پښتو

English  

 

  

 

سيد شاه سعود_دلته دشته كې د ژوند همدغه رنګ دى | DanishPress.Com
 

 دلته دشته كې د ژوند همدغه رنګ دى

 

     سيد شاه سعود

نېټه : 2008-11-23

 

دلته دشته کې د ژوند هم دغه رنګ دی
هر وجود نه یو جنون چاپېره ګرځي
پټې سترګې غړېدلو پورې خاندي
تورې شپې نه سباوون چاپېره ګرځي

هلته ښار کې عقل پاس په چوکۍ ناست دی
د جنګونو فیصلې ورته پرتې دي
امامانو تکبیرونه پورته کړي
د ځوانانو جنازی ورته پرتې دي

او د علم او رڼا پوهنتونونه
کتابونو کې نفرت په خلکو وېشي
د وسلو د جوړولو هنرونه
هر طرفته یو وحشت په خلکو وېشي

هلته ښار کې سیاست دی تجارت دی
دلته دشته کې مستي ده بېخودي ده
هلته شپه ده تروږمۍ ده جهالت دی
دلته امن دی رڼا ده آزادي ده

هلته اوښکې د هستۍ له سترګو څاڅي
دلته شونډې په موسکا باندې نازېږي
هلته وخت د تنزل په لور روان دی
دلته وخت په ارتقا باندې نازېږي

چې د ښار د رڼاګانو سرابونه
هلته پرېږدي د صحرا په لوري راشي
یا منصور وي په وحدت کې فنا شوى
یا مجنون وي د لیلا په لوري راشي

دلته دشته کې د ژوند هم دغه رنګ دی
چې سپرلى شي نو ګلونه راټوکېږي
چې دانا شي خلک وايي لیونی شو
لېوني ځکه هم دلته راټولېږي

 

ملګري ته لــېږل

شاته تلل

چاپــول

 
 

DanishPress.Com 1987 Contact