له نن نه پېنځه نوي کاله وړاندې د امريکا ولسمشر "وډروولسن" اعلان وکړ، چې هر کال دې د مى مياشتې دويمه يکشنبه د مور د ورځې په نامه ياده او ونمانځل شي، له هغې راهيسې ډېرو هېوادونو او قامونو دغه ورځ د مور د ورځې په نامه نمانځل پيل کړل.
په پخواني يونان کې د يو شمېر دېوتاګانو د مور "سايي بيلې" په ياد کې يوه ورځ د اولاد له خوا ميندو ته ډالۍ کېده. د روم خلکو د "جونو" د آلهې په نامه يوه ورځ نومولې وه او په هغه ورځ به يې د خپلو ميندو رضا کولو او خوشحاله ساتلو هڅه کوله.
په هند کې د "ماتا تيرتها" ورځ د ميندو د عبادت کولو ورځ ګرځېدلې وه او دا دود تر اوسه دوام لري.
يانې د ختيځ او لويديځ هر تهذيب او کلتور په يو نه يو نوم او بهانه د مور د احسانونو او ښېګړو د پور پرېکولو هڅه کړې ده؛ خو که په نړۍ کې د سختي او زياتي زغمونکيو کسانو لړليک جوړ شي؛ نو د مور نوم په يې په سر کې وي. مور هغه بنيادم دى، چې موږ ټول يې له هرې خوا نه ولکه کړي يو، که د پلار ښځه ده؛ نو ستا مور ده، که ستا ښځه ده؛ نو ستا د پچيانو مور ده او که ستا لور ده؛ نو د راتلونکي نسل مور ده؛ نو بيا ولې موږ ته په دې ګڼه ګوڼه کې له خپلې مور نه پرته بله مور په نظر نه راځي؟ موږ ولې دا په پام کې نه نيسو؛ لکه څنګه، چې په هر زړي کې يوه لويه ونه پټه ده، دغه رنګ "مور" د هر کوچني له زېږون سره زېږي.
د منطق او دليل حکم خو دادى، چې د ونې په شان د زړي هم بايد درناوى وشي؛ خو دلته د منطق خبره څوک اوري؟
په ښکاره خو په موږ ټولو خپله مور ډېره ګرانه ده، دومره خوږه ده، چې موږ خپل هېواد ته هم مور وايو او خپل ځانونه هم پرې بلهاروو، خپلې ژبې ته مورنۍ ژبه وايو او که څوک زموږ په مورنۍ ژبه ريشخند ووهي؛ نو زموږ له خولې نه په ځواب کې د هغه مور ته کنځل ووځي، موږ د مور په شيدو لوړه کوو او بيا د هغې لوړې د سر ته رسولو زيار هم باسو.
خو په دې ماده پرسته نړۍ کې د نورو د ميندو سپکاوى او بې عزتي کول له پخوا راهيسې د شخصي او ټولنيز غچ د اسلحه خانې تر ټولو خطرناکه وسله ده. د مور د سترګو په وړاندې د هغې د بچيانو سرونه پرېکول، هغوى په نېزو ټومبل او بربنډول هم ددې ماده پرستې نړۍ دود دى.
څوک د مور د لوړ مقام سندرې وايي؛ خو مور په "کمبهـ" مېلې کې پرېږدي، څوک د کونډتون د سزا په توګه سپين کالي ور په غاړه کړي، وېښته يې وخريي او "د کونډو په کور" کې يې پرېږدي. څوک د جايداد او ځمکې لاسته راوړلو په خاطر مور د رواني ناروغانو د روغتون په دروازه کې پرېږدي، څوک يې په کور کې ساتي؛ خو په يوه کوټه کې يې وتړي، که څوک يې په کوټه کې نه تړي؛ نو هره مياشت تشې څو روپۍ د هغې په لپو کړيو لاسونو کې وغورځوي او داسې فکر کوي، چې ځان يې د مور له هر فرض نه خلاص کړو.
تاسو ويلى شئ، چې هر سړى داسې نه وي، پېنځه واړه ګوتې برابرې نه وي، هره مېږه خو توره نه وي؛ خو لږ پخپل زړه لاس کېږدئ او ووايئ، چې په موږ کې څو کسان داسې شته، چې مور داسې وپېژني؛ لکه مور، چې موږ پېژندلي وو، يا په موږ پوهېدلې وه، پوهېږي او پوهېږي به.
مور څوک ده؟ يوه ښځه ده کنه؟ د مور عبادت کول څه مانا؟ مور عبادت نه غواړي؛ خو تلپاتې قدر او درناوى غواړي.
د ميندو د ورځې په وياړ له مور سره خنداګانې کول، ډالۍ ورکول، هغې ته ورغاړې وتل يا سر د هغې په غېږ کې کېښودل هم بد نه دي؛ خو يواځې په دې هم کار نه کېږي، هغه د چا خبره:
په دومره لږه خندا کار نه کېږي
پــــرهر ژور دى تا ليدلى نه دى