د دانش خپرندويې ټولنې (www.DanishPress.Com) د ادبي او کلتوري خپرونې الفت نوې ګڼه)اووم کال لومړۍ،پرله پسې ۳۷مه ګڼه،چنګاښ-زمری ۱۳۸۷( تازه له چاپه راووته.
الفت داځل هم دتېر پشان په زړه پورې علمي،ادبي،کلتوري،تاريخي او نورې په زړه پورې ليکنې خپرې کړي چې هره يوه يې په لوستلو ارځي.
دپښتۍ په لومړي مخ دپسرلي ښکلی انځور او دمجلې په ټنډه د ارواښاد استاد الفت له پنده ډک شعر تر ستر ګو کېږي.
د الفت دا ګڼه ۱۲۸ مخونه لري چې په ۸۴ مخونو کې د ښاغليو مولوي نورالله وفا،محمد نوين آرين،دکتور زيا، دکتور عبداللطيف يادطالبي،پروين ملال،شوکت ترين،اجمل ښکلی،منصورخان،نور البشر نويد،عبدالرحيم هلال،سعدالله جان برق،نور الامين يوسفزی،طاهر اپريدی،راشد خټک،بارکوال مياخېل،محمديار يار، اعتبار اپريدی او په پاتې مخونو کې چې دکره کتنې برخه ده د رحمت شاه سائل،فيصل فاران-دوه لیکنې-،مشتاق الرحمان شفق،صيد خير محمد عارف،قمر راهي، خالد پښتون او م.ا.توحيديار تنقيدي ليکنې دلوستونکيو تنده ماتوي. او په وروستۍ برخه کې د دانش خپرندويې ټولنې او نورو له خوا دتازه چاپ شويو کتابونو خبرتياوې ليدل کېږي.
مينه وال يې له لاندې پتو څخه ترلاسه کولای شي:
کابل : دڅلورمې حوزې څلورې،مروراريد هوټل ته مخامخ،ملي مارکېټ – د اسد دانش مطبعې دفتر، او د ميوند جادې د پخته فروشۍ په کوڅه کې دانش کتاب پلورنځي.
پېښور: يونيورسټي کتاب پلورنځی،خيبر بازار،دانش کتاب پلورنځی،کيسه خوانۍ بازار.
او په نورو ولاياتو کې د الفت له استازيو سره اړيکې ونیسئ.
بهر مېشتي لوستونکي يې پر دغو پتو ترلاسه کولای شي:
www.danishpress.com
danish2k2000@yahoo.com