د لوراند او لورين څښتن په نامه
د سرليکنې پر ځاى:
درنو لوستونکيو دا ځل مو هم د تېر په څېر د الفت له نثري مرغلرو يوه د الفت د سرليکنې لپاره غوره کړې، لوستل يې پر تاسو
حاکمانو ته وايم!
اى هغو كسانو، چې ستاسې په لاس كې د حكومت لښته ده، ستاسې په امر يو سړى وهل كېږي، تړل كېږي، جرمي كېږي او هرڅه كېږي.
ستاسې په نظر به يو بې ګناه په محبس كې لوېږي او يو ګناهګار له بنده خلاصېږي.
ستاسې په عدالت مظلومان له ظلمونو څخه نجات مومي او ستاسې په بې انصافۍ ظلمونه، جبرونه په عالم كې خپرېږي.
ستاسې غفلت او بې خبري عالمونه تباه كوي او ستاسې په ويښتوب او هوښيارتوب ډېر ښه ښه كارونه كېدلى شي.
كه تاسې په سمه او صحيح لار روان شئ، ډېر بې لارې خلك به په لار كېږئ. كه تاسې پخپله د نفس او شيطان په لاره درومئ، نو په عالم كې د ظلمونو له لاسه بې تميزه قيامت او بې ميزانه محشر جوړېږي.
ستاسې په لاس كې دحكومت زور او قوت موجود دى، كه تاسې لېوان يا لېونيان شئ، د خداى مخلوق تباه كېږي.
كه تاسې ماشومان او اطفال اوسئ، ستاسې په طفلانه لوبو ډېر كورونه خرابېږي، كه تاسې ړانده او كاڼه شئ، حق او عدالت مري او ظلمونه، فسادونه، بد بد كارونه رواج مومي. تاسې په دې پوه شئ، چې د دنيا د نظام او انتظام لپاره خداى دوه څيزونه پيدا كړي دي، چې يوه ته حكمت او بل ته حكومت وايي.
حكومت هېڅكله بې له علم او پوهې، بې له تدبير او سياست څخه، چې له دې ټولو نه په حكمت تعبير كېدلى شي، مخكې نه ځي او تش كوتك په دنيا كې نه چلېږي.
اوس په متمدنه او مترقي دنيا كې يو سړى په ډېر علمي لياقت او لوړ شخصيت حاكم كېدلى شي او هغه څوك دغه رتبه او مرتبه ګټلى شي، چې په تدبير او سياست كې اوله درجه مهارت لري او د مهمو صفاتو خاوند وي، مګر په تاسې كې لا اوس هم بې سواده، بې ذوقه، بې علمه، بې رحمه، بې انصافه او له جهانه ناخبره اشخاص پيدا كېږي، چې بې رشوت اخيستلو، وهلو او ټكولو، كنځلو او بدو ويلو په نور څه نه پوهېږي او نه شي پوهېدلاى.
تاسې په دې پوه شئ، چې حكومت له دې نه وروسته تجارتي متاع نه شي كېدلاى، چې څوك يې په پيسو او رشوتونو واخلي.
هغه وخت او زمانه په تېرېدو ده، چې څوك د حكومت چوكۍ په خوشامندو او غوړه ماليو وساتلى شي يا ظلم او بې شعوره قوت په يوه سيمه كې حاكميت وكړاى شي.
موږ ددې عصر په شپو كې دا خوبونه ليدلي دي، چې علم او لياقت، خير او اصلاح به ډېر ژر خپله كرسۍ اشغال كړي او جهل او ناداني، ظلم، ستم، رياكاري او فريب كاري به له خپلې چوكۍ راولوېږي.
تاسې خپل ځانونه اصلاح كړئ او پخپل ځان ګوتې ووهئ، مقصد ظاهري فېشن او اراېش نه دى، بلكې د عيبونو اصلاح او د ځان مانوي جوړول مراد دي.
راشئ دا زړه طريقه نوره پرېږدئ او هر كار دسوټي په زور مه كوئ!
انسانان خداى د وهلو او ټكولو لپاره نه دي پيدا كړي.
د مجرمينو د قاېلولو او اصلاح كولو لپاره نور وساېل هم شته.
ظلم په ظلم باندې هېڅكله نه وركېږي.
تاسې به ډېر خلك په وهلو معيوب كړي وي، ډېر كسان به ستاسې د شدت او تشدد له لاسه تښتېدلي او ورك شوي وي، مګر جرايم او جنايتونه، نه دي ورك شوي.
يو شاعر وايي:
د انسان اصلاح په پوهه هم انسان كړي
نـــاپــــــوهان يــــــې په وهلو د انسان كړي
نو راشئ له علم او پوهې نه كار واخلئ، ظلمونه او جبرونه پرېږدئ!
بې ګناه خلك په وهلو او ټكولو مه قايلوئ!
په رشوتونو او لحاظونو له حق او حقيقت نه مه تېرېږئ او د يوه په ګناه بل ته جزا مه وركوئ! تاسې پخپل نفس او خپلو خواهشاتو حاكميت پيدا كړئ او د همدغه حاكميت په اثر ځانونه ددې لايق كړئ، چې په نورو داسې حكومت وكړئ لكه چې يو پلار يې پخپلو زامنو باندې پخپل كور كې كوي او هېڅ راز ظلمونه پكې نه وي.