عزيز نسين د تركيې د هېواد لوى طنز ليكونكى دى، چې په نړيواله كچه ادبي شهرت لري. نسين په ۱۹۱۵م كال زېږېدلى او د شلمې پېړۍ د طنز د ډگر لوى قهرمان ګڼل شوى دى. نسين په خپلو طنزونو كې د خپل وخت پر ټولنيزو او سياسي بدلاريو او ورانيو په خندا كې ژړلي دي او هغه د حمزه بابا خبره چې:
ستا د مېنو زده ژړا، چې په رنګ رنګ يې كوي
تا، چې ستم له حده زيات كړو په خندا شومه زه
د عزيز نسين طنزي او كيسه ييز اثار د نړۍ په ګڼو ژونديو ژبو ژباړل شوي او د ګڼو ذوقي لوستونكيو له ژبو يې ټكونه ايستلي دي. د نسين اثار په پښتو ژبه كې د ډېرو كلونو رادېخوا د پښتو د خواخوږيو ليكوالو لخوا ژباړل كېږي او خپرېږي.
تكړه كيسه ليكوال اديب او ژباړونكي ښاغلي ارينزي له څو كلونو را په دې خوا د نړيوالو ادبياتو د يوې په زړه پورې لړۍ په توګه د ژباړو كار پيل كړى دى، چې څو كړۍ يې خپرې شوي دي.
دانش خپرندويه ټولنه وياړي، چې ددې ګټورې لړۍ د خپراوي په لړ كې د عزيز نسين دا ګټور اثر)وږى مېن( د څلورمې برخې په توګه خپروي او ښاغلي ارينزي ته د اوږده ژوند لپاره لاسونه لپه كوي، چې پر خپله ژبه د داسې نورو ګټورو لړيو او كړيو پيرزوينه هم وكړي.