|
سبا به كاڼي بوټي ژاړي چې يو اشنا له بله اخلي رخصتونه
شېر علم شينوارى، محمد حسين، رحمت شاه سايل او شهيد انور ګل

جانان چې ځي مخ ته دې ښه شي زړه يې زما په زلفو بند دى رابه شينه
نجيب عامر

كه د دنيا ماهران راشي د زړه حرم به مې ساز نكړي ډېر په اسانه رغېداى شي ستا په يوه نيمه خبره
امير رزاق ساحل

مخ دې ګلاب سترګې دې شمعې نه پرې پوهېږم چې بورا كه پتنګ شمه
استاد لال پاچا ازمون له وړې لور سره

ګل مې په لاس كې مړاوى كېږي يا مې ګل واخله يا رخصت راكړه مَېنه
رحمت شاه سايل

بېلتونه بس دى ظلم مكړه زما پردېس لالى راپرېږده چې راځينه
حكمت الله سروش

د پسرلي له ګل تازه وم ستا په بېلتون كې لكه پاڼه ژيړه شومه
محمد نبي ساحل، حاجي محمد عمرخېل او اسدالله دانش ساپى د لغمان په كلا سراج باغ كې

د مازيګر زېړيه لمره په روغو وايه د رنځورو سلامونه
محمد فهيم عاطف او حاجي محمد عمرخېل په لغمان كې

د عدالت پر څوكۍ ناسته عرض مې درواخله فريادي راغلې يمه
محمد يار-يار، پير فضل الله تايب قادري مومند، اسدالله دانش او حاجي محمد عمرخېل د پير صاحب په دربار كې


وخته هغه ستا راكړي تاله دركوم لپه كړه په لپه كې اغزي مې درله راوړل
ارواښاد ډاكتر صاحب شا صابر

هم مې بېره ده ساتلې هم مې ټال دى راشه ستا لېونى اوس هم پخپل حال دى
ډاكتر خالق زيار

په اخرت كې به مجنون ته وايم زه هم عاشق وم خو مزه مې نه وه
ډآكتر اسرار

د يار په كلي كې مې شپه وه زما تپوس يې په درېيمه ورځ كاونه
نورالبشر نويد، په دانش خپرندويه ټولنه كې

كه ديدن كړې بيړه راوكړه بېړۍ ډوبېږي پر تخته ولاړه يمه
عبدالله صادق، په دانش خپرنځي كې

زما د زړه ګلابه راشه پر نورو خلكو پسرلى پر ما غمونه
حاجي پير محمد كاروان

په لوړو غرو د خداى نظر وي پر سر يې واورې وروي چاپېر ګلونه
محمد يار- يار

پاس پر كمره ولاړه ګله نصيب د چا يې اوبه زه درخېژومه
ولي محمد كنډيوال او نذير احمد نذير

پرېږده چې سوځې لمبه كېږې ستا په مالت كې ځان ته يار پيدا كومه
حكمت الله سروش، اسماعيل نويد او محمد يار- يار

زړه مې هلك دى راته ژاړي چې رانه غواړي د پردۍ باغچې ګلونه
محمد نبي ساحل، عطا محمد هيله من، نذير احمد نذير او وفا رحمن وفا

بورا به خداى په ګلو موړ كړي باغوانه ستا نيمګړى نيت مې ژړوينه
حكمت الله سروش، رحمت شاه سايل، محمد يار- يار او صادق ژړك

جانان مې ګل له لاسه نه اخلي د اسمان ستوري به جرګه ورته لېږمه
هميم جلالزى او صالح محمد صالح

تور لونګين په ژړا راغى ماته اوږۍ په سينه ځاى نه راكوينه
عمر دراز مروت، په دانش خپرندويه ټولنه كې

زه مړاوى ګل په لار كې پروت وم اشنا په سرو منګولو جګ كړم تازه شومه
حكمت الله سروش او اسدالله دانش

پاس په ماڼۍ كې زګېروي خېژي يا رنځوران دي يا مَېن له هېواد ځينه
هارون پاچا، په دانش خپرندويه ټولنه كې

د پسرلي له ګل تازه وم ستا په بېلتون كې لكه پاڼه ژېړه شومه
راشد خټك

د غره په سر كيږدۍ وهمه د جانانه سره پرېږدئ چې ګرځم لېونى په غرونو
ايوب استاد او اسدالله دانش په دانش خپرنځي كې

ما له كوچني ريباره ځار كړې د يار يوه خبره دوه وارې كوينه
عنايت الله دانش

د جرمنو ويشتلى جوړ شي سترګو ويشتلى به رنځېږي مړ به شينه
اسدالله دانش ساپى

د لويې لارې مسافره په ديدن موړ شوې كه مخ بيا درواړومه
نذير احمد نذير او همېش خليل په دانش خپرنځي كې

مسافر تلې در جګه نشوم په زړه مړه وم ما وې تل به ديدن وينه
حاجي محمد عمرخېل، شهرت ننګيال او ذبيح الله شفق په دانش كتابتون كې

د جانان كور په لمر خاته دى سبا د لمر رڼايي راوړل سلامونه
استاد محمد آصف صميم او حكمت شاه حكمت اپريدى

سترګې دې ډېرې ښايسته دي په شوګيرو كې به يې خرابې كړې مَينه
محمد نبي ساحل، په دانش خپرندويه ټولنه كې

اوف د چا يادونو په ما څه وكړل دې پردو سوچونو په ما څه وكړل
تركستان حاجي

خندا له تا سره ښايېږي ماته پراته دي په ځولۍ ځولۍ غمونه
ذبيح الله شفق

په مخ مې مه وهه ظالمه له اوښكو ډكې سترګې چاته واړومه
نذير احمد سهارپه دانش خپرنځي كې

يار مې په شنو سترګو مَېن دى زه به دا تورې سترګې چرته بدلومه
حكمت الله سروش او ذبيح الله شفق په دانش خپرنځي كې

اوس به دې يو موټى ايرې كړم كه خماري سترګې درواړوم مَېنه
حاجي محمد عمرخېل او حكمت الله سروش په دانش خپرنځي كې

خو زړه قاضي شو وېش يې وكړ د مينې غم دى په شريكه به يې ګالونه
فلمي لوبغاړى آصف خان او مجيب الرحمن انګار

په ګودر څه ټكه لوېدلې چې كشره خور يې بدرګه ورسره ځينه
عبدالغفور لېوال

سبا مې ستا په تهمت وژني چې د رښتيا پر ځاى منكر نشې مَېنه
محمد اسرار اتل، منجم افغانستان عبدالله كندهارى او مجيب الرحمن انګار، په دانش خپرندويه ټولنه كې

زما جانان له موره يو دى يو خو دې نشي د كبل ځېله دې شينه
حاجي محمد عمرخېل

ته په لوستلو سرپه مكړه نجونو پېغور راكړ چې يار دې امي شونه
دوكتور عبدالحميد بهيج

خداى مې دې خپل همځولى راكړي كه نېستي راغله په خندا به يې تېروونه
تكړه جراح ډاكتر ناصر خان په دانش خپرنځي كې

د اسمان منځ ته سپوږمۍ راغله بې ياره خوب نه وي كه ماله نه راځينه
حنيف خليل په دانش خپرندويه ټولنه كې

كه تور وربل مې ميراتېږي په وطن جنګ دى جانان نه ايسارومه د لرې پښتونخوا ټولنيز انقلابي شخصيت نظيف خان، په دانش خپرنځي كې

مخ په مړوند كله پټېږي نادانه ياره سلامي ولاړه يمه عصمت قانع

بېلتون دې وسومه جانانه سړې اوبه د وصل راوړه مړ به شمه مصطفى سالك، په دانش خپرنځي كې |