Ulfat

Posted by .

الفت مجله :

—————–

دانش خپرندويه ټولنه :: د ويکيپېډيا لخوا

دانش خپرندويه ټولنه (په انگرېزي: Danish Publications) د پښتو کتابونو د خپراوي تر ټولو لوی اورگان دی چې د کډوالۍ په وخت کې يې بېلابېل کتابونه چاپ او خپاره کړي. د دې خپرندويه ټولنې بنسټگر اسد الله دانش دی.
مخينه
دانش خپرندويه ټولنه د 1366 لمريز كال پر كب مياشت په پېښور كې د اسد الله دانش ساپي په هڅو د يوه كتابتون پر بنسټ كېښودل شوې.

دانش ساپى هاغه مهال د هېواد د هغو لسگونو زرو ځلميو په ډله كې و، چې په هېواد كې د تاوتريخوالي او جگړو بدمرغې سيلۍ له خپلې ځالې جلا كړى او له خپل كوره يې په خورا بې وسۍ بې كوره كړى و. هغه هيله، چې ده ته يې د ستړي او لالهانده ژوندانه پر ازغنه لار ځواك ورباښه، د خپل هېواد و ولس هاغه سوكاله او روښانه راتلونكی وه، چې ده يې يوه ورځ ددې ټولو ناخوالو تر پاى وروسته د راتگ لار څارله.
اسد الله دانش ساپى د بل هر انسان په څېر د خپل چاپېريال تر اغېز لاندې و او دغه اغېز يې د شخصيت په جوړښت كې ستره برخه لرله. دى تر هغې چې لا په هېواد كې دننه و د كورنۍ په چاپېريال كې يې له كتاب سره اړيكي موندلي وو او ورسره روږدى شوى و. د كورنۍ تر كړۍ بهر يې هم له هغو كړيو سره نژدې پېژندگلوي او راشه درشه لرله، چې هغوى ته هم كتابونه د يوه مانيز ارزښت په توگه گران وو. دغه مانيز اړيكي د دانش ساپي مينه له پوهې او معنويت سره پياوړې كړه او د هغې په څپو كې يې “دانش” بلنوم غوره كړ. د هغې تودې مينې په تاو كې چې “دانش” له پوهې سره لرله، غوښتل يې په دې برخه كې بېلا، بېل اكاډيميك پړاوونه بشپړ كړي؛ خو د هېواد د ميليونو ځلميانو په څېر د جگړې او بدمرغه بحران له امله دغه ارمان ته څومره، چې ده غوښتل پوره ونه شو رسېداى. سره له دې هم له پوهې او معنويت سره دده په مينه كې كمى رانغى او خپل ژوند يې له كتاب سره داسې پيوند كړ، چې نوم يې د لسگونو زره كتابونو پر پاڼو وليكل شو.
اسد الله دانش ساپي د بې كورۍ او جلا وطنۍ په هغو كلونو كې چې هرې خوا د تبليغاتي سياسي مطبوعاتو توپان و دا اړتيا وانگېرله، چې په پېښور كې افغان لوستوال تر تنظيمي او سياسي مطبوعاتو اخوا پوهنيزو، ادبي مطبوعاتو ته د يوه انترناتيف په توگه دده غوندې تږي دي. دانش ساپي ددغه انترنانيف د منځته راتگ په لار كې خپلې هلې، ځلې وازمېيلې او په دې بريالى شو، چې دغه راز كتابونه راټولو خپاره او مينه والو ته يې ورسوي.
د څو كلونو په تېرېدا دانش له گڼ شمېر ليكوالو او ژورناليستانو سره اړيكي وموندل او د هغوى په مانيزو مرستو او همكاريو پر 1372 كال د \”دانش خپرندويه ټولنه\” د بنسټ اېښودلو په هڅه كې بريالى شو.
دانش خپرندويې ټولنې د خپل مطبوعاتي كار له پيله را پر دېخوا د خپلو امكاناتو په چوكاټ كې گڼ شمېر كتابونه چاپ كړل او په دغو كلونو كې د هېواد د ليكوالو، ژورناليستانو، شاعرانو، پوهانو، څېړونكيو، هنرمنو او كولتور دوستانو د پېژندگلوۍ، ملگرتيا او گډو كولتوري هڅو يو ازرښتمن منځى و. د نومړې ټولنې بل غوره او د ستايلو وړ كار دا و، چې په ټولنه كې يې له مطبوعاتو سره د مينه والو په شمېر كې ډېرښت راوست او د ځوانو ليكوالو د هڅولو لپاره يې لار پرانيسته. ډېر ځله داسې شوي، چې دانش ساپي يو شمېر لوستونكيو ته، چې له مالي پلوه يې د كتاب پېرودلو ځواك نه لاره، كتابونه وړيا وركړي.
دانش خپرندويې ټولنې د 1379 لمريز كال د تلې پر مياشت د ژورنالېزم په برخه كې هم يو غوره گام پورته كړ او د يو شمېر ليكوالو او ژورناليستانو په مرسته يې د \”الفت\” په نامه د يوې خپلواكې ادبي، ټولنيزې دوه مياشتېنۍ خپرونې كار پيل كړ. دغې خپرونې ډېر ژر د ټولنې په منځ كې لار ومونده او په هېواد كې دننه او له هغه بهر يې د لوستوالو تر منځ مينه وال وموندل. الفت مجله تر ننه په پرلپسې توگه چاپېږي او مخ پر وړاندې روانه ده.

————————

له دانش خپرندويه ټولنې له مشر سره مرکه

 

له دانش خپرندويه ټولنې له مشر سره
نېټه : دوشنبه، 17 تله ، 1385
موضوع : ادبې مرکې

له بهیر ډاټ کام نه په مننه

 

 په جرمني کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې چې د خيبر په دره کې د پښتنو د برياوو د ٣٣٥ کليزي نمانځنغونډه د ٢٠٠٦ ع کال دسپتمبر په ١٦ نيټه د جرمني د هورت په ښار کې نيولې وه، نو د ايمل خان مومند بابا له درانه نوم سره تړلی د سرو زرو مډال د کلتوري خدمتونو په لړ کې د ښاغلي اسدالله دانش ساپي له نوم سره نومولی دی. افغان ادبي بهير په جرمني کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې دا ستر ګام پر ځای بولي، د ټولنې غړيو ته کورودانی وايي او ښاغلي اسدالله دانش ساپي ته د زړه له کومې مبارکي ورکوي. موږ له دانش صاحب سره په دې بهانه د چاپ او خپرولو په اړه مرکه کړې ده، راځئ چې لوستلو ته يې ورشو. مرکه کونکی . بازمحمد عابد

 

www.baheer.com

پوښتنه :دانش خپرندويې ټولنې په كوم کال په كار پيل وكړ، لومړنى كتاب يې چې د چاپ په ګاڼه وپسوللو د كومې ژبې او ليکوال يې څوک و او كله چې له چاپه راووت ستاسې احساس او د خلكو غبرګون څه و؟

ځواب: ګرانه عابد جانه! خداى دې ژوندى او ګړندى لره، د پوښتنو ځوابونه به دې خداى خبر كه ما غوندې مستانه او په منډه سړى دركړاى شي. په هر ډول! كوښښ به وكړم، چې پوښتنې دې ښې ځواب كړم. دانش خپرندويې ټولنې پر ١٣٦٦ل كال د (دانش كتابتون) په بڼه خپل كار پيل كړ، دا د جهاد هغه كلونه وو، چې په پېښور كې دم او قدم دواړه په حساب وو، خداى(ج) خبر مړي به مې زورور وو يا به چا دعا راته كړې وه او پېرزو به يې وه، چې دې كار ته مې مخه شوه. يوه خبره به درته وكړم، چې دومره تصادفي يې هم مه ګڼه، ما ډېر ويلي، چې زه د مور و پلار يو زوى يم، پلار مې ښه غټ كتابتون درلود، په كور كې به يې چې هر وخت خپلو كتابونو ته كتل؛ نو له ځان سره به يې ډېر افسوس كاوه، چې كاشكې زما څو زامن واى، چې لږ تر لږه يوه زوى خو مې دا كتابونه پاللي واى، له ما سره الله(ج) حاضر دى يوه وړه عقده دا هم پيدا شوې وه، چې زه ولې پلار ته هېڅ نه ښكارم. لنډه دا چې دانش كتابتون مو په ډېرو لږو امكاناتو پيل كړ. ماته ياد شي ما ٢٨٠٠ كلدارې درلودې، بس پر خداى(ج) توكل او د دوستانو مرسته وه، چې په لنډ وخت كې مې وكولاى شول، چې د استاد ګل پاچا الفت (ليكوالي، املا او انشا) چاپ كړم؛ خو كله چې چاپ شو كه د خوشحالۍ مې درته وويلې، چې څومره خوښ وم؛ نو حيران به شې. را به شو د خلكو غبرګون ته، ځينې خلك به راغلل او حيران حيران به يې راته كتل، چې دا څومره ساده سړى دى او ځينو به په غوږ كې پټ د همكارۍ راته ويل، زه نه پوهېدم، چې څه خبره ده، ډېره موده وروسته مې له يو چا پوښتنه وكړه، چې دا څه خبره ده؟هغه دوست راته وويل، چې تا ډېر غټ كار كړى دى؛ خو ته پوهېږې نه؛ ځكه دا ځينې خلك راځي او داسې درته وايي.

پوښتنه: كله چي لومړنى كتاب له چاپه راووته څه فكر مو كاوه، چې دا لړۍ به تر دې ځايه راورسوئ او كه له مالي بحران سره به مخ شئ؟

ځواب: خداى شته دومره اوږد فكر مې نه درلود، په لومړيو ورځو كې لكه مخكې مې چې درته وويل زه يوې كوچنۍ عقدې نيولى وم، دا به دروغ وي، چې ووايم ما داسې او داسې فكرونه لرل او د مالي بحران په اړه خو مې مخكې درته وويل.

 پوښتنه: تر اوسه دانش خپرندويې ټولنې څو عنوانه كتابونه چاپ دي، كه په دې شمېر كې هغه كتابونه، چې تاسې په خپل لګښت چاپ كړي ځانګړي كړئ خوښ به شو؟

ځواب: عابد جانه خامخا خپل صفت پخپله راباندې كوې، دانش خپرندويې ټولنې تر اوسه نژدې١٧٠٠ عنوانه كتابونه چاپ كړي، چې زيات يې پښتو كتابونه دي، د ټولو نومونه يادول خو ناشوني دي؛ ځكه له موږ سره ډېر داسې كتابونه، چې موږ چاپ كړي نشته او له ياده مو وتلي، زما كار خو تاسې او ټولو دوستانو ته څرګند دى، چې يو غير منظم كار دى. په هر حال! له دې خبرې په تېر شم، د ځينو كتابونو نومونه به درته ياد كړم، افغانستان در قرن بيستم، تاريخ احمد شاهي، احمدشاه بابا افغان، د افغانستان سقوط، ستوري د ادب په اسمان كې، رجال و رويدادهاى تاريخى، له سروبي تر اسماره، افغانستان تر وروستي افغانه ٣ ټوكه، د كاظم خان شيدا، علي خان، طلب شاه، احمدشاه بابا او محمد نور ديوانونه، د خوشال خان خټك، عبدالحميد مومند او رحمان بابا كليات، زاهد پښتو پښتو سيند، فلسفي قاموس، سياسي قاموس، انګليسي پښتو قاموس، د سياسي اصطلاحاتو قاموس، د پښتو ادبياتو تاريخ، الفت نثري كليات، دالفت شعري كليات او ګڼ شمېر ناولونه.

 پوښتنه: دانش صاحب لکه څنګه وويل چې ځينې کلاسيک ديوانونه او مهم کتابونه مو د اړتيا له مخې بيا بيا چاپ کړي، لکه د پښتو ادبياتو تاريخ، رجال و رويدادهای تاريخي، درزوايه يی تاريخ افغانستان، تاريخ مختصر افغانستان، د افغانستان لنډ تاريخ، او يو ډېر مهم کتاب چې غرغښتت يا ګرشاست نوميده، په دوهم ځل چاپ کړل، که دا راته وواياست چې په ځوانو شاعرانو کې مو د چا کتابونه په دوهم او يا هم په دريم ځل چاپ کړي دي، که مو چاپ کړي وي لامل يې څه و؟

ځواب: هسې خو موږ ډير کتابونه په دوهم، دريم او حتی څلورم ځل چاپ کړي دي، خو په ځوانو شاعرانو کې مو د عزت الله ځواب، سيد شاسعود، بازمحمد عابد کتابونه په دوهم ځل او د پير محمد کاروان څلور کتابونه چې درې يې د شعرونواو يو يې د لنډو کيسو دی، په څلورم ځل چاپ کړي دي او د هيواد ګوډ، ګوډ ته مو رسولي دي، له هيواده بهر هم غوښتل شوي دي او لامل يې ښکاره خبره ده چې د خلکو غوښتنه وه.

پوښتنه: تاسو ځينې كلاسيك ديوانونه ياد كړل، هغه ديوانونه، چې په اوسمهال كې ناياب او يا هم د ګوتو په شمير پاتې وو، له نويو سريزو او حاشيو سره مو بيا چاپ كړل، ايا ټولنې دغو كتابونو ته اړتيا درلوده او كه تاسې د كاروبار د پياوړتيا لپاره دا ګام پورته كړ؟

ځواب: داسې ده عابد جانه، چې موږ كوم كلاسيك ديوانونه چاپ كړي دا زموږ د ټولنې او خپرندويې ټولنې دواړه اړتيا وه، تاسې ته خو معلومه ده، چې څوك يو كار كوي بايد ښه يې وكړي، نوښت پكې وكړي او يو څه لاسته راوړنې هم ولري؛ نو دانش خپرندويه ټولنه هم د ټولنې اړتيا، هم د خپرندويې ټولنې د يو څه لاسته راوړنې او هم كه يې ته د كار و بار د پياوړتيا لپاره بولې ټول پكې راتلاى شي، نور قضاوت به هېوادوالو ته پرېږدو، چې هر څوك ورته پخپلو سترګيو كې وګوري، زه يې نور نه وايم.

پوښتنه: د فرهنګيانو تر منځ يوه اصطلاح ګډه ده، وايي چې څوك پيسې ګټي او څوك كيسې، كيسې خو مو ډېرې ګټلې دي، كه راته وواياست، چې په دې نولسو كلو كې چې تاسې د كتاب د چاپ لړۍ روانه كړې ده، پيسې مو هم ګټلې دي او كه څنګه؟

www.baheer.com

ځواب: وروره! دا پوښتنه ډېره سخته ده، كه ووايم، چې سړى په كيسو ګټلو نه مړېږي بد به درته ښكاره شم؛ خو ځكه يې وايم، چې ماته د خپل پلار نصيحت دى، چې بچيه! پيسې هر وخت پيدا كېږي كيسې وګټه؛ نو كه دا قضاوت هم تاسو او زما سلګونو ملګرو ته پرېږدم بده به نه وي، زه لا تر اوسه له كيسوګټلو نه پيسوګټلو ته نه يم وزګار شوى.

پوښتنه: د ځينو فرهنګيانو تر منځ دا ويل كېږي، چې تاسې ډېرو نادارو شاعرانو او ليكوالو ته پخپل مالي لګښت كتابونه چاپ كړي دي، ايا دغه كتابونه، چې تاسې چاپ كړي بېرته مو پرې هغه لګښت لاسته راوړى او كه خرابات مو كړى دى؟

ځواب: ما ډېرو ملګرو ته كتابونه چاپ كړي، په لومړيو وختو كې به چې موږ كتابونه چاپول د خرڅلاو ستونزې يې ډېرې وې، موږ به پښتو كتاب ته ډېر حسابونه كول بيا به مو پنځه سوه ټوكه په ډېر تكليف چاپ كړ؛ خو زه اوس خوښ يم ډېر داسې كتابونه، چې زه يې چاپ كړم خپل لګښت بېرته پوره كوي، اوس خلك نسبتاً کتاب اخيستلو سره آشنا شوي دي.

پوښتنه: تاسې چې كوم كتابونه پخپل لګښت چاپوئ، موضوع يې په نظر كې نيسئ، مثلاً ادبي، تاريخي، او که سياسي کتابونو ته ترجيح ورکوئ؟

ځواب: زموږ د خپرندويې ټولنې كتابونه ټولو هېوادوالو ته څرګند دي، چې زموږ موخه او هدف خپل كولتور ته كه وكولاى شو يو څه خدمت وكړو، بده به نه وي. زموږ كتابونه زياتره تاريخي او ادبي كتابونه دي. تاسو د موضوع خبره وكړه، موضوع خو د كتاب په چاپ كې ډېره مهمه خبره ده، موږ ګورو، چې ليكوال يې څوك دى او موضوع يې څه ده او ددې كتاب چاپ موږ او زموږ جنګ ځپلې ټولنې ته څه وركوي.

 پوښتنه: كله مو د خپل كوم چاپ شوي كتاب له ليدلو خوند اخيستى دى، كه اخيستى مو وي د كتاب نوم واخلئ او ورسره تړلې خاطره هم بيان كړئ؟

ځواب: عابد جانه دا خو مو داسې پوښتنه وكړه؛ لكه څوك، چې له كومې مور څخه پوښتنه وكړي، چې كوم زوی دې درباندې ګران دى؟ قسم درته يادوم زه چې كوم كتاب هم چاپوم، دومره زړه ورسره خورم، چې څه يې درته ووايم. زه له خپل كار سره لېونۍ مينه لرم، زه خپل كار سرسري نه كوم؛ بلكې خوند ترې اخلم، په كوم كتاب كې چې ډېر په تكليف شم هغه كتاب مې ډېر خوښېږي. كه د خاطرو درته ووايم؛ نويوه ورځ زما يو زورور ملګري يو كتاب راواستاوه، چې هغه بايد لږ تر لږه په پنځلسو ورځو كې چاپ شوی واى؛ خو هغوى ماته يوازې درې ورځې راكړې، حيران شوم، چې اوس به څه كوم، هر څو مې كه ورته ويل، چې دا كار په دومره لږو ورځو كې نه تر سره كېږي؛ خو کله يې منله، ويل يې موږ ډېر غټ پروګرام اعلان كړى او دا كتاب به حتماً په درې ورځو كې چاپوې. بس ما هم پرې ور توكل كړل او د خداى(ج) په مرسته كتاب په هماغو درېو ورځو كې چاپ شو.

پوښتنه: د كتابونو له چاپ پرته تاسې ډېر ادبي او فرهنګي فعاليتونه هم ترسره كړي، چې يوه يې هم د الفت دوه مياشتينۍ اجرا ده. كه راته وواياست، چې الفت مجله مو په كوم كال او د كوم احساس له مخې راوېسته او تر اوسه مو څو ګڼو ته رسولې؟

ځواب: الفت مجله د لوى خداى(ج) په فضل او كرم تر اوسه پنځه ويشت ګڼې چاپ شوې، موږ غوښتل له نورو فرهنګي او مطبوعاتي هڅو سره سره يوه مجله هم ولرو، پنځه كاله وړاندې موږ څو ملګري لکه امين الله دريځ، غفور لېوال، قاضي سيد اختيار سباوون او محمد داود وفا سره كېناستو او د الفت نوم مو غوره كړ نور نو مجله تاسې ګورئ او لولئ يې قضاوت يې تاسې او لوستونكيو ته پرېږدم.

 پوښتنه: لكه څنګه چې تاسې په پېښور كې د كتابونو د چاپولو او پلورلو منځى (مركز) لرئ ايا په هېواد كې دننه هم په ولايتونو كې د كتاب پلورلو څانګې لرئ، که وي نومونه يې واخلئ او دا هم راته وواياست، چې د كتاب د خرڅلاو لړۍ څنګه روانه ده؟

ځواب: هو! موږ په هېواد كې دننه په كابل كې د دانش كتابتون په نوم د پخته فروشۍ په كوڅه كې يو ځاى لرو، په ننګرهار كې زموږ د ملګري عزت الله ځواب ګودر كتابپلورنځى، په كندهار كې زموږ د خواږه ملګري سيد احمد قانع (افغان كتابپلورنځى)، په مزار شريف كې د استاد عبدالغني برزين مهر اويستا كتابخانه او په نورو ګڼو ځايونو كې داسې ملګري لرو، چې د دانش خپرندويې ټولنې كتابونه ورسره شته، پاتې شوه د كتاب د خرڅلاو خبره؛ نو هغه هم بده نه ده، لكه مخكې مې چې وويل اوس پښتانه ويښ شوي دي د كتاب په خرڅ كې تر پخوا ډېر توپير راغلى دى او كېداى شي په راتلونكي كې نور هم ښه شي، ځوانان اوس له كتاب سره مينه لري او همدا لامل دى، چې زموږ ځوانان په ليكلو كې دېر تكړه هم دي.

 پوښتنه: ځنې فرهنګي ټولنې په هېواد كې دننه او له هېواده بهر شته، چې د كتابونو د چاپ لړۍ پر مخ بيايي، كه راته وواياست، چې له هېواده بهر داسې كومه ټولنه شته، چې له پيله تر اوسه يې د كتابونو د چاپ لړۍ ستاسې په واسطه پر مخ بولي وي؟

 ځواب: له هېواده بهر زموږ ډېر ملګري دي، چې كتاب د چاپ لپاره موږ ته را استوي؛ خو څومره، چې د ټولنې خبره ده؛ نو په جرمني كې د افغانستان د كولتوري ودې ټولنې ته په پيل كې ډېر كتابونه موږ چاپ كړي، بيا د څه وخت لپاره محترم استاد يون يو څه كتابونه ورته چاپ كړل، او اوس يې بيا موږ ورته چاپوو؛ په دې برخه کې به زه درته يوازې د افغانستان د كولتوري ودې ټولنې نوم ياد كړم.

 پوښتنه: اورېدلي مې دي، چې تاسو د پښتو سيندونو (قاموسونو) د چاپولو لړۍ پيل كړې ده، كه راته وواياست، چې تر اوسه مو كوم پښتو سيندونه چاپ كړي؟

 ځواب: موږ تر اوسه د پښتو سيندونو د چاپولو د لړۍ د لومړۍ كړۍ په ډول: زاهد پښتو پښتو سيند، انګليسي پښتو قاموس، فلسفي قاموس، بهيج سياسي قاموس، د سياسي اصطلاحاتو قاموس او طبي قاموس هېوادوالو ته وړاندې كړي دي او په راتلونكي كې هم د يو لوړ پښتو سيندونو (قاموسونو) د چاپ تابيا لرو.

 پوښتنه: د هېواد په ګوډ ګوډ کې او همدارنګه په كوټې او پېښور كې كه د پښتو ژبې په اړه سيمينارونه وي تاسې په ډېر شوق او ذوق سره پكې ګډون كوئ، كه ووايم، چې تاسې خو شاعر او ليكوال هم نه ياست؛ نو د كوم احساس له مخې دې غونډو ته ورځئ او كومې خاطرې له ځان سره راوړئ؟

 ځواب: ګوره عابد جانه! ته پخپله ښه شاعر يې، تاته دا نور هسې كډو كرېله ښكاري، د بې خونده شاعرانو له كتاره خو مې مه باسه او پاتې شوه دا چې ليكوال كه نه يم ټول ملګري مې په سيمينار كې برخه اخلي، زما د فكر او زړه خبرې پكې كېږي؛ نو د څه زده كولو لپاره به هرومرو څه خو كوم، داسې سيمينارونه، ناستې، لوستل او اورېدل خو ډېر اړين دي او بيا زما لپاره، چې زه زده كړې ته ډېره اړتيا لرم.

 پوښتنه: د روان عيسوي کال د سپتمبر په شپاړسمه نيټه چې د جرمني د هورت په ښار کې د پښتنو د برياوو د٣٣٥ کليزي نمانځنغونډه وه، تاسې ته يې د ايمل خان مومند بابا له درانه نوم سره تړلی د سرو زرو مډال ستاسې د ښو کلتوري خدمتونو په وياړ اعلان کړی دی، کله چې تاسې له دې اعلان نه خبر شولئ، ستاسې احساس څه و؟

 ځواب: عابد جانه! تر هر څه ړومبی بايد بايد دا اعتراف وکړم چې ددومره لوړ انعام د ګټلو سوج هم ما کله نه و کړی، او اوس هم دا وايم چې زه د دومره لوی انعام حقدار ځان نه شميرم. خو دا چې په جرمني کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې د لوی پښتون ايمل خان مومند بابا له نوم سره تړلي د سرو زرو د مډال مستحق زه ګڼلی يم، د هغوی د مينې يوه ښه بيلګه ده چې زه ورته کوردوانی وايم.

 پوښتنه: كه د تېرو شلو كلونو د يون يوه ترخه او يوه خوږه خاطره مو راته وواياست؛ نو د لوستونكيو په ګډون به زه هم خوښ شم؟

ځواب: د تېرو شلو كلونو ددې سفر خاطرې خو ډېري دي؛ خو له ترخو خاطرو مې خوږې خاطرې ډېرې دي؛ ځكه پښتون ولس داسې دى، چې پر ځان د چا قرض نه پرېږدي، بېرته يې هرومرو وركوي، دا چې ما له خپل ولس او خلكو سره لږ ښه كړي هغوى له ما سره څو چنده ښه كړي، زه چې هرې خوا ته تللى يم ته مې ګورې، چې خلك مې څومره خوښوي. پاتې شوه د ترخو خاطرو خبره؛ نو د ترخو خاطرو په سر كې به لطيف جان بابى درته ياد كړم، چې په ډېره ناځوانۍ يې زما درې لكه او شپېته زره كلدارې وخوړې او پرې منكر شو، چې دا پېښه تاسې په الفت مجله او ټول افغان ويبپاڼه كې هم لوستلې، تكرار ته يې اړتيا نشته.

عابد: دانش صاحب كور مو ودان، چې موږ ته مو د مركې لپاره وخت راكړ.

دانش: مننه عابد جانه! ژوندى اوسې.

د دانش خپرندويه ټولنې نور عکسونه ددې لاندې پتې ليدلی شی

http://baheer.com/baher/modules.php?name=News&file=article&sid=750

 

Danish office
Danish office
Danish office
Danish office
Danish office
Danish office
Danish office
Danish office

Danish office