پښتو

English  

 

  

 

مجيب الرحمان انګار_نور تلويزيون اسد دانش ته د ادب غوټۍ مډال ډالۍ کړ | DanishPress.Com
 

 نور تلويزيون اسد دانش ته د ادب غوټۍ مډال ډالۍ کړ

 

     مجيب الرحمان انګار

نېټه : 2010-01-09

 

په امريکا کې د نور په نوم د افغاني تلويزيون له خوا اسدالله دانش ساپي ته د علم او ادب د خپراوي په برخه کې د ښو خدماتو په ترسره کولو د ادب غوټۍ مډال ډالۍ کړ.

دغه مډال چې هر کال د نوموړي تلويزيون له خوا د ادب او هنر په برخه کې دوو کسانو ته ډالۍ کېږي سږ کال د ادب په برخه کې ښاغلي دانش او د هنر په برخه کې شفيع الله بابرزي ته ډالۍ شول.

نوموړو ته دغه مډالونه د تېرو دسمبر پر ۲۵مه نېټه په کابل کې دیوې درنې غونډې په ترڅ کې چې د شمشاد تلويزيون دغونډو په تالار کې جوړه شوې وه د حاجي فضل کريم فضل او آصف ننګ په لاسونو ډالۍ شول.

نوموړي ته تر دې  وړاندې په جرمني کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې له خوا دسرو زرو مډال، دکبير ستوري مډال،د کونړ د ځوانانو د ټولنې جرګه ګۍ له خوا د هاشم زماني مډال او تر ټولو ستره جايزه چې نه يواځې د نوموړي بلکې د ټول هيواد لپاره لويه لاسته راوړنه ده هغه د آشوکا دفېلو په توګه د نوموړي ټاکل کېداده،نوموړی لومړنی پښتون  او دويم افغان دی چې د آشوکا فېلوشپ وياړ يې ترلاسه کړی.

 

ملګري ته لــېږل

شاته تلل

چاپــول

 
 

DanishPress.Com 1987 Contact