لړليک:
لرغونی يونان
رومي دينواکه امپراتوري
دمسيحيت منځته راتګ وپراختيا
مسيحي دينواکي ـ د دين ودولت ترمنځ لانجه ـ دين دشتمنيولپاره ـ اروپا اواسلام ـ سکولاستيک فلسفه ـ وجدانپلټنه ـ صليبي جګړې
غبرګونونه
کليسايي بېلتون ـ لومړنی مسيحي سوسياليست ـ وګړپالنه اورونېسانس ـ پروتېستانتيزم ـ بزګري پاڅونونه ـ دخدای په لارکې دېرش کاله جګړه
رڼاپېر
يوزېفينيزم
يوزېفينيستي سيکولاريزم ـ يوزېفينيستي موډرنيزم
دفرانسې انقلاب
دنوې اروپا سياست ودين
لرغونى يونان:
د مديترانې د څنډو ايکالوژيکي ځانګړنو انسان اړوېسته او هڅاوه چې د ژوند د هوساينې پوهنيزې، هنري او تخنيکي لارې چارې ولټوي. د همدغه لټون په ترڅ کې د ښکار، کب نيونې، څاروي روزنې، کرنې، لاسي صنعت او بېړۍ چلونې غوندې ګڼ شمېر اقتصادي فاکټورونو وده وکړه چې يو خوا يې ټولنيز جوړښتونه پياوړي کړل او بلخوا يې د بېلابېلو ټولنو تر منځ سوداګريز، سياسي او کلتوري اړيکي رامنځته کړل.
لرغونى يونان د همدغو ځانګړنو تر اغېز لاندې داسې مهال يوه نوې کلتوري- مدني زانګو شوه چې د کوشنۍ اسيا او مصر له کلتورونو او تمدنو سره يې د وچې او اوبو له لارې تګ،راتګ درلود. يونانيو وکړاى شول چې د همدغو مدني ګاونډيو ګڼ شمېر کلتوري توکي له خپلو هغو سره وپېيي او تر زېږکالشمېر نېژدې اووه نيمې پېړۍ وړاندې په اروپا کې د تمدن بنسټ کېږدي.
د ژوند و نړۍ په اړه پوښتنو د هرې بلې ټولنې غوندې په يوناني تفکر کې هم ځاى درلود. هماغسې چې لرغوني انسان دغه راز پوښتنو ته د ځواب موندلو لنډه لار په ناليدليو ميتافيزيک ځواکونو کې لټوله؛ يوناني ټولنو هم خپل فکري اړيکي له ميتافيزيک سره تړلي او زرګونه کاله وړاندې يې د فانتازۍ په مرسته د بېلابېلو ښکارندو، پېښو او چارو لپاره بېلابېل خدايان ټاکلي ول.
په ايلياد و اودېسې کې د "هومېر" اشعار د انسان پر ژوند ددغو خدايانو اغېز او پر هغوى باندې د يوناني ټولنې د ګروهې او باور څرګندونه کوي.
د يونان ګڼ خداييز سيستم زښت ډېر مصر ته ورته دى او داسې ښکاري چې يوناني "زيوس" به په نوي نامه هماغه مصري "امون" وي، ځکه چې يونانيو هم د مصريو غوندې زيوس د لمر خداى په نامه پېژانده او تر څنګ يې د بېلابېلو چارو او پېښو لپاره اموني سيستم ته ورته ګڼ شمېر نارينه او ښځينه مرستيال خدايان درلودل.
په انتيک يوناني ښارونو کې ديني جرړې ډېرې کلکې وې. که څه هم چې دوى کوم ځانګړى ديني کتاب نه درلود او ديني سرچينې يې د خدايانو او اتلانو اسطوره يي کيسې وې، خو په ګردو ټولنيزو او ځانګړيو ستونځو او چارو کې يې له هغوى مرسته غوښته.
د لرغوني يونان خدايي جوړښت پر مصر سربېره د بين النهرين نښې هم لري او داسې پېچلى کورنى جوړښت څرګندوي چې کېداى شي تر ځايي مهالنيو دينپوهانو پرته به عام وګړي بشپړ پرې نه پوهېدل، خو له دې سره يې هم ګروهنيز اړخ ډېر پياوړى وو.
په دغه خدايي کورني جوړښت کې "زيوس" له پېنځو خويندو "دوې يې د [زيوس] ماندېينې دي"، اتو مېرمنو او دوولسو لوڼو- زامنو سره ښودل شوى او د ټولو خدايانو شمېر يې تر پېنځوسو اوړي.
د يوناني ميتولوژۍ له مخې زيوس د "رهېيا او کرونوس" زوى له خپل پلار سره په يوه ستره جګړه کې پر هغه برلاسى شو او خدايي يې ترې ونيوه. سربېره پر دې چې هغه د اسمان، شپې- ورځې، اورښت، تالندې، برېښنا او وړاندوينې د هنر خداى ګڼل کېده، د ټولو خدايانو او انسان پلار هم منل شوى وو.
د انسان د پيدايښت په اړه پوښتنې ته د يوناني ميتولوژۍ ځواب دا وو چې زيوس د تيتانو (د تيتان ډېرګړې بڼه) زوى (پروميتيوس) ته لارښوونه وکړه چې له خټې انسان وپنځوي او د ژوند کولو ځينې کلتوري چارې هم ور زده کړي. پروميتيوس دا دنده پر ځاى کړه، خو د زيوس له وينا او غوښتنې پرته يې اور "چې د زيوس تر ځانګړې څارنې لاندې وو" هم انسان ته ور ووړ او کارول يې وروښودل.
زيوس له دې لامله سخته غوسه وکړه. هغه پروميتيوس د کوکاز غره په يوه ستره ډبره کې ويلې کړ او يو مارغه يې ورولېږه چې بيا، بيا رغېدونکى لړمون يې خوري.
پر دې سربېره يې د انسان پر وړاندې هم د کرکې له مخې لومړنۍ "پاندورا" نومې ښځه وپنځوله چې هغه په بدمرغۍ ککړ کړي(١).
د اولمپ غره سپېڅلتيا هم د زيوس له نامه سره اړيکي لري. داسې منل شوې وه چې زيوس چې له هسکه راکښته کېږي خپلې پښې د اولمپ غره پر څوکو ږدي او دغه غر د دوولسو خدايانو ځاى ګڼل کېده. هغه ورځې چې اولمپ ته د زيوس د راکښته کېدلو لپاره په پام کې نيول شوې وې،د هغه د هرکلي په وياړ د يونانيو په مذهبي نڅاوو او سپورتي لوبو نمانځل کېږي.
يوناني خدايانو داسې انساني نارينه او ښځينه بڼې درلودې چې زورور ځواک يې تر انسانانو اوچت وو او هغه چارې يې سر ته رسولاى شوې چې انسان يې وړتيا نه درلوده.
په دغه جوړښت کې هر خداى ځانګړې چارې پر مخ بيولې او په هره برخه کې به، چې انسان له يوې ستونځې سره مخامخېده هماغه ځانګړي خداى ته يې مخ ور اړاوه او مرسته يې ترې غوښته.
پر دې سربېره، تر مرګ وروسته د بيا را ژوندي کېدلو انساني تنده د خدايانو په بېساري ځواک خړوبېده. همدا هيله وه چې د دنيايي ستونځو د هواري تر څنګ يې انسان د ديني شخصيت خپلولو او پر خدايانو باور ته ورکاږه. د همدغه باور له مخې نړۍ پر درېيو برخو (ځمکه، هسک و کنده) وېشل شوې وه. فزيکي نړۍ ځمکه نومېده. هسک د خدايانو سيمه وه او کنده هغه ځاى وو چې انسان تر مرګ وروسته ورتلو او له سره يې نوى ژوند په کې پيلاوه.
په کنده کې ډېر سيندونه بهېدل او درې برخې يې درلودې چې هاديس، تارتاروس او ايليزيوم نومېدې.
په هاديس کې مړى محکمه کېده او د راتلونکي برخليک په اړه يې پرېکړه کېده. که منل شوې واى چې د زيوس له غوښتنو سره يې سم ژوند کړى ايليزيوم ته استول کېده چې ډېر ښکلى، هوسا او زړه راکښونکى انځور شوى وو او د لرغونيو اتلانو او کره ګروهمنو استوګنځى وو. په ايليزيوم کې د انسان ټولې غوښتنې، هيلې او ارمانونه بشپړېدل او ژوند پاى ته نه پکې رسېده، خو که سرغړوونکى به وګڼل شو بيا نو هماغه تارتاروس ته ور اچول کېده چې ډېر بد، ناوړه، دردوونکى او کرکجن ځاى وو(٢).
تارتاروس دومره ژوره کنده وه چې که يو وسپنيز مارتول ورغورځول شوى واى،ايله به يې تل ته نه ورځې او نه شپې وروسته ور رسېدلاى واى. ددغه ځاى تر شاوخوا درې دېوالونه چاپېر ول او تر منځ يې اور سيندونه بهېدل.
د هومېر د شعرونو له مخې په تارتاروس کې د تيتاني زندانيو د ژوندانه څو بېلګې داسې دي:
د ګايا زوى تيتوس پر ځمکه څملول شوى او ټپوسان راځي او ينه يې خوري، خو دى ځان خوځولاى نه شي.
د سيپيلوس پخوانى پاچا تانتالوس په تنده او ولږه ناپايه ځورول کېږي. دى تر ستوني په اوبو کې تږى ولاړ دى، خو چې وغواړي اوبه وڅښي، هغه کښته ترې ټيټېږي. همدا راز يې د سر له پاسه مېوې راځوړندې دي او دى چې وغواړي راويې نيسي او ويې خوري، يو ناڅرګند لاس وروغځېږي او پورته يې ترې راکاږي.
د کورينت ښار بنسټ اېښوونکى سيسيفوس اړ کړاى شوى چې يوه غټه تيږه د غره څوکې ته اوچته کړي. هر ځل چې دى په ډېر ځور دغه تيږه ټاکلي ځاى ته ورنېژدې کوي هغه بېرته کښته راولوېږي او دى يې بيا پورته کولو ته اړ وېستل کېږي.
اکزيون پاچا د اور په څرخ پورې تړل شوى او شپه او ورځ تاوېږي.
د داناووس پاچا پېنځوس لوڼې اړ دي چې سورۍ شوې بېړۍ په يوه ګړي له اوبو تشه کړي.
په تارتاروس کې هر څوک خپله سزا ناپايه ګالي او پرلپسې بې پايلې هڅو ته اړوېستل کېږي.
د ورځني ژوندانه له ستونځو او ترخو پېښو کرکه، تر مرګ وروسته د بيا را ژوندي کېدلو ډاډ او په هغه کې ايلوزيوم ته د ورتګ هيله او له تارتاروسه کرکه او وېره هغه بنسټيز فاکټورونه ول چې په يوناني ټولنه کې يې دين ته اړتيا رامنځته کوله او انسان يې هڅاوه چې د هغو خدايانو غوښتنې او سپارښتنې پر ځاى کړي چې دوى په خپل فانتازي ځواک زېږولي ول.
داسې ښکاري چې دين ته د انسان اړتيا د هغه رښتينولۍ ته تر ژورې پاملرنې ډېره مخکې ده.
د يونان سياسي جوړښت د هغه له ګڼ خداييز سيستمه رنګ اخيستى وو او د دويم فېليپ تر واکمنۍ پورې هېڅکله يوازېنى منځنى دولت په کې رامنځته نه شو.
دغو سياسي جوړښتونو "ښار دولتي" بڼه درلوده او تر منځ يې د واک غځولو پر سر پرلپسې جګړې روانې وې.
تر اوږدو جګړو وروسته پر شپږمه مخزېږدې پېړۍ د ښاري دولتونو له ډلې "سپارتا ښار" تر نورو غښتلى شو او ويې کړاى شول چې د شمال ختيزو پېلوپوني ښاري دولتونو تر منځ يو تړون رامنځته کړي. دغه تړون له يونان سره د پوځي پياوړتيا په برخه کې مرسته وکړه او د سياسي اغېز د پراختيا لار يې ور پرانيسته.
لومړني ښاري دولتونه د زورورو اشرافي کړيو په لاس کې ول او په بشپړ استبداد و اختناق يې د وسله والو پوځونو په مرسته ساتنه کېده. که يو دولت به له داسې کورني ګواښ سره مخامخېده چې کېدای شوه ړنګ شي؛بل ګاونډي دولت يې مرسته اوملاتړکاوه. دامرسته ددې لپاره کېده چې کورني ځواکونه د د دولتونو د نسکورولو زړورتيا ونه مومي او هر دولت د هغوى پر وړاندې واک خوندي په ولکه کې وساتلاى شي. تر دې اخوا د دولتونو تر منځ کومه خواخوږي يا بله پېرزوينه نه وه. دوى هره شېبه يو تر بله وېره درلوده او ځانساتنې ته پرلپسې چمتو ول.
د يونانيو تر منځ سياسي بېلتانه يې د ملي يو والي مخه نيوله. هغه څه چې دوى يې پر دغه بېلتانه سربېره بيا هم سره نېژدې کولاى شول، د دوى پان هېليني غوښتنې، ورته مذهبي دودونه، ګډه ژبه او په ځانګړې توګه اولمپيک لوبې وې.
د اشرافي پوړ تر منځ د سياسي واکمنۍ له امله پرله پسې کړکېچونو او جګړو پر پېنځمه مخزېږدې پېړۍ په اتن ښار کې د "پېريکليس" په نوښت سياسي واک ته د رسېدلو يو نوى سيستم رامنځته کړ. دغه سيستم د سياسي جوړښت زړه استبدادي بڼه واړوله او د ديموکراسۍ په چوکاټ کې د واکمنو د ټاکنې واک د پرګنو لاسته ورغى(٣). په دغه پرګنواکۍ کې چې نېژدې يوه نيمه پېړۍ پر ځاى وه؛ د لومړني سياسي ازمېيښت په توګه ښځو، مريانو او بل هر هغه چاته د ګډون برخه نه ورکول کېده چې له اتني مور و پلاره زېږېدلي نه ول.
تر ديموکراتيک پړاوه را وروسته اتن پر سياسي ارزښت سربېره د فلسفې، پوهې او هنر په برخو کې ډېرې برياوې وګټلې او ستر تاريخي ځاى يې وموند.
پردې سربېره، په يونان کې د دوديزو خدايانو اغېز خپل ځانګړى ځاى درلود. دغه ټکي د يونان په ميتافيزيک فلسفه کې څرګندېږي. دلته د هراکليت دا څرګندونه ډېره منل شوې وه چې ويل يې: "هر څه خداى دى". دا وينا داسې هم مانا کېده چې نړۍ د خداى وجود دى او يا دا چې نړۍ په خپله خدايي ده.
ارېستو هم د هراکليت غوندې د ميتافيزيک پر کرښه روان وو. خداى يې مانه او هغه يې "ناخوځنده خوځندوى ګاڼه"(٤).
د ميتافيزيک تر څنګ ماترياليستي او اګنوستيک فلسفې هم خپل پلويان درلودل، خو داسې ښکاري چې له سياسي او ټولنيز ملاتړه بې برخې وه او څرګندولو يې سخت ګواښ پېښولاى شو.
په دغه ټکي د پوهېدلو لپاره به همدا بس وي چې د "سوکرات ٣٩٩-٤٧٠ مخزېږد" برخليک ته ځير شو. هغه په اتن کې يو کارېزماتيک شخصيت ګڼل کېده. همدغه ځانګړى شخصيت پر ده پورې سور اور شو او د يو شمېر هغو کړيو رخه او کرکه ورنېغه شوه چې دده د سيالۍ جوګه نه ول. دوى د ديني لمنې په نيولو د سوکرات د له منځه وړلو اسانه لار ومونده او دا يې ور پلمه کړه چې هغه د دوى خدايان نه مني او په خپلو ښوونو زلمى کول له دينه بېلارې کوي.
ددغه تور سزا مرګ وه. سوکرات مرګ ومانه او د سڼکيا کټورى يې په ستوني کې تش کړ، خو له خپله انده وانه وښت.
که ددغه فيلسوف شاګردانو (اپلاتون، کسينوفون و اريستوفان) يې د فلسفي ليدلوري يادونه کړې نه واى، کېداى شوه چې موږ به نن نه پېژانده(٥). دا ځکه چې له دغه فيلسوفه هېڅډول ليکنه راپاتې نه ده.
له دې سره هم په يونان کې دين و خدايان د ټولو لپاره د منلو او نمانځنې وړ نه ول. "اويهېمېروس" له همدې ډلې څخه هغه فيلسوف وو چې ويل يې خدايان له آره هغه لرغوني پاچاهان و اتلان ول چې ځينې ځانګړې چارې يې سر ته رسولې او په اساطيري سيستم کې يې د خدايانو بڼې موندلې دي.
د سياسي واک پر سر پرلپسې شخړې او د ښاري دولتونو تر منځ اوږدې جګړې د منځني دولت له جوړېدلو سره پاى ته ورسېدې او يونان د يوه پوځي زبر ځواک په بڼه راڅرګند شو.
ددغه تاريخي پړاو پيل پر ٣٥٩ مخزېږدي کال په ماکېدونيا کې د دويم فېليپ له واکمنۍ سره تړاو لري. هغه د يوناني ښارونو له هغو خپلمنځي جګړو ګټه واخيسته چې له اوږدې مودې راهيسې روانې وې. دده سياسي تاکتيک دا وو چې د واک هيله منې سيالې اشرافي کورنۍ يې له ځان سره يو ځاى کړې او ډېر ژر يې داسې غښتلى پوځ پر پښو ودراوه، چې په زور يې ماکېدونيا پر ټول يونان واکمنه شوه. له دې سره، په "تراکين" کې د سرو زرو کان لاسته ورغى او له مالي پلوه غښتلى شو.
فېليپ د يوې لويې امپراتورۍ د جوړولو ستراتيژي درلوده او د هغې د پلي کولو اړوند پوځي- لوژستيکي تابيا يې نيولې وه، خو کورنيو پټو لاسونو د مرګ په څاپېړه وواهه او هر څه يې ترې پاتې کړل.
د فليپ زوى اليکساندر چې د پلار ځايناستى شو؛ د هغه د ارمان پوره کولو لار پر مخ بوتله او د مديترانې له کڅو يې د هند تر بريده او منځنۍ آسيا د يونان تر ولکه لاندې راوستل. له دې سره، په نيول شويو سيمو کې د هيلينيستي کلتور پراختيا ته لار هواره شوه او يونان د يوه ستر تمدن په نامه وپېژندل شو.
د اليکساندر له بيړني مرګ سره نه يوازې د هغه ستراتيژي بشپړه نه شوه چې لا هماغه جوړه کړې امپراتوري يې هم وشنل شوه او يوناني واکمن ډېر ژر د هماغو سيمو له اوسېدونکيو سره پيوند شول چې د دوى تر ولکه لاندې ول.
د اليکسارندر تر مرګ وروسته يونان په هيليني پېر کې د خپلمنځي جګړو ډګر شو. د انتيګونوس (د اليکساندر ستر جنرال) پلويانو هڅه کوله چې ماکيدوني امپراتوري بېرته ټينګه کړي او د اتن اوسېدونکيو هلې ځلې کولې چې اتن د يوه خپلواک ښار په توګه پاتې شي. دغه راز غوښتنو جګړو ته لار پرانيسته او د هېواد سياسي او پوځي ټيکاو يې کمزورى کړ. دا مهال په شمال لويديځ کې رومي ځواکونو له دغه کړکېچه ګټه واخيسته او د ماکيدونيا تر ټکولو وروسته مخ پر اتن ور شېوه شول او ګرد يونان يې د رومي پاچاهۍ يو ولايت کړ.
د يونان په لرغوني سياسي تاريخ کې دولتونه د دين ساتندوى ښکاري. "د سوکرات مرګ يې يوه بېلګه ده".
تر ټولو ستره ګټه چې سياسي واکمنو له دينه تر لاسه کوله دا وه چې خپلو پرېکړو ته يې د روحاني کړيو په مرسته ديني مشروعيت ورکولاى شو.
په لرغوني يونان کې دا باور ډېر کلک وو چې د "اوراکل" و "مانتيک" په مرسته يو شمېر ځانګړي انسانان او ځينې نښې په ورځنيو چاور کې د خدايانو خوښه او پرېکړه څرګندولاى شي. د وړاندوينې دغو دواړو هنرونو پر لمر خداى زيوس پورې اړه درلوده چې هغه يې وروسته واک اپولون ته هم ورکړى وو.
اوراکل سپېڅلي ځايونه، ټاکلې ورځې او ځانګړي روحانيون (پېتيا) درلودل. په ديلفي کې د اپولون اوراکل د ګرد يونان لپاره تر ټولو اوچت ارزښت درلود. هر چا به چې غوښتل د خپلې راتلونکې په اړه د خدايانو په خوښه وپوهېږي، يو لړ مذهبي مراسم به يې پر ځاى کول او له پېتيا څخه يې غوښتل چې پايله يې ورته ووايي. پېتيا تر اړوندو مذهبي مراسمو وروسته ځان بېسده کاوه او داسې ګډې وډې او اپلتې يې ويلې چې څه مانا يې نه درلوده. د دوى تر منځ به يو درېيمګړى ناست وو چې ګوندې د خداى خبرې ژباړي.
سياسي واکمنو هم له همدغه کلک منل شوي دوده ګټه اخيسته او ددې لپاره چې ټولنيز- ديني ملاتړ تر لاسه کړي او هوډ يې خدايي بڼه ومومي؛ اوراکل ته يې لاس اچاوه. ښکاره ده چې روحانيون د سياسي واکمنو په غوښتنو پوهېدل او له هغوى سره سمې څرګندونې يې ورته کولې. واکمنو دغه څرګندونې ټولو ته پرډاګه کولې او په ټولنه کې دا ډاډ بشپړېده چې ګوندې زيوس د واکمن له پرېکړې سره همغږى دى. دغه هنر د واکمنو د کړنو د خدايي ملاتړ په توګه کارول کېده او ژور سايکالوژيک اغېز يې مونده.
دا چې اوراکل و مانتيک په سياست کې ډېره مرسته کوله او ولۍ يې پر دين پورې نښېتې وې، منطقي ده چې سياسي واکمنو يې د ژوندي ساتلو لپاره په ټولنه کې د ديني باورونو د کلک ساتلو هڅه کوله.
رومي دينواکه امپراتوري
تر مسيحي کالشمېره نېژدې اووه سوه کاله وړاندې د يوناني انتيک تمدن تر څنګ شمال لويديز لوري ته "روم" د نړۍ په تاريخ کې د يوه نوي ځواک په بڼه راڅرګند شو.
د روم د تاريخي ځانګړتيا سياسي اړخ تر مدني هغه پېړ دى؛ ځکه چې د تمدن په بنسټ کې يې د يونان ډبرې اېښوول شوې وې او په سياسي جوړښت کې يې هم تر يوه ځايه د ارېستو او اپلاتون سياسي نظريات له تيورۍ پراتيک ته راوېستلي ول. دغه واکمني تر لومړۍ مسيحي پېړۍ پر اروپا سربېره تر لويديزه آسيا، منځني ختيځ و شمالي افريقا پورې وغځېده او ځواکمنه امپراتوري شوه. په هغې کې د بېلابېلو ژبو، دينونو او داسې نورو کلتوري ارزښتونو خاوند اتنيکي ګروپونه تر ولکه لاندې راوستل شول. په يوه کړۍ کې د دومره لويې ځمکې او پر هغې د بېلابېلو مېشتو ټبرونو اداره يو ګران کار وو.
رومي امپراتورانو ددې چارې د پر مخ بيولو لپاره تر هر څه لومړى وېره کاروله. دغې وېرې دوې بڼې درلودې. لومړۍ يې له رومي خدايانو وېره وه چې له پېړيو راهيسې يې په ټولنيز شعور کې دوديز ځاى نيولى وو او کيسر د امپراتورۍ اوسېدونکي اړ کړي ول چې هرومرو د روم پر خدايانو ګروهمن وي. دويمه يې دولتي وېره وه چې د وسله وال پوځ و ژاندارم په زور خپرول کېده. د وېرولو دغه دواړه سازمانونه (دين و دولت) د کيسر په لاس کې ول.
هماغسې چې د لرغوني مصر و انتيک يونان په تيولوژۍ کې د "لمر" تر واک لاندې ګڼ خداييز سيستم منل شوى وو او لومړى "د خدايانو پاچا امون (رې)" او بيا "زييوس" ستر خدايان ګڼل کېدل؛ په رومي تيولوژۍ کې هم هرې پېښې او ښکارندې ته يو خداى ځانګړى شوى وو.
پروسېرپينا، سېګيستا او فلورا د کر کيلې خدايان ول. ماتورا دولتي چارې سمبالولې. مارس په جګړو کې د لښکر مرستندوى وو. ژانوس د ورونو ساتنه کوله. وېستا د اور لپاره ځانګړې شوې وه او لمر خداى (ژيوپيتر) اورښت کاوه، کرنيزه يېبره يې پخوله او د ټولو خدايانو له پاسه ځاى ورکړل شوى وو.
هله چې د روم خدايي جوړښت وده کوله، لرغوني رومي خدايان له يوناني هغوى سره د ورته والي له مخې همرنګي شول او رومي دين له هيلينيستي پړاوه د تېرېدلو په ترڅ کې يوناني ميتولوژي خپله کړه. ايتروسک (ايټاليا ته ورکوچېدلې ډله) هم په دغه بهير کې خورا اغېزناک شول او دولتي دين ته يې ځانګړې سازماني بڼه ورکړه. دغه اغېز د خدايانو ځواک له سياست سره وپېيه او لوړپوړيو چارواکيو د ژيوپيتر، مارس او نورو خدايانو د لمانځنې او هغوى ته د قربانيو د سنبالولو چارې پر غاړه واخيستې.
د روم په ګڼ خداييز سيستم کې د اړتيا له مخې پرديو اغېزناکو خدايانو ته ځاى ورکول کېده. له همدغه لامله پر ٢٠٤ مخزېږدي کال لومړى ځل د کوشنۍ اسيا د خدايانو مور (کېبېلي) په روم کې ومنل شوه.
د کيسر د واکمنۍ په کلونو کې د هغه د ښېگڼو، افکارو او د واکمنۍ برکتي کولو ځانګړي مزدکونه جوړ شوي ول چې ولس کيسر ته د ريښتينولۍ سوګندونه او زبات هم پکې کاوه(٦).
روميان ګروهمن ول چې د دوى خدايان په تېره لمرخداى (ژيوپيتر) هغومره اوچت ځواک لري چې هېڅوک و هېڅه يې سيال نه دي. دغه بېساري اټکلي ځواک دوى اړوېستل چې په ستونځو کې مرسته ترې وغواړي؛ ويې ستايي او هر ژمى يې په لوى جشن ولمانځي. دا جشن د مسيحيت تر لومړيو هم په پخوانۍ بڼه پر ځاى وو.
پاپ پر څلورمه پېړۍ د پخوانيو دينو او دودو د هېرولو او ډوبولو په موخه لارښوونه وکړه چې تر دې اخوا دې دغه ورځ د مسيح د زېږورځې په نامه ونمانځل شي. تر دې وروسته د رومي تيولوژۍ دغه لرغوني جشن په مسيحي چوکاټ کې په بله بڼه د "کرېسمېس" په نامه ځاى ونيو.
په رومي دين کې خدايان د واکمنو په وجود کې مجسم کېدل او په همدې پلمه دولت ته د مصري فراعنه وو په پېښو خدايي سپېڅلې بڼه ورکول کېده.
د دولت درېيو ساتندويو خدايانو (ژيوپيتر، جونو، مينېروا) ته له سياسي پلوه ځانګړې پاملرنه ور اوښتې وه او په ټولنه کې يې د لمانځنې کلکه غوښتنه کېده.
روميانو په يوه ځانګړې پېښېه کې چې خداى به يې نه ورته درلود؛ د مرستې او ملاتړ د لاسته وروړلو لپاره د نورو دينو خدايانو ته مخ ور اړاوه او هغوى يې په خپل دين کې ورځايول. په ځانګړې توګه، تر درېيمې مخزېږدې پېړۍ را وروسته دا دود ګړندى شو او په ترڅ کې يې د اريانا د رڼا ښځينه خداى (ميترا) هم په خدايۍ ومنل شوه(٧).
دولت پوهېده چې د رومي ټولنې د ژوندانه په هره برخه کې د خدايانو اغېز خورا جدي دى. دغه فاکتور پر دين د دولت تکيا لا کلکه کړه او د هغه د لومړني پلي کوونکي او ساتونکي ځواک بڼه يې وروبښله. په دغه لړ کې دولت دا دنده پر غاړه واخيسته چې د بېدينۍ مخه ونيسي او د نمانځنو او ديني چارو د پر ځاى کېدلو هر اړخيزه څارنه وکړي.
امپراتورانو چې پر خدايانو د ټولنې کلک باور ليده؛ له هغوى سره يې په بېلابېلو پلمو ځانونه وپېيل او خدايي- سپېڅلي کرکټرونه يې خپل کړل. له دې سره، رومي امپراتوري "خدايي واکمني" نومېده او دا باور منځته راغى چې له کيسر سره مخامخ خدايي مرسته او ملاتړ ملګري دي.
نوموړى باور د سياسي واکمنۍ تر ټولو اسانه سايکالوژيکه بيمه وه چې له ډېرو کورنيو ګواښونو يې ژغورلاى شو. دا ټکى راښيي چې رومي کيسر د مصري فرعون يو تاريخي تکرار او رومي امپراتوري د بې اهرامه فرعونانو دينواکي وه. په دغه سيستم کې دين و سياست په ګډه د دولتي ماشين څرخونه تاووي او د کيسر د واکمنۍ د پياوړتيا په لار کې يو د بل ساتنه کوي.
رومي واکمن پوهېدل چې دين يې د سياسي واکمنۍ د پايښت په بهير کې تر ټولو اغېزمن لوښى دى او په کار ده، چې کلکه ساتنه يې وشي. دوى د دود شويو ديني ارزښتونو د ننګې او ملاتړ په لار کې خورا جدي ول او له هر هغه چا سره يې زړه بوږنوونکى جزايي چلن کاوه چې دغه ارزښتونه بابېزه ورته ښکارېدل يا يې د هغوى د له منځه وړلو هڅه کوله. دا وينا د امپراتورۍ له هغو عکس العملو لا ښه څرګندېږي چې د يهودو او بيا يې د مسيحيت په لومړيو پېړيو کې د مسيحي مېسيونرو(تبليغيانو) پر وړاندې ښکاره کول. په دغو پېړيو کې امپراتورۍ ګڼ شمېر مسيحي مېسيونران ووژل، ځکه دوى د نوي دين (مسيحيت) په دودولو سره هغه زاړه دينونه بې باوره کول چې اوږده موده د واکمنۍ ستنې پرې ولاړې وې. وروسته چې مسيحيت پراختيا ومونده، همدغو واکمنو د خپل پايښت لپاره د زړو بېواکه شويو دينو پړى خوشې کړ او د نوي هغه ته يې منګولې ورواچولې.
دغه تاريخي- ټولنپوهنيزه زده کړه راښيي چې واکګټنې او واکساتنې تل ستراتيژيک ارزښت درلودلاى او له ټولنيز شعوره د هغه په لار کې تاکتيکي کار اخيستل شوى دى.
په هغو ټولنو کې چې د شعور ستره برخه يې پر ديني بنسټونو ولاړه وي، يو شمېر سياسي کړۍ په ديني ميکانېزم کې تر ځانپېيلو وروسته په اسانۍ سره خپلې ستراتيژۍ ته رسېدلاى شي.
دا هرومرو نه ده چې سياسي- ديني کړۍ به يو مخيزې هماغسې پر يوه دين ګروهمنې وي، لکه يادونه يې چې کوي، خو دا هرومرو ده چې د تاکتيکي مانور په ترڅ کې به ديني ټولنې ته ځان داسې ښيي چې د دين تر ټولو غوره خواخوږي وګڼل شي.
په سياسي تياتر کې ددغو لوبو کلک بنسټ رومي امپراتورانو کېښوو. دوى د طبيعي او مسيحي دينواکۍ پر دواړو سټېجونو ښه ولوبېدل او تر دواړو پردو لاندې نېژدې دوه زره کاله د ناخبرو پرګنو پر اوږو سپاره ول.
د مسيحيت منځته راتګ و پراختيا
رومي امپراتورۍ له نيول شويو سيمو او پرګنو درنې ماليې ټولولې؛ وينځې او مريان يې نيول؛ خوځنده او خپلواکپال ځواکونه يې د خداى له پرېکړې او خوښې په سرغړاوي تورنول؛ رنګرنګ سزاوې يې ورکولې؛ ځپل يې؛ زندانو ته يې اچول او په ډبر زړي چلن يې وژل.
دغه ترخه او زورواک چلن ولږه، بېوزلي، ناپوهي او راز- راز ټولنيزې نيمګړتياوې وزېږولې.
نوموړيو ناوړه ټولنيزو، سياسي او اقتصادي شرايطو د ژوندانه په بهير کې د يوه نويوالي او اوښتون بيړنۍ غوښتنه کوله.
له سياسي پلوه دا راز اوښتون ډېر سخت وو، ځکه چې امپراتورۍ هر ډول خوځښت په کلکه ځاپه او جرړې يې وروېستلې. د ساري په توګه، پر لومړۍ مخزېږدې پېړۍ "سپارتاکوس" په ډېره اتلولۍ د مريانو د خپلواکۍ غورځنګ رامنځته کړ او تر يوه ځايه پر مخ هم ولاړ،خو د وسله وال پوځ په زور د هغه په ګډون لسګونه زره خپلواکپال يا په تورو او غشيو په کې ووژل شول او يا هم پر صليبونو وځړول شول.
د زرواکۍ دغه راز ترخو اغېزو په ټولنو کې د نهيلۍ څپې خپرې کړې او په ښکېل شويو پرګنو کې يې د مخامخ غبرګون ځواک وواژه، خو هغه کرکه چې د واکمنې کړۍ د ناوړه او نا انساني چلن پر وړاندې يې د پرګنو په زړونو کې ځاى نيولاى وو؛ نه يوازې له زړونو ونه وته، چې لا يې د هرې ورځې په تېرېدلو سره وده هم کوله. په دغه لړ کې يهودو هيله درلوده چې خداى به له اسمانه يو داسې ژغورونکى (مېسياس) راولېږي چې دغو ټولو ناخوالو ته به د پاى ټکى کېږدي. دوى تر بل هر چا د رومي امپراتورانو پر سپېڅلتيا بې باوره ول او د خپل دين په چوکاټ کې يې هغه خدايي ځانګړتياوې منلاى نه شوې چې واکمنو ځانته غوره کړې وې. همدغه ټکي د نورو په پرتله له دوى سره د سياسي شعور په وده کې مرسته کوله او دا باور يې ور پياوړى کاوه چې دغه واکمني د نسکورولو وړ ده او خداى يې ساتنه نه کوي. د همدغه باور په رڼا کې يو شمېر يهودي کړيو د خپلواکۍ هلېځلې کولې.
د روم امپراتور د ځان په اړه د هغوى پر فکري څرنګوالي پوهېده او تل يې ځپل، ځورول او تر ځانګړې څارنه لاندې يې ساتل.
څه له پاسه دوه زره کاله وړاندې د ولږې، بېوزلۍ، مرييتوب، ښکېلاک، زبېښاک، اختناق و استبداد تر تورو ورېځو لاندې د تاريخ يو نوى پړاو پيل شو. د بايبل څرګندونې دغه پړاو د هيرودوس د واکمنۍ پر مهال په "بيت لحم" کې د عيسى مسيح له زېږېدنې سره تړي. په دغو ليکنو کې راغلي چې د عيسى مور مريم د يوسف نجل وه. دوى لا واده کړى نه وو چې سپېڅلې اروا هغه دوه ځانې کړه. يوسف چې اخلاقي آرونو ته ډېر ژمن وو؛ پرېکړه يې وکړه چې دغه کوژده وشلوي، خو دا يې په پټه غوښتل، ځکه چې د مريم د سپکېدا اندېښنه ورسره وه. يوسف په همدغو چورتونو کې ويده شو او په خوب کې يې ملايکه وليده چې ورته ويې ويل: له مريم سره واده وکړه. د هغې په ګېډه کې کوشنى له سپېڅلې اروا دى چې وزېږېد عيسى (ژغورونکى) نوم به پرې کېږدې. هغه به خپل قوم له ګناهو وژغوري.
يوسف چې له خوبه راويښ شو، د ملايکې په سپارښتنه يې مريم واده کړه او کور ته يې راوسته، خو تر هغې چې هغې خپل زوى زېږاوه، ورسره ملاست نه شو.
سره له دې چې د زېږېدنې داسې پېښه په بيولوژيکي قانون کې نه راځي، خو په تيولوژيکي چوکاټ کې يوه منل شوې پېښه ګڼل کېږي او منطق يې دادى چې "خداى هر څه کړاى شي".
مسيحيان عيسى د خپل دين خدايي سرچينه ګڼي(٨) او ګروهمن دي چې خداى د انسانانو د ژغورنې لپاره خپل زوى عيسى نړۍ ته راواستاوه او همدا چې د روميانو په لاس ووژل شو، ورسره انسانان هم له ميراثي ګناه پاک شول او هغه بېرته اسمان ته ولاړ.
تاريخ څېړونکي وايي چې رومي امپراتوارۍ يوازې له سياسي لامله عيسى وواژه، ځکه ورته ويل شوي ول چې د کيسري واک پر وړاندې سياسي پارونې کوي(٩) او غواړي پر ځمکنيو پاچاهانو تر بري وروسته په خپله پاچا شي. دغه ټکي دا وېره وزېږوله چې شکمن يهود به د امپراتورۍ پر وړاندې کوم ګواښ پېښ کړاى شي. روميو د عيسى د صليب له پاسه يوه دړه ځړولې وه چې په ملنډو يې "د يهودو پاچا" پرې ليکلي ول. ددې ليکنې مانا دا وه چې له دې پېښې سره جوخت د يهودو د خپلواکۍ ګردې هيلې پر صليب وځړول شوې.
په دغو څرګندونو کې دا هم ويل شوي چې لومړي مسيحيان د عيسى په اړه دومره ډېر غږېدلي چې هغومره هغه په خپله د ځان په اړه غږېدلاى نه وو(١٠). له دې جوتېږي چې نېژدې نيمه پېړۍ وروسته چې د "پاولوس" د ليکنو په ګډون بايبل ليکنې پيل شوې؛ ليکوالو يې په خپل نوښت د عيسى وګړه (شخصيت) خدايي وښوده او هڅه يې وکړه چې د نوي دين د سرچينې په توګه يې سايکالوژيک اغېز پياوړى کړي.
مسيحيت د عيسى د کارېزما پر بنسټ په داسې يوه چاپېريال کې منځته راغى چې پر ناوړه ټولنيزو شرايطو سربېره، دوديز خدايان زاړه شوي او په سيمه کې يو پياوړى، يوازېنى او ډېر منلى دين نه ليدل کېده. دا مهال يهود هم پر څو ډلو وېشل شوي او په خپلو کې سره وران ول.
د امپراتورۍ زورواک وسپنيز چلن هم د ښکېل شويو او اسکېرليو پرګنو ورځنى ژوند له نهيلۍ سره مخامخ کړى وو. زورورو فيوډالانو هره ورځ له کمزوريو بزګرو ځمکې نيولې او تر سختو نا انساني شرايطو لاندې يې په مريانو د متروکې په زور کرلې. له دې سره، په کليو کې د وزګارۍ کچه پورته تله او تشلاسې پرګنې د کار موندلو لپاره مخ پر ښارونو ورشېوه کېدې. دا چې هاغه مهال د ښارونو د کوشنيو مانوفاکتورو غېږ دومره ارته نه وه چې دغو بېشمېره وزګارو ته کار ورکړاى شي؛ نو له ګدايۍ پرته بله لار نه ورپاتې کېده.
د شتمنو او بېوزلو تر منځ ارت ټولنيز واټن هره شېبه نشتمن انسانان پاڅون ته هڅول، خو امپراتورۍ د شتمن پوړ په هر اړخيز ملاتړ له همدغو بېوزلو پرګنو يوه شمېر ته په پوځ کې ځاى ورکړى وو؛ په وسلو يې سمبال کړي ول؛ په ګېډه يې ماړه ساتل او د هر رنګه پاڅون ځپلو کار يې ترې اخيسته.
دغه راز ټولنيزو شرايطو د يوه فکري نويوالي او په ژوندانه کې د هيلو او اروايي ډاډ د راپنځېدلو غوښتنه کوله. تر همدغو ترخو شرايطو او کلکو دولتي مخنيويو لاندې مسيحيت د پاولوس غوندې سر سپارلي ګروهمن وموندل چې په پټه يې نوى دين (مسيحيت) پر يومه او دويمه پېړۍ تر سوريې، کوشنۍاسيا، يونان، شمالي افريقا، ايټاليا، اسپانيا او فرانسه پورې وغځولاى شو.
د مسيحيت د چټکې ودې او پراختيا ټولنپوهنيز لامل دا وو چې تر هر څه لومړى د بېوزله ډېرګړيو (اکثريت) د پاملرنې وړ وګرځېد. دا مهال د ټولنيزو جوړښتونو ستره برخه بېوزلي او مريان ول.
مسيحيت د شتمنو او واکمنو پر وړاندې د همدوى خوا ونيوه او ويل يې چې عيسى په بېوزله چاپېريال کې زېږېدلى؛ تل يې په بېوزلۍ کې ژوند کړى او د بېوزلو او رنځورو پلوي او خواخوږى وو.
همدا راز يې د ټيټ پوړ د ډاډېينې لپاره وويل چې جنت ته د يوه شتمن ورتګ هماغومره ستونځمن دى، لکه يو باړ کړى اوښ چې د ستنې له سوري تېرېږي(١١).
لومړنيو مسيحي ټولنو ټينګار درلود چې شتمني دې پر ګرده ټولنه ووېشل شي او خدايي عدالت غوښتنه کوي چې ټول دې هغې ته يو راز لاسرسى ولري.
دا څرګندونې بېوزله پوړ ته پر زړه پورې وې. دوى ليدل چې پخواني دينونه يوازې د زورورو تر شا ولاړ ول او تل يې د هغوى د ګټو ساتنه کوله، خو مسيحيت له شتمنۍ مخ اړوي او د ځورېدليو تر څنګ ولاړ دى.
د مسيحيت بل غوره انساني اړخ دا وو چې د وګړيو تر منځ يې د برابرۍ زېرى راووړ او د زرګونه کلن مرييتابه د وراسته شوي ټولنيز- اقتصادي دود د غندنې او مخنيوي غږ يې پورته کړ. دغه دين پرګنې خپلمنځي مينې، زړه سوي او خواخوږۍ ته وربللې او د کرکې او رخې پر ځاى يې د بښنې، زغم و تېرېدنې اخلاقي ارزښتو ته وده ورکوله. دا ګرد سره هغه آرونه ول چې واکمنو ترخو ټولنيزو شرايطو يې کلکه غوښتنه کوله او واکځپليو او اسکېرليو پرګنو خپله اروايي هوساينه او د ورځني ژوندانه ارمانونه په کې ليدل. همدا لامل وو چې د مسيحيت لومړنيو جرړو او وليو تر ځمکې لاندې د مرييو او د ټولنې په بېوزله پوړ کې چټکه وده او پراختيا ومونده.
دا هغه کلونه ول چې رومي امپراتوري کمزورې شوې او د پايښت نوې لارې چارې يې لټولې.
کيسر "کونستانتين" د همدغې لټې په ترڅ کې ځير شو چې له دومره کلک څار و مخنيوي سره، سره بيا هم له مسيحيته يو غښتلى دين جوړ شوى او دومره ډېر پلويان يې موندلي دي. ده وپتېيله چې له دغه دين سره په يو ځاى کېدلو کې به له يوه پراخ پرګنيز ملاتړه برخمن شي او په دې توګه به د امپراتورۍ لړزنده ستنې بيا کلکې کړاى شي. په دې توګه يې پر ٣١٣کال مسيحيت او د نورو دينو تر څنګ د هغه آزادي ومنله او وروسته پر ٣٩١ کال کيسر "تيودوسيوس" د ګردې امپراتورۍ د دولتي دين په نامه وپېژاند(١٢).
مسيحي دينواکي
تر دې وروسته مسيحي ميسيونرو شپه او ورځ پر ځان يوه کړه او د مسيحيت د خپرولو لپاره يې ښکاره هلېځلې پيل کړې. دا هلېځلې اته سوه کاله وغځېدې او په دې موده کې دومره پرګنې مسيحيت ته ورننوتې چې په اروپا کې يې د يوه بېساري يو موټي ديني ځواک بڼه ومونده. ددغه ځواک واګي د پاپ په لاس کې ول. هغه ليدل چې ټولنه د کليسا له لارښوونو سره سمه تر غوږو پورې په دين کې ډوبه شوې او مسيحي شوې پرګنې يې په پټو سترګو هره لارښوونه او پرېکړه بې "ولې؟ او څنګه" پر ځاى کوي.
دغې وړتيا او پياوړتيا، چې مسيحيو په خپله خوښه پاپ و کليسا ته ور پر برخه کړې وه؛ پاپ زړور کړ چې په سياسي چارو کې مخامخ ګډون ته مټې ونغاړي.
دولتونو ددې پرېکړې پر وړاندې "نه" ونه ويلاى شول. دوى پوهېدل او وېرېدل چې د مسيحيو شمېر زښته ډېر شوى او ګرد سره په يوه غږ د پاپ د هرې پرېکړې ملاتړ کوي. که چا يې پر وړاندې "نه" وويل، ټول به پرې راپاڅېږي او يوه شپه به هم په واک کې پاتې نشي.
د دين و دولت تر منځ لانجه
تر لومړي کونستانتين را وروسته منل شوې وه چې که څه هم پاچا په کليسايي جوړښت کې ځاى نه نيسي، خو کليسا به هغه قانوني پرستېژ ورکوي چې نور اشراف ترې بې برخې دي.
دا آر تر کيسر (لومړي اوتو) پورې چلېده. يوازې همدومره وه چې پاپ د کيسر سر نه ورغوړاوه. د سر غوړولو مانا دا وه چې پاپ د خداى په استازيتوب کيسر ومانه؛ ويې ټاکه او له خدايي ملاتړه برخمن شو.
د مصري رنځپوه "سېنوهه" په يادښتونو کې راغلي چې په لرغوني مصر کې هم کټمټ همدا دود وو. د هر فرعون د واکمنۍ پر لومړۍ ورځ د آمون کاهنانو په معطرو تېلو د هغه سر و ځان ورغوړول او له دې سره يې داسې باور خپراوه چې ګوندې خدايۍ ته ورسېد او د «امون» تر سيوري لاندې شو.
په يوناني ژبه "کرېستوس" هم غوړ کړاى شوي ته وايي. د کليسا دا څرګندونه مصري تيولوژۍ ته زښته ورته ښکاري چې وايي خداى، عيسى د پاچاهۍ لپاره غوړ کړ.
مسيحي پاچاهانو د مذهبي پرستېژ ګټلو په هيله د پاپ په لاس د سر غوړولو ډېره تلوسه درلوده. لومړى "اوتو" چې پر ٩٣٦ کال د ختيز فرانګ پاچا شو؛ ورسره جوخت يې په ستر بيشوف (د يوې سيمې د ټولو کليساوو مذهبي مشر) خپل سر هم غوړ کړ. تر دې پېښې ٢٦ کاله وروسته چې "اوتو" د کيسر تاج پر سر کېښوو؛ په لويديزه اروپا کې يې يوه نوې ځانګړتيا په برخه شوه او هغه دا چې د نورو مسيحي واکمنو په پرتله غوړ کړاى شوى (خداى منلى) کيسر شو.
د ١٠٧٢-٩٣٦ کلونو په موده کې د سياسي واکمنو تر منځ د سيمه ييزو کليساوو پر وړاندې خپلمنځي پوهاوى دومره پياوړى وو چې د کليسايي مشرانو د ټاکنې بشپړ واک يې په لاس کې وو. پر يوولسمه پېړۍ دولتي او کليسايي واکمنۍ يوه بلې ته ډېرې نېژدې او داسې دوه اړخيزې مرستندويې شوې چې د روم مطليقيت يې له خنډ سره مخامخاوه. رومي مذهبي کره کتونکيو دا چلن نه خوښاوه او ويل يې چې د روحاني چارو لپاره د عوامو په خوښه د چا ټاکنه ناسمه ده. دوى اندېښمن ول چې که دا لړۍ همداسې روانه وي، يوه ورځ به مذهبي زده کړې او ځانګړنې خپل ارزښت وبايلي او ځاى به يې واکمنو ته نېژدېوالى او هغوى ته رښتينولي ونيسي.
په دغه بهير کې يوه نوې اريستوکراسي مخ پر وده وه چې هم د پاچا ملاتړ ورسره وو او هم يې مذهبي اړخ درلود. د کليسا واګي ورو، ورو همدغې اريستوکراسۍ ته ورکړل شول چې له دواړو سياسي- مذهبي اړخو قانوني ګڼل کېده.
پاچا د سياسي واکمنۍ د ټينګښت په لار کې ددغه نوي سازمان په ارزښت وپوهېد او په خپله خوښه يې پرلپسې بېشوف ټاکنو ته ملا وتړله.
پاپ د کليسا په سازماني چارو کې د پاچا لاسوهنه د خپل واک کمزورتيا وګڼله او د هغو بيشوفانو نومونه يې له کليسا وتوږل چې دده له خوښې پرته ټاکل شوي ول.
پر ١٠٧٥ کال جرمن پاچا "څلورم هاينريښ" روم ته په بې پروايۍ د "مايلند" هغه بيشوف بيا وټاکه چې پاپ اليکساندر له کليسا وېستلى وو. د پاپ اليکساندر تر نېژدې مړينې وروسته پاپ "اووم ګريګور" په دې اړه له څلورم هاينريس سره وغږېد، خو پاچا يې پر غوښتنه غوږ ونه ګراوه او لا يې په ايټاليا کې هم د خپلو پلوي بيشوفانو ځاى پر ځايول پيل کړل.
پاپ ددغه چلن له لامله د پاچا سلاکار وغانده؛ د کليسا له غړيتوبه يې ويوست او پاچا يې وګواښه چې که غوښتنه يې ونه مني همداسې به له ده سره هم وکړي.
د پاپ له خوا د چا غندنه او د کليسا له غړيتوبه يې بې برخې کول يوه درنه سزا وه. غندل شوي په ټولنه کې هر ډول ملاتړ بايله او هر چا په خپل لاس وژلاى شو. که څوک به تورن شو چې د غندل شوي مرسته يې کړې، هغه هم غندل کېده. د غندنې سزا يوازې پاپ بښلاى شوه.
د جرمني بيشوفانو چې د پاچا په خوښه ټاکل شوي ول او پوهېدل چې پاپ يې لرې کوي؛ د پاچا خوا ونيوه او زړور يې کړ. پر ١٠٧٦ کال هاينريښ د همدغه خوانيوي په ډاډ د بيشوفانو غونډه وروبلله او د پاپ د لرې کېدلو غوښتنه يې وکړه(١٣). پاپ د ١٠٧٥ کال د دسامبر پر اتمه نېټه د يوه ليک په ترڅ کې د هاينريښ له لوري د مايلند بيشوف ټاکنه وغندله او ويې ويل چې سملاسي دې د روم پرېکړې ته غاړه کېښوول شي.
دا ليک داسې مهال خپور شو چې تر هغه وړاندې د عوامو په خوښه د کليسايي چارواکيو ټاکنه او د کليسايي څوکيو پلورنه ناسم بلل شوي ول.
د همدغه کال د مارچ په مياشت کې پاپ خپله يوه وينا خپره کړه چې په هغې کې يې ځان د ګردو کليساوو يوازېنى واکمن ښودلى وو. ددغې اوه ويشت توکيزې وينا ځينې توکي دادي:
- د رومي کليسا بنسټ څښتن (خداى) ايښى دى.
- د روم پاپ د ګردې نړۍ لپاره دى.
- يوازې دى (پاپ) بيشوفان ټاکلاى، لرې کولاى او بښلاى شي.
- يوازې دى کيسر ټاکلى شي.
- ګرد اشراف به يوازې د پاپ پښې کښلوي.
- يوازې دده نوم به په کليسا کې اخيستل کېږي.
- دى کړاى شي، چې کيسر بېواکه کړي.
- هېڅوک دده پرېکړه ماتولاى نه شي، دى په خپله هغه اړولاى شي.
- هېڅوک دده په اړه پرېکړه نه شي کړاى.
- هره کليسا به مهمې رښتپېښې ده ته وړاندې کوي.
- رومي کليسا هېڅکله تېروتې نه ده او د سپېڅلې ليکنې (بايبل) له ښوونو سره سمه به هېڅکله تېر نه وځي.
- دى د واکمنو پر وړاندې د اتباعو متابعت شنډولاى شي...
څلورم هاينريښ د دين و دولت تر منځ په دغه روانه توده جګړه کې پاپ ته ځان ونه سپاره.
پاپ د هغه پر وړاندې د ١٠٧٦ کال په پيل کې د پاچاهانو غونډې ته د بلې وينا په ترڅ کې څرګنده کړه چې تر دې وروسته څلورم هاينريښ پاچا نه دى. ورسره يې شل ورځې وروسته هغه د کليسا له غړيتوبه غندلى ووېست او ټولو اتباعو ته يې لارښوونه وکړه، چې نوره يې خبره ونه مني.
له دې پېښې سره جوخت، پاچا د جرمني بيشوفانو ملاتړ وبايله او پر وړاندې يې د مخالفو شاهزيو ډله جوړه شوه. دوى له هاينريښه مخ وګرځاوه او ورته ويې ويل، تر هغې چې دې پاپ ونه بښي موږ به دې نور د پاچا په نامه ونه پېژنو.
هانريښ ته د پاپ تر ليدلو پرته بله لار پاتې نه شوه. بېچاره له جرمني وخوځېد او د الپ غرونو له منځه مخ پر روم روان شو چې پاپ وويني او بښنه ترې وغواړي. پاپ ځان نه ورښوده او يوه او بل لوري ته ځنې خوځنده وو. په پاى کې يې تر يوه کال لالهاندۍ وروسته د ١٠٧٧ کال د جنوري پر ٢٨مه په "کانوزا" کې پاپ وموند؛ پښې يې ورکښل کړې او وبښل شو(١٤).
د هاينريښ ماتې وښوده چې دين څومره زورور دى. کليسا ددغه زور په څرګندولو ډاډه شوه چې د اغېز په سيمه کې يې له خوښې پرته څوک د سر خوځولو جوګه نه دى او تر هغې چې مسيحيت د پرګنو په شعور کې همداسې ځواکمن وي، هېڅوک به د روم ځواک کمزورى نه کړاى شي.
د عامو پرګنو په اړه د کليسا دغه اټکل سم وو، خو سياسي واکمنو کړيو ته چې په چارو کې يې خپلواکي غوښته؛ روم سپېڅلى نه ښکارېده. همدا لامل وو چې څلورم هاينريښ تر بښنې وروسته لا هم ډکزړى وو او همدا چې واک ته ورسېد، پر روم يې ورودانګل او پاپ يې تېښتې ته اړوېست.
د سهيلي ايټاليا اوسېدونکي (نورمان) "اېنگلسبورګ" ته د تښتېدلي پاپ ګريګور ملاتړي شول او هاينريښ يې له ړنګ کړي رومه بېرته شا تګ ته اړ کړ. پاپ بيا هم له وېرې روم ته رانه غى او جلا وطن په سالېرنو کې ومړ.
پاپ (دويم پاشاليس) د هاينريښ پخوانۍ سزا ور نوې کړه. هاينريښ بيا لوبې راواخيستې او دا ځل يې وويل چې د بښنې لپاره به په صليبي جګړو کې ګډون وکړي او اورشليم ته به ولاړ شي. پاپ نور دده پر خوله ونه غولېد او د هغه زوى (پېنځم هاينريښ) يې پر وړاندې په غېږ کې ورته ونيو.
پېنځم هاينريښ خپل پلار ونيو، خو هغه ژر ترې وتښتېد او "لوتيښ" ته کډه شو. په لوتيښ کې يې ګڼ شمېر شاهزيو هرکلى وکړ، خو مخکې تر دې چې بيا کومې نوې لانجې ته لاس ورواچوي؛ پر ١١٠٦ کال يې هماغلته له نړۍ سترګې پټې شوې.
پېنځم هاينريښ هم ډېره موده د روم په غېږ کې پاتې نه شو او د پلار لار يې ونيوه. ده پاپ دويم پاشاليس بندي کړ او اړ يې وېست چې د بيشوفانو د ټاکنې واک ترې واخلي او د کيسر تاج ور پر سر کړي.
پر ١١٢٢ کال پاپ (دويم کاليکست) د پېنځم هاينريښ غوښتنه ومنله او د يوه دوه اړخيز تړون په ترڅ کې پرېکړه وشوه چې پاپ "يوازې" د جرمني پاچا ته اجازه ورکوي چې د بيشوفانو په خوښونه کې ګډون وکړي. غوره کړاى شوى بيشوف به هرومرو پاچا ته د ملګرتيا لوړه کوي. په دې اړه پاچا د بيشوف ټاکنې له سيده رښتې تېرېږي او مني چې لوړ پوړي روحاني چارواکي دې د پاپ په خوښه وټاکل شي(١٥).
له دوولسمې تر پېنځلسمې پېړۍ پورې په اروپا کې د پاپ په غوښتنه او د خلکو په زور و بشپړ ملاتړ دين و دولت سره ګډ شول او که يو خوا دولتونو ديني بڼه خپله کړه، ورسره جوخت دين هم دولتي شو.
په درېسوه کلن ديندولتي پېر (منځنۍ پېړۍ) کې پاچاهان و دولتونه د کليسا په ولکه کې ول. دغو دواړو خواوو په ګډه د خپلو اروايي او فزيکي ځواکونو په کارولو د يوه او بل ګټې ساتلې او هغه داسې چې پاپ خپل سايکالوژيک اغېز کاراوه او پاچا له پوځي- ژاندارمري ځواکه کار اخيست، خو د پاپ غوښتنه تل د پاچا تر هغې اوچته او لومړۍ ګڼل کېده.
تر دې وروسته، هغو پرګنو چې په خپله خوښه يې خپلو پښو او لاسو ته د دوګماتېزم زنځيرونه ور اچولي ول؛ يو مخيز د پاپ د مريانو بڼه ومونده او د ورځني ژوندانه هر ډول خپلواکي يې د هغه د خوښې او غوښتنې په کړۍ کې وبايلله.
پاپ پوهېده چې دا دومره ځواکمنه واکمني يې ځکه پر برخه شوې چې پلويان يې په څه نه پوهېږي او خپلواک شعور نه لري. دغې پېژندګلوۍ پاپ دې ته ځير کړ چې په ټول ځواک د خلکو د پوهېدلو مخه ونيسي او تل يې په تياره کې وساتي.
تياره پېر له دوولسمې تر پېنځلسمې پېړۍ پورې اوږد شو. په دغه پېر کې د انساني اړتياوو، غوښتنو او هڅو هره هغه برخه چې د کليسا له ښوونو سره سمه نه وه؛ په ټپه ودرول شوه. په ځانګړې توګه، فلسفه له سختو ستونځو او مخنيوي سره مخامخ شوه او يوازې د سکولاستيک کليسايي منطق په چوکاټ کې زغمل کېده.
که څه هم چې په يو شمېر دولتي پوهنتونو کې رياضي، هندسه، کيميا، طب، ادبيات، رښتپوهه (حقوق) او داسې نور لوستل کېدل، خو د زده کړې بهير يې په کلکه تر څار لاندې وو او ټولې هغه برخې چې له ديني لارښوونو سره همغږې نه وې؛ ترې ووېستل شوې او پر ځاى يې ديني زده کړو ته ځاى په کې ورکړل شو.
هنر هم له ټولنې خپله لمن ونغاړله او د کليسا او ځمکواکۍ (فيوډالېزم) چوپړ ته وروکاږل شو، ځکه چې ټولنه نشتمنه وه او هنر وده په کې نه شوه کړاى. يوازې کليسا او فيوډالېزم پيسې درلودې او همدوى دواړو په مالي ځواک هنر په خپله ولکه کې وروستلاى شو. په دغه لړ کې ودانيز صنعت، انځورګرۍ او بوتتوږنې خورا وده وکړه او پرتمينې کليساوې، برجونه، مانۍ، پلونه، بڼونه او داسې نور ودان شول.
دين د شتمنيو لپاره
د دينواکۍ په ټوله موده کې کليساوې د شتمنيو پر زېرمه لګيا وې. ددې لپاره يې يو شمېر لاندېنۍ سرچينې موندلې وې:
- شتمنو مسيحيانو د خپلو شتمنيو يوه برخه او ځينې مهال هغه ګرد سره د خداى د خوښۍ په هيله کليسا ته بښلې يا يې ميراث پرېښودلې.
- کيسرانو او امپراتورانو د کليسا د خوښۍ او ملاتړ ګټلو لپاره کروندې، ځنګلونه او داسې نور وربښل.
- اشرافي کړيو د بيشوفانو د ملاتړ موندلو لپاره هغوى په مالي لارو ځانته ورماتول.
- بيشوفان ډېر شتمن ول. دوى د کليسايي آرونو له مخې ودونه نه کول او تر مرګ وروسته يې د شتمنيو يوه برخه پر نېژدې خپلوانو سربېره کليسا ته پاتې کېده.
- ګردې کليساوې اړ وې چې د خپلو ګټنو ټاکلې برخه روم ته واستوي.
- کليسا ځان ته واک ورکړى وو چې ګناهکار له ګناه پاک کړي او هغه موده چې يو ګناهکار يې تر مرګ وروسته جنت ته د تګ په لار کې په پاکوونکي اور کې تېروي؛ ورلنډه کړي. په دغه ترڅ کې ګناهکار اړ وو چې ځينې عبادتي چارې ترسره کړي او ورسره کليسا ته هم څه پيسې ورکړي.
له دغه راز پورتنيو لارو، چارو کليساوې ډېرې شتمنې شوې او پر نغدو پيسو سربېره يې هنري توکي، ارتې کرنيزې ځمکې، بڼونه او ځنګلونه خپل کړاى شول. دا چې ددغو شتمنيو ټاکلې برخې پر روم پورې اړه درلوده، نو هغه په نړۍ کې د روحاني ځواک تر څنګ له ستر اقتصادي ځواکه هم برخمن شو.
په سيمه ييزو کچو هم کليساوې ډېرې بډايې وې او د لګښتونو واک يې د کليسا د مشر، بيشوف و کاردينال په لاس کې وو. د دوى ورځنۍ اړتياوې له همدغو پيسو پوره کېدې او خورا شيک ژوند يې کاوه. سره له دې چې دوى ښکاره ودونه نه شول کړاى، خو ويل کېږي چې د مالي وړتياوو په مرسته يې ځينو په پټه جنسي تندې ماتولې او په دې اړه يې د کليسا د لارښوونو ډېره پروا نه کوله.
د کليسايي چارواکيو نېژدې خپلوان هم د هغوى شتمنيو ته د لاسرسي له لامله خورا بډاى شول.
د کليسا ډېره شتمني د دين د ټينګښت، ودې او پراختيا لپاره کارول کېده. په دغه لړ کې پرتمينې کليساوې جوړېدې، روحانيون روزل کېدل، ديني تبليغ ګړندى وو، اړوند روحاني چارواکيو ته ښې تنخاوې ورکول کېدې او د ټولنيزو چارو په برخه کې روغتونونه، مرستونونه او ښوونځي جوړېدل او له خورا بېوزلو سره سيده مرستې هم کېدې.
اروپا او اسلام
د اتمې پېړۍ په پيل کې د اموي امپراتورۍ مسلمان سمندري ځواک د افريقا له شماله د مراکش له لارې تر سختو جګړو وروسته اسپانيا (اندلوس) ته ورننووت؛ د ګوتانو لويديزه پاچاهي يې ړنګه کړه او د فرانسې تر سهيلي سيمو پر مخ ولاړ.
په اندلوس کې د مسلمانانو له ځاى پر ځاى کېدلو سره د "کوردوبا" اسلامي خلافت منځته راغى او هڅه پيل شوه چې له دې لارې په ټوله اروپا کې نوى دين خپور کړاى شي. د همدې هڅې په ترڅ کې د يوولسمې پېړۍ تر دويمه نيمايي پورې عربي واکمنو په کوردوبا کې نېژدې شپږ سوه جوماتونه جوړ کړل.
مسلمانان داسې مهال اسپانيا ته ورننوتل چې اروپا د منځنيو پېړيو په تيارو کې ډوب وه او مذهبي ښوونو يې د هر ډول ازمېښتي پوهې او پرمختګ لار چوره تړلې وه. مسلمانانو د نوي دين تر څنګ دغې تيارې ته له ځان سره د ختيز کلتور و تمدن نوې رڼا وروسته؛ رياضي، طب، کيميا، ستورپوهنه او عربي شعر يې په کې دود کړل؛ د ودانيو نوى هنر يې وځلاوه؛ د اوبو لګولو کانالونه يې په کې ووېستل او بڼونه او کروندې يې په کې جوړې کړې.
اروپايانو له عربو سره د اړيکيو په ترڅ کې د عربي ژبې د متونو په مرسته د کلاسيک يونان تمدن وپېژاند چې وروسته د رونېسانس په منځته راتګ کې پراخه ګټه ترې واخيستل شوه.
اسپانيا د عربو تر واکمنۍ لاندې د ګردې اروپا په پرتله د پوهې، هنر، ودانيزو چارو، کرنې او په تېره د سياسي تولېرانس (زغم) په برخه کې بېسارې وده وکړه.
د اتمې پېړۍ په دويمه نيمايي کې "کوردوبا" له ټولنيز- کلتوري پلوه د اروپا يو پرمختللى ښار ګڼل کېده او هغې ته څېرمه، سېويليا او ګراناډا هم اوچت برم و پرتم ته ورسېدل(١٦).
په اسپانيا کې د مسلمانانو له واکمنۍ سره يهودو د هوساينې يو څه ساه واخيسته. سره له دې چې دوى اړ ول د خپل ژوند و دين رښتې اسلامي واکمنو ته د ټاکليو پيسو په ورکړه خوندي وساتي او د بل دين د درلودلو په ګرمه د هغوى پرلپسې مالي فشار وګالي؛ خو بيا هم دومره شوه چې د نړۍ په دغه ګوډ کې تر يوه ځايه له هغه پخواني ړانده انتي سېميتيستي اختناق و استبداده وژغورل شول چې له پېړيو راهيسې يې دغه مذهبي ټولنه اسکېرله، شړله، وژله او د ژوندانه ورځنيو چارو ته يې په کرار نه پرېښووه(١٧).
د پېنځلسمې پېړۍ په پاى کې پاپ (شپږم اليکساندر) له اسپانيا څخه د مسلمانانو د توږلو پرېکړه وکړه او دويم فېردينانت يې د هغه له مېرمنې (لومړۍ ايزابېلا) سره جوړه د اسپانيا "کاتوليک پاچاهان" ونومول. دوى د واکمنۍ د ټينګښت په ترڅ کې د مذهبي رخې پر بنسټ د ګردو يهودو او مسلمانانو د پېژندلو فرمان خپور کړ چې له مخې يې د هغوى زرګونه تنه په زړه بوږنوونکي ډول ووژل شول او پاتې يې وشړل شول(١٨).
اروپا ته د اسلام د ورننوتلو دويم پړاو تر څوارلسمې پېړۍ را وروسته په کونستانتينوپل کې د عثماني تورکانو د خلافت له ټينګښت سره سم په ختيز روم کې پيل او تر بالکان و کوکازه ورسول شو.
د پېنځلسمې پېړۍ په دويمه لسيزه کې تورکانو بوسنيا اوهرز ګووينا ونيول او ورسره جوخت يې اسلام ته د هغوى د اړولو چارې پيل کړې.
پر ١٥٢١ کال، چې خليفه سليمان بلګراد ونيو؛ تورکان د مديترانې پر سوداګريزو اقتصادي چارو واکمن شول او امپراتوري يې غښتلې شوه.
سره له دې چې تورکانو بالکان نيولى وو او پر شپاړسمه او اولسمه پېړۍ دوه ځله تر وين پورې ورسېدل، خو بالکان يو مخيز اسلام ونه مانه او د مسيحيانو تر منځ د مسلمانانو هغه کوشنۍ ډلې په کې جوړې شوې چې تر ننه په همدغه نامه پېژندل کېږي(١٩).
عثماني خلافت د امپراتورۍ په پراختيايي ستراتيژۍ کې اسلام د سياسي ايډيولوژۍ په توګه کاراوه او د خپل سخت چار، چلن له مخې يې اروپايي پرګنو ته د مسيحي استبداد پر ځاى اسلامي زورواکي وروښوده.
اروپايانو د کاتوليک پاپ و عثماني خليفه تر منځ لا دا توپير هم ليده چې پاپ يوازې هغه روحاني مشر دى چې د پاچاهانو په ټاکنه کې يې خوښه په پام کې نيول کېږي او عثماني خليفه هم ځان روحاني مشر ګڼي او هم په خپله امپراتور دى.
د عثماني خلافت تر واک لاندې اروپايي سيمې چې په اجباري توګه د اسلام منلو ته اړ وېستل کېدې؛ جزيه ترې اخيستل کېده او تر سختو دولتي قوانينو لاندې راوستل شوې وې، له دا هر څه پوزې ته راغلې او ځاى، ځاى يې پاڅونونه پيل کړل. په دغه لړ کې پر ١٣-١٨٠٤ کلونو سربيان د اورتودوکسو روسانو په ملاتړ پورته شول او له تورکانو يې خپلواکي وګټله.
څلور کاله وروسته يونان د خپلواکۍ جګړه پيل کړه. روسيه، بريتانيا او فرانسه ددې جګړې تر شا ودرېدل او د تورکيې بېړۍ يې ونيوې.
د ١٨٢٩ کال د سولې په تړون کې روسانو وکړاى شول چې د تور سمندرګي ختيزه برخه او کوکاز له تورکانو ونيسي. دا مهال عثماني خلافت په اروپايي برخو کې دومره کمزورى شوى وو چې له مالداويا تر سربيا پورې ټولې ځمکې يې له لاسه ووتې او د لندن په پروتوکول کې د يونان خپلواکي هم پرې ومنل شوه.
تر ١٨٣٩ کال را وروسته عثماني خليفه (دويم عبدالمجيد) په دولتي جوړښت کې د "تنظيمات" تر نامه لاندې د يو شمېر سمونو راوستلو ته اړ شو. د هغوى په ترڅ کې د شريعت تر څنګ مدني قانون هم ومنل شو او د سوداګرۍ او جزا قانون د فرانسې د قوانينو له مخې جوړ کړاى شو چې بهرنيو پانګونو ته لار په کې پرانيستل شوې وه(٢٠).
تر دې وروسته، د شاوخوا اغېزمنو ځواکونو له پياوړتيا سره سم، عثماني خلافت مخ پر ځوړه لار ونيوه او د زلميو تورکانو ګوند له منځته راتګ سره په زړه شوې تورکيه کې د مډرنېزم څپې وخوځېدې.
د شلمې پېړۍ په پيل کې د مصطفى کمال پاشا تر مشرۍ لاندې ملتپال تورکان سره يو ځاى شول او د فرانسې سيکولار موډل له مخې يې په تورکيه کې دين و سياست يو تر بله بېل کړل.
سکولاستيک فلسفه
په ديني جغرافيا کې فلسفه هغه زهرجنه ونه ده چې يا يې د جرړو د وېستلو هڅه کېږي او يا لږ تر لږه نور داسې ترې وېرول کېږي چې ورنېژدې نه شي. دا ځکه چې دين د ژوند و نړۍ او پر هغوى باندې د واکمنو قوانينو د پېژندلو په اړه يوازېنى او مطلق ځواب وړاندې کوي. دين هڅه کوي، چې فکري تلوسې ته په هغه ځانګړي چوکاټ کې داسې ناخوځنده بريد وټاکي چې د يوه نوي اورېدونکي انسان تر زېږېدلووړاندې جوړشوی اودی هېڅډول نويوالی په کې راوستلای نه شي.خو په فلسفه کې دپېژندنې او پوهېدنې بحث د نړۍ د ارتوالي په انډول ناپايه دى او انساني تفکر ته په هېڅ مانا وروستى بريد په کې نه ټاکل کېږي. په بله وينا، په دين کې پېژندنه بشپړه شوې او ټولو پوښتنو ته ځوابونه ويل شوي دي. په فلسفه کې پېژندنه لا نابشپړه ده او هرې نوې پوښتنې ته ځاى په کې ورکول کېږي.
دغه ژور توپير د دين و فلسفې تر منځ د بېلتانه کرښه راکاږي او هر يو پر خپله ټاکلې لار روانوي.
تيولوژي وېره لري چې فلسفه يې د تېزېسونو پر وړاندې ټولنيزه ګروهه کمزورې کوي يا به هغه له منځه يوسي.
په مطلق ديني چاپېريال کې فلسفه خپلواکې ودې ته نه پرېښوول کېږي.دلته هڅه کېږي چې د ژورو استدلالي اړتياوو په ترڅ کې د فلسفې له هغې برخې څخه د يوه لوښي په توګه کار واخيستل شي چې دين له عقلي پلوه پرې سينګارېدلاى شي. دا ډول کارونه هغه څه ته ورته دي لکه يو څوک چې له زهرجنې ونې کرکه لري خو چې د لمر تودوخه يې تنګ کړي، نو بيا د هماغې ونې تر سيوري لاندې هم کېني.
پورتني ذهنيت د انتيک يونان تر پاى وروسته څه له پاسه يو نيم زر کاله اروپا د "ګناه" له وېرې په تياره کې وساتله او له خپلواک انسانه يې هغه فکري مريى جوړ کړ چې د ژوندانه د ټولو چارو واګي يې د واکمنې مذهبي او سياسي اټاريټۍ په لاس کې ول.
له فلسفې سره د کليسا اړيکي د هماغې زهرجنې ونې غوندې ول. په پيل کې يې يو مخيزه شا ورګرځولې وه، خو په پاتريستيک پېر (لومړۍ او دويمه زېږدې پېړۍ) کې يې چې استدلالي اړتيا ته ورپام شو؛ د اپلاتون لمن يې ونيوه او د نوي پلاتونېزم په مرسته يې خپلو څرګندونو ته فلسفي رنګ ورکړ.
تر اتمې پېړۍ را وروسته د راهبانو په خونو او کورنيو ښوونځيو کې د روحاني روزنې لپاره د تيولوژيکو او فلسفي ګډو ښوونو سکولاستيک پېر پيل شو. دا مهال د عربي متونو له لارې ارېستو وپېژندل شو او د منطق، طبيعي پوهنې او داسې نورو په برخه کې يې ښوونو د کليسا پام ځانته ورواړاوه.
البېرتوس ماګنوس هڅه پيل کړه چې د ارېستو ښوونې له کليسايي هغو سره وپېيي او شاګرد يې توماس اکوين دغه لړۍ ته وده ورکړه چې تر شپاړسمې پېړۍ پورې وغځېده.
په سکولاستيک پېر کې د کليسايي دکتورينو منځ ټکي دا ول چې "رېښتيا" له ټاکليو بشپړو سرچينو (بايبل، کليسا او ارېستو) بهر لټول کېداى او موندل کېداى نه شي. د رېښتيا د پېژندلو لپاره دې يوازې د روحانيت څرګندونې ومنل شي، ځکه چې هغه له خداى سره اړيکي لري او يوازې خداى په هر څه پوهېږي. هر ډول پوښتنې به د ديني اټارېټۍ اعتراض ته په پاملرنه د هغوى تر څېړنې او خوښې وروسته ځوابېږي.
سکولاستيک سيستم فلسفه د تيولوژۍ تر سيوري لاندې راوسته او د دين په لار کې يې د هغې نوکرې دنده ورکړه چې د مسيحيت "يوازېنۍ رښتينې" ښوونې په شعوري رڼا څرګندې کړي.
پورتني دکتورين نېژدې زر کاله ټولنيز شعور تر خپل اغېز لاندې وساته او ديني ښوونو ته يې د رېښتياينې جامې وراغوستې وې.
په لوړ او وروستي سکولاستيک فلسفې پېر کې چې ګڼشمېر پوهنتونونه جوړ او د ازمېښتي پوهې ورونه پرانيستل شول؛ دا ډول څرګندونې هم بې غبرګونه پاتې نه شوې او د دين و پوهې تر منځ د دياليکتيکي اړيکيو د پوښتنې شاربل پيل شول. په وروستي سکولاستيک کې دا پوښتنې تر هغې ورسېدې چې ويلهيېلم اوکهام د "د زړې لارې پر ځاى نوې لار" نومې تيوري وړاندې کړه. په دغه تيورۍ کې له دينه د پوهې د بېلولو غوښتنه کېده او د نوي فکري پېر پر لوري يې ور پرانيسته(٢١).
پوهنتوني بهير په اروپا کې له مطلقو افکارو څخه د زلمي کول په رابېلولو او خپلواکو افکارو ته د هغوى د پاملرنې په لار کې ژور اغېز وکړ. دا مهال چې رونېسانس په وده کې وو؛ يو خوا په علمي ډګر کې د لرغونيو کتابونو مخونه پرانيستل شول او بلخوا ازمېيښتي او استدلالي سيستم منځته راغى. له دې سره، په پرلپسې توګه د فکري خپلواکۍ بهير تر هغه ځايه چټک شو چې په رڼا پېر کې يې اروپا د نوې فلسفې او پوهې خاونده کړه او په پاى کې يې يو مخيزه د منځنيو پېړيو له تورتمه راووېستلاى شوه.
وجدانپلټنه
د يوولسمې پېړۍ په پيل کې له ټولنيزو، سياسي او اقتصادي بدلونونو سره سم ښارونو او د هغوى اړوندو چارو پراختيا ومونده او تر رڼا لاندې يې روښاندې کړۍ منځته راغلې. په دوى کې ځينو د کليسا چارچلن ته د سمون په موخه ګوته نيوه، خو کليسا هغوى ملحدين بلل.
په سر کې کليسا له دوى څه اندېښنه او وېره نه درلوده، ځکه چې بنسټيز ځواک (پرګنې) د کليسا تر شا ولاړ وو. پرګنو له خپلواک اند کارولو پرته په پټو سترګو د هغې هر راز څرګندونې او سپارښتنې پر ځاى کولې او د خپل کورني او ټولنيز ژوندانه بشپړ واک يې په لاس کې ورکړى وو. دوى نه په خپله د خپلواک تفکر تلوسه درلوده او نه يې هم له کليسايي کليشې بهر د بل چا څرګندونو ته غوږ نيوه.
په هاغه مهال اروپا کې د دينواکۍ (تيوکراسۍ) راز په همدې کې وو چې پرګنو يې ړوند ملاتړ کاوه، که نه پاپ خو له خپل ټول کليسايي سازمان سره، سره دومره فزيکي زور نه درلود چې په يوازې سر هر څه په خپل ګورت کې ونيسي او داسې چپه مېچنې وچلولاى شي.
خو،هماغسې چې هېڅه په يوه بڼه نه پاتېږي، د دولسمې پېړۍ تر لومړۍ نيمايي را وروسته الحادي ډلو د "کاتار" او "والدينز" په ګډون د يوه ستر غورځنګ بڼه ومونده او د کاتوليک کليسا د واکمنۍ پر وړاندې يې جدي ګواښ رامنځته کړ. کاتارانو د زردشت غوندې نړۍ د ښو او بدو تر منځ د بې پايه جګړې لوبغالى ګاڼه؛ د کليسا واکمني يې غندله او له توکيزو شتمنيو او لمنځونو يې مخ اړولاى وو(٢٢). والدينز هم تر يوه ځايه کاتارانو ته ورته ول. دوى د شتمنيو پر وړاندې د کليسا له وږ سترګۍ کرکه کوله او د "اپوستولي" بېوزلۍ په بڼه يې ژوند غوره کړى وو(٢٣). په اروپا کې د مرګ سزا د له منځه وړلو لومړني غوښتونکي هم والدينز ول. دغو دواړو ډلو چې د فرانسې له سهيلي برخو راپورته شوې وې؛ له کليسا سره څه تړاو نه درلود او يوازې پر بېوزله پرګنيز بنسټ ولاړې وې.
د دوى د هلو ځلو موده نېژدې درې سوه کاله تر هغې اوږده شوه چې پر پېنځلسمه پېړۍ د وجدانپلټونکيو له خوا والدينز داسې بشپړ پوپنا کړاى شول(٢٤) چې يوازې پر يوه شپه کاتوليکو زرګونه غړي ور ووژل.
د روم اټکل دا وو چې ګوندې د سخت تاو تريخوالي په څرګندولو به وېره خپره کړاى شي او په دې توګه به د نورو پاڅونونو مخه ونيولاى شي، خو دا خوب سم ونه خوت.
ددغه راز خوځښتونو او غورځنګونو له پيله کليسا پتېيلې وه چې که مخنيوى يې ونه شي، ورو،ورو به يې په پرګنو کې اغېز تر هغه ځايه ورسېږي چې بيا به د کليسا وينا او سپارښتنو ته څوک غوږ نه ږدي او ګټلى واک و ځواک به يې له لاسه ووځي. له همدغه لامله، سيمه ييزو "بيشوفانو" او کليسايي کړيو په هر هغه چا پسې راواخيسته چې د کليسا له ښوونو سرغړوونکي ورته ښکارېدل. دغو سرغړوونکيو ته يې بېخدايه، بېلاري او مسيحي دښمن ويل او تر پوښتنو لاندې يې نيول. د دوى پر وړاندې د ټکر په لومړي پړاو کې به که څوک ملحد و بېلارې وپېژندل شو هغه به يا توبې کښلو ته اړ وېستل کېده يا به زندان ته اچول کېده يا به لعنت پرې ويل کېده او يا به له ټولنيزو اړيکيو بې برخې کېده (ايکس کامونيکېشن).
د دولسمې پېړۍ پر وروستيو کلونو د ملحدينو پلټنې د کليسا په چوکاټ کې د يوې ځانګړې تګلارې سازماني او قانوني بڼه ومونده. دا مهال الحاد ته د دولتي جرم غوندې له سياسي سرغړاوي سره تړاو ورکړل شو.
پاپ (نهم ګريګور) همدغه ټکى لاسوند کړ او په کليسا کې يې د وجدان پلټنې (اينکويزېشن) څانګه پرانيسته. ده وجدان پلټونکيو ته پر ملحدينو او بېلاريو سربېره د ګناهکارو او هر هغه چا د څارنې، نيونې او پلټنې لارښوونه وکړه چې د کليسا سپارښتنې او ويناوې يې ناسمې يا بابېزه ګڼلې.
وجدان پلټنه د خداى د غوښتنو او لارښوونو د پر ځاى کولو دنده ګڼل کېده. ټولنيز شعور ته دغه دنده "د خداى د خوښۍ له لامله" سمه ښکارېده او کليسا له همدې لارې خپل مخالفين ټکول او په ټولنه کې يې خپله واکمني ټينګه ساتله.
پاپ وجدانپلټونکيو بنسټونو ته واک ورکړى وو چې هم تورن ومومي، هم يې وپلټي او هم په خپل اند تر مرګه سزا ورته وټاکي. دوى تورنو ته مرګسزا ټاکله، خو هغه يې د دولتي اورګانو په لاس پلې کوله، ځکه ويل به يې چې موږ روحانيون يو او راسره نه ښايي، چې لاسونه مو د چا په وينه سره شي(!).
د ديارلسمې پېړۍ د دويمې نيمايي پر لومړيو کلونو چې "څلورم اينوڅېنڅ" پاپ شو؛ وجدان پلټونکې څانګې په ګرده اروپا کې خورا ځواکمنې او د مخالفينو د ټکولو او ځپلو په کار کې زښته اغېزناکې وې. ده چې دغه ځواک و اغېز وليد، پلټونکيو ته يې وويل چې تر دې وروسته دې تورن د اعتراف لپاره شکنجه کړي.
له دې سره، دغو بنسټونو د يهودو، اتهايستانو، اګنويستانو، سمونپالو، کره کتونکيو، جادوګرواو پر نورو دينونو د ګروهمنو او هر هغه چا د موندلو او ټکولو پهير لا پسې ګړندى کړ چې کليسا وېره او کرکه ترې درلوده. بدمرغه تورن يې وهل، داغل، نوکان يې ترې وېستل، په ستوني کې يې د اوبو ډکې سلواغې ورتشولې، غړي يې ترې پرېکول او تر هغې چې لګېدلى تور به يې مانه، په داسې نورو لسګونو ډولو يې ځورول. که څوک به ددغو سزاوو په ترڅ کې مړ شو، قاضي به ويل چې هغه بېګناه وو او خداى ځانته وروباله او که چا به سزا ونه زغملاى شوه او خپل تور به يې ومانه، نو هماغه ول چې لګېدلى تور رېښتينى ګڼل کېده. بيا نو قاضي "د دولتي اورګانو په لاس" د مرګ داسې سزا ورته ټاکله چې يا به يې زندۍ کاوه يا به يې سر ترې پرې کاوه يا به يې په اور سېزه او داسې نور. مانا دا چې تورن له محکمې ژوندى نه ووت. هغه محکمه چې تورن ننګوال (مدافع وکيل) په کې نه درلود او د څارنوال دنده هم قاضي ته ورکړل شوې وه.
لکه په تېرو کرښو کې چې وويل شول، د فزيکي مرګ تر څنګ کله، کله داسې هم کېداى شوه چې تورن ته د لعنت او ټولنيز بايکاټ سزا هم ورکړل شي. دا هم کټمټ مرګ وو، ځکه چې ټولو هر راز اړيکي ورسره پرې کول؛ بشپړ يوازې يې پرېښووه او په پاى کې هغه له بېوزلۍ، ولږې او ناروغۍ په خپله مړ کېده.
له وجدانپلټونکيو هر چا کلکه وېره درلوده. دوى ته همدومره بس وه چې چا ورته ويلي واى چې هاغه سړى يا ښځه دين نه مني يا يې ديني باور کمزورى دى او يا جادوګري کوي. ډېره ناشونې او ګرانه وه چې څوک دې له داسې توره سپين مارغه راووځي.
کليسا د ښځو پر وړاندې ډېره ژر کرکه ښکاره کوله. هاغه مهال يو شمېر درملګرو ښځو چې درمل يې جوړول او د ناروغو درملنه يې کوله؛ د خپل کار لپاره داسې ګوډونه غوره کول چې له ګڼه ګوڼې پر څنګ ول. د کليسا اټکل دا وو چې دغه شمېر ښځې په يوازېتوب کې د کار تر څنګ په فلسفي او ټولنيز تفکر کې هم ډوبېداى او د پېښو څرنګوالي ته په ژوره توګه ځير کېداى شي او بلخوا يې درملنه د کليسا له کړۍ بهر پر ناروغو ښه اغېز ښندي او د وګړيو پاملرنه ور اوړي. دا دواړه فاکټورونه د کليسا نه خوښېدل، ځکه چې هم يې د خپل ماهيت د رسوا کېدلو وېره درلوده او هم يې هغه وينا بې ارزښته کېده چې ګوندې د هرې ستونځې دپرانيستلو کيلي يوازې له روحانيونو سره ده. له همدغه لامله يې پر داسې ښځو تور لګاوه چې جادوګرې دي او په يوازېتوب کې له شيطان سره پټ اړيکي لري. دوى د همدغو اړيکيو په ترڅ کې له شيطان سره غوونه کوي او بيا درملنه ترې زده کوي.
مذهبي انځورګرو شيطان داسې کرغېړن و کرکجن انځوراوه چې په ليدلو يې د هر چا غونى ځېږېده، ځکه خو له هغه سره د اړيکيو تور ددغو بېچاره ښځو پر وړاندې کلکه ټولنيزه کرکه پاروله او سزا يې له مرګ پرته بل څه نه وه. روحانيونو د خپلو زړونو د سړولو لپاره دغه بدمرغه ښځې د ملحدينو غوندې ژوندۍ په اور سېزلې او وژلې.
پر پېنځلسمه پېړۍ د جادوګرۍ په تور د ښځو د ژوندي سېزلو بهير په سيستماتيکه بڼه پيل شو او پر شپاړسمه او اولسمه پېړۍ پر کاتوليک کليسا سربېره، پروتستانت کليسا او دولتي واکمنو هم د وجداني پلټنو په محکمو کې تورنې ښځې تر سختو شکنجو لاندې دې ته اړ وېستلې، چې ووايي "هو موږ جادوګرې يو" چې ووژل شي. پر همدغو پېړيو زښته ډېرې ښځې د لرګيو د بارو له پاسه ژوندۍ وتړل شوې او د اور په لمبو وسېزل شوې. دا لړۍ نېژدې درې سوه کاله اوږده شوه او وروستۍ ډله ښځې د جادوګرۍ په پلمه او تور د اتلسمې پېړۍ په وروستيو کلو کې په سويس کې په اور وسېزل شوې(٢٥).
په اروپا کې په اور د انسان سېزنه د دينواک پېر يوه دوديزه سزا وه. دغه سزا د هر هغه چا په برخه کېده چې کړنو يې له واکمن سيستم سره ټکر کاوه او يا داسې اټکل ترې کېداى شو چې ګوندې دغه سيستم ته به ګواښ پېښ کړاى شي.
دغې زړه رېږدنده سزا د انساني ژوندانه بې شمېره خواخوږي او سمونپال شخصيتونه (وګړې)، فيلسوفان، پوهان، هنرمن او د بلې ګروهې، اند و باور خاوندان ژوندي وريته او ايرې، سکاره کړل.
د ساري په توګه، يوازې پر ديارلسمه پېړۍ د پورتګال په لېزبون ښار کې نېژدې نه سوه انسانان د همدغو فناتيکانو له لاسه په اور وسېزل شول، ځکه چې يهود ول(!).
وجدانپلټونکيو کړيو پوهانو او اندوالو ته تر هر بل چا ډېر پام ور اړاوه او د هغوى کلکه څارنه يې کوله. له دوى وېره کېده چې داسې څه يې له خولې را ونه وځي چې ټوليز ذهنيت بلخوا واړولاى شي. په دوى کې ډېر د ژوندي پاتې کېدلو لپاره د ژوند تر پايه چوپ پاتې شول او هغوى چې له دغو تيارو يې د ټولنې د ژغورلو لپاره نوي څه وويل، بيا ساه کښلو ته پرې نه ښوول شول.
دغه کار ته تر هر چا لومړى په خپله ټولنې او پر هغې باندې واکمن شعور د کليسا لاس غځاوه. هر څوک به چې کليسا له دينه د سرغړاوي يا وتلو په تور واژه، ټولنې يې ملاتړ کاوه او دا کار يې له دين سره سم، ښه او پر ځاى ګاڼه.
د دينواکۍ په موده کې د وګړيو غوڅ شمېر نالوستي ول او بايبل چې يوازې په لاتين ژبه ليکل شوى وو؛ دغو نالوستيو نه لوستلاى شو او نه هم په لاتين پوهېدل. د کاتوليک کليسا هم نه خوښېده چې هغه په نورو ژبو وژباړل شي او څنګه يې چې خپله خوښه وه، هماغسې يې خلکو ته ښووه او تفسيراوه.
دلته به بېځايه نه وي که يو ځل بيا وويل شي چې د دينواکۍ د ګردې تيارې او ترخې مودې پړه يوازې د پاپ و کليسا پر غاړه نه ده. په دې اړه ټول هغه وګړي چې د وچ و ړانده باور له مخې يې ددغه سيستم ملاتړ کاوه او په خپله خوښه يې ځانونه د هغه مريان کړي ول؛ د خپل تياره ژوند په اړه پړه او ګرم ګڼل کېږي.
څرګنده ده چې که پاپ و کليسا تر خپلې شاوخوا د اروپا د ميليونو انسانانو داسې هر اړخيزه مرسته او ننګه نه ليداى، هېڅکله يې په يوازې سر داسې مخ پورته اوبه بيولاى نه شوې. په رېښتينې مانا، همدا پرګنې وې چې خپلواک شعور يې په لته وهلاى وو او په ناپوهۍ او تورتم کې يې د ورځني ژوندانه او ګاندې واګي د کليسا استازيو ته په لاس کې ورکړي ول او هغوى هم هغې خوا ته ورکاږل چې خپله خوښه يې وه.
سړى هکپک شي چې د دومره ناودو له ليدلو سره، سره څنګه کېداى شي چې ټولنيز شعور بيا هم داسې ويده او تپه تياره پاتې شي او لا د خداى د خوښې په هيله د دا راز دين مزى په خپله غاړه کې پرېږدي.
صليبي جګړې
د يوولسمې زېږدې پېړۍ تر منځنيو کلو پورې د روم امپراتوري د وېش تر بريده کمزورې شوه او د روم و بيزانس تر منځ پرلپسې سياسي تاو تريخوالي پر ديني سازمانونو هم اغېز وکړ. ددغه تاوتريخوالي پايله دا شوه چې ختيزو کليساوو وغوښتل چې د روم سراسري واکمنۍ ته د پاى ټکى کېږدي او د يوه خپلواک بنسټ په نامه ځان څرګند کړي.
دا پېښه روم ته يو سخت شوک وو او د راتلونکې په اړه يې له کلکې اندېښنې سره مخامخ کړ. دې ته څېرمه، کاتوليک کليسا ليدل چې له نېژدې شپږو سوو کلو را پردېخوااسلامي لښکرې د ځمکنۍ پراختيا پر چارو بوختې دي. اسلام له منځني ختيځه تر منځنۍ آسيا، افريقا او اروپا پورې رسېدلى او هره ګړۍ مسيحي واکمنۍ ته ګواښ پېښولاى شي. تر دې اخوا، د روم امپراتورۍ سياسي کړيو هيله درلوده چې د ختيځ په لاندې کولو به سترې مالي سرچينې او سوداګريزې سيمې لاسته ورشي.
پورتني فاکټورونه ددې لامل شول چې روم د دولتي پوځونو په سيده ملاتړ جګړې ته لاس ورواچوي.
دا مهال د بيزانس کيسر الېکسيوس د سلجوکيوتورکانو پر وړاندې له پاپه ملاتړ وغوښت. دغې پېښې د روم مخه پرانيسته او پاپ (دويم اوربان) پر ١٠٩٥ کال د کلير مونت په روحاني غونډه کې د سپېڅلې جګړې د پيلولو غږ پورته کړ او ويې ويل، خداى غواړي چې مسلمانان له سپېڅلې ځمکې (اورشليم) وشړل شي او هر څوک چې په دغه جګړه کې برخه واخلي ټولې ګناوې يې وربښل کېږي.
کېداى شي پر دغه خندنۍ وينا پورې به هاغه مهال هېچا خندلي نه وي او يا به چا دومره متره نه درلوده چې ورپورې وخندلاى شي. دا خو لا پرېږده چې چا دې پوښتلاى وي چې ته کله د خداى ليدو ته ورغلى وې چې داسې لارښوونه يې درته وکړه؟
د پاپ له دې ديني سپارښتنې سره جوخت د اروپا کاتوليکانو په هغو"صليبي جګړو" کې د ګډون ملا وتړله چې پاپ سپېڅلې ګڼلې وه او نېژدې دوه سوه کاله اوږده شوه.
ددې جګړې لپاره ديني کړيو ډېره موده سايکالوژيک کار کړى وو او د هغې تر پيل له مخه يې دا ټکى هم ډېر ياداوه چې ختيز مسيحيان د تورکانو له جغه ازادوو.
مسيحيانو ته دغه جګړه يو سپېڅلى ديني ارزښت ښکاره شو او په هغې کې يې د ګډون کوونکيو د زړورتيا لپاره وويل شول چې که هر څوک په کې ووژل شو «شهيد» دى.
له دې سره يوازې د ١٠٩٦ کال له اپرېله تر جون پورې د جرمني له شاوخوا له ٥٠٠٠٠ تر ٧٠٠٠٠ تنو راټول او د جګړې کرښو ته روان شول. دا ډله ګرد سره له بېوزله پوړه راپورته شوې وه او ښځې هم په کې وې.
پاپ غوښتل ددغې جګړې په ترڅ کې اورشليم وګټي او د خپلې واکمنۍ تر پراخولو او ټينګولو وروسته ختيزه اورتودوکس کليسا بېرته پر روم پورې وتړي.
اروپايي ارېستوکراتانو هيله درلوده چې په نيول شويو سيمو ک به پر ځمکو سربېره هر راز نورې شتمنۍ لاسته ورشي. په ځانګړې توګه دغې جګړې ته د ارېستوکراتو کورنيو هغه کشران زامن ډېر لېوال ول چې په پلرني ميراث کې يې ونډه نه په برخه کېده. "هاغه مهال ميراث يوازې مشر زوى ته پاتېده".
بېوزله پرګنو ته دغه جګړه په خپلو هېوادو کې د ژوندانه له سختو اقتصادي او ټولنيزو شرايطو د تېښتې لنډه لار ښکارېده. په دوى کې ګڼ شمېر هغه کروندګر ول چې د لويو ځمکوالو په جسمي شتمنيو کې راتلل. پاپ دوى ته ژمنه کړې وه چې که جګړې ته ولاړ شي جسمي آزادي به يې ور پر برخه کړي. دوى هيله من ول چې په دغه جګړه کې به يې ژوند ښه شي(٢٦).
مجرمينو، جنايتکارو او زندانيو ته هم په دغو جګړو کې پراخه برخه ورکړل شوه. پاپ يې له دې لارې څارنه، سزا او ګناه درېواړه وربښلې او لا يې د جنګي غنيمت د نيولو او خپلولو آزادي هم وګټله.
پاپ له صليبي جګړو هغه هېنداره جوړه کړې وه چې هر ګډونوال د دنيا او آخرت خپلې دواړه ګټې په کې ليدې.
"ړوند له خدايه څه غواړي؟ دوې سترګې!".
کاتوليکه اروپا د دين و دنيا د ګټو د تودو هيلو په څپو کې ګرد سره مخ پر ختيځ ورشېوه او يوې سترې هژمونېستي جګړې ته ورګډه شوه. دغې جګړې د خداى د غوښتنې تر نامه لاندې سلګونه زره انسانان په وينو ولړل او د تاريخ يوه ستره تباهي يې وزېږوله.
د صليبي جګړو په پاى کې يې پيلوونکې کاتوليک کليسا ماتې وخوړه او اروپا يې تر پخوا لا له راز، راز ټولنيزو او اقتصادي ستونځو سره لاس و ګرېوان کړه.
له دې سره، کليسا هېڅکله دې پوښتنې ته ځواب ونه وايه چې ولې هغې "سپېڅلې جګړې" برى ونه موند چې خداى يې سپارښتنه او د ملاتړ ژمنه کړې وه؟!
غبرګونونه
په دينواک پېر کې ټوليز شعور يو مخيز پر ديني بنسټ ولاړ وو او هر څه ته يوازې د دين له ليدلوري چې کليسا يې ښوونه کوله؛ سم يا ناسم ويل کېدل. دا راز قضاوتونه هم تل داسې نه ول چې له دين سره دې هرومرو همغږي وي. ددې خبرې په راز يوازې هماغه څوک پوهېدل چې لاتين ژپه يې زده وه او ديني زده کړې يې کړې وې. په دوى کې ډېرو ځکه چوپتيا غوره کړې وه او څه يې نه ويل چې په همدغه واکمن سيستم کې يې ګټې خوندي وې. له دې سره هم په ګرده اروپا کې ځاى،ځاى داسې کړۍ وې چې د دين تر پردې لاندې يې د کاتوليک کليسا دا راز بې بريده ټولواکي نه خوښېده.
کليسايي بېلتون
په يوولسمه پېړۍ کې پاپ ديني ټولواک ګڼل کېده او د هر ډول پرېکړو پورتنۍ څوکې ته ختلاى وو. ختيزو کليساوو ليدل چې له دوى څخه يوازې د روم د بولنو او غوښتنو د پر ځاى کولو په لار کې کار اخيستل کېږي او د خپلې خوښې پلې کولو ته نه پرېښوول کېږي. دغه ټکى پر دوى ښه ونه لګېد او پايله يې دا شوه چې ختيزې کليسا پر ١٠٥٤ کال د کاتوليک دوګماتېزم پر وړاندې سکيسما (بېلتونپالې) هڅې ونښلولې. له همدغه لامله د يوولسمې پېړۍ د دويمې نيمايي په پيل کې اورتودوکس (سمباوري) کليسا تل تر تله له رومي کاتوليک (سراسري) هغې خپله لار بېله کړه(٢٧).
له کاتوليکو د اورتودوکسو د مرورتيا او بېلتانه بنسټيز لامل هماغه وو چې په روم کې د واک يوازېنۍ سرچينه پاپ ګڼل کېده. په نوې اورتودوکس کليسا کې دغه آرودود مات کړاى شو او د سپېڅلې پېنځګونې پلرولۍ پر جوړښت ډډه لګول کېده. پاپ دغه جوړښت ونه مانه او د بېلارۍ او کفر تور يې پرې ولګاوه، ځکه چې په هغه کې دده يوازېنى واک پر پېنځو وېشل کېده او شته برم يې له لاسه ووت.
د اورتودوکس کليسا له منځته راتګ سره، ديونان په ګډون ختيزه اروپا تر روسيې پورې له دغې نوې مذهبي څانګې سره يو ځاى شوه او د مسيحي دين يو والى له منځه ولاړ.
لومړنى مسيحي سوسيالېست
د کاتوليک و اورتودوکس کليساوو تر بېلتانه وروسته په کاتوليک څانګه کې نورې مرورې څېرې هم راڅرګندې شوې. دوى له واکمن تورتمه د اروپا د ژغورلو هيلې درلودې او په بېلابېلو لارو، چارو يې مبارزې کولې. ددغو مبارزو يوه نښه پر دوولسمه پېړۍ د کاتوليک کليسا په کړکۍ کې راڅرګنده شوه او سرلارى يې د ايټاليا په اسيسې ښار کې "فرانڅيسکو" نومېده.
فرانڅيسکو يو روحاني او د ډېر شتمن سوداګر زوى وو چې ناوړه او نا انډوله ټولنيزو او اقتصادي شرايطو وبوږناوه او د واکمن سيستم پر وړاندې يې وپاراوه. ده ليدل چې ميليونونه انسانان په ولږه او بېوزلۍ اخته دي او يوه کوشني شمېر ديني واکمنو پر هر څه ګونډې وهلې. همدغه ټکي دده په ذهن کې بدلون راووست او د هغه پر وړاندې يې مبارزې ته ملا وتړله.
فرانڅيسکو دا مبارزه لومړى له خپل ژوندانه پيل کړه او هغه داسې چې د "بودا" غوندې يې له شتمنۍ کرکه وکړه او له پلاره ورپاتې ګرده هغه يې تر خپلو کاليو پورې د بېوزلو تر منځ ووېشله. تر دې وروسته يې د څرګندونو منځټکى دا وو چې د پاپ و کليسا ورځنۍ کړنې د عيسى له شخصيت او د هغه له لارښوونو سره سمون نه لري. هغه شتمني نه درلوده؛ بېوزله وو او هېڅکله يې هغې ته لېوالتيا ونه ښوده. که څوک ځان ته په رېښتيا مسيحي وايي، له ډېرې شتمنۍ دې ځان لرې وساتي. کليسا دې له مالي پلوه بېوزله وي، ځکه چې عيسى بېوزله او د بېوزلو پلوي وو. ددې تر څنګ، ده د پاپ يو شمېر نورو هغو کږو کړنو ته هم ګوته ونيوه چې له بايبل سره يې ټکر په کې ليده.
فرانڅيسکو په کليسا کې دننه او له هغې بهر د خپلې تګلار يو شمېر پلويان وموندل چې تر ننه هم پرې باوري دي. همدا ټکى ددې لامل شو چې روم مخامخ ټکر ورسره ونه کړاى شي.
د فرانڅيسکو څرګندونې د کاتوليک کليسا د لړزولو کارنده ګوزار وو چې ورو، ورو يې د هغې د نا پايه واکمنۍ کمزورولو ته لار هواره کړه.
فرانڅيسکو په ټولنه کې اقتصادي عدالت غوښته او له بېکچه شتمنۍ او بېوزلۍ دواړو سره جوړ نه وو. هغه ته د همدغو اقتصادي او ټولنيزو غوښتنو له مخې په اروپا او په ځانګړې توګه په مسيحي نړۍ کې لومړنى سوسيالېست ويلاى شو.
همدا راز، فرانڅيسکو طبيعي چاپېريال ته ډېره پاملرنه درلوده او بېځايه به نه وي که وويل شي چې د چاپېريال ژغورنې د ننني نړيوال غورځنګ لومړنۍ جرړې هم د فرانڅيسکو له اندېښنو خړوبېږي.
وګړپالنه او رونېسانس
صليبي جګړو د کليسا واکمني او ورسره رومي امپراتوري کمزورې کړه. له دې سره پخوانى سياسي ټيکاو له منځه ولاړ او د ټولنيز سمون نوې اړتيا رامنځته شوه. د نوموړې اړتيا په ترڅ کې د کليسا هغو پخوانيو څرګندونو ته لومړى ځل په ايټاليا کې د شک په سترګه وکتل شول چې ويل يې انسان په ګناهونو کې ډوب دى؛ دنيايي ژوند په بديو ککړ دى او رښتيني ښه ژوند ته يوازې تر مرګ وروسته رسېدلاى شو.
په دې اړه شک هسپانيا ته د عربو له راتګ سره هله لا پسې پياوړى شو چې د انتيک يونان د ادبياتو په اړه عربي کتابونه په اروپايي ژبو واړول شول.
سربېره پر دې، هغه شمېر بيزانتي پوهانو چې پر پېنځلسمه پېړۍ د تورکانو له لاسه له کونستانتينوپل څخه ايټاليا ته تښتېدلي ول؛ د انتيک يونان په اړه اروپا ته نوې پوهه له ځان سره ولېږدوله. دغو پېښو په ايټاليا کې د کلاسيک يونانپېژندنې تلوسه وپاروله او د پخوانيو تړل شويو يوناني کتابونو مخونه يې پرانيستل.
له دې سره، د ايټاليې ليکوالو (دانتې، بوکاچو او پيتراک) په مشرۍ د وګړپالنې غورځنګ رامنځته شو چې پر ادبي او کلتوري بنسټونو درول شوى وو او د دنيايي ژوند د سمون، د انساني کرامت د درناوي او د انساني ځواک د ودې غوښتنه يې کوله.
د وګړپالنې له ادبي- کلتوري غورځنګ سره سم د هنر په برخه کې هم انتيک يونان ته پام ورواووښت او د ايټاليا په فلورانس ښار کې د هغه د بيا زېږېدنې هڅې پيل شوې.
بيا زېږېدنه يا رونېسانس د پېنځلسمې پېړۍ په پيل کې تر يوه اوږدمهالي تياره ځنډ وروسته د ژوند په بېلابېلو خواوو کې د لرغوني يونان ټولنيزو شرايطو ته د بيا ورستنېدلو هڅه وه(٢٨).
ددغه هنري بهير سرلاريو رافايل، ميکل انجيلو او ليوناردو داوينچي وکړاى شول چې د نويو هنري پنځونو په مرسته تياره اروپا له خپل ځلاند تېر مهال سره وتړي او انسان ته وروښيي چې د خپل فکر په مرسته په ژوندانه کې پر زړه پورې او زړه راکښونکي هنري- علمي ارزښتونه پنځولاى شي.
د وګړپالنې او رونېسانس ګډ غورځنګ تر يوه ځايه د منځنيو پېړيو دوديز کليسايي تفکر مات کړ او په اخرتي نړۍ کې د ډوب انسان پام يې روان ژوندانه ته ورواړاوه.
دغه غورځنګ وکړاى شول چې د ځانباورۍ زړى وکري؛ وده ورکړي او له دوګماتېزم و تياره ايډيالېزمه د ريالېزم و پراګماتېزم پر لوري لار پرانيزي.
د نننۍ اروپا د نوي مدني بنسټ سترې ډبرې د وګړپالنې او رونېسانس په لومړيو کلونو کې کېښوول شوې او را وروسته فکري ودې او پراختيا ته يې ذهني ځمکه خړوب کړه.
پروتېستانتېزم
د روم اټکل دا وو چې ګوندې د سخت تاوتريخوالي په څرګندولو به وېره خپره کړاى شي او په دې توګه به د نورو پاڅونو مخه ونيولاى شي، خو دا خوب سم ونه خوت.
د والدينز غورځنګ تر خونړۍ ځپنې وروسته پر شپاړسمه پېړۍ د کليسا په ځاله کې بل ستر غورځنګ وزېږېد چې روم يې له يوې بلې سترې ماتې او شا تګ سره مخامخ کړ.
دا ځل ددغه غورځنګ مشري د "مارتين لوتر" په نامه بيا هم يوه مسيحي روحاني پر غاړه واخيسته. ده د روم کړنې ناسمې وګڼلې او د مسيحيانو د پوهولو او راويښولو لپاره يې لومړى ځل بايبل له لاتينه الماني ژبې ته واړاوه او د ګناه بښلو روانه سوداګري يې کلکه وغندله.
د مارتين لوتر ښوونې له ١٥١٧ کاله راپيل شوې او يو سمونپال غورځنګ يې رامنځته کړ.
که مارتين لوتر يو خوا د روم پر وړاندې يو غبرګون وښود، بلخوا يې مسيحيت هم له بشپړ ډوبېدلو او له منځه تګه وژغوره. دا په دې مانا چې کليسايي ترخې واکمنۍ خبره دې ته ورنېژدې کړې وه چې مسيحيت په اروپا کې له بنسټه ونړېږي. لوتر په همدغو ترينګليو تاريخي شېبو کې له آره د مسيحيت ننګې ته ورودانګل او داسې نوى باور يې رامنځته کړاى شو چې د مسيحيت لارښوونې له هغه څه سره ژور توپير لري، چې روم يې غوښتنه کوي.
دغه ټکي پر مسيحيت باندې د خلکو باور پر ځاى وساته او هغه يې له ډوبېدلو وژغوره.
د "لوتر" څرګندونو د کاتوليک کليسا او د هغې په سر کې د پاپ د غوښتنو او چار چلن پر وړاندې اعتراضي دريځ درلود او له همدغه لامله د "پروتستانتېزم" نوم ورکړل شو.
بزګري پاڅونونه
سره له دې چې د مسيحيت منځته راتګ پخوانى مرييتوب پاى ته رسولاى وو، خو فيوډالي سيستم يې يو نوى ډول رامنځته کړ. په دغه سيستم کې بې ځمکو کروندګرو د ځمکوالو په کروندو کې کار کاوه. دوى ته له خپله کاره ايله همدومره وړه برخه ور رسېده چې تر بله کاله ژوندي پرې پاتې شي او نوره ځمکوالو ترې اخيسته. دوى د خپلو اقتصادي اړتياوو له لامله ټولنيزه آزادي نه درلوده او د ځمکې په څېر د ځمکوالو په شتمنيو کې ګڼل کېدل.
پر څوارلسمه پېړۍ لومړى ځل په فرانسه کې د بزګرو د ژوندانه ناوړه شرايطو دوى د اقتصادي او ټولنيزو آزاديو د ګټلو لپاره پاڅون ته اړ کړل. د پېنځلسمې پېړۍ د دويمې نيمايي تر پيل را وروسته د جرمني بزګر هم څو ځله د خپلو غوښتنو لپاره راپاڅېدل، خو په خونړۍ بڼه وټکول شول.
د شپاړسمې پېړۍ پر دويمه نيمايي اروپايي بزګر د پروتستانتېزم مذهبي غورځنګ ملاتړي شول. دوى هيله من ول چې ددغه غورځنګ له بري سره جوخت به خپلواک شي او سختو جګړو ته يې لاس واچاوه. دغه جګړې له سويسه پيل شوې او تر جرمني او اوتريشه وغځېدې.
کاتوليک کليسا او فيوډال پوړ د خپل واک ساتلو لپاره له پروتستانتو او کروندګرو سره ټکر وکړ چې په ترڅ کې يې پر ١٥٢٤ کال د دواړو اړخونو تر منځ دوه کلنه جګړه ونښته، خو هغې هم بزګري غورځنګ ارماني بري ته ونه رسولاى شو(٢٩). د بزګرو تر دغې ماتې نېژدې يوه پېړۍ وروسته د اوکراين بزګر راپورته شول او د پاڅون لړۍ يې سهيلي روسيې ته ورسېده.
سره له دې چې روسي کازاکو بزګرو د پوګاچيوف تر مشرۍ لاندې د څاري امپراتورۍ پر وړاندې سختې جګړې وکړې، خو په دغو جګړو کې يې وينې وبهول شوې؛ مشر يې غرغرې ته وخېژول شو او بيا هم خپلو ارمانو ته ونه رسېدل.
د خداى په لار کې دېرش کاله جګړه
پروتستانتېزم غورځنګ ريفورميستي بڼه درلوده او ډېر ژر يې په اروپا کې د پلويانو شمېر ډېر شو. دوى له رومه خپله لار بېله کړه او ځانګړې کليسا يې منځته راوسته. روم ددغه بېلتانه پر وړاندې راپورته شو.
پر اولسمه پېړۍ په ګرده اروپا کې د کاتوليکو او پروتستانتو تر منځ سختې جګړې ونښتې او هر اړخ په دې هيله د بل هغه وينې تويولې چې د خداى خوښي يې پر برخه شي.
د جګړې هر اړخ بشپړ ډاډه وو چې ګوندې په سمه د خداى په لار کې جنګېږي او اسماني مرسته او ملاتړ نېغ ورسره ملګري دي. دغه جګړې دېرش کاله (١٦٤٨-١٦١٨) اوږدې شوې او ټوله اروپا يې خورا وځپله.
دغه اوږده خونړي بهير دواړه لوري کمزوري کړل او دا يې پرې ومنله چې د جګړې په لا اوږدولو څه لاسته نه ورځي. يا کېداى شي دا فکر به يې کړى وي چې موږ دومره د خداى په لار کې وجنګېدو، خو تر اوسه له بره هېڅ داسې غږ رانه غى چې په موږ کې يو اړخ رښتينى وښيي.
له دې سره، دواړه ستومانه شوې خواوې د جرمني د وېستفال ايالت د سولې د تړون په ترڅ کې دې پرېکړې ته ورسېدې چې د هر واکمن په هېواد کې دې هماغه مذهب چلېږي چې دى يې غواړي.
پورتنۍ هوکړې جګړه پاى ته ورسوله؛ پروتستانتېزم په رسميت وپېژندل شو(٣٠) او د اورتودوکس تر څنګ يې بله څانګه او کليسا جوړه کړه چې په هغه کې د پاپ غوندې يوازېنۍ ځانګړې وګړې (شخصيت) ته ځاى ورکړل شوى نه وو.
پروتستانتېزم د دينواکۍ دوګماتيک پېر وروستيو سلګيو ته ورنېژدې کړ. ددغه سمونپال (ريفورمېست) غورځنګ تاريخي ارزښت په همدې کې دى چې ديني توتاليتارېزم (مطلقيت) ته يې د پاى ټکى کېښوو او فکري نويوالي ته يې لار پرانيسته.
تر دې وروسته هر څوک زړور شو چې د ژوندانه د بهير د څرنګوالي په اړه وغږېږي او ښو يا بدو ته يې ګوته ونيسي.
له دغو نويو اسانتياوو اروپايي هنرمنو، پوهانو او فيلسوفانو هر اړخيزه ګټه وکړه او په مرسته يې د تياره پېر د پاى ته رسولو بهير چټک کړ.
رڼا پېر
د سياسي ټولنيزو غورځنګونو پرلپسې منځته راتګ يو خوا پر ژوندانه د واکمنو اړيکيو پر وړاندې کرکه څرګندوله او بلخوا يې استبدادي ځواکونه کمزوري کول.
ديندولتي استبداد په خپلو ټولو امکاناتو هلېځلې کولې چې د ټولنيز بهير واګي په خپلو لاسونو کې وساتي. هغه هېڅ داسې فکر ته اجازه نه ورکوله چې دغه بهير ته ګوته ونيسي.خو بيا هم په ټولنو کې د ځاى او مهال په توپير داسې وګړې او اندوال کرکټرونه زېږېدلي چې د ښکېل شوي انسان د آزادۍ ارمانونه يې درلودل. دوى ددغو ارمانونو د پلي کولو په لار کې هر ډول ناخوالو ته غاړه ايښې ده.
اولسمه او اتلسمه پېړۍ د ديني- سياسي استبداد پر وړاندې د فکري مبارزې اوچت پړاو ګڼل کېږي. دغه پړاو د هغو انسانانو له نومونو سره تړاو لري چې په تپه تياره کې يې د انسان شعور ته د رڼا وروستلو هلېځلې ګړندۍ کړې. دوى زيار وګاله، هغه انسان چې په خپله يې له خپل شعوره د تورتم دېوالونه چاپېر کړي؛ د هغه نړولو ته وهڅوي چې په غړېدليو سترګو نړۍ وليدلاى شي.
ددغه رڼا پېر سرلارى فيلسوف سپينوزا وو چې د امستردام په يوه يهودي کورنۍ کې وزېږېد. ده تر ديني او فلسفي زده کړو وروسته د بايبل و تورات د لارښوونو پر وړاندې خداى او طبيعت دواړه يو وګڼل او له دې لارې يې لومړى ځل د دوديزې تيولوژۍ "تابو" ماته کړاى شوه. يهودي مذهبي ټولنې سپينوزا له خپلې ډلې وشاړه او د بېدينۍ تور يې پرې ولګاوه.
تر سپينوزا را وروسته د اروپا په ټولنيزو شرايطو کې ورو،ورو مذهبي اغېز کمزورى کېده او د فلسفې ودې ته لار پرانيستل کېده. په دغه بهير کې د زاړه مذهبي او سياسي استبداد پر وړاندې نوي اند و پوهې ته اړتيا ليدل کېده چې د جانلاک، مونتېسکو، ولتاير، دېويد يوم، ژانژاک روسو، دېنيس ديدرو، ايمانوېل کانت او داسې نورو سترو فلاسفه وو په ناستومانو هلو ځلو يې وده او پراختيا ومونده.
د رڼا پېر په دغه فلسفي بهير کې هڅه وشوه چې ټولنيز شعور په خپلواک ډول کارولو ته وهڅوي او د پېړيو له زاړه مذهبي- سياسي ديکتاته يې وژغوري. نوموړيو فلاسفه وو د بشر د عقل و تفکر په مرسته پوهه د ازمېښت د يوارېني بنسټ زېږنده وګڼله. دوى د انساني رښتو، کرامت و برابرۍ د پر ځاى کېدلو غوښتنه وکړه؛ د سيکولارېزم په چوکاټ کې يې د دين و دولت بېلتون وړاندې کړ؛ سياسي جوړښتونه يې يوازې د ديموکراسۍ له لارې مشروع وبلل او له هر راز استبداد و زورواکۍ يې د انسان د ژغورلو او په آزاده توګه د هغه د فکري وړتياوو د ودې غږ پورته کړ.
د رڼا پېر د فلاسفه وو فکري ارزښت خپل تاريخي ځاى ونيو او ډېرې خواوې يې د متحده ايالاتو د خپلواکۍ په اعلاميه، د فرانسې په انقلاب او په شلمه پېړۍ کې د وګړ رښتو په نړيواله اعلاميه کې راڅرګندې شوې.
يوزېفينېزم
د "هابسبورګ" شاهي کورنۍ کيسره "مارييا تېرېزيا" د ټولنيزو او مدني چارو د ښه سمون و سمبالولو په برخه کې د غوره نامه خاونده ده. دغې روښاندې کيسرې د خپلو رسمي- دولتي دندو تر څنګ د يوې داسې مور غوندې چې تر ښوونکې کمه نه وه؛ د خپلو لوڼو- زامنو روزنې ته ډېره پاملرنه درلوده.
د مارييا تېرېزيا زوى (دويم يوزېف) د همدغې روزنې په رڼا کې را ستر شو او په دولتي اداره کې يې د مور مرسته کوله.
روښانه روزنې له دويم يوزېف سره مرسته وکړه چې ټولنيز څرنګوالي ته ځير شي او هغه زاړه اړيکي وپېژني چې يو خوا يې له پېړيو راهيسې په سياسي ـ اداري چارو کې امپراتوري پوره خپلواکۍ ته نه پرېښووه او بلخوا يې د ټولنيز ژوندانه ټول اړخونه تر خپله ولکه لاندې راوستي ول.
د يوزېف له ځينو نويو اداري، تولنيزو کړنو داسې ښکاري لکه درې زره کاله وروسته چې د اروپا په زړه کې بيا فرعون اېخناتون را ژوندى شوى وي.
يوزېفېنيستي سيکولارېزم
د روحانيت له اغېزه د کيسر و دولت خپلواکول د يوزېف بنسټيزه موخه وه. ده د همدې موخې لپاره تر ١٧٨٠ کال را وروسته، چې په اوتريش کې د سپېڅلې رومي امپراتورۍ او جرمن ملت کيسر شو؛ يو لړ پراخو پرمختيايي اړونو او بدلونو ته ملا وتړله.
د يوزېف د سمونپالو هڅو لومړى ګام د کليسايي دينواکۍ له پاى ته رسولو او سيکولارېزمه پيلېږي.
دهاغه مهال شمېرنو له مخې پر ١٧٧٠ کال يوازې په اوتريش- هنګري کې ٢١٦٣ کليساوې او په هغوى کې ٤٥٠٠٠ روحانيون ول. له دغه شمېره اټکلېداى شي چې په ګرده مسيحي اروپا کې به کليسايي تيار خواره بنسټونه څومره ارت و پراخ ول.
دغې نادودې يوزېف وخوځاوه او پر ١٧٨١ کال يې د ډېرو کليساوو د تړلو پرېکړه وکړه. ده وويل، هغه مذهبي بنسټ چې د رنځورو او بېوزلو کوشنيو پالنه نه کوي، د خداى نه خوښېږي او نور يې شتوالي او پايښت ته اړتيا نه شته. له دې سره، د کليسا تړلو او له هغې د شتمنۍ اخيستلو لړۍ پيل شوه او په ترڅ کې يې تر ١٧٨٦ کال پورې د ٧٣٨ کليساوو ودانۍ روغتونو، مرستونو، کارګري استوګنځيو، پوځي هډو، کارځيو، پوست و اداري بنسټونو ته وز ګارې کړاى شوې.
يوزېف ليدل چې د هرې کليسا او مذهبي کړۍ پر شاوخوا ډلې،ډلې وزګار روحانيون راټول او د خلکو پر اوږو سپاره هوسا شپې، ورځې تېروي. دوى ته داسې تګلار جوړه شوه چې د هرې سيمې د وګړيو د انډول له مخې روحانيون په کې پاتې کېداى شول او پاتې برخه اړ شول چې ځان ته بل کار ولټوي.
پاپ (شپږم پېيوس) د دينواکۍ پر وړاندې د يوزېف د کړنو له لامله واېشېده او هڅه يې وکړه چې مسيحي پرګنې پرې راوپاروي او له خپلې پرېکړې يې واړوي. دى د همدغې موخې لپاره وين ته وخوځېد چې مخامخ کيسر وويني او په دې اړه ورسره وغږېږي.
داسې ښکاري چې دا مهال دينواکۍ د پرګنو تر منځ خپل پخوانى برم و پرتم بايللى وو او چا ډېر غوږ پرې نه ګراوه.
يوزېف په همدغه نوې فکري اوتا کې د پاپ ډېره پروا ونه کړه او وين ته تر راتګه پورې يې يوه مياشت له ښاره بهر په "وينرنوى شتاد" کې تم کړ.
يوزېف د پاپ د څرګندونو پر وړاندې داسې وښوده چې د کليسا په اړه د خپل اند پر بشپړ سموالي ډاډه دى او هېڅ داسې څه يې ونه منل چې له خپله هوډه يې واړولاى شي.
سره له دې چې يو شمېر مذهبي کړيو د پاپ ملاتړ کاوه، خو هغه ډک زړه او تش لاس بېرته روم ته ستون شو.
په سيکولارېستي بهير کې کيسر يوزېف مسيحي دينواکي له منځه يووړه او پر مسيحيت سربېره يې يهوديت و اسلام ته هم يو شمېر رښتې ور پر برخه کړې.
يوزېفينيستي موډېرنېزم
د کيسر يوزېف د واکمنۍ په موده کې د کليسايي سمون تر څنګ د نورو ټولنيزو چارو سمون ته هم زښته پاملرنه ور اوښتې وه. نوموړي په دې برخه کې:
- د اشرافو او ساده پرګنو تر منځ عدلي توپير له منځه يووړ.
- بې ځمکو کروندګرو ته يې هماغه ځمکې ورکړې چې کرلې يې او په دې توګه يې له جسمي پلوه د ځمکوالو (فيوډالو) د شتمنيو له شمېره ووېستل او ټولنيزه خپلواکي يې ور پر برخه کړه.
- تر نه کلنۍ وړاندې په فابريکو کې د کوشنيو پر کارولو بنديز ولګېد.
- د مذهبي نکاح تر څنګ يې د واده مدني تړون دود کړ او طلاق شويو ته يې د بيا واده کولو لار پرانيسته.
- د خوښونو پر بنسټ ښاروالۍ جوړې شوې.
- عدلي محاکم له نورو ادارو جلا کړاى شول. ځانګړې محکمې او جسمي ځورونې او شکنجې له منځه ولاړې. يوازېنۍ جزايي محکمه جوړه شوه. د جزا مدني قانون پلى شو او د مرګ سزا د پلي کولو واک يوازې دولتي محاکمو ته ورکړل شو.
همدا راز، کيسر لارښوونه وکړه چې نورې دې په استوګنو سيمو کې هديرې نه جوړېږي او مړي دې له تابوت پرته يوازې په کفنه کې ښخېږي، خو دا پرېکړه له ناڅرګنده لامله يو کال وروسته بېرته واخيستل شوه(٣١).
يوزېفينيست سمونپال بهير له پاسه (واکمنه کړۍ) پيل شوى انقلاب وو. په دغه انقلاب کې د اروپا د بېلابېلو پرمختګپالو ټولنيزو پوړونو او ځواکونو شعوري غوښتنو په سيده يا ناسيده بڼه خپل اغېز درلود. په دغه ترڅ کې د يوزېف تاريخي ارزښت ځکه ډېر اوچت دى چې هغه د يوه رښتياپال واکمن په توګه دغه غوښتنې ژورې وپېژندلاى شوې.
ده د فرانسه يي لوييانو غوندې دا راز غوښتنې بابېزه ونه ګڼلې او د پر شا تمبولو هڅه يې ونه کړه. په خپله يې سرلارى شو او پرې يې نښووه چې ټولنه تر هغې پوزې ته راشي چې د اور و وينو په بهير کې د هغوى پلي کولو ته لار پرانيزي. کټمټ لکه دده تر مرګ يو کال مخکې چې د فرانسې ستر انقلاب د همداسې اور و وينو په بيه رامنځته شو.
سره له دې چې د فرانسې انقلاب فکري کرښو پر اروپا سربېره په ټوله نړۍ کې خپل ژور اغېز څرګند کړ، خو دا به هم ناسمه نه وي که ووايو چې ددغه انقلاب په منځته راتګ کې د "يوزېفينېزم" پراتيک اړخ هم خپل ژور اغېز ښندلاى دى.
د فرانسې انقلاب
د اوولسمې پېړۍ تر دويمه نيمايي پورې فرانسه داسې ولږې او بېوزلۍ نيولې وه چې پاريس ښار له بېکوره کوڅه ډبو ډک ښکارېده. دولت پرته له دې چې ددې ستونځې د هواري بنسټيزه لار ولټوي؛ لا يې پر دغو بې اسرې بېوزلو پسې راواخيسته او شپاړسم لودويګ د ١٧٧٧ کال د جولاى پر ديارلسمه په يوه فرمان کې وويل چې له ١٦ کلنه تر ٦٠ کلن هر هغه روغ انسان چې د ژوند کولو ټاکلې سرچينه او ځانګړى کار ونه لري؛ ودې نيول شي او په بېړۍ چلونه کې دې راشپېل وهلو ته ولېږل شي. په دې بڼه، سلطنتي- اشرافي زبېښاک هم کليوال پرلپسې په زور له ځمکو او شتمنيو بې برخې کول او کوڅه ډب يې ترې جوړول او هم يې تر داسې خندنيو او ترهګرو قوانينو لاندې په متروکو داغل او د ورځ مزدورۍ دغسې کاري دسپلين ته يې ورکاږل(٣٢). په بانکونو کې د بوديجې کړکېچ بل هغه لامل وو چې فرانسه يې له مالي پلوه کمزورې او له سختې ولږې، بېوزلۍ، ناروغۍ، نا امنۍ او داسې نورو ټولنيزو نيمګړتياوو سره لاس و ګرېوان کړه.
دغو ټولنيزو- اقتصادي ناخوالو فرانسه وبوګنوله او په هېواد کې د واکمنو کړيو پر وړاندې کرکې وده وکړه، خو دولت د مخالفينو پر وړاندې د پوليسي ځواک په مرسته يوازې پر کلکو جزايي لارو، چارو ډډه لګولې وه.
له ذهني پلوه فرانسه د نورو اروپايي هېوادونو په پرتله د رڼا پېر له اغېزه اوچت سياسي شعوري پړاو ته رسېدلې وه او د شاهي دولت پر ځاى ديموکرات دولت ته تلوسې وده په کې کړې وه.
فرانسويان پوه شوي ول چې يو کوشنى شتمن پوړ يې پر برخليک واکمن دى او هغه يې د خولو او لاس تڼاکو په بيه په داسې لوکسو او فېشني شرايطو کې ژوند کوي چې بېوزله پرګنې يوه ګوله توره ډوډۍ هم په اسانۍ په کې ګټلاى نه شي.
پرلپسې بېوزلۍ او له هغې رازېږېدلي سياسي شعور فرانسه وخوځوله او پر ١٧٨٩ کال يې د اوږدمهالي استبداد پر وړاندې خونړى انقلاب پيل کړ. دغه انقلاب څرګنده کړه چې هر څومره چې په ټولنه کې سياسي فشار ډېر شي هماغومره سخت غبرګون ترې رامنځته کېدونکى دى.
د فرانسې انقلاب سخت غبرګون هم د هغو اوږدمهاليو پرلپسې فشارونو پايله وه چې دغه ټولنه يې پوزې ته راوسته او د خپل بهير په اوږدو کې يې ډېرې وينې وبهولې.
د فرانسې انقلاب پرمختګپال اړخ دا وو چې د زاړه سياسي جوړښت جرړې يې ووېستې او پرګنو ته يې سياسي واک ورولېږداوه.
د شپاړسم لودويګ تر نسکورېدلو وروسته چې انقلابي ځواکونو سياسي واک ونيو؛ تر هر څه لومړى د بشر او ښاريانو (د هېواد د ځايي اوسېدونکيو) رښتې ومنل شوې او د جانلاک، مونتيسکيو، ولتاير، دېويد يوم، ژانژاک روسو او داسې نورو د سياسي- فلسفي څرګندونو تر اغېز لاندې مدني قانون منځته راغى. په دغه قانون کې ديموکراسي د سياسي واک يوازېنى بنسټ وګڼل شو او سياست له دينه بېل کړاى شو.
د کليسا پر وړاندې اوږدې کرکې انقلابيون وهڅول چې شتمني يې دولتي کړي او ويې پلوري. دغه ګام انقلابي دولت له مالي پلوه غښتلى کړ او د را وروستيو دندو په لار کې يې جوکه وروبښله. پر دې سربېره، کليسايي چارواکيو ته سپارښتنه وشوه چې د نوي دولت پر بنسټيز قانون لوړه وکړي. دې ته څېرمه، په ګرده فرانسه کې اشرافيت هم پاى ته ورسول شو.
د انقلابي دولت پرېکړې روحانيو او اشرافو ته ډېرې ترخې وې. دغو دواړو ډلو د نوي دولت نسکورولو لپاره لاسونه سره يو کړل، خو کار يې ځاى ته ونه رسېد او ډېر کلک وځپل شول.
د فرانسې انقلابي ځواکونو هيله درلوده چې په ټولو اروپايي هېوادو کې ورته پېښې رامنځته شي او تر رومه د پاپ واکمني پاى ته ورسېږي. که څه هم چې سملاسي دا کار ونه شو، خو ددغه انقلاب اغېز ګام پر ګام ګرده اروپا ونيوه او په دولتي جوړښتونو کې يو پر بل پسې د نويوالي نښې راڅرګندې شوې.
د نوې اروپا سياست و دين
ټولنيز شعور د ژوندانه د تګلارې يوازېنى ټاکونکى ځواک دى او انسانان په خپله پرېکړه يا لږ تر لږه هوکړه کوي چې څه ډول ژوند وکړي.
هېڅ تاريخي پړاو تر هغې پورې چې اړتيا يې منځته راغلې نه وي او ورسره دغه اړتيا پېژندل شوې نه وي؛ منځته راتلاى نه شي. د هرې اړتيا دواړه ابجکټيو او سوبجکټيو اړخونه په ګډه له زاړه جوړښته نوي هغه ته د يوې ټولنې د ور اوښتلو لار هوارولاى شي.
په اروپا کې د منځنيو پېړيو د زړو ورستو شويو بنسټونو نړول هره ګړۍ يوه اړتيا وه، خو تر هغې چې ددغې اړتيا، پېژندنې په سراسري شعور کې ځاى ونه نيو، د استبدادي ودانۍ د بنسټ يوه خښته هم له ځايه ونه خوځېده.
د اروپا روښانه پوړ ان د منځنيو پېړيو په تل کې ددغه آر په ارزښت پوهېدلاى وو او خپل ټول ځواک يې ددې لپاره کاراوه چې يوې نوې انساني ګاندې ته د رسېدلو لپاره پرګنې راويښې کړي او سترو انقلابونو ته لار پرانيزي.
په رښتيا چې دا يو لوى ستونځمن کار وو او هغه ته اوږه ورکول لوى زړه او زغم غوښته.
اروپايي مفکرينو په خپل ځان کې همداسې زغم وروزه؛ د ورځني ژوندانه بابېزه کوشنيو چارو ته يې شا ور واړوله او همدغه ستر کار ته يې اوږه ورکړه.
د منځنيو پېړيو له ژورې کوما د پرګنو د راويښولو په لار کې د اروپايي روښانه وګړو (شخصيتونو) هڅې په سيستماتيک ډول له رونېسانس و وګړپالنې راپيل شوې. ددغه فکري غورځنګ مخکښ وپوهېدل چې له دغې واکمنې تيارې څخه د ګناه ځپلي او وېرېدلي انسان د راوېستلو لومړنۍ لار داده چې د ټولنې استيتيک احساس بيا راوپارول شي او د ژوندانه له ښکلاييز اړخ سره يې اړيکي رامنځته شي.
په دې برخه کې لرغونى يونان د تاريخي زده کړې سرچينه وټاکل شوه. دغې سرچينې د نېژدې يو نيم زر کاله پخواني هېر شوي تمدن داسې انځور رامنځته کړ چې له ژوندانه سره يې د انسان استيتيکي- فکري تلوسه بيا راتانده کړه.
له ژوندانه سره د مينه ناکو اړيکيو ټينګول او هغه ته د يوه جدي ارزښت له زاويې کتل دوې بنسټيزې دندې وې، چې وګړپال رونېسانس بشپړې کړاى شوې او په اروپا کې يې د خپلواکو پرېکړو زړورتيا وزېږوله.
ددغې زړورتيا تاريخي نښه د مارتين لوتر په سرښندنه د کليسا په ګوګل کې د پروتستانتېزم په بڼه راڅرګنده شوه. پروتستانتېزم هغه زړه تابو ماته کړه چې له پېړيو راهيسې يې د پرګنو سترګې او خولې ورتړلي وې او دا وېره يې خپروله چې ګوندې د پاپ و کليسا چلن ته ګوتنيوى د خداى له خوښې او پرېکړې سرغړونه ده.
له دې سره د روحانيت په لاس کې د سپېڅلتيا اوږده کونټۍ ماته شوه او دا جوته شوه چې د پاپ د خوښې پر وړاندې په دين کې د دومره لوى انقلاب له پېښېدلو سره، سره هم خداى له ځايه ونه خوځېد او هېڅ غبرګون يې ونه ښود.
په پرګنو کې د پخوانۍ فکري وېرې له کمېدلو سره فزيکي وېره هم کمزورې شوه او اروپايي بزګر پوړ په خپله د خپل برخليک ټاکلو لپاره د اقتصادي او ټولنيزو آزاديو په لار کې مخامخ جګړو ته لاس ور واچاوه. دوى واکمن پوړ وپوهاوه چې غوښتنو ته يې غاړه کېږدي او هغوى د يوه رښتياني او پر ځاى فاکتور په مانا وپېژني.
د ټولنيزو آزاديو د پرلپسې غوښتنو او د عقل په مرسته ژوندانه ته د تګلار ټاکلو پړاو له رڼا پېره راپيل شو. په دغه پړاو کې نوې فلسفه وزېږېده چې منځټکى يې انسانباوري او د انسان د پوهې وده وه.
د رڼا پېر فلاسفه وو يو مخيز زيار وګاله چې د دوګماتېزم پر وړاندې ريالېزم را وړاندې کړي او انسان دې ته وهڅوي چې اورېدل شوي و ارزوي؛ د هر څه په اړه په خپله فکر وکړي او له عقل و پوهې سره سمو چارو ته مخه کړي.
رڼا پېر له ژوند سره علمي اړيکي رامنځته کړل او په ګردو چارو کې يې د انسان د رغنده ځواک پر پالنه او روزنه تينګار ښکاره کړ.
د رڼا پېر عملي اړخ د اوتريش- هنګري شاهۍ د واکمن پوړ په کړنو کې راڅرګند شو. کيسر دويم يوزېف په خپله سياسي تګلار کې دغه اړخ وځلاوه او په ټولنيزو، اقتصادي او ديني برخو کې يې پخواني دودونه مات کړل.
تر يوزېف وروسته د فرانسې انقلاب په ډېره راديکاله بڼه د زړې او نوې اروپا د سياسي- ديني سيستمونو تر منځ سره کرښه وکاږله. سياسي توتاليتارېزم يې پاى ته ورساوه او لومړى ځل يې دولت، دين و پوهه درېواړه يو تر بله جلا کړل.
د فرانسې انقلاب ديموکراسۍ او سيکولارېزم په پرلپسې ډول ګردې اروپا ته لار پرانيسته او د نوي اروپايي تمدن په بنسټ کې يې ځاى ونيو.
د بريتانيا صنعتي انقلاب د فرانسې له سياسي انقلاب سره پيوند شو او دواړو اوږه پر اوږه اروپا د منځنيو پېړيو له ژورې کندې راووېسته او د يوه نوي تمدن سرلارې يې کړه.
له دې سره هم، سياسي او اقتصادي پرمختګ د نوي اروپايي تمدن بنسټ نه دى. هغه څه چې په دې برخه کې تر ټولو بنسټيز ارزښت لري هغه د انسان "عقلي ځواک" ته ژوره پاملرنه ده. اروپايان په دې پوه شوي چې د هر ډول پرمختګ راز د انسان په عقل کې نغښتى دى. دوى د عقلي ځواک پر وړاندې په قانون کې هر ډول خنډونه له منځه وړي. دوى د هر څه ښه والى او بد والى پر ورځني ژوندانه د هغه په پراګماتيک اغېز کې ويني.
اروپايي سياستوال پوهېږي چې اروپان تر ډيموکراسۍ پرته هېڅ بل ډول سيستم ته غاړه نه ږدي. د پرګنو همدغه کلک ټينګار دى چې هېڅ سياسي ډله يې له خوښې پرته واک ته رسېدلاى نه شي.
د اروپا حقوقي او قانوني سيستم د اوږدمهالي تاريخي ازمېيښت، علمي څېړنو او په ټوله مانا د بشر د عقل، پوهې او منطق زېږنده دى. په هغه کې د انسان بنسټيزو، طبيعي، غريزي، استيتيکو او اروايي غوښتنو او رښتو ته ځاى ورکړل شوى او ځاني او ټولنيزې آزادۍ يې په کې خوندي شوې دي.
ددغه سيستم تر ټولو علمي اړخ دادى، چې سپېڅلى او تلپاتې نه ګڼل کېږي. هماغسې چې د ژوندانه بهير وده او پراختيا مومي او بڼه يې اوړي، ورسره ددغه سيستم بڼه هم اړول کېداى او وده او پراختيا په کې راوستل کېداى شي.
هغه سياسي شعور چې اروپا اداره کوي؛ شپه او ورځ د ټولنيز نظم پر ساتلو لګيا دى. په دغه ترڅ کې د هرې هغې پېښې او لامل چټک هوارى لومړنى ځاى لري چې ټولنيز اعصاب راپاروي او د انسان ژوند د پاڅون يا انقلاب تر بريده ور تريخولاى شي.
اروپايانو د اروپايي ټولنې په رامنځته کولو چې دادى ورو، ورو د يوې لويې کورنۍ ارزښت وربښي؛ نړۍ ته د ښه ګاونډيتوب، خپلمنځي درناوي او د پرګنو تر منځ د آزادو دوستانه اړيکيو غوره انساني بېلګه وړاندې کړه.
د اروپا په قوانينو کې سياست و دين بشړ سره جلا شوي. دين تر سيکولارٍيستي سيستم لاندې يوازې شخصي وجداني ډاډ دى او تر هغه ځايه يې آزادي خوندي ده چې ټولنيز ګواښ ونه پاروي.
په اروپا کې مسيحيت تر ټولو ستر دين دى او ورسره نور دينونه هم په رسميت پېژندل شوي. هر څوک کړاى شي، چې په خپله کړۍ کې خپل ديني مراسم ترسره کړي. دولت له ټولو جلا د ټولو تر منځ د سوله ييزو اړيکيو د څارنې دنده لري.
ديني ټولنپوهنې ته په کتنه داسې ښکاري چې په دغه لويه وچه کې ديني ګروهه مخ پر کمزورتيا روانه ده. کېداى شي ددغه بهير يو لامل دا وي چې انسان د توکيزو امکاناتو او په ورځني ژوندانه کې د اسانتياوو له پلوه تر پخوا بسيا شوى او ميتافزيکي ځواکونو ته يې اړتيا کمه شوې ده.
همدا راز، د ساينسي پرمختګونو ځينو نويو سپړنو هم يو شمېر ميتولوژيک تېزيسونه له ژورې پوښتنې سره مخامخ کړي او دينباوري يې کمزورې کړې ده.
د اروپايانو په ورځني ژوندانه کې د دين د ونډې پېژندلو لپاره کېداى شي چې ددغه ځاى تر ټولو لوى او پخواني دين (مسيحيت) ته وکتل شي.
دا کتنه له کليسا پيلېداى شي چې د مسيحيت زړه دى او اوچت برجونه يې لا د منځنيو پېړيو د واک و ځواک يادونه کوي.
که د يوه خدايي خدمت (لمانځه) پر ورځ د يوې کليسا پېړ و پنډ ور پرانيزو او يوه شېبه يې په يوه ګوډ کې پر څوکۍ کېنو، د يوې لنډې ارزونې په ترڅ کې به ډېر څه په کې وليدلاى شو.
مخامخ پر صليب ځړېدلې انساني مجسمه چې پر پښو او لاسونو يې ټک وهل شوي مېخونه او له بدنه يې بهېدلې وينې د يوې تراژيدۍ څرګندونه کوي او انساني عاطفه راپاروي. د هغې تر څنګ د ډېوو په تته رڼا کې د يوې ښکلې ختيزې مېرمنې بله مجسمه ده، چې په ژور سوچ کې ډوبه ښکاري. شاوخوا د حواريونو او ملايکو انځورونه او داسې نور ګرد سره هغه څه دي چې کېداى شي له هاغه مهال سره به تړاو ولري چې ډېرو بايبل لوستلاى نه شو او هڅه شوې چې کليسا ته يې له ورتګ سره د همدغه انځوريز هنر له لارې له داستان سره اشنا کړاى شي.
نن ورځ ټول په ليکلوست پوهېږي؛ په خپله بايبل لوستلاى شي؛ له داستانه يې خبر دي او لا يې پر مخ د کليسا ور بشپړ پرانيستى دى، خو کليسا سړه ده او تر لومړيو ليکو يې پرته چې څو تنه سپينسرې او سپينږيري په کې ناست دي؛ د لمانځه کتابونه يې په لاس کې نيولي او د کشيش دوو زرو کلنو پخوانيو خبرو ته ځير دي، ډېر څوک پکې نه ليدل کېږي او شاته ګرد سره تشه ده.
ماته همدغه کوشنۍ ډله په رښتينې مانا مسيحيان ښکاري، ځکه چې بې له کومې دنيايي وېرې، هيلې، زور يا هڅونې يې په ټوله مانا يوازې او يوازې وجداني لامل دغه ځاى ته راولي.
دا د اوسنۍ کليسا د رومانتيک انځور يوه څنډه ده چې په سراسر اروپا کې د پرګنو او دين د اړيکيو څرګندونه کوي.
ددغو اړيکيو ټولنپوهنيزه ارزونه اروپايي ګروهنيز جوړښت پر درېيو ډلو وېشي چې کوشنۍ يې اتهاييست، منځنۍ يې مذهبيون او ستره يې اګنوستيک نومېږي او "زغم" د ټولو تر منځ د ژوندانه قانون دى.
د اروپا په ټولنيز جوړښت کې فکري زغم د انساني سايکالوژۍ د رنګارنګۍ ژوره پېژندنه څرګندوي. دغې پوهې هغه دوګما بې ارزښته کړه چې ګوندې ټول انسانان دې يو راز فکر وکړي.
دا يو حقيقت دى چې هر څه تر بله توپير لري او په نړۍ کې هېڅ داسې دوې پېښې يا ښکارندې نه شته چې يوه بلې ته کټمټ ورته وي. په تېره د انسان فکري ځانګړتياوې، استيتيکي غوښتنې، هيلې او ارمانونه او داسې نور د انسانانو له شمېر سره سم او بېلابېل دي.
په يوه مغازه کې د کاليو د سلګونو ډولو شته والى د بېلابېلو پېردونکيو د شته والي څرګندونه کوي. همداسې چې ټول يو ډول او يو رنګ کالي نه خوښوي، همداسې يو ډول او يو رنګ غوښتنې او فکر هم درلودلاى نه شي.
دا ټکى د هرې ټولنې په جوړښت کې د زښته پاملرنې وړ دى. هغوى چې دغه انساني ځانګړتيا بابېزه ګڼي او هڅه کوي چې ټول دې د دوى غوندې شي او د دوى غوندې فکر دې وکړي، لا تر اوسه په تياره کې پاتې دي او متمدن شوي نه دي.
اروپايان په دغه حقيقت پوه شوي؛ له تيارې وتلي او په دې برخه کې په رېښتيا متمدن انسانان دي.
د اروپايي تمدن د چټک کلتوري ځواک نښې لږ يا ډېرې د نړۍ هر ګوډ ته ورسېدې او په ټولو سترو وچو کې يې د ميلياردونو انسانانو د ژوند زړه بڼه ور نوې کړه.
هغه کنسرواتيف کړۍ چې ددغه تمدن پر وړاندې کرکه څرګندوي؛ بېځايه تورونه ور پورې تړي او له دې لارې يې د مخنيوي او کمزورتيا هيله لري، پرته له دې چې د خپل پرمختګ خنډ شوي وي، بل هېڅه به ونه ګټلاى شي. دا هغه څوک دي چې يا مثبته سيالي نه شي کړاى او يا وېرېږي چې که ويده کړې پرګنې راويښې شوې او د اروپا تاريخي ازمېيښتونه او د هغوى پايلې يې وپېژندې، ورسره به يې د دوى شته واک له لاسه ووځي.
له راڼه عقل سره سم چلن سپارښتنه کوي چې د اروپايي کلتور غندنو ته د غوږ نيولو پر ځاى هغه ژور وپېژندل شي؛ زده کړه ترې وشي او د هرې ټولنې له ځانګړتياوو سره سم يې په پرمختيايي بهير کې رڼا وکارول شي.
پر دې سربېره، هماغسې چې هره ښکارنده دواړه مثبت و منفي اړخونه لري، اروپايي تمدن هم له دې ځانګړنې جلا نه دى.
په ټولنو کې د شتمنيو نا انډوله وېش د اروپايي تمدن تر ټولو ستره نيمګړتيا ده.
سره له دې چې په اروپا کې د نورې نړۍ په پرتله بېوزلي نشته، خو بيا هم د هغې خپلو اقتصادي او ټولنيزو ځانګړتياوو ته په پاملرنه د بېوزله او شتمن پوړ تر منځ ورځ پر ورځ ډېرېدونکى واټن يې د ژورې سياسي اندېښنې وړ دى.
پر دې سربېره، اروپا د اينرژيتيکو او امو توکيو د سرچينو له کمي سره مخامخ ده. دغه اقتصادي فکتور هم د اروپايي تمدن و سياست د ګاندې په لويو ستونځو کې شمېرل کېداى شي.
سرچينې:
- Lexikothek, Bertelsmann Lexikon-Verlag, Gütersloh, 1974/75, S 103
- Vollmer, Wilhelm: Wörterbuch der Mythologie,Hoffmann'scheVerlagsbuchhandlung, Stuttgart 1874, 3. Auflage, S. 187, 226, 424.
- Spektrum der Literatur, Bertelsmann Lexikon-Verlag, Gütersloh 1974/75, S 27
- Ernst R. Sandvoss, Geschichte der Philosophie, Matrix Verlag, Wiesbaden 2004, S 228
- Personen - Lexikon zur Weltgeschichte, Band 2 L-Z, Westermann Druck GmbH, Braunschweig 1985, S 1277
- Enzyklopädie 2000, Wissen Verlag, Stuttgart 1972, S 4144
- Großes Universal Volkslexikon, Fackel Verlag, Stuttgart 1984, S 242
- Danubia Volkslexikon, Danubia-Verlag, Wien 1948, S 631
- vgl.: Die Geschichte des Christentums, Band 1, Die Zeit des Anfangs (bis 250), Herder Verlag, Freiburg im Breisgau, 2003, S 46
- vgl. Gerd Theißen, Die Religion der ersten Christen, Chr. Kaiser/Gütersloher Verlagshaus, Güterloh 2000, 2. Auflage 2001, S. 53, 72, 71.
- Mt 19,23 (in der Bibel: Evangelium nach Matthäus, Kapitel 19, Vers 23)
- Universallexikon, Fackel Verlag, Stuttgart 1975, S 109
- Wilfried Hartmann, Der Investiturstreit, Enzyklopädie Deutscher Geschichte, Band 21, Oldenbourg Wissenschaftsverlag, München, 1996, S 24f.
- Die Chronik Österreichs, Chronik Verlag in der Harenberg Kommunikation Verlags- und Mediengesellschaft mbH & Co. KG, Dortmund 1984, S 73
- vgl.: Alfred Haverkamp, Aufbruch und Gestaltung, Deutschland 1056 – 1273, Neue Deutsche Geschichte, Band 2, Verlag C. H. Beck, München, 2. überarbeitete Auflage1993, S 159 f.
- Enzyklopädie 2000, Wissen Verlag, Stuttgart 1972, S 289
- Großes Universal Volkslexikon, Fackel Verlag, Stuttgart 1984, S 110
- vgl. Personen – Lexikon zur Weltgeschichte, Band 2 L – Z, Westermann Druck GmbH, Brauns 1985, S 650
- vgl. Enzyklopädie 2000, Wissen Verlag, Stuttgart 1972, S 4894
- vgl. Enzyklopädie 2000, Wissen Verlag, Stuttgart 1972, S 4895
- vgl. Duden Philosophie, Bibliographisches Institut und F.A. Brockhaus AG, Mannheim 2002, S 346 f.
- vgl. Arno Borst, Die Katharer, Hiersemann Verlag, Stuttgart,1953, S 226 - 229
- vgl. Arno Borst, Die Katharer, Hiersemann Verlag, Stuttgart,1953, S 109 - 111
- vgl. Rainer Janssen, Waldenser, in: Lexikon reformierter Grundbegriffe,www.reformiertonline.de , Stiftung Johannes a Lasco Bibliothek, Große Kirche Emden, 2002.
- www.inquisition2000.de (Webseite von S. Ragg, Radolfzell, sragg.de 2000 – 2007
- vgl.: Handbuch der Kirchengeschichte. Die mittelalterliche Kirche, Band 3/1, Verlag Herder KG Freiburg im Breisgau 1966, S 510 f, 513
- vgl.: Handbuch der Kirchengeschichte. Die mittelalterliche Kirche, Band 3/1, Verlag Herder KG Freiburg im Breisgau 1966, S 475
- vgl. Spektrum der Kunst, Bertelsmann Lexikon-Verlag, Gütersloh 1974/75, S. 200
- Friedrich Engels, Der Deutsche Bauernkrieg, Hamburg 1850, in: Karl Marx – Friedrich Engels - Werke, Band 7, Dietz Verlag, Berlin/DDR 1960, S. 342-358
- vgl. Die westfälischen Friedensverträge vom 24. Oktober 1648, Texte und Übersetzungen (Acta Pacis Westfalicae), Deutsche Übersetzung des IPM von Arno Buschmann, 1984, Publiziert im Internet 2004
- vgl. Die Chronik Österreichs, Chronik Verlag in der Harenberg Kommunikation Verlagsund Mediengesellschaft mbH & Co. KG, Dortmund 1984, S 269 f.
- vgl. Karl Marx, Das Kapital, Erster Band, vierundzwanzigstes Kapitel, Dietz Verlag, Berlin 1947, S 765