پښتو

English  

 

  

 

ژبــــاړن: هميم جلالزى_منطقي اټومېزم | DanishPress.Com
 

 منطقي اټومېزم

 

     ژبــــاړن: هميم جلالزى

نېټه : 2009-10-05

 

ليکوالان: Richard H. Popkin Ph.D   Avrnm Stroll Ph.D

د برټرنډ رسل او پخواني¯ لودويګ ويتګنشټاين فلسفه

 

 



¯ له The Early Ludwig Wittgenstein څخه موخه دا نه ده، چې ګواکې په دې نوم دوه تنه موجود ول؛ بلکې دغه ړومبى والى او وروسته والى دده د پخوانيو او وروستنيو نظرياتو تر منځ د اختلاف پر بنسټ دى، چې وروسته به ورته اشاره وشي.

د منطقي اټومېزم ساده او لنډه شننه او بيان، چې د عادي وګړيو (هغه کسان، چې د فلسفې متخصصين نه دي) لپاره د پوهېدنې وړ وي خورا ستونځمنه خبره ده.

دا ځکه، چې ددغې موضوع د پوهېدنې په موخه بايد د يوې نوې څانګې اصول هم وپېژنو، چې په همدې پېړۍ (د ليکوال د ژوند معاصره پېړۍ) کې برټرنډ رسل او الفرد نورث وايتهد (د رياضي يا سمبوليك منطق) (Mathematical or Symbolic Logic) په نوم اختراع کړي دي. منطقي اټومېزم کولاى شو په لنډ ډول د رياضي د منطق د فلسفې په توګه او يا هم ښايي تر دې هم په دقيق ډول "د رياضي اصول" (Principa Mathematica) فلسفه وبولو، چې د رسل او وايتهد تر ټولو ستر کتاب دى او د رياضي د منطق په اړه يې ليکلى دى.

دلته په ساده ډول د "اصول" معناوې او مفاهيم روښانه کوو:

نوى منطق:

دا خبره، چې ارسطو د ژوند وروستۍ خبره د منطق په اړه کړې ده ان د ١٩ پېړۍ تر پايه پورې سمه بلل کېده. مثلاً کانت ويلي وو، چې منطق هغسې، چې ارسطو شنلى او څېړلى دى د فلسفې د نورو څانګو په پرتله بشپړ او پوره دى؛ خو رسل او وايتهد بيا څرګنده کړه، چې دا نظر سم نه دى.

د شلمې پېړۍ په پيل کې تر لس کلنې څېړنې او مطالعې وروسته هغوى د منطق يو نوى ډول -چې د سرحدونو په لحاظ د ارسطو له منطق څخه خورا پراخ او دوديز منطق يې يوه کوچنۍ برخه شمېرل کېږي- مطرح او پراختيا ورکړه.

دغه نوى منطق د رياضي د محاسبې يو ډول دى، چې د "اقليدس اصولو" ته ورته دى؛ خو تر هغو پراخ دى.

په دې محاسبه کې خط، ټکى او سطح نور نه يادېږي؛ بلکې يواځې د (ارقامو او اشکالو) د سمبولونو او نښو تر منځ له اړيکو او نسبتونو څخه بحث کوي او يو له بل سره د هغوى خپلمنځي اړيکې څېړي. (له همدې امله عددي يا سمبوليک او رمزي منطق بلل کېږي).

د نوي او ارسطويي منطق تر منځ تر ټولو ستر اختلاف او توپير په لاندې توګه شنو:

د ارسطو منطق په بنسټيزه توګه د پوړيو (اجناسو او انواعو) منطق دى په داسې حال کې، چې د رسل منطق د قضاياوو منطق دى. زموږ موخه له يوې پوړۍ څخه داده، چې يو لفظ؛ لکه "انسان" يا "ورور" يا "فاني" او نور په هغه دلالت کوي.

د ارسطو منطق اساسي قضيې؛ لکه "هر انسان فاني دى" يا "ځينې انسانان فاني دي" د شيانو د پوړيو يا طبقاتو تر منځ اړيکې او نسبت بيانوي.

د بېلګې په ډول، د "هر انسان فاني دى" په قضيه کې څرګندېږي، چې د انسان نوع (يا قسم)، چې په طبقه (جنس) کې شامل دى فاني يا له منځه تلونکى موجود دى او د "ځينې انسانان فاني دي" په قضيه کې څرګندېږي، چې د انسان د نوعې ځينې افراد -چې د موجوداتو په طبقه يا پوړۍ کې شامل دي- فاني دي.

خو ددې اپوټه د رسل په منطق کې له يو بل سره د قضيو اړيکې او نسبت څېړل او لوستل کېږي.

د بېلګې په ډول، "که چېرته باران واوري؛ نو واټونه لمدېږي". د "باران اورېږي" او "واټونه لمدېږي" جملې دواړه داسې قضيې بيانوي، چې له يو بل سره يې څرګندې اړيکې دي، چې دغه اړيکې او نسبت رسل استلزام (Implication) بولي.

د رسل په نظر ددې منطق پر بنسټ شونې ده، چې د شيانو د طبقاتو يا پوړيو په منځ کې هم نسبت او اړيکې روښانه شي؛ نو له همدې امله دده منطقي دستگاه نه يواځې د ارسطو منطق په ځان کې رانغاړي؛ بلکې تر هغه تېرېږي او وړاندې هم ځي.

د "رياضياتو اصول" کتاب لږ تر لږه له دوو اړخونو څخه د ارزښت وړ دى:

الف: دغه کتاب زباد کړه، چې رياضيات -چې تر اوسه پورې يوه بېله څانګه بلل کېده- په حقيقت کې د منطق يوه برخه ده. دغه مطلب رسل

د موضوعه اصولو د يوې ټولګې د استناج پر مټ له هغو ځانګړيو منطقي مفاهيمو څخه، چې د ستر ايټالوي رياضي پوه پيانو Peano له لوري وضع شوي وو زباد کړه او معلومه يې کړه، چې شونې ده علم الحساب يا رياضي له دغو اصولو څخه راوباسو.

ب: پر دې سربېره رسل وښوده، چې دوديزې يا "طبيعي" ژبې؛ لکه انګرېزي "د رياضياتو اصولو" ته ورته بنسټ لري؛ مګر طبيعي ژبې که څه هم له دې اړخه اصولو ته ورته دي؛ خو د فلسفي موخو او هدفونو د بيان او شننې لپاره اوس هم نيمګړې دي؛ ځکه چې دقت يې لږ دى؛ نو له همدې امله بايد ووايو، چې د رياضي منطق د فلسفې لپاره يو لړ لاستوکي؛ لکه د چاړې لپاره سوان برابروي څو دوديزې جملې نورې هم روښانه په ډانګ پېيلې او دقيقې کړي. دغه کار پخپل وار سره دا هيلې رامنځته کړې، چې فلسفي بحثونه بالاخره د نوي منطق ماشين په کارولو سره په غوڅ ډول وڅېړو او په دې برخه کې شته ستونځو ته د پاى ټکى کېږدو. څرنګه، چې موږ په فلسفه باندې د "اصولو" اغېزې ته ددې په پرتله ډېر لېوال يو، چې د رياضي د بنسټونو په اړه ددغو اصولو کارونه څنګه ده؛ نوځکه خپل بحث د اصولو هغه اړخ ته ځانګړى کوو.

 

د جملو ماهيت: Nature of Sentences

اوس بايد وګورو، چې په دوديزه ژبه کې د "جملې له بنسټ او يا آر جوړښت" څخه موخه څه ده. دغه مطلب کېداى شي په لاندې ډول وشنو:

رسل د هغو قضيو، چې دى يې "اټومي" بولي او د هغو قضيو، چې "ماليکولي" ورته وايي توپير کوي يوه اټومي قضيه هغې قضيې ته ويل کېږي، چې له نورو قضاياوو څخه مرکبه يا جوړه نه وي. مثلاً "احمد انسان دى" يوه اټومي قضيه ده؛ ځکه اجزاوې يې منفردې او يواځې کلمې دي نه قضاياوې. اپوټه دغه قضيه، چې "احمد او محمود ښوونځي ته ځي" يوه مالکولي قضيه ده؛ ځکه که دغه قضيه تحليل کړو؛ نو دې پايلې ته رسېږو، چې دا يوه مرکبه قضيه ده، چې دوه برخې لري او هره برخه يې پخپله هم يوه قضيه ده يانې (الف) "احمد ښوونځي ته ځي" او (ب) "محمود ښوونځي ته ځي". يوه ماليکولي قضيه د هغه شي پر مټ، چې رسل يې "تړونکي آدات" (Connecting Words) ((آدات ربط، عطف، موصول) بولي؛ لکه "او"، "يا"، "که چېرته"...؛ نو" له اټومي قضيو څخه جوړ شوي دي.

تر يوې اندازې پورې کولاى شو، چې سمبوليک منطق ددغسې کلمو د مطالعې په توګه په پام کې ونيسو؛ ځکه ددغو کلمو د کارونې د قواعدو په پام کې نيولو سره کولاى شو له ساده قضيو څخه مرکبې قضيې جوړې کړو.

رسل د "اصولو" يانې "د رياضياتو اصول" کتاب د منطقي موازينو له لارې د قواعدو يوه ټولګه جوړه کړې ده، چې د هغې په پيروۍ کولاى شو له اټومي قضيو څخه مالکولي هغه جوړې کړو.

نوموړي په دې توګه وکولاى شول، چې هره ماليکولي قضيه د منطقي تړاو د توريو په زياتولو سره د اټومي قضيو په يوه ډله تجزيه او ووېشي. په دې توګه کولاى شو، چې د يوې مالکولي قضيې مانا په اټومي قضيو باندې تر لاسه کړو. اوس دا پوښتنه پرځاى پاتې کېږي، چې موږ څنګه د يوې اټومي قضيې مانا تجزيه او تحليل کړو؟

دې پوښتنې ته د رسل ځواب دا و، چې يوه اټومي قضيه همېشه د "مسند او مسند اليه" (Subject- Predicate) بڼه لري.

د بېلګې په ډول: "احمد فاني دى" قضيه کولاى شو، چې په يوه برخه مسند اليه، چې يو خاص نوم دى يانې احمد او مسند يا يانې  "فاني ده" تجزيه کړو،.

مسند اليه په دغسې حال کې همېشه په يوه شي يا يوه شخص (احمد) دلالت کوي او مسند له يوې ځانګړتيا يا "صفت" (فاني) څخه بيان کوي، چې هغه مسند اليه ته راجع دى.

دلته د رسل د فلسفي نظام لوازم او پايلې څرګندېږي. کله، چې يوه اټومي قضيه رښتيا وي؛ نو مسند اليه په يوه منفرد شي دلالت کوي او مسند ددغه شي ځانګړتياوو ته اشاره کوي او ددې په څرګندولو سره، چې اټومي قضيې داسې شيانو يا ځانګړتياوو ته اشاره کوي او يا دلالت پرې کوي؛ نو "اصول" موږ له واقعي نړۍ څخه خبروي. "اصول" موږ پوهوي، چې نړۍ له يو لړ حقايقو Facts، پېښو او چارو څخه جوړه شوې ده او دغه ټولې چارې او واقعيتونه په طبيعي توګه اټومي دي. په دې مانا، چې هره واقعي چاره شونې ده، چې د يوې اټومي قضيې په مټ توصيف او بيان کړو.

په طبيعت کې هېڅ مالکولي واقعيت نشته؛ ځکه هره مالکوي قضيه شونې ده د منطقي تړويکيو "او"، "يا"، "که چېرته... نو" په زياتولو سره په يوه اټومي قضيه تجزيه او بدله کړو.

که څه هم دغه تړويکي په نړۍ کې په څه شي دلالت نکوي؛ بلکې هغوى په اصولو او کړنلارو کې راځي او موږ ته دا وس راکوي، چې اټومي قضيې په بېلابېل ډول ترکيب او واوډو او په دې توګه -لکه څرنګه، چې رسل څرګنده کړې ده- د هغوى کارونه يواځې "نحوي او ترکيبي" (Syntactic) بڼه لري.

دغه راز بايد ټينګار وشي، چې په نړۍ کې هېڅ يوه واقعي چاره "کلي او عامه" نه ده. هېڅ واقعيت د "هر انسان فاني دى" له کلي قضيې سره سمون نه خوري؛ ځکه دغه قضيه بيا هم په يو لړ اټومي قضيو بدلېداى شي؛ لکه "احمد فاني دى"، "محمود فاني دى" دغه راز د انسان د هر فرد لپاره، چې فاني دى دغه قضيه صدق کوي.

په دې توګه د نړۍ عناصر "واقعي چارې" دي او يوه واقعي چاره له يوه فردي شي څخه د هغه له فردي ځانګړتياوو سره له يو ځاى والي څخه جوړېږي؛ نو د رياضي د منطق له لارې کولاى شو، چې د نړۍ بنسټيز جوړښت کشف او ومومو، يانې کولاى شو، چې دا خبره کشف کړو، چې نړۍ له يو لړ اټومي واقعيتونو او چارو څخه جوړه شوې ده. د فلسفې په اړه ټولو طرحه شويو پوښتنو ته د منطقي اټومېزم ځواب شونې ده داسې بيان شي:

د فلسفې کار او دنده د نړۍ په اړه زموږ پوهاوى دى، په ځانګړې توګه په دې پوهېدل، چې د "اصولو" د بنسټيزو قضيو جوړښت Structure د ټولې نړۍ د ښکارېدلو هېنداره ده.

 

وصفيه قاعده (د توصيفاتو نظريه): The theory of Descriptions

"د رياضياتو د اصولو" يواځنۍ ګټه دا نه ده، چې د فلسفي موخو او اغراضو لپاره کارول کېږي. په دې سربېره او ښايي تر دې په مهم ډول سره دغه موازين د هغو ستونځو د اوارولو لپاره وکارول شي، چې متفکران يې پېړۍ پېړۍ   متحير کړي وو، يانې ستونځې او مسايل د هستۍ پېژندنۍ (Ontology) له نظره ډېرې مهمې پايلې لري. دغه مطلب کېداى شي د هغه بحث په ترڅ کې، چې رسل يې "وصفيه قاعده) بولي روښانه کړو. د وصفيي قاعدې اصلي مطلب د هغه څه څرګندول دي، چې فيلسوفان د ژبې د نيمګړې شننې او تجزيې او داسې دلايلو له امله، چې يو څه پر ځاى ښکاري په دغه ناسم باور اخته شوي دي، چې ګواکې هغه شيان، چې خلک يې خيالي، موهومي او يا نشت بولي په واقعي مانا سره ټول شته. هغه ستونځه، چې دغه فيلسوفان يې پېچلې او ګېچ کوونکې بولي ډېره زړه ستونځه ده، چې ان د اپلاتون په فلسفه کې هم ليدل کېږي او شونې ده، چې هغه په دې ډول بيان کړو:

داسې ښکاري، چې موږ کولاى شو يو شمېر مانا لرونکي او پام وړ مطالب او کله خو لا حقيقي هغه د شيانو په هکله؛ لکه د مدوسا Medusa) دا د ريو افسانوي ژويو په منځ کې يو ژوى دى، چې د وېښتانو پر ځاى يې پر سر ماران شنه وو)، هملت (Hamlet) او د اتلانتيس د افسانوي هېواد او نورو په اړه څرګند کړو.

د بېلګې په ډول کله، چې وايو "هملت پولونيوس (Polonius) وواژه" دغه قضيه په نظر سمه ښکاري که څه هم موږ پوهېږو، چې د هملت په نوم هېڅکله هم کوم شي وجود نه درلود؛ مګر دا به څه ډول قضيه وي، چې د يوه داسې شي په اړه، چې وجود ونه لري رښتيا او حقيقي وي؟ او همدارنګه کله، چې موږ وايو "مدوسا وجود نه لري" موږ داسې نه وايو، چې "يو شى وجود لري، يانې مدوسا، هغه، چې موجود نه دى" دا بدهي خبره ده، چې دلته يو تناقض رامنځته شو؛ نو کله، چې موضوع دغه ټکي ته رارسېږي؛ نو آيا څوک نشي کولاى د يو شي له وجود څخه -بې له دې، چې له خپل ځان سره په تناقض کې وي- انکار وکړي؟ ښکاره خبره ده، چې دلته يوه ناسمه او غلطه چاره رامنځته شوې ده او رسل "د رياضياتو اصول" د موازينو له مخې ددغې ستونځې اوارى راباسي.رسل ستونځه داسې مطرح کوي: دى پوښتنه کوي، چې څرنګه يوه جمله؛ لکه "د فرانسې اوسنى پاچا عاقل دى" مانا لرونکې کېداى شي، که څه هم فرانسه پاچا ونه لري.

(دلته يوه خبره بايد ياده کړو، چې د فرانسې لپاره پاچا کلمه که څه هم په واقعيت کې ناسمه ده؛ ځکه فرانسه جمهوري دولت دى، پاچا نه لري؛ خو دلته د جملې مسند اليه يا له واقعي او يا غير واقعي چارو څخه کېداى شي؛ خو د منطقي قضيې موضوع، چې بايد واقعي وي ده او که نه؟).

هغه ځواب، چې تر رسل مخکې د فيلسوفانو يوې ډلې -په ځانګړي ډول الکساندر مينونګ (Alexander Meinong)- دغې پوښتنې ته ورکړى دى دادى، چې داسې شيان؛ لکه "د فرانسې اوسنى پاچا" يا "مدوسا" يا "هملت" واقعي چارې دي.

که څه هم دا سمه ده، چې دغه شيان په واقعي نړۍ کې نشته، لېکن لږ تر لږه د ارواوو يا اشباحو (Ghost) په نړۍ کې خو شته. مينونګ دغه شيان د "متقرر Subsisting" د "موجود" (Existing) پر ځاى د "ذات درلودونکې" بولي؛ مګر دده اصلي مطلب هغه څه دى، چې ددغو شيانو له مانا سره تړلى دى.

"مدوسا"، "هملت" او "د فرانسې اوسنى پاچا" او نور د نړۍ باوري او حقيقي اجزاوې دي؛ مګر په هغې مانا -چې هارولد ويلسن (Harold Wilson) او اډوارډ هيث (Edward Heath) وجود لري- دوى موجود نه دي.

مينونګ او دده پيروان د تفکر ددغې عجيبې او غريبې لارې (چې کله "فلسفي ايډيالېزم" بلل شوى دى) خوا ته کش شوي دي.

د دوى دليل په لاندې ډول بيانولاى شو:

الف: د "فرانسې اوسنى پاچا" عبارت په "د فرانسې اوسنى پاچا عاقل دى" جمله کې مسند اليه دى.

ب: څرنګه، چې "د فرانسې اوسنى پاچا عاقل دى" جمله معنا لرونکې ده؛ نو بايد د يو شي په هکله وي. د فرانسې د پاچا په هکله وي. (مانا يې تر پاچا پورې منحصره ده).

ج: خو که چېرته د فرانسې اوسنى پاچا وجود ونه لري هغه جمله هم د هېڅ شي په اړه نشي کېداى او له همدې امله له سره مانا نشي لرلاى.

د: څرنګه، چې "د فرانسې اوسنى پاچا عاقل دى" جمله مانا لري؛ نو پر دې بنسټ بايد جمله د يوه موجود- د فرانسې د پاچا- په هکله وي او له همدې امله داسې يو موجود بايد وجود ولري او يا "متقرر Subsisting" وي.

 

سمبوليک منطق: Symbolic Logic

رسل د هغو فني قواعدو پر اساس، چې پخپل سمبوليک منطق کې يې وروزل څرګنده کړه، چې استدلال (لوړ دليل) پر مغالطه ولاړ دى.

دده په نيوکې د پوهېدنې په منظمه او "وصفيه قاعدې" (د توصيفاتو د نظريې) د فهمولو په غرض، چې دده د نيوكو يوه برخه بلل کېږي بايد د هغه شي په منځ کې، چې رسل يې د يوې جملې "نحوي" صورت (ګرامري) او "منطقي صورت" بولي يوه توپير ته غاړه کېږدو.

يوه جمله شونې ده، چې د اوسمهالې پښويې له مخې "د مسند او مسند اليه) صورت ولري او له دې سره سره کله، چې د "رياضياتو د اصولو" ژبې ته واړول شي شونې ده، چې له منطقي لحاظه يو بل صورت غوره کړي. په دې ترتيب په "خداى وجود لري" جمله کې د پښويې له نظره د خداى لفظ مسند اليه دى او "وجود لري" مسند دى.

لېکن که چېرته دغه جمله موږ د هغې خپل ځانګړي منطقي صورت ته واړوو يانې ددغې جملې مانا او موخه سمه روښانه کړو، نور نو خداى منطقي موضوع نه ده؛ بلکې منطقي محمول دى او "وجود لري" منطقي محمول نه دى؛ بلکې بله دنده (Function) او چاره ترسره کوي.

رسل همدغه ځانګړې دنده (Function) "د منطقي کميت ټاکونکې" بولي، يانې هماغه چاره، چې يو نامعلوم لفظ؛ لکه "يو سړى" يا "يو شى" يې لري.

ددغه ډول الفاظو کارول ددې لپاره دي، چې په نامعلوم ډول د شيانو يوې نامعلومې طبقې يا پوړۍ ته اشاره وشي او څرنګه، چې ددې دلالت نامعلوم او نامحدود دى؛ نو کليت او عموميت بيانوي.

په دې توګه کله، چې "خداى وجود لري" جمله خپل ځانګړي منطقي صورت ته واړول شي؛ نو دا مانا ښندي، چې "يو شى او فقط يو شى، مطلق قادر، مطلق عالم او مطلق خير دى". لنډه دا چې کله موږ د "خداى وجود لري" جملې مانا تجزيه کوو؛ نو وينو، چې ددې مانا داده، چې يو نامعلوم او نا ټاکلى شى د صفاتو د يوې ټاکلې ټولګې مطلق قدرت، مطلق علم او مطلق احسان يا ښېګڼې" لرونکى دى.

په دې توګه هغه جمله له منطقي اړخه د هيئت او صورت "موضوع او محمول" لرونکې نه ده؛ بلکې يوه عامه قضيه ده، چې جوړښت يا Structure يې په بشپړه توګه د اټومي قضيې له جوړښت څخه توپير لري.

اوس همدغه چاره "د فرانسې اوسنى پاچا عاقل دى" جمله کې صدق کوي. ددغې جملې نحوي ساختمان موږ دغه باور ته رسوي، چې که "د فرانسې اوسنى پاچا" د منطق له نظره موضوع ده او "عاقل دى" منطقي محمول؛ نو پر دې بنسټ دا يوه اټومي قضيه ده او د نړۍ په اړه په يوه واقعيت باندې دلالت کوي.

لېکن دغه راز جمله د منطق له نظره د "موضوع او محمول" صورت نه لري؛ ځکه کله، چې هغه د "رياضياتو اصول" د قواعدو او فنونو پر بنسټ شنو؛ نو په لاندې قضيو تجزيه کېږي:

١- هغه شى، چې د فرانسې اوسنى پاچا دى.

٢- د فرانسې اوسنى پاچا تر يوه شي زيات نه دى.

٣- هغه، چې د فرانسې اوسنى پاچا دى هغه عاقل دى.

بايد پام مو وي، چې هر يو له دغو دريو قضيو څخه، چې په ټوليز ډول "د فرانسې اوسنى پاچا عاقل دى" مانا ښندي يوه عامه قضيه ده، نه يوه اټومي قضيه.

دا خبره موږ له دې ځايه څخه موندلاى شو، چې په پورتنيوجملو کې هېڅ يو ځانګړى نوم نه تر سترګو کېږي؛ بلکې ددې پر ځاى "شى" او "هغه شى" عامه نومونه پکې کارول شوي دي.

"د فرانسې اوسنى پاچا" عبارت "د فرانسې اوسنى پاچا عاقل دى" جمله کې له منطقي لحاظه له لويه سره د قضيې موضوع نه ده؛ نو موږ داسې قضيې ډېرې لرو، چې له لويه سره هېڅ خاص يا ځانګړى نوم پکې نه وي؛ بلکې يواځې له نامعلومو الفاظو او محمولونو څخه ترکيب او اوډل شوې وي.

په دې توګه "د فرانسې اوسنى پاچا" عبارت د منطق له نظره يو خاص اسم نشي کېداى، که څه هم له نحوي اړخه د يوه خاص يا ځانګړي اسم په موقعيت او ځاى کې پروت دى.

رسل څرګندوي، چې که چېرته دغه عبارت يو خاص يا ځانګړى اسم واى؛ نو په يوه شي به يې دلالت او يا يوه شي ته اشاره کوله او په هغه صورت کې به بيا مينونګ په سمه لاره و او په دې توګه به يې په دغه استنتاج کې، چې د فرانسې اوسنى پاچا "متقرر" (Subsisting) د ذات څښتن دى، دغه خبره د پلي کېدلو او منلو وړ واى؛ مګر کله، چې دغه جمله په منطقي مصطلاحاتو تجزيه او وشنو؛ نو موږ ته څرګندېږي، چې د جملې نحوي صورت له دې اړخه، چې ظاهراً د قضيې د واقعي صورت لرونکې ده يوه ګمراه کوونکې جمله ده؛ ځکه د داسې يوه تحليل په کولو سره هغه جمله بېرته يو لړ قضيو ته ورګرځي؛ مګر عامې قضيې په واقعي نړۍ کې نېغ په نېغه په څه شي دلالت نکوي؛ نو له همدې امله يواځې اټومي قضيې کولاى شي، چې واقعيتونه وټاکي.

د مينونګ تېروتنه او مغالطه دغه استنتاج و، چې "د فرانسې اوسنى پاچا" عبارت يو خاص يا ځانګړى اسم دى؛ ځکه چې د پښويې له مخې د جملې مسند اليه دى؛ خو رسل څرګنده کړه، چې "د فرانسې اوسنى پاچا عاقل دى" جمله د منطق له نظره يوه عامه قضيه ده، نه يوه اټومي قضيه او په پايله کې دغسې يو عبارت په نړۍ کې نېغ په نېغه په هېڅ شي دلالت نکوي. يواځې د اټومي قضيو مسند اليه (موضوع) د نېغ په نېغه دلالت يا اشارې وړتيا لري.

رسل "د فرانسې اوسنى پاچا" په ډول عبارتونه توصيفي، مصرح او معلوم بولي. دغه عبارتونه په دې مانا صريح او ټاکلي دي، چې په هر عبارت کې يواځې يو فرد توصيف يا يادېږي او د عبارت په سر کې د تعريف حرف (چې په عربي کې ال، په فرانسوي کې Le او La په انګرېزي کې The دى (The Present King of France) هم همدغه معنا رسوي. د رسل اصلي مطلب د هغو توصيفاتو په هکله، چې د منطق له نظره په خاصو اسمونو پسې اړه نه لري کېداى شي په بله لاره هم مطرح شي. نوموړى په بل ځاى کې دغه عبارتونه "نيمګړې نښې" بولي، نه "ځانګړي اسمونه". لامل يې دا بولي، چې دغه عبارتونه ځکه نيمګړي دي، چې پخپله کومه معنا نه لري. په يوه جمله کې ددغو عبارتونو ځاى او موقع؛ لکه ليندۍ (پرانتز) Parenthese داسې دي، چې پخپله کومه معنا نه لري؛ مګر توصيفي مصرح او معين عبارتونه د يوې بشپړې جملې په متن کې، چې دوى هم پکې شامل وي معنا ښندي. په دې توګه که يو څوک پوښتنه وکړي، چې "د فرانسې اوسنى پاچا" عبارت څه معنا لري؟ په دې صورت کې د رسل د نظر پر بنسټ سم او مناسب ځواب دا کېداى شي، چې: "هغه پخپله او يواځې هېڅ معنا نه ورکوي"؛ ځکه يواځې خاص اسمونه په مستقل ډول په يوه جمله کې مانا ښندي يانې د هغو معنا هغه شى دى، چې معمولاً پر هغه دلالت کوي. د بېلګې په ډول، د سزار جوليوس نوم، د هغه واقعي شخص، چې سزار جيوليوس و معنا ورکوي. کله داسې عبارت؛ لکه "د فرانسې اوسنى پاچا"؛ لکه څنګه، چې مخکې وويل شول د هغه د تحليل او شننې په مټ د "اصول" په ژبه وښيو، چې يو خاص يا ځانګړى اسم نه دى، پخپله کومه معنا نه لري، يانې نېغ په نېغه په نړۍ کې په څه شي دلالت نکوي؛ مګر هغه جمله، چې دغه ډول عبارتونه پکې راغلي وي شونې ده، چې معنا ولري.په دې توګه "د فرانسې اوسنى پاچا عاقل دى" جمله دا معنا ورکوي، چې "يواځې يو شى د فرانسې اوسنى پاچا دى او دغه شى عاقل هم دى". په دې توګه رسل وکولاى شول، چې د "نيمګړې نښې" د مفهوم په مټ د مينونګ هغه پېچلې ستونځه اواره کړي؛ خو څرنګه شونې ده، چې داسې يوه جمله؛ لکه "د فرانسې اوسنى پاچا عاقل دى" معنا ولري. که څه هم "د فرانسې اوسنى پاچا" عبارت نېغ په نېغه په څه شي دلالت نکوي.

 

منطقي اټومېزم:

هغه فرضيې، چې د توصيفاتو نظريه (وصفيه قاعده) پرې ولاړه ده هماغه د منطقي اټومېزم فرضيې دي. رسل فرضوي، چې "د رياضياتو اصول" د يوې بشپړې ژبې طرحه موږ ته راکوي، بشپړه ځکه ده، چې د هېندارې په ډول د واقعي نړۍ ټول جوړښت موږ ته راښکاروي. کله، چې موږ يوه دوديزه جمله دغې بشپړې منطقي ژبې ته واړوو؛ نو بيا يې معنا روښانه کېږي؛ نو که ددغې جملې تر اړولو وروسته څرګنده شي، چې دا جمله د "موضوع او محمول" صورت نه لري؛ نو له دې څخه دا ثابتېږي، چې نور نو کوم داسې شى نشته، چې مسند اليه پر هغه نېغ په نېغه دلالت وکړي؛ ځکه په بشپړه ژبه کې هر مسند اليه (موضوع) په يوه واقعي شي دلالت کوي او هر مسند (محمول) د هغه شي پر يوه واقعي خصوصيت او ځانګړتيا دلايت کوي.

د منطقي اټومېزم بشپړ او دقيق بيان د رسل د يوه شاګرد او د فلسفې د نړۍ د يوه نابعه Ludwig Wittgenstein لودويګ ويتګنشتاين په کتاب کې راغلى دى.

ويتګنشتاين د "منطقي- فلسفي رسالې" (The Tractatus Logico- Philosophicns) په نوم کتاب کې، چې په دې اړه تر ټولو سخت او مشکل کتاب او اثر ګڼل کېږي او په ١٩٢٢ کال کې خپور شوى دى د منطقي اټومېزم شننه کړې ده، چې اوس د تصويري نظريې (The Picture Theory) په نوم يادېږي.

د ويتګنشتاين د نظريې پر بنسټ "د اصولو" بشپړ (Ideal) ژبه د نړۍ تصويروونکې او يا هېنداره ده، کټ مټ داسې؛ لکه يوه نقشه، چې د نړۍ تصوير او ښکارندويه بلل کېږي.

که چېرته وغواړو، چې معلومه کړو د A ښار د سکاټلنډ د B ښار په شمال کې پروت دى نو کولاى شو، چې د يوې نقشې په کارولو سره خپلې دغې موخې ته ورسېږو؛ ځکه دغه نقشه په يوه معنا سره د هغې ځمکې او سيمې مجسم کوونکى تصوير دى. دغه نقشه ياده شوې سيمه راته په نښه کوي او تصويروي؛ ځکه په نقشه کې اېښودل شوي ټکي او د هغوى تناسب په هغه سيمه او ځمکه کې د شته ټکيو اېښودنه او تناسب راته څرګندوي؛ نو يوه بشپړه ژبه هم؛ لکه يوه نقشه داسې ده او د واقعيت د جوړښت او اوډلو د حالت يو تصوير بلل کېږي.

په موجوده ژبه کې د هر خاص اسم لپاره يو مطابق شى شته او د هر محمول لپاره هم يو مطابق صفت وجود لري.

په دې توګه بشپړه ژبه موږ ته د واقعي چارو جوړښت او اوډل راښيي؛ ځکه چې واقعي چارې له شيانو او د هغوى له خواصو او ځانګړتياوو څخه اوډل شوې دي.

د منطقي اټومېزم عمده اصول کولاى شو په لاندې ډول خلاصه او رالنډ کړو:

فلسفه د ساينس په څېر يو مؤثق او باور وړ فعاليت دى. که څه هم فلسفه د ساينس پر خلاف موږ ته نوي واقعيتونه نه کشفوي او هغه معرفت او پېژندګلوي، چې موږ يې د فلسفې د مطالعې له لارې تر لاسه کوو د نويو واقعيتونو پېژندنه نه ده، ددې په بدل کې فلسفه موږ ته د نړۍ د جوړښت په هکله معلومات راکوي، چې څه ډول د نړۍ بنسټيز عناصر او اجزاوې يو له بل سره ګډې او ترکيب شوې دي.

که جزييات په پام کې ونه نيول شي؛ نو فلسفه موږ ته راڅرګندوي، چې نړۍ له يو لړ اټومي واقعيتونو يانې شيانو او د هغو له خواصو، ځانګړتياوو او صفاتو څخه جوړه شوې ده.

د فلسفې ځانګړې دنده شننه ده.

تحليل په ځانګړي منطقي صورت سره د طبيعي ژبې د جملو دوباره ليکلو ته وايي. کله، چې جمله پخپله منطقي شکل او صورت کې واوډل شي؛ نو بيا يې مانا روښانه کېږي او فلسفي پېچلتياوې او غوټې پکې له منځه ځي.

لکه څرنګه، چې له پورتني تحليل څخه هم جوړه شوه د منطقي اټومېزم فلسفه په دوديزه مانا سره د مابعدالطبيعه يا ميتافزيک يو سيسټم دى. منطقي اټومېزم پر دې باور ولاړ دى، چې فلسفه داسې يو فعاليت دى، چې په پايله کې يې موږ ته د نړۍ پېژندنه حاصلېږي، البته دغه پېژندنه د ساينسي پېژندنې کوم ډول نه دى؛ خو بيا هم يوه پېژندنه ده.

د منطقي اټومېزم فلسفه په ځانګړي ډول په بريتانيا کې د ١٩٢٠ او ١٩٣٠ په لسيزه کې وځلېده او مينه وال يې وموندل؛ مګر له دې وروسته په پرله پسې ډول د عامه مقبوليت له پوړيو څخه مخ په ښکته روانه وه.

د منطقي اټومېزم د لوېدلو او ټيټېدلو يو لامل هم د "منطقي تحقق د اصالت" (Logical Positivism) د يوې نظريې راڅرګند ېدل و، چې دغه لاره هم د رياضي د منطق د پرمختګ تر اغېزې لاندې وه؛ مګر دغې نظريې د منطقي اټومېزم په خلاف له رياضي منطق څخه ددې لپاره کار اخيست، چې ثابته کړي مابعدالطبيعه يا ميتافزيك بې معنا شى دى؛ خو څرنګه، چې منطقي اټومېزم د مابعدالطبيعه يا ميتافزيک د نظريې د ښکارندويې په توګه شهرت درلود؛ نو هغه متفکران، چې نوي نظريات يې منلي وو هغه يې رد کړه.

¯¯¯

 

 

ملګري ته لــېږل

شاته تلل

چاپــول

 
 

DanishPress.Com 1987 Contact