د دوبي په ټکنده غرمه کې مې درنه غوټه په شا او د کور خوا ته روان وم. کور ته نژدې زموږ کليوال، سالو اکا راباندې پېښ شو. زما په ليدو يې رامنډه کړه او په غېږ کې يې ټينګ ونيولم، ويل زوروره دا څو ورځې نه ښکارېدې، خيريت و؟ زما د زوى په واده کې هم نه وې.
ما ويل، هو خيريت و، د يو دريو ورځو لپاره کابل ته تللى وم. ښه خير، مبارک دې وي، د زوى واده دې په خير تېر شو؟ دا پوښتنه به نو څه وه، چې ځان مې په لوى لاس په جنجال اخته کړ. سالو اکا د خپل زوى د واده کيسه بېخي له مرکې څخه راته شروع کړه.
کيسه ښه اوږده شوه، ما غوټه پرله پسې له يوې اوږې څخه بلې ته اړوله؛ خو د سالو اکا کيسه نه خلاصېده. اخر مې ورته وويل، چې ستا کيسه ډېره په زړه پورې ده؛ خو اوس مې غوټه ډېره درنه ده، بيا به بله ورځ له خيره سره ټوله کيسه راته وکړې. سالو اکا وخندل، ويل ته ودرېږه زوروره اوس اصلي کيسې ته راځم. تر نيم ساعت پورې بيا هم کيسه خلاصه نشوه.
زما دا خواري په خوا وه، چې يو مې غوټه ډېره درنه وه او بل نو ستړى هم وم، په تېره بيا پښې مې ډېر درد شروع کړ. سالو اکا ته مې وويل، چې زه اوس ډېر ستړى يم، ماسپښين به له خيره سره خبرې کوو. ده ويل، ته ودرېږه زوروره اوس اصلي کيسې ته راځم، تر اوسه خو مې يواځې د مرکې کيسه درته کوله. تر دې وروسته يې بيا خپله کيسه پسې وغځوله. په دې وخت کې مې داسې احساس کړه، چې کميس مې د شا له خوا ټول لوند شوى دى، کله چې مې غوټې ته لاس ورووړ؛ نو پوه شوم، چې په هغه کې ټوله واوره (يخى) ويلې شوى دى.
سالو اکا ته مې وويل، چې ډېر ستړى يم او ډوډۍ مې هم نه ده خوړلې، زما ستا سره وعده ده، چې ماسپښين زه خپله کور ته درځم، ټوله کيسه به راته وکړې. سالو اکا په خندا وويل، چې زوروره، زه چې ستا غوندې ځوان وم په ستړيا او لوږه کې مې ګرد سره چورت هم نه واهه، ته ودرېږه اوس اصلي کيسې ته راځم.
نور يې څه کوې له سره تر نوکانو پورې په خولو کې لوند خيشت شوم، پر سترګو مې تياره راتله، نور نو په ولاړې نشواى درېداى، اخر مجبوره شوم، چې کښېنم. زما له کښېناستو سره سم سالو اکا له جېبه د نسوارو دبلى (کوتى) راواېست، ښه غټه کپه نسوار يې خولې ته واچوله او خپلې کيسې ته يې دوام پسې ورکړ. نور په ځان نه پوهېدم، چې سالو اکا څه راته وايي، بس يواځې مې ښه، ښه ورته ويل. سالو اکا د کيسې په منځ کې ولاړ شو، ويل زه په دغه باغ کې چاى جواب کوم، په پېنځو دقيقو کې بېرته راځم، ته مه ځه، چې اوس اصلي کيسې ته را رسېدلى يم. سالو اکا، چې ولاړ شو؛ نو زما دوې پښې خپلې وې، دوې مې نورې پور کړې او په يوه منډه مې ځان کور ته ورساوه.