شاعر اديب دخپل قوم او چاپيريال لارښود ګڼلى شي او د خپل دور د حالاتو په بدلون يې ژور نظر وي او څومره تبديلۍ، چې رامنځته کېږي دده کردار پکې مثبت او مرکزي رول ترسره کوي، بلکې د حالاتو سمولو او د قوم د غوښتنو په چوکاټ کې يې د ځاى کولو هڅې کوي او که چېرې حالت خلاف شي او ژوند ګران شي، نو هم دا شاعر اديب خپل قوم ته ددغو چيلنجونو سره د مقابلې چل او هنر ښايي شاعر په دشتو کې ګلونه کري په شاړو کې فصلونه او په صحراګانو کې باغونه جوړوي، هغه په زړونو حکومت کوي او د زړونو د خوشحالۍ او قوم دترقۍ لپاره نوې لارې چارې لټوي هغه د يو قوم او ملک په تعمير او ترقۍ کې بنيادي کردار ترسره کوي او د خپل قوم لپاره د يو ريښتونې رهنما او مسيحا کردار ترسره کوي هم دغه وجه ده، چې په هره زمانه او هره معاشره کې شاعر اديب ته د قدر په نظر کتلى شي دده د تخليفاتو نه د ژوند په هر ميدان کې استفاده او رهنمايي اخيستى شي.
بادشاهان يې په دربارونو کې ساتي اوپالي جنګيالي يې د جنګونو په ميدان کې د شعرونو په اورېدو او ويلو سره نوې جذبې او ولولې پيدا کوي او دغسې ددې شعرونو په برکت سره دښمن ته ماتې ورکوي د ژوند په هر ميدان کې د شعر اهميت او تاثير منلى او کوټلى پاتې شوى دى. په اسلامي ټولنه کې هم د شعر ارزښت ته ځانګړې پاملرنه شوې ده سره ددې، چې اسلامي تعليمات دومره پراخه دي، چې احاطه يې ګرانه ده ولې ادب هم ددغه تعليماتو پوره برخه ده او په هر دور کې اسلامي ادب لپاره خصوصي اهتمام شوى دى، چې نه صرف اسلامي ادب پرمختګ وکړي، بلکې شاعران اديبان هم وروزي او بيا هر کله، چې په ملک او قوم کوم بد حالات راشي، نو د هغوى چيلنجونو د مقابلې کولو او ددغو حالاتو د دلدل نه د ويستلو لارې ګودرې ورته ښايي او که بيا جنګ راشي، نو د جنګ په پاى کې، چې کوم زيانونه او تلفات رامنځته کېږي د دواړو خواوو لور ته، چې کوم زيان منځ ته راځي، د هغو له پاېلو نه دواړه خواوې خبروي او د يو مصلح او آمين په توګه د امن او جنګ بندۍ لپاره خپل ذهني او قلمي صلاحيتونه پکار راولي، خو که چېرې داسې ممکن نه وي، نو بيا د مقابلې کولو او دښمن ته د ماتې ورکولو په چل هم پوهېږي او لکه د يو مجاهد قلمکار په سنګر کې قلمي جهاد او مبارزه کوي. په اوسني وخت کې ټوله نړۍ د مختلفو ستونزو سره مخ ده، چې پکې عالمي اقتصادي او مالي بحران په نړېوال مارکيټ کې د نرخونو زياتوالى او بې روزګارى هغه بنسټيز مسايل دي، چې نړۍ ترې پوزې له راغلې ده، خو دا مسايل څنګه رامنځته شو، ددې بنيادي وجه په مختلفو ملکونو کې روان جنګونه دي دکومو د لاسه، چې امن تالا ترغه شوى دى، کاروبار په ټپه ولاړ دى سرمايه کاران کنګل شوي ده او د هر چا سر او مال غير محفوظ شوى دى هم دغه وجه ده، چې د جنګونو لړۍ اوس په مختلفو ملکونو او شکلونو کې نوره غزېدلې او پراخه شوې ده.
او دې سلسلې بېلګې موږ په افغانستان او عراق کې ليدلې شو. دلته يو داسې جنګ مسلط کړى شوى دى، چې په ظاهره، خو د څو ورځو جنګ و ولې په حقيقت کې دغه دواړو هېوادونو کې روان جنګونه اوس په کلونو بدلېږي او داسې معلومېږي، چې د ډېرې مودې پورې به دغه جنګونه دوام ولري په سيمه کې به اقتصادي ستونزې نورې هم زياتې شي په يادو شويو ملکونو کې افغانستان هغه هېواد دى، چې د تېريو دريو لسيزو راهيسې د جنګونو په خوله او ولکه کې دى، چې په پايله کې افغانان په زيات شمېر کې مهاجر شول، زيات شمېر و يې په پاکستان کې پناه واخيسته. هم ددې جنګ په نتيجه کې نن سبا په پښتنه سيمه کې د جنګونو اور بل دى بدامني بې روزګاري ګراني او معاشي تباهي ددې سيمې مقدر ګرځېدلى دى بيا د يوولسم ستمبر غميزه خو ددې سيمې لپاره يو تندر وګرځېد او تر نن پورې ددغه ناکرده جرم سزا ددې منطقې استوګنو ته ورکولى شي له پاسه پرې د امريکايي جاسوسو طيارو بمباري هم د لګېدلي تيلو کار کوي بيا په سيمه کې راپورته شوى مختلف مذهبي، سياسي او نور تحريکونه او د القاعده او طالبانو په نوم روانه مبارزه هم د ټولې سيمې لپاره د سر درد ګرځېدلى دى په سيمه کې روانه جنګي مبارزه د ټولې نړۍ د پاملرنې مرکز جوړ شوى دى په تېره بيا د پرنټ او اليکټرانک ميډيا دلچسپي په دې علاقه کې بېخي زياته شوې ده، چې پکې د قلم قبيلې خاوندان شاعران اديبان صحافيان دانشوران او ليکوال شامل دي، نو سوال دا پيدا کېږي، چې په دې موجوده حالاتو کې د شاعر اديب څه ذمه واري جوړېږي؟
محترم سليم راز وايي: " نن په عالمي حواله عموماً او په علاقايي او ملکي سطحه خصوصاً موږ، چې کوم صورت حال سره مخامخ يو انسان، انسانيت او انساني تهذيب، چې کومو بدترينو حالاتو نه تېرېږي په هغو کې د ادب او فن منصبي کردار نور هم واضع شوى دى او د خپلو ذمه پوره کولو غوښتنه کوي د نن خوفناکه او دردناکه منظرنامه باشعوره اديبانو او فنکارانو ته په خاموشۍ د تماشې اجازت نه ورکوي، بلکې د علم او هنر خاوندانو ته په يوه اتفاق د اواز پورته کولو غږ کوي، ځکه زموږ ادب او فن له دامن د قوتونو په ملګرتيا خپلې تاريخي او منصبي ذمه وارۍ سرته رسول او د امن د قيام او استحکام لپاره د خلقو فکري رهنمايي کول پکار دي، چې انسان او انساني تهذيب د جنګ د اور او د جهل د تېرو نه محفوظ د وحشت او بربريت د قوتونو نه بچ شي هم دغه د نن د ادب او فن ايجنډه ده او هم دغه د نن اديبانو د شاعرانو فنکارانو ژورنالستانو او عالمانو وړومبۍ فريضه او په عالمي امن کې منصبي ذمه واري ده...
دا يواځې د سليم راز خبره نه ده دا د هر باشعوره انسان رائى هم ده او غوښتنه هم ده د هر وګړي ارزو ده او د هر انسان ارمان دى هم دغه وجه ده، چې د ټولې نړۍ سترګې شاعرانو اديبانو ته ځير شوي دي او د شاعرانو اديبانو په اوږو يې د تل پاتې امن د قيام درنې ذمه وارۍ وراچولي اوس د هر شاعر اديب له په سنجيدګۍ سره ددغو حقيقتونو په رڼا کې د خپلو منصبي ذمه واريو احساس پکار دي.