پښتو

English  

 

  

 

عنايت الله کاکړ_مولانا جلال الدين رومي | DanishPress.Com
 

 مولانا جلال الدين رومي

 

     عنايت الله کاکړ

نېټه : 2009-10-05

 

علم کلام او د عقليت بحران: په اوومه هجري پېړۍ کې ټوله اسلامي نړۍ د علم کلام بحثونو په سراخستې وه. څوک چې به د علم کلام له اصطلاحاتو او په تېره بيا د حنابله او اشاعره له مختلف فيه مسايلو ناخبره وو، هغه لوستى انسان نه گڼل کېده. همدغه پېړۍ کې ٦٠٦ هـ کې امام رازي له نړۍ سترگې پټې کړې وې. امام رازي د علم کلام په شپېلۍ کې دومره په زوره پو کړي وو چې نورې ټولې شپېلۍ ئې غلې کړې وې. د اسلامي نړۍ علمي کړۍ د استدلال او قياس لېواله وې. د کوم شي وجود، د هغه حقيقت آن د دين کور عقيده تر هغه پورې چاته د منلو وړ نه وه تر څو چې هغه د عقلي دلايلو، منطقي ترتيب او د فلسفيانه مقدماتو له لارې نه واى ثابته کړاى شوي. اشاعره متکلمينو که څه هم په عام ژوند کې معزله او فلاسفه له ماتې سره مخامخ کړي وو خو د اعتزال روح او عقليت بيا په خپل ځاى د خپلو فاتحينو په زړونو کې ځاله جوړه کړې وه. د اشاعره و په علم کلام کې د معتزله و د عقليت پرستۍ اروا ننوتلې وه. هغوى هم عقل ته دومره پراختيا ورکړې وه چې د ذات او صفات نازک او ماوراى عقلي مسايل او آن د دين ښه تيزي عقيدې او آرونه ئې هم د عقل په ترازو کې تلل.

د دې پايله دا شوه چې په اسلامي نړۍ باندې يو لفظي او استدلالي ذوق وزري پرې کړې وې چې له امله ئې په نړۍ کې د امام ابوالحسن اشعري او امام غزالي په څېر د نوښتگرو شخصيتونو د منځته راتگ لړۍ په ټپه ودرېدله.

د قياس او استدلال له امله که څه هم د مسايلو په څېړلو کې نوې لارې پرانستل شوې خو حقيقت دا دى چې د دې څه له امله د زړونو يا ورته تاوان رسېدلى او د ايمان رڼا ورسره په تياره اوښتې وه. متکلمينو د خپل استدلال او قياس د ځواک په مټ او همداراز د خپلو مقدماتو د ترتيب منطقي اوډون په مټ، د معترضينو خولې وربندې کړې وې، خو هغوى په دې کې پاتې راغلي دي چې د خلکو له زړونو نه د ايمان، دين او عقيدې په اړه شک ليرې کړې او د هغه په ځاى د يقين او باور پيلوزې پکې رڼا کړي. د هغوى د استدلال دغو لادينو چارو د خلکو په زړونو او دماغونو کې په لسگونو غوټې اچولې دي. داسې غوټې چې علم کلام ئې هم له پرانستلو عاجزه و، وجدان چې د علم يقين سرچينه ده د علم کلام له پرله پسې بې غورۍ همداسې شنډ پاتې شوى ؤ. د متکلمينو په وړاندې په پنځگونو ښکاره حواسو پرته بل کوم هيڅ باطني حسن ته ارزښت نه ورکول کېده، له همدې کبله گڼ هغه مسايل چې وجود ئې تر پالنې حواسو پورې موقوف وو، د متکلمينو په وړاندې د نيوکې وړ او آن د هغو د نفي او انکاريو ټوليز کږون رامنځته شوى ؤ.

لنډه دا چې ټوله نړۍ په يوه کلامي بحران کې ښکېله وه او پر خلکو يو عقلي ظاهريت خپور و. د امت د عمل قوت او په تېره بيا د عشق گرمي چې د دغه امت تر ټولو ستره شتمني او د نبوت فيضان و. په ورو ورو په مخ په سړېدو وو. زړونه له سوزه خالي او سينې د عشق له اوره تشې شوې وې. فلسفيانه بحثونو او د علم کلام جگړو ټوله اسلامي نړۍ په يوه مدرسه اړولې وه. يوه داسې مدرسه چې هلته قيل او قال خو ډېر و خو ژوند، مينه، معرفت او نظر نه و. البته يوازې اهل قلوب وو چې په روحاني ټاپوگانو کې ئې د مينې سرور او د يقين نور پاتې و کنه نوره ټوله نړۍ د الفاظو په طلسم کې ښکېله او په ظواهرو او محسوساتو پسې روانه وه.

 

يوه نوي متکلم ته اړتيا

 

په داسې حالت کې اسلامي نړۍ ته د يوه داسې لوړ او ځواکمن شخصيت اړتيا وه چې له خوږمن زړه او فکرمن دماغ دواړو نه برخمن وي. د چا لپاره چې د عقليت سمندر پاى ته رسېدلى وي او د الفاظو او ظواهرو طلسم ورته مات شوى وي. يو څوک وي چې د خپلې سينې په گرمۍ او د عشق په لمبو سره په دغه يخ وهلې نړۍ کې د ژوند نوى حرارت پيداکړي او د عشق په نگارخانه کې يو داسې صور پوه کړي چې د يوه نوي علم کلام بنسټ کيږدي. يو داسې علم کلام چې د مخالفينو د ژبو بندولو په ځاى د هغوى دمغزونو او زړونو غوټې ورپرانيزي اوهغوى ته د سکينت، ايمان او باور سوغات ورکړي.

دغه شخصيت مولانا جلال الدين رومي رحمه الله (م ٦٧٢ هـ) و چې ليکلى کتاب مثنوي ئې د علم کلام د بې اعتداليو او عقل د هوس پالنې پر خلاف د احتجاج يوه ناره وه.

مثنوي يو نوى علم کلام و او مولناى روم يو نوى متکلم. يو داسې څه چې اسلامۍ نړۍ سخته اړتيا ورته لرله.

ژوند ژواک: د مراة المثنوي ليکوال مفتي تلمذحسين گورکپوري([1]) په خپل ناچاپ اثر "صاحب المثنوي" کې د مولانا د ژوند ژواک پوره تفصيل ورکړى چې زه ئې دلته لنډيز ترې رااخلم.

نوم ئې محمد، لقب يې جلال الدين او شهرت ئې په مولاناى روم سره ترلاسه کړى. د مولانا نسب په نهمه واسطه کې د پلار له خوا حضرت ابوبکرصديق او د مور له لوري حضرت علي رضي الله عنه ته رسيږي.

د مولانا پلار نيکه د خراسان (افغانستان) د بلخ اوسېدونکي وو. مولانا همدلته نړۍ ته سترگې وغړولې. د مولانا په کورنۍ کې تکړه علماء او پاچايان هم تېر شويدي. د مولانا انا ملکۀ جهان د خوارزم شاهانو له کورنۍ سره تړاو درلود.

د مولانا د پلار نوم محمد او لقب ئې بهاالدين و. پلار ئې په ٥٤٣هـ کې زېږېدلى. پلار ئې آن په وړکتوب کې په دوو علومو کې برلاسى ترلاسه کړى وه او د خراسان له بېلابېلو برخو به گرانې او پيچلې فتواگانې هغه ته د حل لپاره راوړل کېدې. سلطان العلماء خطاب ئې ترلاسه کړى و او د ناستې ولاړې ټول دودونه ئې د پاچايانو په چم وو. له سهاره تر ماسپښينه پورې به ئې عام درس ورکاوه. له ماسپښينه وروسته به ئې د خپلو ځانگړو ملگرو، شاگردانو او مريدانو ناستې ته حقايق او معارف بيانول. د شنبې او جمعې په ورځ به ئې عام وعظونه کول. خورا دروند او اغېزناك شخصيت و او تل به په فکر او سوچ کې ډوب مالومېده.

د مولانا زوکړه او زده کړه: مولانا جلال الدين په ٤ ربيع الاول ٦٠٤ هـ کې وزېږېد. سلطان العلماء د هغه لپاره خپل تر ټولو تکړه شاگرد سيدبرهان الدين محقق ترمذي د اتاليق يا ښوونکي په بڼه وگوماره. مولانا تر ٤- ٥  کلونو پورې د سيدبرهان الدين ترلاس لاندې پر ښوونه بوخت پاتې شو او کله چې ئې پلار ومړ نو ئې هم د سلوک او احسان منازل له ښاغلي ترمذي سره پوره کړل.

له بلخ نه هجرت: په بلخ کې په ډېره کمه موده کې د مولانا پلار خورا لوى علمي کار وکړ. د زده کوونکو او مريدانو شمېره ئې تر زرگونو واوښتله. هغه به د حق په ځاى کې له هېچا هم مخ نه اړاوه. پخپلو وعظونو کې به ئې د يوناني حکماء په مذهب سخت ټکونه کول او ويل به ئې چې ځينو خلکو آسماني ښوونې شاته غورزولې او د فلسفيانو له کاره لويدلې ويناگانې ئې تر لمن رانيولې دي. دغسې خلک څنگه د نجات تمه کوي؟ د سلطان العلماء دغه سپينې خبرې او حق وينا په ظاهر پلوه علماؤ ښه نه لگېدل، خو څنگه چې خوارزم شاه له هغه سره د مينې او اخلاص څرگندونه کوله ځکه نو بد غوښتونکواو کينه گرانو ته د شکايت وړ پلمه په لاس نه ورتله. خو يوه ورځ چې پاچا پخپله دسلطان العلماء زيارت ته راغى نو ويې کتل چې په زرگونو خلک د سلطان العلماء د وعظ اورېدلو ته راټول شويدي. پاچا خپل راز لرونکي ته مخ ورواړاوه او په حيرت ئې ترې وپوښتل څومره ډېر  خلک دو سلطان العلماء دوره مخې ته راټول شويدي؟ د پاچا راز لرونکي چې دهمدغې شېبې په تمه ناست و پاچاته ور په غوږ شو اوورته ويې ويل هو! که مخه ئې ونه نيول شي کيداى شي د سلطنت چارې له گډوډۍ سره مخامخ کړي. داخبره د پاچا په غوږ کېوتله او يوه ورځ ئې د خپلو خزانو ټولې کنجيانې سلطان العلماء ته لدې پېغام سره ورواستولې چې د ولس گڼه گوڼه ټوله له تاسره ده. له ماسره يوازې همدغه کنجيانې پاتې دي، هغه هم تاسې ته دراستوم.

د دې پيغام په اورېدو سره سلطان العلماء وويل د اسلام پاچا ته سلام وايه او ورته وايه چې کنجيانې، خزانې او کلاگانې دې پاچايانو ته مبارک وي. موږ فقير خلک يو له پاچايۍ سره هيڅ سروکار نلرو. زه په خورا خوښۍ سره لدې هېواده کډه کوم تر څو پاچا او د هغه ملگري په ډاډه زړه خپلې چارې پرمخ بوزي. زه به د جمعې له وعظه وروسته دغه ښار پاچا ته پرېږدم. د بلخ اوسېدونکي چې کله د سلطان العلماء له تگه خبر شول نو په ښار کې لويه گډوډي رامنځته شوه. پاچا سخت وارخطا شو او په خپله له وزير سره يو ځاى د سلطان العلماء خدمت ته راغى له هغه نه ئې وغوښتل چې د تگ اراده دې بېرته واخلي خو سلطان العلماء ونه منله. په پاى کې پاچا ترې وغوښتل چې پداسې بڼه له ښاره ووزي چې څوک ورباندې خبر نه شي. ځکه که ښاريان خبر شي نو لويه فتنه به رامنځ ته شي. سلطان العلماء ورسره ومنله. د جمعې په ورځ ئې خلکو ته وعظ وکړو او د شنبې په ورځ له بلخه د بغداد خواته وخوځيده.

په خپل وعظ کې سلطان العلماء خوارزم شاه ته دا خبردارى هم ورکړ چې د هغه له تللو وروستو تاتاريان پدغه خاوره د يرغل لپاره راروان دي.

که څه څيړونکي بديع الزمان فروزان فر څرگنده کړې چې له بلخ نه د مولانا د هجرت لوى لامل د تاتاريانو فتنه وه. ځکه هغه مهال دا گونگوسې وې چې تاتاريان په افغانستان او ايران باندې د بريد لپاره وزرې څنډي. ځکه نو علماء او ا شرافو دغه سيمې د خوندي سيمو په موخه پرېښودلې، سلطان العلماء چې به خپل هجرت په لاره کې له کومه ښاره تېرېده نو د هغه ځاى ستر علماء او سپين روبي به ئې هر کلي ته راووتل او په خورا اکرام او اعزاز سره به ئې خپل ښار ته بېوه. له بغداد، دمشق او مکې معظمې نه په تېرېدا سره دى  ملاطيه ته ورسيده. په  اق شکر کې د څلورو کلونو لپاره پاتې شو او هلته ئې د تدريس چارې پرمخ بيولې. له هغه ځايه لارنده ته راغى. دغه ښار د قونيسې له اطرافو و.

مولانا په قونيه کې: په ٦٢٦هـ کې د سلطان روم علاءالدين کيقباد په غوښتنه سلطان العلماء قونيې ته ولاړ. سلطان ئې پخپله هر کلي ته راووت. له ماڼۍ سره نژدې له آس نه راکوز شو او له سلطان العلماء سره ئې خورا د مينې څرگندونه وکړه. دلته سلطان او د هغه گڼو اميرانو له سلطان العلماء نه لاس نيوى وکړ. مولانا بهاالدين دوه کاله وروسته همدلته په قونيه کې په ٦٢٨هـ کې له نړۍ سترگې پټې کړې.

پدغه ټوله موده کې مولاناى روم د خپل پلار تر څنگ پاتې شو او له ظاهري علومو سره سره ئې په باطني علومو کې هم د پرمختگ لړۍ روانه وه. په قونيه کې د سلطان اتاليق امير بدرالدين گهر ناش د مولانا لپاره يوه لويه مدرسه د مدرسۀ خداوندگار په نامه ودانه کړه او هغې ته ئې ډېر څه وقف کړل. سلطان کيقباد له مولانا سره خورا د مينې څرگندونه کوله او هغه ته ئې په ډېره درنه سترگه کتل. کله چې د قونيې کلا چمتو شوه نو پاچا له مولانا نه وغوښتل چې د کلا سېل وکړي. مولانا روم چې کله د کلا په سېل بوخت و نو پاچا ته ئې مخ ورواړاوه او ويې ويل دا کلا د غشو او آسانو په لاره کې رښتيا هم يو لوى خنډ دى. مگر ايا د مظلومانو د دعاگانو د غشو د راگرځولو لپاره ئې هم کومه تابيا کړېده؟ هغه غشي چې تر زرگونو، لکونو ديوالونو، کلاگانو او برجونو هاخوا اغيزه کوي. د عدل او انصاف کلا جوړه کړه چې په عدل او انصاف کې ستا او د نړۍ خېر دى.

د مولانا بهاالدين له مړينې وروسته د پاچا او لويو علماو په مشوره مولاناى روم د هغه ځاى ناستى وټاکل شو. مولانا هم د خپل پلار دود يعنې درس او تدريس او احسان او سلوک په مخه پسې واخستل. مولانا برهان الدين محقق ترمذي چې د مولانا اتاليق و او ترمذ ته تللى و، د مولانا بهاالدين له مړينې وروسته بېرته قونيې ته راغى. مولانا لاس نيوى ترې وکړ او پاتې مراتب ئې له هغه نه پوره کړل. قونيې ته له راتگ وروسته محقق ترمذي په ٦٣٧هـ کال کې وفات شو.

د زده کړې په موخه سفرونه: په ٦٣٠هـ کې مولانا د زده کړو د بشپړولو په نيت د شام خواته وخوځيد او په حلب کې ئې واړول. حلب د سلطان صلاح الدين د زوى الملک الظاهر د هڅو په مټ د دينې علومو نوى مرکز گڼل کېده. نوموړي د قاضي ابن شداد په مشوره په ٥٩١هـ کې په دغه ښار کې خورا لويې مدرسې ودانې کړې وې چې له امله ئې حلب ته هم مدينه العلم ويل کېده.

په حلب کې مولانا په مدرسۀ حلاويه کې واړول او دلته ئې له کمال الدين ابن العديم نه استفاده وکړه. دلته که څه هم مولانا په زده کړه اخته و خو د سپه سالار وينا ده چې علمي تبحر ئې دې ځاى ته رسېدلى و چې هغه پيچلي او سخت مسايل چې سترو سترو علماو به ئې د حل کولو توان نه درلود هغه به هم مولانا ته راوړل کېدل او مولانا به د خپل بې ساري خداى ورکړي استعداد په مټ هغه په علمي بڼه حل کول. له حلب نه مولانا دمشق ته راغى او په مدرسۀ مقدسه کې ئې واړول. د سپه سالار د وېنا له مخې مولانا دلته د شيخ محى الدين ابن عربي، شيخ سعدالدين حموي،شيخ عثمان رومي، شيخ اوحدالدين کرماني او شيخ صدرالدين قونوي په ناستو کې گډون وکړ او له هغوي نه ئې حقايق او معارف ترلاسه کړل.

په ٦٣٤ يا ٦٣٥هـ کې مولانا له دمشق نه راستون شو او په قونيه کې ئې تلپاتې استوگنه غوره کړه. په ٦٣٧هـ کې د سيدبرهان الدين له مړينې وروسته مولانا د پنځو کلونو لپاره د علماء ظاهر په لباس کې واوسېده او په درس او تدريس بوخت پاتې شو. په ٦٣٨هـ کې شيخ محي الدين ابن عربي ومړ او د هغه زياتره مريدان هم قونيې ته راغلل. پدغو کسانو کې شيخ صدرالدين هم و. د ختيځ له خوا چې به کوم علماء د هغه ځاى له تباهۍ او بربادۍ راتښتېدل د هغو وروستنى تمځاى به په روم کې د قونيې ښار و. پدې ډول قونيې هم د مدينة العلماء بڼه خپله کړه. هغه مهال مولانا د قونيې په علماو کې ستر نوم ترلاسه کړى و. نوموړي هغه مهال په ظاهري کارونو لکه درس او تدريس، وعظ او تذکير او همدا راز په فتوا ليکلو لگيا و. له مولانا سره په مدرسه کې تر څلور سوه زيات طالبان په درس لگيا وو. له بيت المال نه مولانا ته يو دينار معاش ټاکل شوى و. دغه معاش به هغه ته د فتوى ليکلو لپاره ورکول کېده. مولانا به هم د فتوى په استخراج او ليکلو کې د خپل توان نه زيات کارکاوه.

مولانا خپلو شاگردانو ته حکم کړى و چې د فتواى غوښتونکي دې د ده له ځايه خالي لاس نه استول کېږي. کله نا کله چې به مولانا مراقبه و او يا به هم د استغراق په حالت کې و، پدغه حال کې به هم چې کومه استفتا ورغله نو مولانا به سم له لاسه قلم او دوات راواخيست او د فتوا په ليكلو به بوخت شو.

د حال بدلون: دغه حالت تر ٦٤٢هـ دوام وکړ. دغه کال مولانا ته هغه څه ورپېښ شول چې مولوي جلال الدين قونوي ئې په مولناى روم واړاوه. دغه پېښه له شمس تبريز سره د مولانا ليدنه او د هغه په ذات باندې مينېدل وو.

موليو هر گز نه شد مولوئى روم

تــــــــــــا غلام شمس تبريزى نه شد

شمس تبريز: محمد بن علي بن ملک دا د شمس تبريز څوک و او د کوم ځاى و؟ حسيني تاريخونه وايي چې نوموړى د حسن بن صباح اسماعيلي د ځاى ناستي له نسل نه و. د ده پلار چې کله د امامت درجې ته ورسېد نو د اسماعيليانو لاره ئې پرېښوده او سم دم اسلامي عقايد ئې خپل کړل او له هغه وروسته د نو مسلمان په لقب ونومول شو. خو دغه بحث هم د نورو بحثونو په څېر خورا مشکوک دى. د شمس تبريز د هويت په اړه يو تور دا هم لگول کېږي چې د هغه اصل نسل نه و معلوم.

نى در واصل و نى نسبت پيداست

مـــى نه دانيم هم که او زکجا است؟

 

نوموړى له کوچينوالي د لوړ استعداد او د عشق او محبت د جذبې لرونکى انسان ؤ. په مناقبت العارفين کې ئې د ده له خولې روايت کړيدي چې هغه لا د بلوغ عمر ته نه و رسېدلى چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم په مينه کې به آن تر څلوېښتو ورځو پورې همداسې وږى تږى گرځېده. د ظاهري علومو له پاى ته رسولو وروسته نوموړى د شيخ ابوبکر سله باف مريد شو. ځينې روايتونو له مخې ويل کېږي چې شمس تبريز د شيخ زين الدين نجاسي مريد هم پاتې شوى. ځينو نورو روايتونو بيا د ځينو نورو بزرگانو نومونه هم اخيستي دي.خو کېداى شي شمس تبريز له ټولو نه فيض لاس ته راوړى وي. کله چې شمس تبريز پدې ډول خپلې موخې ته ونه رسېده نو ئې د نړۍ په گوټ گوټ کې د حق پالونکو پلټنه پيل کړه، دى به داسې گرځېده چې هيچا ئې هم په اړه دا گومان نشواى کولاى چې گواکې دا به دومره لوى ولي وي. توره چوغه به ئې اغوستې وه او د سفر پر مهال به ئې شپې په کاروان سرايونو کې تېرولې. د خپلې  کوټې وره ته به ئې خورا گران بيه کلفونه اچول چې خلک دا گومان وکړي چې خورا لوى سوداگر دى خو د کوټې دننه به تش پوزى پروت . د ډېرو گرځېدو له امله به خلکو شمس برنده باله. تبريز، بغداد، روم، قيصره،اردن او دمشق ئې تر پښو لاندې کړل. د پيسو د لاسته راوړلو لپاره به ئې پرتوگاښونه اوبدل او هغه به ئې پلورل. د ډوډۍ حالت ئې دا و چې په دمشق کې د يوه کال مودې لپاره
پاتې شو. په اونۍ کې به ئې يوه پياله سپوره ستغه شوروا
څښله. هيڅوک ئې دخپلې ناستې وړ نه بلل.  تل به ئې دعا کوله چې خداى جل جلاله دې داسې ملگري راکړي چې زما د ناستې توان ولري.

له مولانا سره ليدنه او لوى بدلون: د شمس تبريز شيخ هغه ته امر وکړه چې روم ته لاړ شه، هلته يو زړه دى. هغه رڼا کړه او راشه. شمس په ٢٦ جمادي الثاني ٦٤٢هـ کې د دوشنبې په ورځ د قونيې ښار ته راغى او د گوړې خرڅونکو په کوڅه کې ئې واړول. يوه ورځ څه گوري چې مولانا جلال الدين رومي سپور راروان و او خلک ترې فيض ترلاسه کوي. شمس ورمخکې شو او ترې ويې پوښتل د علومو او رياضتونو غرض (موخه) څۀ ده؟ مولانا اورغبرگه کړه: دا ادابو او شريعت معلومول. شمس ورته ووييل نه! بلکې غرض ئې دا دى چې سړى تر معلومه ورسيږي او بيا ئې د حکيم سنايي دغه شعر ووايه:

عـــــــلم کز تو ترا نه بستاند

جهل از آن علم به بود بسيار

 

ددې څه له اورېدا سره سم د مولا رنگ بدل شو، گواکي غشى د نښې په منځ ولګېد.

مولانا شمس له خپله ځانه سره خپل استوگنځي ته راوست او څلوېښت شپې په يوه حجره کې يوازې سره کېناستل. سپه سالار ليکلي چې شمس او مولانا د شپږو مياشتو لپاره د صلاح الدين زرکوب په حجره کې يوازې کېناستل او له شيخ صلاح الدين پرته هيچا هم خونې ته د ورتگ اجازه نه لرله. د شمس ليدنې مولانا له نوي خوند او لذت سره اشنا کړ او هغه ئې د حقايقو يوې نوې نړۍ ته ورساوه. مولانا پخپله  فرمايي:

شمس تبريزي بما راه حقيقت بنمود

از فيض قدم اوست که ايمان داريم

 

تر اوسه پورې مولانا استاد و او صوفيان او طالبان، مستفيد او طالبان وو خو اوس مولانا پخپله مستفيد او طالب و او شمس تبريزي د فيض او ارشاد څښتن. د مولانا زوى سلطان ولد پدې اړه فرمايي:

شيخ استاد گشت نو آموز
بخدمتش درس خواندى هر روز
گرچه در علم فقر کامل بود
علم نو بود که بوى بنمود

پخپله  مولانا پدې اړه داسې فرمائي:

زاهد بودم ترا نه گويم کردى
سر فتنۀ بزم باده چويم کردى
سجاده نشين و وقار بودم
بازيچۀ کودکان کويم کردى

د دې پايله دا شوه چې مولانا د درس او تدريس، د وعظ او تذکير لړۍ همدلته پرېکړه هغه پخپله پدې اړه داسې فرمائي:

عـــــطارد وار دفتر هاره بودم
ز دشت او زماني مى نشستم
چو ديدم نوح پيشانى ساقي شدم
 مست و قلم ها را شکستم

پاڅون: مولانا په هر عمل او هره خبره کې د شمس تبريزي متابعت پيل کړ. له ټولې نړۍ ئې سترگې واوړلې او د زړۀ کعبه ئې يوازې شمس تبريزي جوړ کړ. د مولانا شاگردانو چې داحالت وليد نو سخت خپه شول. شاگردان د شمس له مرتبې ناخبره وو. هغوى پدې خبره خواشيني وو چې موږ خپل خواږه عمرونه د مولانا په ملگرتيا کې خاوې کړل، د مولانا کرامتونه مو وليدل او په ټوله نړۍ کې د هغه د شهرت لامل همدا موږ وگرځېدلو. اوس چې يو ورک نوى او بې نسبه سړى راغى او مولانا ئې له موږ دومره ليرې کړ چې په مياشتو مياشتو ئې مخ هم نه شو ليدلاى. د درس او تدريس، فتوا ليکنې او وعظ لړۍ هم نيمگړې پاتې شوه. لدې هر څه مالوميږي چې شمس تبريز کوم جادوگر سړى دى.مولانايې د کوډو او جادو له لارې له سمې سيده لارې په بله اړولى.

که دا سړى جادو گر نه واى څنگنه ممکنه وه چې د غره غوندې ټينگ سړى دې دومره ژر او په اسانه چپه شي. لنډه دا چې د مولانا مريدان د شمس دښمنان شول او ټول پدې فکر کې شول چې شمس پسې واخلي او دوى بېرته مولانا سره يو ځاى د درس او ارشاد لړۍ له سره پيل کړي.

د شمس ورکېدل: حضرت شمس الدين په لومړيو کې فکر کاوه چې د مولانا مريدان ښايي د هغه په مينه کې له ده سره حسد او کينه ساتي، ځکه ئې نو د مولانا د مريدانو په گستاخيو باندې ځان نه پوهاوه. خو کله چې خبره تر خپلې کچې واوښته او شمس د فتنې او فساد په راولاړيدا وبېرېده نو يوه ورځ په لومړي شوال ٦٤٣هـ د پنجشنبې په ورځ په پټه خوله له قونيې ووت. د شمس ورکې په مولانا سخته بده اغيزه وکړه. مريدانو چې کوم فکر کړى و هر څه د هغۀ پرخلاف پېښ شول او د مولانا د ناقصو مريدانو د گستاخۍ له امله د هغه د صدق او وفا ملگري هم د مولانا له محبته او ناستې بې برخې شول.

د مولانا بېقراري او د شمس بيا راتگ: د سپه سالار په وينا د ټوليز پريکون دغه حالت تر هغه دوام وکړ چې يوه ورځ ناڅاپه له دمشق نه د مولانا په نامه د شمس ليک راورسېده. د ليک په لوستو د مولانا حالت يو څه بدل شو او د سماع خواته ئې پام شو او هغه چا چې د شمس پرخلاف ئې څه نه وو کړي له هغو سره ئې د پخوا په څېر ناسته ولاړه پيل کړه. دغه مهال مولانا د حضرت شمس په نامه څلور منظوم ليکونه وليکل چې په هر يوه کې ئې د شمس د ليدلو لېوالتيا په ډاگه کړېده.

مولنا د شمس په نامه پخپل لومړي ليک کې داسې ليکي:

ايها النور فى الفواد تعال
غاية الوجد و المراد تعال
ايها السابق الذى سبقت
منک مصدوقة الوداد تعال
چون بيائى زهى کشاد و مرا
چون نيائى زهى کساد تعال
انت کا الشمس ازدنت ونات
يا قريباً على البعاد تعال

دغه مهال د مولانا د شاگردانو شورش يو څۀ سو ړشو. مولانا هم د شمس د بېرته راوستلو تابيا وکړه او خپل زوى سلطان ولد يې هغه ته ورواستاوه او په يوه ليک کې ئې شمس ته وليکل چې د هغه گستاخي کونکيو شاگردانو اوس د زړه له تله توبه ايستلې ده او ژمنه ئې کړېده چې بيا به ستاسې پرخلاف په کوم شورش او فتنه کې برخه نه اخلي.

مولانا پخپل  ليک کې د شمس د بېلوالي د شېبو سختۍ داسې بيان کړېدي.

که از آن دم تو سفر کردى
از حلاوت جدا شديم چو موم
هر شب چو شمع ميسوزيم
از آتش جنت و ز انگبين محروم
در  فراق جمال تو مارا
جسم ويران و جان او چوبوم
هان غنان را بدين طرف برتاب
زفت کن پيل عيش را خرطوم
بى حضورت سماع نيست حلال
همچو شيطان طرب شده مرحوم
يک غزل بى تو هيچ گفته نه شد
تارسيد آن مشرفه مفهوم
پس بذوق سماع نامۀ تو
غزل پنج و شش بشد منظوم
شامم از تو چو صبح روشن بار
اى بتو فخر شام و ارمن و روم

سلطان ولد، شمس له ځان سره يو ځل بيا قونيې ته راووست.

د شمس بيا ورکه: قونيې ته د حضرت شمس د راتگ له امله مولانا له سختې خوښې سره مخامخ شو. د مولانا گستاخي کوونکي مريدان راغلل او له شمس نه ئې بخښنه وغوښتله. د مولانا او شمس ترمنځ مينه ترپخوا هم ډېره شوې وه او هم پخه شوې وه. څه موده هر څه سم دم وو خو په پاى کې يو ځل بيا د خپگان لاملونه رامنځته شول او هغه پدې ډول ول چې شمس قونيې ته په راتگ سره دلته نکاح وکړه او له خپلې ماندينې سره يو ځاى ئې د مولانا د کور په دالان کې واړول. د مولانا کشر او نازولى زوى چلپي علاالدين په نرمه او مشفقانه لجه پوه کړ خو څنگه چې علاالدين په خپله له شمس نه لدې امله خارخوړ چې شمس د ده په پرتله د مولانا بل زوى سلطان ولد ته زياته پاملرنه کوي، ځکه ئې نو دا کيسه هغو مريدانو ته تېره کړه چې د دغسې خبرو اورېدا ته تيار ناست وو، هغوى دغې خبرې ته څو نور لستوڼي هم وروگنډل او په شمس پسې ئې خبرې خپرې کړې چې يو خو ئې د مولانا په کور کې په زوره اړولي او بل دا چې د مولانا زوى خپل کور ته نه پرېږدي.

حضرت شمس د خپل لطف او حلم له مخې پدې اړه مولانا ته هيڅ يادونه ونکړه البته کله چې خبره تر خبرې تېره شوه نو ئې د مولانا زوى سلطان ولد ته دا خبره ورپه ياد کړه او خبردارى ئې ورکړو چې دا خلک غواړي زه دا پلار د تل لپاره ورک شم.

که څه هم د مولانا له غزلونو ښکاري چې هغه لدغې پېښې بيخي ناخبره نه وو بلکې د دې څۀ د پېښېدو وړاندوينه ئې هم کړې وه. ځکه ئې نو شمس الدين نه په خپلو اشعارو کې د پاتې کېدا غوښتنه کړېده. په هر حال په خلکو کې يو ځل بيا دحضرت شمس الدين پر خلاف کينه راپارېدلې وه. هماغه وو چې شمس الدين يو ځل بيا ورک شو. کۀ څۀ هم ځينې روايتونه وايي چې هغه هم دلته په قونيه کې ووژل شو خو فروزان فر بيا د مولانا د زوى سلطان ولد له خولې چې له حالاتو خورا خبر و، د هغه د ورکې د روايت ملاتړ کړيدى. ځکه که شمس وژل شوى واى نو مولانا به ئې په غم کې دومره ناکراره او سرگردانه نه واى.

ناگهان گم شد از ميان همه

تــــــا رود از دل اندهان همه

د مولانا ناکراري: مولانا چې کله سهار د مدرسې خواته روان و نو څۀ گوري چې شمس الدين په خپل ځاى کې نشته. مولانا چيغه کړه او سمدلاسه د خپل زوى سلطان ولد خونې ته ورغى او ورغږ ئې کړ:

"بهاالدين! چه خفته ائى؟ برخيز و طلب شيخت کن. که باز مشام جان را از خوائج لطف او خالي مى يابم".

دوه درې ورځې خلک د شمس په موندلو پسې ايسته دورې وگرځېدل راوگرځېدل مگر د شمس هيڅ درک ونه لگېده. د شمس له ورکې سره د مولانا حالت نور هم خراب شو.

شــــــيخ گشت از فراق او مجنون

بى سرو پا از عشق چون ذوالنون

هغه څوک چې دحضرت شمس د خوا بدون لامل گرځېدلي وو هغه ټول د تل لپاره د مولانا له صحبته وايستل شول خو په خپله ئې د پخواني دود پرخلاف ټول وخت په غزلو ويلو او سماع باندې تېرېدو.

د مولانا حالت لېونتوب ته ورنژدې شو هغه به په مدرسه کې گرځېده راگرځېده او په زوره به ئې چغې وهلې. دغه مهال مولانا په سماع کې ځان ډوب کړى و او د شمس په بېلتانه کې ئې ځينې زړه ايستونکې غزلې وويلې.

په دغه ټوله ناکرارۍ کې له مولانا سره دا فکر هم و چې د روميانو د کورنۍ جگړې، د مصريانو د بريدونو او هوا راز د تاتاريانو د تاړاکونو پر مهال به په حضرت شمس باندې څه تير شوي وي؟ د شمس الدين په بېلتانه کې د مولانا حالت دې ځاى ته راورسېد چې که يو چا به په درواغو ورته وويل چې ما شمس په پلاني ځاى کې وليد نو مولانا به له ډېرې خوښې هغه ته خپلې جامې ورايستلې او هغه بۀ ئې ورته نذر کړې او تر اوږده مهاله به ئې دعاگانې ورته کولې او مننه به ئې ترې کوله.

شام ته تگ او د زړه کرارېدل: د همدغه جوش او خروش په حالت کې مولانا د شام په لوري دسفر تابيا وکړه. شام ته په تگ کې د هغه ټول ملگري ورسره وو. دمشق ته په رسېدا سره ئې د خلکو په زړونو کې د عشق لمبې بلې کړې. هلته خلک دې ته هک پک پاتې وو چې دغه ډول عالم فاضل انسان ولې د لېونتوب دغه بريد ته ورسېده؟ شمس تبريز څوک دى چې د مولانا په څېر پوه او عالم انسان ئې په بېلتانه کې د لېونتوب تر بريده هم ها خوا اوښتى؟ دا يو داسې راز و چې د هيچا سر ورباندې نه خلاصېده.

کله چې مولانا په دمشق کې هم د شمس له موندو مايوسه شو نو ئې وويل چې زه او شمس سره ځانته نه يو. هغه که لمر دى زه ئې وړانگه يم، هغه که سيند دى زه ئې څاڅکى يم، د وړانگې هستي له لمره وي او د څاڅکي لوندواله له سينده وي نو د کل او جز په منځ کې توپير څه پاتې شو؟

هماغه وو چې څو ورځې وروسته بېرته روم ته راغى او د څو کلونو لپاره په قونيه کې پاتې شو. خو پدغه مهال کې ئې يو ځل بيا په گوگل کې د مينې لمبې ژبغړانده شوې او د څو نورو ملگرو په گډون ئې يو ځل بيا د دمشق خوا ته مخه کړه. څه موده وروسته بېرته قونيې ته راستون شو. خو دا ځل ئې بيا باور پدې شو چې شمس له ما بيل ندى. زه په خپله شمس يم او دا څو کاله په حقيقت کې زه په شمس پسې نه بلکې په ځان پسې سرگردانه او ورک وم. مولانا دا ځل قونيې ته لدې باور سره راستون شو چې هغه څه چې شمس درلودل هغه په ما کې هم شته.

دا پلا که څه هم مولانا په دمشق کې د شمس له ميندلو مايوسه شو خو هغه کيفيات چې ئې په شمس کې ليدلي وو هغه ئې په خپل ځان کې ليدل. سلطان ولد پدې اړه داسې فرمائي: " اگر چه مولانا قدس سره شمس الدين تبريزي د اعظم الله ذکره بصورت در دمشق نيافت، بمعنى درخود بيافت زيرا آن حال که شمس الدين را بود حضرتش را همان حاصل شد".

شيخ صلاح الدين زرکوب: له دمشقه د دوهم ځل راستنېدا وروسته مولانا څه موده پټه خوله پاتې شو. له هغه وروسته ئې شيخ صلاح الدين خپل همراز او خليفه کړ. په ٦٤٧هـ کې ئې هغه د خپلې گوښې ملگرى کړ او د حضرت شمس الدين په ځاى ئې هغه خپل سرخېل کړ او د فروز انفر په وينا خپلو يارانو ته ئې هم د هغه د پيروي او متابعت کولو خبره وکړه.

شد صلاح الدين زبعد شمس الدين
گشت اورا اندرين درزش محين
مال و قال از وجودش ميفزود
سرهاى نادر ازوى مى شنود

شيخ صلاح الدين قونيې ته څېرمه د يوه کلي اوسېدونکى او د غريب مور او پلار اولاد و. دوى د کبانو نيولو دنده لرله خو صلاح الدلين بيا د زرگرۍدنده خپله کړه. نوموړي په ديانت او امانت کې آن له كوچنېتوبه نوم درلود. سيدبرهان الدين چې کله قونيې ته راغى نو شيخ صلاح الدين لاس نيوى ترې وکړ. د سيعد(رح) له مړينې وروسته ئې له مولانا سره خپل بيعت نوى کړى. په ٦٥٧هـ کې ومړ. له مرگه لس کاله مخکې ئې د مولانا په وړاندې ځانگړى مقام ترلاسه کړ او د هغه خليفه وټاکل شو.

مولانا د شيخ صلاح الدين د دغه نژدېوالي له امله په خلکو کې يو ځل بيا شورش راوټوکېده. دغو خلکو گيله کوله چې شمس تبريز که هر څنگه و له علم خو برخمن و. په هغه باندې د مولانا مينېدل څه بې ځايه هم نه وو. پاتې شوه د صلاح الدين زرکوب خبره نو هغه له يوه پلوه د قونيې اوسېدونکى دى او له بل پلوه يو نالوستى او عامي انسان دى.ټول ژوند ئې د زروپاڼې ټکولې اواوس دا دى مولانا ورته خپل ځانگړى ولايت ورپه برخه کړ. دا چې مولانا د هغه ټولنيز ځاى ته په کتلو سره د هغه په مينه، عزت او احترام کې دومره افراط کوي، دا د ټولو مريدانو لپاره د حېرانتيا ځاى دى.

شيخ چې به کله دا خبرې اورېدلې نو ويل به ئې د مولانا مريدان په حقيقت ندى پوه. مولانا په حقيقت کې په خپل ځان مين دى. زه خو هسې يوه پلمه يم. له لس کلنې ملگرتيا وروسته يوه ورځ شيخ ناروغه شو او په خورا ډاډه زړه ئې په لومړي محرم له نړۍ کوچ وکړ.

چلپي حسام الدين: د شيخ صلاح الدين له مړينې وروسته مولانا، چلپي حسام الدين د خپل خليفه په بڼه وټاکه. چلپي د مولانا له ځانگړو مريدانو شمېرل کېده. د مولانا له مړينې وروسته تر يولسو کلونو پورې د مولانا خليفه پاتې شو. نوموړى له نژادي پلوه ترک او ټاټوبى ئې ارمنستان و. د ترکانو له يوې وتلې کورنۍ سره يې تړاو درلود. د فروز انفر د څېړنو له مخې د هغه د زېږېدا نېټه ٦٢٢هـ کال دى.

له حضرت شمس الدين تبريزي او شيخ صلاح الدين سره ئې هم ناسته ولاړه لرله او له هغوى نه ئې هم فيض او برکت ترلاسه کړى و.

حضرت حسام الدين چلپي خپل هر څه په ورو ورو د مولا په خدمت کې په کار واچول. آن تر دې چې خپل ټول غلامان ئې ازاد کړل. مولانا ته ئې له کچې زيات احترام درلود.آن تر دې چې د مولانا د اوداسه په ځاى کې يې هيڅکله هم اودس ونکړ. په سختو سړو او واوره کې به هم د اوداسه لپاره خپل کور ته راغى. هلته به ئې اودس وکړاو بېرته به مدرسې او يا هم جومات ته راغى. له بله پلوه مولانا هم ده ته په خورا درنه سترگه کتل او داسې چلن به ئې ورسره کاوه چې خلکو به گومان کاوه مولانا مريد او حسام الدين ئې پير دى.

د مثنوي خوځښت: د فرزو انفر د وينا له مخې چلپي حسام الدين کتل چې د مولانا مريدان، ملگري او منتسبين د شيخ عطار او سنايى د غزلونو او کلياتو په مطالعه بوخت دي پداسې حال کې چې مولانا خورا ډېر داسې له درده، سوزه او عشقه ډک اشعار لرل چې که را يو ځاى شوي واى نو کيداى شي شمېره او څرنگوالى به يې د عطار او سنايي تر هغې لوړ واى. هماغه وو چې يوه ورځ ئې مولانا يوازې وموند او له هغه نه ئې غوښتنه وکړه چې د حديقه سنائي او يا هم منطق الطير په بڼه داسې څه وليکي چې له اسرارو او حقيقت او همداراز د معرفت له حقايقو پرده پکې پورته شوې وي. هماغه وو چې مولانا خپلې پگړۍ ته لاس کړ او يو کاغذ ئې چلپي حسام الدين ته وروړاندې کړ چې ټول اتلس شعرونه پکې ليکلي شوي وو. د دغو اشعارو پيل د مثنوي په لومړني شعر شوى و:

بشنو ازنى چون حکايت ميکند

و ز جـــدائى ها شکايت ميکند

وروستنۍ مصرعه دا وه:

پس سخن کوتاه بايد و السلام

له همدې ځايه د مثنوي ليکل پيل شول. مولانا به اشعار ويل او حسام الدين به ليکل. له ليکلو وروسته به ئې په خورا لوړ غږ مولانا ته وراورول. لنډه دا چې له ماښامه تر سهاره به د مثنوي د ليکلو کار روان و. دغه مهال د چلپي حسام الدين ماينه مړه شوه چې دهغه په ژوند او معمولاتو ئې خورا بده اغيزه وکړه. د مولانا طبيعت هم ورسره ودرېد او پدې ډول د مثنوي د ليکلو کار تر دوو کلونو پورې وځنډېده. دوه کاله وروسته شيخ حسام الدين يو ځل بيا په مولانا پسې شو او هغه ئې د مثنوي د پاتې برخې ليکلو ته اړيست. دا پلا د مثنوي د ليکلو کار د مولانا(رح) تر مړينې پورې روان و چې ټوله موده پنځلس کاله کېږي.

مولانا او د ملگرو ټاکل: ويل کېږي چې مولانا ته له ملگري پرته کول ژوند گران و. ځکه خو هغه لومړى شمس تبريزي دخپل يار او ملگري په بڼه غوره کړ. بيا ئې شيخ صلاح الدين زرکوب او له هغه وروسته چلپي حسام الدين د مولانا همراز شو. که يو څه هاخوا ورتېر شو نو ويلاى شو چې سيدبهاالدين ترمذي هم پدغه ډله کې و. د سېد له مړينې وروسته شمس راغى او پر مولانا ئې خپلې اغيزې وښندلې. د ترمذي د مړينې او د شمس د راتگ په منځ کې پنځه کاله مولانا په همدې حالت تېر کړل. گواکي دغه مهال مولانا د خپلو پټو او باطني کمالاتو د په ډاگه کولو لپاره يوه داسې چاته اړتيا لرله چې مولانا وهڅوي. دېوان او مثنوي معنوي د مولانا د همدغو هڅونکو ملگرو د هڅونې ژوندي مثالونه دي.

د ملگرو په ټاکنه کې د مولانا په آند کوم کشف او يا کرامت نۀ وو بلکې مولانا پدې لاره کې د مناسبت جنسيت فلسفې ته قايل و، هغه به ويل چې حقيقې مينه په مناسبت سره ده. د مناسبت مينه تلپاتې وي او هغه پښېماني نلري. ځکه نو په قيامت کې به هغه څوک چې بې مناسبته او پر غرض ولاړې مينې ئې کړې وي، هغه به نارې وهي:

ياليتني لم اتخذ فلاناً خليلا او هغوي چې مينه  يې په مناسبت ولاړه وي د هغوى حالت به داسې وي:

يٰعِبَادِ لَا خَوْفٌ عَلَيْكُمُ الْيَوْمَ وَلَآ اَنْتُمْ تَحْزَنُوْنَ68  )الزخرف(

په خپله فرمايي:

مـــــــــوجب ايمان نباشد معجزات

ليک جنسيت بود جذبات صفات

د مولانا مړينه:

د سپه سالار په وينا د مولانا له مړينې مخکې په قونيه کې پرله پسې څلوېښت ورځې زلزله راتله. مولانا دغه مهال په ځنکدن پروت و. د افلاکي په وينا د زلزلو اوومه ورځ وه چې خلک مولانا ته راغلل او له هغه ئې وغوښتل چې د خداى(ج) په دربار کې د زلزلو د بندېدا دعا وکړي. مولانا په ځواب کې ورته وويل چې ځمکه وږې شوې ده او لمده مړۍ غواړي چې ډېر ژر به ئې ترلاسه کړي او تاسې به د زلزلو له مصيبته خلاص شئ. دغه مهال يې لاندې غزل فرمايه:

با اين همه مهر و مهرباني
دل ميدهدت که خشم راني
وين جملۀ شيشه هاى جان را
درهم شکنى به ترانى

چلپي حسامالدين روايت کوي چې يوه ورځ شيخ صدرالدين له څو لويو دروېشانو سره د مولانا پوښتنې ته راغى. هغه چې د مولانا دغه حالت وليد نو خواشينى شو او مولانا ته ئې وويل چې خداى(ج) دې عاجله او کامله شفاء درپه برخه کړي. مولانا ورغبرگه کړه روغتيا او شفاء دې تاسې ته مبارکه وي. د عاشق او معشوق ترمنځ واټن د يوه ويښته قدرې ساه پاتې ده. آيا ستا دا نده راباندې پيرزو چې د وېښته قدرې دغه ساه وخيژي او نور، نور ته ورگډ شي. دغه مهال ئې لاندې غزل وايه چې چلپي حسام الدين ليکه او ورسره ژړل يې:

روسر بنه ببالين تنها مرا رها کن
ترکمن خرابى شب گرد مبتلا کن
مايم و موج سوداشب تا بروز تنها
خواهي بيا بخشا، خواهي بروجن کن
از من گريز تا توهم در بلا نيفتى
بگزين ره سلامت، رک را بلا کن
مايم و آب ديده در کنجغم خزيده
بر آب ديدۀ ما صدر جاى آسيا کن
خيره کش است ما را دارد و بى چو خارا
بشکيد کشش نه گويد تدبير خون بها کن
برشاه خوبرويانى واجب وفا نباشد
اى زردورى عاشق تو صبر کن وفاکن
درديست غريردن کانرا دواء نباشد
پس من چگونه گويم کان درد را دوا کن
در خواب روش پرى در کوى عشق ميدم
بادست اشارتم کرد که عزم سوى ما کن

د ورستۍ ساه د ختو پر مهال يې دا شعر ووايه:

گر مومني و شيرين هم مومنست مرگ         ورکارفري و تلخي هم کافرست مردن

په ٥ جمادي الثاني ٦٧٢هـ مولانا روم د لمر لوېدا سره سم ساه ورکړه. دغه مهال د مولانا عمر ٦٨ کاله او درې مياشتې و.

دمولانا جنازه چې ئې کله د باندې راوايستله نو د هر ملت وگړو گډون پکې وکړ. تر دې چې يهودان او مسيحيان هم په گڼ شمېر کې په جنازه کې گډ وو. دوي به تورات او انجيل تلاوت کاوه. مسلمانانو ئې مخه نيوله خو هغوى د هېچا هم نه منله، تر دې چې خبره د قونيې حاکم معين الدين پروانه ته ورسول شوه. هغه د يهودو او مسيحيانو له استازو وپوښتل چې ستاسې ئې د مولانا له جنازې سره څه ؟ هغوى ورته وويل چې موږ د پخوانيو انبياو د بعثت حقيقت د مولانا له بيانه زده کړ او د خداى(ج) د دوستانو چلن مو د مولانا په چلن کې وليد. هغوى همداسې له تابوت او جنازې سره نښتي پاتې شول. د خلکو گڼه گوڼه دومره وه چې جنازه ئې سهار وختي له کوره راوايستله اوايله د شپې مهال ئې هديرې ته ورسوله او مولانا ئې خاورو ته وسپاره.

اخلاق او ځانگړتياوې يې: مولانا شبلي نعماني(رح)  د مولاناى روم په ژوند ليک کې ليکي: " تر هغه چې مولانا د تصوف په ليکه نه و گډ شوى، د هغه ژوند له يوه عالمانه جاه او جلال نه ډک و. د هغه سپرلۍ چې به کله راوتله نو د علماو، طالبانو او آن اميرانو يوه لويه ډله به له ده سره يو ځاى گرځېدله، څنگه چې مولانا له شاهي دربار سره هم اړيکې لرلې ځکه ئې په ژوند باندې دا اغيزې هم ترسترگو کېدلې. خو د سلوک او احسان ليکو ته له ننوتلو وروسته د هغه ژوند يو دم بدل شو، کۀ څه هم د فتوى ليکنې ارشاد او افادې لړۍ اوس هم روانه ده خو د هغه پخواني ژوند اوس يوازې د يادونو يوه خزانه وه او مولانا به تل د مينې او معرفت په نشر کې مست پروت و".

رياضت او مجاهده: سپه سالار چې ښائسته ډېر کلونه يې له مولانا سره په څنگ کې تېر کړي بيان کوي چې د مولانا رياضت او مجاهده ترکچې ډېر و. د نوموړي په وينا ما هيڅکله هم مولانا دخوب په کاليو کې ونه ليد. توشکه او بالښت ئې نه کارول. قصداً به نه څملاست بلکې د خوب د غلبې په وخت کې به په ناسته ناسته ويده شو.

پخپل يوه غزل کې فرمايي:

چه آسـايد بهر پهلو که خپد

کس کـز خاردارد او نهالين

د سماع په ناستو کې چې به کله په مريدانو خوب زور وکړ نو مولانا به د دې لپاره چې هغوي بې تکلفه څملي، په دېوال پورې تکيه وکړه. سر به ئې په زنگنونو کېښود. مريدانو چې به دا حالت وليد نو گومان به ئې وکړ شيخ هم ويده دى. دوى به ځانونه وغزول او په خواږه خوب به ويده شول. مولانا به راپاڅېد او په ذکر به بوخت شو.

په يوه غزل کې دې حالت ته په اشاره کولو سره وايي:

همه خفتند و من دل شده را خواب نبرد
همه شب ديدۀ من بر فلک ستاره شمرد
خوابم از ديده چنان رفت که هرگز نآيد
خواب من زهر فراق تو بنوشيد و بمرد

د لمانځه څرنگوالى: د لمانځه د وخت له رارسېدا سره سم به ئې مخ د قبلې خوا ته واړوه. د څېرې رنگ به ئې واوښت او په ډېر استغراق به په لمانځه بوخت شو. سپه سالار وايي چې څو ځله ما په خپله ليدلى چې مولانا د ماسخوتن په لومړيو کې د لمانځه نيت کړى او په دوه رکعته کې ور باندې گهيځ شوى. مولانا په خپل يوه غزل کې د خپل لمانځه ساعت داسې بيانوي:

چو نماز شام هر کس نهد چراغ و خوانى
منم و خيال يارى، غم و نوحه و فعانى
چو وضو زاشک سازم بود آتشينى نمازم
در مسجدم بسوزد چودر در سدا اذانى
عجبا نماز مستان تو بگو درست هست آن
که نداند او زمانى، نه شاناند او مکانى
عجبا دو رکعت است اين عجباچهارم است اين
عجباً چه سوره خواندم چو نداشتم زمانى
درحق چگونه کوبم که نه دست ماندونى دل
دل دوست چون تو بردى بده اى خدا امانى
بخدا خبر ندارم چو نماز مى گذارم
که تمام شد رکوعى که امان شد فلانى

يووخت ژمى مهال مولانا په لمانځه کې دومره وژړل چې ږيره يې په اوښکول لمده شوه او وروسته دغه اوښکې يخې شوې. خو مولانا په لمانځه هماغسې بوخت پاتې شو.

زهد او قناعت: دمولانا مزاج له زهداو قناعته ډک و. اميرانو او شتمنو به په سوغاتونو کې ورته پېسې رااستولې خومولانا له ځانه سره هيڅ هم نه ساتل. هر څه چې به راتلل هغه به ئې صلاح الدين زرکوب او چلپي حسام الدين ته وراستول. کله نا کله به ئې زوى سلطان ولد د لگښتونو لپاره څه ټينگار وکړ نو هله به مولانا ډېر کم شى خپل کور ته واستاوه. په کومه ورځ چې به ئې په کور کې څه نه وو پاخه کړي مولانا به ډېر خوښ و او ويل به يې زماله کوره نن د دروېشۍ بوى راځي.

ايثار او فياضي: د مولانا د ايثار او فياضۍ دا حالت و چې که کوم غوښتونکى به هغه ته راغى او له هغه نه به ئې د څه شي غوښتنه وکړه نو مولانا به سملاسي ورته خپله چوغه او يا چپنه وروايستله. دمولانا د چغې او چپنې تڼۍ به تل پرانستې وې تر څو چا ته د ورکړې په مهال ئې په ايستلو کې ستونزه نه وي.

کم نفسي: يو ځل مولانا له خپلو مريدانو سره چېرته روان و، په لاره کې په يوه تنگه کوڅه کې سپى ويده و. مولانا له مريدانو سره هماغلته ودرېده. له مقابله لوري يو سړى راغى او سپى ئې له هغه ځايه پسې واخيست. مولانا سخت خواشينى شو او هغه سړي ته ئې وويل چې سپى دې په ناحقه وځوراوه.

 يو ځل دوه کسان په خپلو کې سره په جگړه وو او يو بل ته ئې سختې ښکنځلې او بد رد ويل. يوه دا بل ته ويل چې او لعينه! که يوه ښکنځل راته کوې لس به اورې.دغه مهال مولانا راورسېد. مولانا ورته وويل وروڼو! تاسې چې هر څه واياست، ماته ئې واياست، ځکه که تاسې ماته زر ښکنځلې هم وکړئ، زما لخوا به يوه هم وانه ورئ. جگړه کوونکو چې دا حالت وليد دواړه دمولانا په لاسونو ورپرېوتل او په خپلو کې ئې سوله سره وکړه.

حلاله گټه: د مولانا د گټې لاره دا وه چې د اوقافو ادارې به ورته د مياشتې پنځلس ديناره معاش ورکاوه. خو د دې لپاره چې دغه پيسې ځانته حلالې کړي مولانا به ئې په بدل کې فتواگانې ليکلې. هغه مريدانو ته امر کړى و چې په هر ډول حالت کې ده ته استفتاگانې وروړاندې کړئ. يو ځل چا ورته وويل چې شيخ صدرالدين له حکومته په زرگونو روپۍ معاش اخلي او تا ته يواځې پنځلس ديناره درکوي.

مولانا ورته وفرمايل چې د شيخ صدرالدين لگښتونه هم دومره ډېر دي او حق دا دى چې دغه پېنځلس ديناره هم هغه ته ورکول کېداى.

مولانا په طبيعي ډول چارواکو او شتمنو خلکو کرکه کوله. يوه ورځ يوه امير ورته عذر کاوه چې له ماسره وخت نه وي کنه زړه مې غواړي چې تل ستاسې خدمت ته راتلاى.

مولنا ورته وويل: وروره! زۀ دې تر راتلو په نه راتلو خوشحاله يم.

 

مثنوي معنوي، علمي مقام او اصلاحي پيغام يې:

مثنوي معنوي: د مولانا له حالاتو جوتيږي چې هغه ته خداى(ج) له جوشه ډک طبيعت ورکړى و. عشق دهغه د تن بدن په هر رگ اورېښه کې غزونې کړې وې. خو په ظاهري علومو او عقلياتو کې د بوختيا له امله په دغه جوهر باندې پردې پرتې وې. له شمس تبريز سره له ليدنې کتنې وروسته د هغه د فطرت تارونه سره وزنگېدل او په هغه باندې د ظاهري علومو او چاپيرياليزو اغيزو پرتې پردې پورته شوې او مولانا سرترپايه په سوز او ساز واوښت.

شعله ها اخر زير مويم دميد

از رگ انديشه ام آتش چکيد

 

دغه ځاى ته په رسېدا سره د عارف هر وېښته دغه غږ ورکوي.

در جهان يا رب نديم من کجاست

نخـــــل سينايم کليم من کجا است

 

همدا لامل و چې د يوه همراز ملگري له ملگرتيا پرته د مولانا لپاره ژوندى محال گرځېدلى ؤ. له شمس تبريزه وروسته چې تر څو صلاح الدين زرکوب او له هغه وروسته له حسام الدين چلپي سره مولانا ملگرتيا ونکړه. ترهغه ئې ناکراره طبيعت کراره ورځ ونه ليدله.

شمع را تنها طلبيدن سهل نيست

 

همدغه سوځونکى اورو چې مولنا ئې په ورو ورو سماع لوري ته راکېښ او همدغه سماع وه چې مولانا ته ئې ځوان ورباښه. پدې اړه مولانا داسې وايي:

پس غذاى عاشقان آمد سماع
که ازو باشد خيال اجتماع
قوتى گرد خيالات ضمير
بلکه صورت گردد از بانگ صيفر
آتش عشق از نواها گردد تيز
انچنانکه آتش آن جوز ريز

همدغه سوز و چې د مولانا سازونه ئې سره وچيړل او چوپه خوله پاتې کېدل يې ورته ناشوني کړل، لکه چې وايي:

جوش نطق از دل نشان دوستيت
بستگي نطق از بې الفتى است
دل که دلبر ديد کى ماند تيرش
بلبل گل ديده کى ماند خمس

له دغه سازه چې کومې نغمې ووتلې، هغو د مثنوي معنوي نوم ومينده. دا د مولانا د خيالاتو، حالاتو، وارداتو، تاثراتو، شاهداتو او تجربو هينداره ده. مثنوي د مولانا د سوز، درد،جوش،مستۍ، ايمان او له باورنه ډکه ده. همدغه د مثنوي د نړيوال مقبوليت تر ټولو سترلامل گڼل کېداى شي.

ښـــې رګ ساز ميڼ رواڼ صاحب ساز کا لښو

)بال جبريل، اقبال لاهوري(.

 

په عقليت او ظاهر پرستۍ باندې نيوکې: د مولانا روزنه او پالنه لکه څنگه چې د اشاعره وو په علمي چاپيريال کې شوې وه ځکه نو دى په خپله هم يو بريالى مدرس او معقولي عالم و. خو کله چې الهي توفيق د مولانا د لارې مل شو او هغه ئې د معرفت او خبرتيا جگو پوړيو ته ورساوه نو له قاله حال، له خبره نظر، له الفاظو معاني او د اصلاحاتو او تعريفاتو له لفظي طلسم نه ئې تر حقيقت او مغز پورې راورساوه. لدغه ځايه مولانا ته د علم کلام او فلسفې کمزورۍ او د فلاسفه و او متکلمينو د استدلال تشې ورڅرگندې شوې. هماغه وو چې مولانا په خورا ځواک سره پر عقليت او علم کلام نيوکې پېل کړې. څنگه چې مولانا د دې کوڅې زوړ استوگن و ځکه نو هغه څه چې ده ليدلي وو بل چا نه وو ليدلي او پدې اړه هغه څه ئې مولانا قبلي هغه ئې د ځاني کتنې (مشاهدې) او تجربې پر بنسټ ويلي او د هغه له جديت او واقعيت نه څوک انکارنه شي کولاى. د دغه مهال د فلسفې او عقلياتو زور په ظاهري حواسوو. پنځه گوني حواس د علم او باور دلاسته راوړلو ترټولو مستندې او باوري  سرچينې گڼل کېدلې او هغه څه چې تصديق ئې د پنځه گونو حواسو له لارې نه شواى کېدلى. د هغه نفي او انکار به په زغرده کېدل. معتزله د حثيت تر ټولو لوى پلويان گڼل کېدل. دغې حواس پالنې به غېبو باندې ايمان ته خورا تاوان رسولى و او د شريعت او وحې له لوري وړاندې شوي حقايق ئې دشک، بې باورۍ او ارتداد په پنډو پردو کې پوښلي وو. مولانا د حواس پرستۍ په دو آتشه پلويانو سختې نيوې کړېدې.

لکه چې فرمايي:

چشم حس را هست مذهب اعتزال
ديده عقل است سنى در وصال
سخره حس اندا پل اعتزال
خويش را سنى نمايند از ضلال
هر که در حس ماند او معتزلى است
گر چه گويم سنيم از خالي است
هر که بيرون شد ز حس سني ويست
اهل بينش اهل عقل خويش بيست

)مثنوي مخ ١٠١(

 

هغه ځاى په ځاى په ډاگه کړي ده چې له ظاهري حواسو پرته انسان ته ځينې باطني حواس هم ور په برخه شوي دي. د مولانا په اند دغه باطني حواس تر ظاهري دا ډېر پراخه او پرمخ تللي دي.

بيخ حسى است جز اين بيخ حس
آن چو زر سرخ و ين حسها چو مِس
انران بازار که اهل محشر اند
حس مِس را چون حس زر کى خرند
حس ابداى قوت ظلمت مى خورد
حس جان از افتابى مى چرد

مثنوي ١٠١

 

د مولانا په اند د يوه شي نه د انکار کولو لپاره پدې بسنه کول چې گواکي هغه نه ليدل کېږي او يايې هم د حواسو له لارې تصديق نه کېږي بيخي سرمندي، د هغه په اند باطن د ظاهر تر شا کټ مټ د دواء دگټې په څېر پټ دي. د باطن د منکرينو د يادولو پرمهال مولانا فرمائي:

محبت منکر همى آمد که من
غير ازين ظاهر نمى بينم وطن
هيچ نيند بشد که هر  جا ظاهر است
آن حکمت هايى پنهان فجر است
فايده هر ظاهرى خود باطنيست
همچو نفع اندردواها مضمريست

)مثنوي مخ ٣٦٨(

 

د هغه وينا ده چې منکرين د خپلې ظاهري ليد او تياره آند له مخې د باطني حقايقو، معارفو او اسرارو له ليدنې نه بې برخې دي:

چونکه ظاهر هر پاگرفتند احمقان
آن دقايق شد از ايشان بس نهان
لا جرم عجوب گشتند از غرض
که دقيقه فوت شد در مفترض

)مثنوث مخ ٤٢٤(

 

له حواسو وروړاندې مولانا عقل ته هم د نيوکې گوته نيسي او په ډاگه کوي چې دغسې حقايقو او د انبياء کرامو د علومو او معارفو د کره پېژندنې په لاره کې عقل هم نيمگړۍ او لنډکى دى.

له عقل سره دقياس هيڅ بنسټ نشته. هغه څه چې عقل ليدلاى نه شي د هغو پېژندل هم د عقل لپاره ناشوني دي. گواکي د تروو اوبو استوگن د خوږو د اله خونده څه خبر دى.

اى کــــه اندر چشم شوراست جات

توچه دانى شط و جيحون و فرات؟

 

مولانا پر محسوساتو او مقدماتو ولاړ عقل ته د جزوي يا نيمگړي عقل نوم ورکوي.

د مولانا په آند وهمونه او شکونه د دغسې عقل زېږنده ده. تيارې د هغه ټاټوبي او د عقل بدنامي او د انسان گمراهي د هغه پايله ده. د مولانا په وينا له دغسې نيمگړي عقله لېونتوب ډېر غوره دى.

عقل جزوى آفتش وهم است وظن
زانکه در ظلمات شد اورا وطن
عقل جزوى عقل را بدنام کرد
کام دنيا مرو را بيکام کرد
زين خرد همى بايد جاهل شدن
دست در ديوانگى بايد زدن

)مثنوي مخ ١٥٢(

 

مولانا وائي چې دغه لرې ليدونکى عقل ما په خپله آزمويلى دى او لاندې پايله مې لاس ته راوړې.

آز مـــــــــــــــودم عقل دوراندېش را

بعد ازين ديوانه سازم خويش را

 

لدې وروسته هغه يوه سپينه خبره کوي او وايي چې که يوازې عقل د دينې حقايقو او معارفو تل ته د رسېدلو او د هغو د راايستلو يوازينۍ سرچينه واى نو د منطق او استدلال پلويان او همداراز د علم کلام عالمان به د دين لوئې لوئې سټې واى.

اندرين راه از خيرد ره بين بودى

فخــــــــر رازى راز دار دين بودى

 

د مولانا په آند د  انسانانو په لاس جوړ شوي علوم، د حقيقي علم په وړاندې يوه پرده او د سالک لپاره د لارې د ورکېدو تر ټولو ستر لامل دى. ځکه نو د باور او معرف د ترلاسه کولو لپاره په هغو کې د پرمختگ پر ځاى له هغه نه غاړه خلاصول خورا اړين دي:

گر تو خواهى کت شفاوت کم شود
جهد کن تا از تو حکمت کم شود
حکمى کز طبع آيد و ز خيال
حکمت بې فيض نور ذالجلال
حکمتى دنيا فزايد ظن و شک
حکمت دينى برد فوق فلک

)مثنوي مخ ١٧١(

 

د مولانا په آند استدلال، د مقدماتو اوډل يا ترتيب اول ه هغو نه د پايلو راايستل  (د نتيجو استخراج) يوه مصنوعي لاره ده او له هغه نه خورا کم او نيمگړي نتايج (پايلې) لاس ته راځي. د دې څه له لارې د دينې حقايقو راسپړل داسې ساري لري لکه سړى چې د لرگي نه په جوته شوې پښه د سم د گرځېدا هڅه کوي. د هغه دې ساري د ضرب المثل بنه خپله کړې ده چې وائي:

بائــــــــــــى استدلاليان چو بين بود

پائى چوبين سخت بى تمکين بود

)مثنوي مخ ٥٥(

د هغه په آند علم کلام، متکلمانه بحثونو او استدلال له لارې باور او ايماني حلاوت لاسته نۀ شي راوړل کېداى. ځکه متکلم په خپله لدې امله د باور له خونده او خوږوالي بې برخې دى چې هغه په خپله د متقدمينو نه رانقل شوي دلايل او براهين بيانوي او له ځانه سره نوي هيڅ څه هم نلري.

آن مقلد صد دليل و صد بيان
به زبان آرد ندارد هيچ جان
چونکه گوينده ندارد جان و فر
گفت اورا کى بود برگ و ثمر

)مثنوي مخ ٤٤٩(

 

مولانا د دغې نيمگړي او خام عقل په ځاى، چې بنسټ ئې په محسوساتو، ظاهري معلوماتو او تجرباتو ولاړ وي او پايله ئې دنياوي گټه وي، د يوه داسې عقل پلوي دى چې سرچينه ئې له ايمانه اخستې وي او د عقل لپاره د يوه لارښود  کار ورکړي. ايماني عقل له جزوي عقل سره داسې پيوند او اړيکه ولري لکه جزوي عقل چې ئې له انساني بدن سره لري. له ايماني عقله پرته جزوي عقل ته عقل ويل ندي پکار او نه هغه د جزوي عقل څښتنانو ته عاقلين ويل پکار دي. ځکه اصل عقل د  ايمان عقل دى او اصلي عاقلان هغه دي چې ايمان او باور له نوره ئې برخه ميندلې وي.

د علومو معارف را اوري او د انسان په مخ به د حکمت د خزانو دروازې پرانستل شي.

خويش را صافي کن زاد صاف خود
تا به بينيما ذات پاک و صاف خود
بينى اندر دلعلوم انبياء
بى کتاب و بى معيد و استا

بل ځاى فرمايي:

روزنِ دل گر گشاد است و صفا

مى رسد بېواسطه نـــــــــور خدا

 

د مينې او عشق بلنه: په اوومه پېړۍ کې اسلامي نړۍ د علم کلام او عقليت يوې سړې څپې په مخه کړه. دغه څپه له ختيځه نيولې تر لويديځه او له شماله نيولې تر جنوبه پورې په پوره زور سره روانه وه او د ايمان د تودخې انگيټۍ ئې سړې کړې وې. کۀ چېرې د مينې او عشق يوه نيمه سکروټه به پاتې وه هغه به گردايرو تر ډېر لاندې پرته وه.

د اسلامي لړۍ له يوه سره تر بله پورې د خلکو له زړونو د عشق باور کوچ کړى وه. ځکه خو صورت حال ته په کتلو سره يو شاعر ښه ويلي دي:

بجهي عشق کى آگ اندهير ښـــې

مسلمان نهيڼ خاک کا ډهير ښـــې

 

په دغه ساړه او خوبولي چاپيريال کې مولانا د عشق ناره په دومره زور او ځواک سره پورته کړه چې داسلامي نړۍ په مړه بدن کې يوه زوروره برېښنا په زغلېدو شوه. مولانا په زغرده د مينې او عشق بلنه ورکړه او خلکو ته ئې د مينې کرامتونه او کرشمې، بيان کړل.

از محبت تلخها شيرين شود
وز محبت مسها ازين شود
از محبت دردها صافى شود
وز محبت دردها شافى شود
از محبت سجن گلشن ميشود
بى محبت روضه گلخن ميشود
از محبت سنگ روغن مى شود
بى محبت موم آهن شود
از محبت سقم صحت مى شود
وز محبت قهر رحمت مى شود
از محبت مرده زنده مى شود
و زمحبت شاه بنده مى شود

)مثنوي ١٣٣ مخ(

 

د هغه د عشق ځواکمن نعمت د بيانولو پر مهال فرمائي:

جسم خاک از عشق بر افلاک شد
کوه در رقص آمد و چالاک شد
عشق جان طور آمد عاشقا
طورمست و خر موسى صعيقا

)٥ مخ(

 

مولانا وائي عشق د غيرت او استغناء سرچينه ده او چا چې يو ځل د عشق خوند وکوت هغه له ټولې نړۍ بې پرواشو.

وه عالم ســې بيگانه کرتى ښـــې دل کو

عجب چيز ښــــې آشــــــــــــــــــنائى

)اقبال لاهوري. بال جبريل(

 

مولانا فرمايي:

بادو عالم عشق را بيگانگـى

اندر ميفتاد و دو ديوانگــى

 

عاشق د پاچايانو پاچا او هر چاته مطلوب دى. د پاچايانو تاج او تخت د هغه په پښو کې پروت دى.

سخت پنهنان است و پيدا حيرتش
جان سلطانان جان در حرتش
غير هفتاد د دو ملت کهش او
تخت شاهان تخته بندى پيش او

)مثنوي ٣٤٢مخ(

د بې پروا عشق د دغه څرنگوالي د يادولو پر مهال مولانا په خپله هم له ويرې سرمستۍ بې خوده شي او وايي:

ملک دنيا تن پرستان را حلال

مــــا غلام ملک عشق بى زوال

)مثنوي ٥٩١ مخ(

 

مولانا وائي عشق يوازينۍ هغه ناروغي ده چې ناروغ ئې د کموالي په ځاى د لا زياتوالي لپاره دعا کوي.

جمله رنجوران شفا جويند و اين
رنج افزون جويد و درد چنين
خوبتر زين سم نديدم شربتى
زين مرض خوشتر نباشد صحت

)٥٩٥(

 

خو يو ځل چې چا ته د عشق ناروغي ولگيده هغه ته نورې ناروغۍ هيڅ شي.

آن کلامت مـــــــى رهاند از کلام

و ان سقامت مى جهانداز سقام

 

د عشق ناروغي داسې ناروغي ده چې زر روغتيا وي ترې ځار شي. ستونزه ئې داسې ستونزه ده چې زر ستونزې دې ترې لوگى شي.

پس مقــــــــام عشق جان صحت است

رنجهايش حسرت و هر راحت است

 

دغه پاکه مينه که گناه وي نو داسې گناه ده چې ډېر عبادتونه ئې په پښو کې پراته دي. هغه پرمختگ چې دمينې په يوه شېبه کېږي د زرگونو کلونو په رياضت کې نشته.

زيــــــن گنه بهتر نبياشد طاعى

سالها نسبت بدين دم ساعتى

 

د مينې په لاره کې چې کومه وينه توى شي هغه تر اوبو پاکه ده او د دغې لارې شهيد ته د غسل اوداسه هيڅ اړتيا نشته.

خون شهيدان را از آب اولى تر است

اين خطا از صد صواب اولى تراست

 

مَېنان هغه درويشان دي چې د عالمو خلکو په سترگه ندي ورته کتل پکار او نه هم هغوي سره داسې چلند کول پکار دي لکه له سمو دمو خلکو سره.

عـاشقان را هر نفس سوزيد نيست

برده ويران را خراح و عشير نيست

 

مينه د آدم عليه السلام ميراث دى او تيزي او چالاکي د شيطان ځانگړتيا.

دانـــد آن کو نيک بخت و محرم است

زيرکى از ابليس و عشق از آدم است

 

په زيرکي کې وېسا پرخپل عقل وي او په عاشقۍ کې وېسا د هغه چا په لمن وي چې عاشق نيولې وي. مينه د نوح کشتۍ ده، مين د دغه کشتۍ سپور دى او زيرک او پرخپل عقل بسيا بيا هغه لامبوزن دى چې د نوح عليه السلام په طوفان کې دخپلې لاميو په مټ ځان ساحل ته ايستل غواړي. پداسې حال کې چې دا هر څه ناشوني دي.

زيرکى سباحي آمد در بحار
کم زهد غرق است و پايان کار
عشق چون کشتى شود بهر خواص
کم بود اسفت بود اغلبا اخلاص

د عقل هوښياري د مينې له حېرانۍ نه په ځارولو ارزي. هغه هوښياري يوازې گومان او قياس دى او دغه حېراني بيا مشاهده او عرفان:

زيرکى بفروش و حيرانى بخر

زيـــــرکى طنيت، حيرانى نظر

 

مولانا خلکو ته د مينې او عشق د سپارښتنې په مهال په ډاگه کوي چې معشوق جوړېدل دهر چا لپاره گران دي خو عاشقي بيا سانه چاره ده. ته که معشوق نه شې جوړېداى نو عاشق شه او له ژوند نه خوند واخله.

توکه يوسف نيستى يعقوب باش
همچو او با گريه و آشوب باش
تو که شيرين نيستى فرهادباش
چون نه يى ليلى تو مجنون گردفاش

هغه يو گام مخکې ځي او وايي په عاشقۍ کې چې کوم خوند پروت دى هغه په معشوقۍ کې نشته.

که د نړۍ معشوقانو ته ددغې تلپاتې شتمنۍ ورمالومه شي نو هغوى به هرومر د معشوقانو له ليکلو رابېل او د عاشقانو په کتار به ننوځي:

ترک کن معشوقى و کن عاشقى

اى گمان برده که خوب و فائقى

(مثنوي ٤٦٦ مخ)

همدغه مينه ده چې له امله ئې د ژوند په سيند کې د باور بېړۍ مخ په وړاندې روانه ده. همدغه مينه ده چې له امله ئې د ژوند بڼ تر او تازه دى.

عشق زنده در روان و در بصر
هر دمى باشد زغنچه تازه تر
عشق آن زنده گزين کوباقيست
وز شرابت جانفز ايت ساقيست
عشق آن بگزين که جمله انبياء
يافتند از عشق او کار دنيا

(مثنوي ١٠ مخ)

 

د ښکلا په دغه لوى دربار کې، عشق ته د نه رسېدا گيله ندي کول په کار ځکه ښکلا له ازله عشق پالونکې او دوست غوښتونکې ده. گواکي ښکلا خو دمينې له امله ښکلا ده که عشق نه واى ا ته به د ښکلا معيارڅه معلومېدلاى:

تو مگو مارا بدان شه باز نيست

بـــــاکريمان کار يا دشوار نيست

 

عشق په ښکاره يوه ناروغي ده چې د زړۀ له ماتېدا پېداکيږي. کۀ څه هم دا يوه ژوند اخستونکې ناروغي ده خوکه څوک ئې د زغملو توان په ځاى کې راپېدا کړي نو بيا ئې پايله حقيقي معرفت او تلپاتې ژوند دى:

عاشق پيدا است از زارى دل
نيست همارى چون بيمارى دل
علت عاشق زعلتها جدا است
عشق اصطرلاب اسرار خدا است

(مثنوي ٧ مخ)

 

دغه ناروغي بيا د نورو ټولو نفساني او اخلاقي ناروغيو لپاره دوا او روغتيا ده.  هغه ناروغي چې له درملنې ئې پوه طبيبانلاس په سر شوي وي او د رغېدا هيڅ چاره ئې نه وي. عشق په يوه نظر کې هغه رغولاى شي. د کلونو ناروغ چې کله د مينې او عشق له امله له خپلو زړو روحاني ناروغيو روغ شي، نو هغه بيا د سُرور او بېخودۍ په حالت کې داسې وايي:

شاد باش اى عشق خوش سوداى ما
اى طبيب جمله علتهاى ما
اى دوايى نحويست و ناموس ما
اى تو افلاطون و جالينوس ما

(مثنوي ٥مخ)

عشق يوه داسې لمبه ده چې هر څه سوځوي او له محبوبه پرته هر څه ورته هيڅ ښکاري. عشق ستر موحد او لوى غيرتي دى.

عشق آن شعله است که بر فروخت
هر چه جز معشوق باقى جمله سوخت
تيغ لا در قتل غير حق براند
در نگر زان پس که بعد از لاچه ماند
ماند الا الله باقى جمله رفت
شادباش اى عشق شرکت سوز رفت

(مثنوي ٤٠٥ مخ)

دغه الهي عشق يو ناپايه سمندر دى. دهغه کيسه اوږده ده او هيڅ پاى نلري. د دغې کيسې د بيان لپاره د زمانې لمنه ټنگه ده او د نړۍ عمر لنډ. دا د ازلي ښکلا کيسه ده چې نه سر لري او نه پاى ځکه نو د مولانا په آند دلته پټه خوله غوره ده او د خپلې عاجزۍ منل کمال دى.

شرح عشق ارمن بگويم بردوام
صد قيامت بگذرد وآن ناتمام
زانکه تاريخ قيامت را حد است
مد کى آنجا که وصف ايزد است

)مثنوي ٤٤مخ(

 

د زړو نړۍ: خو هغه عشق چې مولانا ئې په خورا جوش سره بلنه ورکوي. د زړۀ له ژوند، بيدارۍ او گرمۍ پرته ناشوني دى. د نورو وختونو په څېر د مولانا په پېرکي هم د زړۀ له ځواکمنتيااو د هغه د بريدونو له پراخوالي نه خلک ناخبره وو. هغه مهال د زړۀ په ځاى د دماغ لوى والى پر خلکو حاکم و. دماغونه تاوده او زړونه ساړه وو. معدې په ژوند کې لوى ځاى ترلاسه کړى و. مولانا د خلکو پاملرنه د زړه لوى والي او پراخۍ ته راواړوله او د هغه عجائبات او لاسته راوړنې ئې بيانکړې. هغه انسان پدې پوه کړه چې هغه په خپل خاورين بدن کې څنگه يو تلپاتې ښېرازه بڼ لري؟ د هغه په څنگ کې څومره پراخه نړۍ پرته ده چې هېوادونه هېوادونه له خپلې ټولې پراخۍ سره پکې ورک شي. يوه داسې نړۍ چې د هيڅ دښمن او لار وهونکي له خطر سره نده مخامخ.

ايمن آباد است دل اى مردمان
حصن محکم موضع امن و امان
گلشن خرم به کام دوستان
چشمها و گلته تان در گلستان

)مثنوي ١٩٩مخ(

 

هغه په ډاگه کړه چې د نړۍ باغونه يواځې د څو ورځو لپاره ښېرازه وي او د خزان يوه سيلۍ ئې هر څۀ له خاورو سره خاوري کړي. بيا نو نه باغ وي نه بلبل،نه پسرلى وي او نه هم د گلانو او رنگ او بوى قافلې، خو لنډه بڼ بيا تلپاتې ښېرازه ويچې نه ئې د خزان له سېليو ويرهوي او نه ئې هم د زمانې له پېښو. په هر ډول حالت کې د هغه په تازگۍ او ښېرازۍ کې هيڅ کموالى نۀ راځي:

گلشن کزنقل رويد يک دم است
گلشنى کز عقل رويد خرم است
گلشنى کز تن دمد گردد تباه
گلشنى کز دل دمد وا فرحستاده

)مثنوي ٥٩٤ مخ(

مولانا سپارښتنه کوي چې انسان دې د خپل تن بدن د پنډوالي بېځايه هڅې نکوي او نه دې هم د سکندر په څېر د "آب حيات"  په لټه کې په دښتو کې تيندکونه خوري. بلکې هغه دې د دې پر ځاى د زړه د ژوندي ساتلو هڅه وکړي او د زړه ژوندي ساتل هغه ته د عشق د "آب حيات" د ورکولو له لارې  شوني دي:

دل بخر تا دائماً بآشي جوان
از تجلى چهره ات چون ارغوان
طالب دل شو که تا باشي چومل
تا  شوي خندان همچو گل

)مثنوي ١٥٤ مخ(

 

خو پام چې د زړه په ټکي غلط نه شئ. دلته له زړه نه هغه زړه ندى مراد چې په سينه کې پروت او د نفساني غوښتنو او بوالهوسۍ ځاله ده. دا زړه د مينې له خونده نا آشنا، د باور له شتمنۍ بې برخې، له شوق او ذوقه خالي وي. داسې زړۀ بس د تيږي يوه ټوټه ده چې نه گل پکې ټوکېداى شي او نه هم د عرفات غمى پکې ځلېداى شي.

تنگ و تاريک است چون جان بهود
بينوا از ذوق سلطان ورود
نى در آن دل تاب نور آفتاب
نى کشاد عرصه نى فتح باب

)مثنوي ١٧٠ مخ(

 

د مولانا په آند دغه زړه د جوړښت، څېرې او جسامت له مخې د سمو دمو او ژونديو زړونو په څېر يو زړه وي. خو د حقيقت له پلوه بيا دغه دواړه زړونه يوازې د څېرې او جسامت پرته په بل هيڅه کې گډون نه سره لري. دغه زړه هم اوبه دي خو د رڼې چينې پاکې او زلالي اوبه. هاغه زړه هم اوبه دي خو خړې او خټينې اوبه. لومړى دا پاکې او رڼې اوبه دي چې تنده هم پرې ماتېداى شي او لاسونه هم پرې مينځل کېداى شي. د دوهمې داهم اوبه دي خو له خټو او چينجيوډکې چې نه په څښلو ارزي او نه په ورڅښلو. همدا توپير په دغه زړه او هاغه زړه کې دى. دغه زړه د انبياو اوالياو دى چې د لوړوالي په وړاندې ئې آسمان هم ټيټ دى او د پراخې په وړاندې ئې دټولې نړۍ پراخوالى هيڅ دى. هاغه زړه يومړ، بې حسه او بوالهوسه زړه دى. هغه د مړه انسان يو مړاوى زړه دى چې نه عرفان ته لاره لري او نه معرفت ته. ځکه نو د مولانا په آند يو څوک له ډېره فکره وروسته بايد چې ووائي زه هم په گوگل کې زړه لرم...!!!

تو همى گوئى مرا دل نيز هست
دل فراز عرش باشد نه به پست
 دريگل تيره يقين هم آب هست
ليک از آن آبت نيايد آبدست
زانکه آگر آب است مغلوب گل است
پس دل خود را مگو که اين هم دل است
اى دل کز اسمانها برتر است
آن دل ابدال يا پيغمبر است

)مثنوي ٢٣٩ مخ(

 

خو مولانا وروسته دا ډاډ ورکوي چې څوک دې خپه کېږي نه. زړۀ اخر زړه دى او د خداى په وړاندې هر زړه بيه لري:

کالۀ که هيچ خلقش ننگريد
از خلافت آن کريم آن را خريد
هيچ قلبى پيش او مردور نيست
زانکه قصدش از خريدن سودنيست

)مثنوي ٥٢١ مخ(

 

وروسته مولانا فرمائي چې د معدې پنجره پرېږدئ او د زړه د ازادۍ نړۍ سېل وکړئ. د خداى د ځواک او قدرت نندارهوکړئ. ستا او د پالونکي خداى(ج) ترمنځ همدغه نفس او معده تر ټولو لويه پرده ده. کله چېانسان په خپلو هڅو سره دغه پرده وشلوي نو د الهي عرفان رڼا په خپلو سترگو وويني:

معده را بگذار سوى دل خرام

تا که بى پرده ازحق آيد سلام

)مثنوي ٤٥٠ مخ(

 

د بشريت مقام: مولانا به يوه داسې چاپېريال کې ژوند کاوه چې هلته خلک له يوه پلوه د مستبدو دکتاتورانو د جبر تر جغ لاندې پراته وو او له بل پلوه پرله پسې جگړو خلک سخت ځورولي او د ټيټوالي او کمزورۍ له احساس سره ئې مخامخ کړي وو. هغوي له ژونده يو مخ  بېزاره او له خپل راتلونکي نه بيخي مايوسه شوي وو. د هغه پير انسان دخپل ځان په وړاندې د سپک والي احساس کاوه. له بله پلوه عجمي تصوف هم له حالاتو نه په گټه پورته کولو سره په ټولنه کې خپلې رېښې غزولې وې. دغه تصوف په خورا زور سره په خلکو کې د قيامت، د ذات انکار او د ځان ماتولو سپارښتنه کوله چې له امله ئې ځان پېژندنه او د ځان په اړه غور او فکر کولو د يوه لوى اخلاقي جوم بڼه خپله کړې وه. د انسانانو په منځ کې د ملکوتي صفاتو دلاسته راوړلو، د بشريت له اړينو شيانو نه د بري والي او انسلاخ اوهمداراز د گوښه والي، تجرد او ځانته والي تبليغ دومره په شور او ځوږ سره شوى و چې انسان ئې په خپل انسانيت باندې شرمېدلو ته اړ کړى و. د دغود برينو تصوفي ښوونو په رڼا کې د هغه پير انسان خپل پرمختگ او برياليتوب په انسانيت کې نه بلکې له بشريت نه په تېښته کې لټاوه. په ټوليز ډول له بشري ښېگڼو نه غفلت او له بشري لوړوالي نه د ذلت، ټيټوالي اوسپکې خوا ته د تېښتې يوچاپېريال رامنځ ته شوي وو. د هغه مهال په اديبانو او شاعرۍ کې د بشر او بشريت سپکې، تذليل او تحقير د يوې خورا مهمې ادبي، ټولنيزې او آن عقيديې پديدې بڼه خپله کړې وه. د دې څه په پايله کې دهغه مهال په خلکو کې د ځان په اړه بې باورۍ، مايوسي او خواشينۍ رامنځ ته شوي وه. دهغه مهال له ليکنو جوتيږي چې گڼو خلکو به له بشريت او بشري ښېگڼو نه د تېښتې له امله دې ځاى ته رسېدلي وو چې له خدايه(ج) به ئې غوښتل چې کاشکي هغوى څاروي او يا خو کاڼي تيږې واى خو چې انسانان نه واى. مولانا په خپل ځانگړي سبک د بشريت دمقام د لوړوالي ناره پورته کړه او دا ناره ئې په دومره شور او ځوږ سره پورته کړه چې دانسان ويده خو دې ورسره راويښه شوه. دمولانا د دغې جزيه شاعرۍ اغيزه د هغه مهال په اسلامي ادبياتو ولوېدله او د هغې له امله په ادبياتو، شعر شاعرۍ او تصوف کې يو نوى او په زړه پورې رجحان رامنځ ته شو. مولانا انسان ته د هغه د پېدايښت او خلقت موخه په گوته کوي او دا ورته وائي چې که انسان الله(ج) ته گران او محبوب نه واى نو دا حسين تقويم لباس به ئې هيڅکله نه و ورته پرې کړى:

احسن التقويم و التين بخوان
که گرامى گو پرست اى دوست جان
احسن التقويم از فکرت برون
احسن التقويم ازعرسش فزون

)مثنوي ٥١٥ مخ(

 

مولانا پوښتنه کوي چې آيا له انسانه پرته د بل چاپه سرهم دکرامت تاج اېښودل شوى او دا چې هغه ته په کرمنا او اعطيناک سره خطاب شوى؟!

هيچ کرمنا شنيد اين آسمان
که شنيد اين آدمى پرغمان
تاج کرمناست بر فرق سرت
طوق اعطيناک اويز برت

هغه فرمائي چې انسان د کايناتو خلاصه او د عالم د اوصافو ټولگه ده.

انسان څه دى؟ په کوزه کې سيند او په يوه واړه وجود کې ټوله نړۍ نغښتې ده:

آفتابى در يک ذره نهان
ناگهان آن ذره بکشايد دهان
ذره ذره گريد افلاک وزمين
پيش آن خورشيد چون جست از کمين

)مثنوي ٥٩٤مخ(

 

بحر علمى در نمى پنهان شده

در سرگزتن عالمى پنهان شده

)مثنوي ٤٧٥مخ(

 

انسان دى چې له امله ئې ټول کاينات منځ ته راوړل شول. د همده له امله د نړۍ رنگ اوبوي او د ژوند موخه او عزت خوندي دى ځکه نو د انسان اطاعت په ټولو موجوداتو فرض گڼل شوى:

هر شرابى بنده آن قدوخد

ترک کن گلگونه، تو گلگونى

جوهر است انسان و چرخ اورا عرض
جمله فرع و سايه اند و تو غرض
علم جوئى از کتب هاى فسوس
ذوق جوش تو ز حلوائى سبوس
خدمتت بر جمله هستى مفترض
جوهرى چون عجز دارد با عرض

يوازې دا نه بلکې انسان د الهي صفاتو يوه داسې هنداره ده چې د الهي ځلاگانو، رڼاگانو او آيتونو انځورونه ورباندې کاږل شوي دي:

آدم اصطرلاب اوصاف علو است
وصف آدم مظهر آيات اوست
هر چه در وى مينمايدعکس اوست
همچو عکس ماه اندرا بجوست
خلق را چون آب دان صاف و زلال
و اندرو تابان صفات ذالجلال
علم شان و عدلى شان و لطف شان
چون ستاره چرخ در آب روان

)مثنوي ٥٦٢مخ(.

 

له دې وروسته حضرت مولانا فرمائي چې د انسان تعريف (پېژندنه) او د هغه د ارزښت او بيې کيسه لا پوره نده. بلکې که رښتيا راباندې واياست نو په چا کې د هغه د اورېدلو توان هم نشته:

گـــــــــــر بگويم قيمت آن ممتنع

من بسوزم، هم بسوزد مستمع

)٥١٥مخ(

 

د انسان له دغه لوړوالي وروسته له خدايه(ج) پرته څوک هغه پيرودلاى شي؟ او څوک د هغه بيه او ارزښت مالومولاى شي؟ افسوسچې انسان ته په خپله، خپله بيه او ارزښت ندى مالوم او په هره بيه د هر چا په لاس پلورلو ته هره گړۍ چمتو دى.

مولانا پدې اړه په پوره خواخوږۍ سره داسې وائي:

اى غلامت عقل و تدبيرات و هوش

تو چرائى خويش را ارزان فـــــروش

)٤٥٧مخ(

 

بيا فرمائي چې د انسان سودا وشوه. د هغه ارزښت پېژندونکي او پېردونکي ذات خداى(ج) په خپله دى:

سُترى ماست الله اشترى
از غم هر مشترى هين بر ترا
مشترى جو که جويان توست
عالم آغاز و پايان تواست

خو دا ټوله د هغو انسانانو يادونه ده چې د بشريت په جوهر پسوللي او د انسانيت له حقيقت سره اشنا وي. د هغو انسان ډولو يادونه نده چې د څېر له پلوه انسانانو ته ورته دي خو د نفس وژلي او د نفسي غوښتنو په لاره کې د هغه په وړاندې مړه پراته دي. دا انسانان نه بلکې د انسان بې ځانه انځورونه دي:

اين نه مردانند اينها صورت اند

مـردۀ نان اند وکستۀ شهوت اند

)٤٥٩مخ(

 

د هرې زمانې په څېر د مولانا په زمانه کې هم دغه حقيقي انسانان ډېر کم پېدا وو. په ټوليز ډول هغه انسانان ډېر وو چې د څارويو په څېر اخلاق ئې لرل. مولانا لدغه ډول ځناور ډوله انسانانو ستړى و. هغه په حقيقت کې د انسان په لټه کې و. بلکې د خپل ځان په لټه کې و.

دى شيخ با چراغ همى گشته گرد شهر
کزدام و دد ملولم و انسانم آرزوست
زين همرهان سست عناصر دلم گرفت
شير خدا ورستم و ستانم آرزوست
گفت که يافت مى نه شود جسته ايم ما
گفت آن که يافت مى نشود آنم آرزوست

)ديوان(

 

د عمل بلنه: د مولانا تصوف او د هغه سپارښتنې، د تعطل، بې علمۍ او رهبانيت مبلغ ندي. بلکې هغه د پرله پسې کار او ټولنيز ژوند لوري ته رابلونکى دى. رهبانيت او د دنيا پرېښودل د اسلام له روح سره منافي او د نبوي لارښونو سره په ټکر کې بولي. د مولانا په آند که خداى(ج) د ټولنيز ژوند پلوي نه واى نو د جمعې، جمعي او امر بالمعروف او نهي عن المنکر په اړه ټينگارونه به يې ولې کول؟

مرغ گفتش خواجه درخلوت مايست
دين احمد را ترهب نيک نيست
از تربب نهى فرمود آن رسول
بدعتى چون در گرفتن اى فضول
جمعه شرط است و جماعت در نماز
امر بمعرفت و از منکر احتراز
در ميان امت مرحوم باش
سنت احمد مهل محکوم باش

)ديوان(

 

د هغه په پېر کي ټوکل و تعطل معض بڼه خپله کړې وه. هر ډول احتياط او تدبير د توکل منافي گڼل کېده او دهغه ته په بده سترگه کتل کېدل. مولانا د توکل شرعي مفهوم خلکو ته بيان کړ. هغوى ئې کسب او کار ته اړايستل. يو ځاى دا عقلهاو توکل على الله د حديث مانا داسې بيانوي:

گفت پيغمبر بآواز بلند
باتوکل زانوى اشتر به بند
رمز الکاسب حبيب الله شنو
از توکل در کسب کاهل مشو
او توکل کن تو باکسب اى عمو
جهد مى کن، کسب ميکن موبمو
جهد کن جدى نما تا وارهى
ور تو از جهدش بمانى ابلهمى

هغه د کمزورو  ځناورانو له خولې د توکل او تعطل ټول دلايل هغه دلايل رانقل کړيدي چې په ټوليزډول به ضعيف الهمته خلکو به وړاندې کول. دغه دلايل په ښکاره خورا درانه مالومېدل خو مولانا ئې په پوره تفصيل سره ځواب د زمري ځواب نامه په شعر کې ورکړى.

د مري له خولې مولانا فرمائي چې انسانانو ته د بدنونوو غړيو او استعدادونو د ورکړې موخه همدا ده چې انسان کار وکړي که څوک خپل مرئي ته کولنگ په لاس کې ورکړي نو موخه ئې همدا ده چې هغه دې لاړ شي او ځمکه دې وکني. هغه ته کۀ څه هم په خوله هيڅ ويل ندي اړين خو همدا چې کودال ئې په لاس ورکړ موږ ئې پوه کړو چې څه غواړي.

همدا راز چى لوى خداى(ج) موږ ته لاسونه، پښې او ځواک راکړي موخه ئې همدا ده چې له خپل جسماني توان نه د خپل ژوند د جوړولو په برخه کې کار واخلو.

کسب او کار د انساني فطرت او الهي مشيت غوښتنه او بې کارۍ او بې علمۍ له خطرت او الهي مشيت نه تېښته ده او د نعمت کفران دى. سم توکل دا دى چې هڅې او هاند ترسرهشي او د هغو بايلو په اړه د خداى(ج) د حکم انتظار وباسي ځکه برياليتوب د خداى(ج) په لاس کې دى: مولانا پدې اړه فرمايي:

گفت شر آرى ولى رب العباد
نرد باني پيش بائى ما نهاد
پايه پايه رفتد پايد سوئى بام
هست جبرى بودن اينجا طمع خام
پائى دارى چون کن خود را تولنگ
دست دارى چون کنى پنهان تو چنگ
خواجه چون بيلى بدست بنده داد
بى زبان معلوم شد اورا مراد
چون اشارتهاش را برجان نهى
در وفائى آن اشارت جان دهى
پس اشارت هاش اسرارت دهد
بار بردار و زتو کارت دهد
سعى شکر نعمت قدرت بود
جبر تو انگار آن نعمت بود
شکر نعمت نعمتت افزان کند
کفر نعمت از کفت بيرون کند
هان مخسبپ اى جبرى بى اعتبار
جزيزير آن درخت ميوه دار
تاکه شاخ افشان کند هر لحه باد
سر سرخفته بر نزد نقل وزاد
گر توکل مى کنى دوکار کن
کسب کن پس تکيه برجبار کن

)ديوان ٢٧مخ(

 

وروسته د زمري له ژبې د دغه حقيقت څرگندونه کوي چې هاند او هڅې، منډې ترړې او کار غريبۍ د انبياء سنت او د اولياؤ لاره ده. هغه فرمايي:

شير گفت آرى  و ليک هم ببين
جهدهائى انبياء و مرسلين
حق تعالى جهد شان را راست کرد
آنچه ديد از جفا و گرم و سرد
جهد ميکن تا تواني اى کيا
در طريق انبياء و اولياء
چيست دنيا از خدا غافل بودن
نى قماش و نقرۀ فرزند وزن
مال را گر بهر دين باشى حمول
نعم مال صالح گفت آن رسول
جهد حق است ودوا حق است و درد
منکر اندر نفى جهدش جهد کرد

)ديوان ٣٨ مخ(

 

مولانا يوازې د خپل پېر په خلکو باندېله دېنه د لرې والي له امله نيوکې نۀ کوي او نه هم يوازې هغه خلک په نښه کوي چې په ديني اوعلمي کړيو پورې تړلي وي بلکې هغه آن د وخت په حاکمانو هم ټکونه کوي او په زغرده وائي چې امارت او حکومت د کوچنيانو يوه نانځکه گرځيدلي او دا چې دچارو واگې سپېرو نا اهله او ناوړه خلکو ته په لاس ورغلي دي.

څنگه چې په مطلق العنانه د کتاتورانو باندې نيوکې کل دپايلوله پلوه گران پرېوزي خو مولانا لدې هر څه بې پروا د وخت حاکمان چيلنج کوي:

چون حکم بدست برندان افتاد
لا جرم ذالنون بزندان آفتاد
چون قلم در دست غدارى بود
لا جرم ميخور بردارى بود
چون سفيهان را کارى بود و کيا
لازم آمد يقتلون الانبياء

)ديوان ١٣١مخ(

 

غلطو لاسونو ته د حکومت دواگو د لوېدو له امله چې کومې بدې پايلې لاس ته راځي. مولانا د هغو په اړه داسې وايي:

حکم چون دردست گمراهى بود
جاه بنداريد و در چاهى آفتاد
احمقان سرور شدند و زبيم
عاقلان سرها کشيده در گليم

)ديوان ٣٣٥مخ(

 

عقايد او علم کلام: مولانا يوازې دا چې په عقلياتو او حسياتو ئې نيوکې وکړې او د خپل پېر د علم کلام په کږون، بې اعتدالۍ او بېځايه لفاظۍ ئې ټکونه وکړل بلکې له باطني احساساتو، وجدان او روح نه په گټه پورته کولو سره ئې نړۍ ته د مينې او عشق بلنه ورکړه او همدا راز ئې د کلامي ستونزو د حل لپاره ئې د خپل زړه په پورې سبک لارې، لارې چارې په گوته کړې. دغه حقيقت ته په کتلو سره ويلاى شو چې د مولانا بلنيزه فلسفه يوازې منقې گرا، سلبي او نوکيزه نۀ وه، بلکې ايجابي او ښونيزه بڼه ئې لرله. کومې ستونزې چې د علم کلام له لارې حل شوې او چېرې چې د يوې غوټې د پرانستلو په هڅه کې له جړې نه جاخه جوړه شوې، مولانا ئې حل په دومره ساده، عام فهمه او په زړه پورې بڼه را ايستلى چې لوستونکي پدې پلوري کېږي چې گواکي داخو هيڅ پيچلې ستونزې نه وې بلکې د ورځني ژوند داسې پېښې او خبرې وې چې کلاميانو د خپلو پيچلو مقدمو له ليارې هيڅ بې هېڅه جاخه کړې وې. د مولانا هڅه دا نه وي چې خپل مخاطب بې ځوابه کړي او هغه له ماتې سره مخامخ کړي، بلکې مولانا دا هڅه کوي چې خپله خبره په داسې مينه اونرمۍ د مخاطب زړه ته ورښکته کړي چې هغه ئې په خپله ومني او دا احساس کړي چې گواگي دا خبره خو له پېله زماپه زړه کې وه او دا چې مولانا خو هسې هغه په خوله راوړه.

همدا لامل دى چې په مثنوي کې د ديني آرونو او عقايدو او همداراز د متکلمانه مباحثو د لوستلو په مهال سړي ته داسې ډاډ پيدا شي چې د علم کلام د پوره کتابتونو د جاڼ کولو له لارې هم نۀ شي پېداکېدلاى. مولانا که څۀ هم په اشعري مکتب پورې اړه لرله او د دې لارې يو تکړه او متجر عالم و خو د خداى ورکړې او ځاني تجربې په مټ ئې په عقايدو او علم کلام کې هم د مجتهد بڼه خپله کړې ده او په حقيقت کې ئې د يوه داسې نوي علم کلام بنسټ ايښى چې سبک او اسلوب ئې له عامو متکلمينو او د عقايدو له علماو بېل او په پرتله ايز ډول د قرانکريم استدلال ته چې له سليمه فطرت سره اړخ لگوي نژدې دى.

د خداى تعالى وجود: د خداى تعالى جل جلاله د وجود مسئله د علم کلام او نورو مذاهبو يوه په زړه پورې موضوع ده. د پخواني علم کلام له لوري پدې اړه ورکړل شوي دلايل په ټوليز ډول منطقي وو او له هغو نه د اذعان او باور لاسته راوړل گران دي. د دغه استدلال له مخې زيات نه زيات يو څوک بې ځواب شي. خو پدې اړه د قرانکريم اسلوب بيا دا دى چې هغه دانسان سليم فطرت تخنوي او هغه د پر هغه باندې د وېسا تاثر کوي او د هغه ويده احساس راويښوي. قران په ناڅاپي ډول د پېغمبر په ژبه دا خبره کوي:

اَفِي اللّٰهِ شَكٌّ فَاطِرِ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ  )ابراهيم-١٠(

ژباړه:  د دغه ناڅاپي استعجاب له امله د انسان فطرت راويښ شي او سم دم په کار پېل وکړي او وروسته د اسمانونو، ځمکو او مصنوعاتو د پېدايښت نه د هغه د پېداکوونکي خوا ته لاړ شي. ټول قرانکريم لههمدغه ډول استدلاله ډک دى چې وائي د خداى(ج) نښې وگورئ. له مخلوقاتو نه خالق اوله مصنوعاتو نه صانع ته ځانونه ورسوئ. د قران له مخې د خداى(ج) د پېژندنې دغه تر ټولو باوري، لنډه او بې خطر لاره ده.

سَنُرِيْهِمْ اٰيٰتِنَا فِي الْاٰفَاقِ وَفِيْٓ اَنْفُسِهِمْ حَتّٰى يَتَبَيَّنَ لَهُمْ اَنَّهُ الْحَقُّ ۭ اَوَلَمْ يَكْفِ بِرَبِّكَ اَنَّهٗ عَلٰي كُلِّ شَيْءٍ شَهِيْدٌ    53

{53} )حم السجده(

ژباړه:

 

مولانا هم په مثنوي کې د استدلال همدغه طريقه خپله کړې ده. هغه ځاى په ځاى له کايناتو نه د هغو دخالق په موجود استدلال کوي. هغه وائي چې په نړۍ کې ډېر داسې کارونه تر سترگو کېږي، چې کېږي خو کونکى ئې هيچا ته هم په نظر نه ورځي. خو هغه هر څه چې کېږي هغه په خپله د دې دليل دى چې د پردې تر شاه يو کوونکى ذات هم شته. گواکي کړه ښکاره دياو کونکى پټ دى.

وسعت پنهان و قلم بين خط گذار
اسب در جولدن و ناپيدا کنار
تريدابين و ناپيدا کمال
جاهنما پيدا و پنهان جان جان

)مثنوي ٣٠٥ مخ(

 

خوځښت د خوځونکي په وجود دلالتکوي او د باد او سېلۍ له الوتانه د هغې د الوزونکي وجود څرگنديږي.

باد را ديدى که مى جنبد بدان
باد جنبا نيست اينجا بادران
پس يقينى در عقل هر داننده است
اين که با جبنبيده جنباننده هست

)مثنوي(

تاسې موثر نشئ ليدلاى خو له آثارو نړۍ ډکه ده. له همدغو اثارو پوه شه چې تر شايې مؤثر هم شته. د جسم خوځښت او ژوند د روح له امله شوني دى. روح هېڅوک هم په سترگو نۀ شي ليدلاى همدا د جسم خوځښت د روح د شته والي ستر دليل دى:

گه تو اورا مى نه بينى در نظر
فهم کن آنرا به اظهار اثر
تن به جان جنبد نمى بينى تو جان
ليک زجنبيدن تن جان بدان

)مثنوي(

د مؤثر پر شته والي باندې د هغه له اثارو او صانع په وجود د هغه له مصنوعاتو لوى دلايل چېرې دي؟ د لمر په وجود باندې د هغه تر رڼا لوى دليل چېرې دى؟

خـود نباشد آفتابى را دليل

جز که نور آفتاب مستطيل

)مثنوي(

 

او بيا دا کيانات يوازې موجود ندى بلکې خورا او ډلې او منظم دي. هر څه په خپل چوکاټ کې په ترتيب سره اېښودل شوي دي. د سيارو د څرخېدا او گرځېدا لپاره خپل آرونه دي، لمر او سپوږمۍ ځانته نظام لري. باد او وريځ هم بې زنځيره فيلان ندي چې چېرې ئې زړه وي په هغه لور به الوزي. د هغوي لپاره هم يوه تازيانه ټاکل شوېده چې لږ سر پيچي وکړي په تازيانه د شا له لوري ووهل شي. دغه نظم، ترتيب او پلان د دې خبرې دليل دى چې کاينات په خپل ځان برسېره يو داسې خالق لري چې هم حاکم دى، هم مدبر، هغه حکيم دى او عليم. د کايناتو واک او چارې له هغه سره دي او هيڅه د هغو له واکه د باندې ندي.

گر نمى بينى تو تدبر قدر
در عناصر گردش و جوشش نگر
آفتاب و ماه دوگا و خراس
گرد مى کردند و مى دارند پاس
اختران هم خانه خانه ميروند
مرکب پرنحس و سورى ميشوند
ابر را هم تا زيانۀ آتشين
مى زند که هان چنيني رونى چنين
بر فلان وادى ببار اين سومبار
گوش مالش ميدهد که گوش دارد

)مثنوي ٥١٣مخ(

 

وروسته مولانا په ډاگه کوي چې لوى خداى(ج) کاينات د خپلې گټې لپاره ندي پيداکړي، بلکې هغه ئې د انسان د ښېگړې او پرمختگ لپاره پيداکړي. پدې ډول مولانا د خلق عالم هغه فلسفه چې له متکلمينو لار پکې ورکړه ده په خورا ساده تورو کې بيانوي:

گفت پيغمبر که حق فرموده است
قصدان از خلق احسان بوده است
آفريدن تازمن سودى کنند
تاز شهدم دست الود مى کنند
نى براى آن که من سودى کنم
در برهنه من قباى برکنم
من نکرده ام خلق تا سودى کنم
بلکه تا بر بندگان چودى کنم

)مثنوي ١٥١مخ(

 

نبوت او انبياء: مولانا د انبياؤ پېژندنه په خپله دهغوى په ژبه کوياو په ډاگه کوي چې هغوى الهي طبيبان او د ټپي زړونو درمل کوونکي دي. طبيب د نبض له ليارې زړه ته رسيږي او انبياء نېغ په نېغه زړه ته لاره لري. طبيبانو د جسماني او بدني روغتيا خواته پاملرنه کړېده او انبياؤ د زړونو د درملنې او د اعمالو او اخلاقو د سمون چاره په مخه اخيستې ده:

ما طبيبانيم شاگردان حق
بحيرقلزم ديد ما را فانفلق
آن طبيبان طبيعت ديگرند
کز فراست ما به اعلى منظريم
آن طبيبان غذايند و شمار
جان حيوانى بد شان استوار
آن طبيبان فعاليم و مقال
ملهم ما هر تو نورو جلال
کاين چنين فعلى ترا نافع بود
و آن چنان فعلى زره قاطع شود
اين چنين قولى ترا پش آورد
و آن چنان قولى تراپيش آورد
آن چنان و اين چنان از نيک و بد
پيش تو بينم و مينمايم جسد
آن طبيبان را بود بوى دليل
وين دليل ما بود وحى جليل

)مثنوي ٢٥٠ مخ(

 

د نبوت په چاره کې هم مولانا د عقلي مقدماتو نه داستدلال پر ځاى په ټوليز ډول له ذوقي او وجداني دلايلو استدلال کوي. هغه وائي چې د پېغمبر هره اداء دا په ډاگه کوي چې هغه پېغمبر دى. هغه سر ترپايه اعجاز وي. د ليدونکو لپاره هغه په خپله د نبوت دليل وي. همدا ټکي وو چې حضرت عبدالله بن سلام رضي الله عنه د خداى)ج( د نازولي رسول د مخ په ليدو سره په سملاسي ډول ناره کوي. والله هذا ليس بوجهٍ کذاب

ژباړه: په خداى)ج( سوگند! دغه مخ د کوم درواغژن سړي نۀ شي کېدلاى.

در دل هر کس که دانش رامزه است

رود آواز پيمبر معجــــــــــــــــزه است

هغه وايي چې د پېغمبر )استازي( او دامت د زړونو ترمنځ يو داسې تړون وي چې د استازي له خولې لايوه خبره نه وي راوتلې او دلته امت ورته د امنا و صدقنا ناره پورته کړې وي. د امت وجدان د استازي په هره ناره په وجد راځي. ځکه هغه ناره دومره زړه راښکونکې، په زړه پورې او حېرانونکې وي چې انسان ئې په اورېدلو سره په بې اختياره ډول د زړه له ته ومني. هغه فرمائي:

چون پيمبر از برون بانگى زند
جان امت در درون کده کند
زانکه جنس بانگ او اندر جهان
از کسى نشنيده باشد گوش مان
آن غريب از ذوق او از غرب
از زبان حق شنود انى قريب

)مثنوي ١٨٠ مخ(

 

مولانا وائي چې استازي د رښتونولۍ لپاره د هيڅ باندني دليل اړتيا نشته. د هغه وينا ادعا هم او دليل هم او پدې څه د نړۍ نظام ولاړ دى.

تږي ته که څوک د څښلو لپاره اوبه وړاندې کړي نو هغه دليل نه ترې غواړي او نه هم ماشوم د شيدو د اړتيا پر مهال له موره کور دليل غواړي.

مينه او غوښټنه د وېسا او پرمختگ لپاره کاڼي دي.

تشنه را چون بگوئى تو شتاب
در قدح آب است، بستان زود آب
هيچ گويد تشنه کين دعوى است رد
از برم اى مدعى مهجور شود
يا بطفل شير مادر بانگ زد
که ميامن مادرم هان اى ولد
طفل گويد مادرا حجت بياد
تا که با شيرت بگرم من قرار

)مثنوي(

 

د هغه په آند معجزه د ايمان راوړلو لامل نۀ شي کېداى. يانې اړينه نده چې يو څوک دې د معجزې له ليدلو وروسته ايمان راوړي. رښتيا هم همداسې ده. د سيرت په تاريخ کې په گرانه داسې څوک ليدل کېږي چې د معجزې په ليدلو سره ئې ايمان راوړى وي. لوى صحابه هماغه وو چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم په ليدلو سره ئې ايمان راوړى و. د مولانا په آند اصل ايمان د هماغو خلکو و. معجزات خو د مغلوبه او بې ځوابۀ کولو لپاره وي. هغه څوک چې د معجزې له لارې مغلوب او بې ځوابه شي هغه په گرانه سره د غار انډيوال جوړېداى شي. د راښکنې او تسخير لپاره اصل شى جنسيت او مناسبت گڼل کېږي.

موجب ايمان نباشد معجزات
بوى جنسيت کند جذب صفات
معجزات از پهر قهر دشمن است
بوى جنيست سوى دل بردن بود
قهر گردد دشمن انا دوست نى
دوست کى گردد به بسته گردنى

)مثنوي ٥١٩مخ(

 

دانبياؤ د يادولو پر مهال مولانا فرمائي چې هغه خورا غيرتي او ځان ساتونکى وي. له هغوي نه د گټې اخستلو لپاره ادب او احترام اړين دى. هغه پاچا طبيعت انسانان دي، د هغوي دمنصب غوښتنه ده چې هغوي دې وائي او نور دې اوري. معارضه، مجادله او مخالفت د محرومۍ لامل او لوى حجاب گرځېداى شي:

گر هزاران طالب اند و يک ملول
از رسالت باز مى ماند رسول
اين رسولان ضمير راز گو
مستمع خواهند،اسرافيل خو
نخوتى دارند و کبرى چون شهان
چاکرى خواهند از اهل جهان
تا ادبها شان بجاله ناله اى
از رسالت شان چگونه هر خصدى

)مثنوي(

 

او ولې به داسې نۀ وي؟!

مولانا فرمائي چې دا هم وگورئ چې هغوى له کومه راغلي او دچا پيغام ئې راوړى دى:

هر ادب شان که همى آيند پسند

کامدند ايشان از ايوان بلــــــــند

 

معاذ: د مولانا په آند مړينه په حقيقت کې د اصلي ژوند يوه پيليزه او دانسان د پرمختگ لپاره يوه زينه ده. گواکي ابادۍ له ورانۍ پرته شوني نده. خزانه مهال لاس ته راځي  چې ځکه پسې وکېندل شي. کله چې جوړ ودان کور نړول کېږي نو هغه د دې مانا لري چې له سره ئې ودانوي.

شاه جان جسم را ويران کند
بعد از ويرانيش ابادان کند
کرد ويران خانه بهر گنج وزر
وز همان گنجش کند محمورتر

د دغه خاورين بدن ماتول. د يوې نوې ودانۍ د ودانولو نښه ده. د غوټۍ له رژېدا وروسته پدې پوهېدل پکار دي چې ميوه راروانه ده.

چــــون شگوفه ريخت ميوه سر کند

چونکه تن بشکست جان برسر کند

)مثنوي ٧٤ مخ(

 

هغه سخي خداى)ج( چې انسان ته ئې د اروا په څېر نعمت ورکړى، څنگه شوني ده چې هغه دې بېرته ترې وگرځوي! بلکې د اروا له اخستنې نه د خداى(ج) موخه دا ده چې خداى(ج) ئې په بدل کې يوه نوې او تلپاتې ژوند ورکړي. هغه نعمتونه او هغه ژوند چې انسان ئې آن تصور هم نه وي کړى.

مالا عين رات ولا اذن سمعت و لا خطر على قلب بشر:

آن کس را کشى که چنيني فناهى کُشد
سوى تخت و بهترين جاهى کشد
نيم جان بتاند و صد جان دهد
انچه درد همت نيايد آن دهد

)مثنوي ١٠ مخ(

 

د پرمختگ د جگو پوړيو دلاسته راوړلو لپاره نيستي او له منځه تلل اړين دي. کله هم چا داسې کړي چې پخوانۍ تخته ئې نه وي پرېمنځلې او په زړو انځورونو ئې نوي انځورونه کښلي وي؟ ايا کله هم داسې پېښ شوي چې يو چا خاوره نه وي کيندلې او له ځمکې چينه راخوټکېدلې وي؟

د ليکلو لپاره انسان په سپين کاغذ او د کرلو لپاره په تشه ځمکه پسې گرځي:

لوح را اول بشويد بيوقوف
آنگۀ‌ بروى نويسد او حروف
وقت شستن لوح را باشدشناخت
که مرآن را دفترى خواهند ساخت
چون اساس خانۀ تو افگنند
اولين بنياد را بى مى کنند
گل بر آرند اول از قعر زمين
تا بآخر برکشى ماء معين
کاغذى جويد که آن بنوشته نيست
تخم کار و موضعى که کشته نيست

)مثنوي ١٤١ مخ(

 

نشتوالى د شته والي اړتيا پيداکوي. د خالق رحمت په جوش راولي، شتمن تل په نيستمنو احسان کوي:

هستى انــدو نيستى نمود

مالداران بر فقير آرند جود

تاسې لږ په خپل حالت فکر وکړئ. تاسې د پرمختگ په لور او مخ په لوړه روان ياست. د ورانولو او ماتولو لړۍ په پرله پسې ډول روانه ده. تاسې دهستۍ يوه جامه باسئ. بله اغوندۍ له يوې فنا نه د بناء حالت ته ورسېدې. کۀ تاسې په خپل لومړيحالت پاتې واى تاسې ته به دغه پرمختگ او کمال څنگه در په برخه کېداى؟ تاسې به تر اوسه هماغه د اوبو اوخاورو په قالب کې بند واى. نو تاسې ولې له وروستي پرمختگه په ډارکې ياست؟ او ستاسې د اروا مرغه لدغې عنصري پنجرې نه د وتلو پر مهال ولې داسې مړژواندى دى؟

مولانا پدې اړه څه ښه وايي:

تو از آن روزى که درست آمدى
آتشى، يا خاک يا باد بودى
گر بدانحالت ترا بودى بقاء
که رسيدى مر ترا اين ارتقا‌ء
از مبدل هستى، اول نماند
هستى ديگر بجاى اوفشاند
اين بقاها از فنا ها يافتى
از فنايش رو چرا برتافتى
اين فناها چه ديان بودت که تا
بربقا چسپيده اى بينوا

)مثنوي ٤١٠ مخ(

 

ځکه نو د مولانا په آند مړينه، مړينه نده بلکې په حقيقت کې د ژوند پيلامه ده او د مرگ ورځ د مؤمن لپاره د غم ماښامنه بلکې د اختر روڼ سهار دى:

آ ز مردم مرگ من در زندگى است

چون اهم زين زندگى يابند گيست

)مثنوي ٢٧٦ مخ(

 

د عارفانو مړينه دې د عاميانو له مړينې سره نه پرتله کېږي. هغوى له دغې فاني نړۍ په کوچ کولو خوابدي نه بلکې خوښ دي. مړينه د هغوى لپاره تر يوه زيري کمه نده. د عاد په قوم چې کومه سيلۍ زول را الوزول شوى و هغه د حضرت هود عليه السلام او د هغه د ملگرو لپاره د يوې پسرلنۍ سېلۍ بڼه خپله کړې وه:

هود گرد مؤمنان خطى کشيد
نرم مى شد باد کانجا مى رسيد
همچنين باد اجل با عارفان
نرم و خوش همچو نسيم بوستان

)مثنوي ٢٥ مخ(

 

جبر او اختيار: د جبر او اختيار بحث د علم کلام تر ټولو گران او پيچلى بحث دى. يوه ډله د اختيار منکره او د جبر محض قايله ده. د عقايدو او فرقو په تاريخ کې دغه ډله جبريه بلل کېږي. مولانا فرمائي که انسان مجبور محض واى نو هغه به د خداى(ج) له لوري د امر او نهې مخاطب ولې گڼل کېده او دا چې د شريعت احکام په ولې ټول هغه ته متوجه کېدل. آيا چا ډبره ليدلې چې بلې دا ته ئې امر کړى وي؟

جبريش گويدکه امر و نهى راست
اختيارى نيست دين جمله خطا است
جمله قرآن امر ونهى است و وعيد
امر کردن سنگ را را که ديد

)مثنوي ٤٦١ مخ(

 

مولانا فرمائي چې د اختيار عقيده د انسان په خټه کې اغږل شوېده. هغه په خپل ورځني ژوند کې د دغې عقيدې اقرار او د جبر انکار کوي. د چا د بام لرگي که را وغورزيږي نوهغه هيڅکله هم بام ته نه په غصه کېږي. که سېلاب د چا سامن په مخه کړي نو څوک سېلاب ته بدرد نه وائي: کۀ د چا پگړۍ باد ور ړنگه کړي نو څوک باد ته په ښکنځلو سره خپل زړه نه تشوي. ځکه چې ټول پوهيږي چې بام، سېلاب او باد دا هر څه مجبور دي. هغوى د خپلو کړنو هيڅ واک نلري. ځکه خلک هم هغوى ملامت نه گني. البته له انسان سره د انسان معامله بيا بيخي بل ډول ده. ځکه انسان د اختيار څښتن دى:

گرز سقف خانه چوبى بشکند
بر تو بفتد سخت مجروحت کند
هيچ خشم آيدت بر چوب سقف
هيچ اندر کيس او باشى تو وقف
که چرا بر من ز و دستم شکست
يا جرا بر من فتاد و کرديست
و آنکه قصد عودت تو ميکند
صد هزاران چشم از تو سر زند
ور بيايد سيل و رخت تو برد
هيچ باسيل آورد گيتى خرد

عام خلک همدغو اسبابو ته گوري او معذور دي که نور څه تر پام نه ورځي:

حاصل آنکه در سبب پيچيدۀ

ليک معذور همى را ديده اى

 

فرمائي چې بېشکه د اسبابو پرېکول وړ کار ندى. اسباب خپل حقيقت لري خو مسبب الاسباب بيا تر دې هم لوى حقيقت دى. مسبب الاسباب، رب الاسباب او قادر مطلق دى. په اسبابو کې دومره وړاندې هم مۀ ځئ چې مسبب الاسباب مو له ياده ووځي او هغه بيخي معطل او معزول تر پام درشي:

اى گرفتار سبب برون مپر
ليک عزل آن مسبب ظن مبر
هر چه خواهد آن مسبب آورد
قدرت مطلق سببها بر درد

(مثنوي ٤٢٧ مخ)

 

پدې خبره هم پوهېدل په كار دي چې اسباب يواځې هغه ندي چې زموږ د علم او مشاهدې په دايره کې راغلي دي، بلکې لدې پرته ځينې نور اسباب هم شته چې زموږ له سترگو پټ دي. دغه باطني اسباب د ظاهري اسبابو لپاره د خوځونکي )متحرک( داسې کار ورکوي لکه کټ مټ چې ئې همدغه ظاهري او ښکاره سببونه د مسبباتو او پايلو لپاره ورکوي. گواکي حقيقي سببونه کله نا کله ظاهري سببونه په خوځښت راولي او کله ئې بيا بيکاره او معطله کړي. تر ټولو ستر او لوړ سبب الهي امر او اراده گڼل کېږي:

سنگ بر اين زنى آتش جهد
هم به امير حق قدم برون نهد
سنگ و آهن خود سبب آمد و ليک
تو بالاتر نگراى مرد نيک
کاين سبب از آن سبب آورد پيش
بى سبب کى شد سبب هر گز بخويش
اين سبپ را آن سبپ عامل کند
بازگاهى بى برو عاطل کند

)مثنوي ٤٢٧ مخ(

 

څنگه چې موږ دغه ښکاره سببونه پېژندلاى او احساسولاى شو، کټ مټ همدا ډول انبياء کرام حقيقي اسباب پېژني، هغه محسوسوي او د هغو درک کوي.

و آن سببها کا نبياء را رهبر است
آن سببها ازين سببها برتر است
اين سبب را محرم آمد عقل ما
و آن سببها راست محرم انبياء

)مثنوي(

حقيقي اسباب په ظاهري هغې لوړ او په هغو حاکم دي:

هست براسباب، اسباب ديگر

در سبب منگر در ان افگن نظـر

)مثنوي ٢٤٦ مخ(

 

ظاهري اسباب د حقيقي دا په وړاندې خورا کمزوري او حقير دي او دا چې چاره ټوله په حقيقي اسبابو پورې تړلې ده.

اين سبب همچو مريض است و عليل
اين سبب همچو چراغ است و فتيل
شب چراغت را فتيلى تو نبات
پاک دان ازينها چراغ آفتاب

)مثنوي ١٤١(

 

څنگه چې د انبياء په زمانه کې ټوله نړۍ په ظاهري اسبابو کې راگېر وي او اسباب پرستي خپل اوج ته رسېدلې وي، د خداى(ج) مطلقه قدرت د خلکو له پامه غورځېدلى اوله مغزو وتلى وي. ټوله نړۍ په کفر، شرک، ظاهر پالنې او مظاهر پرستۍ کې ډوبه وي، ځکه نو دغه مهال انبياء په اسبابو دار کوي او د خلکو پاملرنه له اسبابو نه د مسبب الاسباب او قادر مطلق خوا ته اړوي.

الله تعالى هم د انبياؤ په لاسونو ځينې داسې خارق العاده چارې ترسره کړي چې له اسبابو سره بيخي په ټکر کې وي.

دا خارق العاده چارې معجزې گڼل کېږي چې د اسبابو بې حقيقتي او کمزوري ترې څرگنديږي.

انبياء در قطع اسباب آمدند
معجزات خويش بر کيوان زدند

بى سبب بر بحر را بشگافتند
بې زراعت چاش گندم

ريگها هم آردشد از سعى شان
پشم برابريشم آمد کش کشان

جمله قرآنست در قطع سبب
عز درويش و هلدک بولهب

)مثنوي ٢٤٦مخ(

 

خو د لوى خداى(ج) ټوليز عادت له اسبابو نه د مسبباتو منځ ته راوړل دي او لدې څه لُى بندگانو ته د هڅې او هاندښوونه موخه ده:

ليک اغلب بر سبب راند نفاذ

تـــــا بداند طالبى جستن مراد

)مثنوي ٤٢٧ مخ(

 

پدې ډول مولانا د ټولو کلامي مسائلو د دين د اصولو او عقايدو راسپړدنه او تشريح کوي. مکلمينو او اشاعره و چې دا څه دخپل مناظرانه استدلالاو د فلسفې طلسمونو پهمټ په يوه وچه او محدوده موضوع اړولي وه، مولانا دغه ټول بحثونه او حقايق دعلم کلام له تنگې کوڅې، د عام فهمو او سليم عقل يوې پراخې نړۍ ته راويستل او په خپل خواږه اسلوب، ساده او اغيزمنه بڼه ئې هغه د ورځني ژوند په واقعيتونو واړول.

د مثنوي اغيز: د مولانا مثنوي د اسلامي نړۍ په افکارو او ادبياتو ژوره او تلپاتې اغيزه وښندله. په اسلامي ادب کې په ډېرکم داسې کتابونه وي چې د لوستونکو دومره پراخه کړۍ ئې تر دومره اوږدې مودې پور اغيزمن کړي وي. د مثنوي  نفس دشپږو پېړيو لپاره په پرله پسې ډول د اسلامي نړۍ په عقلي، علمي او ادبي کړيو کې ازانگې کوي او زړونو او دماغونو ته نوې تودوخه وربخښي. مثنوي په هر پېرکې شاعرانو ته نوي مضامين، نوې ژبه او د بيان نوي اسلوبونه وروبخښل. د ښوونکو او متکلمينو لپاره د هغو د پوښتنو او شبهاتو دحل په لاره کې له مثنوي څخه نوي دلايل په زړه پورې مثالونه، زړه راښکوونکې کيسې او د ځواب نوې نوې لارې په لاس ورغلې چې په خپل وخت کيې د ناکرارو او ذهينو ځوانانو د قانع کولو په چاره کې کار ترې واخيست.

د سلوک او معرفت څښتنانو بيا له مثنوي نه عارفانه مضامين، ژور او دقيق علوم او لدې هر څه ورتېر د مينې او محبت پيغام او د عشق سوز او د جذب د مستۍ سامان واخيست. همدغه مثنوي وه چې د سلوک او عرفان د څښتانانو خلوتونه او ناستې ئې ترپېړيو تودې وساتلې.

همدغه مثنوي وه چې د عشق او محبت پلويانو ورنه د محفل شمع او دخپلو زړونو ژباړنه جوړه کړې وه.

کۀ څه هم د مثنوي مضامين په يو مخيز ډول له اشتباهاتو، لغز شونو او خطاگانو پاکې ندي بلکې فاسد العقيده صوفيانو او د نفساني غوښتنو پلويانو ورنه وخت په وخت غلطه گټه هم پورته کړېده، آن دا چې د وحدت الوجود د فلسفې پلويان د نن هم له هغې نه استدلالکوي. لنډه دا چې مثنوي څنگه چې د انسانکلام و او په اوډنه کې ئې د انساني عقل او باندنيو انگېزو لاس و ځکه نو موږ هغه يو مخيزه پاک او معصوم نشو گڼلاى. خو ددې تر څنگ لدې حقيقته هم سترگې نۀ شي پټېدلاى چې مثنوي دخپل پېر يوه لويه علمي کارنامه او  د اسلام د عقلي برلاسۍ تر ټولو علمي دليل و. مثنوي په اسلامي نړۍ کې په حاکم فکري تعطل، علمي او ادبي جمود، په تقليدي ادب او علم کلام باندې واري گوزار وکړ او د اسلام فکري کاروان ئې چې په اوومه هجري پېړۍ کې په ټپه ولاړ و، د پړاو لوري ته په مخه کړ، د مثنوي تر ټولو ارزښتمنه کارنامه دا ده چې په شلمه پېړۍ کې چې کله اسلامي نړۍ يو ځل بيا د ماديت او حسيت تر بريد لاندې راغله او اروپائي ساينس او نوي فلسفې د پرگنو په زړونو کې د شکونو او شبهاتو تخمونه وکرل او ايمانيات او غيبيات ئې له بې باورۍ سره مخ کړل، هغه څه چې د مشاهدې او ظاهري حواسو په چوکات کې نه راتلل د هغو انکار پېل شو. دغه مهال د عقايدو د زړو کتابونو داستدلال زوړ اسلوب او علم کلام د ماديت، حسيت او انکار د دغه سېلاب په مخنيوي کې پاتې راغلل.  خو همدا مثنوي وه چې يو ځل بيا د نوي عصر د دغې نوي فتنې مخې ته په خورا ځواک او برياليتوب ودرېدا.

د پرگنو په زړونو کې ئې يو ځل بيا د ديني او غيبي حقايقو د انبياؤ د علومو لوړوالى، د غيبي نړۍ پراختيا، د زړه او اروا او همداراز د ايمان او وجدان ارزښت راژوندى کړ.

د فلسفې او ماديت سلگونه هغه ټپ خوړلي ځوانان چې د الحاد او ارتداد په وره کې ولاړ و او د ايمان او اسلام له بريده د اوښتلو درشل ته رسېدلي وو، په څټ د اسلام کلا ته راستانه کړل. په هندي نيمه وچه کې گڼ داسې پوهان او دانشمندان شته چې په زغرده دا اعتراف کوي چې هغوى د مثنوي په برکت د دوهم ځل لپاره د اسلام له شتمنۍ برخمن شول.

د شلمې پېړۍ تر ټولو ستر مسلمان فلسفي او مفکر ډاکټر محمد اقبال لاهوري ځاى په ځاى دا خبره په ډاگه کړې چې مثنوي ده ته يوه نوې ساه او نوې جذبه ورکړه.

يو ځاى فرمايي:

پير رويى مرشد روشن ضمير
کاروان عشق و مستى را امير
منزلش بر تر زماه و آفتاب
خيمه را از کهکشان ساز و طناب
نور قرآن ميان سينه اش
جام جم شرمنده ز آئينه اش

از نى آن نواز پاک و زاد
باز شورى درنهاد من فتاد

)پس چه بايد کرد اى اقوام مشرق؟  ١  مخ(

بل ځاى فرمائي:

رومى آن عشق و محبت را دليل

تشنه کامان راکلامش سلسبيل

)جاويدنامه ٢٤(

 

خو د دې تر څنگ اقبال لاهوري (رح) پدې خبره سخت غصه دى او احتجاج کوي چې يوې ډلې خلکو خپل پام د مثنوي په الفاظو او ظاهري مطالبو کې بوخت ساتلى او د مولانا زړه سوى ئې د نڅا او وجديو لامل گرځولى:

شرح او کردند اورا کسن نديد
معنى او چون غزال از مارميد

رقص تن از حرف او آموختند
چشم را از رقص جان بردوختند

)جاويد نامه ٢٢٤ مخ(

 

خو دا نيمگړتيا د مثنوي نه بلکې زموږ ده. مثنوي په اوس مهال کې هم د کاواکو لارو د ملگرتيا توان لري. ځکه د نن په ماده پرسته چاپيريال کې تر ټولو گران بيه او کم پېدا جنس پاکه مينه او د مينې سوز دى:

دل سوز ســې خالى ښـــې نـگه پاک نهيڼ ښـــې
پهراس ميڼ عجب کيا که تو بيباک نهيڼ ښـــې

وه آنـکهـ ښـــې که سرمۀ افرنگ ســـې روشن
پر کاروسفن ساز ښـــې نمناک نهيڼ ښـــې

)بال جبريل(

د بيدارۍ دغه شتمني له مثنوي تر لاسه کېداى شي.

اقبال لاهوري يو ځاى ځوانانو ته د وصيت پر مهال فرمائي:

پير رومى را رفيق راهساز
 تا خدا بخشد ترا سوز و گداز

زانکه رومى مغز را دادند پوست
پاى او محکم فتد در کوى دوست

)جاويد نامه ٢٢٣ مخ(

پاى

الحمد لله ثم الحمدلله

اکتوبر د مياشتې له ١٩ نېټې سره سمون خوري پاى ته ورسېد.

الله تعالى دې قبول او د پايلوله پلوه دې خداى علماء او مسلمانو ځوانانو ته گټور وگرځوي.هيله ده چې لوستونکي به ما او زما مور و پلار له دعا هېر نکړي.



١ - ښاغلي تلمذ حسين گورکپوري په مولنا روم باندې د څېړنو او علمي کار له امله د سند درجه لري. مراة المثنوي ئې چاپ شوى کتاب دى. صاحب المثنوي او نقدالمثنوي د هغه نور دوه ناچاپ کتابونه دي. په ما د هغه د زوى توکل حسين په مرسته دهغه د کتاب گڼې برخې وکتلې او د مولانا روم د ژوند پاڼې مې ترې وليکلې.

 

ملګري ته لــېږل

شاته تلل

چاپــول

 
 

DanishPress.Com 1987 Contact