رنسانس يانې بېرته ژوند ته راګرځېدل او بيا ژوندي کېدل اواصطلاحاً په ځانګړې توګه هغه نوي عصر او تحريک ته وايي، چې د منځنيوپېړيو په پاى او د ١٤-١٦ پېړيو په پيل کې په اروپا کې د ادبي او صنعتي علومو د ژوندي کېدو لپاره رامنځته شو.
رنسانس لومړى په ايټاليا کې پيل شو، وروسته په فرانسه، المان، اسپانيا او هالنډ کې خپور شو.
لکه څه ډول، چې دريابي کشفياتو د بشر د مادي کړنو ميدان پراخ کړ، رنسانس هم د بشر فکر ته پراختيا ورکړه.
په پخواني يونان او تاريخي روم کې اقتصادي نظريات:
اول، د اپلاتون اقتصادي نظريه:
خبره مو ځکه له اپلاتونه پيل کړه، چې ده د سياسي علومو لومړنۍ اکاډمي په آتن کې جوړه کړه. اپلاتون په ٤٢٧ ق. م کې وزېږېد او په ٣٤٧ ق. م کې يې له نړۍ سترګې پټې کړې. دى د سقراط شاګرد او د ارسطو استاد و. په اشرافي کورنۍ کې زېږېدلى و او له سياست سره يې ډېره مينه وه.
سره له دې، چې ټول عمر يې د سياست په اړه فکر کاوه او د سياسي نبوغ خاوند و؛ خو ناکام سياستمدار و. ځينې په دې باور دي، چې د اپلاتون ذاتي نبوغ دده د ناکام ذوق پايله وه او په سياست کې دده شکست هم په ٤٠٤ ق م کې د آتن شکست ګڼي. دده کورنۍ په سياست کې ونډه لرله؛ خو د دوى په اړه د خلکو عمومي نظر ښه نه و. اپلاتون د خپل استاد (سقراط) تر مرګ وروسته يو څه وخت وګرځېده او بيا د سياسي علومو په اکاډمۍ کې د فلسفې په زده کړه بوخت شو.
د اپلاتون اقتصادي افکار د اخلاقو پر بنسټ ولاړ وو. هغه، چې د خپل وخت ذليل خلک د مال او دولت په راغونډولو بوخت ليدل، په دې باور و، چې پيسې او فضيلت د يوې تلې دوې پلې دي، تر هغې، چې يوه درنه نشي بله پورته نه ځي.
اپلاتون له مال او ثروت سره مينه بده ګڼله او ذلت يې ورته وايه. خلکو ته به يې توصيه کوله، چې د سرو او سپينو پر ځاى خپلو اولادونو ته فضيلت او پرهېزګاري په ميراث پرېږدئ.
د اپلاتون خيالي جمهوريت د اشتراکي دولت تشکيل دى، چې له ننني کمونېزم سره يواځې په نوم کې مشترک دى. د هغه کمونېزم يو اشرافي کمونېزم و. اپلاتون د خپل وخت له ديموکراسۍ سره، چې خلک يې په فرېب او زوال کې اچول په ټکر کې و او د يوه داسې حکومت هيله يې لرله، چې د مراتبو (پوړيو) پر بنسټ جوړ وي.
د اپلاتون په نظر ټولنه درې برخې وه او لاندې درې طبقې خلک يې لرل:
١ – امران او دولتي خلک.
٢ – لښکر او پوځ.
٣ – زيار اېستونکي او صنعتګران.
د اپلاتون کمونېزم يو خيالي کمونېزم و او د ننني کمونېزم پر خلاف اپلاتون غوښتل، چې انسان له مادي غمونو خلاص کړي. دده په نظر پيسې يو ټيټ امتياز دى، چې بايد د ټولنې په ټيټ قشر (زيار اېستونکيو او صنعتګرانو) پورې او په هغه چا پورې -چې بدني او لاسي کارونه کوي- ځانګړى وي.
هغه ښار، چې ده د خپل خيالي دولت د پلي کېدو لپاره غوره کړى و د نظاميانو او قضاتو فاضله ښار و. ده باور درلود، چې د داسې دولت لپاره بايد بچيان له مېندو څخه واخيستل شي او د يوې ښې ټولنې لپاره د دولت په لاس وروزل شي.
دا طبقې بايد له مال او دنيا نه بې پروا وي او تر اړتيا زيات مال پيدا نکړي. ټولنيزه دارايي بايد د دولت لاسته ورشي او د دولت په واسطه توزېع شي. فقر او غنا دواړه د فساد منابع دي او د فضيلت د رواج لپاره بايد دواړه ورک شي. ثروت بايد د بډايانو له لاسه واخيستل شي او د دولت په واسطه په عدالت سره ووېشل شي.
د اپلاتون نظريه له مادي ګټو بې پروا کېدل دي او دده په باور بډاى او مستغني هغه څوک دى، چې اړتياوې يې محدودې وي. هغه ويل، چې دولت بايد (عادله قيمت) برقرار کړي، سود خوړل منع کړي، د مبادلې واسطې (سوداګران) کم کړي او د ځمکې مالکيت محدود کړي.
دويمه برخه:
د ارسطو اقتصادي نظري
مشهور يوناني فيلسوف ارسطو، چې لومړنى معلم يې هم بولي په ٣٨٢ يا ٣٨٤ ق. م کې وزېږېد او د آتن تر پرېښودو وروسته په ٤٨ کلنۍ کې وفات شو.
ارسطو د اپلاتون شاګرد و او د خپل استاد پر خلاف اشرافي نه و. له يوناني کورنۍ څخه و او پلار يې طبيب و. سره له دې، چې په فلسفه کې د خپل استاد مخالف قطب و؛ خو هغه ته يې زيات احترام درلود. د اپلاتون پر خلاف، چې اشخاص او کورنۍ يې د ټولنې په مقابل کې هېڅ ګڼل او د ټولنې سعادت يې غوښت، ارسطو اشخاص اصل ګڼل. دده په باور ټولنه له خلکو جوړه ده، تر څو چې خلک سعادتمند نشي ټولنه به څنګه سعادت ته ورسېږي؟
اپلاتون پخپلو نظرياتو کې خيال پالونکى او ايډيالېست و؛ خو ارسطو ريالېست و او د علم عملي اړخ ته يې زيات ارزښت ورکاوه.
ارسطو د اپلاتون پر خلاف سوسيالېست نه و او تر ټولنې زياته يې د شخص پر اصالت عقيده درلوده. دده په نظر تر عمومي ګټې مخکې د شخص او کورنۍ ګټه د اقتصادي حرکت باعث ګرځي. دى لومړنى فيلسوف و، چې د حقايقو د کشف لپاره يې له عملي او تجربوي لارو ګټه واخيسته. ارسطو هم د اپلاتون په څېر د خپل وخت پر اقتصادي رژيم (چې نن- سبا ورته سرمايه داري وايي) تنقيد کاوه. ده په پولي اقتصاد نيوکه کوله او د طبيعي اقتصاد غوښتونکى و. دده په نظر يو پلار، چې کله د خپلې کورنۍ د اړتياوو د پوره کېدو لپاره توليد کوي، يو طبيعي اقتصادي کار سر ته رسوي؛ خو هغه څوک، چې څه اخلي او بيا يې په ګرانه بيه پلوري د سوداګرۍ او ثروتمندۍ اراده لري.
ارسطو د سودخورۍ سخت مخالف و. دده په نظر پيسې د مبادلې وسيله وه. پيسې ددې لپاره دي، چې په ټولنه کې مبادلات اسان شي او پخپله کوم مولد نه دى. کله، چې د پيسو په مقابل کې سود اخيستل کېږي دا د طبيعت خلاف کار دى. ارسطو د کورنۍ په چوکاټ کې له ځمکني مالکيت سره جوړ و. دده په نظر ثروت هغه دى، چې د کورنۍ د اړتياوو په پوره کېدو کې مرسته وکړي او تر دې زيات ثروت نه ګڼل کېږي.
ارسطو د تجارت او سوداګرۍ مخالف و. دده په باور څوک، چې ددې لپاره څه اخلي، چې ګران يې وپلوري او ډېره ګټه وکړي، بې سببه ګټه کوي. څرنګه، چې ده تجارت بې ګټې او غير مولد شى باله؛ ځکه ورته ځينې مؤرخين د فزيوکراتانو مشر هم وايي. د خپل استاد پر خلاف، چې آتن ته په راګرځېدو ونيول شو، د غلام په صفت وپلورل شو او غلامۍ ته يې په کرکه کتل، ارسطو غلامي د توليد لپاره لازم کار ګاڼه او د کورنۍ لپاره يې هم غلامان اړين بلل.
ïïï
د يونان روښانه تمدن ړنګ شو او يونان د روم د لويې امپراتورۍ يوه برخه شو. د يونان او روم تمدنونه له يو بل سره ګډ شول او د روم په واسطه يوناني تمدم غرب ته ورسېد.
په رومي تمدن کې د مطالعې له نظره تر اقتصادي اړخه حقوقي اړخ مهم دى.
د روميانو فکري نظام په حقيقت کې د پخواني يونان د فکر او تمدن جلوه ده او يوناني تمدن د روميانو په واسطه غرب ته ورسېده، پرته له دې، چې د اقتصادي نظريو په اړه فکر وکړو.
رومي تمدن او اقتصاد په اصل کې له يوناني تمدن او اقتصاد سره توپير درلود:
په داسې حال کې، چې پخواني يونانيان ښکاريان او په دريابونو کې ګرځېدونکي خلک ول، روميان بزګران او نظاميان ول. د تفکر له نظره يونانيان فکري او هنرمند خلک ول؛ خو روميان باتدبيره مديران ول او له هغوى څخه ځينې داسې قوانين راپاتې دي، چې نن هم په حقوقي برخه کې د نړۍ په کچه چلېږي. ويلى شو، چې د روميانو د اقتصادي نظرياتو مهمې پايلې يوه د مالکيت په اصولو کې ده او بله د قراردادونو په آزادۍ کې، چې وروسته يې د سرمايه دارۍ بنسټ کېښود.