پښتو

English  

 

  

 

_دا په ياد د محبت درسره واخله (۲) | DanishPress.Com
 

 دا په ياد د محبت درسره واخله (۲)

نېټه : 2009-01-27

 
دا په ياد د محبت درسره واخله (۲)     

 

 

 

 

 


ما درته وېل كابل ته مه ځه
مڼې خوږې دي ما به هېره كړې مَېنه
امين الله دريځ

ما د ميرزا جانان قلم كړې
چې شپه او ورځ مې پخپل جېب كې ګرځوينه
زرين انځور

ماته د شونډو شربت راكړه
د بېلتانه په سفر ځم ستړى به شمه
شهرت ننګيال، په دانش خپرنځي كې

ما به د غاړې امېل ګى كړى
خلك به وايي يار په غاړه ګرځوينه
انجنير ستانه مير زهير په دانش خپرنځي كې

له كابلۍ مڼې نه سره وه
د خيال كتو يې د زړه سر سورى كاونه
محمد عمر واحديار

د مصلحت ياران يې نور دي
زه خو يې هسې بېګاري نيولى يمه
باز محمد عابد‏

ما به دې غم په بل غلط كړى
ولې ثاني دې په عالم كې نه وينمه
نورالحبيب نثار

ما چې دا ستا ياري كوله
ما ويل چې خوى به دې د رنګ په شانې وينه
دوكتور عبدالغني بزرين مهر او عصمت قانع په دانش خپرندويه ټولنه كې

ماته قلم مشواڼۍ راوړه
يو څو مسرې په وينو سرې درته ليكمه
محبوب الله محبوب

ما د كونړ له سينده ځار كړې
زما جانان به پكې مخ وينځلى وينه
انوارالحق ګران، د دانش خپرندويې ټولنې همكار

يار د جفا په تېغ حلال كړم
په كومو سترګو به مې قبر ته راځينه
لطف الله مشعل

ياري د زړه په مينه كېږي
پېټى خو نه دى چې په زور يې په شا كړمه
عنايت الله دانش او سبا ګله‏

ياري د زور خبره نه ده
كه زړه دې نه وي بيا دې نه مجبورومه
واصل حسينيار

ما درته وې پوره به يې نكړې
د يارانې خبرې ګرانې دي مَېينه
حاجي محمد اكبر نعمتي

كم عقله خلكه تاسو غم او ښادي څه پــــېژنئ
تياره بېوسو له پرده ده ډيوې مه بلـــــــــــــــوئ
چې د دنيا وږ سترګو خلكو ته په ډاګه نـشي
د اكمل مينه پښتنه ده ډيوې مه بلـــــــــــــــوئ
اكمل لېونى

دغه احسان راسره وكړه
ما د جانان په غېږ كې مه وژنه بېلتونه
سردار يوسفزى

 

عبدالله احسان
د ژونـدون ميره اوږده ده ستړى كېږې
ګـوټ د شونډو د شربت درسره واخله
د ژوندون ډيـــوه به مړه وي زه به نه يم
دا په ياد د محبت درسره واخــــــــــــله
موسى شفيق

ما خو سيلۍ ته سلام وركړ
سيلۍ په كاڼو بوټو ځي ورك به يې كړينه
ډاكتر لطيف بهاند

يو وفادار اشنا مې بس دى
سل بېوفا كه اشنايان شي څه به يې كړمه
عبدالواسع هڅيال

مرګيه دومره صبر وكړه
يو مې ځواني ده بل مې ډېر دي ارمانونه
ارواښاد طاهر فرهاد

دنګه ځواني زما د خـــوښـــــــې
‏ د يارانې دې ټـــــــــولې نــــــــښې
درپسې ويلې مې شوې غوښې
زما خـــالـــــونه دا ستــــــــــا زخې
زما خو خوښ يې وايه تاتــه څنــــــګه يمــــه
محمد حنيف حيران توتاخېل

ما درته وې ګودر ته مه ځه
چرته به وي زړه به دې شنه لوخړه شينه
عصمت الله زهير

اشنا همځولو سره راغى
په كلي ګرځم بالښتونه ټولومه
عمرخېل، نور احمد نورزى، محمديار-يار او نبي ساحل

اشنا مې شته بې اشنا نه يم
په هندوستان كې مساپر دى رابه شينه
حكمت الله سروش

 

الله دې تا په چا مَېن كړي
چې تن  دې روغ وي زړه دې پټ كوي دردونه
ډاكتر محمد اكبر اكبر

ګرانې ما سورخي كړه اننګو كـــــــې به دې اوسم
رانجه مې كړه د سترګو په لېمو كې به دې اوسم
نسيم شفق، په دانش خپرنځي كې

سترګې دې دوه باڼه پرې ګڼ دي
لكه چې دوه خويندې د ګڼو وروڼو وينه
سعدالله فطرت، په دانش خپرنځي كې

د مساپر جانان كاغذه
ملا دې لولي زه سلګۍ ورته وهمه
دوكتور عبداللطيف ياد طالبي په دانش خپرنځي كې

د وصال كال د سترګو رپ وي
د هجران شپه راباندې وي مياشتې كلونه
استاد اجمل ښكلى

د شپې په خوب كې ګلان وينم
د اشنا مينه مې په خوب كې ګرځوينه
د نارنج خپرندويې ټولنې مشر سيد احمد قانع

د نيمو شپو سندرې خوند كا
څوك به عاشق وي څوك به ورك له ملكه وينه
اجمل اند

اشنا كوچى و كوچ يې وكړ
ما يې خالي دربار ته وكړه سلامونه
حفيظ الله تراب په دانش خپرندويه ټولنه كې

اشنايي هله خوند پيدا كړي
چې كله كله پرې بېلتون پېښه كوينه
محمد فهيم عاطف، نور احمد نورزى او غني استاد

اشنايي مكوه روغ ګرځه
بس دى چې ما په ځوانۍ اور ولګاونه
عبدالرحيم هلال

خلك مكې ته لاړ حاجيان شول
زه د لالي په كوڅه تلم حاجڼه شومه
حاجي فضل زمان شلمان او مشال

اشنا زما د منګول باز دى
د زړه كترې به وركوم باز به ساتمه
شفيع الله بابرزى

ماله مې خپل زړګى واپس كړه
په نادانۍ مې دركاوه نه پوهېدمه
ظاهر جان بابري په دانش خپرنځي كې


شفق يې مه بولئ عالمه
اسمان زما په ژړا وينې تويوينه
شهيد عبدالصمد روحاني

ښار مې د زړه شو لوټې لوټې
د غم ټېنكونه پرې بېلتون سم كړي دينه
ذبيح الله شفق او هارون پاچا په دانش خپرندويه ټولنه كې

مورې ماڼو ورته لوګى كړه
ګودر ته تللې چا به يې مخ ليدلى وينه
رحمت شاه سايل، اسرار اتل، حكمت الله سروش او حاجي محمد عمرخېل په لغمان كې

 

نن خو مې ډېر يادېږې ياره
خداى دې ناڅاپه چرته راوله مَېنه
دروېش درانى او حكمت الله سروش


نن مې همزولې مېلمنې دي
شولې لمدې دي چرګ نيوى نه راكوينه
استاد داود عربزى  او زيارمل

نور به د مينې ګيلې پرېږدم
سوى فرياد مې تر اسمان ورسېدنه
بشير ګواښ

نور به دې هره سوبه يوسم
يو دې په مينه كې شريك نه قبلومه
حاجي قاضي سيد اختيار سباوون، سردار يوسفزى  او بل ملګرى

وار به دې تېر د پېغلتوب شي
څه له د زركې په شان لنډ ږدې قدمونه
عبدالهادي هادي

اشنا چې چېرې خپه نشې
ستا د جونګړې نه به ځار كړم محلونه
اسد الله دانش، رحمت شاه سايل، حاجي محمد عمر خېل،
نذير احمد نذير او ذبيح الله شفق په اشنا فېشن ځي كې

اشنا د توت لاندې ويده و
لكه د باز پرې شڼېدم راويښ مې كنه
محمد حنيف حيران توتاخېل او نور احمد نورزى

ياري خو تا كړه ما خو نكړه
اوس يې چې لنډه پرېكوې ژړا راځينه
اسدالله دانش، استاد رحيم غمزده او محمد يار- يار په دانش خپرندويه ټولنه كې

ښه شوه چې خپل وطن ته راغلې
كه خلك ډېر دي پرې اباد دي خپل كورونه
ويس شاهين

په ګودر راغلم خاموشي وه
هغه څوك نه وه چې ګودر ښايسته كوينه
بشير احمد نادم

جانانه راشه ستړى مشې
زه هركلي درله زړه خپل دركومه
خان محمد محتاج اپريدى

جانانه نور دولت مې نشته
د زړه په كور كې تاله كور ابادومه
عصمت څاروان

په جدايۍ دې خپه نه يم
خپه په دې يم چې رقيب دې خپلوينه
اسدالله دانش او رحيم الله سمندر

ستا به يا هېر يا به په ياد يم
زه چې قدم په قدم ږدم تا يادومه
استاد داود عربزى او دوكتور عبدالغني برزين مهر په دانش خپرنځي كې

 

دا په ياد د محبت درسره واخله (۲)

ملګري ته لــېږل

شاته تلل

چاپــول

 
 

DanishPress.Com 1987 Contact