پښتو

English  

 

  

 

سپين سهار_د افغانستان د کړکېچ د حل لار | DanishPress.Com
 

 د افغانستان د کړکېچ د حل لار

 

     سپين سهار

نېټه : 2008-10-25

 

د کتاب نوم: د افغانستان د کړکېچ د حل لار
ليکوال: دوکتور محمد فاروق اعظم
مخونه: ٧٠
دا د بهر مېشتي افغان روښانفکر دوکتور محمد فاروق اعظم امريکا ته د ٢٠٠٨ز کال د مى له ٢٠ د جون تر ٩ د رسمي يانه لنډ راپور دى، چې پکې يې د افغانستان د اوسني کړکېچ د حل په اړه د امريکا مېشتو افغانانو او امريکايي چارواکيو پوښتنې ځواب کړې.
دوکتور فاروق اعظم د افغانستان د مطالعاتو مرکز مشر او په لندن پوهنتون کې د اوبو د کشالو د څېړونکې ډکې غړى دى.
دوى امريکا ته د خپل دغه رسمي يانه په پيل کې د واشنګټن او نيويارک له بېلابېلو چارواکيو سره کتلي او د افغانستان د روان کړکېچ د حل لارې يې ورښودلې.
دغه راز يې په واشنګټن، ويرجينيا، لاس انجلس، سانفرانسسکو، شيکاګو، ميشيګن او نيويارک کې له زرو زياتو افغانانو سره د کتنې په ترڅ کې هغه وړانديزونه څرګند کړي، چې ده امريکايانو ته د اوسني افغان کړکېچ د حل په اړه کړي.
دى پخپله پيليزه کې وايي، امريکايانو ته يې يواځې هېواد ته ورپېښې ستونځې نه دي يادې کړې او نه يې پر دوى باندې يواځې نيوکې کړې؛ بلکې د حل يوه داسې لاره يې ورښودلې، چې په پلي کولو کې يې د ټولو خير دى.
په کتاب کې ټولټال ١١ پوښتنې په پوره تفصيل ځواب شوې، چې لړليک يې په لاندې ډول دى:
د افغانستان امنیتي وضعه
ملي فوج او ملي پولېس
د دولت مشروعیت
د دولت په لوړه سطحه کې رشوت او اداري فساد
په افغانستان کې دمخدره موادو توليد او تجارت
په افغانستان کې د بهرنيو مرستو مؤثريت
د افغانانو د اقتصادي حالت څرنګوالی
ايا د خارجيانو حضور په افغانستان کې افغانانو ته ګټور دی؟
دامريکا نوی جمهور رئيس بايد د افغانستان په باب څه وکړي؟
دافغانستان دجمهوري رياست لپاره به څوک مناسب وي؟
د روانې فاجعې څخه خلاصی (د افغانستان دکړکيچ د حل لار).

 

ملګري ته لــېږل

شاته تلل

چاپــول

 
 

DanishPress.Com 1987 Contact