"د کږلېچونو کاروان" د اورنګ صميم د شعر ليکنې د هڅو لومړنى ټولګه ده، چې په دې وروستيو کې د زرو ټوکو په شمېر چاپ او د شاعر تر سريزې وروسته د استاد فضل وهلي ناګار، استاد محمد آصف صميم، پوهنيار علاوالدين حسام او محمد زبير خاکسار د سريزو په ملتيا خپره شوې ده، چې په سريزو کې د استاد محمد آصف صميم سريزه د ستاينې او د نورو په ځينو برخو کې د نيوکو ځاى شته؛ خو موږ به پر دوى د ډېرو غږېدو پر ځاى د صميم پر دې پنځونو )قافيه والو او آزادو نظمونو او شعرونو( وغږېدو او پيل به يې ددې ټولګې له ٢٤ مخه د يوه چاپ شوي نظم پر دوو بيتونو وکړو، چې وايي:
اى افغانه په همت دې وطن جوړ کړه
د نيکونو په عظمت دې وطن جوړ کړه
په دنيا کې ته د وياړ هسکه شمله يې
په غيرت او شجاعت دې وطن جوړ کړه
پر شعر د غږېدو پر مهال د شاعر پر شخصيت د غږېدو يا نه غږېدو ځينې ادبپوهان دوه ډلې دي، ځينې د شعر په څېړنه کې د شاعر د شخصيت څېړل نا اغېزه او ځينې د اباسين يوسفزي دا خبره مني:
که زما د شخصيت حدونه ګورئ
زمــا فن زما د فکر ترجمان دى
په پورتنيو دوو اندونو کې د سمې او ناسمې ټاکل که څه هم زما له وسې پورته کار دى؛ خو د ښاغلي اورنګ صميم په اړه د هغه د شخصيت اغېز او يادښت په پورتنيو او ډېرو نورو بيتونو کې جوت او اړني برېښي او دا په دې، چې ښاغلى صميم د ننګرهار د ډېريو دولتي غونډو او مشاعرو د دريځوالۍ دنده لرلې ده، چې ښايي د داسې نظم د نه موندلو له امله خپله د پورته نظم ليکلو ته اړ شوى وي، چې د اوسني دولت د پيغام د يوې برخې په توګه خپلو هېوادوالو ته د هېواد د بيا ودانۍ او پياوړتيا بلنه ورکوي.
د پورتنيو په څېر ددې ټولګې ډېره برخه، چې منځپانګه يې؛ لکه د ښوونځي لومړني کتابونه د کوچنيانو لارښوونې ته ځانګړې شوې د شعروال يا هنروالي له خوږو بې برخې او پر کږون )برعکس( يې د پيغام له پلوه ښه ډېره غوښنه ده؛ خو په ځينو ازادو شعرونو کې بيا ښاغلي صميم ځان د يوه ښه شاعر په توګه راڅرګند کړى او په دې برخه کې تر قافيه وال نظم او شعره هم څو څو ځلې بريالى ښکاري، چې د بېلګې په ډول به يې ددې ټولګې له ٤٨ مخ نه د )خيالي تصويرونه( نومې آزاد شعر ته ځير شو، چې ځاى ځاى له تمثيلي، لفظي او تخيلي ښېګڼو برخمنه ده:
خيالي تصويرونه
زه به د ذهن په ياغي کوڅۀ کې
ستا د واورينو شونډ، خوند وګورم
او ستا د ښکلا باغ ته به
له خپل غمجن ماحوله لار پرانيزم
هلته به ته يې
هلته به زه يم
او هلته به ستا خيالي ګلونه
خو افسوس، چې
نه به ته يې
نه به زه يم
او نه به ستا د مينې حقيقي راز
يواځې زه به يم
او
ستا خيالي تصويرونه
د )خيالي تصويرونه( په څېر ځينې نور آزاد شعرونه هم؛ لکه: کسات، د اوښکو شعر او د مظلوم هيلې د يوه شاعر د لومړنيو آزادو شعرونو په توګه د لوستنې او ستاينې وړ دي. ددې په څېر ددې ټولګې ځينې غزليز بيتونه هم د لومړنيو شعرونو په توګه په ستاينه ارزي؛ لکه دا بېلګې:
قــــــــــــــــافله مو ده روانه په پېچمو
ستړيا نه مني کاروان مو کږلېچو کې
د مـينې راز يې شو ښکاره د اننګو په سرخۍ
د څوارلسمې سپوږمۍ خور ده ماجينه پېغله
د ښاغلي صميم د ځينو نظمونو جوله )شکل( هم د هغه د ډېرو نظمونو د منځپانګې غوندې د نورو شاعرانو او ناظمانو تر اغېزې لاندې ډوب دى؛ لکه د ٣٠ مخ غزل مطلع، چې له لږ وزني توپير پرته په جوليز ډول د ارواښاد حمزه بابا د يوې ډېر پېژاندې )مشهورې( غزلې مطلع ته ورته ده.
حمزه بابا وايي:
تــــل به په لار د مېړنو سره ځم
يمه پښتون له پښتنو سره ځم
او ښاغلى صميم وايي:
د غــم بېړۍ ته د اشنا مې سترګو سرو سره ځم
اوښکې روانــې مې پر مخ له څو ګيلو سره ځم
دغه راز په ٣٧ مخ کې راغلې غزل د درانه عاشق الله فرياد د شاوخوا دوه کاله وړاندې خپرې شوې درېيمې شعري ټولګې )سندريز مازيګرى( د ٥٤ مخ غزل ته جوليز ورته والى لري، چې ښاغلي فرياد د خپل غزل ليک ځاى ليک نېټه ١٨/9/1365 د کابل پروان مېنه ښودلې او مطلع يې داسې ه:
ډېرې مې خوښې دي دا ستا خبرې
وړې وړې لــــــــــــــکه مينا خبرې
او ښاغلي صميم د خپل غزل ليک نېټه په لږې ليکنۍ تېروتنې سره 5/1376 ښودلې، چې مطلع يې داده:
ماته رايادې د اشنا خبرې
د مــينې ډکې د وفا خبرې
اوس مو چې د دواړو غزلو ليک نېټې وموندې؛ نو ويلى شو، چې دا شعر ښاغلي صميم د ښاغلي فرياد پر ليکه ليکلى او يا هم ښايي د توارد له مخې يې ليکل شوى وګڼو.
دغه راز دا ټولګه ځينې ليکنيزې نيمګړتياوې هم لري؛ لکه په )١٤-١٥( مخونو کې څلوريځې له
سرليک پرته د يو غزل په بڼه چاپ شوې، چې تر لوستو وروسته به يې لوستونکي په فورم پوهنې بريالي
شي.
پر يادو شويو خبرو سربېره "د کږلېچونو کاروان" د ډېرو نورو خبرو کولو ځاى لري؛ خو زه پر همدې خبرو ښه کوم او د وروستيو خبرو په توګه د داسې نظمونو او شعرونو د مينه والو د هنري تندې د ماتېدا او د ښاغلي صميم د احساساتو او هيلو د يوې لېږدوونکي په نوم د پښتو نظم او شعر پر لاره د کږلېچونو د کاروان راتګ ته هرکلى وايم او ويناوال ته يې په راتلونکي کې د قافيه وال نظم او شعر په پرتله د آزاد شعر ليکلو وړانديز کوم او د بريو په هيله يې يم.
دا لنډه ليکنه ددې ټولګې پر دوو بيتونو پاى ته رسوم:
د ژوند منزل مې له اغزو نه ډک دى
ځکه خاطر مې اندېښنو نه ډک دى
چې مې پر ستړو لارو تلل کړي دي
اوس مې ځيګر د اسوېلو نه ډک دى
يادونه: دا ليکنه څه موده وړاندې د ننګرهار د اطلاعاتو او کولتور د رئيس اورنګ صميم پر کتاب ددې رياست د غونډو په تالار کې د ځوان کولتوري خوځښت له خوا جوړې شوې کره کتنيزې غونډې ته اورول شوې.