دکتاب نوم : د حالاتو په تورتم کې
شاعر : عمر دراز مروت
خپرندوى : دانش خپرندويه ټولنه_ پېښور
شمېر :1000 ټوکه
چاپ وار : لومړى
چاپ کال : ۲۰۰9 م / ۱۳۸8 ل
كمپوز : ذبيح شفق
د خپرندويې ټولنې يادښت
دانش خپرندويه ټولنه چې د خپل خپرنيز بهير په دې شل کلن مزل کې يې د پښتو ژبې د نامتو شاعرانو شعري ټولګې خپرې کړي او د پښتو ژبې مېنانو تر لاسونو يې رسولي دي، د خپل مزل په دې موړ کې، چې د پښتو او پښتنو حالات له بل هر وخت څخه ډېر خپه کوونکي او ساه تنګونګي دي، وياړي چې د يو وتلي او ښه شاعر ښاغلي عمردراز مروت شعري ټولګه )د حالاتو په تورتم کې( د لوستونکيو تر لاسونو رسوي.
د ښاغلي عمر دراز مروت، چې د پښتو ژبې يو مجنون شاعر دى، تر دې مخکې څو ټولګې خپرې شوي، خو د خپلې ليرې پرتې سيمې له لامله يې کتابونه د شعر د مينه والو تر لاسونو نه دي رسېدلي.
دانش خپرندويه ټولنه د عمر دراز مروت دا ټولګه په داسې وخت کې خپروي، چې پښتني سيمې رښتيا هم په تورتم کې ډوبې دي او د يو نامعلوم برخليک پر لور په نه زړه يون کوي.
د ښاغلي مروت په دې کتاب کې له وطن، ژبې او خپلې خاورې سره د مينې شعرونه هم شته او د خپل غرور، آنا، رواج، دود دستور او مينې په اړه هم په خوږه او خوندوره ژبه ګويا دى.
مروت په لرو او برو پښتنو کې يو ځانګړى نوم لري، د ده د شعر مينه وال ډېر زيات دي، چې په هره مشاعره او غونډه کې له ډېرو لېرو لېرو سيمو څخه دده په خوږه لهجه دده شعر اورېدو ته راځي.
موږ نور د شعر او د عمر دراز مروت د مينه والو ترمنځ نه خنډ کېږو، په دې دعا خداى په اماني کوو، چې خداى پاک دې د )حالاتو دا تورتم( په خپل فضل په روڼ سباوون بدل کړي.
امين
دانش خپرندويه ټولنه