پښتو

English  

 

  

 

امين الله دريځ_په كلتوري اړيكيو كې د مورنۍ ژبې دنده | DanishPress.Com
 

 په كلتوري اړيكيو كې د مورنۍ ژبې دنده

 

     امين الله دريځ

نېټه : 2008-11-23

 

درنو لوستونکيو،
د ښاغلي دريځ دا ليکنه څه موده وړاندې په اتريش کې په مورنۍ ژبه د زده کړې په اړه جوړ شوي سيمينار کې اورول شوې، چې دادى دلته يې د ارزښت له مخې تاسو درنو لوستونکيو ته د الفت په پاڼو کې خپروو. اداره.

 
درنو مېرمنو او ښاغليو،
ددې ليكنې په پيل كې غواړم د اوتريش د ښوونې و روزنې او كلتور وزارت د كلتورپال سياست ژوره مننه وكړم، چې د نورو ژبوتر څنګ يې افغان زده كوونكيو ته هم د مورنۍ پښتو ژبې او كلتور د زده كړې اسانتيا چمتو كړې ده.
د افغان ولس كلتوري ټولنې هم ډېره مننه، چې په نننۍ پوهنغونډه كې يې د وينا بلنه راكړه، ورسره جوخت ستاسې ټولو درنو ډېره مننه، چې كلتوري سكالوو سره مينه لرئ؛ د انساني ټولنو په ژوندانه كې ارزښتمنې درته ښكاري او د همدغې مينې او ارزښت پېژندنې له مخې مو په خپل راتګ دا غونډه درنه او پرتمينه كړه.
همدا راز، د ملګريو ملتونو د ښوونروزنيز، پوهنيز و کلتوري سازمان سږنى غوره هوډ د خورا ستاينې وړ دى، چې د تل غوندې يې دادى بيا يوې ارزښتمنې ښکارندې ته ورپام شو او دوه زره اتم کال يې د ژبو کال ونوماوه. موږ له دغه غوره هوډ سره همغږي يو. د همدې همغږۍ په ترڅ کې به په خپل وار دادى هڅه وشي، چې د کلتوري پانګې ددغې شتمنۍ د ارزښت په اړه تر يوه ځايه رڼا واچول شي.
موږ د بشري ټولنو په ژوندانه کې د ژبو د کارنده ونډې په اړه د ښاغليو او درنو پوهانو )ماسټره بيتينا روسباخر، پوهاند دکتور رودولوف دي سيليا او ماټره ايلفي فليک( ارزښتمنې ويناوې په ډېره مينه او ځير واورېدې. دوى هر يوه خپله ټاکلې سکالو ښه روښانه کړه او موږ ته يې ډېره رڼا راوبښله.
زه به هغه ګوټ ته د همدې رڼا د وروستلو هڅه وکړم، چې په کلتوري اړيکيو کې د مورنۍ ژبې دنده نومېږي. همدلته به د "کلتور" په اړه د څو لنډ، ټکيو يادونه ټاکل شوې موخې ته د رسېدلو په لار کې راسره مرستندويه شي.
د "کلتور" له نامه سره مو په ذهن کې څه جاج راګرځي؟
تر هغې پورې چې په طبيعي چاپېريال کې اوبو، خوړو او جنسي غوښتنو ته د انسان لاس سيده ور رسېده؛ هر لوري ته يې د ملاستې ځاى موندلاى شو او د تودوخې د ناوړه ټيټوالي او جګوالي له امله يې پوستکى نه ځورېده، د تفکر کړۍ يې هم د همدغو پورتنيو بنسټيزو اړتياوو د پېژندلو او څرګندولو پر شاوخوا راڅرخېده او تر دې اخوا هر راز هلې ځلې بې مانا وې.
نوى انسان د ژوندانه دغه ميکانېزم د "وحشت" پړاو ګڼي او وحشت زموږ تر منځ په منفي مانا کارول کېږي. دا چې په دې اړه به زموږ قضاوت څومره سم وي؛ يوه بېل ژور فلسفي بحث ته اړتيا لري؛ خو يو ټکى په زغرده ويلاى شو، چې دا قضاوت په ټوله مانا پرتليز دى.
په هر ډول، همداسې، چې هېڅه پر خپل ځاى نه پاتېږي، اېکالوژيکه اوتا هم ترخه شوه؛ د لګښتي توکيو زېرمې کنډوې شوې؛ د وګړيو شمېر پورته وخوت او په پاى کې د غريزي غوښتنو او چاپېريالي وړتيا تر منځ بېلانس له منځه ولاړ.
ددغه راز بېلانس د له منځه تګ لومړنۍ نښې له لويديزې افريقا مخ پر ختيځ تر کينګان غرونو او د سهيلي سايبېريا او اورال و کسپېن له غاړو تر هند سمندره راڅرګندې شوې او انسان اړ شو، چې د ژوند پايښت لپاره خپل فکري- فيزيکي ويده ځواک راويښ او د چاپېريال نيمګړياوې لرې کړي. له همدغه لامله، دا کومه ناڅاپي پېښه نه وه، چې لرغوني تمدنونه؛ لکه: بين النهرين، کلده، مصر، فنيقي، چين، موهنجودارو )هرپه(، آريانا او داسې نور په پورته ياده شوې جغرافيايي سيمه کې جوړ شوي دي.
له چاپېريال سره د جګړې پيل د بشر په ژوندانه کې لومړنى انقلاب او د شعوري ويښتيا او بشپړتيا لومړنى پړاو دى. تر دغه انقلاب را وروسته انسان هم په طبيعي چاپېريال او هم پخپل طبيعي شعور کې بدلون راووست او د ژوندانه لپاره يې له ټاکليو جغرافيايي- اقتصادي ځانګړتياوو سره سم نوې لار و بڼه غوره کړه. تر همدغو بدلونونو را وروسته، چې بشري ټولنو د خپل ژوندانه لپاره هر ډول بڼه او لار غوره کړې؛ همدا يې "کلتور" دى.
په پيل کې د پورتنيو بدلونونو د راوستلو بنسټيزه موخه د تنګسياوو پر وړاندې د ژوند پايښت لپاره جګړه وه. همدا چې بشر په دغه بهير کې پر خپل ځواک ډاډه شو، د ژوند د هوساينې لړۍ يې پيل کړه، چې وروسته دغې لړۍ ته د "تمدن" نوم ورکړل شو.
که څه هم موږ وياړو، چې متمدن انسانان ګڼل کېږو؛ خو هېره دې نه وي، چې ددغې ستاينې د ګټلو لپاره مو تر يوه ځايه طبيعي بهير ګډوډ کړى اوم په دې وروستيو کې پر دغه لار په داسې افراط پر مخ روان يو، چې د يوه تباه کوونکي ټکر ګواښ را مخامخ دى.

مورنۍ ژبه:
تر هر څه له مخه اېکالوژيکو- اقتصادي اړتياوو انساني ټولنې د ځمکې پر مخ خورې او يوه تر بلې په بېلابېلو واټنونو کې مېشتې کړې. هرې ټولنې له خپلو چاپېريالي وړتياوو سره سم د زرګونو کلونو په بهير کې ځانګړى کلتور زېږولى، چې د هغه يو ستر توکى "ژبه" ده. ژبه د ټولنيز پوهاوي راپوهاوي تر ټولو لنډه لار و څرګند لوښى دى او همدا ژبه ده، چې د ټولنيز جوړښت د مونتاژ دنده پر غاړه اخلي.
کوشني مخامخ له موره ژبه زده کوي. هره ژبه، چې کوشنى يې لومړى ځل له موره اوري او زده کوي يې؛ "لومړنۍ ژبه" ده او دا چې ډېر کله لومړنۍ ژبه له بيولوژيکي موره زده کېږي؛ نو مورنۍ ژبه هم نومېږي. مورنۍ ژبزده کړه د کوشني په شعور کې د فکري ميکانېزم له جوړښت سره يو ځاى پيلېږي او په همدې پروسه کې يې ژبه او تفکر سره پيوندېږي.
همدا لامل دى، چې انسان د ژوند تر پايه تر بلې هرې ژبې په مورنۍ ژبه ښه تفکر کړاى شي؛ خو چې ددې ژبې د بشپړې زده کړې په درشل کې يې ځنډ و ډيل پېښ نشي.

پردۍ ژبه، که دويمه ژبه:
کوشنيان کړاى شي په يوه ګڼ ژبيز چاپېريال کې څو ژبې څنګ تر څنګ زده کړي. د ژوندانه همدا کلونه د
ژبزده کړو تر ټولو وړ کلونه دي. دا اټکل، چې ګوندې کوشني ته پر يوه مهال د څو ژبو زده کړه ستونځه ورپېښوي؛ بېځايه او ناسم دى.
هغه کوشنيان، چې په مورنۍ ژبه ښه غږېدلاى شي، نورې ژبې په اسانۍ سره زده کولاى شي؛ ځکه دوى د بلې ژبې هره ټوټه د مورنۍ ژبې له هغې سره پرتله کوي او په مانا يې ژور پوهېږي.
د مورنۍ ژبې له چاپېرياله بهر، هره هغه ژبه، چې کوشنى يې ډېره اوري او پرې غږېږي؛ دده دويمه ژبه ده. په جرمني ژبه دغې ژبې ده "پردۍ ژبه" وايي. دلته د "پردي" ويى د ژبې لپاره کومه منفي مانا نه ښندي، يواځې نا اشنايي څرګندوي. همدا راز، د پرديو )ګرځندوى( لارښود، پردى ترافيک، پردۍ کوټه )دېره(، پردى ويى او داسې نور په بنسټيز ډول د منفي احساس لېږد نه دي؛ خو په پښتني چاپېريال کې د "پردي" ويى په دغو ټولو برخو کې منفي جاج ښندي او له ساپوهنيز )سايکالوژيک( پلوه د سړو اړيکيو څرګندوى دى. له همدغه لامله، موږ د "پردۍ ژبه" پر ځاى "دويمه ژبه" وايو.
که يو کوشنى په دوه ژبيز يا ګڼ ژبيز چاپېريال کې ژوند کوي او دوې يا څو ژبې زده کوي، هره ژبه يې پر هغې باندې د واکمنۍ د دايرې له مخې؛ دويمه، درېيمه، څلورمه، پېنځمه او... ژبه ګڼل کېږي. په دې توګه ټول بهرني کوشنيان، چې په اوتريش کې ژوند کوي؛ دويمه ژبه يې جرمني او درېيمه، څلورمه او داسې نورې يې هماغه دي، چې پر جرمني سربېره يې زده کوي.
دوه ژبيز کوشني تر يو ژبيرزو او ګڼ ژبيرز تر دوه ژبيزو هم د بلې ژبې په جاجونو ژور پوهېږي، هم يې فکري دايره پراخه ښکاري او هم هوښيار وي.
په پښتني فولکلور کې د ژبو زده کړه ډېره ارزښتمنه ګڼل کېږي، پښتانه وايي: "که يوه ژبه دې زده وي، يو سړى يې، که ډېرې دې زده وي، ډېر".
جرمني شاعر و ليکوال "پوهان ولف ګانګ فون ګويتې" هم په دې اړه ويلي ول: "هغه، چې بله ژبه يې زده نه وي، مورنۍ ژبه هم سمه زده کولاى نشي".

د مورنۍ ژبې د سمې زده کړې ښېګڼه:
وړاندې مو وويل، چې انسان تر هرې بلې ژبې په مورنۍ ژبه ښه تفکر کړاى شي. دا تر هر څه لويه ښېګڼه ده؛ ځکه "انسان په تفکر انسان دى" او هغوى، چې د ژور سيستماتيک تفکر جوګه دي؛ زموږ تر منځ پياوړي انسانان ګڼل کېږي. موږ د ټولو فيلسوفانو، پوهانو، ليکوالو، هنرمنو او ګردو هغو انسانانو د هڅو او زيار ډېر منونکي يو،ړ چې د بشري ټولنو د سوکالۍ لپاره يې ژور تفکر کړى يا يې اوس هم کوي.
ددې لپاره، چې د کوشنيو فکري ځواک پياوړى شي، دوى ته د مورنۍ ژبې ورزده کړه يو نه هېرېدونکى آر )پرېنسيپ( دى.
سربېره پر دې، هغه کوشني، چې پر خپله مورنۍ ژبه برلاسي وي او د هغې په پښويه )ګرامر( ښه پوهېږي، د نوې ژبې ګرامري ځانګړتياوې هم په اسانۍ سره زده کولاى شي او د ژبو تر منځ له ګرامري بېلوالي خبرېږي.
همدا راز، په مورنۍ ژبه ژور و سم پوهېدل له زده کوونکي سره مرسته کوي، چې د خپلې مورنۍ ژبې د ګروپ احساسات، هيلې، ارمانونه، نړۍ ليد، فولکلور، دودونه، ادب، خپلمنځي اړيکي، انتيکي- ټولنيز- اقتصادي- سياسي جوړښتونه او داسې نورې ځانګړتياوې ژورې وپېژندلاى شي او د دويمې ژبې په مرسته يې دويم ژبني ګروپ ته وروپېژني او همداسې سر چپه.

د ګڼ کلتوري ټولنې په جوړښت کې د بهرنيو ونډه:
همداسې، چې يو هنرمن د يوې موزاييک تابلو د جوړولو لپاره د بېلابېلو رنګو ټوټو ته اړتيا لري، يو بڼ هم هاله ښکلى ښکارېداى شي، چې رنګارنګ ونې، ګلان و بوټي پکې کرل شوي وي. د نړۍ ښکلا هم د بېلابېلو ښکارندو او د هغوى د رنګونو او ځانګړتياوو د اوډون زېږنده ده. يوه ګڼ کلتوري ټولنه هم د نا ورته کلتورونو د پېيلو په ترڅ کې جوړېداى شي، چې هم پياوړتيا وربښي او هم ښکلا.
په دويم هېواد کې مېشت شوي کوشني د يوې ګڼ کلتوري ټولنې په جوړښت کې د موزاييک د رنګارنګ ټوټو يا د بڼ د رنګارنګ ونو، بوټيو او ګلانو په څېر ونډه لري. دوى له جلا، جلا ټولنو راغلي او هر يو ګانده دويمې ټولنې ته د ژوندانه په ګڼ شمېر ډګرونو کې غوره او د منلو وړ ارزښتونه ورلېږدولاى شي. که چېرته دغو ارزښتونو ته په سيستماتيک ډول پام ورواړول شي، بېشکه چې د دويمې ټولنې په کلتوري پياوړتيا کې غوره چار پر مخ بيولاى شي. دا سکالو اروپايي ټولنې او په هغې کې اوتريش ته، چې يو څرګند شمېر بهرنيان پکې استوګن دي؛ ښه فرصت دى. په دې اړه يوه ښه بېلګه همدا ژبې دي، چې بهرنيو له ځان سره راوړې.
يو مهال اروپايي پوهانو يواځې د ختيځ پېژندنې لپاره سترو تنګسياګالنو ته غاړه اېښوده او په ډېرو ستونځو يې د ختيځپوهنې په برخه کې څېړنې کولې. د دوى مخته تر هر څه لومړى د ژبزده کړو ستونځې پرتې وې او بيا يې اتنيکي، ديني، کلتوري او جغرافيايي توپيرونه پر وړاندې ستر خنډونه ول. که همدا ارينپوهنه بېلګه کړو، په دې اړه په ګرده اروپا کې د ګوتو په شمېر ايله څو تنه ارينپوهان پېژنو، چې د پښتنو په اړه يې څېړنې کړې او لا بشپړې نه دي. نن ورځ يواځې په اوتريش کې څو زره پښتانه کوشني ژوند کوي، چې هم يې دې ټولنې ته يوه نوې ژبه راوړې او هم کېداى شي ګانده له دوى څخه يو شمېر داسې پياوړي ارينپوهان ولرو، چې د پخوانيو اروپايي ارينپوهانو د کار لړۍ لا ښه پر مخ بوځي او د اوتريش دا اکاډيميکه څانګه لا شتمنه کړي. دا بېلګه د ګردو نورو اتنيکونو او اړوندو کولتورونو په برخو کې هم د يادونې وړ ده.

کلتوري پل:
د يوې ودانۍ د جوړولو لپاره راز، راز توکيو؛ لکه ډبرو، خښتو، سيمټو، وسپنې، لرګيو، پلاستيک، ښيښې، رنګ او داسې نورو ته اړتيا وي او دا ناشونې ښکاري، چې ټول دغه توکي دې هماغلته وموندل شي، چې ودانۍ پکې جوړېږي. ددغه راز توکيو د موندلو لپاره بويه ان تر لرې ځايونو پورې شاوخوا سيمې ولټول شي او راغونډ کړاى شي، چې د ودانۍ کار پرې بشپړ شي.
کلتوري ودانۍ هم کټ مټ همداسې دي، چې د بنسټ له پاسه يې ګڼ شمېر رغنده توکي له نورو کلتورونو څخه اخيستل شوي او د ټاکليو سيمه ييزو اوتاوو په چوکاټ کې سره اوډل شوي دي. نوموړې لړۍ به تر هغې، چې د ځمکې پر مخ انسان ژوندى دى؛ همداسې وړاندې روانه وي. دا پرينسيپ را زده کوي، چې کلتورونه يو تر بله تر پرلپسې او کارنده ترافيک و لېږد رالېږد پرته نه يواځې ژوندي نه پاتېږي، چې لا خپله پياوړتيا هم ساتلاى نشي. ددغه راز ترافيک و لېږد رالېږد لپاره موږ په نړۍ  کې له ګردو ټولنو سره اړيکيو او پوهاوي راپوهاوي ته اړ يو، چې د خپلې اړتيا وړ بڅرکي ترې واخلو او هغوى د خپلې اړتيا وړ هغه راڅخه واخلي.
نن ورځ نوي کامپيوټري- ډيجيټال ټيکنالوژۍ د کلتوري ترافيک و پوهاوي، راپوهاوي پر لار خورا چټکې اسانتياوې برابرې کړې او پر هر لوري د ميډيا باران ووري؛ خو بويه هېره نکړو، چې که تخنيک هر څومره پرمختللى شي، هغسې به معلومات لاسته ورنه وړاى شي؛ لکه يو انسان يې، چې د خپلو احساساتو په مرسته لاسته وروړي. دا يواځې انسان دى، چې له بل انسان سره د پېژندګلوۍ، روږدتيا، ملګرتيا، عاطفې، مينې او تلوسې اړيکي ټينګولاى شي او د بل په احساساتو، هيلو او ارمانونو پوهېدلاى شي او دا هر يو د ټولنيزو او کلتوري اړيکيو تر ټولو کارنده او اغېزناک کانالونه دي. ټيکنالوژي هېڅکله داسې اغېز و ارزښت موندلاى نشي. همدا لامل دى، چې موږ د کلتوري اړيکيو په بهير کې د انسانانو تر منځ سيده ترافيک و کامونېکېشن تر هر بل څه غوره او پر زړه پورې ګڼو او په دې برخه کې بيا هم "ژبه" يوم ځاى نيسي.
موږ پوهېږو، هر انسان، چې له خپل آر ټاټوبي په دويمه ټولنه کې مېشتېږي، تر يوه ځايه د هماغه آر ټاټوبي د کلتور استاځيتوب و څرګندويي کړاى شي؛ خو دلته ښايي يوه ستونځه هېره نکړو، چې لويان کډوال تر ډېره د دويمې ټولنې د ژبزده کړې له ناخوالو سره مخامخ وي او ژبنى پوهاوى را پوهاوى؛ لکه څنګه چې ښايي؛ پر ځاى کولاى نشي. "دا ستونځه په لويديزه اروپا کې ډېره ده او ټاکلي اقتصادي- ټولنيز لاملونه لري، چې څرګندول يې له دې سکالو بهر دي" کوشني کډوال د دويمې ټولنې ژبه ژر زده کوي؛ خو د دوى مورنۍ ژبه نيمګړې پاتېږي، چې له لامله يې د لومړني کلتور اړوند پوهه هم نيمګړې وي او دويمې ټولنې ته د هغې په اړه سمه رڼا ورکولاى نشي. همداسې سرچپه، هغه څه، چې دوى له نوي کلتوره زده کوي، په مورنۍ ژبه کې د ستونځو له امله يې لومړنيو ټولنو ته بشپړ وروړلاى نشي.
له دې سره هم، د کډوالو د يومې او دويمو او درېيمو ټولنو تر منځ د کلتوري ترافيک و لېږد رالېږد په لار کې تر ټولو کارنده پل همدا کډوال او په ځانګړې توګه په دوى کې نوى کول دى، چې له دويم هېواد سره پېيل کېږي او پکې راسترېږي. دوى په راتلونکي کې د دواړو هېوادونو تر منځ تګ، راتګ کوي او د دوى له خوا کلتوري اطلاعات وړل کېږي، راوړل کېږي؛ خو چې د دويمې ژبې تر څنګ پر مورنۍ ژبه هم برلاسي وي. دا يو مهم فاکټور دى، چې تر هر څه لومړى د دوو ټولنو تر منځ پېژندګلوي رامنځته کولاى او د ناسم پوهاوي مخه نيولاى شي. د ساري په توګه، د شلمې پېړۍ تر اتيايمې لسيزې پورې د اروپا په اړه هغسې پېژندګلوي نه وه؛ لکه تر هغې را وروسته، چې منځته راغله. پخوا ډېر وګړي په دې نه پوهېدل، چې په اروپا کې بېلابېل اتنيکي ګروپونه اوسېږي. ډېرو داسې ګڼله، چې ګوندې اروپايان ګرد سره انګرېزان دي او انګرېز حکومت، چې درې ځله يې افغانان جګړو ته اړ اېستلي ول او په دغو جګړو کې ډېرې وينې تويې شوې وې؛ نو د انګرېزانو پر وړاندې په ټولنيزه سايکالوژۍ کې ژورې کرکې ځاى نيولى وو او هغه ټولو اروپايانو ته ورمخامخ وه؛ خو اوس، چې افغانان د بريتانيا په ګډون په نورو اروپايي هېوادو کې مېشت دي؛ دغه راز اټکل له منځه ولاړ دى.
نن ورځ "تر ډېره د همدغو مهاجرو افغانانو د ژونديو اطلاعاتو په مرسته" په افغانستان کې پرګنې په دې پوهېږي، چې يو خوا، هاغه خونړۍ جګړې يواځې د واکمنو ښکېلاکي کړيو د ذهن زېږنده وې او د بريتانيا ټول وګړي له دغه لامله ګرم نه ول او بلخوا، راوپايان يو مخيز انګرېزان هم نه دي.
دا يواځې يوه بېلګه وه، چې وړاندې شوه، د ولسونوتر منځ د کلتوري پلونو شته والى نورې بېشمېره ګټې هم لرلاى شي او تر هر څه له مخه د دوه اړخيز پوهاوي، نژدېوالي، سولې، ملګرتيا او يو تر بله د زده کړې په لار کې مرسته کړاى شي، زه بشپړ ډاډه يم، چې د ډېرو راولاړو ستونځو مخه به ونيسي.

د مهاجرو کوشنيو راتلونکې او د دويم هېواد لپاره يې د وړتيا ښېګڼه:
څرګنده دې وي، چې موږ د هغو مهاجرو په اړه غږېږو، چې په اروپايي ټولنه )ا. ټ( کې استوګن دي، يا په بله وينا، اروپايي ټولنه مو د وينا درونټکى دى، چې يو خوا د پرمختلليو بشرپالو قوانينو له مخې مهاجر مني او بلخوا د صنعتي- اقتصادي پرمختګ له مخې د مهاجر منلو ټولنيزه وړتيا لري.
هغه کوشني مهاجر، چې له خپلو کورنيو سره اروپا ته راځي يا همدلته په مهاجرو کورنيو کې زېږي؛ تر خپلو ميندو- پلرونو ژر د اروپايي ژوندانه له سيستمونو سره روږدېږي او د هغوى په پرتله يې د راتلونکي ژوند لارې ډېرې پرانستې ښکاري.
مشران په دې اړه له ډېرو ستونځو سره مخامخ وي، په تېره د اکاډيميکو مهاجرو کاري ژوند په ځينو برخو کې د ډېرې اندېښنې او پاملرنې وړ برېښي؛ ځکه د دوى پوهنيزو وړتياوو او کاري تجربو ته سمه پاملرنه نه کېږي او همدا فکټور دوى سخت نهيلي کوي.
مهاجر کوشنيان له داسې ستونځو سره مخامخ نه وي. دوى په اروپايي ژبو ښوونځي لولي؛ په بېلابېلو کچو زده کړې کوي او د خپلو زده کړو پر بنسټ کاري بهير ته ورګډېږي.
په ټوليز ډول، مهاجر کوشنيان اروپايي ټولنه له ديموګرافيکې کمزورتيا ژغوري او ګانده تش شوي کاري ځايونه ورډکوي.
ښکاره ده، چې ددغو تشو شويو کاري ځايونو لويه برخه به په اروپايي ټولنه )ا. ټ( کې دننه وي؛ خو د نوي نړيوال اقتصادي سيستم )ګلوبلايزېشن( له پراختيا سره سم به اروپايي پانګه وال په بهرنيو هېوادونو کې خپلې پانګې پر کار واچوي او هلته به ګڼ شمېر اقتصادي پروژې جوړې کړي. ددغو هېوادونو ډېر شمېر هماغه دي، چې همدغه مهاجر کوشنيان ژبني- کلتوري اړيکي ورسره لري او په )ا. ټ( کې زده کړې کوي، يا به يې بشپړې کړې وي. ددغسې پروژو کاري- سازماني چارې تر نورو هماغه څوک غوره پر مخ بيولاى شي، چې د نوموړيو هېوادونو په ژبو او کلتور پوهېږي او دغسې سمبال ځواک بيا همدغه نوى کول مهاجرين دي.
پر دې سربېره، هغه مهاجرين، چې د سياست، ديپلوماسۍ، ژورنالېزم او ژباړو په برخو کې زده کړې وکړي او پخپلو مورنيو ژبو ښه وپوهېږي، په پلرنيو هېوادونو کې د نويو هېوادونو ښه استاځيتوب هم کړاى شي. همدا راز، دغه شمېر مهاجرين د پوهې او کلتور په لسګونو څانګو؛ لکه ټولنپوهنه، بشرپوهنه، ادبپوهنه، ژبپوهنه، دينپوهنه او داسې نورو کې تر زده کړو وروسته د هغو ټولنو او هېوادونو په اړه ډېرې برياوې درلوداى شي، چې د مورنۍ ژبې مخامخ تړاو ورسره لري. دا ټکى د کلتوري پېژندګلوۍ، اړيکيو، پخلاينې او نړيوالې سولې د ټينګښت په لار کې نه هېرېدونکى فاکټور دى.

ګرانو دوستانو،
زه پوهېږم، چې دا ليکنه تر هغې، چې تاسې ته در واورېدل شوه؛ بويه لا ډېره ژوره او پراخه ليکل شوې واى. ما دا کار ځکه ونکړ يا مې ونکړاى شو، چې يو خوا مې د ننني سيمينار مهالنى لنډيح په پام کې و او بلخوا مې د ژوندانه د ستونځو له لامله هر اړخيزې څېړنې ته لاس نه ور رسېده؛ ځکه خو به هرومرودغه کار خپلې ټاکلې نيمګړنتياوې هم درلودې. زه هيله من يم، چې تاسې درانه به دا نيمګړتياوې راوبښئ او د له منځه وړلو لپاره به يې د نورو سترو کلتورپوهانو بډايې او ارزښتمنې ليکنې ولټوئ او ولولئ.
په پاى کې غواړم له همدغه تريبيونه پر ګرده نړۍ ورغږ کړم، چې "راځئ د بېلابېلو کلتورنو له رڼا څخه د داسې نړيوال کلتور په جوړښت کې ګټه واخلو، چې تر رڼا لاندې يې هېڅ انسان بل پردى او بد ونه ګڼي او ترې ونه وېرېږي".
د پاملرنې مو ډېره مننه
Dariz555@hotmail.com

 

ملګري ته لــېږل

شاته تلل

چاپــول

 
 

DanishPress.Com 1987 Contact