دانش خپرندويه ټولنه له تېرو دوو لسيزو راهيسې د افغاني فرهنګ په چوپړ کې ده. په دې وروستيو کې د (Aisa) آيسا له خوا په کابل کې رجسټر شوې او همدلته يې خپله تخنيکي څانګه )اســد دانش مطبعه( پرانستې.
دانش خپرندويې ټولنې د خپل کاري تاريخ په موده کې د ډېرو سړو تودو په ګاللو د چاپچار مسلکي چوپړ لړۍ غځولې او پر دې توانېدلې، چې په مختلفو موضوعاتو له ١٨٠٠ عنوانه زيات کتابونه چاپ او د کتاب و قلم مينه والو تنده پرې خړوبه کړي. په دې توګه دانش خپرندويې ټولنې د هېواد د پوهنيزې رغونې په لړ کې خپله ژمنتيا په زبات رسولې.
د دانش خپرندويې ټولنې د کابل تخنيکي څانګه )اسـد دانش مطبعه( د چاپ د پرمختلليو ماشين آلاتو په لرلو او د خپل مسلکي او تجربه کار کاري ځواک پر مټ په کم لګښت او ښه معيار ستاسو غوښتنې په کم وخت کې په ښه ډول ترسره کوي.
اســد دانش مطبعه( ټولو هېوادوالو ته هر ډول چاپي اسانتياوې برابروي او وياړي،
چې په هره کچه او ښه معيار د چاپي اسانتياوو په درلودلو د درنو هېوادوالو وخت، هڅې او مالي لگښت سپموي او دادى اوس د پېښور تر څنګ په کابل کې هم ستاسو چوپړ ته مټې رانغاړي.
په لږ وخت کې په وړ بيه د هر ډول بروشرو، مجلو، اخبارونو، کتابونو، پوسټرونو، کليزو او نورو اړوندو توکيو د کمپوز، ډيزاين او ښه چاپ د دانش خپرندويې ټولنې د کابل له تخنيکي څانګې )اسـد دانش مطبعې( سره اړيکې ونيسئ.