| په لېونتوب مې د سودا غوندې خوره وره شوې د عشق په دښته د ليلا غوندې خوره وره شوې ما لا حواس ستا تماشې ته رابللي نه وو ته مې په رګ رګ کې اروا غوندې خوره وره شوې زه په صحرا د اندېښنوکې جل وهلى پروت وم ته مې د زړه په جام مينا غوندې خوره وره شوې شپه مې د نور په سمندر کې لمبېدله بېګا چې مې په غېږ کې د سبا غوندې خوره وره شوې ما دې چې زلفې تخنولې لکه ګل د راڼۍ په توره شپه کې د هوا غوندې خوره وره شوې ما چې غزل ته له احساس نه غزل توري تراشل ته پرې له روح نه د معنا غوندې خوره وره شوې چا له "حسن" نه وپوښتل چې ته مَېن په چا يې ته يې په شونډو د موسکا غوندې خوره وره شوې |