سالا پټهان هى

Posted by & filed under .

Danishpress books

د لوى واټ په منځ کې خلکو ګڼه ګوڼه جوړه کړې وه. ګڼو خلکو پېنځه ويشت کلن ځوان په سړک راڅملولى او په خورا بې رحمۍ سره يې وهي ډبوي. څوک يې نه سر ګوري نه پښې، بس هر سړى تر خپله وسه پورې سوک او لغته تر ده ور رسوي. ځوان، چې هر څومره خوله خبرو ته جوړه کړي؛ نو څوک يې يوه هم نه اوري. ګڼ خلک پخپلو منځو کې سره ګډ دي او وايي:
“چور هى، بهن چود”.
څو کسانو، چې ګڼه ګوڼه وليده له ډېر لېرې يې په دې نيت منډه راواخيستله، چې که شخه شولانګه وي؛ نو دوى به يې ګواښ وکړي؛ خو کله، چې هغوى نژدې راورسېدل او په حال خبر شول؛ نو يوه يې هغه بل ته ويل:
“سالا پټهان هى، رهنى دو”.
لنډه دا چې ځوان دومره وهل وخوړل، چې له اخه ټوخه ولوېده. له سر او سپېږمو يې د وينو سېلاو را روان و، چې په څپو کيې يې ږيره او خيرن ګرېوان لژند بژند شوي وو. نور نو سېک پکې نه و پاتې، خوله يې وچه او سترګې يې په حدقو کې لوېدلې وې. د وهونکيو له ډلې، چې شين رنګه جېنز پتلون يې اغوستى و، طلايي لاکټ يې په غاړه او تڼۍ يې ټولې پرانستې پاتې وې رامخته شو. پښه يې د ټپي ځوان په ملا ورکېښوده او په ټيله سره يې داسې پورې واهه؛ لکه څوک، چې مړزګه پورې وهي. هغه، چې کله پوه شو ځوان ښه سم بېخوده دى؛ نو له خپلو انډيوالانو سره يې يو ځاى پښې له ميدانه سپکې کړې.
دغه افغان ځوان د نورو ګڼو افغانانو په څېر د کراچۍ له کوڅو او ډېرانونو د کار وړ توکي؛ لکه پلاستيک، هډوکي او نور راټولول او ددې موخې لپاره يې د خپل بايسکل دواړو خواوو ته لوى لوى جوالونه ځوړند کړي وو. دى به هم د نورو په څېر سهار وختي له خپلې دېرې، چې تر يوه پله لاندې د يوه ډېران پر سر وه ووت او کرۍ ورځ به يې هغه د کراچۍ والاوو په اصطلاح کچره ټولوله.
دغه مهال هغه پخپله دنده پسې روان و، چې له يوه کراچۍ والا موټر سايکل سره يې باسکل ټکر وخوړ او په پايله کې يې هغه د مردارو اوبو په يوه کوچني لښتي کې وغورځېده او سپين کاټن کالي يې يو څه ناولي شول. افغان ځوان، چې څومره بښنه ترې غوښته موټر سايکل والا ونه منله او د يوې ژبنۍ ډلې له نژدې دفتره يې يو درځن غونډه ګان پسې راخبر کړل، غونډه ګانو يې هم له راتګ سره سم په وهلو پيل وکړ او څوک، چې به يې ګواښ ته راغلل؛ نو هغه به يې په دې تېر اېستل، چې ګواکې دغه غل دى او زموږ وهل بېځايه نه دي.
ځوان، چې کله ښه بېسده او ډبوونکي ورباندې ستړي شول؛ نو يې پوليس هم پسې راوغوښتل او هغه يې د يوه غله په بڼه په لاس ورکړ.
په کراچۍ کې د حاکمې ژبنۍ ډلې له افغانانو او پښتنو سره سخته ورانه وه او هېڅ بې هېڅه يې هغوى ځورول او ان د هغوى له وژلو يې هم درېغه نه کوله. دغه ځوان يې پر سختو وهلو ډبولو سربېره بيا هم د خپلې سختې کرکې او عقدې له مخې پوليسو ته هم په لاس پسې ورکړ. پوليسو له راتګ سره سم د ټپي ځوان لاسونه ولچک او زولنې يې ورواچولې؛ خو چې کله يې وکتل ځوان بېخي بېسده دى؛ نو يې ولچک او زولنې ترې پرانستل؛ خو تر پرانستلو مخکې يې هغه په دې موخه سم دم ولټاوه، چې هسې نه بمونه او چاودېدونکي توکي يې په ځان پورې نه وي تړلي.
په تاڼه کې يې په ټپي ځوان پسې د دنيا جهان غلا شوې چرګې، د جوماتوالو بوټونه او نور توکي وتړل او FIR يې پسې کاټ کړ.
ځوان يې له دې وروسته روغتون ته ولېږداوه. د بيړنيو مرستو په څانګه کې په کار بوخته يوه ځوانه ډاکتره شازيه نوکريواله وه. دنګه، نرۍ او غنمرنګه ډاکتره، چې نرۍ شونډې، لوړه پوزه او يو څه اوږد؛ خو ګرد مخ يې درلود. له تېرو پېنځو کلونو په همدې برخه کې په کار بوخته وه، هغې به زياتره د پوليسي ټپيانو درملنه کوله او د هغو د ټپونو په اړه به يې رپورټونونه ليکل. دغه رپورټ ته په پوليسي ژبه ميډيکوليګل MEDICO LEGAL رپورټ وايي. د FIR له رپورټ او د محکمې له چالان سره دغه رپورټ قاضي ته استول کېږي. د تورن په اړه د حکم لپاره همدا ميډکوليګل رپورټ يو کره بنسټ ګڼل کېږي.
د ډاکترې شازيې په وړاندې، چې کله افغان ټپي راوستل شو؛ نو هغې يې لومړى لاسونه او ګوتې وکتل. وروسته يې د سر ټپونه په پوره غور او دقت سره وکتل. څنګه، چې يې د سر او مخ ټپونه ژور وو؛ ځکه يې نو هغه د سر او تن د پرېمينځلو لپاره د روغتون حمام ته واستاوه. له هغه ځايه په راوړلو سره ډاکترې شازيې وکتل، چې ټپي يو پېنحۀ ويشت کلن ښايسته، سپين مخى ځوان دى، چې دا مهال يې د اوبو او وينو د ګډېدو له امله تورو وېښتانو د ژورو سرو نکريزو رنګ غوره کړى و. شازيې يوه شېبه هغه ته وکتل او په ژور فکر لاهو شوه. په دغه ځوان کې د يوه ښه نارينه ټولې ځانګړتياوې شته وې. پلنه ختلې سينه يې له تورو وېښتانو ډکه وه. د سپورټ مېن په څېر ټينګ هډوکي او متناسب اوډل شوي اندامونه يې د کراچۍ د پېغلو  لپاره له دې امله هم آيډيل وو، چې د کراچۍ زلميان له څېلمې د نجونو او نرښځيانو په څېر نازک بدنه دي او هېڅ نارينه يي ځانګړتياوې او ښېګڼې نه لري.
ټپي ځوان په ټوله مانا د شازيې لپاره د يوه آيډيل ځوان بڼه لرله. هغې ګومان کاوه، چې دا به د يويې لويې او VIP  کورنۍ ځوان وي؛ خو کله چې به يې د ځوان خيرنو، شلېدليو او ککړو کاليو ته وکتل؛ نو دا ګومان به يې په شک واوښت. کله چې يې د پوليسو په لومړني رپورټ کې ولوستل، چې ملزم يو افغان غل دى او ځايي خلکو د ځاني دفاع تر قانون لاندې په روا ډول هغه ډبولى؛ نو هېڅ به يې دا خبره زړه ته نه لوېدله. د ځوان په سپينې او بې داغه څېرې کې هغې ته د شرافت او کورنۍ د دروندوالي ټولې نښې له ورايه ښکارېدې.
ډاکترې شازيې د دوو نورو ښځينه نرسانو په مرسته د هغه د سر ټپونه وروګنډل. نرسانو چې کله د هغه په خېټه کې دوه واړه ټپونه په ټېنچرو ورمنځل؛ نو په تصادفي ډول د ټپي ځوان ګنډه يو څه ښکته ښويېدلې وه، توربخنو نرسانو يې په کشولو سره يو بل په څنګ ووهلې، په کړس يې وخندل او سره ويې ويل:
“سالا پټهان هى!!!”.
شازيې د ټپونو په کتلو سره پخپل ميډيکوليګل رپورټ کې وليکل، چې د ځوان له ټپونو داسې ښکاري، چې هغه په ناڅاپي ډول د ګڼو خلکو تر بريد لاندې راغلى. ده هڅه کړې، چې له ځانه دفاع وکړي؛ خو په دې ټس کې يې لاسونه او څنګلې هم ټپيان شوي دي. داسې نه ښکاري، چې ده دې د غلا او يا هم د کوم جنايت په نيامت په چا لومړى ګوزار کړى وي؛ ځکه که داسې واى؛ نو وهونکي به هم روغتون ته راوړل شوي واى…
له دې وروسته ټپي په وارډ کې دننه يوه چپرکټ ته ولېږدول شو او د ريکوري په موخه ورته سيرومان وتړل شول.
څه وخت وروسته ټپي ځوان په خوځښت پيل وکړ؛ خو څومره، چې د بېخودۍ اغېزه کمېدله په هماغه کچه د ځوان په بدن کې يو ډول خوږو غځونې کولې. همدغه خوږ وو، چې ځوان يې سخت ناکراره کړى و. هغه به کله ناکله د درد له کړيکو د “واى مورې مړ شوم” نارې هم وهلې؛ خو هلته نه ورسره مور وه او نه يې هم په دومره لوى ښار کې څوک خپلوان وو، چې په درملنه کې يې لاس ورسره کړى واى. څنګه، چې دوسيه پوليسي وه؛ ځکه نو له هغه سره د کچرې ټولوونکيو ملګرو يې هم د نيول کېدا له ډاره ځانونه يوې بلې خوا ته کړي وو.
د شپې ناوخته مهال په ټپي ځوان باندې د درد يوه سخته کړيکه راغله، خورا لويې چيغې يې پيل کړې. شازيه، چې دا مهال په کاونټر باندې په نيم زاله حالت کې ناسته وه په منډه د هغه خوا ته ورغله. ځوان لا پوره په خود کې هم نه و. په خود کېدا ته، چې به نژدې شو؛ نو د درد څړيکو به يو ځل بيا د بېخودۍ وادي ته ورساوه.
دا مهال هم هغه د درد زورورو کړيکو په مخه کړې و، نورو ډاکترانو به هغه ته په داسې حالت کې د خوږو ضد يوه خطر لرونکې ستن “سوزيګان” ورتېره کړه او پخپله مخه به ولاړل؛ خو ډاکترې شازيې بيا د خوږو په مهاليزه درملنه باور نه درلود. هغې غوښتل، چې د درد بنسټيز لاملونه راوسپړي او درملنه يې هم بنسټيزه وکړي. اوس هغې سم له لاسه د درد په حالت کې لومړى د ناروغ نبض او د زړه خوځښت وکوت، بيا يې د فشار کتلو آله تر لاس ورتاو کړه او د ناروغ د بدن بېلابېلې برخې يې لمس کړې.
ځوان دغه مهال له درده په يوه چيغه و. هغه د خپلو چيغو په منځ کې ناڅاپه چيغه کړه:
“شازيې! وه شين سترګې شازيې! لاس مې درونيسه، اوس ته هم پردۍ شوې، زما ساه خېژي او ته مې سر ته ولاړه يې خاندې! واى ادې جانې…!”.
شازيې، چې د ناروغ له خولې خپل نوم واورېد؛ نو هکه حيرانه شوه. هغه په دې فکر کې شوه، چې دغه ځوان روغتون ته له راوړل کېدا تر اوسه سترګې هم نه دي غړولې بيا نو څه پوه شو، چې زما سترګې هم شنې دي؟ بله دا چې هغه زما نوم څنګه زده کړ؟ شازيه لا هم په همدې چورت کې ډوبه وه، چې ځوان يو ځل بيا پخپل خيال کې له شازيې سره ناندرۍ پيل کړې.
شازيه، چې کلينيکي ارواپوهنه يې مطالعه کړې وه، په دې پوهېدله، چې د يوه سخت شوک، کړيکې او څړيکې په وخت کې د انسان ټولې عصبي حجرې راژوندۍ شي او د هغه د خيال په پرده د هغه د تېرو يادښتونو تت انځورونه هم رڼا شي. “شازيه” هم کېداى شي ددې ځوان په ذهن باندې نقش يو داسې تت انځور وي، چې د پردېسۍ، بېوسۍ، ناچارۍ او بېکسۍ د شوک له امله راتازه شوى وي.
ډاکتره شازيه وپوهېدله، چې د درد څړيکې هم په حقيقت کې اروايي ريښې لري؛ ځکه هغه په فزيکي ډول دومره هم نه دى وهل شوى، چې د خوږو اغېزې دې له وړ درملنې سره سره تر اوږدې مودې پاتې شي.
ډاکترې شازيې د همدغو کړيکو په منځ کې هغه تر ګوتې ونيو او په ماته ګوډه پښتو يې ترې وپوښتل:
“کوم ځاى دې درد کوي؟”.
ناروغ ځواب ورکړ: “د زړه سر!!!”.
شازيې بيا ترې وپوښتل: “ولې؟”.
ناروغ ورته وويل: “ستا له بې رخۍ”.
شازيې ترې بيا وپوښتل: “ته ما پېژنې؟”.
ځوان ورته وويل: “تا شين سترګې څنګه نه پېژنم؟”.
شازيې دا ځل په اردو کې ترې وپوښتل: “تمهارا نام کيا هى؟”.
ناروغ ورته وويل: “وګوره! اوس يې نو پېرنګي راسره پيل کړه. زما دغه ژبه په کراچۍ کې بده اېسي او دا يې راسره په آخچه کې وايي. “همارا نام خو ببري ګل هى کنه! ببري ګل”.
شازيې غوښتل په دې ډول د هغه اروا راوسپړي او د خوږو سوړه پيدا کړي؛ ځکه يې ترې وپوښتل: “ببراى ګل کا مطلب کيا هوتا هى؟”.
ببري د همدې بېخودۍ په حالت کې ځواب ورکړ:
“ايک هوتا هــى ببرى ګل کنه، ايک هوتا هــى لونګ، شازيه لونګ هى او هم ببرى. ببرى نر هى لونګ ماده. ببرى جوانون کې شملې مين جاتا هى اور لونګ لړکيون کى سينون پر لټک رهى هوتى هين. ببرى غرور کى نشانى هى اور لونګ پيار کى خوشبو. ميټهى ميټهى خوشبو، بهينى بهينى خوشبو…”.
شازيې، چې له ببري سره خبرې کولې؛ نو د هغه پلنې څېرې او پراخې ببرې سينې ته به يې کتل او د هغه هره خبره او هر حرکت به يې له اروايي پلوه ارزاوه.
د ببري څړيکې هم ورو ورو په کمېدو شوې او هغه له بېخودۍ نور د خود خوا ته په راوتلو و. د هغه په ټنډه نرۍ خوله راوټوکېدله او ډاکتره شازيه پوه شوه، چې نور يې نو ناروغ سوکه سوکه د ريکورۍ خوا ته مخه کړې ده؛ خو د ببري ګل له خولې د شازيې نوم لا هم يوه معما وه، چې حل کول يې غوښتل.
ببرى ګل دغه مهال ښه سم را په سد شو. شاوخوا يې حيران دريان کتل. هر څه ورته نوي او نابلده وو. په لاسونو کې يې لا هم د سيرومانو پنډې ستنې خښې وې او سر يې لا هم په سپينو پټيو تړلى و. څنګه چې دوسيه پوليسي وه؛ نو يې پښې په سپينه نرۍ خامتا تړلې وې او ډاکتره شازيه يې سر ته ولاړه او دده ريکوري يې څارله.
ببري، چې شازيې ته وکتل؛ نو يو څه وشرمېده؛ خو بيا يې هم ترې وپوښتل، چې دا کوم ځاى دى او زه چا او ولې دلته راوړى يم؟
ډاکترې شازيې ورته وويل، چې دا ستا کور او زه شازيه يم، خدمت دې کوم، د شازيې د نوم په اورېدا سره ببرى بيا يو څه وشرمېده، موسکى شو او شازيې ته يې وويل، چې نه ته خو هاغه شازيه نه يې!!!
شازيې په کړس ورته وخندل او ورته ويې ويل، چې ښه نو ګواکې ته کومه بله شازيه هم لرې؟
ببري ترې وپوښتل، چې زما بايسکل چېرته دى؟ شازيې ورته وويل، چې هغه خو په تاڼه کې دى.
ببري ترې وپوښتل، چې دا پښې مې څله تړلې دي؟
شازيې ورته وويل، چې موږ خو د چرګانو پښې تړو، چې ونه تښتي، ته نو ګواکې زما تړلى چرګې يې.
ببري هڅه کوله، چې تېرې پېښې ور په ياد کړي؛ خو دا مهال د هغه چورت ټول په شازيه کې بند و. شازيې دا مهال يو ځل بيا د هغه فشار وکوت، له دود سره سم يې يو څو ګولۍ او څو قاشوغې شربت ورکړ او په ورو ورو يې له سايکالوژيک پلوه د هغه په راسپړدلو پيل وکړ. له هغه يې د ټکر د پېښې معلومات وغوښتل او ده هم دمه په دمه؛ خو ټکى پر ټکي پېښه ورته تېره کړه.
له هغه يې د هغه د کورنۍ او په تېره بيا د هغې شازيې پوښتنه وکړه، چې ده د بېخودۍ په حالت کې وار په وار يادوله.
ببرى هم ددې پوښتنې په اورېدو سره يو څه ژړغونى شو او په غرېو وهلي غږ يې کيسه ورته داسې پيل کړه:
“هغه مې د ماما لور وه. د کمپ په ښوونځي کې سره يو ځاى وو. هغه، چې ځوانه شوه په کور يې کېنوله؛ خو ما خپلې زده کړې روانې وساتلې. د زده کړو له پاى سره موږ خپل هېواد ته ستانه شو. مور مې هغه راته وغوښتله او پلار يې په نکاح راکړه. زما ورسره ان له کوچنيوالي منيه وه. ماته يې شنو بلورينو سترګو خوند راکاوه. ما به کله ناکله ورته له نازه شين سترګې ويل او دې به له اوبو ډک منګى راباندې تش کړ؛ خو يوه ورځ زما بدمرغي هغه ورځ پيل شوه، چې پر کلي مو ناببره پردۍ الوتکې راغلې. زما مور هغه ورځ د شازيې دوى کره ورغلې وه، چې د واده خبره ورسره پخه کړي. زه په خپل پټي کې په کار بوخت وم، چې ناببره بمبارۍ، چاودنې او د اور لمبې پيل شوې. زه چې تر کلي راتلم شازيه، مور او د شازيې پلار له ګڼو نورو خلکو سره تر خاورو لاندې شوي وو. په سرو سترګو مې خښ کړل، له هېواده مې زړه تور شو او کراچۍ ته راغلم، چې د ژوند پاتې بدمرغه شپې تېرې کړم. سره له دې، چې زدکړى وم؛ خو بيا مې هم وړ کار ونه موندلاى شو. څو کليوالو مې ددې کار (کچرې ټولولو) مشوره راکړه. ايله څو ورځې مې وتلې وې، چې دغه پېښه راوشوه…”.
ډاکترې شازيې، چې د ببري ګل دغه کيسه واورېدله؛ نوورسره جوخت يې د خپل ژوند تېرې ترخې خاطرې يو په بله پسې سترګو ته جګې ودرېدې. څو کاله وړاندې، چې هغه د ايم بي بي ايس په وروستي کال کې وه؛ نو په يوه کشميري همصنفي ډاکتر هادي يې زړه وبايله؛ خو هغه بيا له يوې بلې تور پوستې سره امريکا ته لاړ او شازيه له خپل مات زړه سره همدلته پاتې شوه.
هغې وروستى سوګند اخيستى و، چې بيا به له چا سره مينه نه کوي؛ خو د ببري د پلنې سينې، پخو اندامونو او ښکلې نارينه يي څېرې په ليدلو سره د هغې د مينې خوبولي احساسات يو څه بيا راپارېدلي وو.
د ببري له خولې د شازيې د غم لړلې کيسې په اورېدلو سره د هغې خواخوږي له ببري سره نوره هم ډېره شوې وه. سره له دې، چې له ټولنيز او پاړکيز پلوه د ببري او شازيې تر منځ خورا لوى توپير و؛ خو له سايکالوژيکي پلوه هغې فکر کاوه، چې دوى دواړه د ژوند د حوادثو په ژرنده کې دل شوي او د يوه بل غم ښه درک کولاى شي. هماغه وو، چې يوه ورځ يې له ببري سره د ګډ ژوند په اړه يوه داسې پرېکړه وکړه، چې چا يې هډو تمه نشواى کولاى او بيا چې به چا ورنه د ببري په اړه پوښتنه وکړه، چې هغه څوک او څنګه دى؟ نودې به په خندا ځواب ورکړ، چې:
“سالا پټهان هى!!!”.