پښتو

English  

 

  

 

فضل سبحان عابد_د مور خط سپېڅلي انسان ته | DanishPress.Com
 

 د مور خط سپېڅلي انسان ته

 

     فضل سبحان عابد

نېټه : 2009-10-05

 

زما د سترګو نه پناه ګلابه
زما په زړه کې په خندا ګلابه
د لرې لرې سلامونه واخله
د دعاګانو امبارونه واخله

په امان اوسې د تودو بادونو
هر يو قدم دې شه په سرو ګلونو

نېستۍ ظالمې په کوم لور وړى يې
زما د خوا نه يې په زور وړى يې
که لوږه نه واى مجبوري مو نه واى
ګرانه که ډېره غريبي مو نه واى

زه به په زړه پرهر پرهر ولى واى
ته به د کوره مسافر ولې واى

که لوږه ورکه شوه خو زړه مې وران دى
ستا يو نظر ليده زما ارمان دى
زما د سترګو سترګو کېږې خانه
يوه لحظه مې نه هېرېږې خانه

ستا د ديدن په بدل ځان مړوو
څومره په ګرانه ماشومان مړوو

چې لږ ناوخته به د شپې راتلې
ماله به څومره وسوسې راتلې
چې کور به نه وې زړه به وران و زما
ور  ته کتل دغه ګزران و زما

اوس مې ونه ليدې وختونه وشو
وختونه څه چې ډېر کلونه وشو

هاغسې اوس هم پامته داره يمه
لارې ته ګورم ناکراره يمه
د ور  په ګړب پسې په شا ګورمه
غولي ته منډه کړمه تا ګورمه

دغې وهمونو لېونۍ کړمه زه
ذرې ذرې دې جدايۍ کړمه زه

زما ګلابه په سپرلو مَېنه
په اخترونو په مېلو مَېنه
چې د سپرلو نه به خبرېږې که نه
په اخترونو به پوهېږې که نه

اختر خو ماته هم ماتم غوندې وي
تا پکې ښکل نکړمه غم غوندې وي
د سپېلنو لوګي به وي او که نه؟
په تا نظر څوک ماتوي او که نه؟
لکه زما دې په ځار ځار پاڅوي
که نه سحر دې څوک په قار پاڅوي

په خاورو سخا به دې لمنې ساتې
جامې به پاکې که خيرنې ساتې

لکه چې څنګ دلته يخني ډېره وي
اورم چې دغلته ګرمي ډېره وي
چې به په سوري که په نوَر به يې ته
په ګېډه موړ او که نهر به يې ته

زړګى مې وار نکوي دا وليکه
ماته په خط کې خامخا وليکه

چې دا وهمونه راسره شي ګله
دا وسوسې چې مې په زړه شي ګله
پيا مې له ستوني نوړۍ نه تېرېږي
زما خو دغه ډوډۍ نه تېرېږي

چې ستا چاچۍ پرې پولۍ کېږي ګرانه
زما به څه رنګې تېرېږي ګرانه

زمونږ وطن د ښامارانو وطن
زمونږ وطن د بلاګانو وطن
ګنې په دې وطن کې څه نيشته دى
ګټه د سمې که د غره نيشته دى

په کور د غم ژوندون زما برخه ده
مسافري زړه چاودې ستا برخه ده

خط بس کومه اجازت اخلمه
په دې دعا درنه رخصت اخلمه
خداى دې نېستي چرته په بند ګېره کړي
خداى دې په دې وطن ډوډۍ ډېره کړي

زما بچيه چې خپل کور له راشې
پښتون وطن ته خپلې مور له راشي

 

ملګري ته لــېږل

شاته تلل

چاپــول

 
 

DanishPress.Com 1987 Contact