زموږ قضاوتونه

Posted by & filed under .

Danishpress books


پوهان پر دې باور دي،چې په نړۍ کې تر اوسه د سالم قضاوت بیلګې که بیخي نشت ونه ګڼو ، نو کمې خو ضرور دي،ځکه چې د قضاوت قوه له بیلا بیلو خواوو نه تر فشار لاندې ده.مینه،کرکه، خپلوي، قامولي، اقتصاد، عقاید، سیاست… ټول هغه فشارونه دي ،چې د پریکړې پر مهال د قضاوت قوه تر فشار لاندې نیسي او هغه له خپل ټاکلي مسیره اړوي.زموږ په دودیز ژوند کې زیاتره یوه مفکوره یا فرضیه مخکې له دې چې فکر ورباندې وشي،منل کیږي او بیا یې د سموالي لپاره دلایل تراشل کیږي.مشهور مفکر فرانسیس بیکن وایي چې دا حقیقت ته د رسیدلو سمه لاره نده،چې موږ لومړی یوه فرضیه وټاکو او بیا دلایل ورته وایو.د بیکن په فکر کله چې موږ فرضیه له اوله وټاکو،نو زموږ ذهن په لاشعوري ډول د هغې د اثبات لپاره دلایل تراشي او د فرضیې پر خلاف دلایل له پامه غورځوي.بیکن وایي ،ښه لاره داده چې لومړی د یوې فرضیې په شاوخوا کې ټوله ډاټا راغونډه شي،بیا بیدار ذهن پخپله ددې راغونډې شوې ډاټا تر منځ اړیکي کشفوي او یوې پایلې ته رسیږي.د اروپا په تیاره پیړیو کې د فکر د ازادۍ او سم قضاوت کولو په مخکې بلا خنډونه پراته وو.په دې وختونو کې د یونان د لوی عالم ارسطو نامه د خلکو پر ذهن داسې مسلطه وه،چې ټولې خبرې یې بې له فکر کولو د منلو وړ وې،حال دا چې د نویو ساینسي څیړنو له مخې په ډیرو برخو کې د ارسطو خبرې د منلو ندي.د تیارو پیړیو یوه نظریه دا وه چې د کایناتو مرکز ځمکه ده(جیو سنټریزم) خو وروسته څرګنده شوه، چې د جیوسنټریزم په نظریه کې ځمکې ته د لمر مقام ورکړل شوی و.له تیارو نه د اروپا په را ایستلو کې د ځینې داسې خلکو ونډه شامله ده،چې د خرافاتو پر ځای یې منطق غوره کړ او د فکر ازادۍ ته یې لاره پرانیسته.هره ټولنه چې د رنسانس په زرینه زینه د ورختو لپاره تیاریږي، پخپلو پخوانیو لوړو ،ژورو باندې له سره یوه بې طرفه کره کتنه کوي او د قضاوت د قوې مارغه د اړیکیو او جانبداریو له لومو ازادوي.زموږ په څیر د دود پالو او زوړپالو ټولنو یوه ځانګړنه دا وي،چې دود او تاریخ پکې د مقدسو کتابونو تر درجې سپیڅلي وي.دوی د خپل کلتور او تاریخ په هغو برخو هم د فکر کولو وړتیا نه لري، چې ددوی د بدبختۍ تر ټول لوی عوامل وي.کله چې موږ د یو چا او یو شي په اړه له مخکې تر حد زیات باوري شو،په اړه یې زموږ قضاوت نیمګړی دی.که یو څوک مو په ذهن کې تر ټولو لوی انسان شي،زموږ ذهن په لاشعوري ډول د هغه پر نیمګړتیاوو سترګې پټوي او ددې برعکس حالت هم صدق کوي.د علامه اقبال شعر دی چې:
چــــون همای علم افتد بدامت
یقین کم کن ګرفتار شکی باش
زموږ قضاوتونه زیاتره د خپلوۍ او ګټو له فکټورونو متاثر دي.موږ په تاریخ کې خپلو ځینو مشرانو ته تر حد زیات اتلان وایو او د هغوی پر تاریخي نیمګړتیاوو فکر نه کوو،ځکه چې یوازې د خپلوۍ تار ورسره لرو.خو د نورو خلکو مشران چې هغه هم زموږ د هغو په څیر له ورته ځانګړنو برخمن وي،ظالمان او قاتلان بولو.د قضاوتونو د توپیر یوه بیلګه د چنګیز په اړه لیدلی شو.دې سړي چې د منګولیا له پامه لویدلی ولس د شهرت او امپراطوریت لوړو پوړیو ته ورساوه ،د هغوی خدایګوټی او لوی اتل ګڼل کیږي.خو په منځنۍ اسیا کې چې چنګیز کوم ظلمونه کړي او څومره بې ګناه انسانان یې له تیغه تیر کړیدي،له امله یې د منځنۍ اسیا مسلمانو تاریخپوهانو هغه یو ظالم ،جابر او ډبرزړی قاتل ګڼلی دی.ددغسې خلکو په اړه د مغلوبو او غالبو قومونو قضاوتونه له یوه بل سره کاملاً متضاد وي.د چنګیز په اړه د تصوراتو دغسې تضاد د بیلا بیلو قومونو له خوا د هغو په جوړو شویو مجسمو کې هم جوت دی،ځکه چې چنګیز په ژوند چاته د هغه د انځور یا مجسمې د جوړولو اجازه نه ورکوله.له چنګیز نه د هغه د قوم دفاع د یوه اتل په توګه یوازې ددې له پاره ده،چې هغوی یې د ګمنامۍ او ټیټ ټولنیز موقف له کندو نه دشهرت او حیثیت بلیو ته خیژولي دي او همدا عوامل د دوړو په څیر د ددوی د قضاوت سترګې ړندوي.دوی نشي کولی چې ددې فشارونو په شتون کې چنګیز قاتل او یا ظالم وبولي.خو نور چې له چنګیز سره داسې رابطه نلري څه اړتیا لري چې بې ځایه چاته اتل یا خدایګوټی ووایي؟
زه نه وایم ،چې زموږ ملي تاریخ هم ګواکې چنګیز او ګوډ تیمور لري،خو په دې کې شک نشته چې موږ هم د قضاوتونو په برخه کې د وروسته پاته ټولنو ټولې ځانګړنې لرو.موږ هم زیاتره د خپلو تاریخي شخصیتونو بدلاریو او تیروتنو ته نه یوازې چې بد نشو ویلی ،بلکې د لا ځلولو لپاره یې ډول ،ډول جامې هم سکڼلی شو.یوه بیلګه:په ۱۷۲۲ م کال کې د هوتکي کورنۍ یو ځوان ازادي غوښتونکی غواړي چې د صفوي امپراطورۍ دیوالونه ونړوي،دا ځوان چې د ایران له ځینو ښارونو نه په بریالیتوب تیریږي،بالاخره ځان اصفهان ته رسوي،د صفوي امپراطورۍ وروستي شاهنشاه شاه حسین سلطان ته لیک لیږي،چې له پاچا سره سوله په هغه صورت کې ممکنه ده،چې د خپلې لور په لاس د پنځوس زرو تومنو په ارزښت تجهیزات راولیږي او کرمان، خراسان، سیستان… هم ماته راپریږدي؛صفوي شاهنشاه د مذهبي توپیرونو له امله یوازې د خپلې لور له ورلیږلو نټه کوي او نور د ټولو شرایطو منلو ته تیاریږي.هوتکي ځوان پاچا د اصفهان محاصرې ته لاس اچوي او دا ښار د شپږو میاشتو لپاره په محاصره کې ساتي.په ښار کې د غذایي موادو قحطي راځي،لومړی حلال حیوانات ټول خلاصیږي،وروسته خلک د خرونو خوړلو ته مجبوریږي،بیا د ښار سپي او پیشوګانې خوړل کیږي،وروسته ادمخواره پیدا کیږي او د انسانانو خوړل دود کیږي.د کروسنسکي په نوم یو یهودي د خپلو سترګو لیدلی حال وایي چې په اصفهان کې د انسانانو درې قصابۍ موجودې وې،میندو خپل اولادونه خوړل،له لوږې نه د مړو شویو انسانانو لاشونه هم د خوراک وړ وو،لارې او کوڅې له دومره لاشونو ډکې وې چې چا یې د ښخولو لپاره زړه نه ښه کاوه،نباتات او د ونو پوټکي هم وخوړل شول خو نه  محاصره کوونکیو له محاصرې لاس اخیست او نه په محاصره کې را ایسار پاچا مقاومت پریښوده.د ښار وږي څو ځله د لوږې له زوره د پاچا پر قصر ورغلل او د تسلیمیدو خبره یې ورته وکړه،خو هغه هم سرتمبه و او نه یې منله.د قصر او محاصره کوونکیو تر منځ را ایسار د خدای ج مخلوق پرته له دې چاره نلرله چې یا له لوږې مړه شي او یا هر څه چې په مخه ورشي ویې خوري.دا حالت سړي ته د سالک شعر وریادوي چې:
ځــــمکه او اسمان د ژرندې دوه پلې
ووځـي ترې هر خوا اوړه اوړه خلک
زموږ ځینې تاریخ لیکونکي ددې دردوونکې پیښې په اړه وایي چې کاش صفوي پاچا خپله لور ځوان یرغلګرته سپارلې وای،دومره خلک به له لوږې او قحطۍ نه مړه کیدل.خو دایې پر خوله نه راځي،چې کاش ځوان یرغلګر د بې ګناه خلکو د ژغورلو لپاره له خپل هوسه تیر شوی وای.که مطلب یې ازادي وه،هغه ورسره پاچا ومنله، نوره د شپږ میاشتو لپاره محاصره ولې اوږدیدیده؟ددې لپاره چې له خپل هوس نه په میلیونو بې ګناه وګړي قربان کړي؟ ددې محاصرو او سختیو بدل بیا وروسته په میاشتنیو او کلنیو محاصرو کې د نادر افشار په لاس د هرات له ابدالیانو او د کندهار له ښاریانو واخیستل شو.ځینو تاریخ لیکوالو دې ځوان فاتح ته د هغه په ځینې ریاضت امیزه عملونو او اعتکافونو د ولی الله مقام ورکړیدی او ادعا لري،چې دی د خپل وخت تر ټولو لوی ولي وو.ځینې نور تاریخ لیکوال دی یوازې د اصفهان لوی فاتح معرفي کوي،د صفوي امپراطور په لاس ده ته د خپل تاج د ور په سر کیدو خبره په ډیر طمطراق کوي،خو د هغې شپږ میاشتنۍ(د ځینو په حساب اته میاشتنۍ) محاصرې په اړه ګونګه خوله پاتې کیږي ،چې په پایله کې یې د ښار په منځ کې ایسارو خلکو سپیان ،پیشوګانې او حتی خپل اولادونه وخوړل.دلته سړي ته پر تاریخ باندې هغه نیوکه سمه ښکاره شي،چې تاریخ یوازې د زورورو تذکرې دي او د خوارانو لپاره پکې ځای نشته. دغه فاتح وروسته عصبي غوندې شو،خپلې غوښې به یې په نوکونو او خوله شکولې او بل ډول حرکات به ترې کیدل.تاریخ لیکونکي دده دغه ډول کړنې هم دده د ولایت یوه برخه ګڼي خو څوک پوهیږي ،چې د څو پیړۍ وړاندې یوه سړي ،چې د یو ښار خلکو ژوند یې په تدریجي مرګ اخیستی و،دغه ډول عملونه به رښتیا د ولایت نښه وه او که د کوم یوه داسې بې ګناه وژل شوي ازار، چې د خپل اولاد د غوښو خوراک به هم له مرګه نه وي ژغورلی ؟!زه د صفوي امپراطورۍ په اوږدو کې د مذهبي تعبصب پر بنیاد شوې نارواوې هم ژاړم،داسې غمیزې د انساني تاریخ مشترکې برخې دي.صفویانو هم له شیعه توبه پرته هیڅ نه زغمل،ددوی د شاه اسماعیل فتوی وه،چې د یوه سني وژل د پنځو جنګي کفارو د وژلو ثواب لري ،چې بیا سني ملایانو د یوه شیعه وژل د اویا جنګي کفارو معادل وګڼل. دوی هم د افغانیت او سنیتوب په ګناه د خلکو ګیډې څیرلې،عامې وژنې یې کولې او له یوې ناروا یې هم مخ نه اړاوه،خو موږ ټول له هغوی نه په همدې کرکه لرو،چې یوازې د قدرت او زرو مینې دومره ړانده کړي وو،چې د فتواوو معیار یې دا و.د صفویانو نارواوو ته د هغوی ځینې حق بین تاریخ لیکوال په ډیره بده سترګه ګوري او هیڅکله د هغوی کړنو ته د بې ځایه استدلال جامې نه وراغوندي،خو موږ متاسفانه دا جریت نلرو.که زموږ د تاریخ لیکوال په تقلید یو څوک ووایي چې کاش افغانانو د انګریزانو او روسانو شرایط منلي وای،اوس به نه وطن له هدیرو ډک و او نه به وران و،سمه خبره به وي؟موږ ولې خپل مرګونه د ازادۍ لپاره مقدس ګڼو،چې د نورو په حق کې مو دغه تقدس ندی پیرزو؟ زموږ زیاتره قضاوتونه همداسې دي،موږ چې د ایینو غوندې بې رویه او بې ریا نشو،تل به پر هغه څه ویاړو چې د ویار (شرم) وړ دي:
چا ویل عنقا مــــــــــــــــــــــــارغه دی لیدی نشي
زه اوس پوی شوم دا مارغه نه دی انصاف دی
(فریادي)
او:
د بل تاریخ لیکل غواړم د مینې په بنیاد
تیریو رابخښلی نـــــام و ننګ ویلي کوم
(استاد پسرلی)