اصيل هنر او ادبيات د ټول بشر شريكه معنوي پانګه ده. د ستورو سترګكونه، د شفق سورخي، د سپوږۍ معصومه رڼا، د بلبلو سندرې، د ګل وږمې... د ټولو دي او د هېچا نه دي. ريښتونى هنر او ادب همداسې يو څه دي. زموږ هنري او ادبي برياليتوب به هله لا يقيني شي، چې د نړۍ د ريښتينو ليكوالو د هنر او اثارو دقيقه مطالعه او څېړنه وكړو، د ښكلا او برياليتوب رازونه يې وسپړو او بالاخره پر دې فكر وكړو، چې ايا په موږ كې هم د داسې جاويدانو اثارو د پنځېده وړتيا شته كه نه؟ كه شته له دې وړتيا څنګه دوړې وڅنډو او څنګه په نړيواله كچه د يوې اصيلې ادبي او هنرې پانګې څښتنان شو؟
ددې او دې ته ورته پوښتنو منطقي ځواب د ژباړې د نړيوالو برياليو تجربو له مخې پخپله ژباړه راوتلى دى. له ښه مرغه په پښتو ژبه كې اوس د ژباړې كار ښه په درز روان دى.
د نړيوالو ادبياتو د ژباړې لړۍ، چې نوميالي افغان كيسه ليكوال، اديب او ژباړونكي ښاغلي احسان ارينزي راپيل كړې ده يوه په زړه پورې داستاني لړۍ ده، چې د نړۍ د لويو ليكوالو او اديبانو هغه اثار يې په كړيو كې خوندي شوي دي، چې زياتره يې د نړۍ په زياترو ژبو ژباړل شوي او يا نړيوال لوستونكي لري.
دانش خپرندويه ټولنه وياړي ، چې ددې لړۍ پېنځمه برخه د هنر او ادب د ريښتنو لوستونكيو مخې ته ږدي. هيله ده، چې د ټولو د تلوسو او لوست تنده خړوبه كړي.