پښتو

English  

 

  

 

اعتبار اپريدى_د قامونو غله | DanishPress.Com
 

 د قامونو غله

 

     اعتبار اپريدى

نېټه : 2008-11-23

 

پېنځلسمه  عيسوي پېړۍ د نړېوال ښكېلاك د پيل كېدو پېړۍ وه. ددې پېړۍ په سر كې د پرتګال سوداګرو افريقا )AFRICA( ته مخه وكړه او هلته يې يو شمېر ټاپوګان )جزيرې( او ځينې نورې سيمې وموندلې. هر څو كه ددغو سوداګرو بنسټيز مقصد سوداګري وه او سياسي عزايم يې نه لرل؛ خو د وينس )VENICE( او عربستان سوداګرو دا نه غوښتل، چې د پرتګال سوداګر دې په هندي سمندر كې شتون ولري او د دوى تجارتي ګټې دې له خطر سره مخ كړي همدا سبب و، چې د دوى تر منځه نښتې پيل شوې.
د پرتګال سوداګر په دې ورسېدل، چې دوى د لرې ختيځ )شرق بعيد(په سمندر كې جنګي بېړۍ ونه لري تر هغې دوى پخپل مقصد كې برى نشي موندلى؛ خو په دې لړ كې د دوى ستونځه دا وه، چې د جنګي بېړيو لپاره سمندري اډې جوړول د دوى د وس كار نه و؛ خو د دوى دا ګرانه داسې اسانه شوه، چې د پرتګال شهزاده هنري )HENRY( په دولتي سطحه د خپلو سوداګرو هر ډول مرسته او ملاتړ پيل كړ. د هنري ددې مرستې او ملاتړ يواځنۍ موخه دا وه، چې د خپلو سوداګرو په وسيله هندوستان ته د رسېدو لپاره يوه سمندري لاره پيدا كړي او د هغه ځاى پر طبيعي شتمنيو خېټه واچوي. په دې لړ كې شهزاده هنري او له ده وروسته د پرتګال نورو واكمنو هم ډېر كار وكړ.
دا ددغو واكمنو د پرله پسې هلو ځلو پايله وه، چې پرتګال د شپاړسمې عيسوي پيړۍ تر ټولو ستر سمندري ځواك شو؛ خو د اروپا (EUROPE) نورو ځواكمنو هېوادونو د پرتګال دغې سمندري ځواكمنۍ ته كله كتى شواى. همدا وجه وه، چې هغوى هم د خپلو سوداګرو ملاتړ پيل كړ او په دې ډول اروپا (EUROPE) ددغو سيالو )حريفو( هېوادونو تر منځ د ښكېلاك مېنو )مستعمرو( جوړولو په لړ كې يوه بې كچه او بې سارې سيالي پيل شوه.
د اولسمې عيسوي پېړۍ په پيل كې انګلستان، هالينډ او فرانسې د ايسټ انډيا )EAST INDIA( په نامه خپلې تجارتي كمپنۍ )شركتونه( جوړې كړې. دغو كمپنيو وروسته له سوداګرۍ سره سره د ځايي واكمنو په رياستي )دولتي( چارو كې سياسي لاسوهنې هم پيل كړې او ورو ورو يې د دوى رياستونه )دولتونه( كله په يوه او كله په بله پلمه تر خپلې واكمنۍ لاندې راوستل. په دې توګه اروپايي ښكېلاكګرو په افريقا او آسيا كې خپلې امپراتورۍ )EMPIRES( جوړې او د رياستونو په نامه يې يادې کړې.
ددغو مصنوعي رياستونو په انګړ كې بېلابېل قامونه اوسېدل. ددغو ښكېلاك مېنو په مصنوعي او انتظامي كرښو كې راګېر محكوم قامونه تر سوونو كلو د اروپا له سياسي او کولتوري ښكېلاك او اقتصادي زبېښناك لاندې پاتې شول؛ خو چې كله په دوى كې د قومي ازادۍ او خپلواكۍ شعور او جذبه راپيدا شوه؛ نو په ګډه راپاڅېدل او ښكېلاكګر يې وتلو ته اړ کړل؛ خو ددغو محكومو قامونو بدمرغي دا وه، چې دوى بيا هم قامي خپلواکي ونه موندله؛ ځكه چې دغه ازادي يواځې مصنوعي رياستونو ته وركړاى شوه نه، چې ددغو رياستونو په انګړ كې اوسېدونكيو محكومو قامونو ته.
دلته بايد دا خبره هم روښانه كړو، چې رياست په زور او جبر جوړېداى شي؛ ځكه چې د رياست )دولت( جوړونې )STATE BUILDING( لپاره كومو سياسي جوړښتونو )POLITICAL STRUCTURES(؛ لكه سياسي ګوندونو، قانون جوړوونکيو ادارو، عدليې او انتظاميې او نورو ته اړتيا وي، د هغو جوړول د ښكېلاكګرو لپاره څه ګرانه خبره نه وي؛ خو تر كومه، چې د قام جوړونې خبره ده؛ نو دا په زور او جبر نشي جوړېداى؛ ځكه چې له خپلې خاورې او قام سره مينه هغه طبيعي امر دى، چې هېڅوك يې په زور په چا كې نشي پيدا كولې. همدا وجه ده، چې په يو مصنوعي رياست كې نه يواځې دا چې د قامي يو والي تصور ناشونى وي؛ بلكې د داسې رياست د خلقو طبيعي وفاداري هم د نشت برابره وي.
هر څو كه د مصنوعي رياست سياسي او اقتصادي واكمن د خپل رياست د پايښت او ټينګښت )استحكام( لپاره د پوهنيزو )تعليمي( او روزنيزو )تربيتي( ادارو او ولسي رسنيو )ابلاغ عامه( په واسطه ددې خبرې كوششونه كوي، چې د خپل مصنوعي رياست په انګړ كې راګېرو محكومو قامونو د نوي كهول نه د هغوى سياسي، تاريخي او کولتوري تګلوري خطا كړي او د هغوى په كچه ذهنونو كې د خپل سوچه قوميت او خاورې په باره كې يو ژور ابهام راپيدا كړي؛ خو بيا هم د مصنوعي رياستونو دغه واكمن پخپل ناوړه مقصد كې په پوره توګه بريالي شوي نه دي، ثبوت يې دا دى، چې نن هم د هر مصنوعي رياست په انګړ كې اوسېدونكي بېلابېل قامونه كله په يوه او كله په بله پلمه له يو بل سره لاس و ګرېوان دي. كله د سياسي او جمهوري حقوقو غوښتنې كوي او كله څه نورې غوښتنې.
كه دغو غوښتنو ته څوك هر څه نامه وركړي؛ خو حقيقت دا دى، چې دا د قامي ازادۍ او خپلواكۍ مبارزې دي او دا مبارزې به تر هغې پورې روانې وي ، چې ددغو مصنوعي رياستونو نه ګېر چاپيره راكښل شوې مصنوعي او انتظامي كرښې ورانې شوې نه وي او محكومو قامونو خپله ازادي او خپلواكي تر لاسه كړې نه وي.
دا وه د اروپا د پانګه والو )سرمايه دارو( قومي غلو لنډه شان كيسه اوس به راشو د قامونو مذهبي غلو ته د قامونو دا غله هم د خپلو سياسي، اقتصادي او نورو ګټو )مفاداتو( په خاطر بېلا بېلو قامونه د هم هغو مصنوعي او انتظامي كرښو دننه غلامان ساتل غواړي كومې كرښې، چې د اروپا ښكېلاكګرو د محكومو قامونو د طبيعي شتمنيو د لوټلو لپاره راښكلې وې.
د قامونو دا غله مذهب د رياست جوړونې او قام جوړونې اساس ګڼي او دا رنګ د مذهب په جامه كې خپل سياسي ښكېلاك او اقتصادي زبېښناك ته ادامه وركوي؛ خو له بده مرغه د ولس اكثريت ددغو مذهبي غلو په سياسي چالونو نه پوهېږي او په پټو سترګو په دوى پسې روان وي. كه د دنيا نقشې ته ځير شئ؛ نو وبه وينئ، چې دا وخت په اروپا كې ګڼ شمېر قامي رياستونه موجود دي، چې د مذهب له رويه عيسايان دي؛ خو بيا هم د دوى د رياستي ودانيو بنياد قامي شناخت او يووالى دى نه، چې مذهب.  همدا رنګه په نړۍ كې داسې رياستونه هم شته، چې اسلام يې مشترك دين دى؛ خو بيا هم د دوى تر منځ قامي پولې )سرحدونه( موجودې دي كومې، چې ددې خبرې ښكاره ثبوت دى، چې مذهب د قامي او رياست بنياد نشي جوړېدى دا بېله خبره ده، چې د قامونو مذهبي غله د خپل رياست نه ګېر چاپېره راكښل شويو مصنوعي او انتظامي كرښو ته نظرياتي )مذهبي( او جغرافيايي كرښې وايي؛ خو چې كله د قامونو ددغو غلو نه دا پوښتنه وشي، چې تاسو د خپل نظرياتي )مذهبي( رياست هغو پولو )سرحدونو( ته كومې، چې له يو ګاونډي اسلامي هېواد يا هېوادونو سره لګېدلې دي په كوم دليل يا جواز جغرافيايي پولې وائې، نو بيا ورسره څه معقول ځواب نه وي حقيقت دا دى، چې د جغرافيايي پولو )Geographical Frontiers( اصطلاح يوه تېر اېستونكې او بې لارې كوونكې اصطلاح ده، چې سوچه او حقيقي قامونه پرې غولولى شي.
په دې لړ كې دا خبره هم سپيناوى غواړي، چې په نړۍ كې داسې خلک هم شته، چې نه قام لري او نه خاوره؛ خو د مذهب په نامه يې ځانته سرپناه )ملك( جوړه كړې ده دغه قام وركې خلک د سوچه قامونو زلمي په دې تېر باسي، چې قامي شناخت او ازادي غوښتل قومي او نسلي تعصب دى او مذهب ددې اجازت نه وركوي. د قامونو دغه غله د مذهب په نامه د سوچه قامونو نوى نسل په يوه داسې غولونكي سياسي او تعليمي نظام كې روزل غواړي، چې هغه ددې جوګه پاتې نشي، چې خپل قام خپله خاوره او خپلې قامې ګټې وپېژني او د هغو د ګټلو لپاره ملا وتړي. په دې لړ كې بايد، چې د هغو ملايانو او پيرانو سرسري ذكر هم وشي كوم، چې د مصنوعي رياست مذهبي غلو اخيستي دي او د هغوى په ذريعه د خپل مصنوعي قام او رياست دفاع كوي؛ خو د مصنوعي رياست په اڼړ كې اوسېدونكي محكومه قامانه بايد په دې خبره ځان پوه كړي، چې مذهب نه خو د قام اساس جوړېداى شي او نه د رياست. تر كومه، چې دغه محكوم قامونه د قامونو د مذهبي غلو د سياسي جال )دام( نه ځان خلاص نكړي دوى نه؛ خو خپل قامي شناخت او يووالى تر لاسه كولى شي او نه ازاده او خپلواكه خاوره.
د قامونو له مذهبي غلو نه وروسته راګرځو د قامونو سيکولر غلو ته خو له دې نه وړاندې، چې دسيکولر غلو په باره کې څه وويل شي ښه به دا وي، چې له سيکولريزم په تاريخي شاليد باندې يو ځلغنده نظر واچوو.
د سېکولريزم مفکوره د هغې اوږدې مبازرې زېږنده ده کومه، چې اروپا کې د روم د کليسا او د قامي ازادۍ غوښتونکيو تر منځ په پېړيو پېړيو چلېدلې وه لکه، چې مسيحي نړۍ ته معلومه ده، سينټ بنې ډکټ )St. Benedict ( د عيسايانو يو ستر مذهبي او روحاني لارښود تېر شوى دى. هغه د روم) Rome( نه څه څلوېښت ميله لرې په يوه سمڅه کې د تارک الدنيا په توګه اوسېده؛ خو د وخت له تېرېدو سره هغه په دې ورسېده؛ چې ځانته يواځې ژوند تېرول د بشر او بشري ټولنې لپاره سودمن او ګټور نه دي؛ نو ځکه د شپږمې عيسوي پېړۍ په پيل کې له سمڅې نه راووتلو او د خانقاګانو په جوړولو يې لاس پورې کړ. په پيل کې يواځې نارينه په دغه خانقاګانو کې اوسېدل؛ خو وروستو ناواده شويو ښځو ته هم په دغه خانقاګانو کې د سړيو تر څنګ د اوسېدو حق ورکړاى شو. د وخت له تېرېدو سره د روم مذهبي واکمنو )Bishop( دا دعوه وکړه، چې روم نه يواځې دا، چې د نړۍ مرکز دى بلکې دا په لوېديځ؛ )غرب( کې د هغه مدنيت، چې کليسا يې وارثه ده، مرکز هم پاتې شوى دى او دا هغه سپېڅلى ځاى دى چېرته، چې د سېنټ ) ( پيټر )St. Perter( او سېنټ پال )St. Paul( غوندې سترې مذهبي او روحاني هستۍ شهيدانې شوې دي؛ نو ځکه روم د عيسايت مرکز دى. هغوى به د خپلې دې دعوې په ملاتړ کې د حضرت عيسى)ع( د خولې دا دعوه کوله، چې ته پيټر )Peter( يې او په دغه پټره )Petra( به زه خپله کليسا جوړوم د روم بشپ، چې کله پخپله دعوه کې بريالى شو؛ نو ځانته يې د پاپا )Papa( نامه غوره کړه او د روم په خاوره يې د پاپايت )Papacy( بنياد کېښود.
وروسته د عيسايت په ننداريځ )Stage( يوه نوې څېره راښکاره شو، دا وه د ګرېګوري څېره، چې وروسته د ستر ګرېګوري )Gregory the great( په نامه ياد شو. ګرېګوري نه يواځې دا؛ چې د روم د يوې زړې اشرافې کورنۍ غړى و؛ بلکې په يو لوړ ملکي منصب )Civil Office( باندې هم فايز و؛ خو ناڅاپه يې دا منصب پرېښود او د خپلې ماڼۍ )محل( نه يې خانقا جوړه کړه لكه چې ګرېګوري د سېنټ بنې ډکټ منونکى )پيروکار( و؛ نو ځکه يې د روم د پاپا ملاتړ اعلان کړ. او ورو ورو يې د خپل قابليت او ذهانت پر اساس ځان د پاپا تر منصبه ورساوه. هغه د روم د پاپا په حيث نه يواځې دا، چې د نورو خانقاګانو په جوړولو لاس پورې کړ؛ بلکې د عيسايت د خورولو په غرض يې د مشنري )Missionary(  تحريک بنياد هم کېښود هر څو که ګرېګوري د پاپا تر لوړ منصبه ورسېده؛ خو د واکمنۍ هوس يې کم نشو په حقيقت کې هغه دا غوښتل، چې په روم کې يو داسې پاپايي دولت )Papal State( جوړ کړي، چې د هغې د لارې په اروپا او نوره عيسايي نړۍ باندې خپله واکمني ټينګه کړي.
هغه ډېر ژر په دې مقصد کې بريالى شو له دې بري نه وروسته هغه د دومره ستر ځواک څښتن شو، چې هغه به نه يواځې په نورو هېوادو کې خپل سفيران ټاکل؛ بلكې د پاچاهانو تاجپوشي به هم دده په لاس کېده. که ورته ځير شئ؛ دا د مذهب په جامه کې يوه بې کچه سياسي واکمني وه، چې د روم د بشپ له خوا د اروپا په بېلابېلو قامونو ټينګه وه. د بې کچه اختياراتو دا لړۍ تر مودو مودو وچلېده؛ خو اخر هم اروپايي قامونو کې قومي شعور او جذبه راپيدا شوه او د روم د پاپايي دولت له سياسي او اقتصادي جغ نه يې غاړې وېستلو ته ملا وتړله.
دغه راز د  روم د کليسا او د اروپايي قامونو تر منځ يوه اوږده مبارزه پيل شوه؛ خو اخر هم په دې مبارزه کې کليسا ماتې وخوړه او قام پالنه )Nationalism( د پاچاهۍ په شکل کې بريالۍ شوه واضحه دې وي، چې د قام پالنې د تحريکونو مشري به پاچا کوله.
د کليسا له ماتې نه پس د روم د بشپ واکمني تر يو وړوکي پاپايي دولت پورې محدوده شوه او له روم د پاپا نه د پاچاهانو د تاجپوشۍ واک اختيار واخيستل شول.
ښکاره ده، چې پاپا په دې خپه شو، نو ځکه يې هغو هېوادونو او حکومتونو ته کومو، چې د روم د پاپايي دولت له سياسي او اقتصادي واکمنۍ نه ځانونه خلاص کړل سيکولر حکومتونه وويل، په لوېديځ کې د ځانګړيو حالاتو په غېږ کې زېږېدلې د سېکولريزم دغې سياسي مفکورې وروسته ختيځ ته مخه وکړه او دلته يې هم پلويان راپيدا کړل.
دا وه د سېکولريزم تاريخي شاليد ته يوه لنډه شان کتنه.
 که ګران لوستونکي د روم د کليسا او د اروپايي  قام پالنې تر منځ تېرې شوې دې اوږدې مبارزې ته ځېر شي؛ نو دا حقيقت به ورته روښانه شي، چې دا د مذهب خلاف مبارزه نه وه؛ بلکې دا د روم د پاپايي دولت د هغې ناروا سياسي او اقتصادي واکمنۍ خلاف مبارزه وه کومه، چې پاپا په اروپايي قامونو او هېوادونو د مذهب په جامه کې ورتپلې وه؛ خو، چې کله په دغو قامونو کې د قومي ازادۍ او خپلواکۍ شعور او جذبې غځونى وکړو، نو په ګډه راپاڅېدل او د روم پاپايي دولت ته يې ماتې ورکړه او د اروپا په نقشه باندې ګڼ شمېر ازاد او د خپلواک قامي هېوادونه راښکاره شول.
لکه، چې په تېرو کرښو  کې وويل شو سېکولر مفکوره هم د ځينو نورو مفکورو په څېر د لوېديز نه ختيز ته راغلې ده. خو افسوس د ختيز سياست بازانو دغه مفکوره خپلو اولسونو ته په بل رنګ کې وړاندې کړه. دوى د سياست او مذهب تر منځ د حد برابرۍ غوښتنه خو کوي، ولې د هغو مصنوعي او انتظامي کرښو په باره کې څه نه وايي کومې، چې د اروپا د پانګه والو قامي غلو له خوا راکښل شوې دي او د سوچه قامونو د ازادۍ او خپلواکۍ په لار کې خنډ دي.
د قامونو د سېکولر غلو نه پس به راشو د قامونو اشتراکي غلو ته. موږ ددغه غلو په باره کې ډېر څه ويل نه غواړو البته دومره به ووايو، چې دا غلۀ نه خو قوم مني او نه رياست خو بيا يې هم په کلونو کلونو د قامونو د ازادۍ او خپلواکۍ منافقانو نه سندرې ويلي دي، که څوک د دوى منافقت كتل غواړي نو د سټالن )Stalin( دا وينا دې ولولي کومه، چې هغه د قومي تحريکونو د انقلابي رول د سرليک لاندې کړې وه او ويلي يې وو، چې که چېرې يو قوم تحريک دغير ملکي )خارجي( سامراج )استعمار( خلاف په مبارزه کې بوخت وي، نو د هغې د انقلابي کېدو لپاره دا ضروري نه ده، چې په هغې کې دې د مزدورې )کارګرې( طبقې يا جمهوري خلک هم موجود وي. دا هم ضروري نه ده، چې هغه تحريک دې د يو انقلابي يا جمهوري پروګرام لاندې چلېږي او نه دې ته حاجت شته، چې هغه تحريک دې په جمهوري بنيادونو ولاړ وي. د مثال په توګه دا وخت د افغانستان امير )امان الله خان( د خپل هېواد د خپلواکۍ په خاطر د انګريزي ښېکلاکګر خلاف لګيا دى مبارزه کوي. د امير او د هغو د ملګرو خيالات او نظريات ملوکانه دي او هغوى د جمهوريت په ځاى شخصي حکومت برقراره ساتل غواړي خو سره ددې موږ دې مبارزې ته انقلابي مبارزه وايو. ولې؟ ځکه چې دا د برطانوي سامراج بنيادونه کمزوري کوي او دا هيله ترې پيدا کېږي، چې که افغانستان د ازادۍ تحريک د پاچا په لاس کې هم وي د کاميابۍ نه پس به برطانوي سامراج کمزورى کړي.
تاسو وليدل، چې د قامونو د اشتراکي غلو يوازنې مقصد د خپل حريف يعنى برطانيې کمزورى کول وو نه، چې د قامونو ازادول. تر کومه، چې د ښکېلاک خبره ده، نو پخواني شوروي اتحاد )سوويټ يونين( خو برطانيې ته ښکېلاکګر ويل ولې پخپله يې د اشتراکيت په نامه د منځنۍ اسيا او ختيځ اروپا هېوادو ته د غلامۍجغ ورپه غاړه کړى و تاسو دا هم وليدل، چې پخواني اتحاد شوروي دا هڅه کوله، چې افغانستان خپل شپاړسم جمهوريت وګرځوي خو په دې کې بريالي نه شو. هر څو که د قامونو اشتراکي غلو په کلونو کلونو دا هڅه وکړو، چې قامونو د اقتصادي ازادۍ په نامه وغولوي او محکوم يې کړي خو  دنيا وليدل، چې د ماتې سره مخامخ شول. د نړۍ پخوانى زبرځواک )Super Power( يعنې سوويټ يونين څه د پاسه اويا کاله وپايېدو خو اخر هم پېنځلس ټوټې شو دنيا دا هم وليدل، چې د سوويټ يونين دغه ټوټې کېدنه د مذهب په نامه نه بلکې د خپل خپل قومي شناخت په اساس تر سره شوه ددې نه دا خبره دثابته شوه، چې قوم هغه حقيقت دى، چې هغه د مصنوعي کرښو يا د اقتصادي يا کومې بلې مفکورې په نامه څو ک نه شي پټولې.
لنډه دا، چې د قامونو دغه ټول غله سوچه او حقيقي قامونه کله په يوه او کله په بله بهانه د خپل سياسي ښکېلاک او اقتصادي زبېښاک په خاطر محکوم ساتل غواړي؛ خو اړتيا دې ته ده، چې محکوم قامونه خپل قومي دښمنان، چې په هر رنګ او هره جامه کې وي، وپېژني او د خپلې خاورې او قومي ازادۍ په خاطر د دوى خلاف ملا وتړي؛ ځکه چې دا روانه پېړۍ د محکومو قامونو د ازادۍ او خپلواکۍ د ګټلو پېړۍ ده.

 

ملګري ته لــېږل

شاته تلل

چاپــول

 
 

DanishPress.Com 1987 Contact