پښتو

English  

 

  

 

_پښتني ليكوالې او شاعرانې | DanishPress.Com
 

 پښتني ليكوالې او شاعرانې

 

    

نېټه : 2009-08-22

 

درنو مينه والو

د دانش پريس ويب پاڼې له لارې يوه لړۍ پيلوو چې تاسې ته به د ښځمنو ليكوالو او شاعرانو دپېژندنې په اړه د كبرا مظهري ملورو له كتاب ... څخه د هغوي ژوند ليكونه خپروو

موږ به هڅه وكړو چې كومې ليكوالې مړې شوې دهغوى دمړينې نېټې او چې ژوندۍ دي له نويو  انځورونو سره تر تاسې در ورسوو

پلقيس مكيز

آغلې بلقيس مكيز

بلقيس مكيز

 

بلقيس مكيز د ښاغلي برهان الدين لور په ۱۳۲۰هـ ش كال د كندوز ولايت د خان آباد په ولسوالۍ كې زېږېدلې ده، اصلي ټاټوبى يې د خوږياڼو ولسوالۍ ده مكيز د خپلې زده كړې په باره كې داسې وايي:

" په دغه سيمه كې چېرته، چې ما ژوند كاوه، د نجونو د ښوونځي د نشتوالي په سبب ما ونه شو كولاى، چې خپله زده كړه په رسمي توګه سرته ورسوم، خو د خپلو پوهو وروڼو د زيار په نتيجه كې ما وشو كولاى، چې ډېر كتابونه مطالعه كړم او په كور كې ليك او لوست زده كړم."

بلقيس د كوچنيوالي څخه شعري قريحه درلوده او د حساس فكر خاونده وه، د نوموړې لومړنى شعر د " مڼې ګل" تر عنوان لاندې ليكل شوى، چې دا په هغه وخت كې دولس كلنه وه او د خپلې كورنۍ له خوا د شعر ويلو لپاره وهڅول شوه، مكيز د خپل ورور په لارښوونه، چې پخپله هم د پښتو ژبې ليكوال او شاعر و، د شعر لومړني اساسات زده كړل.

په كال ۱۳۳۸هـ ش كې كله، چې په خان اباد كې د نجونو ښوونځى جوړ شو، نو مكيز په نوموړي ښوونځي كې د ښوونكي په توګه د وطن د بچيانو د خدمت لړۍ جاري وساتله، خو متاسفانه، چې د هغه وخت د محيط د خرابو شرايطو په منګلو كې ښكېل شوه او تر يو كال وروسته يې پلار ښوونځي ته د ښوونكي په توګه د تلو اجازه ورنكړه.

مكيز په ۱۳۴۲هـ ش كال كې واده وكړ او د كابل په ښار كې په يو وزرات كې يې د ماموريت دنده پر غاړه واخيسته، خو بيا هم د څلورو كالو ماموريت نه وروسته د خپل مېړه د فشار په اثر نوموړې د ماموريت پرېښودلو ته مجبوره شوه.

په دې برخه كې دا پخپله وايي چې: " ما د خپل ژوند په بهير كې ډېر پښتو او دري شعرونه ليكلي، خو څرنګه، چې زما ژوند د كړاو او بدمرغيو نه ډك و او د تقدير د لاس ګوډاګۍ وم، نو ما ونه شو كړاى، چې خپلې ليكنې په بشپړه توګه راټولې كړم او له مېړه سره زما خراب ژوند زما شعري دنيا هم خرابه كړه او زما ليكنې را څخه وركې شوې او له منځه ولاړې."

د مكيز د زړه بړاس او د ناكام ژوند غمګينې ترانې د شعر په څپو كې ښكاره شوي، چې د هېواد په ځينو ورځپاڼو، مجلو او جرېدو كې خپرې شوي.

بلقيس د شعر د ليكلو برسېره كله كله كوچني داستانونه هم ليكل، چې د نوموړي يو كوچنى داستان مطبوعاتي جايزه وړى او د انيس په ورځپاڼه كې چاپ شوى دى.

بلقيس وايي چې: " دماموريت د پرېښودلو نه وروسته ما د شعر ويل هم پرېښودل او د خپل تنګ نظر ميړه د تعصب او بدبينۍ قرباني شوم او د كورني ژوند په تنګه كړۍ كې مې ځان تقدير ته وسپاره او لكه د خوله پټى تنور خاموشه كېناستم.

د مكيز شعرونه د نر او ښځو تر منځ د نابرابرۍ هغه سوزنده چغې دي، چې د نوموړې د حساس زړه نه راوتې او د هر حساس انسان په زړه ښې لګېږي، د مكيز شعرونه د ښځو د حقوقو دتشبيت د ليارې د مبارزې نه ډكې نارې اوغلبلې دي كومې، چې هېڅ انساني ضمير د ښځو سره دا بد سلوك او كركجنه معاشره نه شي زغملى، د مكيز شعرونه پخپله ټوله ساده ګۍ كې د ښځو د بدبختۍ بشپړ تصوير او د ښځو د محروميتونو تابلو ده. دا هم د نوموړې د شعر يوه بېلګه:

د زمانې ظلم:

چې زړه مې مات دى ياره څنګه ترانې جوړې كړم
زاړه موسم كې څنګه نوې زمانې جوړې كړم
د ژوند په بڼ كې مې خزان او بهار ډېر ليدلي
غواړم د رنګ او بوې نه پاتې افسانې جوړې كړم
د ارمانجن عمر په ياد به څه سلګۍ وهمه
له دې نه پس به د شعرونو خزانې جوړې كړم
د تصور د ګل په جام كې به شبنم اوده وم
له سوو هيلو به غنچو ته پروانې جوړې كړم
ځير به غاټول ته شم د يار د شونډو ياد به كوم
دخيال بلوربه سوله وم چې پيمانې جوړې كړم
د سر و شر ابوخمار راغى زړه مې حال نه لري
د تړمو اوښكو له چينو به ميخانې جوړې كړم
زما د عمر قافله به تر منزله رسي
خو زه رهي يم چې محفل كې يارانې جوړې كړم
رقيب مې زيړ رنګ ته له ورايه په موسكا ګوري تل
خو زه موسېږم په ظاهر چې بهانې جوړې كړم
زه يم (مكيز) چې زمانې په خاورو سمه كړمه
اوس د قلم په مرسته غواړم نشانې جوړې كړم

                              

آغلې شيرين تاجه

شرين تاج نسرين

 

شرين تاج نسرين " د ښاغلي نيك احمد لور په قوم احمدزۍ په كال ۱۳۲۲هـ ش كې د جلال آباد په ښار كې زېږېدلې ده. پلرنى اصلي ټاټوبى يې دسر ه رود ولسوالۍ ده.

نوموړې خپل ابتدايي تعليمات په خصوصي توګه كړى او د پښتو او دري ژبې ډېر علمي كتابونه يې مطالعه كړي او د افاقى معلوماتو څښتنه ده.

نسرين په ۱۳۴۰هـ كال د ننګرهال ولايت د خوږياڼيو په ولسوالۍ كې د نجونو د ښوونځي ټولې تدريسي او ادري چارې د يوې فعالې سرمعلمې په توګه پر مخه بوولې او په دغه برخه كې يې په زړه پورې عرفاني خدمتونه او د قدر وړ كارونه كړي دي.

نسرين د خصوصي زده كړې په مرسته په څو وروستيو كلونو كې د لسم ټولګي د سويي ازموينه وركړې ده اويولسم ټولګى يې په رسمي توګه تعقيب كړى، خو د يو لړ كورنيو ستونزو له مخې يې ونشو كړاى، چې تر اوسه دولسم ټولګى ولولي.

نسرين د ۱۲۴۰هـ ش كال نه راپه دېخوا د شعر په ويلو او ليكلو پيل كړى دى، چې اوس_اوس د خپلو شعرونو يوه مجموعه د " څړيكېّ په نامه لري، چې تر اوسه نه ده چاپ شوې. شعرونه يې د هېواد په ځينو جرېدو، مجلو او ورځپاڼو كې نشر شوي او لومړنى شعر يې په ۱۳۴۰ كال كې ليكلى:

نسرين په داسې يوه محيط كې په شعر ويلو پيل كړى كوم، چې د ښځو غږ پورته كول لويه ګناه او جرم ګڼل كېده، د نسرين شعرونه دېر خوندور ساده او بې تكلفه دي، هغه وايي چې:

" زه تل كوښښ كوم داسې شعرونه وليكم، چې عام فهمه وي، هغسې شعر، چې ژبه يې يواځې د شاعر او يا يو شمېر محدودو لوستونكو لپاره وي، زما په عقيده هغه شعر ليكل به څه وي؟ لكه څنګه، چې يو شاعر د خپل محيط او خپلې جامعې د ژوند نه الهام اخلي بايد كوښښ وكړي، چې د خلكو په ژبه وغږېږي، خو په دې وسيله د خلكو په زړو كې ننوزي او زړونو ته ليار پيدا كړي."

د نسرين د شعرونو ډېره برخه عشقي رنګ لري او دا ځكه، چې: عشق د ژوند ډيوه او د شعر روح دى كه چېرته د عشق بلې لمبې د چا د زړه انګړ تود نه كړي، نو شعر به څنګه ليكي، ځكه چې همدا سپېڅلى احساس دى، چې په سر كې شور او په زړه كې اور زېږوي او ددغو ښكلو پديدو څخه (شور او اور) نه شعر زېږوي. نسرين د ورين تندي څښتنه ده، د مينې ډك زړه لري هر څه ته په مينه ګوري او په هر څه كې مينه لټوي او ددغه لټون په بهير كې يې په ۱۳۴۶هـ ش كال د ښاغلي غلام نبي سره واده وكړ:

دا هم د نوموړې د شعر بېلګه:

ونه سيزم

امواج كې دحيرت يم چې خپل ځان ونه سيزم
سور اور داسويلو كې دا جهان ونه سيزم
تاوده تاوده آهونه مې د خولې نه رابهر شي
وېرېږمه په دې چې شين اسمان ونه سيزم
دا يو داغ د اوښكو مې چې څاڅي په رخسار
ډيوه شومه بلېږم پتنګان ونه سيزم
د مينې لوړ مقام كې نوم مې ثبت وو په ازل كې
د (لام) و (بى) په منځ كې اين و آن و نه سيزم
كه يار درباندې ګران وي اى نسرينى لږ پام وكړه
د عشق په اور كړم لوبى چې جانان ونه سيزم

                                 

 

ملګري ته لــېږل

شاته تلل

چاپــول

 
 

DanishPress.Com 1987 Contact