د پاڅون دوه مياشتنۍ مجلې- مردان د ستمبر- اکتوبر ٢٠٠٨ په ګڼه کې مې د ډاکتر چراغ حسين شاه يوه ليکنه د خوشال او هنر تر سريك لاندې ولوسته، چې ښاغلي مشر پکې په خوشال خټک ځينې بې بنياده او بېځايه نيوکې کړې وې، چې لوستونکي به يې په پوهې شکمن شي، چې چېرته بېسده خو نه دى لګيا.
هغه ليکي:
"ده ته د يورپ له لوري پورته شوي د توپان (نشات ثانيه) د شدت فهم او ادراک نه و او نه ورته ددې د وروستو اثراتو اندازه وه د ډېرو هنرونو او علمونو په باره کې يې خيالات، نظريات او معلومات زاړه او فرسوده او د قيانوسي و او د عصري تقاضو نه بې خبره، خپل حال کې مست د هاتي غوږ کې اوده پروت مفکر و".
ډاکتر صاحب ته به شايد معلومه وي، چې کروسيډز د اسلام په ترڅ جنګ کې پاتې راغله؛ خو نوي خيالات او اسايشات د اټلي (ايټاليې) په لاره Europe (اروپا) ته تلل پيل شول او د يو يوناني مفکر سيليريس مطابق نشات ثانيه ته نغوته له يونان نه پيل شوې وه، كله چې سلطان محمد فاتح (١٤٨١-١٥٥١ع) د عيسائيت مرکز قسطنطنيه واخيسته؛ نو دلته موجود د يونان فنکاران ايټاليې ته لاړل؛ خو په حقيقت کې خپله اروپا هم په دې حواله تر ډېرې مودې د Cultural League (نفسياتي خليج) له ستونځې سره مخ وه، نوي ايجادات يې پکارول؛ خو نوي انکشافات او خيالات يې نه منل او د دوى د ردولو هڅې به يې کولې. په برونو، ګليليو او کوپرنيکس او نور هم مقدمې او محاسبې وشوې، هم. دغه نفسياتي ستونځه ښايي پخپله په اروپا کې د نولسمې پېړۍ تر ړومبۍ نيمايي پورې وکټورين تصورات ؛ خو ژوندي وو. سړيو په يو ځانګړي انداز کې نسوار اچول، ښځو به لويې لويې لبادې اچولې، د مېز او څوکۍ پښې به هم پټولى شوې، چې دې نه ورته هم د فحاشۍ بوى ورتلو؛ نو په دې صورتحال کې د اروپا نه په زرګونه ميله لرې ناست د اکوړې سراى له يوه خټک نه دا ګيله لرل، چې هغه ته د نشات ثانيه د توپان د شدت ادراک ولې نه و، چې خپله هم ورسره يو روى د اشرافيه په ذهني توګه ډېره وروسته پېژنګلو مومي، يواځې يوه كركه او دښمني كېداى شي او يا بئا ناپوهي (؟!)
کولمبس، مارکوپولو په دريافت، کوپرنيکس، ګليليو په ساينس، مايکل اينجلو، ليونارډو ډوانڅي په مصورۍ، شېکسپېر، کرسټوفر مارلو په شعر و ادب، مارټن لوتر او جان کيلون په مذهب کې ددې مثالي استاځي ګڼلى شي، چې هر يو پخپل خپل ميدان کې نوې نوې لارې جوړې کړې دي؛ ځکه د دوى په هکله ګريس او اينجلو پخپل مشهور مشترکه ممون نشات ثانيه کې ليکي:
“Each in his own way represented the Spirit of Reniassance. The desire to question and develop human and achievement”.
له دې نه دا ثابته شوه، چې دغه نغوته د نوي والي (تجديد) د روح نغوته وه او دا يواځې په ساينس پورې نه وه، چې څنګه يې ډاکتر چراغ پخپل مضمون کې ډېر په چابک دستۍ ښودل غواړي او دا د ژوند په هر اړخ کې روانه يوه خوره- وره نغوته وه او چې بيا موږ د هغه اعتراض په رڼا کې ددغو فنکارانو د فن جاج اخلو ، چې ډاکتر چراغ په خوشال کړى دى؛ نو يقيناً، چې دوى هم راته د هاتي (فيل) په غوږ کې اوده ښکاري. مثلاً موږ اعتراض کولاى شو، چې دې ډوانڅي د موناليزا د موسکان پر ځاى د Thermometer تصوير ولې نه دى رغ کړى؟ مايکل انجلو د مسيح د مجسمې پر ځاى د ډيزل انجڼ مجسمه ولې نه ده جوړه کړې؟ مارټن لوتر د اعتراف پر ځاى په دوربين کې ولې مضمون نه ليکلو؟ شېکسپېر د اوتېلو پر ځاى ولې په هوايي پمپ ډرامه نه ليکله؟ خصوصاً ډوانڅي خو بيا ډېر سزاوار دى، چې د چورلکې ړومبۍ خاکه او پېراشوټ هم ده جوړ کړي دي، چې دوى پر ساينسي ايجاداتو مصوري نکوله؟ ښکاره دې وي، چې دغه ټول ياد شوي ايجادات ډاکتر چراغ پخپل ليک کې سره د ايجاد د کاله ذکر کړي او بيا يې په دې رڼا کې په خوشال خټک نيوكې کړي دي؛ خو ښکاره ده، چې څنګه د ډاکتر چراغ دغه نيوكې په خوشال خټک بېځايه دي، دغسې يو صحيح الدماغ سړى به زما دا نيوكې هم ګپ وګڼي. برتانيې ته د نشات ثانيه زور د ملکې الزبېت (١٥٥٨-١٦٠٣) په حکومت کې را رسېدلى و، چې برتانيې خپل زوړ اسپين باندې بحري برتري وموندله او د اروپا اجاره دار شو. په دغه زمانه کې په برتانوي شعر و ادب کې سر والټر ويلې (١٦١٨-١٥٥٢ع)، کرسټوفر مارلو (١٥٩٣-١٥٦٤ع)، ويليم شېکسپېر (١٦١٦- ١٥٦٤ع) غوندې وګړي زېږېدلي وو؛ خو متاسفانه، چې په دوى کې يو کس هم په بيرو ميټر نظم ونه ليکلى شو او نه يې په ليکنو کې ساينسي اغېزې او انکشافات موندلى کېږي. له دوى نه وروسته دور كې برتانوي شعر و ادب کې د خوشال خټک معاصرين راځي. بين جونسن (١٦٣٧-١٥٧٤)، جانس بېنن (١٦٨٨-١٦٢٨)، جان ملټن (١٧٠٠-١٦٣١ع)، جېمسن شرلې (١٦٦٦- ١٥٩٦ع) څه لږ مخکې وروستو د خوشال خټک داسې معاصرين دي، چې د ډاکتر چراغ ټولې نيوكې په دوى باندې سمې راځي؛ خو عجيبه ده، چې تراوسه پرې يوه انګرېز کره کتونکي هم دغه نيوکې نه دي کړې، دغه سعادت يواځې د ډاکتر چراغ په قسمت کې ليکلى و.
د نشات ثانيه په مرکز کې له اوسېدو سره سره د دوى معلومات او خيالات هم فرسوده او د قيانوسي وو، کنه نو بن جانسن به په ډاينا ديوي ثنايي سندره (Hymn to DIANA) نه ليکله. شرلې به د لارډ کرامويل له لاسه د چارلس اول په انجام نظم (Death of Leveller) نه ليكه. رچرډ لوليس به د خوشال خټک غوندې پخپل قيد و بند نظم (To Althea from Prison) نه ليکلو. جان ډراييډن د کايناتو پنځ (تخليق) ته په دېومالايي کې له کتلو نه پس ته نظم (Power of Music) نه ليکلو. پاپ اليګزنډر به په صبر و شکر نظم (Solitude) نه ليکلو. جان ملټن به د خير و شر په ازلي کش- مکش کې په ورک شوي جنت (Paradise Lost) او بياموندلى جنت (Paradise Regain) نه ليکلو.
دغه ټول ياد شوي ادبي کارونه ددغو ليکوالو شاهکاره فن پارې ګڼلى شي؛ خو که د ډاکتر چراغ په عينكو ورته ګورو؛ نو دا هسې چټيات دي او دغه ټول د اعلى درجې ليکوالان د هاتي (فيل) په غوږ کې ښه پاخه اوده او پخپل حال کې مست دي.
ډاکتر چراغ حسين شاه نومى دغه ليکوال مخکې داسې جامه فرسايي کوي:
"د اعلى پايې د شاعر ذهني او فکري الوت (عصري، معاشرتي، ذهني مجبورۍ) پابنديانې او حدونه پار کړي".
يعنې خوشال خټک د اعلى پايې شاعر نه دى(!!) نه پوهېږم، چې ډاکتر چراغ د عصري بريدونو ماتېدنه څه ته وايي؟ کېداى شي دې نه د هغه مراد د پټيو پولې وي. که ډاکتر چراغ لږ غوندې هم د انصاف نه کار اخيستى وى؛ نو په دې به پوه شوى و، چې خوشال خټک دغه نوي بريدونه په ډېره ښه توګه مات کړي دي، هغه د غزل د ټول تاريخ ړومبى شاعر دى، چې د غزل غزال يې د دشت سويس د وينو خوړلې زړې خانقاه نه راخلاص کړ، چې د هغه وخت ځانګړي مذهبي او متصوفانه چاپېريال کې يې چا سوچ هم نشو کولى. غزل، چې د رودکي نه پيل شي؛ نو سنايي غزنوي ړومبى غزلګو دى، چې د غزل مخه يې د روايتي حسن و عشق له تذکرو نه تصوف ته واړوله. په هغه پسې عطار، شبيستري، رومي، مشهدي، شيرازي او جامي ټولو که څه لږ- ډېر بدلون راوستى دى؛ نو هم د تصوف په روايت کې دننه دى؛ خو خوشال خټک سره له دې، چې د تصوف منونکى و، دغه روايت يې مات کړ او قامي، سياسي، ټولنيزې، اروايي او ښکلاييزې حوالې يې هم را پيدا کړې.
د خوشال خټک له انګرېز معاصرينو نه پس ته به اوس لږ د اتلسمې او نولسمې پېړۍ د ځينو نوموړيو شاعرانو جاج د "چراغ فارمولې" په رڼا کې واخلو.
رابرټ برنس (١٧٩٦-١٧٥٩)، شيلې (١٨٢٢-١٧٩٢)، بلېک (١٨٧١-١٧٥٧)، ټيني سن (١٨٩٢-١٨٠٩)، سټيونسن (١٨٩٤-١٨٥٢)، رچرډ برپام (١٧٨٦-١٨٤٥)، ميتيو آرنلډ (١٨٨٨-١٨٢٢)، لارډ ميکالې (١٨٥٩-١٨٠٠)، کالرج (١٨٣٤-١٨٨٩)، کيټس (١٧٩٥-١٨٢١)، ګيررډ هاپکنز (١٨٨٩-١٨٤٤) او دغسې نور بلا شاعران دي.
له دغو پېړيو نه پس، چې د شلمې پېړۍ نوموړي شاعران ګورو؛ نو هلته هم دغه صورتحال دى، هېچا پکې په ترماميټر او ډيزل انجڼ باندې نظم نه دى ليکلى؛ لکه اينډريوينګ (١٨٨٥-١٩٧١)، جوډت رايټ (١٩١٥ زېږېدنه)، سلويا پات (١٩٦٣-١٩٣٢)، ټوري ډنټ (١٩٥٢ زېږېدنه)، ډيلن تامس (١٩١٤-١٩٥٣)، ټيسي منډ (١٩٦٢- ١٩٠٢)، سټال وردي (١٩٣٥ زېږېدنه)، سټيفن سپنډر (١٩٠٩ زېږېدنه)، سميت سټيو (١٩٠٢-١٩٧١)، ورنن نسکنيل (١٩٢٢ زېږېدنه)، سيګفرډ (١٨٨٦- ١٩٦٧)، ايلن روس (١٩٢٢ پيدايښت)، ليوس ميکانيس (١٩٠٧- ١٩٦٣)، کيت ډګلس (١٩٢٢-١٨٤٧)، روزميکالې (١٩٥٦-١٨٨٩)، برين پيټن (١٩٤٦ پيدايښت)، رابرټ فراسټ (١٩٦٣- ١٨٤٧)، ټيډهګس (١٩٣٠ پيدايښت)، اى اى کمنګ (١٨٩٦- ١٩٦٢)، گيلس ډګزې (١٩٧٤- ١٨٩٣)، ليټس (١٩٣٩- ١٨٦٣)، هنري ډيوس (١٨٧١- ١٩٤٠)، ډبليو ايچ اډن (١٩٧٥- ١٩٠٧)، فلپ لارکن (١٩٢٨ پيدايښت)، رچرډ کيل (١٩٢٧ پيدايښت)، هيري بلوک (١٩٥٣- ١٨٧٠) او دغسې نور هم بلا انګرېز شاعران دي، چې په شلمې پېړۍ کې يې هم په ساينسي ايجاداتو ليک نه دى کړى، يا به دا ووايو، چې ساينسي شعور يې د وجدان توکى نه دى جوړ شوى او نه يې د خوشال خټک غوندې د خپل دور ساينسي او تخنيکي پرمختګ کې برخه اخيستې؛ لکه څنګه، چې د ډاکتر چراغ په اند خوشال خټک ته هم پکار وو. دغه شاعران به هم پرېږدو، د سوويټ يونين (شوروي اتحاد) د ځينو هغو شاعرانو جاج به واخلو د کومو کلام، چې د آيډيالوجۍ جبر او د ډيماکلز نه راوتى دى او سوچه مارکسسټ شاعران ګڼلى شي. مثلاً اريکلي باشيزده ١٩١٩ پيدايښت، مارګريټا ١٩١٥ پيدايښت، کولسکي ١٩٣٧- ١٨٩٦، ايسيوف ١٨٨٩- ١٩٦٣، بروفکا ١٩٠٥ پيدايښت، انااخمتوفا ١٩٦٦- ١٨٨٩، وينوکوروف ١٩٢٥ پيدايښت، اوجرس وسټس ١٩٣٣ پيدايښت، ارون ډګلس ١٩١٨ پيدايښت، ګيلکن ١٩٦٠- ١٨٩٧، رسل حمزتوف ١٩٢٣ پيدايښت، آييون ډريک ١٩٣٦ پيدايښت، کرسانوف ١٩٠٦ پيدايښت، کوليف ١٩١٧ پيدايښت، پاسټرناک ١٨٩٠-١٩٦٠، پاروز سيواک ١٩٢٤ پيدايښت، ميروزتورسم زادې ١٩١١ پيدايښت، ولادي مير ټيسين ١٩٢٣ پيدايښت، ايليا اپرن برګ ١٨٩١- ١٩٦٧، ياشين ١٩١٣- ١٩٦٨، سرګي ميکالوف ١٩١٣ پيدايښت، بلکې نکولاى ايسيوف؛ خو په بلبل، سسموييل مارشک په ګل لاله، مايز لټن په پستو پستو شونډو او پاسټرناک په حوا بي بي هم نظمونه ليکلي دي. سوال دادى، چې اخر ولې دا دومره ډېر او ښه لوى لوى شاعرن په "چراغ فارموله" برابر نه دي. ددې وجه داده، چې چراغ فارموله خپله غلطه ده. د ساينس، چې څنګه اېغ په نېغه مذهب سره تړون نشي کېداى دغه حال د شعر و ادب دى. شاعر نه دا هيله لرل، چې دى به د ساينس انکشافات او تجربې هم په شاعرۍ کې ځايوي مازې د جهالت پيداوار دى. ساينس البته تر يوه حده د موضوع په نسبت په نظم کې په شاعرۍ اثر انداز کېداى هم شي؛ لکه د کاييسين کوليف نظم Arcidsmoke of Heroshima، د م ر کډي کوليشوف نظم My Clock is not Sun، د لوګوسکي نظم Photograph، د سلوټسکي نظم Physicists and Lyricists، د ډيلن تامس The Hand that Signed Paper، د سميلياکوف نظم Worker Cantains، د اډن نرم This City has ten million Souls، د ايلن روس نظم Night Petrol، د سيګفرډ ساسون نظم The General،د رابرټ بروک نظم The Soldier، د عزيز حامد مدني نظم Operation Theater، د مجيد امجد نظم Autograph، د مختار صديقي نظم Announcer، د رابرټ روز نظم Redition Sickness او دغسې نور بلا نظمونه، چې د يو شاعر تخليقي وجدان ته يې رسايي موندلې ده؛ نو هغه قلم ته سپارلي دي، چې لوړ ساينسي او ټولنيز شعور وړاندې کوي.
په پښتو کې په دې حواله اندېش شمس القمر خصوصاً د يادونې وړ دى، چې زه ورته د صنعتي تراژيدۍ غزلګو وايم. هغه ته که د نوي غزل بابا وويلى شي؛ نو بده به نه وي، چې د نويوالي په فکر کې مازې نوي مضمون او موضوع ته تر غاړى وتى نه دى؛ بلکې شاعرانه حيثيت او خلاقانه بصيرت يې هم په ځاى او په توازن ساتلى دى او د يو سوچه شاعر غوندې يې ويژن او الوژن او د هنر او فطرت تر منځه موجود توپير هم د نظر لاندې ساتلى دى. د عصري ژوند اثرات که په هنر کې د موضوع جوړېدو برعکس د کومې موضوع ضمني برخه جوړه شي؛ نو زيات غوره شعريت ترېنه زېږي، چې په پښتو کې يې د اندېش شمس القمر شاعري مثالي بېلګه ده، چې له پخوا نه را روانو شعري تصوراتو کې د نوي زماني- مشيني دور سره تړلي احساسات او تحرکات داسې ورجذب او له اغېز لاندې راولي، چې په پس منظر کې يې د اوسېدو باوجود د شعر ټول منظر مرهوني منت وي:
اى د غـنمو زاره چاوى غمه مړ دې کړمه
چې غورځېدلى د اوربشو له امباره نه وى
لکه څنګه، چې په دې شعر کې د آدم و حوا او د غنم د دانې اسرايلي روايت د اوسني دور له ټولنيزې- اقتصادي مسئلې سره په فنکارانه طريقه ګنډلى شوى دى د زاره چاودنې په محاوره کې د غنمو د دانې له چاود سره لطيفه نکته پرې زياته شوې ده؛ خو په حقيقت کې په دې کې د زوړ پښتون کلتور د ورکېدو سانده ده، چې اوربشې پکې د غنمو په ځاى اهم خوراک و. لوى ادب، غوره ادب او ښه ادب د خارجيت يا حقيقت نه دغو دواړو ته د ليکونکي تخيلاتي يا فکري Approach نه را ټوکېږي؛ ځکه د ډاکتر چراغ نه دا پوښتنه کېداى شي، چې د ادبي نړۍ منل شويو سترو فنپارو ډيواين کاميډي، دي فاوسټ، پيراډايز لوسټ، اوتيلو، ګيتانجلۍ او جاوېدنامه کې څومره څه ساينسي انکشافات او اکتشافات دي؟ او لکه څنګه، چې نشته؛ خو بيا بايد د ډاکتر چراغ د تسلۍ او حمايت لپاره ومنئ، چې دانتې، ګويټې ملټن، شېکسپېر، ټايګور او اقبال هم د فيل په غوږ کې اوده وو.
ډاکتر چراغ مخکې ليکي:
"د خوشحال مقابله کې د فارسي اردو بې مثال شاعر اګر که د خوشحال نه سل کاله وروستو پيدا شوى خو د مغرب د لوري نه د راتلونکي د نوو تبديليانو ورته ډېر ژور احساس و".
دلته خبره سمه؛ خو مثال يې ناسم ښکاري. سل کاله ډېر لوى عمر دى په لس کاله کې، چې نړۍ څنګه په بله اوړېداى شي د هغې اندازه د ١٩٩٨ نه د ٢٠٠٨ لسيزې نه په اسانه لګېداى شي. نوموړى نقاد سليم احمد په "کتاب غالب کون؟" کې څه داسې ليکي، چې د غالب په شاعرۍ کې د ماتې او پرېکړې عمل د مغرب له کلتوري راتګ سره تړلى دى. له غالب نه مخکې ټولنه يوه ګنډلې ټولنه وه، [ې په خارجي سطحه انسان کاينات او
ماوراء کاينات او په داخلي سطحه د محسوسات تعقلات او جبلت تړون په ځاى و او د خارج او داخل اکايۍ کې چاود نه و راغلى؛ خو ډاکتر وزير آغا ددې نقطه نظر خلاف پخپل مضمون "غالب کې بارې ميڼ سليم احمد کا موقف" کې ليکي، چې د غالب په وخت کې لا مغرب پخپله وکټورين اخلاقيات نه تېرېده او د تنويت نظريه لا د فلسفيانه مباحثو موضوع وه. د منقسم شخصيت کرب د غالب نه پس ته صنعتي دور کې پيدا کېږي، چې کاريګر په نيم مشين او نيم انسان کې بدل شو. په دغه دور کې برصغير په ټولنيزه حواله مربوط او منظم و او د کور- کلي اکايانې ماتې نه وې؛ ځکه د غالب په راتګ کې د ټولنيز بدلون عنصر نشته. دا لکه د ګوتم بُد غوندې راتګ و، چې هغه ته د کور او شخصيت سلامتي اکايانې نصيب وې.
د ډاکتر وزير دغه دليل هم ډېر زورور ښکاري؛ خو لږه غوندې تجزيه غواړي. دا سمه ده، چې مغرب په دغه وخت کې خپله وکټورين دور نه تېرېده او د هربرټ سپنسر د ټولنيز پرمختګ د چارلس ډارون د نوغي پرمختګ، د ميکډوګل جبليات تيوري، د نتزشې الحاديت، د سيګمنډ فريوډ جنسيات، د رسل لا ادريت او د سارتر هستيت ډېرې وروستۍ خبرې دي؛ خو دې ته لاره د عقليت، تجربيت او ماديت هغو فکرونو مخکې نه هواره کړې وه، چې د مغرب اشرافيه طبقه کې د بحث موضوع وه او همدغه اشرافيه طبقه د استعماريت په ډول په بر صغير کې حکمرانه وه، چې دغه مباحث يې د هندوستان طبقه اشرافيه ته هم وروبښل، چې غالب يې هم يو غړى و. په دغو مباحثو کې يو خوا سر سيد احمد خان په مادي او عقلي توجيهاتو اډانه تفسير قرآن وليکلو، بلخوا يې د مرزا غالب نه د ديوان غالب موجوده شاعري راوباسله. په ښکاره خو دواړه د دين و مذهب په حواله د تشکيک دي؛ خو سر سيد احمد خان د هغه وخت فارغ التحصيل و او د دين او دنيا په حواله يې بنسټيز فکر جوړاوه؛ ځکه خپل شک او تشکيک ته عقلي او منطقي جوازونه لټوي او د قرآن کريم تفسير پرې ليکي؛ خو د غالب مسئله لږه بېله وه يو خو هغه د کوم مکتب نه باقاعده زده کړه نه وه کړې، بل په روايتي توګه عالي شيعه و. د ړومبي احساس کمترۍ تلافي خو هغه داسې وکړه، چې ځانته يې يو تخيلاتي استاد عبدالصمد ايرانى جوړ کړ، چې محققين يې جعلي شخصيت ګڼي. دغه د هغه په مذهبي عقايدو هم د سيد احمد شهيد، چې اهل حديث و تحريک د شک و شبهې اثرات پرېباسلي وو او دغه تحريک، چې وروسته اصلاحي نه، عسکري شو او پښتونخوا ته ورواوړېده؛ نو په دغه وخت کې مرزا غالب د مولوي فضل حق خير آبادي سخت متعقد شو، چې د سيد احمد شهيد سخت مخالف و. احمد رضا خان د برېلوي متکب فکر بنياد هم ددغه فضل حق په افکارو ايښى دى. دا مکتب فکر د شيعه او سني تر منځه دى او دغه ټول صورتحال د مرزا غالب ذهني نا انډولتيا په ګوته کوي. د هغه شيعه عقايد د سيد احمد شهيد نغوتې په هلکوانه کې جړقولي وو، دپاسه پرې د انګرېزي کلتوري د ماديت له روح سره راتله لا ورزيات شو، چې د مشرقي کلتوري د الهيت د روح بېخي اپوټه و. په پايله کې غالب د فکري انتشار ښکار شو؛ خو ولې شاعرانه تخيل کې مخکې نه د بېدل ژوروالي نه متاثره و او شاعري هسې هم د باقاعده علم يا نظريې پر ځاى د منشر فکر نه زياته رنګيني، تنوع او نفسياتي پېچيدګي اخذ کولى شي او بيا خصوصاً د غزل شاعري؛ نو دغه وجه وه، چې د غالب دغه Confusion د هغه لپاره هغه وخت غوره وګرځېده، چې کله دوه- درې نسله پس د تهذيبي سوچ منظرنامه بدله شوه او د لارډ ميکالې نظام تعليم نه راوتي خلک په شعر و ادب کې لکه د ځوځو ماځوځو راګډ شول. دوى هم د غالب غوندې د خپل تهذيب و تمدن او دين و مذهب په هکله هغسې د شک و تشکيک ښکار وو څنګه، چې غالب و؛ بلکې دده نه هم ډېر وو؛ ځکه چې مغرب تهذيب په روحاني توګه ړومبي نړيوال لام سره د تباهۍ اخري بريد ته رسېدلى و؛ نو دغو ځوځو ماځوځو، چې غالب اوچت کړو؛ نو تر اوسه لا لاندې نه دي راکوز شوي او نه يې اوس امکان شته دى.
د غالب په شاعرۍ کې د منقسم شخصيت دا عکسونه د صنعتي الميې نه د مذهبي الميې نه راوتى دى، چې ډاکتر وزير آغا پرې غلط شوى دى او سليم احمد يې هم بيا ځواب نه و کړ. دغسې له هغه سره د ګوتم بُد مثال هم ناسم دى؛ ځکه چې ګوتم بُد مصلح؛ بلکې نبي و، چې په قرآن کې ورته د ذوالکفل (کپل والا) په لقب اشاره شوې ده. نبي د کور- کلي خارجي اکايۍ ته نه ګوري؛ ځکه چې د هغه کار طبيعيات نه مابعدالطبيعيات سره وي، هغه خارجي اکايانو کې د راتلونکې تباهۍ او بربادۍ نه مخکې زمانه کې هغه وخت پيدا کېږي، چې کله د ټولنې باطني اکايانو کې تضاد او انتشار راشي او د ټولنې مابعدالطبيعيات او يا له دې نه هم په بره سطحه الهياتو کې څه کمى- زياتى راشي، چې دغه هم په اخر کې د خارجي اکايانو په انتشار او تضاد راولاړېږي؛ نو مصلح او نبي ددغه مابعدالطبيعياتي انتشار او تضاد د سمون لار- ګودر ښيي او چې دغه ونشي؛ نو بالاخره دغه قامونه د خارجي انتشار سره مخ شي او په انتها کې تباه و برباد شي. د غالب نه لا بلا مخکې په مغرب کې د ډيکارټ ريني د تنويت له رويه سپرټ او مېټر بېل شوي وو. په دغه تناظر کې غالب هم ويلي دي، چې موضوع او معروض بېل بېل دي:
اصل شهــــود و شاهد و مشهود ايک ښـــــې
حيران ښوڼ پهر مشاهده ښې کس حساب ميڼ
د غالب دغه کنفيوژن د هغه په شاعرۍ کې سکوټ قنوطيت، تشکيک، الحاد او تضحيک راپيدا کوي او يواځې بس خپله هستي د حق و باطل معياري سند ګڼي څنګه، چې دغه رويې موږ د مغرب مختلفو فلسفيانو کې هم وينو:
غم هستى کا اسد کس ښو جُز مرګ علاج
شمع هر رنګ ميڼ جلتى ښـــې سحر ښونـــې تک
اپنى ښستى ښى مې ښو کچهـ ښو
آګښى ګر نښيڼ غفلت هى سښى
ايسې جنت کا کيا کرې کوئى!
جسميڼ لاکهوڼ برس کى حوريڼ ښو
ايماڼ مجهې روکې ښــې جو کهينچــې ښــې مجهې کُفر
کعبه ميرې پيچهـې ښــې کليسا ميرې آګې
ددې په مقابله کې د خوشال د دور اشرافيه طبقه لا د مغربي تهذيب سره نه وه مخ شوې او په هره حواله دغې طبقې په داسې ټولنه کې ژوند کاوه، چې د مابعدالطبيعيات د الهيات رګ و ريښه او تار و تنسته يې سهي سلامت وو او ټول مباحث يې د تصوف او مذهب نه تاوېده راتاوېده؛ ځکه که د هغه په شاعرۍ کې د تصوف له رويه د پيدا شوي عقيدوي جبر له کبله قنوطتي هم راځي؛ خو د يو عالم په توګه هغه د قرآن د رجايي تصور نه مرسته اخلي. دغسې هغه په دين او مذهب نه د دوى په غلط استعمال په مذهبي پېشواګانو معترض دى:
عالم واړه د اندوه په درياب ډوب دى
کله کله له دريابه سر بلند كا
چې حلال کسب يې نه وي شکرانې خوري
خداي بځن په شېخۍ د رحمکار يم
اطاعت د اولى الامر ځکه نکړم!
خليفه د زمانې په زړه کافر دى
له دې نه اندازه کېداى شي، چې د هغه مسئلې له ذاتي نه زياتې اجتماعي دي يا شايد هغه ورته د خپلې ټولنې د روح عين مطابق په اجتماعي نقطه نظر ورګوري. ماته پته نشته، چې ډاکتر چراغ د ادب ډاکتر دى، كه د بل څه خو په كوم ډول چې دى پر خوشال نيوكې كوي، نو له هغې نه يې ماته لږه لږه اندازه لګي.
ډاکتر چراغ مخکې ليکي:
"د ادب ميدان کې د شعر په هنر زور کوي؛ خو د پښتو عروض نه مومي د عربۍ عروض يې ذهن کې وو، کېداى شي د يوروپي ژبو عروضي نظام نه د واقف کېدو نه پس يې څه ګټه پښتو ته هم راوړې وه".
اصولاً د مخکې شوي بحث په تناظر کې دغه خبره هم کنډم شوې ده، د نابغه مطلب دا هر ګز نه دى، چې ليکونکى دې علامة الدهر هم شي. نابغه لغوي معنو کې فصيح البيان او اصطلاحي کې د يو مخصوص ميدان حکمان ته ويلى شي، چې ددې په هر ګوټ يې ژور نظر وي؛ لکه څنګه، چې د خوشال خټک په شعر و ادب دى هم در اصل دغه ګيله د هغه په ځاى د حمزه شينواري نه کېداى شي، چې په شلمه پېړۍ کې د ډاکتر چارغ قربت کې همدغه ګټه پښتو ته نه ده راوړې او د تصوف بوسيده خانقاه کې يې مراقبه کړې وه او د نويو تحريکاتو نه يې غزل کې څه خاص استفاده نه وه کړې. په انګرېزۍ کې په بنيادي توګه بحث (Meter) او سېلابونه (Syllables) په څلورو ارکانو (Feets) جوړېږي. دا ارکان دادي:
ړومبى، Iambic، چې په ړومبۍ څپه يې دباو (Stress) نه وي او دويمه وي، صورت يې داسې دى: (_ ).
دويم، Torchaic، چې په ړومبۍ څپه يې دباو او په دويمه نه وي، صورت يې داسې دى ( _).
درېيم، Ana Paestic، چې په ړومبنيو دوو څپو يې دباو نه راځي او په درېيمه راځي، صورت يې داسې دى: (_ ).
څلورم، Doctylic، چې په ړومبۍ څپه يې دباو نه وي او په دويمه اودرېيمه څپه يې دباو برابر راځي، صورت يې داسې دى:
( _).
له همدغو څلورو ارکانو نه بحرونه جوړېږي.
مثلاً که په بحر کې پېنځه ارکان وي؛ نو دې ته به د تعداد په لحاظ Penta Iambic Meter ويلى شي او که شپږ ايمبک ارکان وي؛ نو دې ته به Hexa Iambic Meter ويلى شي. له دې نه علاوه نور ارکان Sponde (_ _)، Pyrrhic ( ) او Amphibrach ( - ) په نامه هم شته دى؛ خو دې ته پښتو کې هېڅ ضرورت نشته دى. د پښتو شاعري خپل يو فطري نظام دى، چې د ټکيو له ادا کولو نه اوازونه راټوکېږي. شاعري هسې هم د پر تکلف عروضي نظام پر ځاى د شاعر د ذهني او باطني ميوزيک نه اخيستل کېږي، ګوندې خليل احمد بصري، چې د عربي عروض يې وړاندې کړي دي هغه به د عربي له ټولو نه لوى شاعر هم و، حال دا چې د عربي شاعرۍ بهترين دور د جاهليت د شاعرۍ دور دى، چې د پښتو د ټپې غوندې به پکې قافيه هم رديفا وي. بيا که دغه عروضي نظام د څه ګټورې نکتې حامل و؛ نو ورپسې به د زحافات دور نه راتله، چې کوم شاعر هم دغه د نظام کوم بحر د فکر و نظر لاره کې يا خپلې باطني موسيقۍ سره خنډ ګڼلى؛ نو انحراف يې ترې کړى دى، که دغه قسمه د بيروني او پرديو ژبو عروضي نظامونه د شاعرۍ اهميت سيوا کولاى شواى؛ نو سمندر خان سمندر به له ټولو نه لوى شاعر و.
ډاکتر چراخ مخکې ليکي:
"ده (خوشحال) به ضرور يوروپي پاديانو ډاکترانو سره ليدل کتل کړي وي او د بدلېدونکې دنيا رنګونه به يې نظر نه تېر شوي وي؛ خو افسوس، چې د يو عبقري او رسا ذهن باوجود يې دې ايجاداتو او فلسفو ته اهميت نه دى ورکړى".
عبقري برتر او هيښند (حيرانوونکي) ته وايي. پوښتنه دا راولاړېږي، چې که په خوشال کې دغه ځانګړنې نشته؛ نو ډاکتر چراغ ورته ولې عبقري ذهنه وايي؟ بله خبره داده، چې اکوړى له ډيلي نه بلا لرې پروت دى او خوشال د مغولو يو ورکوټى غوندې منصبدار دى، چې نن- سبا يې موږ د يونين کونسل له نظام سره مشابه ګڼلى شو.
ډاکتر چراغ خپله ليکي، چې مغول بادشاه نورالدين جهانګير د تهامس رو ګړۍ مسترده کړه. له هغه وړاندې ليکي، جلال الدين اکبر چاپخانه خانه مسترده کړې وه؛ نو په داسې حالاتو کې د مغوليه سلطنت يو ورکوټى منصبدار څه کولاى شي؟! او بيا، چې دور هم د محي الدين اورنګزېب عالمګير و، چې په مذهبي حواله تشدد پسند و.
ډاکتر چراغ، چې د هغه نه کومه تمه لري، يعنې په ساينسي او تخنيکي علومو کې د علمي ونډې اخيستلو تمه؛ نو افسوس، چې دغه کار انبياوو او پيغمبرانو هم نه دى کړى او د شعر و ادب په تاريخ کې داسې مثالونه د نشت برابر دي؛ لکه دغه يو عمر خيام دى، چې هم يې شاعري آفاقي ده او هم يې د ساينس په حواله نوم وتلى دى. دغسې يو نوم دوه نور هم شته دي؛ خو د يادونې وړ نه دي.
د خپلو غوره پنځونو (تخليقاتو) له کبله خوشال خټک هم د دانتې، ګويته، شېکسپېر، ملټن، بوخيس، شاه لطيف، ټايګور، يټس، غني او اقبال غوندې د لويو شاعرانو په لومړي کتار کې ولاړ دى؛ ځکه خو ډاکتر اقبال، چې له ډاکتر چراغ نه په هره حواله غوره شخصيت دى هغه خوشال خټک ته (حکيمِ ملتِ افغانيه) ويلي او د Ph.D (دوکتورا) لپاره يې پرې خديجه فيروز الدين لمسولې وه او خپله يې پرې هم نثري ليک کړى دى. دومره کار خو هغه پخپل روحاني ادبي مرشد رومي بلخي باندې هم نه و کړى؛ ځکه موږ ويلاى شو، چې ډاکتر چراغ هم د خواجه سايل غوندې په خوشال د تنقيد دوران کې د تعصب ښکار شوى دى. خوشال خټک ته زيات خلک په دې غوسه دي، چې يې د چا په مذهبي خوږ رګ ګوته ايښې ده، چاته يې د هغوى څه عقلي يا اخلاقي يا ټولنيز کږلېچ په ګوته کړى دى؛ ځکه په دې اړه د هغه فکري نابالغه دښمنان ډېر دي او په هغه بې سر و بې پښو نيوكې دي.
هر يو سړى پخپل صورت شکي و
هـــر يو سړى له آيينې بد ظن و