پښتو

English  

 

  

 

مطيع الله اباسين_دپاني پت هنګامه او درې جګړې | DanishPress.Com
 

 دپاني پت هنګامه او درې جګړې

 

     مطيع الله اباسين

نېټه : 2009-10-05

 

هندوستان ته افغان كاروانونو د تاريخ په اوږدو كې يوه نامتو لاره سورۍ كړه، چې  له پښتونخوا (روه) څخه پر پنجاب ور وتلې وه. د سرهند سيمه په هند كې ددې لارې دروازه وه، او له همدې ځايه كاروانسرايونه، دمځايونه او تمځايونه پيلېږي.

د هند په تاريخونو كې راغلي، دا كاروانسرايونه، چې بېخي لږ نښې يې پاتې دي، افغان كاروانونو د مهال په اوږدو كې جوړ كړي وو او د هريانه ولايت تر وروستي بريده رسېدل.

همدغه سيمه، چې د كاروانسرايونو او څليو وروستۍ سيمه ده، په پاني پت مشهوره ده. دغلته هم كاروانونه او هم په هند واكمنېدونكي افغانان تم شوي اود زيات مهال لپاره پايېدلي دي.

پاني پت په هريانه كې لويه تراړه ده، چې نه يې اوبه درلودې او نه ځنګلونه؛ ځكه نو په لينديو او غشيو سمبال جنګيالي څو پلا دلته سره مخامخ شول. پاني پت په دوو افغاني جګړو سره زموږ تاريخ ته هم لاره وكړه. لودي ابراهيم او ستر احمدشاه بابا ته د پاني پت دغه دوې جګړې منسوبې دي، چې يوه  بايللې او بل يې ګټلې ده. د لومړۍ جګړې په پايله كې په هند لودي واكمني پاى ته ورسېده او په دويمه كې آزادي غوښتونكيو غورځنګونو ته د عدل تلپاتې ستنې ودرول شوې.

په هندوستان كې، چې د نړيوالو ځواكونو د ارادو ازموينه كېده، هرې جګړې د يوه لوى قوت د بقا او فنا پرېكړه كړې ده.  دغه سلسله د استوروي لويې جګړې مهابهارت تر مهاله رسېږي، چې د هندوستان د تاريخ مبدا جوړوي او د كروك شُتر ميدان هم د پاني پت د ميدان څنډه ده.

١- د پنجاب او هريانه تر منځ په يوه سيمه كې كروك شُتر ډېر مشهور دى. دلته د مهابهارت جګړه پېښه شوې او د ښار منځ ددې جګړې ډكر و، چې اوس يې هم نندارې ته خلك راځي.

په نړۍ كې درې اثار ډېر مشهوردي، يو يې ايلياد او اوډيسې دي، چې د يونان او روم جګړې په هكله كښل شوي او د هومر يوناني آثار دي، چې  تر درې زره كلونو مخېينه لري. دويم  اثر، چې ليكل شوى د مهابهارت جګړې په هكله دى، چې د كروك شتر په ميدان پېښه شوې او هندي جګړه ده او درېيم عراقي منظومه ګېلګه مېش يادولاى شو. د نامتو استوروي اثارو  په دې سلسله كې د اسلامي دورې بل مشهور اثر فردوسي شاهنامه  هم ورګډه شوه، چې د رستم د جګړو په څېر ځينې كركټرونه او د هغوى كردارونه انځوروي. دا څلور خورا نامي كتابونه دي او خورا پېچلې جګړې يې تاريخ ته سپارلې دي. په دې كې يې د ملتونو روحيې، د دوى كردارونه، كركټرونه، هغه  روابط، چې  پخپل وخت كې د دوى تر منځ دي، ترسيم كړي. دا ټولې حماسې دي. كه رښتيا دي كه داستانونه؛ خو په  نړۍ كې ځكه مشهور شول، چې وګړيو سينه پر سينه  را انتقال كړل او ويې ليكل.

د مها بهارت په كيسه كې دوې ډلې دي، چې يوې ته كورو او بلې ته پانډو وايي. د دوى دواړو تر منځ جګړه ده، په پاچاهۍ جګړه ده، چې دواړه لوري يې د وراثت دعوه لري. ډېرې اوږدې جګړې كوي، سل ښاخه جګړه وي او بې شمېره انسانان پكې سټ شي. اخر كورو بريالي كېږي او پانډوان شكست خوري. له پانډوانو سره د دوى خدايان؛  لكه كرشنا او ارجون مرستې كوي. له همدې كبله تاريخپوهان وايي، د مهابهارت جګړه نيمه مذهبي ده او تاريخي سياسي ارزښت كم لري. د پام وړ ټكى دادى، چې د كركټرونو او كردار پر اساس  پانډوان داسې انځورېږي، چې پښتانه دي. په جګړه كې د پاچا مېرمن يا ملكه ګندهارۍ مور ده او دغه هم پښتون تړاو ثابتوي. ګندهارۍ مور سل زامن لري. بله مېرمن نشته؛ نو دا ټول ددې اولاد دى، ټول جنګيالي دي. استوره داسې ده، چې د يوې مور  سل واړه زامن په جګړه كې مري، واكمن خاوند يې هم ړندېږي. پانډوان ماتې خوري. ګندهارۍ مور هم خپلې سترګې په توره جنډه تړي او په هغه سيمه كې له خپل خاوند سره ناسته وي. ارجون اوكرشنا (د دوى خدايان) هر وخت ورته راځي مرسته ورسره كوي او تسلي وركوي.

په تاريخونو كې راغلي، چې جګړې په سلو ښاخونو له اريانا تر ډيلي سيمې نيولې دي. د خدايانو جګړې پكې وي، د نارينه وو جګړې، د مېرمنو جګړې او د هرې ډلې جګړې وي. د ګندهارۍ مور پر سلو زامنو سربېره په ميلونونو انسانان پكې سټ شي.

په كومه سيمه کې، چې جګړه پېښه شوې اوس هلته د اوبو يو لوى ډنډ جوړشوى او د لوى مذهبي ټولنځاى په توګه په كال كې يو ځل په اختر كې  هندوان ورته راځي. چاپېريال يې ودان شوى او د اوبو ډنډ يې د جګړې د خاتمې سمبول دى. 

٢- په هندوستان د لوديانو واكمني خورا پرتم لري. د افغاني وياړمنو واکمنو له ډلې يو هم سلطان ابوالمظفر بهلول شاه لودي و. دغه لوى واکمن په ٨٥٥ هجري کال د هندوستان پاچا شو. د سلطان بهلول لودي له مړينې وروسته د هغه دويم زوى نظام خان د سلطان سکندر په نامه د ١٤٨٩ميلادي کال د جولاى پر ١٧ د واکمنۍ لوړه وکړه. تر سكندر وروسته د لوديانو په كورنۍ كې د لمسي ابراهيم نوم او مېړانه د شهرت وړ ده. د ابراهيم لودي مقبره په پاني پت كې ده. د پاني پت د جګړو د دويمې نسبت يې همدې لودي واكمن ته كېږي. هغه لوى افغان واکمن، چې څه دى شکمن او سخت ګيره و او څه يې هم امرايان پرې ناباوره شول او د پرديو لپاره يې پر هند باندې د يرغل د لارو- چارو تا بيا وکړه.

د ابراهيم لودي د واكمنۍ بنسټونه هغه مهال لړزان شول، چې د لاهور خورا پياوړى  والي دولت خان لودي يې پر ضد شو او مغولي شهزاده بابر ته يې بلنه ورکړه، چې له کابل څخه پر هند لښکرې راوباسي.  بابر يو تښتېدلى يا شړل شوى مغول شهزاده و، په كابل كې پروت و. ابراهيم لودي د هندوستان مقتدر واكمن و. بابر په پښتونخوا كې له بي بي مباركې سره واده وكړ. دا د نوموړي تاكتيك و، د بي بي مباركې پلار او نور پښتانه يوسفزي ورسره ملګري شول. دولت خان لودي، چې د ابراهيم لودي توربور و، د ابراهيم پر ضد ورسره يو ځاى شو، په ډيلي را روان شول.  بيا په پښتنو كې يوه خبره معمول شوه، چې ((ناسيال دولت خان مه پرېږدئ)).

بابر لښكرې منظمې كړې، په لاهور راتېر شو، ډيلي ته تر رسېدو وړاندې ابراهيم لودي په پاني پت كې د هغوى مخه ډب كړه، د دواړو تر منځ خورا سخته جګړه ونښته، چې په كم مهال كې په زرګونو جنګياليو سرونه وبايلل. نومياليو پښتنو او نورو هندوانو –هغوى، چې په هند کې د افغانانو د واکمنۍ زوال اندېښمن كړي وو- سلطان ابراهيم ته د ماتې په شېبو کې بيا بيا وويل، چې بايد روهيلکنډ ته د څو شپو لپاره په تاكتيكي ډول پرشا شي، تر هغه، چې دوى نورې لښكرې چمتو كړي؛ خو ابراهيم لودي، چې دغو زرګونو شهيدانو ته -چې په ډګر پراته وو- وكتل؛ نو يې د هغوى خبره ونه منله، تر اخره وجنګېد، تر هغې، چې خپله يې هم ساه وركړه. دا مهال  ٩٣١ هجري كال دى.

د ابراهيم ماتې او مړينې دوې ناوړه پايلې د هند په تاريخ كې ثبت كړې، په ډيلي د لودي سلطنت لړۍ د تل لپاره ختمه شوه او دويم دا چې په لويه كې ترسوري شېرشاه پورې د هندوستان پرتمينه افغاني واكمني له منځه لاړه. بيا سوري شېرشاه راځي او د مغول ځاى ناستي زوى همايون ته ماتې وركوي.

 

د سلطان ابراهيم لودي  لوى قبر د هريانه ولايت د لوى بازار كيڼ لوري ته د پاني پت كليو ته د غځېدلي سړك په يوه دوه لاري كې موقعيت لري. دا هم د پاني پت يوه څنډه ده، چې اوس پرې زياتې ودانۍ جوړې شوې او د جګړې ميدان د يوه بڼ په ډول په خټينو دېوالونو احاطه شوى دى. مقبرې ته څېرمه د هغو دريو افغاني جګړنو لرګينې مجسمې درول شوې، چې د بابر پر وړاندې يې د سرتېريو ډلې رهبري كولې.

٣- د هندوستان په دولتي ارشيف كې د هغو ليكونو ځينې يې لاهم موجود دي، چې پكې ليكلي: (نامه چهارم براى بادشاه، نامه ششم براى بادشاه و نامه يى هفتم براى بادشاه).

دغه ليكونه د شاه ولي الله ډهلوي دي، چې ګڼو فقيدو علماوو ورسره لاسليك كړي او ستر احمدشاه بابا يې مخاطب دى. شاه ولي الله ډهلوي هغه وخت په ټوله اسلامي نړۍ كې نوميالى او فقيد روحاني عالم و، چې د هندوستان وضعيت يې ناكراره او له كړاوونو ډك ليده. ده له ستر ابدالي مشر څخه، چې په افغانستان كې په واك كې و او له اوچت زعامت او تدبر نه برخمن و د ليكونو په وسيله هيله وكړه، چې هندوستان ته ورشي، هلته مسلمانان وژغوري او هغو مظلومانو ته ورسېږي، چې په  راز راز ناخوالو كې ښكېل دي.

((د خداى لپاره په دنيا كې له تا پرته اوس بل د اسلام مدافع نشته، دلته (په هندوستان كې) موږ په سره اور اوسېږو، را واوړه او د مسلمانانو غمخور شه)).

د شاه ولي الله محدث ډهلوي د ليك متن د هغه دليل سپيناوى دى-چې احمدشاه بابا نيواكګر نه و- او نه هندوستان ته د چور-چپاول لپاره تللى دى؛ بلكې د هندوستان د خلكو په غوښتنه ورغلى.  هغه مهال د آسيا دغه لوى واکمن پر نوميالي عارف شاه ولي الله ډهلوي سربېره د هند مسلمانانو، روهيله پښتنو، د پنجاب سيکانو، د ډيلي د شاوخوا جټانو او  نورو  هندوستان ته د مرستې په خاطر وروباله.

يو مشهور سيك ليكوال ګنډا سېنګ وايي، سكان بايد د احمدشاه بابا د احسانونو مرهون وي. سيكانو ته احمدشاه بابا پخپله خاوره د اوسېدو چانس وركړ. ګنډا سېنګ د احمدشاه بابا په اړه تر ټولو جامع تاريخ ليكلى دى.

احمدشاه له كندهاره روان شو، له پنجاب څخه په پرتم تېر شو او په هريانه كې د پاني پت ډګر ته ورسېد -هغه ځاى ته، چې مرهټيان يې مقاومت ته راغلي وو- په همدغه ډګر باندې د مرهټه وو -هغوى  چې ټول هندوستان يې د پرله پسې يرغلونو له امله تر دمې راغلى و- له مقاومت سره مخامخ شو. د هند په تاريخ کې د احمدشاه ابدالي دا لويه جګړه د پانې پت د جګړو په لړ کې درېيمه لويه هغه ده.

مرهټيان، چې له كوم لوري راغلي ټوله يې زر كيلو متره لاره وهلې وه. د احمدشابابا لښكرې  له كندهاره تر هندوستانه په مزلونو ډېرې ستومانه شوې وې.

د هغې ورځې په سهار، چې جګړه پيل کېده، د آسيا دغه لوى امپراتور په سيمه کې د نامتو عارف بو علي شاه قلندر مزار ته -چې د پانې پت له ډګره پېنځه کيلو متره جنوب ته پروت دى- ورغى او هلته يې ددغه عارف بالله پر وړاندې خپل لوى څښتن ته د بري په هيله د مرستې لاسونه پورته کړل اوله هغه يې د خپل پوځ او خپلې عقيدې د بري هيله وکړه.

د پاني پت ميدان د ټولې سيمې په پرتله په لوړه پروت دى. اوس يو مجلل باغ پرې جوړ دى، د جګړې سيمه کږه- وږه كانکرېټ شوې ده او پخې لارې لري. كله، چې جګړه نښلي څلوېښت زره احمدشاهي لښكر دوه لكه مرهټيانو ته شكست وركوي. په تاريخونو كې راغلي، چې دلته د ام يوه توره ونه ولاړه وه، چې د ونې له بېخ نه ابدالي مشر د جګړې قومانده وركوله. دا ونه اوس نشته، پر ځاى يې يو څلى دى او د پاني پت د درېيمې لويې جګړې لڼدكى داستان پرې كښل شوى دى.

په لوى بڼ كې دوه انځورونه په اوسپنه کې توږل شوي دي، چې احمدشاه بابا خپلې وسلې په غوايانو انتقالوي او سرتېريو يې ملاوې تړلې دي او له مرهټيانو سره فيلان، توپونه اونور  د جګړې بشپړ وسايل دي.

د پانې پت کلا په لويديزه دروازه د سيمې د نواب نوم په روښانه ټکيو  ليكل شوى؛ خو اوس دلته د نوابيو پرتم پاى ته رسېدلې دى.

احمدشاه بابا له همدغه ځايه پر ډيلي باندې په پوره پرتم ورغى؛ خو دا يې په زړه کې نه وه، چې هلته پاتې شي اودغه ملت دې -لکه چې مغولو او انګريزانو د اوږدې مودې لپاره له هر څه بې برخې کړى و- دى هم محروم کړي. كه داسې نه واى؛ نو ستر احمدشاه بابا به کله هم دانه وو ويلي:

ستا د عشق له وينې ډک شوه ځيګرونه
ستاپه لاره کې بايلي زلمي سرونه
احمدشاه به دغه ستا قدر هېر نه کا
که ونيسي د تما م جهان ملکونه 
د ډيلي تخت هېرومه چې را ياد کړم
زما د ښکلې پښتونخوا د غرو سرونه

د هند لوى بوديست واکمن به ويل، د جګړو او بدمرغيو پر ځاى به د سولې او هوسايۍ د ډولونود غږونه خپل ارزښت لوړ او اوچت ساتي...

 

 

ملګري ته لــېږل

شاته تلل

چاپــول

 
 

DanishPress.Com 1987 Contact