| افغانستان ته د ايساف، ناټو او نړيوالې ټولنې د لښکرو پر راننوتو او د راننوتو پر لاملونو خبره نه لرو؛ ځکه په دې حقيقت، چې په دې څه کم اوو کلو کې څوک پوه نشول، هغوى لکه چې ګرد سره پوهېدل نه غواړي؛ ګنې دومره پوهه او سبق خو به يې ذروي وسلې د خاوند! صدام حسين د رانسکورولو له مخليد او شاليد نه اخيستى وي، چې څه ورسره وشول، ولې وشول او څنګه وشول؟ پر دې هم خبره نه لرو، چې په ګران افغانستان کې د القاعدې د ځپلو او د ترهګرۍ او نشه ييزو د مخنيوي په پلمه له دې اوو کلو راهيسې څه کېږي او ولې کېږي؟ او په پاى کې پر دې هم نه غږېږو، چې د تيرا باران د لړه موړې خره ولې يووړل؟ او چې يوو يې وړل؛ نو دا د نېزوړيو خوارانو د سوکالۍ برات ولې د هوسۍ په ښکر کې ځوړند دى؟ تلوسه مو نه زياتوو، خبره پر دې کوو، چې د "امريکا او کمپنۍ" دا خونړى نېز "سېلاب" که فرض کړئ، چې د طبيعي دود په حکم، يا د اقتصادي او پوځي ستراتيژۍ د ناکامېدو له امله او يا هم د کورنيو او نړيوالو حالاتو د بدلون په غوښتنه او يا د سياسي تېروتنې او پښېمانۍ په پلمه وچېږي او يا تمبېږي؛ نو د نېزه وړيو افغانانو به څه کېږي؟ دا هغه پوښتنه او اندېښنه ده، چې ځواب ته يې تر "کمپنۍ" او "ټلوالې" زيات هغه "روشنفکر نمايان" او "سياسي شنونکي" او حتى هغه ليکوال او شاعران –چې د رسنيو د مايکروفون پر پچه په ختو ځانته يو څه وايي- ګبڼۍ نيولي دي. دغه ښاغلي، چې کله د خپلو يا پرديو رسنيو د سټوډيوګانو ګردي او اوږده مېز ته ددې اندېښنې د ځواب لپاره د مېلمنو په نامه کېنول شي؛ نو لومړى خو پخپله د مېز خاوند کوربه د افغانستان، سيمې او نړۍ د سياسي مفکر او تيوريسن په توګه يو ستومانوونکى او ساډوبى تمهيد او بنسټ کېږدي. د پردۍ ټولنې او پردي کولتور د استاځي مېک اپ د سيالۍ ميدان خو يې لا له مخې لوټلى وي، پر نيکټايي او کورتۍ لاس تېر کړي او اوږده مېز ته کېنولي ښاغلي يو يو اورېدونکيو او لېدونکيو ته وروښوول شي: زموږ د سټوډيو ننني مېلمانه هر يو ښاغلى... او... دي؛ خو لومړى به راشو خپل لومړي مېلمه: ښاغلي... صاحب ته! په دې وروستيو وختو کې چې د هېواد سياسي او امنيتي وضعې او په افغانستان کې د نړيوالې ټولنې –چې ويل کېږي پخپلو سياسي او پوځي مقاصدو کې پاتې راغلي دي، شتون ته په پام- که نړيواله ټولنه "بهرني ځواکونه" په اوسنيو ناوړه او ناډاډمنو حالاتو کې -چې له هر لوري له ګواښونو سره مخ دي- له افغانستانه ووځي او وران ويجاړ او نا امنه افغانستان پخپله افغانانو ته پرېږدي، ستاسې په اند به آيا د کرزي صاحب حکومت او پخپله افغانان د هېواد دا څپڅپانده بېړۍ يوه ډاډمن کڅ )ساحل( ته پورې استلاى شي؟ زموږ د ښاغليو شنونکيو په سولېدليو او کليشه يي ځوابونو کې، چې متحدالمال يې د "بون" پر سپېڅلي تړون باندې حواله ورکول وي، لومړى ځواب دا وي، چې که د نړيوالو ځواکونو او نړيوالې ټولنې، چې افغانستان ته د "القاعده، ترهګرۍ او نشه ييزو" د مخنيوي لپاره راغلي دي، د رحمت سيورى خداى مکړه د يوې شېبې لپاره هم زموږ له سره پاڅېږي؛ نو ښکاره ده، چې د ترهګرۍ او القاعدې سيمه ييز او نړيوال ملاتړي به افغانان اومه تر ستوني تېر کړي؛ نو پر دې اساس د نړيوالې ټولنې، ناټو، ايساف او په سر کې يې زموږ د امريکايي دوستانو د ځواکونو شتون يواځې د هغو د اهدافو برخه نه ده؛ بلکې پخپله افغانانو ته هم له دغو بدمرغه عواملو نه د خلاصون لپاره يو فرصت دى، "تر څو!" موږ وکولاى شو، خپله پياوړې ملي اردو او روزلي ملي پوليس ولرو، تر څو وکولاى شي د هېواد ملي دفاع ډاډمنه کړي. که نه نو په اوسنيو حالاتو کې خو به د بهرنيو ځواکونو وتل پر افغانانو د مرګوني برخليک له پيغام پرته نور هېڅ نه وي. دا او دې ته ورته ځوابونه همېشه زموږ د اوږدو او ګرديو مېزونو د مېلمنو د ژبې پر سر وي. اوس خبره داده، چې: خبرې سل او سر يې يو حمزه زموږ له دغه اوه کلن ديموکراتيک ناورين نه ځکه سخره غوټه جوړه ده، چې د هېواد د سياسي ماشين نړيواله چلوونکيو ته د خپلو اهدافو د ترلاسي لپاره د حفيظ الله امين غوندې يواځې دوې لارې ښکاري: يا له ما، يا مې له دښمن سره يانې له درېيمې لارې نه نټه او انکار هغه څه دي، چې پر دغه سخره غوټه باندې وخت پر وخت د اوبو کار کوي. ددې لپاره، چې د خپل هېواد، ولس او تاريخ د باريکيو په باب زموږ ددغو ښاغليو روشنفکرنماوو غوږونه خلاص شي، دوى ته د يوه خوار ملا پر آذان د کلمې ويلو بلنه وړانديزوم: ښاغليو روڼاندو! تاسې، چې له دې مېړني ولس نه د خپلې روڼاندۍ او سياسي مفکرۍ د دعوې په امتياز اخيستو کوم سياسي تحليلونه کوئ، تاسې پوهېږئ، چې ددغو شننو پر انګېزو او پر دې شاته هڅو ددې ولس هر ناروڼاندى او حتى ټپ اندى هم پوهېږي، چې غوا توره ده او شيدې يې سپنيې. هر يو پوهېږي او ډاډ او ايمان لري، چې دلته ددې هېواد د ملي تاريخ په ګواهۍ چارې او بدلونونه د ټولنيز او سياسي منطق په حکم نه چلېږي. دلته د بهرنيو ځواکونو اېستل يا شړل د قواوو په انډول پورې هېڅ اړه نه لري. دلته پخپله ولس د زورګيرو او نيواکګرو ځواکونو پر ماتولو دومره سوچ نکوي؛ لکه هغوى، چې پخپله د خپلې پتمنې وتنې په سوچونو کې ډوب وي. دلته همېشه له ١+١=٢ او ٢+٢=٤ نه؛ بلکې )١١( او )٢٢( جوړ شوي دي. زه منم، چې ستاسې د کړيو ژمنو بيه به دا هم وي، چې پخپل غير ملي استدلال او نيواکګرو ته د خپلې پتپالنې د ثبوت په ورکولو له خپل ننګيالي او آزاديپال ملت نه زړه وباسئ، چې پام کوئ د خپلو محسنانو د سيوري لاندې له ادامې پرته مو که بل سوچ وکړ؛ نو ورځ مو تر دې بتره؛ خو تاسې ښاغليو روڼاند شنونکيو او مبصرينو به کله دا هم لوستي او اورېدلي وي، چې: ولــــــــسونه چې سند وبـــــــــــــــله وکا بادشاهان ورته سجود کاندي اختيار تاسې به دا منئ افغانان، چې دا وخت د بهرنيو لاسوهنو له امله له کوم ناورين او ناخوالو سره مخ دي، دا په دوو لاملونو، يو دا چې دوى له بده مرغه حتى په دغو حساسو شېبو کې هم د خپل وحدت او يو موټى کېدو خوند ونه څاکه. دويم دا چې ستاسې په څېر پرديپالو روڼاندو يې د روښانه لارښوونکيو او شنونکيو دعوى کړې ده. لږ په ګرېوانه کې د سر په کښته کولو خپله ژمنه وپېژنئ، چې همدا نن هم د نيواکګرو او نړيوالو زورګيرو له ناماتي تصور سره سره په نړۍ کې آزاد، سرلوړي او بسيا ولسونه شته، چې د خپلو ملي او مدني اړتياوو د لرې کولو لپاره يې نه ټوکيو ته لاس کچکول کړى، نه لندن، نه پاريس او نه نورو ته؛ خو سرلوړي يې، چې په برخه ده، سر لوړي دي. راځئ خپل نتلي او اړمن ولسو ته ډاډ ورکړئ، چې پر خپلو پښو د درېدو لپاره د نړيوالې ټولنې، ايساف او ناټو له امسا پرته نورې امساوې هم شته او هغه پر خپل يووښت، خپل مټ، خپلو ملي وياړنو او وياړونو ډاډ او باور لرل دي. او بالاخره! خپل خپل دي؛ خو پردي په ډېرو نارو خپل دي. چا چې د چا د پوزې د پرېکولو نيت کړى وي، له هغه نه د نتکۍ تمه پر ځان د حماقت ټاپه لګول نه دي؟ ښاغليو روڼاندو! اوس مو نو خوښه، چې پخپلو نهيلوونکيو او ذوقي شننو سره د خپلو مالي ملاتړيو باور پر ځان زياتوئ او که د خپل ولس د تاريخ په رڼا کې د ملي حقايقو په وړاندې کولو خپل ملت او سباني تاريخ ته مخروڼى غواړئ؟ آيا کله مو دا سوچ کړى، چې ستاسې ملت د نظامونو د ټينګښت پر ځاى د نظامونو له ژر ژر بدلون نه ځکه خوند اخلي، چې په ملي سياست کې يې راګډې پرديپالې څېرې وپېژني؟ کله مو پر دې غور کړى، چې ستاسې وقار او درنښت خپل ولس ته د ځانباورۍ په تلقين کې دى او که د دوى پر ځانبسياينې د احساس په وژلو کې؟ ستاسې روڼاندو په ړندو او يو مخيزو قضاوتونو او شننو، چې د زورګيرو ځواکونو دريځ ته کومه ډکه او دېوال درېږي، تاسې نه ګڼئ، چې دا ډکه د ولسي او ملي ملاتړ تر هغې ډېره کمزورې ده؟ نو که ډېر لږ مو هم له خپل ولس، هېواد او ټولنې سره د پيوستون احساس او وجدان ژوندى وي او په نړيواله ټولنه کې مو څوک د خبرو د اورېدو وي؛ نو يو داسې وړانديز او مشوره ورکړئ، چې دوى )خپله شوله هم وخوري او پرده يې هم وشي( داسې به په افغان جنګ ځپلي ولس کې د ځان بسياينې او پر خپلو پښو د درېدنې باور هم پيدا شي، خپلې ځانسازۍ او هېوادسازۍ ته به يې پام شي او له دغو نابلليو مېلمنو سره د کرکې دا اوسنۍ کچه به يې هم راټيټه شي او دوى )بهرنيان(، چې پر خپله پرله پسې پاتېينه د نامنطقي او ناموجه ټينګار يوه داسې منځني دريځ ته لار ومومي، چې د دوى د لاسپوڅيو حکومتونو او نظامونو نه؛ بلکې د ولسونو يواځنى ارمان او ايډيال دى؛ خو د ور رسېدو په رو ګودر يې نه پوهېږي. خو که خداى مکړه د افغانانو د زړونو دا هيله ستاسو د پرله غير واقعي شننو او تبصرو له امله انګازنه نه شوه؛ نو د پايلو سبانى پېټى به يې هم دا ستاسې پرديپالو روڼاندو پر اوږو وي او بيا به نو تر دې د زياتو ناخوالو او بخولو )ناورين( راولاړېده له اټکله لرې نه وي. فاعتبروا يا اولى الابصار.
|