کابل : د دانش خپرندويې ټولني چاپ خونه پرانستل شوه

Posted by & filed under .

Danishpress books

دانش خپرندويې ټولنې په کابل کې تخنيکي څانګه و چاپ خونه پرانسته.




دانش خپرندویه ټولنه و کتاب پلورنځی،چې له ۱۹۸۹ ز کال راهیسې په پېښور کې فعاليت کوي و تردې مهاله يې شاوخوا ۲۰۰۰ سرليکه بېلابېل علمي،ادبي،تاريخي و نور کتابونه و ډکشنريانې چاپ کړي دادی دهيواد په پلازمېنه کابل کې خپله تخنيکي څانګه وچاپ خونه پرانسته.
د دانش خپرندويې ټولنې فرهنګپال مشر اسدالله دانش ساپي نن کابل ته له روانېدو وړاندې ټول افغان ته وويل،چې دهيواد والو په ځانګړې توګه دخپلو قلموالو ملګرو دستونزو دهواري په موخه يې په کابل کې تخنيکي څانګه و چاپ خونه پرانسته.
نوموړی وايي،چې په دې برخه کې يې درنه پانګونه کړې،له نوې کمپيوټري ټکنالوجۍ سره سم يې نوي و مودرن ماشينونه وارد کړي چې د هرډول چاپ وړتيا لري.
د دانش خپرندويې ټولنې دتحنيکي څانګې مشر حاجي محمد عمرخېل وايي: دهجرت په چاپېريال کې زېږېدلی يم،کابل مې تراوسه نه دی ليدلی،خوښ يم چې خپلو هيوادوالو ته دخدمت په موخه خپل هيواد ته ستنېږم.
داچې دغه ټولنه به په پېښور کې خپل دفتر و کتاب پلورنځی تړي که څنګه؟ اسد دانش وايي : د سائل صيب يوغز دی چې،پېښور و کابل دواړه دوه ياران دي – لکه دوه سترګې په يو مخ د جانان دي
پېښور خوزموږ دویم کور دی،دعمر زیاته برخه مو دلته تېره کړې،دانش کتاب پلورنځی دلرو او برو ليکوالو و شاعرانو د ناستې و ليدو کتو مرکز دی،له هرې خوا چې قلموال راځي نو يوارې دلته راځي.
موږ داسې وخت سره تېر کړی،چې يو له بله سره نشو بېلېدای.
دپېښور څانګه به پخپل ځای همداسې فعاله وي،پاتې شوه زما خبره نو زه خو هسې هم کله په کابل و کله په پېښور کې يم.
په کابل کې د دانش خپرندويې ټولنې دڅانګې پته :
اسد دانش مطبعه، دڅلورمې حوزې څلور لارې،دشکېب هوټل شاته،ملي مارکېټ د اسد دانش مطبعه




حاجي محمد عمرخېل