پښتو

English  

 

  

 

_دکیسه ډایجست پنځمه ګڼه له چاپه راووته | DanishPress.Com
 

 دکیسه ډایجست پنځمه ګڼه له چاپه راووته

 

    

نېټه : 2009-09-13

 

د پښتو کیسه ډایجست پنځمه ګڼه په کابل کې دشپون پروډکشن له خوا او خپره شوه چې د ښاغلي اسدالله غضنفر ، زرین انځور ، ستانه میر زهیر ، ایمل پسرلي ، احسان الله ارینزي ،وږمې سبا ، وکیل شینواري ،اجمل پسرلي ،روشن لال ملهوترا،میرویس افغان وريښمنې سادات ، محب الله زغم، طوبا ندا ساپۍ ، نصیر احمد احمدي ، ظفر کریمي په زړه پورې کیسې د پیاوړي انځورګرعبدالهادي تپاند دښکلو انځورونو سره راټولې شوې دي . د یادونې وړده چې کیسه ډایجست دمحبوب الله محبوب او راحلې نوري په زیار په کابل کې ددانش خپرندويې ټولنې په تخنیکي څانګه چاپ شوې ده او په دې ګڼه کې ټول ټال پنځلس لنډې کیسې راټولې شوې دي .


دکیسه ډایجست مینه وال کولای شي کیسه ډایجست په لاندې پتو ترلاسه کړي :
پېښور :
دانش کتابتون قصه خوانۍ بازار، پېښور
جلال اباد :
مجید مومند کتاب پلورنځی ،دخالد مېلمستون ترڅنګ ، مخابراتو څلور لاری
هارون کتاب پلورنځی ، اسحاقزی مارکېټ ، لاندې پوړ
ګودر کتاب پلورنځی ، اسحاقزی مارکېټ ، لاندې پوړ
کابل :
دانش کتاب پلورنځی ، پخته پلورۍ کوڅه ، جا ده څلور لاری
بهزاد کتاب پلورنځى ، نوى ښار تورابازخان څلور لارى
کندهار :
افغان کتاب پلورنځی ، ارګ بازار ، کندهار
کوټه :
صحاف کتاب پلورنځی کاسي روډ ، کوټه
غورځنګ کتاب پلورنځی ، ريګل پلازه ، جناح روډ ، کوټه
خوست :
غرغښت کتاب پلورنځی ، ښاروالۍ مارکېټ ، خوست
پکتیا :
علمي کتاب پلورنځی ، غزني لاین ، پکتیا
او همدارنګه په افغانستان کې د نی شبکې له ټولو څانګو .

يادښت : له درنو کیسه لیکوالو هیله کيږي چې خپلې نوې او ناچاپه کیسې په دې پته راواستوي .
برېښلیک : kisa_daijast@yahoo.com
اړیکې : ۰۷۰۰۹۹۹۶۱۵
۰۷۰۸۱۹۸۳۶۷

 

 

ملګري ته لــېږل

شاته تلل

چاپــول

 
 

DanishPress.Com 1987 Contact