اسدالله دانش ساپي نورو ته ورپېژندنه څه اسانه خبره نه ده، كه څه هم، چې دا داسې يو سړى دى، چې په لر او بر كې به ډېر لږ بيده پيدا شي، چې يا به ورسره مخامخ بلد نه وي يا يې په نامه ونه پېژني. نور نو دى د لر و بر بې تخته باچا دى، چې شا و ګدا يې په شناخت او سلام وياړ كوي؛ خو كه يې څوك په ټول كم و كيف د معرفۍ لپاره قلم اخلي؛ نو بويه، چې له ده سره د اوږدې يارانې مخېينه ولري، ورسره د زمري زړه يې په سينه كې پروت وي، سترګې يې يو څه سپينې وي، د رښتياوو پر ځاى يې د سترګو ليد لږ نه وي، د طنز په رموزو اّګاه او په ادبي پېرايه كې د مسايلو د مطرح كولو صلاحيت ولري او دده په اړه خبره ښه په احتياط وكړي كه لږ يې خبره يوې بلې خوا ته كږه كړه يا ځنې كږه شوه، بيا نو:
شېخه سر ته امان غواړه مات يې نه كړې تصويرونه
دلــــــته سر په سر سودا ده دا وطن د پښتنو دئ
ده ته څوك ګل دادا، څوك اسدالله، اسد لالا، اسد جان، دانش، ساپى، اسد دانش او څوك هم لالا وايي، تاسو، چې يې په هر نامه پېژنئ او يادوئ يې؛ خو دى يو پښتون دى، ښايي، چې ځينې به ووايي، چې پښتانه خو موږ هم يو، دا خو په ده پورې څه ځانګړى امتياز نه دى؛ خو رښتيا خبره داده، چې موږ خو به پښتانه يو او كېداى شي هر څوك ځان تر هر چا نر پښتون وبولي؛ خو دانش صاحب څه بل شان پښتون دى؛ بلكې د پښتونولۍ په اّره مانا پښتون دى، دى له هغو پښتنو څخه نه دى، چې چيغې د پښتونولۍ وهي، حقوق د پښتنو غواړي؛ خو په عمل كې يې د كړنو پايله سراسر د پښتنو په زيان وي:
د يزيد هر سړى خلاف دئ مګر دا به ګورو
چـې له حسېنه سره څو تنه ميدان ته رسي
دى د خوږو خبرو، رسا فكر او ټولنيز شخصيت تر څنګ د عمل د ډګر يو كمسارى پهلوان هم دى، دى د پښتني جوهر په لرلو سره يو اّزاد خياله، پر واقعيتونو مَېن، په تمامه مانا له تعصبه خلاص افغان دى، هغه افغان نه، چې په دغو شعارونو يې خوله څيرې شوې، چې (پښتون، تاجك، هزاره، ازبك، تركمن او...) يو دي؛ خو په عمل كې يې پخپلو منځو كې هغه نخرې وكړې او لا يې روانې كړې، چې انسانيت يې په يادونه شرمېږي؛ خو پر دغه رښتيني افغان، چې نه يوازې د افغان ملت قومونه؛ بلكې د لرې پښتونخوا د ګوټ ګوټ ليكوال او عام خلګ داسې راګرځېدلي وي؛ لكه مريدان، چې له خپل پير نه تاو وي، ان ډېر خو دا دعوه كوي، چې زړونه يې پرې بايللي دي او دى د خپل زړه سر او د سترګو تور ګڼي.
دده پلار عبدالله مرستوال، چې هغه بيا د بېلو ځانګړنو څښتن او بېسارى دروند او نر پښتون دى وايي، چې ده خپل زوى ته په وړوكوالي كې لا ويلي، چې (زويه پيسې ډېر خلګ ګټي؛ خو ته به كيسې ګټې).
دانش صاحب هم د پلار دا غوښتنه دومره پوره كړې، چې نور نو فكر نه كېږي، چې مرستوال صاحب دې هم پكې څه كمى وويني.
دانش صاحب په وړو_ وړو قومي او قبيلوي چوكاټو كې نه رى وهي او نه بل څه، د هغه حركاتو او سكناتو ته، چې سړى ګوري؛ نو په ټوله مانا د يوه پراخ انساني فكر څښتن دى، چې مينه يې په لنډو_ لنډو بريدونو كې نه ده ايساره، موږ خو د خبرو ځوانان او مشران ښه په پېخر لرو؛ خو د عمل د ډګر پهلوانان مو د ګوتو په شمېر هم نه دي؛ خو دا د كيسو سړى د عمل د ډګر پهلوان دى، خپله په كرايي كور كې اوسېږي، د سورلۍ لپاره موټر خو پرېږده موټر سايكل هم نه لري؛ خو چې يو ځل مثلاً له پېښوره كوټې يا ننګرهار ته شل دېرش تنه ليكوال د كوم سيمينار لپاره روان كړي؛ نو نه به څوك پلى ځنې وګرځي، نه به په كرايه ځنې خبر شي او نه هم په كوم بل لګښت هر يو به يې له خوبه خوري او له خوبه يې څښي، ښه او بد يې ټول ددغه ګل دادا پر غاړه وي او ددغه لالا تندى لكه لمر غوندې خپل او پردي ته تل ځلاند وي.
كه دې د يارانې لاس وركړ؛ نو تر مرګه به دې په اسانه خوشې نه كړي، نه يوازې به دې خوشې نه كړي؛ بلكې د اعتبار او عزت هغه بام ته دې پورته كوي، چې ته به يې خپله هم تصور نه شې كولاى؛ خو كه دې لږ كوږ ګام ورسره واخيست بيا دې نو خداى پرده كوه، چې بيا به نو د پلار_ نيكه پر پاتمړي عزت هم بېرېږې.
دى وايي، چې څه مې پر زړه وي هغه مې پر خوله دي، د شا او مخ سړى نه يم، منافقت مې نه خوښېږي، د هر چا سره مې خبره په ډانګ پېيلې ده، هر څوك دې راسره صفا وګرځي دى ښه فكر لري، همدا د انسانيت غوښتنه هم ده، دده دوستي او دښمني مخامخ ده، دده په اړه به دلته په دې لنډه سريزه كې موږ څه ووايو بويه، چې كتابونه خبرې پاته دي، چې بايد په اړه يې راټولې او خوندي شي.
حمزه د صادق دوست به درته څه وصف بيان كړي
چې ګوړه څوك له هرې ډډې وڅكي خوږه وي
دې او دې ته ورته د ډېرونورو ښېګڼو او ځانګړنو تر څنګ دده لويه كارنامه (دانش خپرندويه ټولنه) ده، چې د افغانستان د پياوړي څېړونكي امين الله دريځ د قلم له تېرې ژبې به يې دروپېژنو:
د دانش خپرندويه ټولنې لومړنۍ ډبرې د 1366 لمريز كال په كب كې په پېښور كې د اسدالله دانش ساپي په هڅو د يوه كتابتون پر بنسټ كېښودل شوې دي.
دانش ساپى هاغه مهال د هېواد د هغو لسګونو زرو زلميو په ډله كې و، چې په هېواد كې د تاوتريخوالي او جګړو بدمرغې سيلۍ له خپلې ځالې جلا كړي او له خپله كوره يې په خورا بېوسۍ بې كوره كړى و، هغه هيله، چې ده ته يې د ستړي او لالهانده ژوندانه پر ازغنه لار ځواك ورباښه د خپل هېواد او ولس هاغه سوكاله او روښانه راتلونكې وه، چې ده يې يوه ورځ ددې ټولو ناخوالو تر پاى وروسته د راتګ لار څارله، ده هم په پېښور كې د خپلو لسګونو زرو ارمانجنو همزوليو سره دا لنډۍ زمزمه كوله، چې:
افغانستان به خداى ودان كړي
د ناصر باغ په كمپ كې مه كره ګلونه
اسدالله دانش ساپى د بل هر انسان په څېر د خپل چاپېريال تر اغېز لاندې و او دغه اغېز يې د شخصيت په جوړښت كې ستره برخه لرله، دى تر هغې، چې لا په هېواد كې دننه و د كورنۍ په چاپېريال كې يې له كتاب سره اړيكي موندلي وو او ورسره روږدى شوى و، د كورنۍ تر كړۍ يې بهر هم له هغو كړيو سره نژدې پېژندګلوي او راشه درشه لرله، چې هغوى ته هم كتابونه د يوه مانيز ارزښت په توګه ګران وو، دغه مانيز اړيكي د دانش ساپي مينه له پوهې او معنويت سره پياوړې كړه او د هغې په څپو كې يې "دانش" بلنوم غوره كړ، د هغې تودې مينې په تاو كې، چې "دانش" له پوهې سره لرله، غوښتل يې په دې برخه كې بېلابېل اكاډيميك پړاوونه بشپړ كړي؛ خو د هېواد د ميليونو بچيانو په څېر د جګړې او بدمرغه بحران له امله دغه ارمان ته څومره، چې ده غوښتل پوره ونه شو رسېداى. سره له دې هم له پوهې او معنويت سره دده په مينه كې كمى رانغى او خپل ژوند يې له كتاب سره داسې پيوند كړ، چې نوم يې د لسګونو زرو كتابونو پر پاڼو وليكل شو.
اسدالله دانش ساپي د بې كورۍ او جلا وطنۍ په هغو كلونو كې، چې هرې خوا د تبليغاتي_ سياسي مطبوعاتو توپان و دا اړتيا وانګېرله، چې په پېښور كې افغان لوستوال تر تنظيمي او سياسي مطبوعاتو اخوا پوهنيزو_ ادبي مطبوعاتو ته د يوه انترناتيف په توګه دده غوندې تږي دي، دانش ساپي ددغه انترناتيف د منځته راتګ په لار كې خپلې هلې ځلې وازمېيلې او پر دې بريالى شو، چې دغه راز كتابونه راټول، خپاره او مينه والو ته يې ورسوي.
د څو كلونو په تېرېدا دانش له ګڼ شمېر ليكوالو او ژورنالستانو سره اړيكي وموندل او د هغوى په مانيزو مرستو او همكاريو په 1372 كال كې د "دانش خپرندويې ټولنې" د بنسټ اېښودلو په هڅه كې بريالى شو.
دانش خپرندويې ټولنې د خپل مطبوعاتي كار له پيله را په دېخوا د خپلو امكاناتو په چوكاټ كې ګڼ شمېر كتابونه چاپ كړل او په دغو كلونو كې د هېواد د ليكوالو، ژورناليستانو، شاعرانو، پوهانو، څېړونكيو، هنرمنو او كولتور دوستانو د پېژندګلوۍ، ملګرتيا او ګډو كولتوري هڅو يو ازرښتمن منځى و. د نوموړې ټولنې بل غوره او د ستايلو وړ كار دا و، چې په ټولنه كې يې له مطبوعاتو سره د مينه والو په شمېر كې ډېرښت راوست او د ځوانو ليكوالو د هڅولو لپاره يې لار پرانيسته. ډېر ځله داسې شوي، چې دانش ساپي يو شمېر لوستونكيو ته، چې له مالي پلوه يې د كتاب پېرودلو ځواك نه لاره، كتابونه وړيا وركړي.
ان دا چې ډېرو هغو كسانو هم ډېر كتابونه وړيا ځنې وړي، چې برېتونه يې ښه غوړ وو او دا لړۍ لا اوس هم روانه ده، چې ځينې ملګري كله_ كله غوسه هم ورته كوي، چې دا ته څه كوې، چې لاسونه دې پرانيستي هر ناشوقه، چې راځي ته يې په كتابونو نازوې او ډېر خو دې اوس داسې سپين سترګي كړي، چې په هر چاپېدونكي كتاب كې د خپل كتابتون ونډه خپل منلى حق ګڼي.
دانش خپرندويه ټولنه د 1379 كال په تله كې د ژورنالېزم په برخه كې هم يو غوره ګام پورته كړ او د يو شمېر ليكوالو او ژورنالستانو په مرسته يې د (الفت) په نامه د يوې خپلواكې ادبي_ ټولنيزې دوې مياشتنۍ خپرونې كار پيل كړ، دغې خپرونې ډېر ژر د ټولنې په منځ كې لار ومونده او تر ننه پورې چاپېږي.
بل په زړه پورې ګام يې "كاوون" خپرونه وه، چې له لغمانه يې خپره كړه.
تر اوسه ددغې ټولنې په متره (قوت) نژدې 1600 ټوكه بېلابېل ټولنيز، تاريخي، ادبي، ساينسي او سياسي كتابونه خپاره شوي دي، چې پخپل وار د افغانستان د ملي كولتور يوه بډايه پانګه ګڼل كېداى شي او دا هغه بېسارې پانګه ده، چې د افغانستان په لر و بر كې له علمي پرستېژ څخه برخمنو او په تخنيكي او مادي امكاناتو سمبالو اكاډميو يې هم د رامنځته كېدا او ساتنې توان نه دى پيدا كړى.
د ډېرو بې انصافو له خولو مو دا هم اورېدلي، چې دانش خو كاروبار كوي، نه خدمت؛ خو دانش صاحب په دې ګروهه دى او موږ لا زيات په دې ګروهه يو، چې يو څوك دې د نر زوى شي او دى دې هم نر شي، په دومره كميت او كيفيت علمي پانګه دې خوندي كړي او په مقابل كې دې يې كورونه، موټرونه او هر څه د عيش و نوش ساز و سامان خپل كړي، نوش جان يې؛ خو رښتيا خبره داده، چې داسې تورې وهل د هر په نامه ځوان كار نه دى، دا د اسد لالا فكر، مينه، خلوص، ځواني، زړه او لېونتوب غواړي.
اسدالله دانش په لغمان كې پيدا شوى، لومړى ټولګى يې د كندهار په البيروني لېسه كې پيل كړى، د ښوونځي زدكړې يې په ګرځنده توګه په كندهار، كابل او لغمان كې پوره كړې دي؛ خو انقلابونو او خونړيو جنګونو د لوړو زدكړو چانس ور نه كړ؛ خو تر ډېرو هغو اكاډميكو څېرو مخ په بره وخوت، چې هغه د چا خبره نومونه يې موټر هم نه شي وړلاى.
دانش خپرندويې ټولنې ته په لرې و برې پښتونخوا كې د ډېرو كتابونو خپرولو له امله مډالونه هم وركړل شوي دي، پر پښتونخوا سربېره دانش خپرندويې ټولنې ته په جرمني كې د افغانستان د كولتوري ودې ټولنې له خوا په خيبر كې د افغانانو د تاريخي بري د 335 كليزې په وياړ جوړې شوې غونډه كې، چې د اېمل خان بابا په نوم نومول شوې وه هم د اېمل خان بابا د سرو زرو مډال وركړل شو.
نوموړى مډال د مومنددرې په اېمل خان لېسه كې د يوې پرتمينې غونډې په ترڅ كې د سر محقق عبدالله بختاني، استاد حبيب الله رفيع، استاد محمد اّصف صميم، دروېش دراني، سليم راز، ډاكتر طارق رشاد، عاشق غريب، رحمت شاه سايل، اسماعيل يون او زرين انځور په لاس وركړل شو.
په نوموړې غونډه كې د لرې و برې پښتونخوا په لسګونو ليكوالو، شاعرانو او ژورنالستانو ګډون كړى و.
باز محمد عابد ورسره مركه كړې، يو څو پوښتنې او ځوابونه مو نور هم ورپورې نښلولي دي، له افغان ادبي بهير ويبپاڼې څخه په مننه يې ستاسې مخې ته ږدو، ويې لولئ او خوند ځنې واخلئ.
پوښتنه: دانش خپرندويې ټولنې په كوم كال پيل وكړ، لومړنى كتاب يې چې د چاپ په ګاڼه وپسوللو د كومې ژبې او كوم ليكوال و او موضوع يې څه وه او كله چې له چاپه راووت ستاسې احساس او د خلكو غبرګون څه و؟
ځواب: ګرانه عابد جانه! خداى دې ژوندى او ګړندى لره، د پوښتنو ځوابونه به دې خداى خبر كه ما غوندې مستانه او په منډه سړى دركړاى شي. په هر ډول! كوښښ به وكړم، چې پوښتنې دې ښې ځواب كړم.
دانش خپرندويې ټولنې پر 1366ل كال د (دانش كتابتون) په بڼه خپل كار پيل كړ، دا د جهاد هغه كلونه وو، چې په پېښور كې دم او قدم دواړه په حساب وو، خداى(ج) خبر مړي به مې زورور وو يا به چا دعا راته كړې وه او پېرزو به يې وه، چې دې كار ته مې مخه شوه. يوه خبره به درته وكړم، چې دومره تصادفي يې هم مه ګڼه، ما ډېر ويلي، چې زه د مور و پلار يو زوى يم، پلار مې ښه غگټ كتابتون درلود، په كور كې به يې چې هر وخت خپلو كتابونو ته كتل؛ نو له ځان سره به يې ډېر افسوس كاوه، چې كاشكې زما څو زامن واى، چې لږ تر لږه يوه زوى خو مې دا كتابونه پاللي واى، له ما سره الله(ج) حاضر دى يوه وړه عقده دا هم پيدا شوې وه، چې زه ولې پلار ته هېڅ نه ښكارم. لنډه دا چې دانش كتابتون مو په ډېرو لږو امكاناتو پيل كړ. ماته ياد شي ما 2800 كلدارې درلودې، بس پر خداى(ج) توكل او د دوستانو مرسته وه، چې په لنډ وخت كې مې وكولاى شول، چې د استاد ګل پاچا الفت (ليكوالي املا او انشا) چاپ كړم؛ خو كله چې چاپ شوه كه د خوشحالۍ مې درته وويلې، چې څومره خوښ وم؛ نو حيران به شې.
را به شو د خلكو غبرګون، ځينې خلك به راغلل او حيران حيران به يې راته كتل، چې دا څومره ساده سړى دى او ځينو به په غوږ كې پټ د همكارۍ راته ويل، زه نه پوهېدم، چې څه خبره ده، ډېره موده وروسته مې له يو چا پوښتنه وكړه، چې دا خبره ده هغه دوست راته وويل، چې تا ډېر غټ كار كړى دى؛ خو ته پوهېږې نه؛ ځكه دا ځينې خلك راځي او داسې درته وايي.
پوښتنه: كله چي لومړنى كتاب له چاپه راووته څه فكر مو كاوه، چې دا لړۍ به تر دې ځايه راورسوئ او كه له مالي بحران سره به مخ شئ؟
ځواب: خداى شته دومره اوږد فكر مې نه درلود، په لومړيو ورځو كې لكه مخكې مې چې درته وويل زه يوې كوچنۍ عقدې نيولى وم، دا به دروغ وي، چې ووايم ما داسې او داسې فكرونه لرل او د مالي بحران په اړه خو مې مخكې درته وويل.
پوښتنه: تر اوسه دانش خپرندويې ټولنې څو عنوانه كتابونه چاپ كړي دي، كه په دې شمېر كې هغه كتابونه، چې تاسې په خپل لګښت چاپ كړي ځانګړي كړئ خوښ به شو؟
ځواب: عابد جانه خامخا خپل صفت په خپله راباندې كوې، دانش خپرندويې ټولنې تر اوسه نژدې 1700 عنوانه كتابونه چاپ كړي، چې زيات يې پښتو كتابونه دي، د ټولو نومونه يادول خو ناشوني دي؛ ځكه له موږ سره ډېر داسې كتابونه، چې موږ چاپ كړي نشته او له ياده مو وتلي، زما كار خو تاسې او ټولو دوستانو ته څرګند دى، چې يو غير منظم كار دى.
په هر حال! له دې خبرې به تېر شم، د ځينو كتابونو نومونه مو ياد كړي، افغانستان در قرن بيستم، تاريخ احمد شاهي، احمدشاه بابا افغان، د افغانستان سقوط، ستوري د ادب په اسمان كې، رجال و رويدادهاى تاريخى، له سروبي تر اسماره، افغانستان تر وروستي افغانه (3 ټوكه)، د كاظم خان شيدا، علي خان، طلب شاه، احمدشاه بابا او محمد نور ديوانونه، د خوشال خان خټك، عبدالحميد مومند او رحمان بابا كليات، زاهد پښتو پښتو سيند، فلسفي قاموس، سياسي قاموس، انګليسي پښتو قاموس، د سياسي اصطلاحاتو قاموس، د پښتو ادبياتو تاريخ، الفت نثري كليات، الفت شعري كليات او ګڼ شمېر ناولونه.
پوښتنه: تاسو ځينې كلاسيك ديوانونه ياد كړل، هغه ديوانونه، چې په اوسمهال كې ناياب وو له نويو سريزو او حاشيو سره مو بيا چاپ كړل، اّيا ټولنې دغو كتابونو ته اړتيا درلوده او كه تاسې د كاروبار د پياوړتيا لپاره دا قام پورته كړ؟
ځواب: داسې ده عابد جانه، چې موږ كوم كلاسيك ديوانونه چاپ كړي دا زموږ د ټولنې او خپرندويې ټولنې دواړو اړتيا وه، تاسې ته خو معلومه ده، چې څوك يو كار كوي بايد ښه يې وكړي، نوښت پكې وكړي او يو څه لاسته راوړنې هم ولري؛ نو دانش خپرندويه ټولنه هم د ټولنې اړتيا، هم د خپرندويې ټولنې د يو څه لاسته راوړنې او هم كه يې ته د كار و بار د پياوړتيا لپاره بولې ټول پكې راتلاى شي، نور قضاوت به هېوادوالو ته پرېږدو، چې هر څوك ورته پخپلو سترګيو كې وګوري، زه يې نور نه وايم.
پوښتنه: د فرهنګيانو تر منځ يوه اصطلاح ګډه ده، وايي چې څوك پيسې ګټي او څوك كيسې، كيسې خو مو ډېرې ګټلې دي، كه راته وواياست، چې په دې نولسو كلو كې چې تاسې د كتاب د چاپ لړۍ روانه كړې ده، پيسې مو هم ګټلې دي او كه څنګه؟
ځواب: وروره! دا پوښتنه ډېره سخته ده، كه ووايم، چې سړى په كيسو نه مړېږي بد به درته ښكاره شم؛ خو ځكه يې وايم، چې ماته د خپل پلار نصيحت دى، چې بچيه! پيسې هر وخت پيدا كېږي كيسې وګټه؛ نو كه دا قضاوت هم تاسو او زما سلګونو ملګرو ته پرېږدم بده به نه وي، زه لا تر اوسه له كيسو نه پيسو ته نه يم وزګار شوى.
پوښتنه: د ځينو فرهنګيانو تر منځ دا ويل كېږي، چې تاسې ډېرو نادارو شاعرانو او ليكوالو ته پخپل مالي لګښت كتابونه چاپ كړي دي، اّيا دغه كتابونه، چې تاسې چاپ كړي بېرته مو پرې هغه لګښت لاسته راوړى او كه خرابات مو كړى دى؟
ځواب: ما ډېرو ملګرو ته كتابونه چاپ كړي، په لومړيو وختو كې به چې موږ كتابونه چاپول د خرڅلاو ستونزې يې ډېرې وې، موږ به پښتو كتاب ته ډېر حسابونه كول بيا به مو پينځه سوه ټوكه په ډېر تكليف چاپ كړ؛ خو زه اوس خوښ يم ډېر داسې كتابونه، چې زه يې چاپ كړم خپل لګښت بېرته پوره كوي، اوس خلك نسبتاً پخوا ته له كتاب سره اشنا شوي او كتابونه اخلي.
پوښتنه: تاسې چې كوم كتابونه پخپل لګښت چاپوئ، څه شى يې په نظر كې نيسئ، مثلاً د موضوع په لحاظ تاسې كومو موضوعاتو ته وړاندېوالى وركوئ؟
ځواب: زموږ د خپرندويې ټولنې كتابونه ټولو هېوادوالو ته څرګند دي، چې زموږ موخه او هدف خپل كولتور ته كه وكولاى شو يو څه خدمت وكړو، بده به نه وي. زموږ كتابونه زياتره تاريخي او ادبي كتابونه دي. تاسو د موضوع خبره وكړه، موضوع خو د كتاب په چاپ كې ډېره مهمه خبره ده، ګورو، موږ ګورو، چې ليكوال يې څوك دى او موضوع يې څه ده او ددې كتاب چاپ موږ او زموږ جنګ ځپلې ټولنې ته څه وركوي.
پوښتنه: كله مو د خپل كوم چاپ شوي كتاب له ليدلو خوند اخيستى دى، كه اخيستى مو وي د كتاب نوم واخلئ او ورسره تړلې خاطره هم بيان كړئ؟
ځواب: عابد جانه دا خو مو داسې پوښتنه وكړه؛ لكه څوك، چې له كومې مور څخه پوښتنه وكړي، چې كوم زوى دې درباندې ګران دى؟ قسم درته يادوم زه چې كوم كتاب هم چاپوم، دومره زړه ورسره خورم، چې څه يې درته ووايم. زه له خپل كار سره لېونۍ مينه لرم، زه خپل كار سرسري نه كوم؛ بلكې خوند ترې اخلم، په كوم كتاب كې چې ډېر په تكليف شم هغه كتاب مې ډېر خوښېږي.
كه د خاطرو درته ووايم؛ نو يوه ورځ زما يوه زورور ملګري يو كتاب راواستاوه، چې هغه بايد لږ تر لږه په پينځلسو ورځو كې چاپ شوى واى؛ خو هغوى ماته يوازې درې ورځې راكړې، حيران شوم، چې اوس به څه كوم، هر څو مې كه ورته ويل، چې دا كار په دومره لږو ورځو كې نه كېږي؛ خو چېرته يې منله، ويل يې موږ ډېر غټ پروګرام اعلان كړى او دا كتاب به حتماً په درې ورځو كې چاپوې. بس ما هم پرې ور توكل كړل او د خداى(ج) په مرسته كتاب په هماغو درېو ورځو كې چاپ شو.
پوښتنه: د كتابونو له چاپ پرته تاسې ډېر ادبي او فرهنګي فعاليتونه هم ترسره كړي، كه راته وواياست، چې الفت مجله مو په كوم كال او د كوم احساس له مخې راواېسته او تر اوسه مو څو ګڼو ته رسولې؟
ځواب: الفت مجله د لوى خداى(ج) په فضل او كرم تر اوسه پينځه ويشت ګڼې چاپ شوې، موږ غوښتل له نورو فرهنګي او مطبوعاتي هڅو سره سره يوه مجله هم ولرو، پينځه كاله وړاندې موږ څو ملګري امين الله دريځ، غفور لېوال، قاضي سيد اختيار سباوون او محمد داود وفا سره كېناستو او د الفت نوم مو غوره كړ نور نو مجله تاسې ګورئ او لولئ يې قضاوت يې تاسې او لوستونكيو ته پرېږدم.
پوښتنه: لكه څنګه چې تاسې په پېښور كې د كتابونو د چاپولو او پلورلو منځى (مركز) لرئ اّيا په هېواد كې دننه هم په كومو ولايتونو كې د كتاب پلورلو څانګې لرئ نومونه يې واخلئ او دا هم راته وواياست، چې د كتاب د خرڅلاو لړۍ څنګه روانه ده؟
ځواب: هو! موږ په هېواد كې دننه په كابل كې د دانش كتابتون په نوم د پخته فروشۍ په كوڅه كې يو ځاى لرو، په ننګرهار كې زموږ د ملګري عزت الله ځواب ګودر كتابپلورنځى، په كندهار كې زموږ د خواږه ملګري سيد احمد قانع (افغان كتابپلورنځى)، په مزار شريف كې د استاد عبدالغني برزين مهر اويستا كتابخانه او په نورو ګڼو ځايونو كې داسې ملګري لرو، چې د دانش خپرندويې ټولنې كتابونه ورسره شته، پاتې شوه د كتاب د خرڅلاو خبره؛ نو هغه هم بده نه ده، لكه مخكې مې چې وويل اوس پښتانه ويښ شوي دي د كتاب په خرڅ كې تر پخوا ډېر توپير راغلى دى او كېداى شي په راتلونكي كې نور هم ښه شي، ځوانان اوس له كتاب سره مينه لري او همدا لامل دى، چې زموږ ځوانان په ليكلو كې ډېر تكړه هم دي.
پوښتنه: ځينې فرهنګي ټولنې په هېواد كې دننه او له هېواده بهر شته، چې د كتابونو د چاپ لړۍ پر مخ بيايي، كه راته وواياست، چې له هېواده بهر داسې كومه ټولنه شته، چې له پيله تر اوسه يې د كتابونو د چاپ لړۍ ستاسې په واسطه پر مخ بيايي؟
ځواب: له هېواده بهر زموږ ډېر ملګري دي، چې كتاب د چاپ لپاره موږ ته را استوي؛ خو څومره، چې د ټولنې خبره ده؛ نو په جرمني كې د افغانستان د كولتوري ودې ټولنې ته مو په پيل كې ډېر كتابونه چاپ كړي، بيا د څه وخت لپاره محترم استاد يون يو څه كتابونه ورته چاپ كړل، او اوس يې بيا موږ ورته چاپوو؛ نو زه به يوازې د ټولنو په نوم درته د افغانستان د كولتوري ودې ټولنې نوم ياد كړم.
پوښتنه: اورېدلي مې دي، چې تاسو د پښتو سيندونو (قاموسونو) د چاپولو لړۍ پيل كړې ده، كه راته وواياست، چې تر اوسه مو كوم پښتو سيندونه چاپ كړي؟
ځواب: موږ تر اوسه د پښتو سيندونو د چاپولو د لړۍ د لومړۍ كړۍ په ډول: زاهد پښتو پښتو سيند، انګليسي پښتو قاموس، فلسفي قاموس، بهيج سياسي قاموس، د سياسي اصطلاحاتو قاموس، طبي سيند او د لر و برو پښتنو د اصطلاحاتو قاموس هېوادوالو ته وړاندې كړي دي او په راتلونكي كې هم د يو لړ پښتو سيندونو (قاموسونو) د چاپ تابيا لرو، چې ژر به د هېوادوالو تر لاسونو ورسېږي، ان شاء الله.
پوښتنه: د هېواد په جنوب لويديز، جنوب، ختيځ او لويديځ او همدارنګه په كوټې او پېښور كې كه د پښتو ژبې په اړه سيمينارونه وي تاسې په ډېر شوق او ذوق سره پكې ګډون كوئ، كه ووايم، چې تاسې خو شاعر او ليكوال هم نه ياست؛ نو د كوم احساس له مخې دې غونډو ته ورځئ او كومې خاطرې له ځان سره راوړئ؟
ځواب: ګوره عابد جانه! ته پخپله ښه شاعر يې، تاته دا نور هسې كدو كرېله ښكاري، د بې خونده شاعرانو له كتاره خو مې مه باسه او پاتې شوه دا چې ليكوال كه نه يم ټول ملګري مې په سيمينار كې برخه اخلي، زما د فكر او زړه خبرې پكې كېږي؛ نو د څه زده كولو لپاره به هرومرو څه خو كوم، داسې سيمينارونه، ناستې، لوستل او اورېدل خو ډېر اړين دي او بيا زما لپاره، چې زه زده كړې ته ډېره اړتيا لرم.
پوښتنه: اّيا تاسو د خپل دغه بېساري چوپړ له امله د كوم چا له خوا نازول شوي ياست؟
ځواب: ګران او خوږ محمديار صيب! دا به نو تاسې بېسارى چوپړ بولئ، كور مو ودان، چې زما نه كار ته مو كار ووايه.
هو! ولې نه، زه هره ورځ نازول كېږم، تاسې پخپله هم ددې خبرې شاهدان ياستئ، چې هره ورځ څومره خلګ زما دفتر ته راځي او زما سره ښه كوي، هغه بله ورځ دوه درانه سپين ږيري زما دفتر ته راغلل، چې يو مې پېژانده او بل نه، د ګلانو امېلونه يې زما غاړې ته واچول، دوى په شكر وېستلو سره مباركي راته وويله، چې د افغانستان د كولتوري ودې ټولنې له خوا د سرو مډال راكړل شوى و او دا يې هم راته وويل، چې له كولتوري ټولنې څخه هم مننه كوو، چې ستاسو فرهنګي كارونو ته يې په درنه سترګه وكتل؛ نو زه له خپلو خلګو، ملګرو او پښتنو نه ډېر خوښ يم، دوى ډېر عزت راكوي او زه به هم تر څو چې ژوندى يم د دوى له چوپړ نه به مخ نه اړوم ان شاء الله.
پوښتنه: ستاسو په اړه ويل كېږي، چې له "پيش" نه "پشم خان" جوړوئ او "سيف الدين خان" په "سيفو" اړولاى شئ، دا رښتيا ده؟
ځواب: داسې ده، ويل كېږي، چې په سره رود كې چا ډول غږاوه، يوه سړي يې ښه صفت وكړ، ډول والا ورته وويل، چې زه څه يم، خداى او رسول يې وهي.
زه تل له خلګو سره مينه كوم، ياد يې ساتم او ځان ترې قربانوم؛ خو كله، چې دوى له ما سره څه غلطي پيل كړي؛ نو خداى(ج) ورته په قهر شي، زما د لسګونو ملګرو په خولو كې داسې تاو راتاو شي، چې هغه د چا خبره مړۍ_ مړۍ شي.
پوښتنه: په الفت مجله كې زياتره مهال ځينې ليكوال په قلمي جګړه بوخت وي، وايي، چې تاسو نوكان ورته جنګوئ، دا رښتيا ده او ولې؟
ځواب: كه تاسو د الفت مجلې پخوانۍ ګڼې وګورئ؛ نو وبه وينئ، چې ما په ځان پسې هم ډېرې ليكنې چاپ كړې دي، په هره ليكنه كې، چې په ما پسې څه ليكل شوي وي، زه د كمپوز په وخت كې ګوتې نه پكې وهم او كټ مټ يې چاپوم، زه په دې عقيده يم، چې په چا كې هر څه وي بايد روښانه شي، كه بد ورته ښكاره شي، ځان دې اصلاح كړي او كه ښه ورته ښكاره شي دوام دې وركړي؛ نو زه پر رښتينولۍ او اّزادۍ عقيده لرم، نورو ته هم د رښتيا ويلو حق وركوم او خپله يې هم وايم.
د نوكانو جنګولو خبره به ځكه غلطه وي، چې زه خو تاسو ته مالوم يم، چې هر رنګه او د هر مقام سړي ته صفا_ صفا خبره كوم، كړې مې ده او كه ژوندى وم كوم به يې.
پوښتنه: وايي، چې ستاسو پښتو چاپ كتابونه ډېرى ليكوال داسې درڅخه وړي؛ لكه د مور حق، چې يې درباندې وي، ته وا دا خلګ مو ډېر بد نه دي اموخته كړي؟
ځواب: محمد يار صيب! كه د ځان په صفت كې يې نه حسابوئ، زه د غريب سړي زوى يم او پر غريب سړي مې زړه درد كوي، زموږ ډېر لوستونكي بېچاره خلګ دي، زما زړه نه كېږي، چې له دوى څخه پيسې واخلم، دا خو يوه خبره وه، بله داده، چې ډېر مې ملګري دي، دوى ته مې هم زړه نه كېږي، چې لاس ونيسم او دا ځينې نورې كيسې، چې دي؛ نو ته پخپله هم پوهېږې.
پوښتنه: نه ګل دادا! هغه څوك، چې دا ستاسو په دربار كې يې سم چور اچولى؛ نو ټول غريبان هم نه دي او په دا نورو كيسو هم نه كښېوځي؛ بلكې داسې كسان دي، چې لوړ ډالري معاشونه اخلي، اّيا تاسو انجنير ستانه مير زهير هم غريب بولئ، چې ستاسو هر چاپ شوى كتاب يو نه سي، ډوډۍ خوند نه وركوي؟
ځواب: ګران محمد يار صيب! ما مخكې درته وويل، چې يو څه مې پكې ملګري دي او يو څه يې په زور راڅخه اخلي، انجنير ستانه مير زهير او څه نور كسان دي، چې هغه د ننګيال صيب خبره غونډه ټيكس راڅخه اخلي، كه نه انجنير صيب خو رښتيا هم ښه معاش اخلي؛ خو دا زما د غونډه ټيكس ملګرى وبولئ.
پوښتنه: ښه تاسو، چې دا دومره دروند پېټى اخيستى، بل چا هم د مرستې اوږه دركړې كه نه؟
ځواب: دا پېټى دروند بولئ كه سپك، تر اوسه خو يوازې زما پر اوږو پروت دى، څه مهال مخكې مې يوه ډكشنري تياره كړې وه، په ننګرهار كې د سرحدي لېوا قوماندان حاجي عبدالظاهر قدير ته زما ملګري استاد محمد اسماعيل يون ويلي وو، چې اسد يوه ډكشنري لري؛ خو چاپولى يې نه شي؛ نو هغوى راسره ددې ډكشنرۍ په چاپ كې مرسته وكړه، چې زه كورودانى ورته وايم، نور مې نو ملګري هم كله ناكله نازوي.
پوښتنه: كه د خپل پرسونل د كار او ډول په اړه هم څه راته وواياست؟
ځواب: زموږ د پرسونل شمېر نژدې اتيا تنو ته رسېږي، چې زه له ټولو څخه خوښ يم. په كتابتون كې مې درې كسان كار كوي، په كمپيوټر خونه كې مجيب الله مطيع، ذبيح الله شفق او حاجي محمد عمرخېل ډېر كار كوي، كار راته نه پرېږدي او ما يې له كړاوه خلاصوي او په تخنيكي چارو كې نور احمد نورزى ډېر كار كوي نور نو داسې كسان دي، چې له پينځلسو كالو راهيسې راسره كار كوي او تر اوسه ښه په خوښۍ ژوند سره كوو.
پوښتنه: زما له سره دې امان وي، له دانش ټولنې څخه داسې كتابونه هم راووتل، چې كتاب به د يوه چا و؛ خو نوم به د بل پرې ليكلى و، دغسې پېښو ته ولې مخه وركول كېږي؟
ځواب: زه انسان يم، انسان تل ګناه_ خطا كوي، زه خو دعا كوم، چې خداى(ج) دې انسان له داسې حاله وساتي، چې خپلې ګناه ته يې پام نه شي، له موږ څخه داسې يو كار شوى و، چې د استاد عبدالروف بېنوا ژباړل شوى كتاب (د افغانستان لنډ تاريخ) مو د داود وفا په نامه چاپ كړى و؛ خو كله چې متوجه شو؛ نو د خپرندويې ټولنې له نوي يادښت سره مو دوباره خپلو هېوادوالو ته په نوې بڼه او خپل اصلي نوم وړاندې كړ.
پوښتنه: اّيا پخپل كار كې له كومو ستونزو، خنډونو او ګواښونو سره مخ شوي ياست؟
ځواب: ولې نه، ژوند د ماتو او بريو نوم دى، ما هم ستونزې ليدلې، هم ګواښونه؛ خو مبارزه او هڅه زما خوښ كار دى، هره ستونزه مقابله او مقاومت غواړي، ما خپل كوښښ كړى دى او تل مې له ستونزو او ګواښونو سره پنجې نرمې كړې او كوم يې.
پوښتنه: كه يې بده نه منئ؛ نو لږ خو د خپل شخصي ژوند په اړه هم څه راته وواياست؟
ځواب: زما به څه شخصي ژوند وي وايي: "يو بهلول، يو يې كند يو يې كچكول". د مور و پلار يو زوى يم، واده مې كړى، څلور زامن يوه مې لور ده، د كورنۍ ټول غړي راته ګران دي او زه هم ټولو ته ګران يم (فكر كوم)، موسيقي او مېلمانه مې ډېر خوښ دي، نور به بس وي، هسې نه خبره رانه ګډه وډه شي.
پوښتنه: ګوره يوه خبره مو هېره كړه او كه مو تېره كړه، تاسو دغه د عاشقۍ يادونه ډېره كوئ، كله مَېن شوي ياست؟ كه يو څه دغې كيسې ته سره تم شو؛ نو ښه خوند به وكړي؟
ځواب: د عاشقۍ كيسې خو هر سړى لري، هغه به هم څه سړى وي، چې عاشق نه وي او عاشقي يې نه وي كړې؛ خو زما هغه د خوشال بابا خبره ده، چې:
زه خوشال كمزورى نه يم چې به ډار كړم
په ښكاره نارې وهم چې خوله يې راكړه
دا خلګ، چې وينې په څلورو كې درې برخې عاشقان دي؛ خو له ډاره غږ نه كوي او زه په جار وايم، چې زما يوه ناكامه عاشقي وه، چې ډېره موده مخكې مې كړې او اوس مې هم له ياده نه وځي؛ خو هغه د دروېش صاحب خبره:
ما د يار دغه غوښتنه هم پر ځاى كړه
نـــــــه يې نوم اخلم او نه ورپسې ژاړم
او نورې خبرې بيا تاته پټې كوم.
پوښتنه: ښه نو دا خو به دغه د عاشقۍ اغېز نه وي، چې څوك ستاسو دفتر ته سر در ايسته كوي؛ نو كه شاعر وي كه نه، تاسو ته به خامخا كوم يو بيت وايي او كه بېخي بد ذوقه وي او يو بيت يې لا هم نه وي زده؛ نو بيا تاسو د واده د لومړنۍ شپې كيسه ځنې غواړئ؛ نو خپله ولې شعر نه ليكئ؟
ځواب: محمد يار صيب! زه عاشق يم او تاته خو پته ده، چې د عاشق سړي له شعره پرته ګوزاره نه كېږي؛ نو زما ځاى ته، چې هر ملګرى راځي؛ نو له ځان سره يې تيار شعر راوړى وي؛ ځكه هغه پوهېږي، چې اسد مې بې شعره نه پرېږدي، يوه ورځ زما له يوه ملګري سره بل كس د لومړي ځل لپاره زما ليدلو ته راغلى و، ما ورته وويل، چې شعر راته ووايه، هغه ويل، چې نه مې دى زده، ما ويل، چې لنډۍ راته ووايه، ويل يې، چې لنډۍ مې هم نه ده زده، بيا مې ورته وويل، چې واده دې كړى دى، ده ويل هو، ما ورته وويل، چې لنډۍ دې هم نه ده زده؛ نو د واده د لومړنۍ شپې كيسه راته وكړه، بيا مو له ملګرو سره ډېر وخندل.
خپله مې پخوا بېخونده شاعري كوله؛ خو ننګيال صيب راته وويل، چې زه او ته به شاعري نه كوو، اوس كاروان صاحب، چې كومه شاعري كوي دا ډېره ښكلې او پوره ده.
پوښتنه: كه د تېرو شلو كلونو د يون يوه ترخه او يوه خوږه خاطره مو راته وواياست؛ نو د لوستونكيو په ګډون به زه هم خوښ شم؟
ځواب: د تېرو شلو كلونو ددې سفر خاطرې خو ډېري دي؛ خو له ترخو خاطرو مې خوږې خاطرې ډېرې دي؛ ځكه پښتون ولس داسې دى، چې پر ځان د چا قرض نه پرېږدي، بېرته يې هرومرو وركوي، دا چې ما له خپل ولس او خلكو سره لږ ښه كړي هغوى له ما سره څو چنده ښه كړي، زه چې هرې خوا ته تللى يم ته مې ګورې، چې خلك مې څومره خوښوي. پاتې شوه د ترخو خاطرو خبره؛ نو د ترخو خاطرو په سر كې به لطيف جان بابى درته ياد كړم، چې په ډېره ناځوانۍ يې زما درې لكه او شپېته زره كلدارې وخوړې او پرې منكر شو، چې دا پېښه تاسې په الفت مجله او ټول افغان ويبپاڼه كې بشپړه لوستلې، تكرار ته يې اړتيا نشته.
له ښكلا مجلې څخه په مننه