پښتو

English  

 

  

 

_پام كوه وار دې خطا نشي... | DanishPress.Com
 

 پام كوه وار دې خطا نشي...

 

    

نېټه : 2009-05-22

 

پام كوه وار دې خطا نشي
د ګلو لښته دې پر سر ولاړه يمه

حميد بابا وايي:
شپون غوبه ځكه سنګدله وبـــــاله
چې روزګار كاندي له كاڼو د بيديا

ګران يار، محمد يار- يار ته له هر څه وړاندې مباركي وايم، زه ډېر خوښ يم، چې زما دروند، خوږ او هوډيالى يار، محمد يار- يار هم د هغو ګوتشمېر ليكوالو او روښانفكرو سړيو په كتار كې حساب شو، چې نوم به يې تل په زرينو كرښو كښلى وي.
زموږ په هېواد كې ډېر داسې ليكوال شته، چې د روښانفكرۍ او هېوادپالنې په چيغو او نارو يې وخت پر وخت د خلكو غوږونه خوړلي او دا بېچاره ولس يې تېر اېستلى، خو ډېر ژر ولس د دوى په مكر و فرېب او (فردوسيت) پوهېدلى او د خپلو زړونو له خانو يې اېستلي دي، په دې اړه به نور تفصيل ته اړتيا نه وي.
ګران محمد ياره!
ته مه خپه كېږه، ځكه ته په حقه يې، كله چې څوك زورور له چا سره سيالي نشي كولاى، له وهلو- ټكولو كار اخلي، ستا د ځوروونكيو فكر مافيايي او ټوپكي دى، هغه د يوګوسلاويانو خبره، (لېوه به پوستكى واړوي خو فكر نه اړوي).
هغوى، چې ته يې وهلى يې د مافيايي ډلو نوكران دي، چې د نړۍ ډېرو شريفو(؟؟) انسانانو هم د دوى پر خلاف نارې ووهلې، خو هېڅ ګټه يې ونكړه.
په هر ډول، له تاسې به هم ځان په يوه بخښنه خلاص كړي، ځكه په شرم هغه شرمېږي، چې شرم لري. پاتې شوه د اطلاعاتو او فرهنګ د رييس خبره، نو د دوى خو ګناه نشته، يو ورور يې پيسې وهي او بل يې اتلان.
زه د اطلاعاتو او فرهنګ له درانه وزيره په كلكه هيله كوم، چې د كندهار اطلاعاتو او فرهنګ رياست ته يو با كلتوره او وړ تن وروپېژني.
د يار دردونه دې خداى ښه كړي، لوى څښتن جل جلاله دې يې تل اتل او د ولس د دښمنانو په مخ كې سر لوړى لري.


پرون همځولو يادولې
جانانه زه دې په صفت نه مړېدمه

اسدالله دانش ساپى
د دانش خپرندويې ټولنې مشر

 

ملګري ته لــېږل

شاته تلل

چاپــول

 
 

DanishPress.Com 1987 Contact