څلورمه برخه
په تېر پسې...
د کيسو سړى
زموږ اصلي تم ځاى قصه خوانۍ بازار او له دې بازار سره تړلې لويه برخه کاروبار چې زموږ له زړونو او ذهنونو ذوق و شوق سره غوټه ارزښت و، نو چيري يې پرېږدم چې په نن کې يې د پرون پر جالبه ادامه او هم د ژورې غمېزې پر ننداره ونه ږغېږم.
قصه خوانۍ د کيسه ليکلو، ويلو او خپرولو بازار و او دى، چې د لسگونو او سلگونو کلونو د عجائباتو پر لرلو سره پرون ته په نن كې دوام ورکوي او راتلونکي زمان ته يې لکه چې ښه په امانتدارۍ سره سپاري، نه پوهېږم تصادف يې بولئ که د تاريخ تکرار ورته واياست، د ټولنيزي عنعنې غځېدنه يې گڼئ او که نور څه، خو قصه خوانۍ بازار که پرون د کيسو سړي لرل نو نن بيا د هغو پر گدۍ يو سړى ناست دى، چې دى خپله عملاَ د ژونديو کيسو ژوندى اتل دى، دى خپله کيسې زېږوي او د کيسو سوژې پنځوي، د نورو کيسو ته رنگ او رونق ورکوي، نه يوازي کيسو ته بلکې شعرونو ته، څېړنو ته، پلټنو او گروېږونو ته، تاريخونوته، نوو او زړو متنونو ته، سيندونو ته لنډه دا چې د علم او ادب هر ډول ښاخونو ته د غوړېدا، غځېدا او سمسوريدا ته يې په وجود کې يو رقم جنون غورځنگونه وهي او د فرهنگ ننگ ته يې درولى دى، دا هغه څوک دى چې درانه پلار يې د ايکي يوه اولاد په توگه د خپلې تربيې د اساس په ډول ورته ويلي دي چې ( زويه پيسې به نه گټې، کيسې به گټې) کورنۍ روزني، د حالاتو توپانونو، د قسمت خبرو، انساني ارادې، لغمانۍ هوښيارۍ، د هيواد، ملت او فرهنگ عشق د پلانونو او تصادفاتو په بڼه لاسونه سره ورکړل او دا سړى يې په قصه خوانۍ بازار کې مېشت کړ، د پرونۍ قصه خوانۍ د کيسو استاځولي يې وروسپارله او ده هم دغه دود ته په نوي ډول او خپل رنگ كې دوام ورکړ او دا سړى په لروبر کې د )کيسو سړى ( وپېژندل شو، ښه! دا د کيسو سړى زموږ کوربه دى، له ده سره کيسې خو مو په مخ کې دي، مګر راځئ چې د قصه خوانۍ پرونيو کيسو ته لږ مخ ورواړوو او بيا يې پر بنسټ د نننيو خوږو او ترخو خوند وڅکو.
قصه خوانۍ يا د قصو تود بازار
راځئ چې دقصه خوانۍ بازار پرون د روس پښتو ژبي او ادب پوهاند گيرس د ذهن پر سکرين وگورو:
)) په شنو باغونو کې پټ، مېلمه دوست او له شورو زوږ نه ډک پېښور د لري نه د شين ډنډ غوندې ښکاري، هو! د خيبر د خړو او زيږو غرونو څخه وروسته همداسي زيات توپير حس کيداى شي، توريستان پېښور ته د پښتنو پاريس وايي او که دې تشبيه ته دوام ورکړو نو د پېښور د جم او جوش نه ډکې قصه خوانۍ ته د پاريس د اليزي خيابان ويلى شو.
د پېښور دغه ځاى ته دغه شاعرانه نوم ( قصه خوانۍ ) ښه پر ځاى ورکړاى شوى دى، دې ځاى د پښتو ادب په انکشاف کې ستر رول لوبولى دى، داسي معلوميږي چې د قصه خوانۍ نوم ډېر پخوا ايښودل شوى دى، خلک وايي چې حتې د رواني )شلمي( پېړۍ په سر کې هم قصه ويونکو په دغه ځاى کې ډېر خلک پر ځان راټولول او قصې به يې ورته کولې .
په همدې ډول، ف، مارتين په خپل کتاب کې ) اته کاله د مطلق شاه په درشل کې( د قصه خوانۍ يوه په زړه پوري تابلو رسم کړې ده، په دغه بازار کې د خلکو بهير ډېر زيات وي، د نندارچيانو لپاره دغه يو مخصوص او ښکلى مرکز دى او د ولسي شاعرانو، قصه ويونکو او سازيانو لپاره يو په زړه پوري بازار او ډگر دى، مارتين ليکي :
) بازاري قصه ويونکي عادتاَ د بازار په هغه برخه کې دريږي چې هلته گڼه ګوڼه زياته وي او يوه قصه پيل کوي، په دغه ځاى کې له ده نه يوه لويه ډله راتاويږي او د ده له قصې نه خوند اخلي، که څوک غواړي چې تېر يا راتېر شي نو په ډيري سختۍ به د دغي ډلي له منځ نه را ووځي (
د ښکلي او هنري ادب د مينانو په منځ کې قصه خوانۍ ريات شهرت لاره او د شعر و ادب ټاټوبى گڼل کېده، دا څومره لويه خبره وه چې د پېښور د ښار په همدغه برخه کې په يوه دکان کې د ١٩_ مې پېړۍ په منځ کې لومړۍ چاپي دستگاه ودرول شوه، د دغي دستگاه منځ ته راتگ د پښتو د تحريري ادبياتو په انکشاف او پرمختگ کې مهم رول ولوباوه، د ذکر شوي پېړۍ په اخر کې په قصه خوانۍ کې د کوچنيو چاپي ماشينونو شمېر ډېر زيات شو او ورسره په تدريجي ډول په قصه خوانۍ کې د ادبياتو جم وجوش منځته راغى...
د قصه خوانۍ چاپ کوونکو او د کتابونو تاجرانو که څه هم ادبيات ښه نه شو تجزيه کولاى مگر دوى دا خيستونکو غوښتنې ښې درک کړې وې، دوى پوهېدل چې خلک هغه ادبيات غواړي چې افسانوي او اغراق آمېزه شکل ولري، د عاشق او معشوقې خبري پکې وي، د فراق سختي پکې تمثيل شوې وي او رنگ و روغن يې ښه وي، دغو تاجرانو به شاعران تشويقول چې په زړه پوري قصې ورته په شعر وليکې...
کوم اساسي آثار او محصولات چې د نولسمي پېړۍ په نيمايي کې د پېښور په ليتوگرافي ماشينونو چاپېدل هغه زياتره منظومي حماسې قصې وې چې له ډېر پخوا څخه د منځني او نژدې ختيځ په ادبياتو کې موجودي وې او هم د هندي ملتونو په ادبياتو کې ليدل کېدلې... پښتانه ادبپوهان عقيده ښکاره کوي چې قصه د يوه مستقل شعري ژانر په حيث په پښتو ادب کې په اوولسم قرن کې ور داخله شوه، لومړى پښتون شاعر د خوشال خان خټک معاصر فياض و چې د) بهرام او گل اندامې( قصه يې په پښتو نظم ليکلې ده، چې څو ځلي په ډهلي، لاهور او قصه خوانۍ کې چاپ شوې ده، د فياض تر قصې څو کاله وروسته طالب رشيد په ١٦٩٢ کې د ) گل او صنوبر( مشهوره قصه په پښتو نظم کړه، د پښتو د کلاسيکو ادبياتو لوى شخصيت عبدالحميد هم د قصې له جذابيت څخه خلاص شوى نه دى او د ) شااو گدا ( قصه يې په پښتو نظم کړه او په پېښور کې په ١٨٨٢ کې چاپ شوه، بل لوى شاعر عبدالقادر خان خټک د خوشحال خان خټک زوى د جامي ( يوسف او زليخا) په پښتو نظم ترجمه کړه او په ١٨٧١ کې په پېښور کې چاپ شوه
د پښتو لومړنيو قصو دا خصوصيت نه لاره چې د پښتنو له ژوند نه به راوتلې وې، پښتنو مؤليفينو زياتره عنعنوي موضوعاتو ته هڅه کوله چې هغه د ټول شرق گډ مال گڼل کيږي .
د پښتو په تحريري ادبياتو کې د قصو د انکشاف مهم وخت ١٦٩٩ کال و، په دغه کال کې صدر خان خټک د خوشحال خان خټک زوى، د )دلي او شهۍ( منظومه قصه پاى ته ورسوله او په ١٧٠٥ کال يې يوه بله منظومه قصه ) ادم خان او درخانۍ( تکميل کړه، په دې ترتيب په پښتو کې د قصې نوعه په محلي او پښتني موضوعاتو سره غني شوه، په هغو موضوعاتو سره چې د شفاهي آثارو له خزانې راوتلي دي، يعني په منظومو قصو کې خپل سوچه روايات او موضوعات داخل شول.
د پښتو قصې پخوا معمولاَ د نثر په ژبه وړاندي کېدې چې په حماسي تصويرونو، نارو يا غږونو به ښکلي شوي وې، خو د ١٩ او ٢٠ پېړيو په حدودو کې د منظومو قصو فورم يو معتبر او حاکم فورم وگڼل شو .
هغه پښتني قصې چې په نظم بيان شوي دي د فصاحت او بديعي شکل له حيثه د هغو قصو نه وروسته پاته دي چې په نثر ليکل شوي دي((.
) ک، ف، گيرس، د مېړني ولس ادبيات، مترجم، سرمحقق معتمد شينوارى، مخونه ٢٢_ ٢٧، کال ١٣٦٦، کابل (
که څه هم چې دا مهال دغه د پښتنوپاريس ته هغه پخوانى شور او زوږ نه دى ور پاته او د يو ډول وهم او سکوت د بلا نه ليدونکى گام يې پر ځيگر محسوسيږي، د خلکو له څېرو څخه د خندا او مستيو مرغۍ الوتې او هره شېبه د يوې ناوړه او مرگوني پېښې خبرونه اورېدل کېداى شي، خو بيا هم سخت سري پښتانه دي، ته به وايي چې ويرونه يې د قسمت برخه ده او دوى هم ورباندي قناعت کړى دى، خلک په حرکت کې دي، خلک روان دي او ژوند روان دى، ماځيگر قضا د کيسو د سړي پر لوري د کيسو و بازار ته ور شوه شوو، په دې بازار کې د ژوند او خوند، عاشق او معشوق د کيسو رنگ پيکه شوى دى، دلته بيا له کيسو د وينو بوى راځي، دلته هره لحظه د يوې خونړۍ چاودني او په لويه شمېره کې د بې گنا خلکو د مرگ ژوبلي خبرونه خپرېداى شي.
قصه خوانۍ بيا همغسي په غم لړلې ښکاري لكه په ١٩٣٠ کال کې د اپريل پر ٢٣ _ مه چې د عام بې دفاع او بې گنا ولس پر سوله ييز جلوس باندي د انگرېز ګوره فوج بېدريغه گولۍ اورولې وې او بېوسه بنيادمان يې د هغوى په وينو کې غرق کړي وو، خو موږ په اور او وينو روږد مخلوق سيده د خپل هدف لور ته روان وو او دانش خپرندويه ټولنې ته_ دا د کيسو دربارى _ ته ورسېدو .
خرابات او مناجات
د دانش ټولنې دفتر چې د قصه خوانۍ بازار له خوا ډهکۍ کوڅې ته ورخېژې، نژدې شل - پنځويشت دکانه وروسته کيڼ لاس ته بله فرعي کوڅه ختلې ده، يوې بلې خوا ته يې درې، څلور او پنځه پوړيز دکانونه او کورونه آباد دي، فکر کوم چې د يوه لرغونپوه مينه ښه ورباندي ماتېدلاى شي، دا يخه کوڅه بولي او بېشکه چې يخه کوڅه ده، نور وختونه خو پرېږده، د همدې لنډي تيري روژې تودې ورځې مي له عزت الله اميد او احسان الله درمل سره په ښو يخو خوبونو پکښې تيرې کړې په يخه کوڅه کې کيڼ لاس ته اول دکان د دانش ټولني دفتر دى، له گل دادا سره د دفتر په خوله کې غاړه غړۍ شوو .
دننه د ډاکټر ناصر مومند او عبدالله صادق شتون د زېري خبره وه.
ډاكټر ناصر مومند چې د درانه شخصيت، اوچتو اخلاقو، ښې پوهې، راڼه فكر او ادبي ذوق څښتن دى، گل دادا وايي چې د پنځه ويشتو کلونو خوږ يار يې دى، خو_ اوس يې موږ هم د يارانې دعوه کولاى شو_ دى وايي کله چې ډاکټر ناصر يوازي ناصر او د ښوونځي زدکوونکى و نو ويل به يې چې )زه به ډاکټر جوړېږم( موږ ته به خندا راغله، هغه وخت دى پوره غريب و، خو دا دانساني هوډ يو ښه سمبول کېداى شي، ځکه چې د غربت بلا يې مخه ډب نکړاى شوه، هغه د خوارۍ پر هر موړ راتاو شو، د بېوسۍ پر هره نخره واوښـت، د ناسازگاره ژوند په هر تورتم کې سفر ته وارخطا نه شو، په لوى زړه او انساني قوت سره مخته ولاړ او په پاى کې د رڼاگانو ښار ته ووت، د هغه د پوهي مارغه د پاکستان تر جغرافيه ليري والوت، لوړي زدکړي يې په کاناډا کې وکړې، اوس د يوه پياوړي ډاکټر په توگه د اسلام اباد په کوم روغتون کې انسانانو ته د زيات ژوند کولو لپاره په مبارزه بوخت دى، گل دادا وايې چې د ده په ټول ژوند کې د ده زړه يو د پردېس امين الله دريځ او يو هم د ډاکټر ناصر په پوهه او ځراکت اوبه څښلاى شي، امين الله دريځ چې د سرشار استعداد او پوهي څښتن و، د هغه به په پېښور کې ځينو ته پر سترگو بلاوي راتلې، هغه به ويل چې دا ډېرى کسان چې د خلکو د باور په څټ کې يې ځانونه ور سپاره کړي دي خوشي لګيا دي، وايي هغه چې به په رسنيو او کتابونو کې په پېخر چټيات ليدل نو سگرېټ به يې له غوسې په غاښونو کې کښېکښه، که به يې ليکوال په لاس ورغى، مخامخ به يې راښکېل کړ او ورته به يې وويل چې دا ته څه وايي پخپله هم نه په پوهېږې، کله، کله به يې د ښه ځلاند نامه څښتنان خپل مخ ته کښېنول او ورته به يې وويل چې راته غوږ شه چې فلسفه څه ده، هنر څه ته وايي، تاريخ څه مانا او.... هغه چيري په يوه اسانه د چا پوهي ته تسليمېده،هغه کورښادي يوه ورځ زموږ د يوه ښه تکړه ليکوال په باب ويلي وو چې د دغو ميرزا قلمانو په منځ کې دغه ځوان لا ښه دى اميد ورته شته، د پروف کتلو صلاحيت لري . مگر استاد دريځ به له ډاکټر ناصر سره اوږده علمي بحثونه کول او يوازنى څوک و چې علمي تنده يې ورسره ماتېدلاى شواى.
ډاکټر ناصر چې روان وي که د شا له خوا ورته وگورې ته به وايي چې کټ، مټ رحمت شا سايل دى، خو مخامخ ته مې يې هڅيال را پام كړ، ويل دا خو عيني لکه ترنگ چې ناست وي، زما هم يو دم تر خوله د خندا چيغه ورته را ووته چې هو ولا بېشکه، له ترنگ سره د څېرې او ناستې د ورته والي تر څنگ مي د دوى يوې بلې گډي ځانگړني ته هم پام شو، له عبدالجبار ترنگ ( فراز) سره مې د خوا بدۍ په حالت کې شپه تر سهاره، سهار تر ماځيگره پر يوه ډډه په ډېر گرم بانډار تېر کړى دى، د خوښۍ پر مهال خو نو مه کوه پوښتنه .
ډاکټر صاحب هم د خپل خاص طرز تفکر له مخي د بانډار او پر مسايلو د علمي بحث مينه وال دى، د ژوند پر ډېرو اړخونو باندي د ژور بحث صلاحيت لري، يوه شپه مې د رحمت شا سايل پر هنر او عمومي توگه، ادب باندي د ده جالب بحث ته ډېر تعجب وکړ، سياسي او ټولنيز خو به فکر وکړي چې د تخصص ډگر يې دى، انگلېسي او فرانسوي ژبي يې ښه زده دي، يوه ورځ يې په نيټ کې انگليسي او فرانسوي سندري راته ژباړلې او د هغوى د هنرمندانو په اړه يې مالومات راکول، چې پلانى هنرمند يې څومره محبوبيت لري او په څنگه سبک سندري وايي، هېښ ورته پاته شوم، دا خو شوه د ډاكټر ناصر لنډه كيسه.
ها خوا شاعراو ليكوال عبدالله صادق ناست و، د داسي يوه خواږه بانډار څانگوال چې يوازي خپل ځان غوندي دى، په خبرو کې يې ځانگړي اکټونه، کله، کله به فکر کوې، چې لاس اوږدوي او په منگولو کې خبره رانيسي او خپل ځان ته يې د سر د خوځولو په مرسته د خندوونکو احساساتو په بدرگه راکشوي، بيا نو د پزې سر ته لاس راښويېدلې عينکي د ښي لاس په بټه او شهادت گوته پورته او د پزې تر بندکه يې ورسوي او که پوه شي چې نظر يې په حاضر مجلس کې د پخلي وړ گرځېدلى نو د سر په خوځولو سره زياته کړي: هاوکنه! ورسره سم له جانانه خندا تک شين شي، د شا دېواله يا هم د څنگ بالښت ته فاتحانه تکيه يا ډډه ووهي او ته که هر څومره خسته کن و اوسې، چاره نه لرې چې په قهقهه کې برخه ورسره وانخلې، کله، کله په خبرو کې دومره ګرم شي په تېره بيا چې يو څه جدي مسئله وي چې سم دم جلالي شي او پرته له گل دادا څخه يې بل څوک د بندېدو سويچ نه شي وهلاى.
گران صادق د عشق او محبت ډيرې لوړې او ژورې ليدلې دي، ښايې څه د مينې بړبوکۍ وې او ډېرې هم د صادق د هيواد د لا مثاله غميزي سيلۍ، چې دا ځوان يې له خپلې ميني او خپلي مېنې والوزاوه او هلته ليري يې د سعودي په رياض کې پرديس وغورځاوه، ده که له يوې خوا هلته يوه گوله ډوډۍ گټله نو له بلي خوا يې د افغان فرهنگ، ژبي او هويت د راټولولو او ځلولو پازه هم نه وه هېره کړې، هلته يې د پښتو ادبي غورځنگ له لاري لرو بر پښتون د هنر او ادب پر يوه غولي راټول کړ، درې شعري ټولگي يې چاپ شوې، د نورو دا يې ور چاپ کړې، غونډې شوې، منډي شوې، يووالى شو، مينه شوه، يارانه شوه، جايزې او اېوارډونه شوو، د موسيقۍ بانډارونه شو، بس نو مبارک شه د ننګ پر لاره د فرهنگ دا وياړلې او بريمنه مبارزه !
د صادق د خاپوړو ځاى لوگر دى، کله چې زموږ تنکى شاعر او ليکوال نذير جان د عبدالله صادق د خواږه ترنم او خوندورې موسيقۍ صفت کوي، نو شيطانک سروش ورته وايي چې هو، موږ پوهېږو چې له صادق سره دي د لوگاريتم ( لوگريوالې ) اړيکه ده، له دې سره نذير جان ډير سره راټول او پيکه غوندي شي، ځکه د نذير ايمان لوى افغانستان دى، هغه آن په ټوکه کې هم د سيمي پالني تور نه شي زغملاى او نر صادق هم آن د لروبر تر منځ په فرضي کرښو کې لغتې وهلې او د لر وبر تر منځ يې د محبت د مزو غځولو هڅې له هيچا پټې نه دي، ليکوالي، شاعري، ژورناليزم، موسيقي او مديريت خو يې مسلک بويه، د چا به مور گوډه کړم چې پر دغو مېزونو به څوک د خبرو سر ځني ونيسي، خو په سياسي، ژبنيو، ټولنيزو، تاريخي آن فلسفي لنډو او اوږدوکې يې هم تودوخه تر چا کمه نه ده، گل دادا چې ډېرو اوږدو جدي بحثونو ته يې د حوصيلې جام ژر ډکيږي، يوه ورځ چې ښاغلى صادق په ژبنيو مسايلو کې له قاري گل او ځينو نورو يارانو سره ښه گرم راغلى و_ دا خو نو ټولو ته مالومه ده چې د چا پلار دي يوازي په پښتو کې دغه د (ى) گانو مسئله حل کړي، نوري کيسې خو لا ليري پرېږده_ نو په دغه ترڅ کې سروش حرامي، موقع غنيمت گڼلې وه، او گل دادا ته يې د خپل ځانگړي شرارت په مسک سټايل کې ويلي وو، چې گل دادا! د دا عبدالله صادق خبري ډيري شوې، دا نه رخصتوو؟ گل دادا ورته خندلي وو چې ته وا د رخصتۍ وخت يې راغلى دى؟ هغه په شريره خندا ور زياته کړې وه چې تر دې مناسب وخت يې بل کله راتلاى شي.
گل دادا خو نو، خداى دي يې لري، په راجلبولو او رخصتولو، پاسولو او ټيټولو، منلو او رټلو کې کې د موره يو دى، د ده ژوند چې د طنز، ټوکو او جديت د امتزاج څنگه يو کيفيت دى نو بويه چې د ده د يوه سابقه دار يار شهرت ننگيال په شوخ قلم كې يې انځور صفا وليدلاى شو، زه به دغه انځور لږ وروسته ستاسو مخ ته کښېږدم خو دم ګړى به خبره لږ جدي وکړم چې، دا داسي نه ده چې دى دا کار يوازي د خپل نفس د تقاضا او خپل موقف څخه په سو استفاده سره کوي، ځکه همدغه دريځ يې د همدغه سټايل ژوندانه پايله ده، بلکې زه په پوره باور سره وايم هغه اخلاص، مراعت او د يارانې اصولو ته پابندي چې اسد لالا يې لري په ډيرو لږو خلکو كې به وليدل شي، د هغه پر يارانه تر ټولو د لوى باور زبات دا دى چې هغه له هر راز منافقت څخه خلاص انسان دى، هغه بېله شکه چې پوره هوښيار او ځيرک لا لا دى، بېله شکه چې په لغمانيانو کې بيا خاص لغمانى دى او طبعاً چې په لغماني چلونو کې به هم تر نورو زيات مهارت لري، خو د هغه هره دعوه او فيصله پر سپين ميدان ده، هغه ته په دښمني کې شيطان هم چل نه شي ورکولاى او فرعون هم ور سره د دښمنۍ زړه نه شي کولاى، خو په دوستي او يارانه کې بيا دومره مخلص دى چې کله، کله خو له سادگانو هم ساده وايسي، ځني وخت خو زه سخت اعتراض پر وکړم چې ياره د دا ځينو دله و دؤس خلکو سره ولي دومره شيدې او غوړي يې چې هغوى آن په تش سلام عليک هم نه ارزي، آن زياتره مهال داسي درز هم درکړي چې سړى دي بيخي لغمانيتوب څه چې پر لږ عقل هم شکمن شي، خو دى وايي چې ياره څنگه مخ ځني اړوې، بد کار دى، گواکي د ملا نصرالدين د هغه منطق څخه کار اخلي چې: )دى که خر دى زه خو به خپل سړيتوب ورسره وکړم( تر ټولو ښه بېلگه يې د کندهاري لطيف جان بابي لغته ده، هغه داسي لغته گرم کړ چې ټول د لغمانېزم جوهر يې ورهيڅ کړ، خو دى بيا هم ساده شو د ځينو مشرانو خولې ته يې وکتل تر خپل روا حق ورتېر شو، په داسي حال کې چې خپله کډه په شا له يوه کرايي کور څخه وزي، په بل ننوزي هلته يې د نيويارک په جنت کې تر يو تضمين شوي ژوندانه )۳۵۰۰۰۰( روپۍ جار کړې ځكه چې تر منځ) د يو دوو ورځو يارانې او سلام عليک خبره وه، تاسې قضاوت وکړئ چې دا سادگي نه ده نو څه ده؟ ښايي لطيف جان د دانش دا پټه خوله د ده کمزوري او اشتباه بللې وي، خو څومره چې خلک دا سړى پېژني نو د ده د کمزورۍ فکر کول خپله کمزوري ده، زه خو لا کله، کله انگېرم چې هسي نه يو وخت په لطيف جان خپل نوش جان شوى حق استفراق کړي.
دا داسي سړى دى که د ځوانۍ او انډيوالۍ لاس ورکوې نو تر قيامته دي يار دى، هسي تش په نوم يار نه، بلکې تر هره بريده قربانۍ ته حاضر يار، خو که دي د چل دانه ورته واخيسته، بيا نو د چل يکه تاز خو دى خپله دى،ولاکه دي تر کيندلي گوره پرېږدي، بده به نه وي چې په دې باب دلته يوه غوره بېلگه وړاندې کړم، که څه هم چې زموږ د دوديزو اخلاقو له مخي د چا نوم يادول ښه نه ايسي، خو څنگه چې خبره پر اسد لا لا ده او هغه د شف، شف سړى نه دى، هر څه يې له منافقته خلاص او ډانگ پېيلي دي نو پرده د ږغېدا په ترڅ کې هر څه سپين، سپين مزه کوي.
ښايي ټولو قلم بدست او اهل خبره دوستانو ته به د عيان بيان مناسب نه وي نو! يو وخت و چې محمد داؤد وفا په پېښور کې يو ياد او ښاد نوم و، د هغه د قلم سيالي د چا د وس خبره نه وه، کوم د نر زوى و چې له هغه سره يې د نقد ټانټې چيچلې واى؟ له هغه سره علمي مباحثې ته چا کونه ټينگولاى شواى؟ د هغه د شعر مقابلې ته کوم پوشکين او هوگو ټټر وهلاى شواى؟ دې ځوان فرهنگي د شهرت په وزرونو د لرو بر آسمان فتح کړى و، ولي به نه و ، د اسدلا لا د نياز سيورى يې پر سر خپور و، همدا زور په پسې و چې د (الف _ اتل ) د زورور منطق او استدلال اتلولۍ ته يې يومخ چلنج پېښ کړ، اتل بېچاره چې هر څه نارې سورې ووهلې چې ( د افغانستان لنډ ) تاريخ چا ژباړلى دى؟ او بيا به يې تر لمر سپينه زباد کړه چې دا بېنوا ژباړلى دى، خو داؤد جان داسي خوار نه و چې مړه خوله ورته ونيسي هغه په ټول جرئت او لياقت زغرده جواب ورکړ چې دا ما ژباړلى دى، ښايي دا جرئت ښه نه و پر لگېدلى او يو وخت يې ممکن زړه شوى و چې په همدغه جرئت يې په اسد لا لا هم ومني چې دا ما ژباړلى دى يا د ورته نورو نخرو سپين سترگې، عالم الغيب خداى ج دى،هر څه چې و، وو به، خو د داؤد جان ورځ واوښته، همدا تاريخ د همدې دانش خپرندويه ټولني څخه د استاد بېنوا په نوم چاپ شو، هسي مازي د بې منطقه زور له مخي هم نه، بلکي د هاغه درانه استاد د منطقي سپيناوي له پاخه جواز سره چې، همدغه کتاب يې د ( همدا سلف او همدا خلف) د سند له مخي د گران داؤد وفا په کمالاتو كې حسابلى وو، د زورورو اوبه که پر لوړه نه خيژي نو پر کومه به ځي؟ له هماغه مهاله وروسته د داؤد وفا د نامه ستورى د ادب له آسمانه ولوېد، نه يې بيا چا شعر وليد، نه يې ليکنه تر سترګو شوه، غونډ اثر خو يې هيڅ مه يادوه، د راقم الحروف په خوله دي يې خداى نه کوي، له قراره د اورېدو، راويان نکل کا، داشدو محرمو اسنادو په حواله چې د داؤد جان غزلي د قاضي سيد اختيار سباوون، ازاد نظمونه د ...، تاريخي څېړنې او ژباړې د ........ملكيت دى، نور نو والله اعلم.
څه يې کوو، د چا غيبت په درد نه خوري، داسي داؤد وارو ډېر په دې دانشکده کې د عروج معراج ته وختل او بيرته د تورو خاورو خاگا شول .
کله، کله دلته، هلته په پټه _ پټه اسد لا لا ته_ د ده د دغه ډول طرز زندگۍ له امله _ د ځينو اعتراضونو گوتې نيول کيږي، خو په دې کې د ده څه گناه ده د هغه ارمان دا دى چې د دې وطن هر ځوان د کمالاتو څښتن وي،که نن د بل د ايمان په رڼا گوزاره کوي نو سبا ته به يې خپل هغه هري خواته وړانګې خپرې کړي، خو چي يو نيم ځوان خپل حد و حدود نه خطا كړي،ځان ځني ورک شي او هڅه کوي چې د خپل محسن په څټ کې ورسپور شي نو بيا د گيلې حق هم نلري، تر دې پوري د جهاني يو نظم ( موږک شېر) دومره حسب حال دى چې ته به وايې د همدې طرز زندگۍ څخه په الهام ليکل شوى دى، واخلئ، ويې لولئ، هم طنز دى هم پند، ښه سات به مو په تېر شي، خير دى که څه اوږد دى، وارخطا کېږئ مه، کله، کله اوږده شيان هم بې مزې نه وي:
موږک شېر
د لوى ښار څخه د باندي يو دره وه
جوړه کړې يوه پير پکې دېره وه
پر سجدو به خداى ته پروت و په خواستونو
ټولې شپې يې تېرولې په نفلونو
که هر څو د ښار پر خلکو باندي ګران و
دى له خلکو راګوښه په غم د ځان و
دوولس مياشتي به يې تل روژې نيولې
يوه ورځ يې چا ډوډۍ نه وه ليدلې
يا په ذکر يا په فکر به مشغول و
پير پرهر چا باندي ګران ورته مقبول و
نه يې وړلې شکرانې نه خيراتونه
نه يې چا ته ورليکله تعويذونه
د دعا د پاره خلک چې ور تلله
پير به يو گړى دعا ته وربلله
نور نه شيخ د دنيا کار لره وزگار و
نه له ښو نه يې له بدو سره کار و
يوه ورځ يوه موږک په حجره کې
شل او سل ځله آزار کړ په سجده کې
چې به شېخ کله ورټيټ شو و سجدې ته
د موږک لکۍ به ورغله وخولې ته
شېخ کرار ورڅخه وکړله پوښتنه
ما پرڅه آزاروې په بخت پمنه
موږک وويله شېخه ستا قربان سم
د مرگي مخ ته دي سپر بلا ګردان سم
د پيشو له لاسه ډېر يم كړېدلى
شوم نهر يم وږى تږى ژړ زبېښلى
د ظالمو پيشوگانو له ناتاره
يو ګړى وتلاى نه سمه له غاره
ته دعا وکه چې زه غټه پيشو سم
نور به هر ګړى بېغمه له حملو سم
شېخ دعا وکړه موږک توره پيشو سوه
هغه دم خداى ته د شکر په سجدو سوه
سمدستي يې کړه حمله پر موږکانو
مرګ يې گډ کړ پخپل کور کې په خپلوانو
نه يې مخ وکوت د خپلو گاونډيانو
نه د وروڼو، د زامنو اکاگانو
خپله مور او پلار يې څيري په منگول کړل
مېلمانه يې خويندي وروڼه د اجل کړل
راوتلاى موږکان نه سواى له غاره
سپوڼ په کور کې هيچا نه واهه له ډاره
يو څو ورځي يې پر خپل کلي مېله وه
د پيشو بريتونه غوړ منگول يې سره وه
بيا خلوت ته سوه دننه ويل پيره
ستا قربان سم د خوارانو دستگيره
د ښار سپيو مې تريخ کړى خوږ ژوندون دى
ښکار له بيري نسم کړاى وچ مې لړمون دى
راته غاپي په کورو کې پر بامونو
گرځېداى نسم پر جگو دېوالونو
په دعا دي يولوى سپى راڅخه جوړ که
په دې سپيو په کوتريانو مې زړه سوړ که
شېخ پر چوف کړه پيشو ځاى پر ځاى خډل سو
هغه دم د پيشوګانو په تکل سو
په ځغستا به يې ايستې له کلي کوره
نه يې خړه پيشو پرېښوده نه توره
که پيشو به پيدا نه سوه د کورونو
واړه سپي به يې داړله په غاښونو
لاروي يې ډاروله په گواښونو
ماشومان يې ځغلول تر خپلو خونو
و هر چا ته يې ښودلې خپلي داړي
څوک ترې خلاص نه و په ناستي په ولاړي
خو څو ورځي وروسته بيا ولاړى حجرې ته
شېخ يې نه خوشي کاوه خپلي سجدې ته
ويل شېخه زه په کومه خوله گويان سم
ستا تر پښو دي صدقه سمه قربان سم
په عذاب کړم په کوڅو کې ماشومانو
کاڼي وينم په لاسو کې د لويانو
نه کورو کې مې پرېږدي ډلي د سپيانو
نه په ښار کې پر دکان د قصابانو
دا يو زه په ټوله ښار کې خوار و زار يم
ته وا زه دښمن د هر سړي د پلار يم
شېخه ما ته دعا وکړه چې لېوه سم
کوڅې پرېږدم اوسېدونکى د ځنگله سم
شېخ پر چوف کړه سپى هغه ګړى لېوه سو
پر سجده سو او روان پر لور د غره سو
يو څو ورځې يې کړې تيري په ښکارونو
گرځېدى پر لويو غرونو پر دښتونو
دواړې زامې به يې سرې وې تر غوږونو
په څيرلو د اوزگړو د پسونو
انگولا يې خوب ارام کړ د کوچنيانو
سرگردانه يې کړې ورځي د شپونيانو
ډار يې واچاوه د دښت پر ماشومانو
تر گودر پوري په لار کې د پېغلانو
يوه شپه په نيمه شپه کې را روان سو
بيا د پير دېرې ته ورغى نالان سو
ويل شېخه په دې غرونو کې پړانگان دي
د ځنگله په هغه بل سر کې زمريان دي
له هيبته يې په ښکار وتلاى نه سم
له سيتمه يې خپل ښکار خوړلاى نه سم
ځغلوي راڅخه زما کړي ښکارونه
که څه وايم راته وښيي غاښونه
ته دعا وکړه و ما ته چې زمرى سم
هم په ځغاسته هم څېرلو ګړندى سم
چې د چا نه وي تر ما تېره غاښونه
تر مرگي پوري ونه وينم ظلمونه
بيا به نه راځمه پيره ستا تر کوره
له لمونځونو به دي نه باسم په زوره
پير پر چوف کړه لېوه ځاى پر ځاى زمرى سو
انگولا ورڅخه هېره سوه غړومبى سو
شور يې گډ کړ د ځنگله پر حيوانانو
سمه، غر ځنگل يې اور کړ د هوسيانو
چا ليداى نسواى ټولۍ د گيدړانو
په غارو کې آرام نه و د خوارانو
که به وږى و که نه و ده وژل کړل
له سهاره تر ماښامه يې داړل کړل
له ځنگله څخه کوچ وکړ چغالانو
تخم ورک سو د هوسيانو د سويانو
گوره څرنگه دا فکر ور پيدا سو
چې د شپې روان د شېخ د کور پر خوا سو
شېخ چې وليدى زمرى ويل يې وايه
څه مشکل يې راوستلى تر دې ځايه
اوس به چا يې پر دې سيمه کړولى
په ځنگله کې خو تر تا نسته ښاغلى
زمري وويل دا نن ځکه غړومبېږم
چې يو بل موږک زمرى نه کې ډارېږم
بل مې ښکار ميندلى نه دى په ځنگله کې
گوندي ستا غوښې د زړه سوده را وکې
چې زمري کړې شېخ ته سپيني خپلي داړې
شېخ يې تو کړلې له قهره پر مخ ناړې
ويل ځغله زما له کوره څخه ورک سه
نه لېوه يې نه زمرى بيرته موږک سه
زمري وکتل وځان ته چې موږک سو
پېښمانۍ څه گټه نه کول هک پک سو
د خپل غار پر لور يې پورته کړل گامونه
رېږدېدله يې لکۍ اوربوز غوږونه
خو په غار کې نه ملگري نه خپلوان وه
ده وژلي وه که وروڼه که سيالان وه
چې په شاوخوا کې پاته موږکان وه
ټول د ده د وينو تږي دښمنان وه
په هر پو ست کې يې وژلي حيوانان وه
موږکان وه که پسونه که لېوان وه
چې د بل په مټو غټ سي يا زمرى سي
په هغه ګړي له قام څخه پردى سي
اول غوښي خوري د خپلو قريبانو
ښخوي داړي په خپلو په يارانو
دا يې هېره وي چې نن نه تېرېدل سته
چې هسکيږي يوه ورځ کښته کېدل سته
چې يې عقل خداى موږک غوندي کوچنى کي
يوه ورځ پر خپل بادار باندي غورځى کي
) جهاني شپېلۍ، ٢٢٥- ٢٣٢ مخونه، ٢٠٠٠ کال(.
د دانش دفتر د خرابات او مناجات دربار دى، هلته هيچا ته په سپکه نه کتل کيږي، آن ډېر ځله يو چاته د هغه تر شخصيت او ظرفيت لوى درنښت موجود وي، خو دا چې څوک خپل بريد پوله نه پېژني او ځيني کسان د زيات درنښت او مقام ظرفيت نلري نو د دې دربار په هغه لوښي کې پښې وهل شروع کړي چې تل يې ډوډۍ پکې خوړلې وي، هغه د سروش خبره_ د کوربه نمکدان ته ځان برابر کړي_ د دې دربار سينه دومره هم تنگه نه ده چې د هر چا په هره سپکه پسي سر وګرځوي خو متوجه کوي يې خامخا، که ونه شوه، او د دې دربار په برکت _ موږک شېر_ د دغه مستانه شېخ په غوښو د زړه سودې ته نيت وکړي، بيا دي نو خوري ډغري، زه په دې دربار کې د ډېرو داسي موږک شېرانو عيني شاهد يم، په دوى کې خو لا ډېر داسي هم وي چې د زمريتوب تر مقامه هم نه وي رسېدلي چې بيا د خپل پير وجود ته غاښونه سپين کړي، د هغوى خونو بيا بيخي مه کوه پوښتنه، اوس چې موږ، هم څوک نوي څوک زاړه، په ډله ورته راغلي يو او د دې دربار له کلتور سره لا سم اشنا نه يو، نو خداى دي فضل کوي، ګوره چې نصيب به مو پر څه عجيبو او غريبو اړوي .
دا د ډېرو نخرو او کرشمو،کيسو او افسانو، سپکو او درنو، لويو او وړو شاهد دربار دى، دا د ډېرو ستړو د دمې ځاى دى.
د ډېرو مشرانو د درنښت ځاى دى.
د ډېرو يارانو د خندا، بانډار او اروايي سکون ځاى دى.
دا داسي يو دربار دى چې د يوه خاص ځراکت او کرامت له مخي اور او اوبه پکښـي يو ځاى کيږي، په دې دربار کې ګبر و ترسا، کفر و اسلام، گمراه او پرهېزگار، پيرانو او مستانو، دوستانو او دښمنانو، تور او سپين ته لار او ځاى شته، دلته چې د هر فکر او ذکر څښتنان راځي، فکر کوي چې دا ځاى د ده لپاره جوړ شوى دى، ما چې په دې دربار کې ښه کافي ژوند کړى پکښي د عجائبو څېرو، فکرو، بحثو او تبصرو شاهد يم، يوه ورځ زموږ ډېر نژدې يار او دلدار ارواښاد ډاکتر صاحب شا صابر د کتابو اوکتابچو بکس په بغل راغى، گل دا دا ورته د شيدو چاى راوغوښت، دى د سياست مبارز، د هنر او ادب پهلوان و، هلته يو مشر سړى ناست و، داسي گډوډ لگيا و چې د خبرو يې نه سر ښکارېده نه لکۍ، د حساسو خلکو چيري بې سره وبې ښكره خبرو ته طاقت کيږي، بس مخ يې پر ور واړاوه چې اوس د سړيتوب لاره ور وښيي، گل دادا خو د دانشکدې پروفيسر دى د حالاتو حساسيت يې درک کړ ژر يې ډاکتر صيب ته اشاره وکړه او د شهادت ګوته يې ککرۍ ته ونيوله، مانا مغز خرابى دى، چې منطق ورسره شروع نه کړې، په شر به ورسره واوړې، ولاکه بيا کونه ځني خلاصه کړې، ډاکتر هم هوښيار سړى و، د آرام سا يي واخيسته، د شيدو پياله يې شونډوته پورته کړه، ترغړپ مخکې يې په خپل ځانگړي انداز په خپ ږغ اوږده خندا وکړه او زياته يې کړه: چې ياره اسد جانه! ستا ځاى نه دى جوړ چړياگر )ژوبڼ ( دى د هر ډول حيوان پته پکي لگېداى شي، موږ ټولو زيات وخندل، که په يوه حساب وکتل شي نود دانش دفتر په باب د ډاکتر صاحب دا تعريف ښه جامع او مانع کېداى شي، تر دې پوري د صالح گل لېوني يوه خبره را په ياد شوه، هغه ويل : ))کله، کله چې په دفتر کې د ملگرو او کارکوونکو غونډه وي نو زما په ذهن کې عجب خيالات خطور کوي، فکر کوم چې اوس به يو ملگرى شرمښ شي، بل به پيشي شي، بل به سپى، پړانگ، خر، ګيدړ، شغال او .... شي، ماحول مي ټول رنگارنگ حيوانات ونيسي((.
موږ ملگرو د صالح گل پر خبرو خو ډېر وخندل، مگر د لېونو خبري بايد په سطحي نظر وانه خيستل شي، زه چې يوازي شوم او پخپل ګرېوان کې مې سوچ شروع کړ، نو زموږ د دنيا په کاروبار کې د ښکېلو او ځغلېدونکو خلکو، سودابازيو، منډو رامنډو، اخ وډب، کشمکش، سترگو کې خاوري اچولو، تېراېستلو او د دغې دنيا د بازار پنځه لکه نورو کرشمواو كوسمادريو ته چې مې فکر وکړ ما ويل صالح لېوني هسي خبره نه ده کړې، موږ نه يوازي د ده په دفتر او په دانش دفتر کې دارنگه ننداره کوو بلکې د خپل ژوند پر هر موړ د دغه ډول حيوانانو ډلي، ډلي وينو.
خو گل دادا چې د خرابات اومناجات سړى دى، ټول ياران او مېلمانه د لوى خداى رحمت گڼي، دى ځان د هغو کسانو د ميني پوروړى بولي چې د ده په دربار کې له ده سره دمه کوي، خندا کوي، دى هر نوي ورتلونکي کس ته وايي چې زما ډېري لنډي او اوږدې د لاسه نه کيږي، په يوه جمله کې خبره درخلاصوم نور ستا خوښه هغه دا چې _ حرامي به يې که دي څه تقاضا او اړتيا وي راته به نه وايې _ نو له همدې جملې سره څوك پوهيږي چې سړى د اخلاص او محبت يوه ټولگه ده.
د دې سړي او د کار و روزگار په باب يې کيسې او خاطرې خورا زياتې دي، چې په ليکلو او اورېدلو ارزي، څنگه چې دى يو جانانه او مستانه سړى دى، زياتره چې يې څوک په باب ليکنه کوي، اړوزي چې د طنز، ټوکو او همطبعۍ اړخ ته ډېر ور وښويېږي، که نه نو، چې يو جدي ليکوال يې په باب څېړنه وکړي، فکر کوم له خورا زيات ارزښت څخه برخمنه يوه جدي سوژه ده، چې بايد ډېر کار پر وشي، ما غوښتل چې دا سړى، دا دربار او درنښت و ارزښت يې په تفصيل، يو څه د خپلو مشاهدو له مخې او څه هم د هيواد د نومياليو قلموالو له قلمه بيان کړم، په ځانگړې توگه استاد امين الله دريځ چې جدي پر ږغېدلى او شهرت ننگيال چې په ډېر خوږ او طنزيه انداز يې څېړلى، ډېري په زړه پوري ليکنې دي، خو څنگه چې زموږ يون ډېر په منډه روان دى، همداسي مو يونليک هم تر هغه په زياته ځغاسته روان کړى دى، اړ يو چې دا تفصيل که د يونليک د مستقل چاپېدو اړتيا وه هلته وليکو.
اوس نو چې موږ د ګرمو شنو چايو او حاجي اکبر نعمتي د پرله پسې ټوکو په سلسله کې ښه دمه جوړه کړې وه، گل دادا چې له ډېري زياتې خوشحالۍ څخه نه ناست و،نه ولاړ، يو ډول بېل هوس ورڅخه راورېده، دى خو هسي هم د خندا اتل دى خو چې حاجي اکبر يې ځانگړى مېلمه و او دا مېلمه پالنه تر يوه اوږده او ترخه انتظار وروسته ور په نصيب شوې وه نو ما کله هم په دغسي يوه بېل خوشحال حالت کې نه وليدلى، هغه د يوې خاصي تلوسې په ژبه وويل : ځئ چې ځو كور ته.
زه او قاري گل د انارو له پارسل سره ركشې ته وختو، دا نور ملګري، له قصه خوانۍ بازار څخه د يکه توت پر خوا د پېښور په زړو، نريو، لوړو اوژورو،وچو او لندو، تاو راتاو کوڅو کې ور شېوه شول.
د لغمانيانو په حجره کې
که کاته دي که ليده، که اروېده دي
دا د ښـــــــــــــــــــو يارانوواړه دي شفا
)خوشال بابا(
لږ شېبه وروسته د لغمانيو پښتنو په درنه حجره کې د سپين ږيرو او ځوانانو، کوربنو او مېلمنو د خندا گانو دوامداره زوږ خپور و، کوټه يو څه تنگه وه، خو زړونه لوى وو، تندي پراخ وو، خلوص پرېمانه و، مينه ناپايه وه، د سړيتوب بريد پوله ټاکل اسانه خبره نه وه، د مېلمه پالنې د هوس حدود نامالوم وو، د پښتونولۍ د بېساري کيفيت فضا دومره جلالي وه چې د يارانې عشق ته د هرې عزيزولۍ او دوستۍ رشته سلامي وه، دې کور ته دوى د اختر څخه څو ورځي مخکي راکډه شول، په دې حجره کې لومړۍ شپه ما وکړه او دا مې دوهم وار و چې ورته راتلم، دا د گل دادا څلورمه کډه وه چې زه يې شاهد وم، په مخکنيو کډو يې پوره خبر نه يم.
که څه هم دا کوټه زموږ ټولو کوربنو او مېلمنولپاره نوې وه، خو په دې حجره کې هوار فرش کوربچې، بالښتونه د کړکيو پر سترگو راځوړندې پردې، د پاى يوه اړخ ته پرته وړه د کتابو او ځينو نورو توکو المارۍ، پر سر يې پروت ټيپ، دا ټول هغه څه وو چې زما ډېري خاطرې ورسر تړلې وې، پر دې توشکو مې د روپوشه عاشقانو حالت هم ليدلى دى، د خپلي ناروغۍ پر مهال مې پر دغو بسترو پرېوتلى يم ، د خنداگانو بلا شپې مو پر رڼي کړې دي او د اوښکو شېبې مې يې هم په ياد دي، د شاه او گدا د درنښت د اسبابو په توگه کارېدلې، د نورزي لا لا د کوزدې نېکمرغه ورځ مې هم ياد ده:
د جمعې ورځ وه، گل دادا زما د سترگو تر اپرېشن وروسته کابل ته تللى و، زما مياشت پوره کېده چې دلته پروت وم، زه اومجيب انگار د گل دا دا د پلار حاجي مرستوال صاحب سره ناست وو، چې حاجي صاحب وويل زه لږ کار لرم بيرته راځم، موږ پوه نه شوو چې څه خبره به وي، نورزى لا لا ښه په ايمانداري لگيا و په تشناب وته او ننوته، يو مهال يې ښايسته نخودي جامې اغوستې، موږ خو ډېره جدي ځکه ونه نيوله چې د جمعې ورځ وه، هر څوک پاکي او صفايي کوي، موږ لا چاى چيښلې چې د گل دا دا مشر زوى، نعمت د کلچو ډک پتنوس راوړ، دا مناسبات په داسي وخت کې يو څه د عادت خلاف وه، ورسره سم ، حاجي صاحب او د نورزي لا لا دروند سپين ږيرى پلار کوټې ته راننوتل، حاجې صاحب په خپله ځانگړې جلالي خندا وويل، مبارک شه، مبارک شه، د نورزي شيريني مو راوړه، د خوشحالۍ واه، واه ، مبارک شه، مبارک شه ږغونه اوچت شول، د نورزي لا لا خوله هم له خندا نه ټولېده، انگار د خپل شوخ طبع عادت سره وويل، ښه نو دا خبره وه چې نورزي لا لا له خوشحالۍ څخه د کيسې پر ځاى په جرابه مخ مينځه، له دې سره د خنداوو او خوشحاليو شېبو دوام پيدا کړ.
له بلي خوا پر دې فرش او دې توشکو د بلخ پوهنتون د استاد، دوکتورعبدالغني برزين مهر سره د جانانه او مستانه او له هنره ډکو شپو خاطرې بېخي د هېرېدلو نه دي، د گل دادا د ژوند او يارانې په لوى کتاب کې استاد برزين تر ټولو غوره، جالب او له هر اړخيز ارزښت څخه ډک څپر کى دى، د هغه شخصيت د درنښت، پوهي، هنر، ټولنيزتوب، هم طبعۍ، هېښوونکې حاضرجوابۍ، زړه وړونکې ټولګه ده چې سړى يې په ليدلو، کتلو، لوستلو، اورولو او اورېدلو نه مړيږي، هغه بې شکه چې جامع الکمالات والحکايات، الاشارات والتنبيهات شخص دى، د هغه وجود، زورور مقناطيس دى چې وړې او لويي پرزې په خورا مهارت سره جذبوي، هغه په قوم تاجک دى، خو پښتون دى که بل څوک، د خداى په دربار کې دي دا زارۍ وکړي چې د استاد برزين د شخصيت، علميت، افغانيت او طرزتفکر رڼا او ځلا يې د ملي _ ټولنيز كركټر برخه وګرځي، فکر کوم چې استاد يوازنى څوک دى چې د خرابات او مناجات په خانقا، کې يې د دانش صاحب سارى بللاى شو، دوى دواړه د يارانې، وطندوستۍ، ټولنيزتوب، فرهنګپالنې او افغانيت د احساس له مخي د يوه جوز دوې پلې گڼل کېداى شي، همدا لا مل دى چې دا دوه ياران د يارانې په ټوله مانا يو د بل سارې، بشپړوونکې او پالونکي دي.
دا د يادونو او اميدونو، د خاطرو او افسانو په جونگړه کې د پاى په کونج کې حاجي اکبر ناست و چې ټوله کوټه يې د نظر تر کنټرول لاندي وه، او اسانه يې کړاى شواى چې هر چا ته يې زړه غوښتى واى، د خپلو ټوکو په گوتو يې ښه رامروړلى واى، کيڼ څنگه ته يې حسنيار لکه مړې اوبه ناست و، چې ظاهراًَ آرام خو د ننه له شور او شرارته ډک و، چې زياتره مهال دى او حاجي اکبر د ټوکو او شوخيو په بهير کې يو دبل بشپړوونکي او پاس ورکوونکي وو، د حاجي ښې لاس ته خوږ او جذاب عبدالله صادق د خپل ځانګړي مقناطسيت سره ناست و، ور پسې د نورزي لا لا دروند سپين ږيرى پلار په ځانگړې وقار چُپ ناست و، له مېلمنو سره يې د نابلدتيا له امله څه نه ويل خو له څېرې يې د هم طبعۍ رڼا خپرېده، کور ته د وتلو دروازې په خوله کې گل دادا داسي د اشتياق گونډې وهلې وې، خوله يې له خندا نه سره ورتله، تا به ويل چې اوس به له خوښۍ والوزي، تا به ويل چې خپل پلار ته يو ډول د پايه کشۍ په فاتحانه سټايل کې ناست دى، چې مانا دا دى حاجي اکبر غوندي جالب مېلمه لري چې پخپلو پرله پسې ټوکو او شوخيو سره مړي ژوندي کولاى شي، دى کله، کله وايي چې له خپل پلار سره په مېلمه پالنه، اړيکو او يارانه کې تربورگلوي لري، ده په ښکلا مجله کې د يوې مرکې په ترڅ کې يو ځاى ويلي چې:
).... زه د مور و پلار يو زوى يم، پلار مې ښه غټ کتابتون درلود، په کور کې به يې چې هر وخت خپلو کتابونو ته کتل، نو له ځان سره به يې ډېر افسوس کاوه چې کاشکې زما څو زامن واى چې لږ تر لږه يوه زوى خو مې دا کتابونه پاللي واى، له ما سره الله جلاجلاله حاضر دى يو وړه عقده وه چې زه ولي پلار ته هيڅ ښکارم، لنډه دا چې دانش کتابتون مو په ډېرو لږو امکاناتو پېل کړ، ما ته ياد شي ما ٢٨٠٠ کلداري درلودې، بس پر خداى ج توکل او د دوستانو مرسته وه چې په لنډ وخت کې مې وکولاى شول چې...(.
)ښکلا مجله، پرله پسې ٢٥ مه ګڼه، ٥٢مخ(
دانش صاحب نه يوازي دا چې د يوه نازدانه او پاخه زوى په صفت د خپل پلار لوى ارمان پوره کړ بلکې پرته له لوى خداىج څخه بل هيڅوک هم نه پوهيږي چې د څومره لروبر افغانانو په کورونو کې يې د کتابتونو بنسټونه کښېښودل او د جوړوشويو کتابتونو سينې يي له زرگونو کتابونوڅخه ډکې کړې، په هماغه مرکه کې ده يوه بله جالبه هم کړې وه چې :
) ما ته د خپل پلار نصيحت دى چې بچيه! پيسې هر وخت پيدا کيږي، کيسې وګټه(.
همدا لامل دى چې دى وايې: _ په کيسو خو سړى نه مړيږي _ او اوس دى سم دم په کيسو ګټلو معتاد شوى دى، پيسې يې لا دومره هم نه دي گټلي چې لږ تر لږ خپله يوه وړه سرپنا ورباندي واخلي، همدا اوس په جلال کوټ ښار کې استاد لال پاچا ازمون د ښار په منځ کې پر يوه ډېر ښه موقعيت ځمکه ورته په نښه کړې، چې په ښه ارزانه بيه يې تر لاسه کولاى شي او هلته د دانش کتابتون، د سازوباز لپاره خورا زبردسته چانس دى، خو دى په دوو کې هېښ دى، يو ډول پټ ورڅخه گرځي، له ده سره دومره پيسې له کومه شوې چې که هر څومره ارزانه هم وي ځمکه ورباندي واخلي.
دا دوه د کيسو اتلان زوى او پلار څنگ پر څنگ ناست وو او د دواړو له څېرو څخه پر مېلمنو د خوښۍ رڼا څڅېده، نورزى لا لا د گل دادا د عمه زوى دى، دروند، آرام،ځېرک زړور او د قوي مټو څښتن دى، د گل دادا د کورنۍ _ راوړه يوسه _ کيسې په ده اړه لري او د کاروبار لوى مسوول اومخلص غمخور يې هم دى، هغه دحاجي مرستوال صاحب اړخ داسي نيولى و لکه يو نازولى کوچنى زوى چې د ډېر مهربان پلار پر اوږو ځان اچولى وي، ما وارو ورغلي کسان که يوازي د حاجي صاحب مينه په سترگو کي جذبوي نو دکورنۍ غړو ته خو يې بيا دا لار هم خلاصه ده، چې يا يې په غېږ کې د محبت گرمي واخلي يا يې پر اوږو د ناز لاسونه واچوي، د حاجي صاحب ورپسي ډاکتر ناصر د ښه علمي او سياسي بحث په درانه موډ کې بالښت ته تکيه وهلې وه، بيا عبدالواسع هڅيال پښې له ځانه ايستلې، پايڅې پورته اوزنگنونه يې مخته درولي وو، دا يار بيا په صورت او سيرت کې د پښتونولۍ او رښـتينولۍ ولسي سمبول دى، په ساده باده ناسته ولاړه کې يې د ريا او منافقت څرک هم څوک نشې لگولاى، بس چې همدا درته ناست پټان گورې ټول همدا شى دى، نن يې وګورې که سبا، نه بله جلوه لري او نه هم بله کرشمه ، د هڅيال څنگته زه په فاتحانه انداز ناست وم اود فتحي دا احساس مې د دوو زورورو _ حاجي نعمتي او دانش لا لا _ په وړاندي را پارېدلى و، يو وار به مې په ښي خوا کې حاجي ته کتل او بيا مې د خوني په بل سر کيڼ لاس كې ته سترگې ور اړولې، او د دې احساس لامل مې هم دا وو چې يوه ورځ مې حاجي ته لومړى وار ښه په درز د يوه کار لپاره سينه ډبولې وه خو د يوه ملگري د نه همکارۍ له امله پاته ورته راغلم او دى هم ښه پوره متاثره شو او نېغ يې خپل ژور تاثر د يوه زبردست پېغور په بڼه ښکاره کړ، او ويې ويل : ته به هم د خپلو يارانو صفت راته کوي، ته ودرېږه چې زه دي يو وار کوټي ته بوزم، ته به هلته ووينې چې ياران څه ته وايي؟ ما خو جواب ور نکړ مگر له ځان سره مې وويل : رښتياهم زما ملنگ، ملنگ ياران به ستا له تجارو يارانو سره څه سيالي وکړاى شي، خو نن چې مې د کيسو د اتل اوپه عيني حال کې د يوه ملنگ يار کورته راوستلى دى او د دغه يار د بېساري خوښۍ او خدمت جوگه کړى مې دى، نو فکر نه کوم چې بيا دي د يارانې د کمزورۍ پېغور راکړي او بلې خوا ته، گل دادا هم کله، کله په ټوکو کې زما د ځينو غولنو يارانو پېغور راکوي خو دهغوى بيا يوه کوچنۍ يادونه هم نه کوي چې د ده د طبيعت ښه ساز وباز ورسره جوړ وي، نن مې له کندهاره حاجي ورته راوستلى دى، انټيک حاجي! داسي حاجي چې د ده پخپله وينا _ په اختر کې يې نور هر څه هېر و او هره شېبه يې يوه يوه شمارلې _ او اوس چې يې د تلوسې شېبې ختمي او په يوه ډول هيجاني خوښي کې يې وينم نو خير که په خوله څه نه وايي نو په زړه کې خو ولا چې وايي چې دا خو د محمديار د.... برکت دى، په ماپسې د وړې المارۍ مخته چې د تشناب د دروازې څنگه ته پرته وه قاري گل ناست و، قاري گل او حاجي نعمتي پر لاري يو تړون کړى و چې حاجي به پر ده مسخرې نه کوي او دى به هغه څه دانش صيب ته نه وايي چې پر ټوله لار يې حاجي په غياب کې فرمايل، مگر حاجي خو بلا حاجي دى، هغه خپل د زړه خبري ټولي په چم، چم کې وکړې خوقاري ته به يې هر وار تړون ورياداوه.
د لارې پر سر _ سر
سبا د يکشنبې سهار د ٨٧ لمريز کال د تلي پر ١٤_ مه له دانش دفتر څخه د مردان په نيت را ووتلو، زه تر ټولو مخکې د ډهکۍ کوڅې لوړ سر ته وختم او هلته د نورو ملگرو د راتگ په انتظار ودرېدلم، دا يو درې لارى تنگ چوک دى، يوه لار يې همدا دانش کتابپلورنځي پر لور سهيل خواته کښته شوې او قصه خوانۍ بازار ته وتلې ده، بله لار يې ختيځ پلو اندرشېر بازار ته تللې، چې ټول د زرګرانو ځلبل دکانونه دي، هسي خواندرشېر کوڅه د خپلو سرو زرو د ځلا او ښکلا له امله په پېښور کې پوره نوم لري، خو پر مايې نوم ځکه دوه ځلي خوږ لگيږي چې د خپلي عاشقۍ د لومړنۍ ډالۍ يادګار_ خاطره مې پكښې خوندي ده،خو د دې تر څنگ بيا چې سړى د خپل ملي احساس په عينکو کې ورته گوري نو يې زړه درد کوي ځکه چې دا د پښتنو د طلايي لرغونو ملي آثارو د خاوري کېدو يو مارکېټ هم دى، ګوهر رحمن ګوهر ته د لرغونو شيانو را ايستونکو ويلي چې )) په اندرشېر کې زرګران دي، هغوى موږ ته راشي او په ډېر کمه بيه يې رانه واخلي، دا ځکه چې موږ بهر رسېدى نه شو، هغوى يې جاپان او په بهر کې نورو ملکونو ته وړي، دا اوس هم په اندر شېر کې د جاپان ډېر بيپاران ناست دي، دوى چې موږ ته کومي پيسې راکوي د هغوى څوچنده پخپله اخلي،کوم شى چې دوى په پنځوس زره واخلي، هغه په لکونو په شل لکه په پنځوس لکه پلوري، موږ خو نه پوهېږو، خو هر څه چې يې موږ ته راکړل، په هغې خوشالېږ((.
)نسکورې ډېرۍ، ګوهر رحمن گوهر، ١٠١ مخ(
هوکې! دا پښتانه مبارکان دي چې خپل تاريخ، خپل هويت، خپل حيثيت او خپل هر ارزښت په تورو اوبو پلوري او لا هم ډېر په خوشالېږي، لوى خوشال بابا خو يې هسي په مور و خور و ماينه او ناموس بېخاره نه ورلگېده، هغه خپل بې ننگ قوم پېژندى، نور که يې د سړېتوب هيله نه ورته کېده نو مخامخ، ښکنځل خو يې د زړه د سودي يو چل و:
ځـــــــــــينې څه لويې دعوې لرم په زړه کې
ولې څه کړم چې پښتون واړه بې ننګ دى
او
اوښ لـــــــــه باره سره کور ته ورغلى
په ولجه د اوښ د غاړې د جـرس دي
د ډکۍ نالبندۍ پر لوړه څوکه چې زه ولاړ يم، نو د عجيبو او غريبو احساساتو په يرغل کې راښکېل يم، دې ځاى ته به څوک د چرگانو د سرو کړو غوښو او رنگارنګ كبابونو په بوى پسې، څوک ډوډۍ خوړلو، څوک د څه نور کاروبار او موخو لپاره راځي او ځي، خو گوره څو کسانو ته به پته وي چې دوى د پښتانه وطن د يوې سترې او بېسارې خزانې پر سر تگ راتگ کوي او ډېر ښه دى چې څوک ورباندي پوه نه شي او ښه دى چې دا خزانه همداسي تر کورونو او ودانيو لاندي پټه پاته وي، که نه د دې خزانې پر سر همدا اوس هم د خزانو لوټماران ناست دي، ځکه نو سړى اړ شي چې ووايي : ښه دى، دا خزانې همداسي د خاورو په غېږ کې خوندي پاته وي.
وايي چې پېښور ښار ټول پر زړو کنډوالو پروت دى، خو د پېښور د تاريخ معلومولو لپاره له ټولو څخه زيات،غوره، ستراتيژيک او حساس ځاى گورگټړۍ ده، د دې يو غوره دليل دا دى چې په پېښور کې له ټولو څخه دوه اوچت ) لوړ( ځايونه دي چې يو يې ډکي نالبندي او بل يې ګورگټړۍ ده، په ډکي نالبندي کې کيندل نشي کېداى ځکه چې هلته ټول کورونه دي.
)نسکورې ډېرۍ، ګوهر رحمن ګوهر، ١٢مخ(.
ډېر ښه دى چې په ډکي نالبندي كې کورونه جوړ دي، تر هغه چې پردي يې راڅخه تښتوي نو تر خپلو قدمونو لاندي په دفن به يې يو څه ډاډ لرو.
تصادف ورته واياست،که د دې فرهنگي عظمت اغېز، چې دانش کتابتون په ډکي نالبندي کې زموږ د زرګونو کلونو فرهنګي ميراث د ښخو خزانو پر سر د معاصر فرهنگ د رڼا او ځلا د يوه بېساري مرکز په توگه آباد دى او د لر و بر افغانستان په کچه د ستړو فرهنگيانو، عالمانو او فرهنگ مينو دمه ځاى دى.
د ډکي نالبندۍ د تنگ چوک شمال لاره د پېښور بالاحصار ته وتلې ده، ملگري مو راورسېدل او پر همدې لار د بالاحصار خواته ووتو، عبدالله صادق راغوښتى سور فلانکوچ د سړک غاړي ته د يارانو په انتظار ولاړ و، دا سړک له قصه خوانۍ بازاره د کابلۍ تاڼې له څنگه راپورته شوى، همداسي پر بالاحصار ورگرځېدلى او مخ پر لوېديځ غځېدلى دى، يوې غاړي ته يې بالاحصار پروت دى او بلي خوا ته يې ودانۍ او مارکېټونه ودان دي، تر يوه ځايه د بالاحصار خوا ته هم ودانۍ، پوسته خانه او دکانونه پراته دي.
هسي خو پېښور د تاريخ د ورکو او مالومو زمانواو بيا اوسمهال د سياسي، اقتصادي او فرهنگي مرکز په توګه يوه بېسارې جغرافيه ده.
ګندهارا چې زموږ د سيمي د لرغوني اريايي تاريخ ډېره درنه زانگو ده او د باغونو ښار ) پېښور( هم د ګندهارا له څلورو لويو ښارونو څخه يو و، درې نور يې، هنډ، شهبازګړه، او پشکلاوتي وو، وروستۍ پلازمېنه يې هنډ او لومړۍ يې پشکلاوتي وه چې له هغه ځايه څخه کوشاني ټولواک ) څه باندي دوه زره کاله مخکي ( پېښور ته کډه راوکړه، او بيا دلته يې د هغه مهال يوه داسي لويه سټوپه جوړه کړه چې د اباسين پوري راپوري يې سارى نه درلود، نوموړي همدلته د بودا کچکول خوندي کړى و.... خو د هغه پېښور او نن پېښور په منځ کې د ځمکې او اسمان توپير دى.
...په دې نژدې وروستيو وختونوکې چې په گورگټړۍ کې کوم اثار او سيکې چې موندي شوي، ښيي چې له مېلاد څخه د مخه د لومړۍ يا دويمي پېړۍ په شاوخوا کې دلته څو کلي آباد و او په اوسنۍ گورگټړۍ کې چې کومي ودانۍ وې د هغو نوم پورو شاپور و، په دې نامه کې په ورو، ورو د بدلون راتللو څخه وروسته هغه پېښور شو.
د پېښور پوهنتون استاد فرزند دراني، ګوهر رحمن ګوهر ته ويلي چې، دى يقين لري چې د پېښور لرغونى تاريخ به د سهيلي اسيا له ټولو لرغونو ښارو څخه د مخه وي.
دى وايي که د ګورگټړۍ يوه برخه له ٧٠ _ ٧٥ فټو پوري وکيندل شي نو د پېښور لومړى تل به ښکاره شي او ورسره کېداى شي چې ددې ځاى تاريخ د عيسى له زېږېدو څخه د مخه دوه زره کاله ته ورسيږي، دا مهال دوى د کيندنو له ځاى څخه له باختري يونانيانو څخه نيولې د انگرېزانو تر وخته سيکې را ايستلي دي، استا فرزند د گورگټړۍ لړمون له لرغوني پاتيشونو څخه ډک بولي.
دپېښور پوهنتون استاد احسان علي، ګوهر رحمن ته ويلي چې:
...پېښور پوهنتون پخپله په خاصه توگه د هغه پښتو څانگه د بودايي مذهب د ډېرۍ د پاسه ده.... له دې ځايه لږ څه مخته د تهکال په سيمه کې ډيري د بودايي مذهب غټي، غټي سټوپې وې ... په پېښور کې چې پر کوم ځاى ولايت مقام دى، دلته چې تر مېلاد شپږ سوه کاله مخكي د ايرانيانو حکومت و، د هغې زمانې سيکې موندل شوي دي... په شامي روډ کې د بودايي مذهب ډېر ښکلي دېوالونه پيدا شوي، چې له دغه ځايه خلک پر اسونو او خرو خاوري وړي... د شامي روډ آبادي، دوه، درې مېله د ډېرۍ د پاسه جوړه شوې ده، د بالا حصار کلا په خوا کې چې ليډي ريډينگ روغتون جوړېده نو د ځمکې له تل څخه به د پخوانۍ زمانې اثار راوتل، پخپله بالاحصار دومره زوړ نه دى، ليډي رېډينګ روغتون ته مخامخ بازارونه پر لوړو ځايونو جوړ شوي، د قصه خوانۍ شاته کابلۍ تاڼه او د هغې لاندي او د هغې شاته چې نن سبا کومي آبادۍ کيږي په هغه ځاى کې زاړه اثار راخيژي چې درې سوه کاله تر مېلاد مخکې دي.
دا اثار خو تر ودانيو لاندي دي او ګمان نه کيږي چې رابرسېرن کړل شي خو دلته د) شاجي کي ډېرۍ ( په نامه يوه ډېرۍ ده چې د کوشانيانو نامتو باچا کنشکا جوړه کړې وه، هغه مهال دا ډېر مشهور مرکز و او خلک به د زد کړي لپاره ورته راتلل .
وايې چې دلته د چين ګرځندوى هيون څانگ ٢٣٨ فټه لوړه سټوپه ليدلې وه.... هغه ځاى ته اوس خلک د محبوبا ډېرۍ وايي.
د رحمان بابا او اخوند دروېزه په هديرو کې هم په شپږو_ اتو ځايو کې زاړه آثار شته، له ښاره د باندي يوه بله ډېرۍ هم شته چې خلک وايې اصلي د محبوبا ډېرۍ همدا ده .
اوسنى بالاحصار که د محبوبې د کلا سارى نه دى نو سيال يې هرومرو کېداى شي، په دې کې د افسانوي او کيسه يې خلکو پر ځاى رښتيني خلک اوسېدل، په تېره د افغانستان هغه ټولواک چې پېښور يې د ژمي پلازمېنه وه، کله چې د تيمورشا د زامنو شامحمود اوشاشجاع تر منځ واک_ جګړه روانه وه نو شاشجاع په همدې بالاحصار کې مېشته و، خو پوښتنه دا ده چې بالاحصار پر څه باندي پروت دى؟
په دې برخه کې د پېښور پوهنتون لرغونپوه ډاکټر عبدالرحمن وايي: په لومړو کې دلته يو کلى و، په لرغوني پېښور کې ګورگټړۍ او دا دوه مشهور کلي وو، د دوو کليو په منځ کې يو وياله بهېده، وروسته د مغلو په زمانه کې د دواړو د نښلولو لپاره يو پل جوړ شو، په دې علاقه کې د پخته پل نوم لا اوس هم شته که څه هم چې اوس د هغه پله پر ځاى هلته دکانونه او کورونه دي.
دا خوا سيمه كې حکومت خپل مرکز جوړ کړى و او ورو، ورو بيا هغه ځاى اوچت شو او کلى ورڅخه جوړ شو، د سيکانو په زمانه کې دلته ښکلى کوټ و چې بيا هغوى خراب کړ، بيا سيكانو خپله کلا ته اړتيا پيدا کړه او يوه کچه غوندي چاردېوالي يې جوړه کړه، خو د انگرېزانو په وخت کې بيا پخه کلا جوړه شوه.
په بالاحصار کې اوس ملېشه دېره دي او ډاکتر عبدالرحمن په دې گروهه دى چې دا يو خورا غوره لرغونى اثر دى.... چې بايد د سېلانيانو پر مخ پرانيستل شي... دى وايي چې د دې په شان بله کلا اوس نشته نو پکار دا ده چې د تاريخ د پلټلو د پاره د هغې په کوم ګوټ کې کيندنه وشي او آثار يې په موزيم کې کېښودل شي، دا به د سيلانيانو لپار ه ډېره په زړه پوري وي.
)نسکورې ډېرۍ، ګوهر رحمن گوهر، ١٠ _ ١٨ مخونه(.
په بالا حصار کې به کيندنې کيږي يا نه اوله دې درکه به يې ارزښـت روښـانيږي يا نه، خو د افغانستان د وروستيو درو لسيزو تراژېدۍ له بنسټونو څخه يو هم همدا بالا حصاربلل کيږي، د پاکستان د استخباراتو او کورنيو چارو پخوانى مشر وزير جنرال نصيرالله بابر په ١٩٧٣ کال کې چې د ټولو سرحداتو د ساتني مسؤليت ور د غاړي و له ارواښاد انجنيرحبيب الرحمن سره وکتل او په افغانستان کې يې د داؤد خان د رژيم خلاف د يوې هتې اساس کښېښود، بابر د اسلامي نهضت نورو غړو لکه حکمتيار، احمدشاه مسعو، استاد رباني او نورو لپاره پاکستان ته د هجرت زمينه مساعده کړه، په دې توگه پر افغانستان د تباهيو کارغانو وزرونه و سرپول، هماغه چې د وينو سمندرونه په افغانستان کې طغياني شوي دي لا يې وحشي موجونه د کمېدو نيت نه لري، د شوروي د امپراتورۍ بېړۍ خو په دې سرکښو سېلابونو کې غرقه شوه اوس بيا د هماغي تراجيدۍ د لړۍ د دوام مسؤليت امريکا پر غاړه اخيستى دى، ګوره چې لا به دا بالا حصار پر دې سيمه د څومره نورو بشر ضد وحشتونو، دربدريو او لوټماريو او نارواوو يو شاهد واوسي.
موږ دا بالا حصار د زمان د يوه نندارچي په توګه پرېږدو او خپل يون ته دوام ورکوو، موږ د عبدالله صادق را رسېدو ته انتظار وو، زما قاري گل ته اندېښنه وه چې د ځينو دفتري نزاکتونو له امله
مو د يون ملگرى نه سو، ها خوا مجيب الرحمن انگار هم چې زموږ لپاره يې د موټر غم پرون لا خوړلى و خو د کورنيو مجبوريتونو له جبره راڅخه پاته شوو په دې حساب نو د دوى دواړو کمى سم دم محسوس وو.
لږ وروسته هڅيال له موټروان سره د مخ په سيټ کې، زه، ګل دادا او عبدالله صادق په ورپسې، زموږ شاته سيټ کې حاجي نعمتي او حسنيار او د پاى په هغه کې هم حشمت استاد له خپلو طبلو سره کښېناست، حشمت خان زياتره مهال زموږ د ورته سفرونو د ټنگ ټکور رنگ وي، چې هغه د چا خبره په طبلو خبري کوي، ايسته مخ پر مردان د چار سدې پر لار ورخوځېدو.
د لالونو خزانې
پر دې لار د گل دادا سره څو، څو واري تللى يم، يو ځل يې په اتمانزو لويه هديره کې د پښتو لېوني، فلسفي، خوشرنګ او گلرنګ شاعر ارواښاد غني خان قبر ته يې هم بېولى يم، هغه مې ډېره جانانه خاطره ده:
د پسرلي موسم و. که څه هم پېښور خو هر موسم سپرلى، سپرلى دى، كه د طبيعت سپر لى نه وي نو د زړونو، ذهنونو، شعرونو او هنرونو پسرلي خامخا وي، د قبرونو تر منځ لارې او پورته وني تکي شنې وې، وزې شاوخوا څرېدلې، هلته يوه بوډۍ له خپلو وزو سره ګام، ګام گرځېده، له يوې خوا د طبيعت سازګار موسم له بلي خوا د چارسدې تاريخي او معاصر، سياسي، ټولنيز او فرهنگي عظمت، يو پلو د غني خان د هنر د جادو گرفت او بل پلو د گل دادا د ځانگړي ميني او لوريني بې مثال تاثير، دا ټول کيفيتونه چې په يوه زمان او مکان کې سره غاړه غړۍ شي نو بويه چې د ذوق د ناز جاويدانه خاطره ځيني جوړيږي .
اى زما وطنه د لالـــــــــــــــونو خزانې زما
ستا هره دره کې دي د تورو نښانې زما
دا ابدي ترانه مې د استاد اولمير په روح نڅونکي ږغ کې له ښه پوره وړکتوبه اورېده خو نه پوهېدم چې دا شعر د چا دى او نه هم پوښتنه راته پيداکېده، بيا يو وخت د دوولسم ټولگي د ادبياتو تاريخ کې مې دا شعر ولوست، لوړ د غني خان انځور چې په فلسفي ستايل يې يوه اړه ته مخ پر دواړو لاسو ايښى دى، دا راته په زړه پوري وه چې پوه شوم دا شعر د غني خان دى ، خو غني خان مې د غني خان په توگه ونه پېژاند، يو وخت دوولس يا ديارلس کاله مخکي مې يوې خور د غني خان خوند، رنگ، اهميت کيفيت او ادبي درنښت ته متوجه کړم، )کتاب سال انيس( مې تازه رانيولى و، خو لوستى مې نه و، يوه ورځ مې خور راته وويل چې د استاد بېنوا ليکنه )د پښتونستان فلسفي شاعر( ولوله، د خان عبدالغني خان په اړه ډېره خوندره ليکنه ده او غني خان څونه په زړه پوري ژوند او ښايسته شاعري لري، دې وويل چې زه خو يې په لوستلو نه مړېږم او بيا، بيا يې لولم.
بيا مې نو )غني د شگو په محل کې ( د اکبر کرگر ليکنه ولوسته، ښه په زړه پوري وه، بيا مې له يو غير ادبي ملگري څخه ( د غني پلوشې ) وليدلې چې د البېروني ښوونځي له کتابتون څخه يې اخيستې وې، ډېر ورته لړمکي شوم خو لار مې پر ونه وهلاى شواى، بيا يو چا راپام کړه چې سردار علي ټکر د غني خان شعرونه ويلي، پر مَېن شوم، يو لېونى مې وليد چې د غني خان مجنون و، د ټکر په خواږه ږغ کې به يې د غني خان شعرونو ته ژړل او پخپل شعر کې يې هم د غني خان رنگ سل په سل کې څرگند و، بيا همدغه ديدار لېوني د لېوني غني خان غورچاڼ ( د شگومحل ) وکړ او گل دادا چاپ کړ، نه پوهېږم چې ډېر ښکلى و ژرختم شو که قرنطين شو، که بيا چاپ شي ښايسته کتاب دى، دا اودې ته ورته ډېرى نوري خبري، که دلته د ښاغلي شوکت خان يوه خاطره هم ياده نه کړم نو بويه ناشکري مې کړې ده.
د اسد جان دا ځانگړنه هم ډېره هاغه د چا خبره نارې وهي چې کوم نوى مېلمه په لاس ورشي نو حيران وي چې چيرته يې بوزي، چا ته يې بوزي، چيرته يې پاڅوي او چيرته يې کښېنوي چې داسي سات يې ورتېرکړي، د خوږو خاطرو په داسي کلک ځنځير يې وتړي چې د رښتيني يارانې پته ورته ولگيږي او کله يې هم له ياده ونه وزي او چې له ياده يې باسي نو بويه چې لوى نمک حرام حرامي به وي.
هسې خو د پېښور په هيڅ دوره کې له ټنگ ټکور، عيش ونوش، بانډارو او منظرو پرته نه يم راستون شوى خو چې لومړى وار په ١٣٨٣ کال د فرهنگي بهانې په برکت دا د خوندونو او رنگونو، دا د يارانو او دلدارانو، دا د هنر او جوهر، دا د محبت او صداقت پر وطن ورپېښ شوم ) البته دلته به يې پر سياسي لوبو او بد مرغيو چې پرديو روانې کړې سترگې پټې کړم( نو د ميني او لوريني داسي حجره او دېره پاته نه شوه، د عشق او شوق داسي محل او محفل پاته نه شو، د وفا او صفا داسي کس پاته نه شو او د درنښت او ارزښت داسي هديره او مقبره پاته نه شوه چې گل دادا دي نه يم وروستلى،او د لوى خوشال بابا د داوې زباد ته دي يې په بالمشاهده توګه نه يم ارسيان كړى:
چې پكې خواږه ياران شته
پېښور تر هـــــــــــــــــر ديار ښه
په دې ترڅ کې يې راته وويل چې يو عجايب سړي ته دي ورولم يو لوى چارواکى دى او ورسره يو لوى ملنگ او يو لوى مين دى. دا ملنګ شوکت حيات خان نوميږي، له دې سره يې تليفون وکړ او ويې ويل چې خان جې زه له يو څو ملگرو سره درځم.
زه، استاد محمد آصف صميم، مجيب الرحمن انگار او عنايت الله ديدار يې د غرمې يوه بجه مهال ور روان کړو.
په دفتر کې يوه اړخ ته استاد صميم صاحب او ديدار، بل اړخ ته زه او انگار، ګل دادا د منځ پر کوچ د خان جي څنگته کښېناست، خان جي سم دم صاحب حال مجذوب ملنگ و، له ناستي سره سم د روغبړ په ترڅ کې استاد صميم ورته وويل، هغه بله ورځ چې پر ډېورنډ را اوښتم لومړى ځل مې عبدالرحمن خان ته دعا وکړه، چې دا يوه ټوټه يې را څخه بېله کړې ده، ځکه چې اوس خو موږ آزاد پکښي گرځېدلاى شو، د هر چا خپله خوښه، مندر ته ځي كه مسجد ته، کليسا ته ځي او که بل ځاى، خو هلته پر دغه هر څه انحصار دى، تاسو خو ښه ياست دلته خوښ ياست خو زموږ حال هلته ډېر خراب دى .
خان جي د افغانستان پر حالاتو ډېر افسوس وکړ او ويي ويل : په کابل کې چې کوم اور بل دى پته نه لگي چې چا بل کړى دى، سر يې چېرته دى، مړ کيږي به کله، هغوى چې پر بل دى، هم نه په پوهېږي، بيا د خبرو په ترڅ کې فلسفې ته ولاړ او زموږ د ټولني حماقت او جهالت ته يې په غير مستقيم ډول له فلسفې زاويې وکتل :
د ډم جرم دا دى چې هغه د بقا په بازار کې د فنا ږغ کوي، د کائناتو اختتام مرګ دى، ډم همدا وايي، ډم د انساني ارزښتونو معمار دى، هر څوک وايي چې هر څه د بقا پر لار دي، خو يوازي ډم وايي چې يوازي يوه چا ته بقا شته، موږ ملا ته کنځلي نه کوو، خو ډم معمار بولو، د انساني ټولني معمار.
په دې ترڅ کې د يوه ملگري تليفون ورته راغى او ده ورته وويل چې ژر ځان را رساوه، عجب ملګري راغلي دي، موږ ته يي وويل دا ډېر ښه ملگرى امجد خان دى، بيا نو خبره پر شعر روانه شوه او پر هغه شاعر راوگرځېده، چې همدا خاطره مې يې د تړاو له امله رانښلولې ده، لاسونه يې ټک، سره ووهل، بيا يې سر ورباندي کېښود، ويل غني خان خو غني خان و، بېنوا صيب ويلي دي چې ) غني دومره غني دى چې هغه د قافيې غلام نه دى( بيا يې په هيجاني کيفيت کې پسې زياته کړه، اوس چې بېنوا يې مني، نو ستا پلار به يې هم مني، ځکه ته خو د بېنوا صيب مقام ته نه شې رسېدلاى، بيا يې د يوه ملگري ( شاجي ) له خولې د غني خان څو خاطرې وويلې، شاجي به غني خان ته ورتله هغه ويل چې ) يوه ورځ ورغلى وم، دى په کوټه کې ناست و، د باندي سخت باران شو، ده خپل خدمتگار ته وويل چې په دا ويل چېړ ( بايسکل ( كې مې کښېنوه د باندي مې وباسه، هغه بيا همداسي وکړل، د باندي يې باران ته خپل ځيگر پرانيسته او د باران څاڅکي يې ځيگر ته توى شول او طبع يې ډېره ښه برابره شوه، بيا ما ورته وويل چې خان ! ايا خداى شته ؟
ده ما ته وکتل بيا يې ترڅنګ ولاړي شنې ونې ته په اشاره سره پوښتنه وکړه چې آيا د هغې ونې ډېزاين شته ؟
ما ورته وويل چې هو، ډېرښه ډېزاين يې دى.
بيا ده وويل چې نو ډېزاينر يې هم خامخا شته .
بيا مې و پوښته چې څه ارمان لرې؟
هغه وويل فکر کول او بيا د فکر روانول، لکه اورگاډى چې په اورلگولو روانيږي اوس دا فکر هم د ارمانونو په لګولو روانيږي )
په دې پسې خان جي د جنيد بغدادي او دهغه د مريد کيسه وکړه، د هغه مريد به تل ورته ويل چې ته نورو ته دعاوي کوې، ولي يې ځان ته نه کوې او ته څه ارمان لرې، جنيد بغدادي به ورته ويل چې دا به يو وخت درته وايم، بالاخره يې يوه ورځ ورته وويل چې زه دا ارمان لرم چې هيڅ ارمان ونلرم.
لږ وروسته امجد خان راغى مشر ښايسته سړى وو، له ورېښتانو صفا مخ، خان جي وار د مخه د حمزه بابا په دې بېت ولمانځه :
دومره راته ګران دى د اشنا ديدن
ولاړمه اوس راغلمه اوس بيا ځمه
وروستى نيم بيت دواړو په غبرګو ږغونو كې د لاسونو د تگ راتگ په اشارو زمزمه كړ او ټول دفتر خنداوو پر سر واخيست.
د استاد صميم صاحب خبره، امجد سم د اشرف مفتون حافظ و، پرله پسې يې د مفتون دومره شعرونه وويل چې خان جي خو يې په هر شعر لکه گل غوړاوه او حاضر مجلس د مفتون او غني خان د شعرونو تر څنګ د دوى له مشاعرې، خندا او احساساتو څخه مزې واخيستې.
زما لپاره ډېره په زړه پوري خبره د غني خان د عرفان وه، زموږ خو عجيب ډبره ذهنونه دي، زموږ په ټولنه کې غني خان ته په ښه سترگه ځکه نه کتل کيږي چې گواکي ولي هغه زموږ روايات تر پښو لاندي کړي او ځيني ذهني تمايلات يې راکږلي دي، نور نو موږ د چا د فکر څېړنه او شننه نه کړاى شو او نه يې نيت کوو، زه هم يو وخت د دغسي ذهنيت تر اغېز لاندي غني خان ته ډېر معتقد نه وم، کله، کله به يې دغه شعر ډېر په سوچ کې اچولم.
يوه ورځې يو صحرا کې په ښکار وتى وم روان
يو ګلاب مې ولاړ وليد پړقېده ښايسته خندان
په دې شعر کې د ژور عرفان زوروري څپې راته ښکاره شوې، بيا مې د لومړي وار لپاره د ده پر عرفاني سوچ د ځوان رحيم الله بشارت ليکنه ولوسته، هغه ته مې وويل، بلا دي کړې، دا لړۍ وغځوه، ته دا كار ښه كولاى شې، د غنې خان دغه بارز اړخ نه يوازي دا چې پټ پاته شوى بلکې بيخې يې خلک مني نه، اوس چې مې د خان جي خبري واورېدې نو حيف چې د غني خان هغه قام دى چې له سترګو غړولو، سوچ کولو، تفکر او بدلون هيڅ شوق نلري، که دي د ده د لامتغير ذهن په تله برابره خبره کوله، د ده هر څه يې او که دې لږ د نوښت خوا ته ځان کوږ کړ بيا دي نو نور دى داسي ورپسي کږوي چې ملا دي غوټه در ماته نکړي، نه دي پرېږدي.
د ننگ او فرهنګ ټاټوبى
د غني خان او د ده د پلارو نيکه د خاپوړو په وطن )چارسده( کې د شنو ونو او ګنيو د پټيو تر منځ پر غځېدلي نري سړک روان وو، څووم وار مې و چې زموږ په دې وياړلې جغرافيه (چارسده) کې له ملگرو سره مردان ته روان وم .
چارسده! دا دعدم تشدد د علمبردار ) باچا خان ( دروند کور! هغه چې ټوله دنيا په درنه ورته ګوري خو يو پښتون دى چې دروند يې نه بولي .
چارسده د داسي درنښت نوم دى چې يوازي زموږ د معاصر سساسي، فرهنگي تاريخ شمله يې له اسمان سره رپ نه وهي، بلکي دا د هغو زرګونو کلونو مخکي د وياړونو تسلسل دى چې انساني کمال پکې اوج ته رسېدلى و.
مخکي هم يادونه وشوه چې د ګندهارا د مدنيت څلور مرکزونه وو: پېښور، هنډ، شهبازګړه، او پشکلاوتي چې پشکلاوتي يې تر ټولو اوله پلازمېنه وه.
پشکلاوتي چې د تاريخ بريد يې له مېلاد څخه يوولس سوه کاله مخکې ته رسيږي، دا د اشنغر د وربل گل و او لرغونپوهان يې معنا د برسنډو ښار کوي، برسنډي چې گل يې د بودا د زېږون نښه ده، اوس هم دغلته د سين پر غاړه او جبو کې پرېمانه کيږي او خلک ورڅخه انګولي جوړوي، خو ځينې نور لرغونپوهان بيا وايي چې پشکلاوتي د پښتو د ) په ښکلا وتى ( يعني ډېر ښکلى ښار_ له تركيب څخه جوړ شوى دى او چې کله يې دور و، نو هغه مهال دا ښار د ليري زيارت کوونکو لپاره يو لوى زيارت، د پوهي د تږو_ تنده ماتوونکو لپاره خوږه چينه او د نومياليو پوهانو د دېرې ځاى و ان تر دې چې وايې د پرتم په مخکي يې د پېښور ډېوو رنگ واهه .
د دې ښار نه شاوخوا تر ليري_ ليري پوري، کلي، سټوپې، خانقاهونه او مندرونه وو چې شمېر يې تر )١٦٠ ( اوړي، چينايي گرځندوى، هيون څانګ چې کله په ٦٣٠ عيسوي کې دلته راغى نو دې ښار بيا د بالاحصار د ډېرۍ او د شېخانو ډېرۍ بڼه خپله کړې وه خو ورسره د چارسدې ښار د ژوند له هاهو ) زوږ ( نه ډک و، چارسده د يوه داسي هشنغر زړه دى چې د حافظ رحمت خاني په تاريخ کې د ) اوګرې په ډکه کاسه( ياد شوى دى.
...... هغه مهال د چارسدې د ښار يو ور د لمرلوېدو خواته و ... چارسده يو داسي عام ښار نه و چې گني دلته تش دا سټوپې گانې وې، بلکي دلته د مهاتمابدهه ) بودا ( په زمانه کې د قانون يو کتاب ليکل شوى و، هيون څانگ وايي چي : د هغه لپاره د استاد ضرورت نه و بلکي مهاتمابدهه به په روحاني شکل کې د الهام له لاري خلکو ته پوهه ورکړه.
.....د پشکلاوتي د پخڅې دېوالونه ) چې پر ښار راگرځېدلي دي ( څرگندوي چې د ډېرو پخوا زمانو نه اباد دي .
پر دې کلابند ښار په ۳۲۷ مېلاد مخکې يونانيان ورختلي وو، خو ايا چې سکندرپخپله له لښکر سره و يا نه؟ ځيني وايي چې نه و، او ځيني وايي چې و، پروفيسور احسان علي وايي چې کله کوم وخت سکندراعظم او د هغه لښکر راغلل نو دى پخپله د باجوړ، دير او سوات لوري او له هغه ځايه هند ته ورسېد، ده خپلو دوو جرنيسلانو ته وويل چې تاسو ولاړ شئ او چارسده ووهئ، چارسده پشکلاوتي وه چې د گندهارا لومړۍ پلازمېنه وه، نو هغوى له ښاره لښکري تاو کړې او ٢٩ ورځي يې ښارکلابند کړ، کله چې باچا په تنگ شو او ويي ليدل چې خبره ورانه ده، نو ويي ويل چې زه به هغه وخت تسليمېږم چې سکندر اعظم راشي... نو د دې تيورۍ پر بنسټ سکندر راغى او ښار سلامي شو.
) نسکوري ډېرۍ _ ګوهر رحمن ګوهر، ١٩_ ٢٥مخونه(
خو د نن چارسده او اشنغر د پرون هغه نه دي، باچا خان د خپلو تاريخي عظمتونو په ادامه له دغه ځايه نه يوازي خپل قام بلکي ټولي انساني نړۍ ته د ورورۍ او ميني پيغام ورکړ، دلته يې د عدم تشدد جنډه هسکه کړه، په هند کې مهاتما گاندي د عدم تشدد مخکښ و، هغه وايي چې زه له دغه طرز فکر څخه بالاخره بېزاره شوم مگر باچا خان دا لاره پرې نښوده، باچا خان د خپل خواږه ژوند ټولي رنگينۍ، د خپلي ځوانۍ ټول هوسونه، د خپلي خانۍ ټوله دبدبه، د خپل خاندان ټول آرام د خپلي هستۍ ټوله شيرازه د عدم تشدد تر فلسفې او مبارزې جار کړه، د ژوند ٣٦ پسرلي يې د تورو جېلونو په تورتمونو کې خزان كړل .
او دا هسي يوه وچه، بې منطقه او بې خاصيته مبارزه او طرز فکر نه و، هغه په دې هم پوهېده چې تر هغه د پښتون قام ذهن د جهالت له وحشي منگولو ونه ژغورل شي نو د ده په خبره به پوه نه شي او د ده مبارزه به رنگ رانه وړي ځکه يې دسياسي هلوځلو تر څنګ علمي او فرهنګي چارې هم له ياده نه وې ايستلې، په دغه سيمه کې يې لومړى ازاد ښوونځى جوړ كړ، شعر، نثر، ډرامې او په مجموع كې يې هنر، علم او ښووني_ روزني ته مخه پرانيسته، انجمن اصلاح افاغنه ادبي ټولنه يې تاسيس کړه، دا کار څه هسي ساده خبره نه وه، بلکې د سر ، هستۍ او کورنۍ په قېمت را پېل شوى و، په دې كې د لوى همت، ستر انسانيت او مقدس ديني احساس لاس و .
په دې اړه خپله پاچا خان وايي:
( موږ په ١٩٢١ کال کې د دوستانو په امداد په اتمانزو کې د ازاد سکول بنيادکېښود ... چې د مدرسې تر څنگ موږ د پښتنو د غلطو رسمونو او رواجونو د اصلاح کولو، د تشدد نه د منع کولو او پکي د قامولۍ د ميني او محبت د پيدا کولو په غرض د اصلاح الا فاغنه په نامه يو انجمن جوړ کړى و.
زموږ په سکول کې استاذان کم وو نو ما پخپله هلکانو ته درس ورکولو، بله دا وه چې موږ دومره روپۍ نه لرلې چې استاذانو ته مو ډبلي تنخواوي ورکړي واى .... د پېرنگيانو زموږ مدرسه نه خوښېده چې کوم استاذ به ورله راتلو نو اول به يې ووېرولو، که په وېره به ونه شو نو بيا به يې د ډېرې تنخوا لالچ ورکړو او دغسي موږ ته يې استاذان نه پرېښودل، مقصود جان چې اتمانزو ته راتلو نو پوليسو ډېر کړولى و، موږ د خلکو پوهولو.... او د قامي مدرسو د پاره د مرستي حاصلولو په غرض کلي په کلي، کور په کور دورې شروع کړې او په خلګو کې موږ ژوند او احساس را پيدا کړ، زما د دورو نه پرنگي سره وېره پيدا شوه، سرهملټن گرانټ زموږ د صوبې چيف کمشنر و، هغه زما بابا ځان ته وغوښت، ورته يې وويل چې دا زوى دي څه کارونه کوي؟ ټول خلک غلي ناست دي او دى لگيا دى مدرسې جوړوي او دورې کوي، زموږ پر خلاف خلک لمسوي، منع يې کړه، د ده سکرتر سعدالله خان مې بابا ته ويلي وو چې ته گوره چيف کمشنر ستا څومره احترام کوي، څومره چې ستا مني هغومره د چا نه مني، ته د ده د خوشالۍ د پاره خپل زوى منع کولى قدري نه شې؟ بابا مې راغى، زه يې کېنولم راته يې وويل چې زويه د دې کارونو نه لاس واخله ځان دي په مصيبت اخته کړى دى، سرکار هم خپه کيږي، چې نور څوک يې نه کوي ته يې څه کوې؟ ما ورته وويل چې ښه ده بابا چې ته وايي مه يې کوه، نه يې کوم، ډېرو خلکو خو لمونځ پرېښى دى، زه به يې هم پرېږدم، خو ته به بيا ما ته نه وايي چې ولي لمونځ نه کوې، بابا مې راته وويل چې لمونځ خو فرض دى، ما ووې چې بابا دا علم خو هم فرض دى، بابا مې وويل، ښه نو ځه کوه، او بيا چيف کمشنر ته ورغى ورته يي وويل چې صاحب موږ ستاسو د خوشالۍ د پاره خپل دين نه شو پرېښودلى(
) عبدالغفارخان باچاخان( زما ژوند او جد وجهد، مخونه ١٦٩_ ١٧٢ (
د ښوونځيو پر سر، د پښتنو د پوهولو، ويښولو، يو پر بل مينولو پر سر چې باچا خان کومې سخترې په لا مثاله زغم سره وزغملې د انسانيت تاريخ ورته هېښ دى دا نو بيا بېله خبره ده چې پښتنو د خپل خصلت له مخي خپل دا ستر عظمت نه يوازي پېژندلى نه دى بلکې د خپل دښمن په عينکو کې يې ليدلى دى، باچاخان د پښتنو د جهالت په مرض پوه و ځکه يې نو د هغه د پوهولو او راويښولو لپاره د يوې مجلې د خپراوي عاقلانه هوډ هم عملي کړ، په دې باب د هغه د خپل قلم خبرې مزه کوي وايې ورئ، هغه چې په جېلخانو کې کوم درد او غم ګالي:
)) په جېلخانو کې ما د خپل قام په حالاتو باندي په ښه شان سره غور کړى و، زه په دې نتيجه ورسېدم چې په دنيا کې هيڅ قوم بغير د خپلي ژبي نه ترقي کولى نشي او په هغوى کې علوم او فنون پيدا کېداى نه شي، ما دا اراده کړې وه چې ضرور به يوه رساله په پښتو کې د خپل قوم د پوهولو، د دنيا د حالاتو نه خبرولو او د خپلې ژبې طرف د مايل کولو د پاره جاري کوم او د دې کوشش به هم کوم چې انجمن پخپله ژبه کې د بچو د پاره د ابتدايي تعليم انتظام وکړي، حقيقت دا دى چې دغه وخت په پښتو ژبه کې هيڅ نه و او نه پښتو د چا ياده وه او پښتون قوم دومره ناپوهه، نادانه و چې دا خپله ژبه ورته سپکه ښکارېده او چې کوم قوم ته خپله ژبه سپکه شي نو هغه سپک شي او چې خپله ژبه پرې ورکه شي نو ورک شي، د راتلو سره مو په انجمن کې پر ) پښتون ( اتفاق وکړو ليکن د مالي مشکلاتو په وجه پرې عملي اقدام فوراَ ونه ختلى شو، عبدالاکبر خان او عبدالله په درې کاله کې د رسالې اجازت نامه وا نه خيستلې شوه، زه پوه شوم چې بغير زما نه دا کار نه شي کېداى او په ١٩٢٨ کې مې د )پښتون ( په نوم يوه رساله د پښتو په ژبه کې د اتمانزو نه جاري کړه، افسوس خو په دې دى چې پښتون دومره لوى قوم دى، خداى ورله د نعمتونو او دولتونو ډک ملک ورکړى دى، نه د ده په خپله ژبه کې يوه رساله او نه يو اخبار شته، دا د پښتو ژبي اولنۍ رساله ده، پښتون قوم ډېر خراج دى، ليکن دې قسم څيزونو باندې پيسې نه لگوي، ډېري پيسې ما دخپل جېب نه پرې خرڅي کړې، دې رسالې د پښتنو په ښځو او نرو کې يوه نوې زندګي پيدا کړه، پښتانه چې په يورپ، امريکه او اسټراليا کې د دې نه خبر شونو هغوى به غوښتنه کوله او امداد به يې هم ورسره کوو، په افغانستان کې هم ښه لوستل کېده، عبدالهادي خان داوي ما ته کيسه کوله چې پښتو اخبار به کابل ته راغى په قوميت )ملت ( چې به کوم مضمونونه ليکل شوي وو، هغه به يې موږ لوستل او د افغانستان په خلگو کې هم پښتو طرف ته رغبت زيات شو او په امان الله خان خو يې دومره اثر وشو چې هغه اعلان وکړو چې خلکو له په کار دي چې پښتو ژبه زده کړي او عبدالهادي خان دا راته هم ووې چې موږ هم د يوې رسالې بنا وکړه او د هغې نوم مو هم )پښتون ( کېښود، نو امان الله خان راته ووې چې د پښتنو به بس دغه يو پښتون وي نو ما بيا هغې خپلې رسالې له ) د پښتنو ږغ ( نوم کېښود، ليکن افسوس چې پېرنگيانو دا خبره برداشت نکړى شوه، يو څو نمبره يې ووته او په افغانستان کې د بچه سقاو بغاوت وشو. ((
) زما ژوند او جد وجهد، مخونه ٣٣٢_ ٣٣٥ (
د پېښور په مطبوعاتو او خصوصاَ د سر خپوشانو د وطن دوستۍ نه په ډکو خپرونو کې د پښتني مطبوعاتو ياني )پښتون( مجلې خاص مقام لاره په دغه مجله کې مترقي او منورو ليکوالو او سرتېرو شاعرانو گډون کاوه، دا مجله په امريکې کې په انگليسي ترجمه کېده.
د پښتنو ليکوالو په اثارو کې ډېر ځله داسي ليکل کېدل چې مجله پخپل ذات کې د نوي اجتماعي غورځنگ هنداره ده او د ملت په تاريخ کې د هيجان او اضطراب نه ډک فصل دى، دې مجلې د پخواني ادب غوره عنعنو ته په ښه شان دوام ورکاوه، د دې سره مجله په پښتو ژبه کې د اثارو د موضوعاتو، ژانر او سبکونو د نوي پېل شوي جريان مخکښه وه.
( د مېړني ولس ادبيات، مخونه ١٢٩_ ١٣٠ )
خو لکه چې د باچا خان جنگيالى قام لوى خداى ( ج ) د علم، ارام او انساني ژوند لپاره نه دى هست کړى، د هغه د ژوند مانا لكه چې يوازي مرگ ژوبله ده، فرق نه کوي چې د کوم ارمان لپاره او د چا لپاره؟
د باچا خان قام بايد وينه وبهوي، خير دى د غليم که د ورور وي؟
د باچا خان ولس بايد دښمنې پرې نږدي، پروا نه کوي له کفر سره يا له اسلام سره...
د باچا خان خلک بايد د تشدد اتلان واوسي، بې توپيره له دنيا سره که د خپل کور او کاله سره.
نوره دنيا د عدم تشدد پر لاره د بشري درنښت پر مقام سوکاله ژوند لري، نن د نړۍ پوهان د باچا خان د عدم تشدد پر انساني فلسفه ژوري څېړنې کوي، اته کاله مخکي د افراسياب خټك په قول، يوازي په کاناډا کې پنڅو تنو عالمانو د خپلو دوکتوراوو د تيزس لپاره د باچاخان د دغي فلسفې موضوع ټاکلې وه، خو نن د ده ټول لرو بر وطن د تشدد او جنګ په جهنم کې د خپل جهالت سزا ګالي، همدا څو ورځي مخکي د اختر پر دوهمه چې د باچا خان کړوسى او د هغه د گوند اوسني مشر اسفنديار ولي خان ورور مړ و ، خلک يې پاتا ته راتلل، د غم پر هوار ټغر د غم يوه بله بلا رانازله شوه او ځانمرګى بريد وشو، دوه ښه شاعران او ليکوالان هم (
د دغې بلا شومه شول، د وېر دا څپه يوازي د اسفنديار ولي خان په کاله کې تم نه شوه او د ډېرو نورو کورونو ته هم ورسېده.
دا دى د پښتنو ژوند او د ژوند مانا !
او دا دي د پښتنو ارمانونه او ايډيالونه!
موږ چې په چارسده کې د شنو ونو او پټيو تر منځ د جنت په يوه برخه کې روان وو نو د دغې دوږخي څپې يادونه وشوه، يو چا وويل چې سر له همدغي پېښي څخه نور بايد ANP ) عوامي نيشنل گوند( ته د پاى ټکى کېښودل شي، سرله همدغي پيښې دا ګوند نور ختم شو، ځکه چې د ګوند مشر اسفنديار ولي خان پخپل کاله او قام کې پنا وانخيسته، بلکې د اسلام آباد الوتکه ورپسي راغله او په اسلام آباد کې پنا ورکول شوه، خو د ده نژدې کسان دانه مني چې گني مشر يې وتښتېد، بلکي وايي چې د چاودني پر مهال ټول کسان يوې او بلي خوا ته وپاشل شول، يوازنى سړى اسفنديار ولي خان و چې له خپله ځايه ونه ښورېد او هماغسي چې ناست و،لا ناست و، بيا د پارټۍ کسان راغله ده ته يې ننواتي او زارۍ وکړې آن پښو ته يې ور ولوېدل چې ولاړ شه، تر ډېر ټينگار وروسته يې مجبور کړ چې د اسلام آباد لار واخلي، ځکه د ځانمرگو پته لګول خو څه اسانه خبره نه ده، ځيني پر دې دليل هم اعتراض کوي چې بيا خو نو اسلام آباد ته په پنا وړلو کې ټول ګوند او ټول مشران پړه دي ځکه دوى خپل کور دارلامن نشواى ګڼلاى خو اسلام آباد يې د خپل ژغورني مرجع وبلله، په داسي حال کې چې دوى تل دا راپېښه غميزه له اسلام اباده بولي.
ښه دا ډول اعتراضونه خو د ( خودکش بيګانه پرست ) تر مقولې لاندي د پښتنو فطرت دى، پښتانه هيڅکله هم د خپلو ارزښتونو او نعمتونو په قيمت تر هغه نه پوهيږي چې له لاسه يې نه وي ورکړي، چې کله يې نعمت له خولې ووزي بيا نو مچانو غوندي په دواړو لاسونو سرونه وهي، اوس خو د زمان لوبه داسي راغلې ده چې پښتانه هغه چا ته پخپل کور کې ځاى ورکولاى شي چې سبا يې په کور، اور او ناموس دعوه کوي لکه چې کړې يې هم ده، همدا نن حالات به څه څېړو، که څوک بصيرت ولري هر څه روښانه دي، خو خپل پښتون ته پخپل کور کې پنا نه شي ورکولاى، دا خو لا څه چې پخپل کاله کې يې د پاتا پر ټغر غم ته هم نه پريږدي، تر خپل ځان تيريږي خو پښتون ته د تباهۍ مخه پرانيزي.
ښايي پښتانه لا سم نه دي سوخړه شوي، لا يې د وينو تنده نه ده ماته، لا د ورور په ککرۍ نه دي ماړه شوي، لا يې د خورو مور او ښځي عزت ته د ليلام سم گرم بازار نه دى موندلى چې لا د پرديو په روښانه اشارو د جنگ لمبې بلي ساتي، د خپل کور کلي محل او مالت، وطن او خلکو په ژوند، د ژوند په سوکاليو او رنگينيو اور لګوي او باچا خان يې لا نه دى کشف کړى ځکه چې د کشف اړتيا يې نه ده پېښه شوې، که هر وخت پښتون له جنگه ستومانه کېدى او د خداى سولي ته يې زړه کېده نو به بيا د خپل مړه بابا ژونديو او سترو انساني ارمانونو ته پنا وړي اوهغه به يې د ژغورني، وياړ، عزت او شرافت پاخه سندونه وي.
موږ خپلو کې د چارسدې پر اهميت او اوسني حالت ډېر وږغېدو، ګل دادا حاجي نعمتي ته مالومات ورکول، د حسنيار صاحب لپاره د باچا خان په ځانگړې توگه، غني خان د کاله شنه منظره د خوشحالې خاطرې ښه زمينه وه، خو نه پوهيږم چې حاجي اکبر نعمتي به په دې باب څه سوچ کاوه، څنگه چې د چارسدې له جنته د مردان عمومي سړک ته ووتو، نور به نو د دې غملړلو وياړونو ناتمام باب هم وتړو او د مردان په تخت بهي کې به خپلو منتظرو ملگرو ته ځانونه ورسوو.
دښمني که اختلاف؟
لا مو د منتظرو يارانو د انتظار شېبې نه وې لنډې کړې او لا مو هم د سفر منډه وهله چې گل دادا ته مسيج راغى، تر لوستلو وروسته يې را ږغ کړه چې انگار زېرى درباندي کړى چې ))نيويارک ټايمز بيا د ولسمشر حامد کرزي د ورور احمد ولي کرزي د نشيه توکو د قاچاقبرۍ خبره کړې او ښه پوره رسوايي يې رامنځته کړې ده(( ما ورته وويل چې نيويارک ټايمز خو مخکي هم ورته يو رپوټ خپور کړى و او دا خبره خو نن دومره روښانه ده چې د وضاحت اړتيا يې نشته، خو دغه د ) زيري( ټکي په ژورو سوچونو کې ډوب کړم.
موږ هم عجيب مخلوق يو، هر کار او هر نظر مو له عالمه ماسېوا دى، د ډيرو نورو نيمگړتياوو پر سر مو يوه دا هم ده چې د دښمنۍ او اختلاف په توپير نه پوهيږو، زما په نظر خو دښمني دا ده چې د مقابل طرف بيخ و بنياد به ورکاږې او چې دښمن دي ووهل شو، راچپه شو او رنګ زرده شو نو بيا که څوک زېرى درباندي وکړي بويه د لويي خوشالۍ خبره وي، خو چې بيا دي له چا سره اختلاف وي مانا دا چې د هغه پر نيمګړتياوو اعتراض لرې او د رفع کولو هيله يې لرې او که خبر شې چې د هغه نيمګړتيا نوره ډېره شوې او روښانه شوې ده نو آيا دا د )زيري( خبر دى؟
دا رښتيا ده چې احمدولي کرزى د تارياکو ډيلر دى او د دې تر څنگ ځيني نوري نيمگړتياوې هم لري چې له امله يې د ټول افغانستان حيثيت له گواښ سره مخ کړى دى، د نيورياک ټايمز په دې ګزارش سره زما د هيواد پر لمن د بدنامۍ بل داغ پرېوتى او دا خبر خو زما لپاره په هيڅ صورت د ( زيري ) خبر نه دى، ځکه زېرى خو د وياړونو او خوشالۍ ښکارندوى وي، زما خو دا ارمان دى چې زما د وطن يو اوسېدونکى هم د داسي کمزورۍ ښکار ونه اوسي چې زما تاريخ او ملت ورباندي وشرميږي، او که د دغه ډول کمزوريو د له منځه وړلو هڅه کوم نو دا بايد له دغسي کمزوري او نيمګړي چا سره زما دښمني نه بلکې اختلاف وبلل شي، ځکه د دښمنۍ پايله د دښمن تباهي وي، خو د اختلاف پايله د مخالف سمول وي، له همدې ځايه ده چې بايد د دښمنۍ او اختلاف په توپير پوه شو.
دا هر څه مې هلته اظهار نه کړل يوازي مې په ذهن کې سره وشاربل، په همدې سوچونو کې د تخت بهي د بازار په گڼه گوڼه کې ورننوتوو.
تار په تار ياران که خداى سره راټول کا
تورې خاورې به په سر د رنتبور کـــــــــــــــــا
)خوشال بابا(
زما تر هيلو لوړ پرتم
يوولس بجې شاوخوا د مردان په تخت بهايي بازار كې د
هوټل مخي ته ودرېدو، په هوټل کې مو له رحمت شاه سايل، علم خان ، ذاكر او اكبر سيال سره کلکې او گرمې غيږې ورکړې، دوى زموږ لپاره پوره انتظار کړى و، پر سپينو پلاستکي ميزونو پر پلاستکي چوکيو را وګرځېدو، پر چايو مو ښه شېبه خوږ بانډار وکړ، وروسته چپلي کباب راغى، گل دادا وويل اوس يې مه خورئ لنډه غرمه ده، ډوډۍ بل ځاى خورو، خو چې د صحرايي کلچې غوندي گردى ګرم تور کباب دي تر يو څه سفر وروسته دولس بجې مهال مخته پروت وي بيا نو ورته ټينگېږه، زما کله کله دغسي د بد اروايۍ احساس راوپاريږي، کنه همېشه د نس کار ته ډېر الپته نه يم، خو دلته چې زما دغه حال و نو که زما باچا _انيس جان _ راسره واى ياره زه خو وايم اوس به يې دا غابونه لا هم ورسره نوش جان کړي واى، انيس د کندهار يو جانانه ممثيل هنرمن او تر دې لا غوره دا چې زما ډېر غوره جانان دى، چې د ډوډۍ وخت شي نو برق يې ولاړشي، مخ يې پردى شي، دا مهال نو انيس، انيس نه وي مازي يو تور پلوس وي چې ډوډۍ ورته راشه باور وکړئ چې له هرې ګولې وروسته يې په څېره کې ښکاره تغير راځي لکه ګل غوړيږي، تر وروستۍ ګولې وروسته شين شي له خندا!، خو ما، حسنيار او نورو ملگرو يوه دوې ګولې ځني واخيستې او نور رحمت شا سايل په ډوډۍ کې وپېچل ، ويل دا به په کنډراتو کې ډېره مزه وكړي، خو د دغې يوې ګولې مزه به مې هيڅکله هېره نشي، د تخت بهي کباب په ټول پېښور کې يو نوم دى، پر دې هوټل ډېر وار گل دادا کله سوات ته د تگ او کله هم راتگ پر مهال دغه کباب راباندي خوړلى دى خو د دغي يوې ګولۍ مزه نو څه کوې دا نو د دغي ګولې مزه وه.
دوى ويل چې کنډراتو ته ځو، چې رښتيا شي نو تر هغه چې کنډارتو ته لا نه وم تللى، نه پوهېدم چې د دې ځاى هنرمندانو او درنو پښتنو او زموږ خوږو کوربنو د څرنگه تاريخي، هنري پرتم نندارې ته روان کړى يو، د ښار غالباً شمال ختيځ خوا ته روان شوو، لږ وروسته د غرو د يوې كړۍ خولې ته ودرېدو، دلته نور موټران هم ولاړ وو، دلته ملگري زموږ د نن غرمې کوربه سرتاج خان ته انتظار شول چې ډوډۍ يې راوړله، زه، سايل صاحب، هڅيال اوعلم خان روان شوو، لار د جوړېدو په حال کې وه، له ډبرينو نريو تختو څخه يې جوړوله، سايل صاحب وويل چې دا خو يې لکه د کنډراتو غوندي جوړه کړې ده، بيا هم نه پوهېدم چې کنډرات د کومو رڼاګانو او ښکلاګانو کور دى، مخ پر لوړه ورو، ورو روان وو، چې ځينې ( پوړۍ ) مخي ته راغلې، پر ځينو مو ګامونه واخيستل اول خو ښه ژر_ ژر پر ور روان وم، فکر مې کاوه چې تر څو ځينو وروسته به کنډرات وي خو ښي اړخ ته نوري ځينې وې، سايل صاحب او علم خان څه کرار شول خو زه او هڅيال روان وو، دلته به ډېر خلک ختل او کوزېدل، زما څخه نور سم دم د خولو سيندونه روان شول، لا هم د زينو د ختمېدو په هيله لوړ ختلم خو نه پوهېدلم چې دا زينې د ختمېدو نه دي، کله ښي خوا ته او کله کيڼي خوا ته کوږ ووږ تاوېږه را تاوېږه .
هڅيال د خاصي يارانې په انداز راته وويل :
زويه و خو نه شلېده ؟
ما ويل زويه لا مې يو زنگون اوبه په نس کې ولاړي دي
_ که ډېرستړى يې، يو څه دمه به وکړو.
_ راځه زويه ما ته خو داسي مالوميږي چې ټاکلي ځاى ته رسېده مو د اوښ په غاړه دي، ښه دى چې د ملگرو تر را رسېدو مخکې يو څه لوړ ولاړ شو، بيا هغوى راسره په تکليف نه شي، ورو، ورو يوه او بل اړخ ته د غره په ډډه کې داسي دېوالونه را ښکاره کېدل چې د ډبرو اوډني يې پام کشاوه، ځوانان، پېغلاني، نر، ښځي پورته کښته کېدل، شنه بوټي هم را ښکاره شوه، ځکه خو دغو منظرو ستړيا راڅخه هېروله، بالاخره يوه داسي بريد ته ورسېدو چې مخامخ د غره ډډه او دوې لاري راسته او چپه لاسته ختلي وې، هڅيال ته مې وويل چې د هوسايني لپاره ښه بهانه ده، دلته به انتظار شو، چې ملگري راورسيږي، څنگته پر نيم متر جگ دېواله کښېنستو، لږ وروسته سايل صاحب او علم خان هم راورسېدل، له علم خان سره سپرايټ او اوبه وې، سايل ويل را واخلئ دا به کله څکوو خو همدايې ځاى دى، تنده مو ماته کړه خو د هنر د تندې ماتولو لپاره لا وخت او لار پاته وه، لا بيا هم نه پوهېدم چې په لاشعور کې پرته د هنر تنده به مې ناڅاپه ماتيږي، لا دلته ناست وو، چې زموږ نور ملگري راورسېدل، حسنيار او حاجي اکبر نعمتي د اوبو ټوريس ( کولر ) په دواړو تر لاستي نيولى او په ښه پوره تکليف يې راپورته کاوه، د چا لوښي، چا دېگونه او ..... په لاسو کې راورسېدل، موږ هم همداسي راولاړ شووو او ښي لاس ته بيا په ځينو کې بيا مخ پر لوړه او بيا يوه او بل لاس ته په تاوېدو او راتاوېدو شوو، زه لا بيا هم ولاکه پوهېدم چې د کوم ارزښت غيېږې ته ور روان يو، نور ملگري په شنه منډه راڅخه تېر او د آسمان پر خوا والوتل، هڅيال مې تر څنګ ملګرى و، لکه ټول ژوند چې مې رښـتينى وفادار ملگرى پاته شوى، د هغه پر مينه، وفا او د يارانې پر احساس يوه ذره شک نلرم، هغه زما د ډيرو سړو او تودو، ډيرو لوړو او ژورو، ډيرو غربتونو او فلاکتونو، ډيرو شپو او تورتمونو، ډيرو غمونو او خوشاليو گډ يار دى، حاجي اکبر تل موږ ته د خپل مرحوم پلار يو ښه نصيحت يادوي چې : هغه ملگرى چې در څخه خپه شو او بيا يې تخريب درپسي ونکړ، نو همدا رښتينى يار دى، په هر قيمت چې وي بيا يې پخلا کړه او تر مرګه يې لمن مه پرېږده، زه چې دغه ښه نصيحت اورم نو هڅيال مې سترگو ته جګ ولاړ وي، زه او هڅيال هم د خپل گاټه جهالت او ماشومتوب په دوران کې سره خپه شوو، يوازي زه او دى نه بلکې بلا وه، نازله شوه ډېر ياران يو دم سره وپاشل شوو، موږ ځينو ملگرو يو په بل پسي داسي خولې خلاصي کړې چې نه و هغه تور مو پر يو بل لگاوه، لنډه دا چې له يو بل څخه مو د کوسۍ زامن جوړ کړل، خو يوازې مې د هڅيال له خوا څخه د هيڅ ډول منافقت، تخريب، پروپاګنډ او خرکوسۍ احساس ونکړ، چې له خدايه پټه نه وي ستاسو به څه پټه وي، ما لا ښه په نره د غيبت خوله پسي خلاصه کړې وه، خو په ايمان چې له زړه مې هيڅکله هم بدځني رانغلل، همدا لامل و چې دوه کاله مو تر منځ کوم مصلح پيدا نشو چې سره پخلا مو کړي بلکي لکه د افغانستان مسئله لا به يې د لاسه د تربګنيو پالل زموږ د غيرت، غرور او برترۍ راز گاڼه، خو د ميني او خلوص په وړاندي بالاخره هر منتر او جادو، هر شيطانت او منافقت خپل خاصيت له لاسه ورکړ او خودبخوده يې زه او هڅيال يو د بل د غيږو جنتونو ته سره ور وستو، موږ دواړو هغه غيرت، هغه غرور، هغه سرکښي او هغه نفس يو د بل په پښو کې سره خاوري کړ چې تل يې موږ ياران، دوستان آن وروڼه او د اکا زامن د يو بل دوامدارو خونړيو بديو ته درولي يو.
هى خدايه پاکه! ستا قربان شم! چې زموږ افغانان څومره پاک، له ميني او اخلاصه ډک زړونه لري، څومره ډېر د انساني ارزښتونو مالکان دي، څومره درنښت، يو د بل سره د قربانۍ تر کچي د مهربانۍ بېساري وجدان لري، خو څومره له يو بل سره دښمن دي، څومره يو بل وهي او ځپي، څومره د وينو د سمندر ماهر لامبوزنان دي، د خپل ورور، خپل اکا او خپل انسان د وينو د سمندر لامبوزنان، دا عجيب خلک دي، د يوه پردي اسامه بن لادن لپاره خپل ټول وطن، د وطن ټولي ښکلاگاني، د ښکلاگانو ټولي مېرمنې، د مېرمنو ټول عفت، عزت او حيا د حيا درانه پوړنى، د پوړنو ټول درنښت او وقار د کفر د غضب په جهنم کې پېلوځى کولاى شي، خو له خپل تره )اکا ( او اکا له زوى سره هيڅکله دوستۍ ته زړه نشي ښه کولاى، ځکه اسامه بن لادن خو مسلمان دى او د افغانستان مېلمه دى، مگر د اکا زوى که مسلمان دى نو دا دومره مهمه نه ده، مهمه دا ده چې هغه تربور دى او تربور د دښمنۍ سمبول، څنگه کېداى شي چې د زريزو په پوړيو کې د دښمنۍ منل شوى سمبول دي د دوستۍ په نوم بدل شي؟
زما له هڅيال سره بيا يارانه پيوند شوه او داسي احساس کوم چې تر مرگه آن تر محشره او د خداى تر حضوره به ټينگه وي، هو! داسي نه ده چې يوازى له هيڅيال سره، له ټولو هغو چې مو په غولو سره ويشتلي وو، ما خو دا پند واخيست چې سره ياران وو نو، خنداوي، بانډارونه، مېلې، منظرې، خوند او رنګ و، ذهني سکون و، ډاډ و او لاسنيوى و، يو په بل درانه وو، يو په بل هوسا وو، غمونه يو په بل سپک او ښادۍ مو يو په بل سنګينې وې ...... خو چې سره خپه شوو، غيبت شو، منافقت شو، رزذالت شو، وختونه خاوري شول، بانډارونه پيکه شول، رنگونه والوتل، خوندونه په ځمکه ننوتل، د خلکو د خندا شوو، د سپکوالي احساس مو وکړ، ما خو فکر وکړ چې مشران که مو خرکوسان دي، دله گان دي دلته يې د تربکنيو، جنگ او تباهۍ مردارۍ راته کرلي دي نو هغوى خو به وايي چې گټه کوو، ځانونه مړوو، د عيش ونوش سازوسامان برابروو، خپل ناموس، عزت ، وقار خپلواکي پر پرديو خرڅوو، پر ملي يووالي او ورورۍ بولي کوو، چې وپړسيږو، ويې گټو ، ويې څټو، نوش يې کړو او نېښونه ووهو، ما ويل چې دا موږ ساده باده وګړو ته خير دى چې يو د بل د پلو وهلو هوس پر سرا خيستي يو، ما ويل که د نورو په پلو وهلو او سيالۍ کې که ما ته کومه گټه رسيږي نو د چا مور مې هم له دغسي دښمنۍ څخه نشي راگرځولاى، خو چې هيڅ په لاس نه راځي نو ) ومره پر يو څه باندي ( دلته د پښتو هغه متل خپل ټول جوهر ښه ښکاره کوي چې : کونه څيري کرک مړ، بس هر يار ته ورغلم، سلامي مې ورته وکړه، غېږه مې ورکړه، مچ مې کړ، ورسره ومې خندل، باور مې يې خپل کړ او ويې نازولم، که څه هم دا زما د خلکو او وطن دود نه و چې له ننواتو پرته، له درېيمګړي پرته، له جرګو مرکو پرته د خپل سيال او حريف مخته ورشي، آن زه خو يې پښو ته پرېوتم، ما ويل په جرګه مرکه کې يو ځاى .... وهم په درييمگړي کې بل ځاى، د خپل فرهنگ پر غيرتمنه حصه مې ناړي تو کړې او د مرورو يارانو له زوږه ډکو جانانه بانډارونو څخه مې بيا خوندونه واخيستل، آن دې عجيبي تتيجې ته لا هم ورسېدم ما ويل نور عام وګړي لا هم بايد د اختلافاتو او ځاى بېځايه تربگنيو غول ونه خوري خو د دا فرهنگي، ليکوال، شاعر او روڼاندي خو بېخي پر خور و مور او ماينه ورلگېږم چې د خپل ارزښت او درنښت له ټولي لويي دعوې سره، سره دومره ماشوم، احمق او ټيټ شي، ناست وي، د دې پر ځاى چې د لسيزو خرابيو ته د بيارغوني يوه لار نقشه وسنجوي لا نور هم د ورانيو په غولو کې خاشي وهي او هرې خواته مردار بويونه خپروي، د سړي غصه راشي چې اې خرکوس خانه ! ته خو هنرمن يې، ته خو بايد د ميني د گلونو له عطرونو پيغام راوړونکى سندرمار بلبل واوسې، نه د غولو رغړولو مرغټانه ( ګونگټ )، شکر خدايه چې هڅيال مې بيرته د يارانې درنښت دى، که نه اوس به د دغو اسمانڅکو زينو په ستړي مزله کې د چا په ډاډ پورته کېدم .
_ هڅيال : راځه زويه په شا دي کړم، ستړي شوې چې مخ راګرځوې د غره سر ته به دي پورته کړم.
_ نه مننه زويه، ډېر دي په شا کړى يم، پرېږده چې نه زه او نه مو هم ملگري زما د معيوبيت په احساس زړونه وخورو، همداسي خپله وخېژم، ته چې هسي هم راسره ملگرى يې فکر کوم چې ستا پر اوږو بېغمه ناست يم، په دې کې لوړ ږغونه کرار، کرار ډېرېدل او له ږغونو سره هم انعکاسات ملگري ول، لکه څوک چې په دالانونو کې گرځي، دغسي آزانگې مې پر روح عجب د خوند څپې راولي، مخامخ، اړخونو ته جگ دېوالونه راښکاره شول، چې تقريباَ د پنځو زيات وکم سانتيو په پنډوالي له پيتو، پيتو ډبرو څخه جوړ وو،چې ورته ومي وکتل د مردان د تاريخي _ لرغونو اثارو عظمت مې راياد شو، د ګندهارا د درې زره کلن تهذيب ( تمدن ) پرتم خو مې اورېدلى و، سم دم مې مشاهده کړ، ما ويل ښه نو دا کنډرات شول، دې ته خو پر لګړو څه چې پر سينه راڅکېدل پکار و، خو لا مې هم د عجوبې د دېواله شاته سترگې د ګندهارا د هنر د دبدبې پر رڼاگانو برېښېدلې او ژر_ ژر مې رپولې، ما ويل هسي نه چې خوب وينې،کيڼ لاس ته بيا پر څو ځينو وختو، نو لکه چې وروستي توان تر لاس نيولى وم، يوې لږ هواري ساحې ته چې درې خواوو ته يې د دوونيمو زرو کلونو دېوالونو شپول راتاو و وختم، هلته اوږده ډبرينه چوکۍ پرته وه، هڅيال ويل دلته لږ دمه وکړه، څو کسان ولاړ شول او زه پر کښېناستم، ما د ګندهارا درنښت ته کتل او پورته کښته کېدونکو نر، ښځو ډېر ما ته کتل، ما ويل دوى به فکر کوي چې دا ګوډ بيا څومره د مېلو حرامي دى، زاره يې چاودلې او دلته راختلى دى، خو په دې هم پوهېدلم چې دوى زما د ذوق له هوسه څه خبر دي چې تر دوى د راتاو بې روحه زړو ډبرينو دېوالونو سره يې څنگه د زړه خواله شروع کړې ده.
تر لږ دمې وروسته ښي لاسته په يوه نرۍ دروازه غوندي لار کې ورتېر شوو، ورسره يوه پراخ غولي ته ننوتو چې منځ يې ټول له تقريباَ څلور نفري تونگاچو ډک و، دا تونگاچې تقريباَ سل يا يوسل وشل سانتۍ جګي وې چې تر منځ يې نرۍ لاري پاته وي، شاوخوا همدا يو ډول ډېزاين ډبرين دېوال راگرځېدلى چې شاوخوا يې دميانه انسان په قد تاخچې لرلې، د شمال خوا دېوال ته ورتېر شوو،پر منځ اندازه يې څو ځينې ورختلې وې، هلته چې ورپورته شوو نو يو بل پراخ تش غولي ته ور واوښتو، شمال او لوېدېځ ته يې جګې_ جګې درې نفري ګوټې وې، دا ټولي په يوه اندازه او يوه ډيزاين جوړي وې، فرش يې مربع شکله و، يوې ته ورننوتوو، په زړه پوري تاخچې پکښي جوړي وې، ښه لوړ د جگ انسان تر قد هم لوړ يې يوه کړکۍ لرله چې د دنني خوا مستطيل مساحت يي ډېر او د باندي خوا ته په ډېر هنر سره کوچنى شوى و، سرونه يې لوېدلي و، څنگه چې دا د ګندهارا د تمدن تر ټولو لوى مرکز و نو غالباً دوه زره کاله مخکې د دې خاورې د هنرمن، خواريکښ او مدبر انسان کمال ته سړى ګوته په غاښ پاتېده.
دا هر څه، څه دي، چې ما د ټولې لارې ستړيا پکښې څنډ وهله؟
دا د څه لپاره و چې ما پکښي د اروايي سکون مجال وموند؟
د دې ارزښت څه دى چې زړه مې راته وايي چې اوس به پکښي والوزم ؟
ښه! يو وار به د دې غولي تر شا ملگرو ته ورشو، چې پرله پسې ږغونه کوي، يو وار به د نسونو غم وخورو، يو ځل به لږ دمه وکړو بيا خو دا هر څه زموږ په مخ کې دي.
د غولي شاته د ښي اړخ پر يوه نخره ورواوښتو، د جگ دېواله په بېخ کې ياران ناست دي، داسي نو وجنوب ته د مردان شين او ښايسته وطن پروت دى، موږ لوړ د چاپيرو غرونو په منځ کې ناست يو، همدا يو اړخ دې وطن ته ورخلاص دى، ته به وايه چې لوى خداى ( ج ) د يوې ځانگړي نقشې له مخې دا جغرافيه د دې خاورې د لايق انسان لپاره پنځولې ده، سړى فکر کوي چې مهربان الله پوهېده چې د دغې نقطې شاکره انسان ددې وړ دى چې بايد دغسي يوه فرمايشي سيمه ورته په اخيتار کې ورکړه شي، چې په قدر يې پوهيږي، چې د انساني کمال جلوې پکښې څلولاى شي چې د هنر شهکارونه پکښي پنځولاى شي چې پکښي دا هر څه د خداى ورکړي استعداد د شکرانې په توګه په يادګار پرېږدي .
دلته د سوچونو څپې نه، د سوچونو سېلاب سړى اخلي.
آيا دنيا مخته روانه ده که شاته ؟
بيا سړى فکر کوي چې موږ خو د دنيا برخه نه يو، آيا موږ د تکميل لور ته گامونه اخيستي که د نزول او تخريب خوا ته ؟
آيا پرون مو رنگين، ارام او وياړلى و که نن؟
داسې نو ډيرې پوښتنې، خير تر ډوډۍ وروسته به دا جغرافيه د ګوهر رحمن ګوهر او راسره د ملگرو يارانو له قلم او انده خبرو او څېړني ته پرېږدو، زه چې دغه ځاى ته راننوتم، له بي بي سي راډيو څخه مې د ګوهر ( نسکوري ډېرۍ ) خپرونه ذهن ته راغبرگه شوه، پوره ډاډه نه وم خو ويل مې خامخا پر دغو ځايونو هغه گرځېدلى، بيا بل وخت چې مې د هغې لړۍ کتابي بڼه وکته نو دکتاب پر مخ بلکل د همدغه ځاى انځور راغلى و، چې په بيا_ بيا کتو مې يې هيڅ تنده نه ماتيږي .
د ډاکتر صابر ملگرى
سپرليه زه به دي احسان ومنم
خو ته د ځان سره جانان راوله
)ډاکتر صابر(
گل دادا راته وويل چې نن موږ د سرتاج خان مېلمانه يو، سرتاج خان د ډاکتر صاحب شا صابر نژدې ملگرى دى، سرتاج خان ښايسته او ځواکمن ځوان و، ښه هډور، ښايسته برېتونه، ږېره خريلې، ښکلي ورېښتان، سپين کالي اغوستي، ما ورته وويل چې خداى دي ژوندى لره، ډاکتر صابر خو زموږ پر زړونو داسي داغ کېښود چې اصلاَ نه هېرېدونکى دى، د هغه مينه، د هغه د شخصيت کشش د هغه مړې، مړې ټوکې او مسخرې بيا ورسره د خپل ځانگړي طرز خندا، د هغه پوهه، فکر او روڼ شعور، د هغه سياسي طرزفکر، د هغه شعر او هنر او..... دا د هېرېدو نه دي، د هغه د مرگ زېرى، يو اسماني ټکه وه، چې دلروبر يارانو د زړونو پر کور ولوېده، په کندهار کې هغو يارانو چې نه يې وليدلى لا په ژړا ستخ شول، هغوى خو مه پوښته چې ليدلى يې و، چې يار يې و، چې شپې او ورځي يې ورسره تېري کړي وې.
قاضي سيد اختيار سباوون ويل چې کله شمشاد تلوېزيون ته د مرگ دا دردونکى خبر راورسېد، ورسره سم سروش ورک شو، ملگرو يوې او بلي خوا ته ځغستل او کتل چې دا هلک خو داسي نه ورکېده، دا څه شو، بالاخره هغه په يوه ګوښه تشناب کې موندل شوى و، چې په چيغو، چيغو يې ژړل، کنه نو زموږ اوسروش غوندي لا بالي ، بې پروا او بېخاره خلکو لپاره ژړا څه مانا لري، خو د ډاکتر ناڅاپه مرگ ته د کاڼي زړونه هم د ټينگي نه وو.
هڅيال به د روهي ادبي بهير په اونيزو غونډو کې پر دريځ د ډاکتر صابر ډېر شعرونه ويل، له )خوبونه( پرته به هغه بهير ته نه راتلى، بيا د بهير يارانو د ډاکتر صاحب د دغه شعر پر طرحه مشاعره وکړه چې :
وريځي راوله باران راوله
زلفو له څنډ ورکړه توپان راوله
سپرليه زه به دې احسان ومنم
خو ته له ځان سره جانان راوله
موږ په داسي حال کې چې د غرونو پر سر مو د هنر له کوره د ډاکتر صابر کور کلي او وطن ته په شوق او حسرت کتل، موږ خوشحاله و چې د ډاکتر صابر کلي ( سخاکوټ ) ته مو کتل او موږ ډېر غمجن و چې خپل دغه مشهور يار او دلدار هنرمن موله دې کلي کوچېدلى و او د تل لپاره کوچېدلى، د ډاکتر صابر د نژدې ملگري په توگه د سرتاج خان ليدلو د غم او سرور له غبرګ احساس سره لاس وګرېوان کړى وم.
سايل صاحب را ږغ کړه، هلکه مامدياره دلته راشه زه يې مخته کښېنستم، د چا چې زړه وو هلته کښېناست، د دېواله په بېخ کې چې نوره د غره ډډه وه مايله همداسي پسي تللې وه، موږ پر خاورو خځلو کښېناستو، د دېګونو سرونه پرانيستل شول، غابونه او کاچوغي وګړنګېدل او ووېشل شول، وريجي، غوښي، سلاته، اوبه، سپرايټ،کوک او.... چې د چا زړه و، پرته له ټينګ ست څخه هر چا پخپله خوښه خپله اړتيا وړ خواړه اخيستل .
هى هى څه ووايم، په هغو خاورو او خځلو کې د سرتاج د ډوډۍ مزه، د يارانو ټوکي او خنداوي، هغه خلوص او مينه،هغه پښتونولي او يارانه او .... دا هر څه د قلم په قيد کې راوستل، د بل چا د توان خبره ده خو زما نه .
دلته دي بيا لوى خوشال بابا نېغ سترګو ته درېږې:
چې پكې خواږه يارانه شته
پېښور تر هر ديـــــــــــــــار ښه
د گندهارا پر تهذيب خبرې او افسانې شروع شوې، چا وويل : ويل کيږي چې هغه مهال به دلته په مردان کې يوه لويه هنداره پرته وه او د پېښور حالات پکښي مالومېدل، سايل صاحب وويل : په دې حساب نو چې وريځ به وه او هوا به صافه نه وه بيا به نو دا مالومات نه تر لاسه کېدل؟
علم خان چې ډېره جذابه او طنزي طبع او بڼه يې لرله، په داسي حال کې چې په عينکو کې يې لاندي پراته وطن ته کتل، ښه غټه ګوله يې په خوله کې وه وويل : ياره زه خو وايم چې په لمر او صفا هوا کې په يې هم چنداني مزه نه وه، له دې سره يو غر د خندا خپور شو، ګل دادا ډېر زيات وخندل، علم خان په جدي بحث کې د خپل طنز خوټي ووهلې او همداسي يې پسي اوږده کړه، خداى مو خوار نكړه له ځانه لگيا ياست، چې هر څه مو وويل هغه واياست، دا نه سنجوئ چې دا څه لګيا يو، هنداره وه د پېښور مالومات وو، هغه څه چې مو په مخکي دي د هغوى خبره کوئ، ورکي افسانې مه واياست او همداسي د ټوکو او خنداوو لړۍ پسي وغځېده.
زما خوا ته يو تور څراغ چې مخ يې دېوال ته متوجه و، نصب و، څوځايه نور هم ورته څراغونه لگېدلي وو، ښايي دا به د شپې له خوا روښنانيږي، دا دېوالونه او دا عظمتونه به ځلوي.
بده به نه وي که دا استوگنځاى، دا عبادتگاه او دا پوهنتون د ګوهر رحمن ګوهر له ژبي او قلمه وپېژنو وروسته خو زما د ليدنو کتنو مشاهدو او منظرو مخه چا نه ده نيولې .
مردان او د تخت بهاى ستر بودتون او پوهنتون
....مردان... د ګندهارا زړه بللى شي، مردان د بودايي مذهب له آثارو څخه ډک پروت دى، چې بکي د تخب بهي، جمال ګړۍ، ساول ډېر، د کشمير سمڅې، د ګنگو ډېر کنډوالې، د شهباز ګړې ښکلي ګټان، د شيکري بابا هديره او د اسوټا لكې تيږې د يادونې وړ دي، همدا سيمه ده چې پکې د روژتي بودا دوه بتان راوتلي، چې روغ رمټ يې د لاهور او مات ګوډ يې د پېښور په ميوزيم کې پروت دى.
دا کنډوالې په ١٨٣٦ کال کې د سيکهانو جنرال کورت موندلي او د جنرال مکليګن ) MCLEGAN( سړو ورڅخه د تېري پېړۍ په اويائيزه کې ډېر بتان راوکـښـلي او د لاهور ميوزيم ته رسولي وو، نور بتان يې د کلکتې او برتانيې په ميوزيمونو کې پراته دي، دا ټول په سرسري کنستون کې راوتلي او د سم کنستون کار پرې د رواني پېړۍ په پېل کې د پېښور ميوزيم چارواکې، ډاکتر سپونر ) DR. SPOONER( او هارګريوز ) HARGRAVES ( پېل کړى او دا اوسنۍ کنډوالې يې برسيرنه کړي وې.
له مردان څخه نهه ميله شمال ته د هوارو کړو غرونو پر سړکو دې آبادو کنډوالو ته يوه ستغه او تاو راتاو لاره ورختلې اوس دا لار جوړه شوې، پوړۍ ) زينې ( ور ختلي دي ، خو کله چې سړى ور وخېژي نو د مورتيمرويلر په خبره، ستوماني يې ووزي، پر يوه کيلومتر خورې ورې دا کنډوالې د يوې لوى خانقا، د سادوانو د ټولنځي، د چيلو د کوټنو او د يوې لويي سټوپې پاتيښوني لري، پخوا يې ور شمال ته و، خو زه او د مردان ميوزيم چارواکى، زين الوهاب د شا د وره پر درشل ور واوښتو او د گڼو سټوپو په غولي کې ودرېدو، د دې غولي درې واړو غاړو ته دنگي گوټنۍ دي او پخپله غولي باندي د يوې لويي سټوپې د نگاچه او د ٣٥ داسي سټوپو ډبې او کرسۍ دي چې زيارت کوونکو د کوم زبرګ سړي په ياد کې يا د منښتي په توگه درولي دي.
....... په دې ځاى کې د پېښور ميوزيم چارواکو په ١٩٠٧ کال کې کار کړى و او له دې ځايه تقريباَ څلور سوه بتان ... موندل شوي وو په دې کې له دې غټو سټوپو نه بودايان تاوېدل، او د محفوظ او مصؤن ژوند غوښتنه به يې کوله، د ګڼو سټوپو د شمال خوا ته خانقا ده چې پنځه پوړۍ )زينې ( ورختلي دي، او سهيل لور ته يې د لويې سټوپې دنګاچه ده چې غولي ته يې پنځلس پوړۍ ورخيژي زين الوهاب وايي چې دا خاص د عبادت سټوپه وه او عبادت دا و چې له دې نه خلک تاوېدل، دا سټوپه څرگنديږي چې ٤٥ فټه به لوړه وي.
د سټوپې د ډبې ) دنگاچې ( درې غاړو ته پنځه _ پنځه کوټنۍ ) کوچنۍ کوټې ( دي چې پکښې د يو څو چتونه لا اوس هم روغ رمټ دي، چتونه له داسي چپو څخه جوړ دي چې د ښي او ګس دېوال نه پېل شوي او کت په کت راغلي، په منځ کې سره جنگېدلي دي، دې ته لرغونپوهان د کاربلټ )CARBELT(اډانه وايي.
له دې ځاي نه چې سړى د گڼو سټوپو ځاى ته بيا ورکوز شي ) هغه ځاى چې لومړى ځل مې سترگې پر لگېدلې وې _ يار ( نو پر پنځو پوړيو بره خانقا ته ورواوړې ) هغه چې اوس يې موږ د شمالي دېوال شاته ناست يو _ يار ( په دې کې چې د نورو ودانيو په څېر دوه پوړيزه ده، د سادوانو د پاره پنځلس کوټنۍ )کوچنۍ خوني ( د ي چې پکښي به اوسېدل، که څه هم د دې کوټنيو بر پوړونه ) چتونه ( اوس ويران شوي دي، خو اوس يې هم نښي ليدل کيږي، په هره کوټه کې هوا استونى )کړکۍ( شته، پکښې ښه اطاقونه دي او د زده کوونکو د درسي کتابونو د پاره ښه ځايونه لري، د تېلي ډېوو د ايښودولو د پاره ځايونه او داسي نوري اسانتياوي شته، په دې کوټنيو، هره يوه کښې به درې زدکوونکي څملاستل .... زين الوهاب وايي چې دا کوټې ځکه وړې جوړي شوي دي چې د هغوى چتونه د کاڼو دي او د کاڼو په يوه بل کې د ورکېدو يا اوبدلو د پاره وړې کوټې په کاروي، چې چتونه يې مضبوط وي، د اوداسه د پاره به چې هغوى اوبه راوړې او دا د ( اوبو ذخيرې ) به يې ډکولې، .... د اوبو دا ذخيرې کټ مټ د نن ورځي د اوبو هغو حوضونو او ذخيرو ته ورته وې کله چې په لويو جوماتونو کښې د اوداسه د پاره موجودي دي، د لمبلو د پاره هم تشنابونه پکښې جوړ شوي وو، د هغوى تر څنگه د ډوډۍ د پخولو د پاره پخلنځي وو.
د ولاړو دېوالونو له پوړيو څخه د غرونو پر اوارو سرونو يا تر خونو له ورايه ودانۍ ليدى شي، زين الوهاب وايي چې په دې کې ډېر زيات د څوکيو ځايونه هم شته خو تر ټولو ډېر ځانگړي ( شخصي ) کورونه او بانډې دي، دا د هغو کسانو د پاره و چې دلته استادان وو، نژدې به اوسېدل او خپل کورونه او بچي به هم ورسره وو.
دلته داسي پټ پوښلى ځاى هم شته چې دوه مخه پوړۍ ورکوزي شوي او د منځ د دهلېز دواړو غاړو ته يې پنځه، پنځه کوټنۍ دي ، په دې کوټنيو کې د رڼا د پاره زبردست سيسټم جوړ شوى دى، که تاسو يې وگورئ نو داسي يو رڼايي سيسټم دى چې که له بهر څخه کومه رڼا راځي، هغه په دويمه کوټه کښې لگيږي، په دې توگه تاسو دننه په کوټه کښې کښېنئ،نو تاسو ته به رڼا راځي، په دې کوټو کښې به دوى څيله کوله، د دوى مذهبي مشر به هم څيله کېده، او د څيله کېدلو موده له څلوېښت ورځو نه تر يوه کاله پوري وه، په دا اوس _ اوس وروستنيو وختو کښـي يو شمېر خلک يوه غار ته ننوتي وو او هلته څلور کاله پاتي شوي وو، اشوکا پخپله هم يونيم کال څيله تېره کړې وه.
له بلي خوا دا کوټې ډېري سړې او چتونه يې تر پنځلس فټونو پوري اوچت دي، له بهر نه چې سړى ورننوزي په لومړو کښې تياره وي، خو بيا له کېناستو وروسته پکښـې رڼا شي.
د چيلې د کوټنو سهيل ته د دريو سټوپو ځاى دى، دلته د بودا پر بتانو سربېره په گټه کې کينل شوي د هريتا ) خوړيته ( ديوي او د مالدارۍ او شتمنۍ د ديوتا کوبيرا يا کوبرا څېرې هم موندل شوي دي، پښتانه اوس هم غټو او شتمنو خلکو ته کوبرا وايي.
لدې نه وړاندي چې کومي خانقا ته موږ ورغلي وو، د هغې لوېديځي غاړي ته يوه داسي خونه ده چې دېوالونه يې دېرش فټه جگ او غولى يې په اوږدو_ پلنو _ ٥٠_ ٥٠ فټه دى، زين الوهاب وايي چې دا د جرګې كوټه ده چې هره مياشت يا هره اونۍ به دلته جرګه کېدله، په هغه جرګه کښې به په بوديزم اړوند بېلابېل مسايل مطرح کېدل او په هغه هکله به يې خپله پاليسي ټاکله، په دې سالون کښې د تيلي څراغونو د لگولو ځايونه له ورايه ښکاري او دا د دې ښکارندويه ده چې د شپې به هم داسي جرګې کېدلې، سرالکساندر کننګهم وايي چې دا ودانۍ دوه پوړيزه وه، وايي په دې جرګو کې ښځو ته د ونډې اجازه نه وه، هغه وخت هم د ستر مسئله ډېره مهمه وه او بېله مشر څخه بل چا تر يوې د زياتو ښځو اجازه نلرله.
وايي چې په دې سيمه کې چا تر انګرېزانو وروسته کنستنه نه ده کړې ... امکان لري چې د دې سيمي يوازي %٣٥ ځمکه کنستل شوې وي.
دې کنډراتو ته بهرني سيلانيان په تېره بيا له جاپان څخه رامات دي، خو تر اوسه پوري لاستونځمنه خبره دا ده چې د داسي سيلانيانو د پاره هيڅ ډول اسانتياوي نشته، حتى د څکاک اوبه هم موجودي نه دي، دبتانو ساتونکي چې شپه او ورځ دلته اوسيږي وايي چې دوى د څکاک اوبه هم له يوه ميل ليري واټن څخه د ځان د پاره راوړي.
)ګوهر رحمن ګوهر، نسکوري ډېرۍ، ٢٨_ ٣٥ مخونه( .
زموږ په وار خو مو کوم بهرنى سيلاني په سترگه نه شو، خو دا مو وليده چې هيڅ امکانات نه وو، موږ به تر ګرځېدو راګرځېدو وروسته بيا خپل ټوريس ) کولر ( پوري ځاى را رساوه او اوبه به مو چيښلې، اخير هغه هم خلاصي شوې او زموږ تنده پر ځاى پاته وه، زه دا نورو سيلانيانو ته هېښ وم چې دا د ظالم زامن بې اوبو څنگه ګوزاره کوي.
موږ تر ډوډۍ وروسته د لويي خانقا يا پوهنتون پر لار د گڼو سټوپو غولي ته راکښته شوو او د دغه غولي لوېديځ ته ور پوري نښتى بل شمال او جنوب پروت هوار غولې لوېديځ ته په جنوبي کونج کې يې يوه کوټه وه، چت يې لوېدلى خو ځيني تيږي يې پاته وې، دلته يو کس چڼې ( نخود ) خرڅول، موږ خپل دېگونه سامانونه دلته کښېښول، کوټه سايل صاحب راته تشريح کړه، بيا يې د دې څنگ ته هغي سر پټي خانقا ته پر دوه پوړه ځينو ور کښته کړو چې ګوهر يې يادونه وکړه چې چيله به پکښې لګېده، په اوږده دهلېز کې د نر او ښځو ډېره گڼه ګوڼه وه تاوبالا کېدل، ښي اړخ ته د چيلو کوټې وې، د ورننوتو لاري يې ټيټي وې، ملګري ورننوتل، سايل صاحب راته وويل چې راشه، ما ويل نه تکليف جوړيږي، بيا دوى راووتل او کيڼ لاسته د هرې کوټې مخامخ لاري وې، چې رڼا ځني راتله او هم د باندي پراخ مسطيل غوندي غولي ته وتلې وې، دا لارې هم ټيټې وې، سايل ويل په ما پسي راځه، هغه د باندي ووت، ما ويل زه به څنگه درووزم، هغه وخندل ويل کونه ټيټه کړه راووزه، بيا زه کښېناستم او په څکېدو غولي ته ور ووتم، په غولي کې مو د چاپېرو دېوالو او هغو لارو چې ځني راووتو د جوړښت او شيشکونو ننداره کوله، د پټ عبادتځاى پر سر لوړ خلک ګرځېدل، ما ويل ښه دا خو هغه ځاى دى چې اوس موږ بر ور باندي ولاړوو، دلته مې لازمه وگڼله چې راشه د دغه چارچاپېر هنري اثارو په منځ، منځ کې زموږ د ژوندې زبردست هنرمن )شاعر ( رحمت شا سايل سوچ او احساس مالوم کړه.
سايل صاحب وويل چې )) دا د عبادتځاى مخي ته لوى غولى دى، په دا دېوالونو کې د ريکنسټرکشن ) بيارغونې( کار ليدل کيږي او تر ټولو سخت کار د دا گټوکې يو بل سره وروستل او بيا د کوټو چتونه جوړول دي((
پر دې غولي يارانو گڼي تبصرې وکړې، چا ويل کېداى شي ماځيگر مهال به دوى دلته کښېناستل، چا ويل کېداى شي، ماشومانو به پکښي لوبي کولې او سايل صاحب وويل چې (( دا د عبادتګاه مخي ته دى، کېداى شي دا عبادتکوونکي تر عبادت يا درس وروسته دلته راوتل، ده د غرونو سرونو ته اشاره وکړه چې تاسو کورئ، پر هره څوکه بلا ودانۍ دي )) ګل دادا وويل چې (( پر دې ځايونو باندي ګوهر رحمن ګوهر ډېر ښه کار کړى دى، دا ټولي سيمي يې ښه څېړلي او معرفي کړي دي)).
سايل وويل )) ګوهر د سوابۍ د بوکو کلي دى او په سوابۍ کې د سين پر غاړه هنډ دى هغه هم دغسي تاريخي حيثيت لري(( سايل حاجي اکبر وپوښته چې )) څنگه فکر کوې ايا دا ځايونه د ليدلو دي کنه ؟ (( حاجي اکبر : بالکل، هغه د چرسيانو خبره ده چې نشه به شو ويل به يې چې غرق يې کړو نو اوس يې هم زه غرق کړم.
ما له ځان سره فکر کاوه چې حاجي اکبر خو په کندهار کې له ښيښو جوړه ماڼۍ لري، هغه به فکر کوي چې ظالمانو زما د شيش محل مو دومره صفت نه دى کړى لکه د دې دوه نيم زره کلنو زړو ډبرينو دېوالونو چې يې کوئ، رښتيا هم، د هغه شيش محل او دې لرغونو ودانيو تر منځ جوت توپير شته، ما چې حاجي ته کتل نو لږ ديغ راته مالومېدى، ما ويل په زړه کې به وايي چې دا لېونيان ګوره څه ته خوشحاله دي.
واصل حسنيار بيا خپله هم شاعر هنرمن سړى دى هغه وويل چې اوس مهال چې عصري علوم اوج ته رسېدلي دي خو ما يې په ودانيو كې دومره خوند نه دى ليدلى، لكه په دا دوه نيم، درې زره کلنو کنډوالو کې، دا واقعاَ د هغه مهال د انسان کمال ته سړى په تعجب کې پاتيږي، د دغې ودانۍ د سر برخه ترميم شوې ده، دغه شيشکونه يې ډېر په زړه پوري دي، نقشونه هم لري، موږ د اومو خښتو زربۍ پوښښتونه لرو، خو دوى له ډبرو هغسي چتونه جوړ کړي دي .
_ حاجي اکبر : )) ما يو وخت حسنيار صاحب ته خپل يو بيت ووايه :
پر ښکلا چي هنر ډېر وي
هر يــــــــو بيت به ترانه وي
اوس خو ګوره پر دغو ځايونو هنر ډېر دى، دلته بيا وګوره زموږ د ملگرو خبري بيا څونه ښايسته دي، هر يو له بل سره گډ دى او پر ږغيږي، سايل صاحب او نور دا غټ، غټ شاعران ډېر خوند کوي ((
_ محمديار : ته خو به پېښور ته په راتگ سره پېښمانه نه يې؟
_ حاجي : يا دا څه وايې، داسي ځايونه مې وليدل چې ګرسره يو جلا خوند لري.
_ هڅيال : بايد همېشه دلته راشو .
_ حاجي : بيخي داسي ځايونو ته همېشه بايد ولاړ شو.
_ حسنيار : دې ځاى او داسي نورو ته بايد موږ ډېر پخوا لا راغلي واى.
ما موقع غنيمت وگڼله، د حاجي او حسنيار خو تلوار و چې بايد ژر بيرته له پېښوره ولاړ شو نو ورته ومي ويل : ياني
_ اوس چې راغلي يو بايد ژر ولاړ نه شو؟
_ حاجي : ولا دا ځايونه که يې، فکر کوم چې زه به ډېر وخت ولاړ نه شم .
_ محمديار: حسنيار به څه کوي؟
_ حسنيار : په طنز ، ولا ما کور نه دى ويلي چې زه دغسي ځاى ته ځم. ( د ټولو گډه خندا )
علم خان چې د همدې سيمي شاعر هنرمن اوسېدونکى دى، ومې پوښته چې د دې ځاى خلک په دغه ارزښت پوهيږي، او ساتنه يې کوي؟ هغه وويل ولي نه ، که تاسو څو کاله مخکې راغلي واى نو دا لاره ډېره خرابه وه، اوس ښه جوړه شوې ده، دا د همدې خلکو په تعاون سره، زما په خيال چې څومره وخت تيرېږي نو دا به نوره هم ښه کيږي.
_ محمديار: سايل صاحب دغو خلکو چې دغه ځايونه جوړ کړي، د دوى د ذوق او دغه هنري ارزښت په اړه خپل برداشت راته وواياست ؟
_ سايل: زما په خيال دا ساينسي وده په دا شلمه پېړۍ کې هغه غريبو ملکونو ته هم رارسېدلې ده، اوس زه چې د ملکنډ اوسېدونکى يم نو دا وپېښور ته ډېر قريب ځاى دى، نو همدا زما په وخت کې چې زه بټ خيلي ته تلم، هلته زما د ترور زوى و، دلته به مې څلور انې پيدا کړې هلته به تلم، هغو به څلور انې راکړې واپس به راتلم، نو هغه گاډي کې چې به تلو نو دا ډرايور به زيارتونو ته لاس ونياوه او خلکو ته به يې وويل : دعا وکړئ، ان جهاز به هم دومره زيات په اهتمام نه پاڅېده، بيا به يې هنډل واهه، غره، غره، غره، بيا به بند شو، څه په منت زارو به مو روان کړو، او موږ به حيران وو، چې يه هلکه دا سړى ګوره گاډى چلوي، نو اوس چې موږ دا ترقي وينو نو دا خو ځانله خبرې دي.
نو زما په خيال دوه دوه نيم زره کاله مخکې چې دا د پښتنو علاقې وې، نو دا پښتانه په يوه وخت کې د هندومت سره هم وابسته پاتي شوي دي، له زردشت سره هم، دوى خو آرين خلک دي نو د هغوى په کتابونو کې که ته نن هم وګورې نو هغوى په يو قسم له خپل عبادتونه او څه، څه کړي دي، بيا يو جاګيردارانه دور راغلى دى، په هغې کې ظلم انتها ته رسېدلى دى، بيا چې د اوستا او ويد کتابونو وروسته د هندومت ايډياليزم شروع شو او دا طبقې جوړي شوې، نو د دغو طبقو خلاف چې خلک وسوځېده نو د دغو ظلمونو خلاف بودا را ووته، نو يو د عدم تشدد تحريک يې شروع که، لكه نفس وژل او خپل تبليغ يې شورو که، دا خبره هم واوره چې بودا پخپله د بوت يا مجسمې جوړولو په حق کې ( پلوى ) نه دى، دا دبوتانو کيسې د بودا په وخت کې نه وې، دا، دا کنشکا او نور خلک چې راغلل او بوديزم يې قبول که، زما خپله دا خيال دى، څوک اتقاق کوي که نه ، په پښتنو کې اوس هم يو متل شورودى چې :
(دا پلانى په هيڅ سود بود نه دى).
نو دا سود بود د بودا تعليمات يادوي لکه نن چې موږ وايو چې :
(دا پلانى په خداى و رسول نه دى).
په دغه وخت کې زما دا خيال دى چې پښتنو دغه تهذيب لرلى دى، په ټوله دنياکې هيڅ امکان نلري چې دغسي بل تهذيب به و، البته د مصر اهرامونه يا هلته نور اثار، سړى ويلاى شي چې له دې نه هم مخکي وو، خو د دوى گډ ژوند هم شوى دى ځکه چې دا د افغانستان د علاقو نه چې د لاجوردو کاڼي يو خوا بل خوا تلي دي نو دا د مصر په ځينو علاقو کې موندل شوي دي، نو زما په خيال دا داسي يو تهذيب دى چې په دنيا کې خپل مثال پخپله دى، دا زوړ هم دى، او په دې کې تحقيق لا هم نه سرته رسېدلى دى او نه هم امکان لري، نو دا چې د اموريا خاندان او د هغې نه پس خلک راغلي دي نو دا د بودا تعليمات يې ريکارډ کړي دي، نو هغه وخت خو کاغذ نه و، نو په کاڼو کې به يې د هغه تصويرونه کښل چې خلکو ته د هغه ژوند وښيي، نو هغه وخت به دا بکشوگان يا مبلغين کليو ته ولاړل، هلته به دا د بودا ) پيپل ( ونه کې اوسېدل چا به ورته ډوډۍ راوړه يا نه، دوى به خپل تبليغ او عبادت کاوه، نو دوى به هله دغه ځاى ته رسېدل چې خپل کور او شتمني به يې نه لرله او چې بيا دا سټوپې گاني جوړي شوې، نو خلک به راتله د دې زيارت به يې کاوه نو دغو زيارتو کې به څوک مخکي څوک وروسته کړه، نو لکه چې دا مبلغينو څه رشوتونه مشوتونه هم اخيستي وي، ځکه د دوى چې کوم صندوخونه راوتلي نو هغو کې څه ناڅه اشرفۍ راوتلي دي، نو داسي ښکاري چې دوى د عدم تشدد په فلسفه باندي روان وو ځکه چې دا سپين هونان راغلي دي او دوى يې داسي وهلي دي او دا دومره بلا خلک وو چې دا ټول غرونه په ډک دي او داسي ښکاري چې دوى تر اخيري وخته پوري مزاحمت نه دى کړى، نن چې دا زموږ د پارټۍ ( عوامي نيشنل ) ملگري وايي چې موږ د باچا خان د عدم تشدد په فلسفه عمل کوو، نو ګورو به چې څوک مو مړه کړي، نو دا خو زما په خيال د عدم تشدد فلسفه نه ده چې ته ورته گورې او څوک تا وژنې، که تاسود ګاندي جي د عدم تشدد فلسفه و ګورئ نو هغه دا وضاحتونه کوي چې دا دغه فلسفه نه ده.
نو دا د پښتنو ډېر لوى تهذيب دى.
محمديار: ستاسو په سيمه کې دغسي يو عظيم هنر پنځېدلى دى او ستاسو سيمه همدا اوس په طبيعي لحاظ ډېره ښکلې او شاعرانه ده آيا دغه تهذيب ستاسو پر شعر او د شعر پر ژوند يو ډول اغېز لرلى دى ؟
سايل: به حيث شاعر زما دا خيال دى چې شاعر يوازنى داسي مخلوق دى چې د دې دنيا سره، سره د نورو دنياګانو باشنده هم دى او هغه نوري دنياګاني خيالي او ايډيال دي، نو د دې اثرات به ضرور زما پر شعر وي ځکه چې زه دغسي ځايونو ته چيرته هم تلى يم نو دا سوچ کوم چې دلته به خلکو ژوند کړى وي، دلته به يې سترګي لرلي وي، دې دېوالونو ته به يې کتلي وي، په دې کوڅو کې به يې منډې وهلې وي، په دې کوڅو کې به يې مينې کړې وي، په دې کوڅو کې به يې څنگه، څنگه رسمونه او رواجونه ادا کړي وي او د هغوى د پاره به يې څنگه، څنگه اهتمام کړى وي.
نو دا دى چې دا د يوې زندګۍ نه عکس را اخيستل دي او دا شيونه او دا تهذيب د سړي په ذهن کې يو ايډيال تصور پيدا کوي نو زه چې درته وايم چې شاعر د گڼو دنياګانو مالک دى او د ده ذهن ته چې دا گڼ خيالونه راځي نو دا له دا ټولو دنياګانو نه راځي .
نو د دې به زما پر شاعرۍ ضرور اثر وي، همدغه اثرات دي چې موږ يې بيانوو، نور څه نه دي، اوس نور شاعران څنگه، څنگه سوچ کوي نو دا چې سړى راغونډ کړي بيا پته لگې، يو سړي ويل چې ما ته د دا موټر غرهار هم د موسيقۍ کيف راکوي بيا داسي او هاسي ليکم، دا زما په خيال ټولي عرضي فرضي کيسې دي.
دا د ليک مرحله او هغه لمحې دا ډېري عجيبه وي.
محمديار: تاسو چې کله دغسي يوه ځاى ته ولاړشئ يوې شاعرانه فضا او سيمي ته، يا ستر هنر ووينئ په هغه ګړي غواړي شعر وليکئ که دا تصوير ستاسو په ذهن کې پاتيږي بيا يې بل وخت ليکئ؟
سايل: ما چيرته هم په دغسي وخت کې شعر نه دى ليکلى، نه يې نوټ اخيستى شم، البته د دې ټولو څيزونو عکسونه زما په ذهن کې پراته وي نو دا چې کله يې وخت راشي نو بيا يې په څه نا څه طريقه تصوير کولاى شم، ما پر ځينو علاقو نظمونه ليکلي دي، مثلاَ زه ميادم ته تللى يم نو هلته مې عکسونه اخيستي دي نو ډېره موده پس مې بيا په کلي کې پر ميادم نظم ليکلى دى، داسي مې شورو کړى چې:
زما پر کلي چې ورېځ ګټان، گټان شي کله
ما ته د ښکلي سوات ميادم او مرغزار ياد شي .
نو دا تصويرونه او ... بيا زما په ذهن کې پاخه شي، خواږه شي او د يادونو يو شکل واخلي، او_ ياد _تر مخامخ ليدو، کتو نه ډېر زيات خوږ وي، او بله دا چې سړى دغسي تماشه کوي نو څه_ څه څيز به نوټ کوي.
محمديار: د شعر لپاره د دغسي هنر يا شاعرانه منظرې مطالعه ډېره تاثير لري که مشاهده؟
سايل: زما په خيال مطالعه ځانله خواږه لري سړى په تاريخ خبريږي او په تاريخي دورونو کې د خلکو په زندگي خبريږي، نو چې سړى دغه زاړه اثار وويني نو تيوري خو يې لوستې وي او پرکټيکلي ( عملي ) چې وويني نو تسکين يې وشي او مطالعه يې پخه غوندي شي.
دغه ځاى زما دا پنځم ځل دى چې راځم، زه نن هم تا ته وايم دا زه او ته چې يې مخته ولاړ يو دا يوه تاخانه ده، د دې د پاسه چې دا خلک ګرځي، دا باقاعده دغسي ډاګه ده لکه چې دا موږ پر ولاړ يو، د همدغو گټو د پاسه دا خلک ګرځي راگرځي، پر دې به هغه وخت څومره خلک ګرځېدلي وي! او دا يې څنگه مضبوط جوړ کړى دى، دغه انجنيرينګ نن هم نشته، نننى انجينيرينګ دا دى چې تا ته به ډېر ښايسته ځاى جوړ کړي خو زړه به پکي خوشحاله نه وي او په دې کې به دي زړه هم نه تنگيږي او دې کې يوه دنيا ده، ته به وايې چې زه په بله دنيا کې ګرځم .
محمديار: صادق صاحب! ته هم داسي په تعجب کې شاوخواګورې، نه پوهېږم پښه دي درد کوي؟ د تخت بهاى کباب دي زيات خوړلي دي؟ دا هنر ته داسي هېښ،هېښ ګورې زړه دي دى بيرته بوديست شې.. که څه احساس کوې؟
عبدالله صادق : کوم تاثر چې ما له دې ځاى نه واخيسته ، لومړى خو دا دى چې په دې کې د تخنيک او هنر يو شهکار ښکاري .
بله دا ده چې هغه ځاى ته د سړي ذهن ګرځي چې کله الله تعالى ج انسان پيدا کاوه، نو ملايکو تعجب وکړ چې ته داسي څوک پيداکوې، چې هغه وينې تويوي، قتل وقتال کوي او په ځمکه کې فساد خوروي، نو خداى ج ورته وويل چې نه زه په هغه څه پوه يم چې تاسو نه پوهېږئ.
نو زه دلته د خداى تعالى هغه يوه معجزه وينم چې واقعيت دا دى چې خداى تعالى داسي عظيم انسانان پيداکړې وو، دلته چې دا ټول هنر او نقشې ته گورې نو دا سړى ته يو د سولي او سکون پيغام ورکوي، د يو مقدس روحانيت پيغام ورکوي، مگر له بده مرغه اوس چې موږ د دومره ترقۍ دعوه هم کوو،پسله دې چې موږ ته پېغمبران عليهم السلام هم راغلل او قران کريم چې د نور او هدايت کتاب دى، لار ښود دى، د سولي او امن کتاب دى او شورو يې په دې شوې چې ( اقرا ) تاسو ولولئ، دا راغى خو زه دا وايم چې دغه د نن ورځي انسان هم له هغه نه ډېر وروسته پاته دى، ځکه وروسته پاته دى چې هغه انساني تقدس خپله پايمالوي او هغه د ملايکو شک پرې رښتيا کيږي چې لګيا دى شر وفساد خپروي.
دويمه خبره د دغه هنر ده چې دا دوى په څومره عالي ذوق جوړ کړي دي نو واقعيت دا دى چې زه خو ترې ښه ډېر متاثره شوم.
محمديار : تاسو خو په دې هنر کې د لوى خداى ( ج ) د شان ځلا او رڼا وليده، په داسي حال کې چې تاسو هم وويل چې پښتون په ذهني لحاظ شاته پاته شوى دى، هغه خو دغه هنر ته په دومره ارزښت نه دي قايل هغه خو يې ماتوي، ورانوي او خرڅوي يې، څنگه کيداى شي چې پښتون پر خپل دغه ستر تاريخي، فرهنگي ميراث معتقد کړاى شي؟.
صادق : تر هغه چې موږ د کتاب او قلم ملگرتيا نه وي کړې، تر هغه چې موږ کتاب او قلم د ژوند د لاري مشال نه وي گرځولى نو ډېره مشکله ده چې په دې ټولنه کې دي يو مثبت بدلون راشي، يو شعوري انقلاب دي راشي، د سولي، محبت او پرمختگ سباوون دي راشي، خو يوه خبره ده، زه چې له دغه ځايه يو پيغام اخلم هغه دا دى چې واقعاَ انسان ډېر عظيم دى، دويمه خبره دا ده چې دې خلګو واقعاَ يو سپېڅلى روحانيت لاره او سوله ييز ژوند يې لاره، دريغه چې موږ د نن ايمان سره، سره چې د يوه خداى پر وجود يې لرو، نو نن هم موږ داغسي يو سوله ييز ژوند لرلاى، دغسي يو هنر او ذوق مو لرلاى.
محمديار: ولا صادق صاحب ډېره جالبه ده، نن موږ يو سړک نه شو جوړولاى، انجينر وژل کيږي، کارګر وژل کيږي، هغه بيرته تخريبيږي، ياني دوى که هم په جنگ اخته واى دومره ستر هنر ته يې کله پام کېده ؟
صادق : ما چې وويل چې دا خلګ ډېر عظيم وو په دې مانا، نن چې د بهر د مرستو په مټ پروژه راځي چې يو سړک دي جوړ شي، نو د دې لپاره خو پرديو پيسې راليږلي وي، نو دا موږ مسلمانان بيا څه کوو؟ ته يې وينې کابل او نورو ځايو کې نن يو سړک جوړيږي، سبا ته کنډر، کنډر وي، هغه زورور دي، څوک يې نشي نيولاى چې دا دي ولي داسي بې کيفيته جوړکړى دى، ګوره هغه وخت ( دوه نيم زره کاله مخکې ) له هنر سره دومره تقوا او اخلاص موجود و، ځکه وايم چې دغه خلک پر موږ ډېر پرمختللي وو، دوى هم عبادت کاوه، نور اعمال يې هم تر موږ ښه وو، ته دې ته گوره اې! ستونزېس به يې هم لرلې خو دومره نه لکه زموږ، نن موږ عبادت کوو، پنځه وخته لمونځونه کوو، اذانونه اورو، جماعتونه دي، ختمونه کوو، روژې نيسو مگر زموږ دغه عبادت په موږ کې ډېر کم عملي بدلون راولي، د دود بڼه يې خپله کړې، په موږ کې بدلون نشي راوستلاى، ښه خداى پاک وايي چې لمونځ تاسو له بدو کارونو راګرځوي؟ کله چې يې له بدو کارونو منع کړو، نو مانا دا ده چې موږ واقعي عبادت کړى دى کنه هسي فورموليټي تشريفات دي کوو يي، خداى دي يې قبول کړي.
د ښاغلي او ځېرک صادق خبرې ډېرې په زړه پورې او دقيقې وې که دلته د ده د نظر پخلي په پار د مردان ميوزيم زين الوهاب هغه ورته خبري راواخلم چې ښاغلي ګوهر رحمن ګوهر ته يې کړي دي: هغه چې کله پر يوه ښکلي ګټ باندي ليکلى خروشتي ليک راپورته کاوه وويل :
لويه خزانه پر دې ګټ باندي ليکلي څوارلس لارښووني دي... په دې کښې يې دا ليکلي دي .. چې پرييانو پر يمداسا ، يعني د هغه وخت باچا، وايي چې تاسو به د والدينو، استادانو ادب کوئ، د بشر د حقوقو کومه خبره چې نن روانه ده، يا د بشريت د ترقۍ د پاره کوم کارونه چې نن کيږي، نو دا د لمړي ځل د پاره په دنيا کښې د مردان له ايالت څخه پيل شوي دي، د دې اصلي ثبوت ليکل دي، له نن څخه درويشت يا څلرويشت سوه کاله د مخه دا ليکل پراته دي چې په دې ليکنه کښې د انسان تذليل حرام شى ګرځولى شوى دى، د پرييانو پريمداسا په وخت کښې د ځناورو د پاره دلته روغتونونه جوړ وو، ښکار او د وړو بوټو وهل منع و او تهوارونه ( ورځ مانځي يا مېلې ) چې هلته به غلط کارونه کېدلو ښځي به له سړو سره گډي وډي ګډېدلې، هغه يې بند کړل، اشوکا د انسان د درناوي او ښېگڼي د پاره ټول کارونه لمړى د مردان له ضلعي څخه پېل کړي دي.
( نسکوري ډېرۍ، ٤٩-٥٠ مخونه )
دريغه لکه چې د پښتون پر خپله ځمکه، کور او کلي د هوسايني او لوړاوي ټول سازوسامان لوټ دى هماغسي يې هغه لرغونې شتمني، چې د لوى سايل په وينا خپل مثال پخپله ده، داسي تالا ترغه او داسي د وخت ناترسه سېلابونو وړې او ورکه کړې ده چې سړى هېښ پېښ پاته شي چې يا خدايه هغه پرونى اوچت، ستر او دروند پښتون چې د زرګونو کلونو مخکې د کمالاتو وړانګې يې د ننني مهذب انسان د تعجب سترګي برېښوي او د دغو وړانګو په انوار کې د هغه د وجود د اثبات پاخه سندونه ښکاري، خو د نن ورځي ټيټ او ذليل پښتون ګوره چې هم يې ځان بايللى او هم جهان، هم يې شتمني بايللې او هم هستي.
د مردان د ځايي خلکو له خولې چې د پېښور يوه ډګرمن له ١٨٧٣ نه مخکي د دې ځاى نه د اوښانو دوولس باره بتان وړي وو.
(نسکورې ډېرۍ ٥٤ – مخ).
اى کاش چې د پښتانه د ارادې له ګرېوانه د نړۍ او سيمي د شريرو شيطانانو توري منگولې ووزي، زه باور لرم چې دا د هماغو سوله خوښوونکو، امن مينو، خير ښېگڼو د لارويو، ښو کړنو، ښو وينو او ښو مننو پلويو انسانانو قام دى، که يې د نړۍ تر هگر يوه ورځ هم خپلي خوښي ته پريږدي نو بيا دا قوم دا زباتولاى شي چې انسانيت څه دى، د بشر حق څه دى، او سوله، امن او وروري څه ده، خو لکه چې دنيا دا عظيم قوم پېژندلى چې خپلي ارادې ته يې نه پرېږدي ځکه سوله او امن دنيا د خپل ماديت د کاروبار په مخکې خنډ بولي، درېغه چې پښتون که د يوې شېبې لپاره هم وي په دې پوه شي، چې د ده په وينو د نړۍ د گټو ژرندي څنگه چليږي .؟
وروسته بيرته د تاخانې پر لار لوړ غولي ته راوختو، ښي لاس ته دوې کپس غوندي پنجرې ولاړېس وې، يوې خوا ته څو مات ګوډ بتان ناست وو، بلې خوا ته موندل شوي ماتې د لوښواو مجسمو ټوټې سر پر سر انبار شوي پرتې وې، البته دا يوازي څو ماتي شکېدلي بېلګې وې کنه نو دا خو د دا دومره ستر تمدن يو کوچنى مثال هم نشي کېداى، زموږ ځيني ملگري همداسي مخ پر لوړه وختل مهربان سايل زه پر زړو لارو، نړېدلو کوټو او دېوالو ګرځولم او راته تشريح کول يې، بيا کرار، کرار، زه، سايل، حسنيار او حاجي نعمتي په ماتو نړېدلو ځينو کې مخ پر لوړه روان شوو، پر يوه ځاى د يوې کوټې او يوه نړېدلې دېوال تر منځ کښېناستو او لاندي ټوله سيمه مو تر نظر لاندي راټوله شوه، زما خو لا ډېر زړه کېده چې ښه هغې لوړي څوکې ته ځانونه ورسوو، هلته چې نورو ملگرو له هغه ځايه راکتل خو نور ښه ستړي وو، هغوى را ږغ کړه چې نور مه راځئ، اوبيا دوى هم راکښته شول، ټول يو ځاى سره کښېناستو، ټولو لاندي د ټولو انگړنو، سټوپو او پوهنتون د هنر مجموعي منظرې ته کتل، دا ټيک هماغه ځاى و چې ګوهر صاحب ورڅخه عکس اخيستى او د _ نسکوري ډېرۍ _ کتاب پر لومړي مخ چاپ دى، بيا نو ټوکې، خنداوي او تبصرې شروع شوې.
ګل دادا هيله وښوده: چې ياره دلته نو چې ماځيګرى مهال ښځه هم درسره وي، دا به نو د مزو منظروي.
يوه وارخطا وپوښتل چې آيا خپله ښځه که د بل ؟
ده ويل خداى دي خوارنکړه، له خپلو خو په کورونو کې په عذاب يو، بيا يې دلته هم راولو، خپله خو دي په دغه ځاى کې داسي ده لكه تربور چې درسره ګرځوې، دلته نو د خنداوو درنې څپې خپرې شوې، سايل صاحب خو نو بيا د دغسي ګپ، شپ باچا دى، هغه هم خپل نوبت واخيست ، ويل خپله خو دي په کور کې، کلک سر تړلى، لکه مست ملنگ درته ګرځي، په مست ملنگ به نو څه کوې چې لا يې دلته هم راولې او په خندا کې يې علم خان ته وويل چې ته ستا او د ښځي کيسه دي وکړه، دا واورئ دا ډېره عجيبه ده،
علم خان هم چې د دې سيمې خوږ ژبى شاعر دى، بېله ځنډه کيسه پيل کړه :
د ورور واده مې و، درې ورځي مو پرله پسې دا هجړاګان (نرښځيان) کلي ته راوستل او هغوى به گډاګاني کولې، د کلي د خلکو او ماشومانو ډېر ساعت په تېر وو، نوره مو خبره خلاصه کړې وه، دا څلورمه شپه مې ښځه د پلار كور ته تللې وه نو زه ورپسې ورغلم چې رايي ولم، او پر موټرسايکل مې راسپره کړه چې د کور مخ ته مې کوزه کړه، ماشومانو چيغې کړې چې هغه دى بيا يې عجب شى راوستى، له دې سره زه او ښځه اوس له خندا ګام نه شو اخيستاى، ښځه مې وايي چې په کور کې دا کيسه ونکړې ما ويل ته يو ځل کورته راشه،دا کيسه به څنګه نه کوم، دا خو د کولو کيسه ده، بيا نو په کور کې له دې کيسې ښه د خوند پروګرام جوړ شو.
د هڅيال پوښتنه مې ډېره وکړه خو ځمکه چاک شوه، دا د ظالم زوى په ننووت، ډېر په سوچ کې وم چې دا د بل زوى به چيري بيده شوى وي که به څنگه، ګل دادا وويل چې هسي نه کوم هلک يا نجلۍ يې اړخ ته کړې وي، همدا مو ويل چې په کښته غولي کې د لويي تونګاچې انګړ ته راوخوت او له لاندي يې زموږ عکسونه واخيستل، دى زموږ له ډرېور سره نژدې پر ټولو شاوخوا غرونو ګرځېدلى و، ده ويل چې فکر مې وکړ چې محمديار خو پر دا ټولو غرونو نشي راسره ختلاى، او نور ياران هم هر يو په خپلو کوسمادريو اخته دى، بس د ډرېور سره مې جوړه کړه او تر ټولو لوړه څوکه مې هم فتحه کړه، بيا يې پخپله ځانگړې خندا وويل چې ډېري نوري منظرې مو هم وليدلې، دا ښځي او نجوني د ظالم لوڼي په چپلکو کې پر لوړو څوکو ګرځېدلې، يو ځاى پر عجيبه عاشقانه منظره ورپېښ شوو، يوې ډډې ته يوه تازه د ځوانۍ او مستۍ بريد ته رسېدلي زلمي، يوه نازكه پخپله ګرمه غېږه کې د مچکو په باران کې غرقه کړې وه، چې موږ يې وليدلو، سره راوغورځېدل، ما ډرېور ته وويل چې پام! پام! راپر شا شه چې د ځوانۍ په نشه کې يې خار وروانه چوې، پرېږده چې د هوسونو دنياګۍ يې ړنگه نه شي، خداى خبر چې دا دوه مينان به پردې سيمه د راروان وحشت او جنګ له لمبو نه وژغورل شي که نه، دم ګړى خو يې پرېږده چې مينه وکړي، مستي وکړي او د بدرنگي دنيا بدرنگه څېره يو څو شېبې له ذهنه وباسي، دا ځمکه، د دې ځمکي انسان، دا دنيا او د دې دنيا اوسېدونکى هسي هم د دوى احساساتو، عواطفو او خداى ورکړو غرايزو ته درنـښت نلري، هغوى خو په دوى پسي توره په لاس ګرځي، ته وا دوى يې پلار او نيکه وژلي دي، ښايي دوى ډېر ژر د دې وطن د هر بل استوګن په څېر سنگسار شي، د عشق په دنياګۍ يې د غضب لمبې پوري شي، د ارمانونو پر کورګي يې د غرضونو توپان وحشت نازل کړي، پرېږده چې فقط د يو څو شېبو لپاره دوى دا هر څه هېر کړي، دوى به هسي هم د بلا انسان له يرغله په امن پاته نه شي، پر دوى خو هسي هم د لوى بېلتون آن مرګوني بېلتون د تورتم څپې راخپرېدونکې دي، تر هغه مخکې يې ولي زه او ته دا څو رنگينې شېبې د ډار په لعنت ولړو، غلي مو د غره بله ډډه په خوله ورکړه، خو ډېر ژر مو کتله چې د ښځو يوه بله ډله د هغوى پر خوا ور روانه وه.
هڅيال ته مې وويل چې د ښځو ډله خو بې ازاره وي، هغه پروا نه کوي، خو د سړيو له سړيتوبه دي يې خداى په امن لري او ستا دي د مور شيدې شي، که دي په ټول ژوند يو د سړيتوب سوچ او کار کړى وي هغه به همدا وي.
يوه ملګري مې ويل چې ياره دا زموږ پښتانه هم عجيب زبردست مسلمانان دي که يو نر پښتون او کلک مسلمان لږ پردې شکمن شي چې د لور يا خور يې له چا سره سترګي جنګېدلي دي نو بيا دا بېوسه مرغۍ د وينو له ډنډه درواخله او دا نر پښتون به د بل په هلک پسي کنډوله خوله کږه وړي.
د سوات جنت اوس جهنم دى
موږ لا پر هماغه لوړه څوکه د گندهارا د عظمت په ننداره نه وو ماړه چې د عبدالله صادق د تصور کوتره تر مخامخ راچاپېرو غرونو ها غاړه سوات ته والوته، ورپسې ټولو يارانو د جنت سوات پر وجود د جنګ د لمبو وير ياد کړ، ګل دادا د سوات د خلکو بېوسي او د يوه سفر يوه ترخه خاطره ياده کړه چې څنگه د جنت سوات اوسېدونکي دوزخي ژوند کوي، او لا چې اوس همدا ځمکه هم په سره تبۍ ورته واوښته، صادق هم د هماغه سفر رنگينۍ يادې کړې، هغه وويل : ما چې د سوات په مالم جبه کې د نښترو کوم توپان وليد نو د پکتيا د منډهېر د ځنگلونو مينه مې په ماته شوه، هغه چې په کوچينوالي کې به ورتلم بيا د جنگ لمبو دا هر څه پخپله غېږه کې ايره کړه، او اوس کوم دى هغه جرئت چې د منډهېر د ايرو نندارې ته ورشي خو ګل دادا په سخت افسوس ورغبرګه کړه چې اوس سوات او مالم جبه هاغه جنت نه دى ګواکي هلته هم د خداى ( ج ) د وجود د اثبات پر اسنادو او شواهدو د انساني غضب تبا کوونکى توپان راغلى دى او هر څه يې د نېستۍ شومه کړي دي .
بيا صادق ما ته مخ راواړاوه ويل ياره يادښتونه دي واخيستل او هغه يونليک دي ونه ليکه، هغه عجيب سفر و، ما ويل ځه د اوسني يونليک په ترڅ کې به يې اړوندي برخي راواخلم، ويل دا کار خامخا وکړه.
کله چې موږ جنت ته روان وو:
شېخ دې کونج د صومعې زه به ګلګشت کړم
د بهار گلونه مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــا ته هدايت کا
(خوشال بابا)
د پښتو نړيوالي مرکې د غونډي لپاره د پېښور نوبت و، دا مرکه د کوټي په زيارت کې د نړيوال کنفرانس په ترڅ کې د لرو بر پښتنو له خوا جوړه او درې مياشتي وروسته به يې په بېلابيلو حوزوکې غونډي کولې، له افغانستانه زه، استاد محمد اصف صميم اود عبدالغفور لېوال په استازيتوب نذير احمد نذير او حميدالله محمدشا ورته راغلو، ټيک د ٢٠٠٧ کال د جون پر دوهمه د ګرمۍ په اوج کې د يکشنبې سهار غونډه په دانش دفتر كې د سليم راز په مشري وشوه، او ماپښين مخ پر سوات روان شوو، زه، ګل دادا، صادق ژړک، عبدالله صادق، فهيم، شفق، قاري عمرخېل، امجد شهزاد، عمران خان او فاروق سره ملګري و، ياره هغه د جالبو تصادفاتو سفر و، غونډه، مېله او په مېله کې د رحيم داد واده، دا ټول د رنگينيو يوه مجموعه وه، ماځيګر مو په ملکنډ کې د سايل صاحب په _ آشنا فشن _ ځاى کې ځانونه په يخو بوتلانو يخ کړل، چاى مو د شېردراز خان کره وچيښلې، ماښام مو د رحيم داد په واده کې ځانونه ښه له حرکته واچول او دا سبا نو چې مخ دي راګرځاوه په سوات کې تر مدين او بحرين ورتېر او د سوات سين پر غاړه ولاړ وو، دلته فاروق، امجد او عمران راڅخه بېل شوي او جانان سردار يوسفزى مو مل و.
د سوات سين يوې او بلې غاړي ته اوچت په شنو ونو پټ غرونه په غرونو کې، ولاړي ښايسته ودانۍ او استوګنځي، دې هر څه ته چې مو کتل ما فکر کاوه لکه چې خوب وينم، اوس به مې سترګي رپ ووهي، راويښ به شم، دنياوالو سوات د آسيا سويس بللى دى، که چيري يو زبردسته شاعر د سوات رښتنى انځور په خپل شعر كې وباسي نو كره كتونكي به دا يو ذهني تصوير وگڼي او وبه وايي چې دغسي منظر يوازي په ذهن کې جوړېداى شي او په عينيت کې وجود نشي لرلاى .
صادق وويل كه په دې سين کې ونه لامبم نو داسي وګڼه چې هيڅ سوات ته نه يم راغلى، بيا چې مې کتل نو دى د څو ګارو تر منځ په يوه ډنډوکي کې غوټې وهې بيا نو فهيم کې هم اور ولگېد اوبو ته ورولوېد، ژړک د سين پر غاړه اتڼ وکړ، راسره ملګرو هنرمندانو تبله ورته وږغوله.
دلته په پټه، ما، قاري ګل او شفق د تيري شپې پلان ياد کړ چې ګل دادا به په ټولو مجبوره کوو، چې کالام ته مو بوزي، ټول مو په دې پلان راګډ کړل او يو ځاى مو د عبدالله صادق په خوله ورته وويل، ټولو چيغي کړې چې هو ولا، صادق ښه وايي هسي هم راغلي يو، همداسي مخ په بره کالام ته ځو، خو ګل دادا وويل چې مطلب مو کالام دى، که ساتېرى او منظره ؟ موږ ويل نه چې سات مو تېر شي، ده ويل چې داسي ده نو راځئ، مالم جبې ته مو بوزم، هغه نو بل ډول طبيعت دى، يو وخت د ټيوټا په باډۍ کې د لومړي ځل لپاره يو چا ور روان کړى وم، کله چې مې د مالم جبې د مرکز پر منظره سترگي ناببره ولګېدې تر خوله مې يو اوه ووت، همداسي وازه پاته شوه، نژدې مې لاسونه خوشي کړي اوکښته لوېدلى وم، ټولو په خندا چکچکي ووهلې، صادق شعارونه ورکړل:
گل دادا:
ټولو چيغي کړې:
زنداباد، زنداباد.
مالم جبه !
ځو، ځو !
بيا مو نو د غرمې ډوډۍ په مدين کې د سين د غاړې په يو هوتل کې وخوړه، دلته به زه څه هر وار د_ سين غاړه _ يادوم، سوات خو همداسي سين دى، د سين دواړو غاړو ته ودانۍ، هوټلونه، کورونه، محلونه، چکرونه، عيشونه او منظرونه دي.
د مينې افراط
د گلونو په مــــــــوسم کې خوار هغه دى
چې يې نه پياله په لاس نه يې نگار شته
خوشال بابا
د دې سين پر غاړه مې هغه خاطره هم د هېرېدو نه ده چې د ٢٠٠٥ کال د اګست په اخيره کې ګل دادا زه، انجنير نوروز، د ننګرهار ډېر لوى حرامي طناز شاعر شېرحسن کمالزى او معلم رسول د سوات په منظره وايستلو، لومړۍ شپه مو په دېر کې د وکيل حضرت رحمان په ځاى کې وکړه، د حضرت رحمان، شاعر او ليکوال سالار او نورو ملګرو افراطي اخلاص او مينه تر حد زيات وو، ملنگ کاروان خو هسي نه وو ويلي چې :
منم په هر څه کې احتياط منمه
خو يو په مينه کـــې افراط منمه
دلته مينه د احتياط تر بريد اوښتې وه، سندرې او شعرونه، موسيقې او نڅاوې، پايکوبونه اوبانډارونه، دا خو د _دېر_ شپه وه او دويمه مو په همدغه بحرين کې د سين په منځ کې وه، البته د غره په ډډه کې د سين پر غاړه نرۍ لار همداسي بره کالام ته ختلې وه، دا ډول محلونه، هوټلونه، کورونه او ودانۍ په رنگارنګ ډېزاينونو سره ګام پر ګام ودانې دي، موږ يې ماځيگرى همدغه يوه ته راورساوه، د غره په ډډه کې د لارې پر سر د شاعر او ليکوال او د هنرمن سردار يوسفزي د ورور محمد اسلام ارماني په هوټل کې مو ولمبل، بيا د سين د غاړي استوگنځي ته ور واوښتو او نژدې لس دوولس زينې ورکښته شوو، دا د يوه خان محل و، د شنو ونو او بوټو په منځ کې له خان سره پر پلاسټکي چوکيو کښېنستو، خان خپله چاى را اچولې، دلته يو ځوان جنيد کله ناست کله ولاړ و چې د سوات په دې جلالي نقطه کې يې د خان د رومانتيکي ودانۍ ښکلا او انداز ته خاص پرداز ورکاوه، لاندې د سوات سين لکه مست زمرى غړمبېده، د همدې غړمبېدا په غېږ کې د خان له محبته ډکې پستې خبرې، د راټولو يارانو نرۍ خنداګانې او د جنيد د نازدانه ږغ ترنم داسي يوه سنفوني پنځوله چې تعريف يې بويه د يو ماهر موسيقار کار وي، دې هر څه طبيعت ته ژوند ورکړى و، د طبيعت هر جز ژوندى ايسېده او تر هر څه د ارزښت خبره دا وه چې دلته ياران راټول وو، ياران هم ښه ياران، پر خان ډېر ښه ياران راټول وو، خان د عشق پرستش کاوه، خان د ښو يارانو په خدمت کې بريد پوله نه پېژندله، فکر به دې کاوه چې خان بل روزګار نه لري، له يارانو سره د مينې او خندا بانډار يې يوازنۍ مشغله ده، نه پوهېږم د لوى خوشال د ( ښويارانو) شعر به يې لوستى و که به د خوشال بابا غوندي د روزګار تجربو د ښو يارانو پالنې ته راپارولى و، هلته چې لوى بابا فرمايي :
کل قربان شه تر جمال د ښو يارانو
ور ځارېږه تر مقال د ښو يارانو
دا صورت مې څه ژوندى په اروا نه دى
تل ژوندى دى په وصال د ښو يارانو
په خاطر کې مې بل حب محبت نشته
پکې ځاى دى د زړه خيال د ښو يارانو
که دوستان په رضا درومي يا نه درومي
ته هر کار کړه په اقوال د ښو يارانو
په جهان کې د هر څه مثال مونده شي
ولي مه غواړه مثال د ښو يارانو
په هر زيان زوال راضي يم په دنيا کې
خو دي نه وي زيان زوال د ښو يارانو
په جهان کې که څه دي خو ښه ياران دي
خبردار! شه په احوال د ښو يارانو
گوښي، گوښي ځان او زړه لره راحت دي
که يې ګورې! خط وخال د ښو يارانو
د يارانو د يارۍ په لذت پوه دى
چې ثنا کاندي خوشال د ښو يارانو
ماښام په لويه کوټه کې شاوخوا دېوالونو ته کټونه ( چارپايې ګانې ) پرتې وې موږ مېلمانه او ځيني نور کسان پر کټونو ناست وو، د کوټې په منځ کې مستطيل شکله سپين پلاستيکي مېز ايښودل شوى و، ګرد چاپېره پلاستيکي چوکۍ پر راګرځېدلې وې، پر چوکيو خاص کسان ناست وو، د ګيلاسونو گړنګ وګړونګ پورته وو، دوى په بېل کيفيت کې وو، خان په دې هيله مخ راواړاوه چې په مېلمه پالنه کې يې کمى احساس نه کړو، ما سوچ وکړ چې د شيشې پر شونډو چې د شعر شاپېرۍ شونډي کښېږدي نو د خان او ورسره ښو يارانو د زړونو او ذهنونو تسخير حتمي خبره ده، ما ويل خان شعر درته وايم؟ خان د يارانو پر خوا لاس پورته کړ او امر يې وکړ چې چوپ شئ مېلمه شعر وايي، ټولو نارې کړې چې مېلمه شعر وايي او له دې سره ټول غوږ، غوږ شول ما چې د دوى اصلي رگ مالوم کړى و نو مې د جهاني دا شعر پر چوف کړ :
زه دين او دنيا دواړه په يو جام سودا کومه
ساقي داسي حريف دي بل ليدلى دى که نه
ګرداب کې د مستيو مې مذهب راڅخه ورک شو
تا ځان داسي معراج ته رسولى دى که نه
بابا مې په يوه دانه غنم جنت سودا کړ
په جام باندي مې وايه ګران پلورلى دى که نه
ګيله راڅخه مه کوه ځواني او لېونتوب دى
مستۍ کې دي يو وخت ګرېوان څېرلى دى که نه
حوضونه د کوثر، جام د جمشيد هيڅ ورته ښکاري
له خومه دي لومړى جام پورته کړى دى که نه
له دې سره په کوټه کې د واه، واه چيغو يو زوږ خپور شو، ځيني ودرېدل او په ډانس يې پيل وکړ، له يوه کس څخه د ټرافيک شپېلک و، دا يې خولې ته ونيو، همداسي له کوټې ووت، همداسي ورته کش و او مخته روان و.
شير حسن کمالزي په غوږ کې راته وويل چې غټ حرامي يې، ما ورته وويل چې خواهش کوم، دا ستا حسن نظر دى، بل ورته وايم، ويل هله خلک ښه گرم راغلي شروع کوه يي، د خان پر اوږه مې لاس کښېښود، ما ويل بل درته وايم. خان دواړه لاسونه جګ کړل ويل:
خاموش! خاموش! خاموش! مېلمه بل شعر وايي، ټولو يو بل پر اوږو وټپول، ويلي چُف شئ مېمله بل وايي، له هرې خوا نارې شوې، وايه، وايه کنه، موږ پر هوش ياران له خندا چپه پراته وو، ما بل ارشاد کړ:
ساقي واخله پياله واخله نور دي خم رانذرانه کړه
زمــــــــــــــــا تنده د عمرونو يو درياب را پيمانه کړه
له دې سره څو تنه وخوځېدل او چيغو ته يې ځانونه جوړ کړل، خان ويل خاموش نور پاته دى بيا هر يو لکه يخ نيولي مرغى سرونه يې په څټونو ننئستل او زما خوا ته يې رډ، رډ کتل ما دوام ورکړ:
د مکار زاهد پر قبر بدمستان سره ټول شوي
انتقام له ژونده اخلي هديره يې ميخانه کړه
د ګمراه عقل ځنځير مې د ګلرخ په پښو کې توى کړ
د پايزيب له هر شرنگه جوړه مسته ترانه کړه
بيا نو چکچکې، خنداوې او نڅاوې شوې، په همدې اخ و ډب کې د باندي انگړ ته ووتو او د سترخان ته کښېناستو، خان خو هسي هم زموږ دومره خيال ساته تا به ويل چې د ژوند تر ټولو لويه لاسته راوړنه يې لرلې ده، زه د دې خلکو د افغانيت احساس او له افغانانو سره لېونۍ ميني ته ډېر په تعجب کې پاته وم، خان ما ته غوښي، مستې او نور څه را اړول، ما ويل خان جې هر څه شته خو د خان مينه د کمېدو نه وه، ما ورته وويل چې :
دا د مـــــيني برکت دى چې يې دغسي يو ځاى کړو
که نه ته خو فکر وکه ته د کوم ځاى زه د کوم ځاى
له دې سره خان بيا اوبه، اوبه شو، نارې شوې، يو نيم تر سترخان واواښتل راواښتل، چا وچا په انگرکې پر موږ شاوخوا د ځغاستې دورې ووهلې، شپېلک والا د واسکټ له جېبه شپېلک راوايست، مخ يې شاته واړاوه او سر يې په بغل ننويست، چراو پر يې ځني پورته کړ، کمالزي بيا د کمال خبره وکړه، ويل واوا مور دي قربان شه، ښه حياناکه هم دى، مخ يې واړاوه اوښه په پرده کې يې _ پُر _ تېنه وايست، له دې سره د ګل دادا له خولې ټوله ډوډۍ راولوېده، له دې سره ما ته هغه ټوکه راياده شوه چې وايي يو سړى له ملگرو سره په بانډار اخته و، کوچنۍ لور يې راغله او پرتوگ يې نه و اغوستى، نجلۍ چې ناست کسان وليدل، لمن يې پورته کړه مخ او سترګې يې په پټې کړې، پلار يې ويل، تر قربان مې کې څومره حياناکه او شرمندوکې لور مې ده .
بيا نو موسيقې شوه، يو سپين ږيرى به د کټ پر بازو ودرېد شعار به يې ورکړ چې ( مېلمانه چوبيس ګېنټې زنداباد) شپېلک والا به خپله وظيفه ښه په ايمانداري اجرا کړه او نورو بيا نوري وظيفې .
دا په خاطره کې خاطره به نوره دلې بس کړو چې خپله کيسه راڅخه پاته نه شي.
مخ پر مالم جبه
سبا د تورو غرو سفر دى
د زلفو تار راکړه چې ملا پرې وتړمه
تر ډوډۍ وروسته منګورې ښار ته، بيا له ښاره مخ پر مالم جبه ور روان شوو، ګل دا دا، سردار خان او ناظم په بازار کې پاته شول، وايي چې د مالم جبې لار ( ٨٠ ) کيلومتره ده، تاو راتاو نرۍ لار، يوې خوا ته غر بلي ته ژور تاترين، يوه ملگري هم ژور اړخ ته نه کتل، چې څونه لوړ ختلو، هوا سړېده، او کرار، کرار د غرونو ډډې شنې کېدلې، پر سړک ولاړې لوحې به شفق لوستلې، تر ښه ډېر مزل وروسته به شفق چيغه کړه، واى پنځوس کيلومتره لار پاته ده، يو وار پر يوه ګولايي ورگرځېدو، يو بس موټر راوگرځېد، پر سر يې ډېر ماشومان ناست وو، ښايي د ښوونځيو زده کوونکي به وو، مېلې ته وړل شوي وو، هغوى له مستيو لاسونه ټکول او چيغي يې وهلې، موږ هېښ ورته پاته شوو چې دا د ظالم بچيان څومره زړور دي، د بس موټر پر سر هيڅ د ډار احساس نه کوي.
له گل دادا سره مو رابطه وشکېده، دلته پر ته له ټلينار څخه بلي شبکې کار نه کاوه، ما ويل دلته به ورته ودريږو خو موټروان چې ښه د خره ناځوانه زوى و، د يارانې څرک يې په څېره کې نه لگېده، هغه ويل راځئ، راځئ هغوى تللي دي، ما ويل نا ممکنه ده چې ګل دادا دي ولاړ شي او موږ دي پرېږدي، بالاخره يو ځاى مو د موټروان سره شخړه شوه او د يوه هوټل مخته مو په زور ودراوه، ژړک د هوټل په مخکي پر بولو کښېناست او نذير يې عکسونه واخيستل، د دې سيمې د طبيعت ښايست ته مو د نا درکه يارانو د ګروم له امله ډېر پام نه شو، زما سره خو ډېره اندېښنه وه چې پر دې نرۍ او خطرناکه لار څوک څه پوهيږي چې څه پېښه به شوې وي، ځکه دلته د هري پېښې امکان زيات دى، ښه شېبه وروسته ماشي رنگه کرولا موټر راورسېد، ټولو د خوښۍ نارې ووهلې او همداسي پسي ور په ځغاسته شوو.
يو ځاى لوړ د غره په ډډه کې يوې ودانۍ ته ودرېدو، دوى ويل همدا مو استوگنځى دى خو له هغې خوا به بيرته راغبرګ شو.
مخته روان شوو، نور نو چې هري خوا ته گورې د نښترو او لمنځو ونې ولاړې دي، د شنه ځنگله په منځ کې پر نرۍ لار چې پورته ختلو کرار، کرار د دې سيمي او دې وطن ښايستونو مو د تعجب خوله پرانيستله، لا چې دلته پرله پسې باران اوري، تېره شپه ښه په شړپ باران اورېدلى، فضا، غرونه، ځمکه او ونې هر څه يې داسي پاک پرېولي وو چې تا به ويل دا کار د يوه ځانگړي مناسبت په توګه د يوه الهي فرمان له مخي تر سره شوى دى، هلته د لمر له مخه وريځ ليري شوه او د اسمان په يوه شنه ټوټه کې د لمر وجود وځلېد او د ونو تر منځ، پر غرونو او ټوله سيمه يې د وړانګو طلايي ځنځيرونه خپاره کړل، قاري ګل ژر، ژر کيمره را وايسته، ته وا د طبيعت دا عجيبي کرشمې يې راښکېلول غوښته، اسد لا لا وويل چې تاسي صبر وکړئ، اصلي ځاى لا پاته دى، چې دا هر څه درڅخه هير کړي، زموږ ټولو تلوسه نوره هم لېونۍ کېده.
هى، هى چې د مالم جبې د لوړي څوکې هوار ميدان ته ور وګرځېدو، څه ګورو چې مخامخ يو لوى غر ولاړ دى، غرڅه دى، چې د قدرت د نګارخانې يوه جذابه عجوبه ده، شا ته پاته ځنگلونه او شنې منظرې مو يو دم هيرې شوې، داسي په نښترو پټ، دومره شين، دومره پرېولى، دومره سوتره، دومره جلالي او جانانه چې ما يې نه په ويښه او نه هم په خوب کې تصور کړى و، د غره پر وجود د نښترو وني داسې ولاړي وې او غره ته يې داسي يو ډيزاين ورکړى و چې سړي فکر کاوه چې يوه د غره په اندازه د صبر ښه پرېولي زرغونه او ښايسته ونه ولاړه ده، ټولو ملگرو هاى، هاى نارې کړې، دا څه رنگ دى! دا څه ښايست دى! دا څه کيف دى! ما سر وښوراوه، سترگي مې ژر، ژر ورپولې، ما ويل چيري يم، ايا کوم خيالي تصور مې د واقعيت بريد ته ورلنډ کړى يم او که د خوب کومه څپه راباندي راغلې ده مګر نه خوب و، نه تصور، نه خيال و، نه کوم ذهني کشمکش، نه د عاج ماڼۍ وه، نه کوم مافوق الطبيعت منظر، نه کوم ايډيال سوچ و، نه کومه اسطوره او افسانه، بلکي دا هر څه مې د خپلو ژونديو يارانو سره يو ځاى د خپل سر په سترګو مشاهده کول.
نور بيا.