پښتو

English  

 

  

 

راشد خټک _اسد دانش د آشوکا د همغږۍ او ملګرتوب لوړه جایزه ترلاسه کړه | DanishPress.Com
 

 اسد دانش د آشوکا د همغږۍ او ملګرتوب لوړه جایزه ترلاسه کړه

 

     راشد خټک

نېټه : 2009-08-25

 

اسد دانش د آشوکا د همغږۍ او ملګرتوب لوړه جایزه ترلاسه کړه

 

لاندنۍ لېکنه د ۲۰۰۹ زکال د اګست په ۲۴ نېټه د پاکستان د ډان " ګهیځ" په ورځپاڼه کې خپره شوې ده. ډان د پاکستان تر ټولو لرغونې انګریزي ژبې ورځپاڼه ده چې خورا زیات لوستونکي لري.

 

لېکوال : راشد خټک

ژباړه : رحمت آریا آګست ۲۵ ، ۲۰۰۹ ز کال

 

د آشوکا ټولنې خبر ورکړ چې پېښور میشتی کتاب خپرونکی اسد دانش د آشوکا د همغږۍ او ملګرتوب د ۲۰۰۹ زکال د جایزې په ورکړې و ستایل شو. آشوکا د ټولنیز سمبالښت په چارو کې یوه مخکښه نړیواله اداره ده چې موخه یې د ټولنیزو بیړنیو اړینو ستونزو د هوارۍ لپاره په ټولنیزوجوړښتونو کې د بدلونونو راوستل دي ؛ دغه اداره په ۱۹۸۱ زکال کې جوړه شوه.

 

آشوکا د خپل بنسټ له هماغه لومړي پیله له ۱۹۸۱ ز وروسته تر نن پورې د ټولنیز سمبالښت په لاره کې ۲۰۰۰ ټولنې له ځان سره په نړیواله کچه ملګرې لري ، او د نړۍ په ۶۰ هېوادونو کې دغو ملګرو ټولنو ته د حقوقو ، کارپوهنیزې مرستې او په نړیواله ځالګۍ کې یو بل ته د آسانتیاو د برابرولو له لارې مرسته کوي.

 

د آشوکا د ټولنې ویبپاڼې وویل چې اسد دانش ځکه د آشوکا د نړیوالې ټولنې د ملګرتوب جایزې ته غوره شو چې په سیمه ییزه کچه یې داسې سیمې ته د سولې او همغږۍ ډالۍ راوړې چې په جګړو کې ځپل شوې ، دا داسې یوه سیمه ده چې د توکمیزو ځمکوالو او د بیلتونپالو شخړو په لمبو کې سوځېدلې ده ، اسد دانش په پاکستان کې سیمه ییز پښتني دود او کلتور ته د کتابتونونو د رامنځته کولو ، د خورلڼو کتابتونونو د لړیو د غځولو او د راډیويي پښتو خپرونو له لارې یې وده ورکړې ده.

 

 

ټولنه زیاتوي " اسد دانش چې پښتو سکالو یې ، کاري منځټکی دی د دولت د اجازې او همكارۍ له تر لاسه کولو وروسته به د راډیو ، کتابونو او کتابتونو د ګډولې په را ګډولو د پرګنو او ولسو د پوهاوي او د کلتوري ودې په پراختیا کې بې شمیره هلې ځلې کړې دي. "

 

ښاغلي دانش ۱۶کاله پخوا په تش لاس په پېښور کې د کتاب په خپرولو پیل وکړ. خو دانش په لنډه موده کې په یوازې سر دومره کتابونه خپاره کړل چې د پېښور ، کویټې او کابل پښتو اکاډیمیو، نه ول خپاره کړي. ښاغلي دانش له هماغې مودې تر نن پورې تقريباً ۲۰۰۰ ډول کتابونه په پښتو او دري ژبو خپاره کړي دي.

 

ولسي پرګنې کله چې له اسد دانش سره ګوري نو تل هغه ته د لوی زړه ، خوشحاله او لاس خلاصي انسان په انځور کې ګوري، خو کله چې څوک له اسد دانش سره اشنايي پیل کړي نو د هغه چلند په خپله جوتوي او په زباد رسوي چې اسد دانش د کتاب په خپرولو کې څومره پراخه تجربه لري ، څومره د خپلې مورنۍ ژبې له پراختیا او ودې او د پښتني دود له ساتنې سره ژوره مېنه لري.

 

ډیري بې وزلي پښتانه شاعران او لیکوالان نیغ په نیغه په ډهکې نعلبندي کې د اسددانش د خپرندوېې ټولنې د دفتر په درشل کې دریږي او له اسد دانش سره د خپلو کتابونو د خپراوي د بیو په اړه خبرې اترې کوي چې کتاب به یې څنګه او په څو ورچاپ کړي. که کتاب د خپراوي وړتیا ولري نو اسد دانش په خوږې موسکا ورته وايي " زه به دې کتاب خپور کړم ، رَی مه وهه. د خپراوي د چاپ او د کتاب د ویش اندیښنه مه کوه"

 

همدغه لامل دې چې اسد دانش د پښتو او دري شاعرانو او لیکوالانو په منځ کې د ملګرو پراخه کړۍ لري. ان یو شمیر لوړ پوړي لیکوالان او پلټونکي چې په درنښت ، مخورتوب او کلکوالي کې نوم لري کله چې د اسد دانش کوشني دفتر ته ورځي سخت خوشحالیږي او په خبرو راځي.

 

له اسد دانش څخه مو پوښتنه وکړه چې د آشوکا د همغږۍ او ملګرتوب د جایزې په اړه څه احساس کوي ، ښاغلي دانش وویل زه په دې خوښ یم چې دا یوازې زما ویاړ نه دی ، دغه ویاړ د ټول پښتانه ملت لپاره دی . اسد دانش زیاته کړه : " زه دویم افغان یم چې دغه جایزه تر لاسه کوم. لومړۍ جایزه یوې افغان میرمنې ته ورکړل شوې وه، خو نوموړې میرمن نه په افغانستان او نه په پاکستان کې ژوند کوي. هغه په امریکا کې استوګنه ده."

 

اسد دانش له افغان دولته سرټکونه وکړه ، دهغه په وینا افغان دولت د ادب او فرهنګ په لاره کې د هغه چوپړ ته د منښت او درنښت په سترګه نه دي کتلي. اسد دانش ادعا کوي چې د پاکستان په پښتني سیمو او د افغانستان په پښتون میشتو سیمو کې یې په زرګونه ټوکه کتابونه ټولنیزو بنسټونو او کلیوالو ته وړیا ورکړي او په دغو سیمو کې یې کتابتونونه پرانیستلي دي.

 

اسد دانش په نااميدى زیاته کړه : " هیښنده ده چې په پېښور ، کویټې او کابل کې واکوال نه غواړي د هغو چوپړونو پر لړیو ځانونه خبر کړي چې ما په ټولنه کې د ادب د پراختیا او ودې په ډګر کې په لاره اچولي دي. خو له دغه ځایه لیرې له واشنګټنه خلک راځي او ماته جایزه راکوي او زما هڅې ستايي او درناوى يې كوي.

 

دا چې اسد دانش څنګه د کتاب خپرولو ورهڼې ته مخه کړه ، خپل پلار چې یو توکمیز مشر وو په یاد راولي ، پلار یې خورا زیات کتابونه درلودل. له دغو کتابونو څخه یو شمیر یې ډیر کم پيدا کتابونه دي او اسددانش غواړي دغه کم پیدا کتابونه له سره خپاره کړي ترڅو د کتاب د مینه والو لاس ته ورشي ، اسد زیاته کړه چې د پلار د کتابونو د ټولګو له سره خپرول زما د اوسنۍ دندې پیلامه وه. د پښتو ژبې او ادب په وده کې د اسد دانش شتون اوس په یوه حیاتي سکالو اوښتې ، په حقیقت کې اسد دانش د پښتو د ادب د پراختیا په منځټکي اوښتی دی ځکه اوس هغه کولای شي پر خپل ځان او چورلیځ هر څومره لیکوالان او شاعران راټول کړي كولاى شي او هر رنګه مشاعره، چې دده خوښه وي او وغواړي كاميابولى شي. د اسد دانش نوم له هرپښتو او دري کتاب سره، چې تړلی وي دا د هغه كتاب د كاميابۍ نښه ده.

 

ملګري ته لــېږل

شاته تلل

چاپــول

 
 

DanishPress.Com 1987 Contact