې دا ګټور كتاب په پښتو ژبه ژباړه او چاپ شي. هڅه مې كړې ده، چې په ډېره سليسه او عام فهمه پښتو يې وژباړم تر څو د ډېر كم ليك او لوست خاوندان هم ورباندې وپوهېږي. او په ويو (لغاتو) د پوهېدو لپاره چاته محتاج نه وي. هيله ده د ګرانو لوستونكو او د هغوى د كورنيو د اړوندو غړو د ديني او دنيوي ګټو سبب وګرځي.



په درنښت
سيد عبدالله پاچا




لومړى څپركى


“بېشكه د عقل خاوندان پند اخلي”
(سورآ زمر اّيت: 9)


د خداى (ج) درود دې زموږ په سردار او سالار حضرت محمد مصطفى، د هغه په كورنۍ او ملګرو وي، اّمين. ايمان مې په خداى دى، د ثنا او ستاينې وړ يوازې يو الله دى، درود او سلام دې د هغه د پيداېښت په تر ټولو غوره حضرت محمد، د هغه په كورنۍ او د هغه په يارانو وي. او وروسته:
ددې كتاب نوم “الكشف والتبيين في غرور الخلق اجمعين” يانې د ټولو خلكو د غرور (تېروتنې) په ډاګه كول دي.
د الله پيدايښت په دوه ډوله دى: حيوانات او غير حيوانات، ژوندي موجودات او نا ژوندي موجودات.
ژوندي موجودات بيا په دوه ډوله دي: مكلف او نامكلف. مكلف هغه څوك دي، چې خداى هغه مخاطب كړي، او د عبادت او پرستش سپارښتنه يې ورته كړې ده، او ددې په بدل كې يې ورسره د اجر او ثواب ژمنه (وعده) كړې ده. همدا راز څښتن تعالى مكلف كس له ګناهونو او ناوړه كړنو څخه منع كړى دى او د هغو له پايلو څخه يې وېرولى دى.
نامكلف شخص هغه دى، چې الله پاك هغه په كولو او نه كولو په اړه مخاطب نه دى ګرځولى، چې له دې امله مكلف په دوه ډوله دى: موْمن او كافر. او موْمن په دوه ډوله دى: منونكى او نامنونكى (سرغړوونكى).
او دا منونكي او نامنونكي (ګناهګاران) دواړه په دوه ډلو وېشل كېږي: پوهان (عالمان) او ناپوهان (جاهلان).
تر دې وېش وروسته وينو، چې ټول مكلف، كه هغه موْمنان دي او كه كافران پرته له هغو كسانو، چې څښتن تعالى، چې د ټولو عالمينو پالونكى دى هغوى خوندي ساتلى دى نور ټول د تېروتنې (فرېب) دجال له ګواښ سره مخامخ دي.
كه خداى(ج) ته منظوره وي. زه غواړم د تېروتنو له ظواهرو يانې هغه څه او ځاى چې د تېروتنو سبب ګرځي او په خپله د فرېب او تېروتنې له مخ څخه پرده پورته كړم او مكلف خلك له اصل حقيقت سره اشنا كړم، او په دې برخه كې د خپل توان په كچه بشپړ وضاحت وكړم تر څو حقايق په لنډه توګه او په لنډو جملو او عبارتونو كې څرګند او بيان كړم، او د اشارې په اړه د تر ټولو نوي چلن په خپلولو سره حقايق روښانه كړم.
ځكه نو وايم، چې په دې لار كې زما ځواك او هڅه د لوى خداى له فضل او مهربانۍ څخه پرته بل هيڅ كوم شي پورې تړاو نه لري.
تېروتونكي يا فرېب خوړونكي خلك ماسوا له كافرانو څخه څلور ډلې دي:
د عالمانو ډله، د عبادت كوونكو ډله، د شتمنو او پانګه والو ډله او د صوفيانو ډله. خو تر ټولو ړومبى د كافرو له فرېب خوړلو او تېروتنو څخه پيل كوو، دوى بيا په خپلو تېروتنو كې دوه ډلې دي: له هغو څخه ځينې يې مادي ژوند تېر ايستي دي، او ځينې نور يې بيا ابليس تېر ايستي دي.
 هغه ډله چې مادي ژوند هغوى د تېروتنې په لومه كې ګير كړي دي، دا هغه كسان دي، چې وايي: نغد له پور نه غوره دى (دا نغد واخله او له هغه پور نه لاس په سر شه، ځكه چې د نغارو غږ له لرې نه خوند كوي).
او دوى دا هم وايي چې: د دنيا خوندونه باوري او عيني دي، او د اّخرت خوندونه بې باوره او د هغې شتون شكمن دى، ځكه نو نه شو كولاى د هغه شي لپاره، چې د هغه شتون په شك كې دى، له يو باوري او نغد شي څخه لاس واخلو.
دا يوه ناوړه او بې ځايه انګېرنه ده، دا ډول استدلال او انګېرنه ابليس چې د خداى لعنت دې پر هغه وي كړى وه او ويې ويل: “اَنَا خَيْرٌ مِّنْهُ” له آدم نه زه غوره يم هغه بې وزله خواركي ګومان وكړ، چې غوره والى ګنې په وسيله كې دى.
دوه څيزونه ددې تېروتنې علاج او درملنه ده چې: يا يې د تصديق (ريښتيا منلو) په وسيله درملنه كېږي، چې هغه ايمان دى، او يا يې د استدلال په وسيله.
په ريښتيا منل او تصديق هغه دى چې: سړى د خداى تصديق وكړي، په دې سره، چې لكه څنګه، چې الله تعالى فرمايلي دي: “وَمَا عِنْدَ اللهِ خَيْرٌ وَّاَبْقَى” “هغه څه چې خداى ته منظور دي همغه غوره او تلپاتې دي”.
“وَمَاالْحَيَاة الدُّنْيَا اِلاَّ مَتَاعُ الْغُرُوْر” “د دنيا ژوند نه دى مګر يوه تېر اېستونكې متاع”.
او په همدې توګه هغه څه، چې پيغمبر(ص) راوړي دي د هغو تصديق وكړئ.
خو هغه څه، چې استدلال دي: يو سړى بايد په خپله انګېرنه، فساد او استدلال باندې وپوهېږي، دا چې وايي: دنيا نغده او اّخرت پور دى، د هغه دا مقدمه يا دعوه سمه ده، خو كه ووايي: چې نغد له پور نه غوره دى؛ نو دا د تلبيس ځاى دى (يانې اصل حقيقت پټ دى).
او اصل حقيقت داسې نه دى، بلكې كه چېرې نغد په مقدار او مقصود كې له پور سره مساوي او برابروي؛ نو بيا نغد غوره دي؛ خو كه نغذ له پور نه لږ وي نو بيا خو پور بهتر او غوره دى. او بيا خو طبعي خبره ده، چې اّخرت ابدي او همېشنى دى، دنيا تېرېدونكې او بې ثباته ده.
او دا چې دوى وايي: د دنيا شتون يقينى او د اّخرت شتون په شك كې دى، د دوى دا استدلال هم بې ځايه او باطل دى، ځكه چې د موْمنانو په اند اّخرت حتمي او باوري دى، چې ددې يقين او باور لپاره د ادراك او پېژندنې دوه زېرمې شتون لري: يوه د انبياو او علماو د تقليد او پېروۍ د طرز او چلن تصديق كول او ايمان لرل لكه څرنګه چې د درملو د تجويز او استعمال په اړه د حاذق طبيب پيروي كېږي.
او بله په انبياو باندې له وحې او اولياو ته له الهام څخه عبارت ده. دا ګومان مه كوه، چې د دنيا او اّخرت په چارو كې د پيغمبرصلى الله عليه وسلم پوهه او پېژندګلوي له جبرائيل څخه پيروي كول دي، ځكه چې پيروي پوهه او پېژندنه نه شمېرل كېږي، الله پاك، پيغمبرصلى الله عليه وسلم له تقليد څخه مستثنى كړى دى، او هغه ته يې له حقايقو څخه پردې پورته كړې دي، هغه د بصيرت په رڼا حقايق مشاهده كړي دي. او هغه څه چې محسوسېږي هغه يې د سر په سترګو كتلي او مشاهده كړي دي.


دويم څپركى


دا چې كه مسلمانان د خداى(ج) حكمونه پر ځاى نه كړي او په خواهشاتو اخته شي؛ نو كه څه هم په عقيده او ژبې سره مسلمانان وي؛ خو په غرور (تېروتنه) كې له كافرانو سره ګډ دي:
مسلمانان چې په خوله او عقيدې سره يې ايمان راوړى دى، كه د خداى حكمونه، چې د نېكو او صالحو عملونو څخه عبارت دي پر ځاى رانه وړي، هغه ضايع كړي او په خواهشاتو كې اخته شي؛ نو اصلاً په دې ډول غرور او تېروتنه كې له كفارو سره ګډ دي.
نو په دې اساس د دنيا ژوند د موْمنانو او كفارو دواړو ډلو د تېروتنې او فرېب عامل دى؛ خو د الله پاك په باره كې د كفارو تېروتنه، د هغوى د ځينو د وينا په څېر، چې د ځان په اړه وايي او هغه يې تل په ژبه وي چې: كه خداى(ج) موږ بيا له مرګه وروسته په هغه لومړني شكل او بڼه كړي؛ نو لكه څنګه، چې په دنيا كې د دنيا په چارو كې له نورو څخه وړاندې يو؛ نو په اّخرت كې هم ددې كار وړ يو. لكه څرنګه، چې څښتن تعالى د هغوى د داستان خبر وركړى دى:
ژباړه:”ګومان نه كوم، چې دا بڼ به ويجاړ شي، او دا ګومان نه لرم، چې قيامت به قايم او رامنځ ته شي”.
ددې تېروتنې لامل د ابليس د همغه استدلال او انګېرنې پيروي كول دي، ځكه چې د خپل پالونكي (پروردګار) هغه نعمتونه چې په دنيا كې وركول شوي دي ويني اّخرت هم له هغې سره پرتله كوي. څرنګه، چې ويني په دنيا كې د هغوى عذاب وروسته شوى دى؛ نو د اّخرت عذاب هم هغسې ګڼي، لكه چې خداى(ج) د هغوى ددې وينا په اړه له مخكې نه خبر وركړى دى، چې وايي:”ولې الله پاك د هغه څه له امله چې موږ يې وايو عذاب نه راكوي”.
او چې موْمنانو ته ګوري او هغوى ويني، چې فقيران دي، نو هغوى ته په سپك نظر ګوري او وايي: “اّيا زموږ له منځ نه الله پاك په دې ډله باندې احسان كړى دى؟
او وايي: “كه چېرې مسلمانۍ غوره والى درلوداى؛ نو دا ډله به زموږ نه په ايمان راوړو كې مخكې شوې نه واى”. او ددې استدلال او انګېرنې كوم ترتيب، چې د دوى په زړونو كې انځور شوى دى، چې دوى وايي: څرنګه، چې خداى(ج) موږ په دنيا كې له نعمتونو څخه برخمن كړي يو، او په موږ يې خپل احسان پېرزو كړى دى؛ نو موږ هغه څوك يو، چې د خداى(ج) دوستان او هغه ته خوښ يو؛ نو په همدې اساس هر څوك، چې خداى(ج) ته خوښ وي؛ نو هغوى له خپلو نعمتونو څخه برخمن ګرځوي.
په داسې حال كې چې داسې نه ده، ځكه شونې ده، چې الله(ج) په يو سړي باندې خپل احسان پېرزو كړى وي؛ خو دوست او خوښ يې نه وي. او دا هم كېداى شي، چې د خداى(ج) احسان د هغه د تباهۍ او هلاكت لامل وګرځي. او د وخت په تېرېدو سره يې كار ورتمام كړي. او دا د هغه فرېب او تېروتنې له امله ده، چې ده د خداى(ج) په باره كې كړې ده، له همدې امله رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي:
“څښتن تعالى خپل موْمن بنده ګان له دنيا څخه پرهېزوي (ژغوري)، داسې لكه يو له تاسې څخه چې خپل ناروغ له خوراك او څښاك څخه پرهېز او منع كوي. په داسې حال كې، چې دغه ناروغ درته ګران او خوښ دى.)
د بصيرت خاوندانو داسې باور درلود، چې كه دنيا به هغوى ته مخه كوله؛ نو غمجن كېدل به، او چې فقر به ورته مخه كوله؛ نو هغوى به خوشالېدل او ويل به يې: “د صالحينو شعار او نصب العين ته دې ښه راغلاست وي.”
الله پاك فرمايلي دي: نو چې كله يو انسان د خپل پروردګار له خوا په غم او كړاو سره وازمويل شي او بيا كرامت (عزت) او نعمت وروبخښي…. “سورآ الفجر اّيت: 15”.
آيا هغه كسان چې د مال او اولادونو مرسته ورسره كوو، داسې انګېري (اټكل كوي)، چې دوى ته د خير ور رسولو هڅه كوو، بلكې دوى نه پوهېږي. يانې دا نعمت نه دى بلكې استدراج دى. “سورآ الموْمنون اّيت: 55، 56”.
“په تدريجي ډول به دا ډله عذاب ته راكاږو له هغه ځايه (يا هغسې)، چې نه پوهېږي، او دوى ته به مهلت وركړم بېشكه زما كيد (حيله- مكر) ډېر ټينګ دى”.”سورآ القلم اّيت: 44، 45″.
“نو چې كله هېر كړل دوى هغه څه چې دوى ته په هغې پند وركړل شوى و هغوى ته مې د هر شي دروازې پرانستلې. ان تر دې، چې په خوشالۍ كې شول دوى په هغه څه چې دوى ته وركړ شو. بيا مو نا څاپه په خپله مواخذه (عذاب) كې راوستل داسې چې ناهيلي شول”. سورآ الانعام اّيت: 44″.
هو! هغه څوك چې د تېروتنو په دې ظواهرو ايمان لري، په خداى ايمان نه راوړي؛ نو طبيعي ده، چې ددې غرور او تېروتنې منشاء او اساس د خداى او د خداى د صفاتو په باره كې دده جهالت او ناپوهي ده.
هر هغه څوك چې خداى وپېژني، د هغه له كيد او مكر څخه خوندي نه پاتې كېږي، اّيا دا ډله فرعون، هامان او نمرود ته نه ګوري، چې الله پاك هغوى ته پراخه شته او امكانات وركړل. او بيا د خداى له عذابه خوندي او په امن كې پاتې نه شول.
خداى پاك خلك د ګناه او فساد له پايلو څخه وېرولي دي او هغوى ته يې دا په ډاګه كړې ده، چې هغه څښتن تعالى كولاى شي، د هغوى د تباهۍ او له منځه وړلو زمينه برابره كړي:
“د خداى له مكر نه خوندي نه پاتې كېږي مګر هغه قوم چې زيان كاره وي”. “سورآ الاعراف اّيت: 99”.
او څښتن تعالى فرمايلي دي: (وَمَكَرُوا وَمَكَرَ اللَّهُ وَاللَّهُ خَيْرُ الْمَاكِرِينَ) “سورآ اّل عمران اّيت: 54”.
“كافرانو مكر وكړ، او الله پاك هم له هغوى سره له مكر نه كار واخيست، او خداى(ج) له غوره او ځواكمنو ماكرينو څخه دى”.
(فَمَهِّلْ الْكَافِرِينَ اَمْهِلْهُمْ رُوَيْدًا) “سورآ الطارق اّيت: 17”.
“نوكافرانو ته مهلت وركړه، دوى لږ پرېږده”.
نو په دې اساس ته انتظار كوه، چې څرنګه الله پاك دوى په نعمتونو سره پالي او نازوي يې؛ خو دا نعمت په پاى كې د دوى د نابودۍ او عذاب عامل ګرځي…