پښتو

English  

 

  

 

پوهنمل زاهدي احمدزى_عيسى عليه السلام | DanishPress.Com
 

 عيسى عليه السلام

 

     پوهنمل زاهدي احمدزى

نېټه : 2008-11-23

 

د الله تعالى څلورم اولوا العزم رسول عيسى بن مريم عليهما السلام دى، چې الله تعالى بې پلاره پيدا کړى دى.
الله تعالى په سرياني ژبه کې انجيل کتاب پرې نازل کړى دى او د بني اسرايلو د عقيدوي، اخلاقي او ټولنيز سمون لپاره د موسى عليه السلام له وفاته ديارلس نيمې پېړۍ وروسته يې مبعوث کړى دى؛ مګر  سفاکو او عصيان ګرو بني اسريلو د هغه د رسالت له منلو انکار وکړ او په مور بي بي يې ناروا تورونه ورولګول او له عيسى عليه السلام سره يې د بني اسرايلو د نورو انبياوو په څېر عداوت پيل کړ. که څه هم الله تعالى عيسى عليه السلام ته داسې خوارق د معجزاتو په بڼه ورکړل، چې د هغه د رسالت تصديق يې کاوه؛ مګر دغه مَغْضُوْبِ عَلَيْهِمْ قوم د عيسى عليه السلام دعوت قبول نکړاو ډېرو لږ کسانو، چې په قرآن کريم کې د حواريينو په نامه ياد شوي دي.

معجزات:
الله تعالى عيسى عليه السلام ته حسي او عقلي دواړه معجزات ورکړي دي، چې شپږ يې حسي معجزات وو او يوه يې عقلي معجزه وه، چې په لاندې ډول دي:
١ – د مړيو ژوندي کول.
٢ – له خټو د مرغه جوړول، بيا په هغه کې پوکول او الوتل.
٣ – مورزادي ړوند جوړول.
٤ – مورزادي پيس )برګى( جوړول.
٥ – په کورونو کې د طعام په خوړلو خبر ورکول؛ لکه چې الله تعالى په قرآن کريم کې د عيسى عليه السلام قول نقل کړى دى، چې هغه بني اسرايلو ته داسې وويل:
ژباړه: او لېږو عيسى بن مريم بني اسرايلو ته، چې وايي دوى ته: بېشکه په تحقيق راغلى يم تاسې ته په لويه معجزه د خپل صدق د رب ستاسې څخه. بېشکه زه جوړوم تاسې ته له خټو څخه په شان د شکل د مرغه؛ نو پوکوم په دې شکل کې؛ نو کېږي هغه شکل مرغه الوتونکى په حکم د الله او روغوم مورزادي ړوند او پيس او ژوندي کوم مړي په اذن د الله سره او خبروم زه تاسې په هغه شي، چې تاسې يې خورئ او په هغه شي، چې تاسې يې ساتئ په کورونو خپلو کې، بېشکه په دې معجزو کې هرومرو نښانه ده که تاسې مړمنان ياست زما په نبوت يقين لرونکي.
٦ – شپږمه حسي معجزه يې د حواريينو لپاره له اسمان څخه مائده نازلول وو؛ لکه چې الله تعالى د مائدې په سورت کې فرمايلي دي:
عيسى عليه السلام د حواريينو په غوښتنه الله تعالى ته داسې سوال وکړ:
ژباړه: وويل عيسى زوى د مريمې اى الله زموږ رانازل )راښکته( پر موږ باندې دوسترخان ډک له طرفه د اسمان، چې شي موږ ته اختر )خوشحالي( د ړومبنيو زموږ او د وروستنيو زموږ او بل دا چې شي د نزول دسترخان دليل ستا د قدرت او معجزه د نبوت زما او روزي راکړه موږ ته او هم ته يې غوره د روزي ورکوونکيو. وفرمايل الله: زه نازلوونکى يم ددغه دسترخان پر تاسې باندې؛ نو هر څوک، چې ناشکري وکړي وروسته له نزوله دده له تاسې څخه؛ نو بېشکه زه عذاب ورکوم هغه ته داسې عذاب، چې نه به په عذابوم په هغه سره بل هېڅ يو له نورو مخلوقاتو څخه.

٦ – نوعيت:
امام قرطبي رحمه الله پخپل تفسير کې له سلمان فارسي ضي الله عنه څخه روايت کړى دى، چې ويلي يې دي: کله چې له عيسى عليه السلام څخه حواريينو له اسمان څخه د مَائِدې غوښتنه وکړه؛ نو عيسى عليه السلام دوه رکعته لمونځ وکړ او لاس يې پورته کړل او له الله تعالى څخه يې له طعام څخه ډک دسترخان د نزول سوال وکړ. الله تعالى يې دعا قبوله کړه او په لاسونو کې يې له پاسه لوى تک سور روى مال وغورځېد، چې بند و. عيسى عليه السلام له حوارييونو سره الله تعالى ته په سجده پرېوت. ډېر خوښ و. دوسترخان يې پرانست ګوري، چې اوه پاستي پکې دي، اوه دانې وريت کړي کبان دي پکې، چې يوه لشکه هم پکې نشته او غوړي ورڅخه بهېږي. له ګندنې پرته نوره هر ډول سبزي په دسترخان کې وه. مالګه ورسره کېښودل شوې وه. پېنځه انار، د زيتونو غوړي، ګبين )شات( پخ کړې هګۍ، پنېر او کوچ پرې کېښودل شوي وو. هره ورځ به د برېځر پر مهال ورته نازلېدل او په يو وخت کې به اوه زره درې سوه کسانو خوړل او چې ټول به ماړه شول، دسترخان به بېرته اسمان ته وخوت او ټولو به ورته کتل. تر څلوېښتو ورځو پورې هره ورځ مائده ورته نازلېدل.
په دغو خوړو کې بله لويه معجزه دا وه، چې د بېلابېلو ناروغيو مريضانو به له هغو څخه خوراک وکړ ټول به روغ رمټ شول.
بني اسرايلو ته امر شوى و، چې هر څومره له دغه نازل کړي دسترخان څخه خوړلى شي ورته مجاز دى؛ مګر نه به يې ورڅخه پټوي او نه به يې ورڅخه ذخيره کوي؛ خو بني اسرايلو د الله تعالى دغه امر هم قبول نکړ. دري دېرش کسانو له اسماني دسترخانه خواړه پټ کړل او ددغو خوړو زېرمه کول يې پيل کړل. الله تعالى هغوى خنځيران او بيزوګان کړل.
امام مذي پخپل جامع کې له عمار بن ياسر رضي الله عنهما څخه روايت کړى دى، چې ويلي يې
دي:
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي:
ژباړه: يعنې د اسمان له پلوه د )ملايکو( په ذريعه دسترخان نازل کړاى شو، چې غوښه او ډوډۍ پکې وې او هغوى ته امر کړاى شوى و، چې خيانت به نه پکې کوي او د سبا لپاره به يې نه زېرمه کوي؛ نو هغوى خيانت پکې وکړ او ذخيره يې کړل او د سبا لپاره يې ورڅخه اخيستل؛ نو هغوى مسخه کړاى شول، بيزوګان او خنځيران وګرځول شول.

٧ – عقلي معجزه:
اوومه غټه معجزه، چې د الله تعالى له پلوه عيسى عليه السلام ته ورکړاى شوې وه عقلي معجزه وه، چې معنوي معجزه هم ورته ويل کېږي او دغه معجزه د الله تعالى له پلوه د انجيل په نامه کتاب پرې نازلېدل وو؛ لکه چې الله تعالى فرمايلي دي:
ژباړه: او ولېږه موږ وروسته له دغو انبياوو عيسى زوى د مريمې، حال دا چې تصديق کوونکى و د هغه کتاب، چې پخوا له ده و له تورات څخه او ورکړى و موږ ده )عيسى( ته انجيل حال دا چې په هغه کې هدايت و حق ته او نور و )بيان و د شرعي احکامو( او حال دا چې موافق و د هغه کتاب، چې پخوا و دده )له تورات څخه او هدايت( لارښوونکى و او موعظه د متيقانو لپاره.

دعوت (بلنه):
د عيسى عليه السلام دعوت هم هماغه و، چې د الله تعالى د ګردو انبياوو او رسولانو دعوت و او هغه يواځې د الله تعالى عبادت کول وو؛ لکه چې الله تعالى فرمايلي دي:
ژباړه: په تحقيق سره هرومرو کافران شوي دي هغه کسان، چې وايي دوى، چې بېشکه الله همدغه مسيح زوى د مريمې دى او وويل مسيح، چې اى بني اسرايلو عبادت کوئ تاسې يواځې د هغه الله، چې رب زما او رب ستاسې دى، بېشکه شان دادى هر چا چې شريک ونيوه له الله سره؛ نو په تحقيق حرام کړى دى الله په دغه مشرک باندې جنت او ځاى دده دوزخ دى او نشته ظالمانو ته هېڅ مدد کوونکى.
دغه راز عيسى عليه السلام ورته ويلي دي:
ژباړه: بېشکه، چې الله رب زما دى او رب ستاسې دى؛ نو عبادت کوئ تاسې دده، همدا لاره ده سمه صافه.
مطلب دا چې عيسى عليه السلام د الله تعالى له حکم سره سم بني اسرايلو ته دعوت ورکړى دى او د هغه حيثيت د يو بشري اولوا العزمه رسول او د الله تعالى بنده و او پخپله يې بني اسرايلو ته اعلان کړى او داسې يې ويلي دي:
ژباړه: وويل عيسى، چې بېشکه زه بنده يم د الله، راکړى شوى دى ماته کتاب او الله زه نبي ګرځولى يم.
او الله تعالى فرمايلي دي:
ژباړه: نه دى مسيح زوى د مريمې؛ مګر يو رسول دى. په تحقيق تېر شوي دي پخوا له ده څخه نور ډېر رسولان او مور دده صديقه وه، وو دوى دواړه مور او زوى، چې خواړه به يې طعام )په شان د نورو انسانانو(؛ نو بيا څرنګه به الله شي؟! وګوره څرنګه بيانوو موږ دوى ته دلايل د توحيد بيا وګوره دوى ته، چې څرنګه کږولى شي له حقه.

عيسى عليه السلام اسمان ته ژوندى پورته کول:
عيسى عليه السلام د الله تعالى له هدايت سره سم شپه ورځ د بني اسرايلو په عقيدوي، اخلاقي او ټولنيز سمون کې خپل ټول وس په کار اچولى و؛ مګر له دې امله، چې يو خو پخپله په بني اسرايلو کې د اَمَّارۍ نفس، هوى او هوس د متابعت په وجه د عيسى عليه السلام د د دعوت منلو وړتيا نه وه او له بل پلوه که څه هم بني اسرايلو يوناني استعمار له خپل هېواد څخه د خپلو مټو او پاڅون په زور شړلى و؛ مګر رومي استعمار، چې له پخوا څخه د فلسطين د مستعمره کولو هوډ لاره، د يوناني استعمار له وتلو سره سم يې د مستعمره کولو دسيسې پيل کړې.
رومي استعمار هم د يوناني ښکېلاک له شړلو وروسته فلسطين د نظامي يرغل په وزله ښکېل کړ او خپل يو اسرايلى ګوډاګى يې، چې پيلاطوس نومېده د فلسطين پاچا کړ.
پيلاطوس خورا ظالم، ديکتاتور او فساد الاخلاق حاکم و، عيسى عليه السلام ډېر کوښش وکړ، چې پيلاطوس اصلاح کړي او دې ته يې هڅاوه، چې فلسطين له رومي استعماره آزاد کړي.
د روم له ښکېلاکګر امپراتور سره اندېښنه پيدا شوه، چې عيسى عليه السلام هسې نه، چې پخپل دعوت کې بريمن شي، له همدې امله يې د فلسطين خپل اسرايلي ګوډاګى پيلاطوس ته حکم وکړ، چې عيسى عليه السلام قتل کړي.
پيلاطوس هم څلور زره رومي او اسرايلي عسکر په ٣٤ ميلادي کال کې ولېږل او د عيسى عليه السلام کور يې کلابند )محاصره( کړ او اسرايلي سفاک قوماندان يَهُوْدا يې د هغوى مشر وټاکه او قومانده يې ورکړه، چې عيسى عليه السلام ژوندى ونيسي، په دې وخت کې له عيسى عليه السلام سره د هغه له حواريينو څخه دولس کسان د هغه په کور کې ناست وو، چې عيسى عليه السلام ته د الله تعالى له پلوه جبرايل عليه السلام وحيې راوړه، چې الله تعالى داسې ورته فرمايلي دي:
ژباړه: اى عيسى بيشکه زه اخيستونکى يم ستا )له ځمکې( او پورته بيوونکى يم ستا )جسماً او روحاً( طرف زما ته او پاکوونکى يم تالره له هغو کسانو څخه، چې کافران شوي دي او ګرځوونکى يم د هغو کسانو، چې متابعت يې کړى دى ستا دپاسه د هغو کسانو، چې کافران شوي دي تر ورځې د قيامته پورې.
هماغه وو، چې الله تعالى دده شکل او بڼه په بل کس کې واچوله او عيسى عليه السلام ژوندى اسمان ته بوتلل شو او هغه بل کس، چې بهر ته ووت عسکرو ونيوه او پيلاطوس ته يې بوته. هغه امر وکړ، چې د اغزيو تاج ور په سر کړي او پر دار )صليب( يې وځړوي او همداسې يې وکړل او د هغه شخص، چې د عيسى عليه السلام شبيه ګرځولى شوى و له وژلو وروسته د يهوديانو عقيده ده، چې عيسى عليه السلام وژلى شوى دى.
په نصرانيانو کې درې ډلې پيدا شوې. يوه دا چې عيسى عليه السلام جسماً او روحاً ژوندى اسمان ته بوتلل شوى دى، دويمه ډله عقيده لري، چې مصلوب شوى دى او له صليب څخه وروسته وفات کړاى شوى دى او زموږ لپاره يې قرباني ورکړې ده او درېيمه ډله يې دا عقيده لري، چې جسماً وفات کړاى شوى دى او روحاً ژوندى دى او د الله تعالى ابن )زوى( دى )نعوذ بالله(.
زموږ د اسلامي امت دا عقيده ده، چې عيسى عليه السلام جسماً او روحاً ژوندى اسمان ته بيول شوى دى، نه يې قتل کړى دى او نه يې صليب کړى دى او په قرب قيامت کې به د الله تعالى په حکم ځمکې ته راکوزېږي، دجال به وژني او صليب به ماتوي او خنځير به وژني.
الله تعالى فرمايل دي:
ژباړه: )يهوديان مغضوب وګرځولى شول( په سبب ددې قول د دوى، چې موږ وژلى دى مسيح زوى د مريمې رسول د الله )په ګومان خپل(، حال دا چې نه و وژلى دوى دغه )عيسى واقعاً( او نه پر دار کړى و ده لره يقيناً و ليکن مشتبه کړاى شو هغه وژلى شوى په دار ځړولى شوى په عيسى سره دوى ته او بېشکه هغه کسان، چې اختلاف کړى دى دوى په حق د عيسى کې، خامخا په شک کې دي په باره دده )عيسى( کې نشته دوى ته په باره دده )عيسى( کې هېڅ علم؛ مګر تش متابعت د ګومان خپل او نه و وژلى دوى عيسى په وژلو يقيني سره؛ بلکې پورته کړى و دى الله طرف خپل ته او دى الله ښه قوي غالب ښه حکمت والا.
)تفسير قرطبي، ج ٣، جزء ٦، ص ٨-٩-١٠، تفسير ابن کثير، ج ١، ص ٦٩٩- ٧٠ تفهيم القرآن، ج ١، ص ٤١٨-٤١٩، تفسير معارف القرآن، ج ٢، ص ٦٠١، کابلى تفسير، ج ١، ص ٥٦٣- مکه مکرۍ.
مطلب دا موږ عقيده لرو، چې عيسى د الله تعالى بنده، بشر او د الله تعالى اولوا العزمه رسول دى. دويم دا چې عيسى معصوم دى د نورو انبياوو او رسولانو په شان، درېيم دا چې عيسى عليه السلام بني اسرايلو د الله تعالى عبادت او توحيد ته دعوت کړى و او خپل رسالت يې بشپړ اداء کړى دى.
څلورم دا چې عيسى عليه السلام بې له پلاره پيدا کړى و او هغه افتراء د يهويدانو غلطه ده، چې د يوسف النجار زوى دى. پېنځم دا چې عيسى د دري دېرش)٣٣( کلونو په عمر په )٣٤( مسيحي ميلادي کې جسماً او روحاً ژوندى اسمان ته پورته بيولى شوى دى او لکه څرنګه، چې په صحيحو احاديثو کې مروي دى.
په قرب قيامت کې به بېرته رالېږلى شي او د دجال په وژلو، د صليب په ماتولو او د خنځير په وژلو به خپله دنده بشپړه کړي. واده به وکړي اولادونه به يې وي. څلوېښت کاله به ژوندى وي. د محمدي شريعت په تطبيق او پلي کولو سره به ځمکه له عدل څخه ډکه کړي او د وفات نه وروسته کله، چې وفات شي په نبوي روضه کې به له محمد صلى الله عليه وسلم سره دفن کړاى شي.

 

ملګري ته لــېږل

شاته تلل

چاپــول

 
 

DanishPress.Com 1987 Contact