د لوراند او لورين څښتن جل جلاله په نامه
د الفت لوستونكي پوهېږي، چې د الفت هره سرليكنه ، هر وار د الفت صاحب په مرغلرو پسوللې وي، دا دى دا ځل مو هم ددغه مفكر استاد يوه په زړه پورې مرغلره ستاسو لپاره خوښه كړې ده. (اداره)
ووېرېږئ او مه وېرېږئ!
كه په زړه كې فساد او خيانت نه لرئ، كه صحيح نيت او ښې ارزوګانې درسره وي، كه د حق او حقيقت په قوت عقيده لرئ، له حق ويلو او حقيقت ښكاره كولو مه وېرېږئ او په حقاني جرئت ناحقه ظلمونه او د اوهامو بوتان مات كړئ.!
په هر ځاى او هر چا كې، چې خيانتونه او فسادونه، ظلمونه او بد كارونه، ريا او تزوير، بې كفايتي او نالايقي وينئ، ورسره جهاد وكړئ او په هر مورد كې خپل صحيح او انتقادي نظريات ښكاره كړئ!
له هېچا مه وېرېږئ او هېڅكله سترګې مه پټوئ!
كه د خپل شخصي او نفسي اغراضو لپاره كار كوئ، كه د وطن او مملكت په نامه خلك غولوئ، كه په زړه كې ټګي او برګي لرئ، نو ددې عصر بصيرت نه ووېرېږئ او پوه شئ، چې كاږه بارونه تر منزله نه رسېږي او بې اساسه عمارتونه ډېر ژر نړېږي.
كه يو امر په تاسې باندې سترګې سرې كړي او له قانون او عدالت نه خلاف امرونه كوي!
كه يو خان او ملك په خپل زور او قوت له تاسې نه بې ځايه لحاظونه او مراعاتونه غواړي!
كه څوك لوړو مقاماتو ته لاره لري او په تاسې د سفارش خطونه راوړي، مه وېرېږئ او په حق ټينګ ودرېږي.
كه تاسې خيانت ته اقدام كوئ يا د نفس و شيطان لپاره حق باطلوئ، كه هر څومره موافقتونه درسره وي او قوي لاسونه درسره شريك وي، كه ټول عمر مو يوه او بل ته تملقونه كړي وي، نو د سبا ورځې له باز خواست نه ووېرېږئ!
هو! د مظلومانو او بې وزلو له آه و فرياد نه ووېرېږئ!
هغه كسان، چې تاسې خپلو معايبو ته ملفت كوي او ستاسې نقاېص درښيي، له هغوى نه مه وېرېږئ، مګر له هغو تملثينو وډار شئ، چې ستاسې خيانت ستايي او ستاسې په سترګو پردې غوړوي.
چا چې په مملكتي دوايرو كې لكه د شركتونو امران يواځې په پيسو كومه رتبه پيدا كړې ده، يا يې په خوشامدو او تملقونو ځان يوه حد ته رسولى دى او وظيفه نه پېژني، بلكې اشخاص او درباريان پېژني، هغه بايد له خپل اينده سرنوشت څخه ووېرېږي.
هغه كسان، چې خداى پېژني او له وطن او مليت سره علاقمند وي، د مملكت له تخت و تاج او له خپل اولامر او پادشاه سره رښتيانۍ مينه او علاقه لري، د حق او عدالت له مقتضا سره سم د خداى لپاره كار كوي، نو:
(ولا خوف عليهم و لا هم يحزنون)
)ژباړه: نه به وېرېږي او نه به غمجن وي.)