پښتو

English  

 

  

 

م. ر. شفق_د راشد خټک کيمياګر | DanishPress.Com
 

 د راشد خټک کيمياګر

 

     م. ر. شفق

نېټه : 2009-10-05

 

محترم راشد خټک صاحب!

 

السلام عليکم

پښتو شعر و ادب سره که هر څو زما مينه او تړون پخوانى دى، ولې د خپلې ځان اسانۍ او ځاني ستونځو له کبله زما ادبي پېژندګلو هم ډېره کمه ده، دا ځکه چې:

څه نورې تقاضي دي د ازغي ازغي ژوندون

ګنې، زړه د چـا، نه غواړي جانان سره خبرې

 

تاسو مې هم هغه وخت وپېژندلى، چې ملګري طارق عزيز راته ستاسو يو نظم د "سوات" په حواله وښودلو، بيا يې ستاسو پښتو کې ژباړل شوى ناول "کيمياګر" راپېرزو کړلو. په سريزه کې لکه څنګه، چې تاسو ليکلي دي:

"زموږ د هېواد ژبې پاولو کويلهو د نوم سره بلدتيا نه لري".

دغسې ما هم څه بلدتيا نه لرله، ستاسو مننه او تشکر کوم، چې د "کيمياګر" لوستنې دغه نيمګړتيا تر يو حده پوره کړله.

زه خپلې لوستنې (مطالعې) ته هم باقاعده يا علمي لوستنه نشم ويلى؛ خو څه لږ ډېر ناولونه، چې ما لوستلي دي او زما په زړه او ذهن يې اغېز کړى دى يا مې خوښ دي، هغو کې د کرشن چندر "باون پتې"، د دستوفسکي "ذلتوڼ کې مارې لوګ" او د ميکسم ګورکي "ماڼ" شامل دي. په دغو کې د يو خاص فکر او نظريې په اړه د ماحول او معاشرې د حالاتو- کيفياتو انځورګري شوې ده؛ خو د "پاولو کويلهو" ناول Alchemist د مقصد او مدعا په لحاظ ځانګړى  حيثيت لري.

زما په خيال لوى کمال تاسو کړى دى، چې له انګرېزۍ ژبې نه مو پښتو ته راواړولو. ژباړه که هر څو يو ګران فن ګڼلى شي؛ خو تاسو په دې "پل صراط" ښه په راستۍ تېر شوي يئ! ښه ژباړه (ترجمه) هغه ګڼلى شي، چې د اصل ګومان پرې وشي او ما چې دا ناول د برېښينا (د لوډشيډينګ له کبله) په دمه دمه او قسطونو کې له شروع نه تر اخره ولوست؛ نو هېڅ کږلېچ پکې راته محسوس نشو. ښه په روانه او ساده ژبه ژباړل شوى دى، هن که څه لږ- ډېر کړچ پکې مخ ته راغلى دى؛ نو سبب يې دادى، چې د افغانستان ژبپوهنې، اصطلاحاتو او علامتونو سره زيات بلد نه يم، نور ګنې ستاسو هڅه ډېره کاميابه ده.

دې ناول (کيمياګر) ته ځانګړى ځکه وايم، چې دې کې انساني مينه، د ژوند معاملې او چارې او د چاپېريال ستونځې په روايتي بڼه کې نه دي ښودل شوې. د لارښوونې اصول او انداز هم فطري دى؛ بلکې ټول ناول يوه تمثيلي او علامتي بڼه لري. د يو عام انسان ذهن ته، چې څومره خيالونه -که د خارج په اثر راځي او که د داخلي کيفياتو هېنداره وي- د انسان خوښه- ناخوښه، مقصد او مرام، بيا خپل مرام ته د رسېدو هڅه او تکل. د ناول شپون يو مرکزي کردار ددغو ټولو مرحلو څخه د خپلو جذباتو، احساساتو، خواهشونو، ارمانونو او هوسونو په بدرګه کې تېرېږي. "کيمياګر" او "سالم پاچا" په ښکاره خو لارښوونکي کردارونه دي؛ خو دا کردارونه د "شپون" په عقيده وهم، احساس يا فکر و تصور کې لاسوهنه نکوي. د ښو او بدو يا د کاميابۍ او ناکامۍ په منځ کې د توپير کرښه هم نه راکاږي؛ بلکې شپون، چې کوم مقصد او مرام (خزانې ته د رسېدو) ټاکلى دى ددغه مرام منزل يا ټاکلى هدف رښتينولي هم نه ورسره کوي؛ بلکې دې ته يې چمتو کوي، چې خپله اراده

ټينګه ولري، سفر جاري وساتي او هدف ته د رسېدو پورې د سفر په مهال کې څومره حادثې پېښېږي ښې او بدې لمحې راځي، که سيلۍ وي او که توپان، دى ښه په اخلاص او د زړه په تسلۍ خپل ټاکلي منزل ته ورسي، د ژوند ټول حقيقتونه ور په ډاګه شي، د خپل زړه په سمون د نړۍ روح وپېژني او د ژوند خزانه هم وپېژني او يو ابدي سکون محسوس کړي.

زه ورته په دې هم حيران شوم، چې زما دپاره د پاولو کويلهو ددې ناول مرکزي نکته، د قرآن پاک د يو آيت "وَ فِيْ اَنْفُسِکُمْ اَفَلاَ تُبْصِرُوْن" معنوي انګازه محسوسېږي.

په "کيمياګر" کې ځاى پر ځاى داسې جملې او خبرې انساني فکر ته بلنه ورکوي، چې پخپل عقل- فکر دې غوړېدلي کاينات ته وګوري، چې انسان د نړۍ روح ته ورننوځي؛ نو پټې خزانې به بيامومي:

حسن کا گنج گرا نمايه تجهې مل جاتا

هائې فرهاد نه کهودا کبهى ويرانۀ دل

(اقبال)

د ناول په ١٢٢ مخ کې دا بيان لوستونکي ته توجه ورکوي:

"په نړۍ کې هر څيز ارتقا کوي او د هوښيارانو لپاره سره زر هغه ماده ده، چې تر ټولو مادو زياته ارتقا يې کړې ده".

بيا ورپسې وايي:

"بنيادم د هوښيارانو په خبره ونه پوهېده او سره زر د ارتقا د نخښې په ځاى د جګړو بنسټ وګرځېدل.

... دوى ته پارس په لاس ورغى، چې دوى وپوهېدل، چې کله يو څيز ارتقا کوي؛ نو له هغه سره چارچاپېره نور ټول څيزونه هم ارتقا کوي...

... د بل په برخليک کې ګوتې وهونکي خلک کله هم خپل برخليک نشي موندلاى".

دا قسمه خبرې د کاڼي کرښې بلل کېداى شي، چې نه يواځې د انسان ځاني؛ بلکې ټولنيز او نړيوال ژوند کې مرسته کولاى شي.

نړيوال معيشت کې "سره زر" نن هم زيات ارزښت لري، په انساني ټولنه کې يو مقام لري؛ خو که موږ د زړه خبرو ته غوږ شو؛ نو زيات قيمتي او ارزښتناک انسان پخپله دى، د رحمان بابا په نظر کې خاورې، سره زر کول هنر نه دى، هنر دادى، چې "سره زر" خاورې کړلى شي.

والسلام

م. ر. شفق

٧ فروري، ٢٠٠٩ع

 

 

ملګري ته لــېږل

شاته تلل

چاپــول

 
 

DanishPress.Com 1987 Contact